د پوړیو سیخ بندي
د زینې سیخبندي (Stair Reinforcement) څرنگه چې پوهیږي په ودانیو کې د زینې شتون یوه اړتیا ده او په ټولو برخو کې تر ټولو مغلق او پیچیده کار د زینې په سمه توگه سره تطبیق او پلي کیدل دي شاید تاسو ډیره ځایه په ناسمه توگه سره د زینې د تطبق او جوړیده شاهدان اوسیدلی یاست، پدې معنی سره چې یا یې په سیخبندی کې ستونزې موجودې وي او اشتباه سیخبندي یې سرته رسیدلې وی او یاهم د زینو د پټو پلنوالی په یوه اندازه سره نه وي او یاهم لوړوالی یې کم او زیات وي.
د زینې د ښه جوړیدو او سمې سیخبندي په اړوند څو ټکي له تاسو سره شریکوو: سمول
- پام مو وي چې زینه هم لکه د یوه فکس سلب په شکل سره عمل کوي او له هغه سره هیڅ توپیر نلري پدې معنا سره چې د زینې په منځنی برخه کې مثبت مومنټ او په اتکاوو یا څنډو کې منفي مومنټ تولیدیږي.
- د پورته اول بند پر آساس دا ثابته شوه چې د زینې په منځنی برخه په لاندې برخه کې باید اصلي یعني طولي سیخان وکارول شي او په څنډو خواوو یا اتکاوو کې باید د منفي مومنټ د مخنیوي د پاره په پورته برخه کې سیخان و کارول شي.
- د زینې د اتکاوو سره نږدې باید هر وخت زینه دوه جاله ولري چې لومړی جال یې د مثبت مومنټ د سیخانو څخه په لاندینی برخه کې او دوهم جال یې په پورتنی برخه کې د منفي مومنټ له امله باید ورکړل شي.
- د زینې چوک باید هر وخت دوه جاله (پورتنی او لاندین) ولري
- د زینې په عرض یا پلنوالي باندې باید غټ قطر سیخ و نه کارول شي ځکه پدې اړخ باندې مومنټ شتون نلري نو ځکه باید د کوچنی سلنې سیخانو څخه باید گټه واخیستل شي.
- د منفي سیخانو طول د اتکاوو څخه منځنی خواته باید د زینې د اوږدوالي څلورمې برخې ته ورسیږي.
- د کانکریټ ریزی پر مهال کیدای شي د زینې پټې هم جوړې کړل شي مگر د کار د آسانتیا په خاطر کیدای شي یواځې د زینې سلب کانکریټ ریزي کړل شي او پټې وروسته جوړې کړل شي.
- کیدای شي یوه زینه چوک سره نږي هم عرضي گاډر ولري او یا هم هیڅ شتون ونلري چې دا د ودانی په نقشه پورې اړه لري
- په لومړی قدم کې کیدای شي د زینه د سلب ضخامت د 40 ملي متر څخه تر 50 ملي متر په هر متر اوږدوالی د زینې کې په پام کې ونیسی.
- د زینې پټې سیخبندی ته اړتیا نلري مگر ځینې کودونه د هغه د پاره هم سیخان پیشنهاد کوي.