د پولي سیاست لوی آمریت

د د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت مهمه موخه د کورنیو بیو او د ملي پیسو د ارزښت د ساتلو په موخه د هېواد د پولي سیاست او اسعاري سیاست طرح، تر لاس لاندې نیول او اجراء کول دي. د توکو او خدمتونو د بیو پر وړاندې د ملي پیسو د ارزښت د ثبات له تأمنیولو پرته دې موخو ته رسیدل ناشونی ده. مرکزي بانک د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې بدلونونه په بشپړه ځیرتیا سره تر پام لاندې لري او د بیو په کچه او نورو اقتصادي شاخصونو باندې د هغه د منفي اغیزو د مخنیوۍ په موخه په بازار کې د متحول مدیریت شوي اسعاري نظام (Managed Floating Exchange Rate ) په اډانه کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان بانک نښان

سایټ سمول

نور ولولئ سمول