د پښتو فرهنگيستان تگلار

دودونه

پښتو له تاريخي- جغرافيايي پلوه په اَرياني ژبوېش کې له غورو شمالختيزو ((باختري)) او بيا ساکي ژبو څخه گڼل کېږي چې له هماغه لرغوني اَرياني پېر راهيسې تر اوسني افغاني مهالپېره د دغه ټاټوبي په بومي ترينو او ډېری ترينو ويونکيو((پښتنو)) اړه لري.

همدغه غوره تاريخي – جغرافيايي دريځ او اوږدې او بډايې گړنۍ او ليکنۍ ادبي مخينې يې له اتلسمې پېړۍ راهيسې د خورا گڼو او پياوړو ختيځپوهانو، او بيااَريانپو هانو مخه ځانته را اړولې او په زړه پورې علمي څېړنې يې پکې ترسره کړې دي. ستر پښتو پوهاند گيورگ مورگنستيرن به چې تر دوو تېرو استادانو، فرانسي دارمستېتر او الماني گايگر راوروسته يې د نوې ژبپوهنې په رڼا کې د خپل ژوند څه ناڅه شپېته کاله پښتو او په څېرمه توگه نورو گڼو لږه کيو ژبو ته ځانگړي کړي ول، تل داخبره کوله چې ستر خوشال او لنډۍ راته بس ول، تر گردو اَريايي او بيا اَرياني ژبو له پښتوسره ځانگړې لېوالتيا او بوختيا پيدا کړم!

داچې پخپله پښتانه د خپل نارام څلاريز جغرافيايي دريځ له کبله دا دوه دوه نيم زره کاله پرله پسې په دفاعي او تعرضي جنگ جگړو تېر کړي، پښتو پالنې ته يې دومره کابو نه ده موندلې او په نوي اَرياني ، په بله وينا، اسلامي پېر کې يې پر ځای، د ((دويمې ديني)) ژبې په توگه د سوېل- لويديزې پارسي تربرې کارونې او پالنې ته اړوتلي يا اړ اېستل شوي دي. همدغه گروهيزه اړتيا او انگېزه وه چې نوميالی ټولواکمن سکندر لودي يې دېته اړاېستلی وو، د خپلې مورنۍ پښتو ژبې پرځای پارسي ژبه او ليک هند ته ولېږدوي او وکاروي او ورپسې يې سوري او تورک- مغولي واکمنانو ته هم لاره هواره کاندې او په پای کې له کابله تر دکنه يومخيزه درباري او دوتري ژبه و گرځي.

هو تکيانو چې مټې يې د څلورم واکمن(( شاه حسين)) په مهالپېرکې د پښتو را خپلونې يو ه کابو هومره وموندله، بيا پرې له لويديزه توپان راسر شو. ټولواکمن احمدشاه بابا يې چې د راخپلونې په موخه کومه نقشه رانښلولي وه، ځايناستي يې ورباندې گرد سره ځان ناگاره واچوه او په تېره بيايې چې د تورک- مغولي ښکېلاکگرو له خوا وار له مخه پرسنايز شوی کابل پلازمېنه کړ، نو ټولې هڅې هيلې ورسره پر کابل سيند لاهو شوی. له همدې ستر لامله، له فرهنگپال او پرمختگپال امير شېرعلي خان راهيسې راروانو ماتو گوډو سرکاري هاندوهڅو دغه ډېرۍ بومي ژبه تر دې دمه د برلاسې پارسۍ د سيالۍ جوگه نه شوه کړای.

له ډېره بده مرغه نن سبا د لږه کيو د تش په نامه ناسپېڅلې ملي ضدبېلتونپالې ټلوالې د افغان او افغانستان په گډون د پښتو ملي- رسمي رښته او دريځ کورټ له پوښتنې اوننگونې سره مخامخ کړي او غواړي، په ټوله سپين سترگۍ يې د ايراني اخوندانو په لمسه او مرسته د هغه رامخته کړي درې هېواديز((پارسي مثلث)) پلان له رښتياينې (تحقق) څخه بلهاري کاندې چې رضاشاه پهلوي يې له 1936ز. راهيسې بهير را نښلولی دی! خو موږ باور لرو، اړوندې سياسي ډلې ټپلې په دغه گڼ ژبتوکميز هېواد کې نه د خپلو ټبرونو او نه د نورو پرگنو ملاتړ له ځان سره لري او په دې توگه به يې هر راز افغاني ضد او ملي ضد شومې لارې نقشې او بيا ژبنۍ دا هرو مرو ناکامېږي. له همدې کبله موږ د دې پرځای چې وينې په وينو و مينځو، د ورورۍ او برابرۍ په دېموکراتيکه فضا کې پر هېوادني او جهاني کچ د خپلې پښتو ژبې د علمي – فرهنگي سيالۍ لپاره په هېواد کې له راتپليو پانگواکي ازادو سياليو څخه په گټه اخېستنه د((پښتو فرهنگيستان)) په نامه د يوې ناپېيلې، نا سياسي او نادولتي ازادې علمي – فرهنگي منځۍ(مرکز) بنسټ ږدو.

موږ به هڅه وکړو، يو خواله اړوندو سرکاري ټولنو او سازمانونو سره رغنده ملي څانگيزه(مسلکي) سيالي او ورسره ورسره همکاري وکړو او بلخوا د ملي- تاريخي اکر وکر او يو والي ضد بې سروبولو ژبنيو شخړو په مخنيوي کې خپل مثبت څانگيز نقش و لوبوو او د توندو تېزو ناندرو او تور برېښونو پر ځای اړوندې خواوې په علمي دک و دليل بسيا کړای شو. په ترځ ترځ کې به هغه اندېښنې او کمتري احساس چې د گردې پرمختيايي نړۍ د ولسونوغوندې افغانانو او بيا دوو غورو ژبو ويونکيو پر وړاندې د نړيوالېدنې(گلوبالېزېشن) له نارو سورو سره راټوکېدلي، څه ناڅه را کم کړو!

له افغاني دري پارسي سره به زموږ دغه مثبته سيالي سم له لاسه يوازې پر ملي – هېوادني کچ راغونډه وي، خو هيله ده، په راتلونکې کې دومره څانگيز او ټولنوټيز واک و ځواک ومومو چې تر ايرانه يې هم و غځولای شو او هله يې بيا پر جهاني کچ له نورو پرمختللو ژبو سره د جوگوالي هاندوهڅو ته ملا وتړو.

له(ايراني) پارسي هغه سره په توپير زموږ د پښتو فرهنگيستان چارې او دندې به، يوازې پر وييرغاونې نه راڅرخي، بلکې، لکه څنگه چې په دغه تگلارکې د بېلابېلو څپرکو په بڼه ډلبندي شوې، تر هرڅه له مخه د يوې يوازېنۍ کره ليکلارې رښتياينه، ټوليزونه او دودونه وي او بيا د څلورگونې وييپانگې جوتونه او په بېلابېلو سيندگيو، سيندونو(قاموسونو) او تر گردو وروسته په يوه چاپېريال سيند يا سمندر(محيط يا جامع فرهنگ)کې يې خونديينه وي. اکادېميکه ټوليزه پښويه او بيا پر بېلابېلو کچو د ښوونيزو هغو کښنه اوخپرونه، پښتو وييپوهنه، پښتواَرپوهنه (اېتمو لوجي)، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، پښتو بدلمېچ(عروض) او دکړنيزې(تطبيقي) اوسرباندې ژبپوهنې( مېتالېنگويستيکس) نورې لويې وړې څانگې او سکالووې هم درواخله!

دلته بويه داخبره هم هېره نه کړو چې ژبپوهنه تر بلې هرې فرهنگي مخبناد پښتني ټولنې په ټوليز پرمختيايي او په دې لړ کې په ځانگړې توگه، له بېشمېرو گړدودو څخه يوې يوازېنۍ ليکنۍ پښتو ته د لوړوالي اودا بيا پرخپل وار له ټبرني دريځه يوه ملي دريځ ته د پښتني ولس د لوړ والي او په پايله کې د سراسري افغاني ټولنې د((ملت رغاونې)) بهير خورا ښه تراچټکولای شي.

له پښتو فرهنگيستان سره به تنگليدو هېوادوالو او په تېره تېره پخپله پښتنو ته د دې گوتڅنډنې او تورتپنې پلمه هم نوره پاتې نه شي چې زما اونورو څانگوالو اړوندې ژبپوهنيزې چارې ((خپلسري)) و بولي. په کړن کې به دا هم ورزباده شي چې څانگيز واک(مسلکي صلاحيت) ټاکنده نقش لري او اړينه نه ده چې هغه يوازې د سرکاري ټولنو په ټيکه کې اوسې، هغه هم لکه (( د افغانستان د پوهنو اکادېمي)) چې نن سبايې تر نورو څانگو ښرانگو د ژبپوهنې او بياپښتو ژبپوهنې دا خورا بېوسه او بېکسه ده!

د ((فرهنگيستان)) دواړه تړښتي ټوکه (ترکيبي اجزأ) د پښتو او پارسي ژبې گډه َر ياني پاتوړې (ميراث) دی. پارسي لرغونې بېلگه يې((بگيستان، بگيستون)) ده چې را وروسته((بيستون)) شوی او پښتو دايې((ساکه ستان، ساکستان، سا کيستان)) ده چې راوروسته پر ((سيستان)) اوښتی دی. په اوسنۍ پښتو کې يې نورې بېلگې: تورستان، مړيستون(قبر، هديره)، لاندېستون(توشک)، بړستن ...او ترگردو ټولمنلی ژوندی ساری يې زموږ دگران هېواد نوم((افغانستان)) دی!

څپرکی

سمول

د پښتو فرهنگيستان موخې:

سمول

لومړی توک(ماده):

پښتو فرهنگيستان چې په دغه تگلار کې ((فرهنگيستان)) او يا((ټولنه)) بلل کېږي، يو ناپېيلی، ناسياسي او نادولتي خپلواک سازمان دی او اډانه يې له اَره پر خپلخوښچارو(رضاکارو) پښتو ژبپوهانو ولاړه ده.

دويم توک:

فرهنگيستان په هېواد کې د د واکمنو قوانينو له حکمونو سره سم خپلې څانگيزې چارې پرځای کوي او حقوقي شخصيت لوي.

درېيم توک:

فرهنگيستان په خپله اډانه کې د پښتوژبې او ژبپوهنې ازاد څانگوال او کارپوهان راټولوي او غواړي، د يوې ازادې سوله ييزې علمي_ فرهنگي سيالۍ له مخې د پښتو ژبې د سرڅڼې لپاره پرله غښتې هاند و هڅې وکړي او له دې لارې د ټوليز افغاني مانيزې پر مختيا په چار کې خپله ملي برخه بنډه ترسره کاندې.

څلورم توک:

فرهنگيستان به له خپل پرمختيايي لرليد سره سم څانگيزو کادرونو د روزنې په موخه د هېواد دننه او دباندې پښتو ژبي ځوانان په ژبپوهنه کې لوړو زده کړو ته را وهڅوي او تر وسې وسې ورته تر مالي لگښته وړنده اسانتياوې هم ور برابرې کړي.

پېنځم توک:

فرهنگيستان دا خپله ملي پازه گڼي چې له نورو ورته سرکاري او ازادو ژبنيو څانگو او ټولنو او په سر سر کې له پارسي هغو سره د همکارۍ د تړونونو تر کچه اړيکي ټينگ کړي او وپالي. په دې لړ کې سره کله ناکله گډې ناستې غونډې ولري او همداراز گړدودڅېړنې سيند(قاموس) کښنې او داسې يو شمېر نورې پروژې په گډه پرمخ يوسي.

دغه څانگيز اړيکي او همکارۍ به دا کابو هم رامنځته کړې چې د هېواد دننه او دباندې راپېښېدونکې دواړخيزې او څواړخيزې ژبنۍ ربړې او شخړې د علمي او ملي پوهاوي په ازاد تشيال (فضأ) کې هواری و مومي.

شپږم توک:

پر سيمه ييز او نړيوال کچ به د ختيزو او لويديزو هېوادونو له اړوندو ټولنو او بېلابېلو وگړو، په تېره د ختيځپوهنې له هغوسره چې د نورو اَرياني ژبو په لړ کې له پښتو ښوونې او څېړنې سره سروکار لري، اړيکي ټينگوي او همکاري پالي.

اووم توک:

فرهنگيستان به د پښتو ژبپوهنې څانگيزې خپرونې ولري چې سم له لاسه به پر يوه اوبپاڼه او جالپاڼه(وېبسايت او انټرنېټ) راټولې وي او په راتلونکې به يوه چاپي مهالنۍ هم ورسره ملتيا مومي.

اتم توک: دغه ازاده څانگيزه ټولنه دا هم له خپلو پازو او موخو څخه گڼي چې وخت پر وخت د((يوې پښتو- کره پښتو)) مخکښ ليکوال، رسنوال، خبريالان اووياندان په ستاينليکونو و وياړوي. همداراز به د يوې وړندې کالنۍ نغدي جايزې لپاره مالي شونتياوې هم وپلټي.

٢- څپرکی

سمول

څانگيز او اډانيزجوړښت:

سمول

نهم توک:

لکه څنگه چې په سريزه کې ورته نغوته وشوه، فرهنگيستان به د پښتو ژبپوهنې د يوې ځانگړې څانگيزې ټولنې په توگه د خپلو ورځنيزو او مهاليزو چارو د ښه ترا پرله غښتيا(انسجام) لپاره په خپل اډانيز چوکاټ کې په دې نومونوڅانگې او ښرانگې ولري:

لسم توک:

پښويه(Grammar): ١) غږپوهه (Phonology)، ٢) گړپوهه ياصرف(Morphology). ٣) غونډله پوهه يا نحوه(Syntax).

يوولسم توک:

ليکلار يايوه- کره ليکنۍ پښتو(Stylistics).

دولسم توک:

گړدود پوهنه يالهجه پوهنه(Dialectology).

ديارلسم توک:

وييپوهنه يا لغتپوهنه (Lexicology).

څوارلسم توک:

سيند(قاموس)کښنه(Lexicography).

پېنځلسم توک:

اَرپوهنه يا فقه اللغه(Etymology).

شپاړسم توک:

ښوونيز ژبلوستونه او ژبښودونه (Textbooks and Guides).

اوولسم توک:

بدلمېچ ياشعرپوهنه (Metrology).

اتلسم توک: ژبتوکميز تاريخ (Ethno- Linguistical History).

نولسم توک: خپرونې(چاپي او انټرنېټي).

شلم توک:

څانگيزه جرگه چې د فرهنگيستان د بېلابېلو څانگو له چلوونکيو څخه رغېدنه مومي چې په کال کې به يوځل غونډه کوي او دا دندې به پر غاړه لري: ١) د بېلابېلو څانگو د کړو چارو يوکلن گډ گوزارش د ټولنې مشر ته وړاندې کول؛ ٢) د راتلونکې يوه کال لپاره د اړوندو څانگو دکار پلانونه ځيرل او هوکې کول؛

يوويشتم توک:

ستره جرگه: چې د ټولنې پر خپلو څانگوالو غړيو سربېره به پکې يو شمېر کورني او بهرني پوهان، فرهنگيان او فرهنگپال په وياړلې توگه هم غړيتوب ولري. دغه جرگه تر بنسټوالې (مؤسسې) غونډې وروسته په هر دوه کلن مهالپېر کې يو وار رابلل کېږي او دا لاندې دندې او واکونه لري: ١) په خپله لومړۍ غونډه کې د فرهنگيستان له پرانېستې سره سم له سمونې اړونده تگلار ځيرل او هوکې کول؛

٢) د دوو کلو لپاره د ټولنې مشر او مرستيال ټاکل؛ ٣) په هره دوه کلنه غونډه کې د ټولنې دکړوچارو دوه کلن گوزارش او ورپسې د راتلونکي دوه کلن پلان کتل او هوکې کول؛ ٤) د څانگيزې جرگې له وړانديز سره سم په تگلار کې اړتيا وړ ادلون بدلون ځيرل او هوکې کول؛

څپرکی

سمول

مالي سرچينې:

سمول

دوه ويشتم توک:

پښتو فرهنگيستان يو خپلخوښچارې(رضاکارانه) پوهنيزه ټولنه ده او گرد څانگيز(مسلکي) کار پوهان، له مشره تر کشر تنخانه اخلي او د يو لړ لگښتونو پوراينه به يې له دې لاندې سرچينوڅخه سمبالېږي:

١) د گډون ونډه لږ تر لږه سل افغانۍ يايې انډول چې په ټولنه کې د غړيتوب د لاته راوړنې لپاره له هر نومانده يوځل اخېستل کېږي؛ ٢) مياشتنۍ گډون ونډه چې هر غړی يې د خپلو ايرونو (عايداتو) په سل کې دوه دمياشتنۍ غړيتوب ونډې په توگه ورکوي. ٣) مرستې او بسپنې چې څانگيز او وياړلي غړي به يې تر وسې وسې له ټولنې څخه نه سپموي؛ ٤) د ملي او فرهنگ دوستو پانگوالو او سوداگرو بسپنې؛ ٥) د هېواد او نړۍ پرکچ د بېلابېلو ټولنو او سازمانونو، په تېره د يونسکو نړيوال سازمان د مالي او فرهنگي مرستو او بسپنو په راڅکونه؛ ٦) د ټولنې د مهالنيو او نامهالنيو خپرونو د خرڅلاو او نورو گټو وټو له لارې. ٧) د ادبي غونډو، ناستو، خپرونو او...مالي لگښت د ټولنې د مشر او په ناسوبتيا کې يې د مرستيال په لاسليک هوکې کېږي.

٤- څپرکی

سمول

وروستي حکمونه:

سمول

درويشتم توک:

د فرهنگيستان مېشتځای په کابل ښار کې دی او له شونتياوو سره سم به په ننگرهار، کندهار، خوست، کندوز او نورو وړندو ځايونو کې استازې څانگې ولري.

څليرويشتم توک:

فرهنگيستان ځانگړی مهر او نښان لري(په دې اړه به په پرانېستونې غونډه کې خبرې اترې وشي).

پېنځويشتم توک:

ټولنه به ديوه مرکزي کتابتون بنسټ ږدي.

شپږويشتم توک:

څانگيزه جرگه به په خپله لومړنۍ غونډه کې د ټولنې پلان او بودجه هوکې کوي.

اوويشتم توک: که کله ټولنه د څانگيزې جرگې په پرېکړه له اشخاصو او مؤسسو څخه پور واخلي، د اداينې پازه(مسؤوليت) به يې کوم ځانگړی کس نه، بلکې د ټولنې پرغاړه وي.

اته ويشتم توک:

دغه تگلار چې څلور څپرکي او اته ويشت توکه(مادې) لري، د سترې جرگې په پرانېستونې غونډه کې د رايې اخېستنې له لارې هوکې شوې او ويساوړ گرځېدلې او د افغانستان په ستره محکمه کې ثبت ده.