د پوښتنو کولو مهارت

د پوښتنې کولو مهارت Questioning Skills پوښتنې په هره اداره، کاروبار، دفتر، ښوونځي، پوهنتون او په نورو ځايونو کې کېږي. هر انسان ته د خپل چاپيريال او حالاتو په اړه پوښتنې راولاړيږي. په هر ډول حالاتو کې پوښتنې پيدا کېږي، که انټرويو وي کې پوښتنليک او يا ...

د پوښتنو ډولونه او موخې Types and Purposes of Questions ١: خلاصې پوښتنې Open Ended Questions: د پوښتنو عام ډول دى. دا ډول پوښتنې ملاقاتي (Interviewee) ته د ډيره خپلواکي ورکوي او په ځواب ورکولو کې ورسره مرسته کوي. خلاصې پوښتنې ډېرې پراخه ماناوې لري او د وضاحت لپاره يې الفاظ هم ډېر کارول کېږي. خلاصې پوښتنې ټولې په يو ډول نه وي، بلکې ځينې ډېرې خلاصې وي او ځينې کمې. د ډېرو خلاصو پوښتنو څو بېلگې - د ځان په اړه راته ووايه؟ - څه تمه لري؟ - په اوسنيو حالاتو کې څه احساسوې؟

يو څه خلاصې پوښتنې ( چې له لومړي څخه په کمه درجه کې وي) - اوسنۍ دنده دې خوښه ده؟ - کومه ستونزه چې پيدا شوې، په اړه يې څه احساس کوې؟ - ولې دې ددې کار غوښتنه کړې؟ د خلاصو پوښتنو گټې Advantages of open Ended Questions - انټرويو کوونکي Interviewer ته د مشاهدې کولو ډېر چانس په لاس ورځي. - په دې ډول پوښتنو کې پر ملاقاتي (Interviewee) هيڅ ډول فشار نه راځي، ځکه چې ځواب يې هم اسانه وي. - د انټرويو اخيستونکي لپاره په زړه پورې وي. د خلاصو پوښتنو زيانونه Disadvantages of open Questions - ډېر وخت پرې لگيږي، ځکه چې ځوابونه ډېر تفصيل لرونکي وي. - د ډېر معلومات له کبله يې نوټ کول ستونزمن وي. - د انټرويو کابو کول ستونزمن کېږي. ٢: بندې پوښتنې Closed Questions: بندې پوښتنې په طبيعي ډول پابندې وي او د لنډ ځواب لپاره کېږي. په دا ډول پوښتنو کې ملاقاتي (Interviewee) په محدوده دايره کې ځواب ورکوي. يانې د لنډو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کيږي. د مثال په ډول - احمد څوک دى؟ - تاسې ولې دنده پريږدئ؟ - په دنده کې مو کومه برخه ډيره مهمه ده؟ د ډېرو بندو Closed پوښتنو څو نمونې په لاندې ډول دي. - ستاسې د کاوبار د اهميت له مخې کوم مضامينو ته لومړيتوب ورکول شي. ١: شمېرپوهنه، ٢: اداره، ٣: بازارموندنه - اوسنى دولت د اسختدام په څومره دلچسپي لري؟ ١: ډيره دلچسپي، ٢: منځنۍ دلچسپي، ٣: هيڅ دلچسپي نه لري. د بندو پوښتنو گټې Advantages of Closed Ended Questions - په لږ وخت کې ډېرې پوښتنې کېږي. - د پوښتنو ځوابونه نوټ کول ډېر اسان وي. د بندو پوښتنو زيانونه Disadvantages of open Closed Questions - ډير کم معلومات په کې ترلاسه کيږي. - ملاقاتي (Interviewee) ته د معلوماتو ورکولو چانس نه ورکول کېږي. - معلومات نه واضح کېږي. ٣: بې پرې پوښتنې Neutral Questions: دا ډول پوښتنې بې پرې وي او د کوم لوري پلوى نه کوي. او د ملاقاتي (Interviewee) ځواب نيغ Direct ترلاسه کولو کوښښ هم نه کوي. په دا ډول پوښتنو کې هيڅ ډول فشار شتون نه لري؛ نو ځکه سم ځوابونه ترلاسه کيږي او په دا ډول پوښتنو کې تر ممکن حد پورې شونى، متوازن او متبادل ځواب ترلاسه کيږي. د بې پرې پوښتنو څو بېلگې - تاسې ددې کار په اړه څه احساس کوئ، چې سفر په کې حتمي دى؟ - تاسې ولې کمپنۍ پرېږدئ؟ - ددې ستونزې ذمه وار څوک دى؟ - په لاندې لوبو کې مو کومه لوبه خوښيږي؟ الف: کرکټ، ب:اوزلوبه، ج: باسکټ بال، د: فټبال ٤: لارښود پوښتنې Leading Questions: دا ډول پوښتنې، ملاقاتي (Interviewee) ته د يو ځانگړي لوري لارښونه کوي. دا ډول پوښتنې ډېر ځل وړ وي؛ خو هغه مهال ډيرې گټورې پايلې لري، چې ريښتونو معلومات تصديق کول غواړو. دلته بايد له ډېر احتياط څخه کار واخيستل شي، چې معلومات په زغرده ترلاسه شي. ځينې وختونه لارښود پوښتنې منفي بڼه خپلوي؛ خو له گټو يې سترگې پټول نه دي پکار. څو نمونې يې په لاندې ډول دي. - اياد موټر چلوونې جواز لرئ؟ - ستاسې عمر کم تر کمه ١٨ کاله وي؟ - ايا غږمل ( موبايل) درسره نشته؟ ٥: Loaded Questions : دا ډول پوښتنې له لارښود پوښتنو څخه ډېر مضبوطې وي. لارښود پوښتنې ډير ځله باريکي لري او يا ډېرې پيچلې وي. Loaded پوښتنې ډير سختې وي. د انټرويو اخيستونکي (Interviewer) دا ډول پوښتنې د پوښتنې د ارزښت د لوړولو لپاره کوي او د ملاقاتي (Interviewee) جذبات او عکس العمل گوري، د مختلفو چارو په اړوند تر وروستي بريده د ملاقاتي (Interviewee) احساساتو ته پام کوي؛ خو په انټرويو کې دا ډول پوښتنو ته ډېر ځاى نه ورکول کيږي، يوازې ماهر او تجربه کار انټرويو اخيستونکي (Interviewer) دا ډول پوښتنې کولى شي. د دا ډول پوښتنو څو نمونې په لاندې ډول دي. - د دولت د دا ډول احمقانه ماليې د ايښودلو په اړه ستاسې څه نظر دى؟ - ستاسې د وينا موخه دا ده، چې په نوموړې دندې کې تجربه نه لرئ؟ منعکسې پوښتنې Mirror Questions: منعکسې پوښتنې د ملاقاتي د ځوابونو په موخو کې د زيات معلومات لرونکي وي. د منعکسو پوښتنو په مرسته له ملاقاتي څخه ډير معلومات ترلاسه کيږي، د موضوع په اړه يې اند او فکر ترلاسه کيداى شي. که فکر کوئ، چې ځواب لاهم نيمگړى دى؛ نو دا ډول پوښتنې د ځواب د نيمگرتيا مخه نيسي، بيا ځواب ورکولو ته منعکستوب وايې. د بېلگې په ډول ملاقاتي: ما پخوانۍ دنده خوښوله، ما ته په زړه پورې وه، تنخوا يې هم ښه وه، ما نه غوښتل، چې دنده پريږدم؛ خو له څارونکي سره مې ستونزې وې. انټرويو اخيستونکى: له څارونکي سره ستونزې؟ ملاقاتي: وبه وينئ، چې څومره ښه کار کووم، تر څو چې مې څوک تنگ نه کړي... انټرويو اخيستونکى: تاسو يې تنگولئ؟ ٧: پلټونکې يا ازمويونکې پوښتنې: دا ډول پوښتنې د ملاقاتي له ځوابونو څخه پيدا کيږي. ځينې انټرويو اخيستونکي (Interviewer) وړاندې له انټرويو څخه د پوښتنو يو ليست برابروي؛ خو په دې کې پلټونکې يا ازمويونکې شتون نه لري، يانې د ملاقاتي د ځوابونو د وضاحت لپاره کيږي. د بېلگې په ډول د يوې دندې په اړوند ملاقاتي وايې، له خپلې دندې به راته معلومه شي، څه ډول مسوليت ادا کړم. انټرويو اخيستونکى ورته وايې -خپل مسوليت به څنگه په ښه ډول ترسره کړې؟ څومره به خپل مسوليت په ښه ډول ترسره کړې؟ څه ډول به په خپل مسوليت پوه شې؟

د ښو پوښتنو ځانگړنې

 Characteristics of a Good Question

د ښو پوښتنو ځانگړنې په لاندې ډول دي. - پوښتنه لنډه او جامع وي. - ښې پوښتنې د ښايسته گې توکي له ځانه سره لري، يانې ښه ژبه کارول کېږي. - پوښتنه بايد د موضوع اړوند وي. - پوښتنه بايد واضح وي. - پوښتنه پر خپل ځاى وشي، بې ربطه پوښتنه بې ځايه وي. - د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره خلاصې پوښتنې ښې وي. - د لنډو معلوماتو لپاره بندې پوښتنې وړ وي. - د سمو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره بې پرې پوښتنې پر ځاى وي.

د پوښتنو په منځ کې خنډ او حل يې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره پوښتنې بايد له احتياط ډکې وي. وړه غلطي کولى ملاقاتي له ځواب څخه ډېر ليرې بيايې. کله چې د پوښتنو پر مهال کوم خنډ رامخې ته کېږي لار ترې چپه کړئ. دلته له خنډ او خطر څخه موخه د پوښتنو نامناسب استعمال دى. که له چاپيريال سره اشنا ياست او ملاقاتي په اړه يوه څه معلومات لرئ؛ نو ډېرې سمې پر ځاى او واضح پوښتنې به وکولى شئ او له خنډونو څخه به مو مخه چپه وي. لاندې د مختلفو ډولونو پوښتنو او د خنډونو د حل لپاره لارې چارې بيان شوې دي. ١: د موضوع وضاحت Details of Subject Matter: هر ډول پوښتنه چې کوئ، بايد په اړه يې خپله وپوهېږئ، خپل اند او نظر بايد ولرئ. يانې د پوښتنې په اړه خپله معلومات نه لرئ، يا په کې شک کوئ؛ نو د غلطۍ ښکار کېدلى شئ. له دې کار څخه بايد ځان وساتل شي. ٢: د پوښتنو لړليک List of Questions: کله چې پوښتنې کوئ؛ نو د پوښتنو يو ليست جوړ کړئ، هسې نه چې اړينه پوښتنه مو له ياده ووځي. ٣: واضح پوښتنې Clear Questions: کله چې پوښتنې کوئ؛ نو پوښتنې مو بايد د ملاقاتي (Interviewee) له علم، تجربې او موقف مطابق وي. ځکه کې پوښتنې واضح وشي؛ نو ځوابونه به يې واضح وي. ٤: جامع پوښتنې Concise Questions: پوښتنې ډېرې اوږدې مه کوئ، بلکې لنډې او جامع پوښتنې غوره وي. بې لامله اوږدې پوښتنې له اصلي مطلب څخه ډير ليرې والى رامنځته کوي؛ نو مطلوبې لنډې او جامع پوښتنې جوړې کړئ، چې ستاسې د ملاقاتي (Interviewee) وخت له ضايع کيدو څخه ساتي. ٥: شخصي پوښتنې Personal Questions: شخصي پوښتنې هم له اصلي مطلب څخه د ليرې والي لامل گرځي، بايد له کولو يې ډډه وشي. داسې پوښتنې چې ملاقاتي په سوچ او فکر کې اچوي او يا پرې بدې لگيږي، بايد ونشي. لکه جنس، عادت، اخلاق، مذهب او نورې داسې پوښتنې. هو کې دا ډول پوښتنې اړينې وي، د مخه بايد له ملاقاتي اجازه واخيستل شي، تر څو د ملاقاتي موقف او وقار ته زيان ونه رسيږي. ٦: يادښتي پوښتنې Memorable Questions: پوښتنې بايد د ليرې ماضي پر ځاى له نږدې ماضي څخه وشي. يانې پوښتنې بايد داسې وي، چې د ملاقاتي په ياد پاتې وي. ځکه چې د وخت په تېرېدو سره ډېر څه له ياده وځي؛ نو ددې لپاره چې سم معلومات مو ترلاسه کړي وي، يادښتي پوښتنې وکړئ. ٧: بې پرې پوښتنې Unbiased Questions: که غواړئ، ريښتوني او سم معلومات ترلاسه کړئ؛ نو بې پرې پوښتنې وکړي. ٨: اړوند پوښتنې Relevant Questions: څېړونکي يا انټرويو اخيستونکي ته پکار ده، چې د موضوع اړوند پوښتنې وکړي. بې ځايه او بې ربطه پوښتنې د وخت ضايع ده. ٩: سيده يا نيغې پوښتنې Direct Questions: له موخو سره سمې او سيده پوښتنې کول پکار دي. پوښتنې بايدساده، اسانې او لنډې لنډې وي، تر څو ملاقاتي په ښه ډول ځواب درکړي. په پوښتنو کې تيزې مه کوئ، د پوښتنو په منځ کې دمه کول ښه وي. ١٠: د ښو اخلاقو څرگندونه Show Good Etiquette: انټرويو اخيستونکى يا پوښتونکى بايد د ښو اخلاقو څرگندونه وکړي. د پوښتنو پرمهال له خوښۍ او ښو اخلاقو کار واخلي، چې دا پر ملاقاتي اغېز کوي او په ريښتونو معلوماتو کې مرسته کوي.