د پولينډ د سرو زرو دوره

د پولينډ د سرو زرو دوره په پولينډ او د ليتوانيا په Grand Duchy کې د رنسانس دوره ده، چې په اټکلي ډول د بوډا(زاړه) Sigismund I پاچا او د هغه د زوی، Sigismund II Augustus، په ۱۵۷۲ ز کې د Jagiellonian کورنۍ پاچایانو د ورستي پاچا تر مړينې پورې د واکمنۍ دورې ته ځواب ويونکې ده. ځيني تاريخپوهان د پولينډ د سرو زرو دوره دوام د ۱۷ پېړۍ تر نيمايي ګڼي، چې د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو دولت (له ۱۶۴۸ څخه تر ۱۶۵۷ ز کال پورې) د خمېلنېټسکي پاڅون (Khmelnytsky Uprising) او د سويډني او روسي يرغل له لوري ړنګ شو. د خپلې سروزرو دورې پر مهال د ګډو ګټو دولت د اروپا يو له تر ټولو پراخو سلطنتونو څخه شو، چې په شمال کې له معاصرې استونيا څخه په ختيځ کې تر Moldavia او لويديځ کې تر Bohemia پورې غځېده. [۱][۲]

په ۱۶ پېړۍ کې د ګډو ګډو دولت د ۱۱ ميليونه وګړو په لرلو سره تر نږدې ۱ ميليون کیلو متر مربع پورې پراخ شو. ياد دولت د بالتيک سمندر له Gdansk، Elblag، Riga، Memel او Konigsberg بندرونو له لارې لويديځې اروپا ته د خپلو سترو غلو دانو، لرګيو، مالګې او پوښاکو د لېږد له امله نېکمرغه شو. د ګډو ګټو دولت ستر ښارونه Poznań, Kraków, Warsaw, Lviv, Vilnius, Toruń او په ۱۷ پېړۍ کې د يو وخت لپاره Kiev او Smolensk وو. د ذکر شوي دولت لښکر له بانديني يرغل څخه د خپلې خاورې د ساتلو وړتيا لرله او د پولينډ د ګاونډيانو پر وړاندې تيري کوونکو مبارزو کې يې هم ونډه واخيسته. دا چې په نيول شويو [فتحه شويو] سيمو کې لږ تر لږه په سياسي ډول د نفوذ لرونکو ټولګيو په منځ کې پولينډي کېدنه (Polonization تېره شوه، پولينډي ژبه د مرکزي او ختيځې اروپا lingua franca شوه. [۳][۴][۵][۶]

د خپلې سرو زرو دورې پر مهال د ګډو ګټو دولت په اروپا کې يو له تر ټولو ځواکمنو دولتونو څخه ګڼل کېده. دې دولت د «سرو زرو خپلواکۍ» په نوم د حکومت يو بې سارې نظام درلود، چې د اقتصادي حالت په پام کې نيولو پرته ټول اشراف (szlachta) په کې برابر په نظر کې نيول شوي وو او له پراخه قانونو حقونو او امتيازاتو څخه برخمن وو. د نظام له بڼو څخه يوه يې د Libertum veto وه، چې په ۱۶۵۳ ز کال کې په لومړي ځل وکارول شوه. د szlachta او magnates رانغاړونکو اشرافو د ګډو ګټو دولت د وګړو له ۸ تر ۱۰ سلنه جوړ کړ. [۷][۸][۹]

د پولينډي رنسانس [نوي والي] کلتور سمول

لوست، زده کړه او د معنوي هڅې ساتنه سمول

د پولينډ د چاپ صنعت په Krakow کې په ۱۴۷۳ ز کال کې پيل شو او د ۱۷ مې پېړۍ په لومړيو کې د ګډو ګټو په دولت کې د چاپ نږدې ۲۰ خونې وې. د يادو چاپخونو له ډلې ۸ يې په Krakow کې او نورې يې ډېری په Gdansk، Torun او Zamosc کې وې. د Krakow اکاډمي په ښه ډول زېرمه شوې [غني] کتابخانې لرلې، چې يو څه کوچنۍ ټولګې يې په نړيوالو محکمو، ښوونځيو او د ښاري وګړو په کورونو کې په زياتېدونکي ډول عامې وې.  د نالوستۍ کچې مخ په ځوړ وې، ځکه چې د ۱۶ پېړۍ په پای کې په کليسا پورې تړلې نږدې هرې سيمې يو ښوونځی پرانيست.

د Lubranski Academy په نوم د لوړو زده کړو بنسټ په ۱۵۱۹ ز کال Poznan کې جوړ شو. د سمون (Reformation) په پايله کې د لوبو يو شمېر ځايونه، په علمي ډول غوړېدلي ثانوي ښوونځي او ځيني نړيوال شهرتونه رامنځته شول؛ ځکه چې پروتستانت واکمنانو غوښتل د لوړ کيفيت زده کړو په وړاندې کولو سره ملاتړ کوونکي لېوال [راجذب] کړي. د کاتوليک غبرګون د پرتلنې وړ کيفيت Jesuit [يسوعيون] پوهنځيو رامنځته کول وو. د Krakow پوهنتون په خپل وار د انسان پالنې خپرونو په لوبغالو سره د خپل ځان ځواب ووايه.

ياد پوهنتون په خپله د ۱۵ او ۱۶ پېړۍ کې هغه مهال د څرګندوالي يا امتياز يوه دوره وازمويله، چې په ځانګړي ډول د ریاضياتو، ستوري پېژندنې او جغرافيې پوهنځيو له باندينيو هېوادونو څخه ګڼ شمېر زده کوونکي راښکل [جذب کړل]. لاتيني، يوناني، عبراني او د دې ژبو ادبيات همدا راز نامتو وو. د ۱۶ پېړۍ په نيمايي کې ياد انسټيټيوټ د کړکېچ پړاو ته ننوت او د ۱۷ پېړۍ په لومړيو کې بېرته د بيارغونې [اصلاحي] خلاف سمون پلوۍ ته وګرځېد. يسوعيانو له سختۍ سيالۍ څخه ګټه پورته کړه او په ۱۵۷۹ کال يې په Vilnius کې د يو پوهنتون اختصاصي تعليمي بنسټ رامنځته کړ، مګر پر Krakow اکاډمي باندې د برلاسي کېدلو په موخه هڅې يې بې پايلې وې. د ذکر شویو حالتونو له مخې زياتو خلکو له هېواده د باندې زده کړو ته دوام ورکول غوره کړل.

بوډا Sigismund I چې د اوسنۍ شته Wawel Renaissance کلا يې جوړه کړه او زوی يې Sigismund II Augustus د معنوي او هنري فعاليتونو ملاتړ وکړ او خپل ګرد چاپېر يې نوښتي پوه خلک راټول کړل. د دوی د ملاتړ بېلګه د کشيش او عامو فيوډالي خانانو او په سترو ښارګوټو کې د اشرافو له لورې وڅارل شوه.

ساينس سمول

پولينډي ساينس د ۱۶ مې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې خپل تر ټولو لوړ ټکي ته ورسېده، ځکه چې د منځنيو پېړيو نظر باندې نيوکه وشوه او زياتو عقلي تشرېحاتو ته اړتيا وه. په ۱۵۴۳ ز کال Nuremberg کې د Copernicus له لورې خپور شوي De revolutionibus orbium coelestium د هغه دوديز ارزښت نظام ولړزاوه، چې د فزيکي نړۍ په پوهېدنه کې غځېدلی و، د عيسويت سره سم Ptolemaic انساني منځني موډل او د علمي پلټنې پراختيا په خپلواکولو سره باطل شو. په عمومي ډول د دې دورې نامتو پوهان د هېواد په زياتو بېلابېلو سيمو کې واوسېدل او په زياتېدونکي ډول ډېری يې د اصيل يا شريف اصليت په پرتله د ښار اوسېدونکي وو.

د Krakow د Torun سيمې د يو سوداګر Copernicus د ساينس او هنرونو له برخو سره زياتې مرستې وکړې. د نوموړي پوهنيز نوښت په Krakow پوهنتون کې وستايل شو، چې وروسته يې په ايټالوي پوهنتونونو کې زده کړې وکړې. نوموړي په لاتيني ژبه شعرونه وليکل، يوه اقتصادي نظريه يې رامنځته کړه، د پادري مدير په توګه يې دنده تر سره کړه، په پروسي sejmiks کې يو سياسي فعال و او د Albrecht Hohenzollern د ځواکونو پر وړاندې يې د Olsztyn دفاع مشري وکړه. د يو ستورپوه په توګه يې په Frombork کې د زياتو کلونو لپاره پر خپلې پوهنيزې نظريې باندې کار وکړ او هملته مړ شو.

Josephus Struthius د يو فزيک پوه او طبي څېړونکي په توګه مشهور شو. Bernard Wapowski د پولينډي نقشه کښنې مخکښ و. Maciej Miechowita چې په Krakow اکاډمۍ کې رئيس و، د Tractatus de duabus Sarmatiis په سرليک په ۱۵۱۷ کې د ختيځ د جغرافيې په اړه يو پوهنليک [علمي رساله] خپره کړه. د ختيځ جغرافيه هغه سيمه وه چې پولينډي پلټونکو په کې د پاتې اروپا لپاره لومړی لاس تخصص برابر کړ.

Andrzej Frycz Modrzewski په رنسانس اروپا کې د سياسې فکر د نظرياتو يو له سترو پوهانو څخه و. د «د ګډو ګټو دولت د پرمختګ په اړه» د نوموړي تر ټولو نامتو کار په ۱۵۵۱ ز کال Krakow کې خپور شو. نوموړي پر فيوډالي [خاني] ټولنيزو اړيکو باندې نيوکه وکړه او پراخه رياليستيک [حقيقي] سمونونه يې وړاندې کړل. نوموړي لازم وګڼل چې ټولې ټولنيز ډلې يا ټولګي بايد په برابر ډول د قانون تابع وي او ويې غوښتل چې شته نابرابرۍ برابرې کړي. Modrzewski يو نفوذ لرونکی او زياتره وخت ژباړن ليکوال د نړيوالو شخړو د سوله ايز حل يو احساساتي ملاتړ کوونکی و. Bishop Wawrzyniec Goślicki (Goslicius) چې د De optimo senator (د ۱۵۹۸ ز کال انګليسي ژباړه کې سلاکار) تر سرليک لاندې يې په ۱۵۶۸ ز کال کې يوه څېړنه وليکله او خپره کړه، د لويديځ په سياسې مفکرينو کې يو بل نامتو او اغېزناک شخص و.

تاريخپوه Macin Kromer د قطبونو د رامنځته کېدو او کړنو په اړه په ۱۵۵۵ او ۱۵۷۷ ز کلونوPolonia کې وليکل، چې دا په اروپا کې د خورا درناوي وړ يو پوهنليک [علمي رساله] وه. د Marcin Bielski «د ټولې نړۍ تاريخ»، يو نړيوال تاريخ په ۱۵۵۰ ز کال کې وليکل شو. د Maciej Stryjkowski (1582) تاريخ د ختيځې اروپا تاريخ راونغاړه.

سرچينې سمول

  1. "Poland - The states of the Jagiellonians". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Jokubauskas, Vytautas. "Lietuvos aukso amžius – vienas sprendimas galėjo pakeisti visą istoriją" [The Lithuanian Golden Age – one decision could have changed the whole history]. DELFI (په لېتوانيايي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Vago, Mike. "Long before Stalin invaded it, Poland tried putting one false tsar after another on Russia's throne". AUX. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Poland Didn't Always Speak Polish: The Lost Linguistic Diversity of Europe". Culture.pl. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Marácz, László; Rosello, Mireille, المحررون (1 January 2012). "Multilingual Europe, Multilingual Europeans". BRILL. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-012-0803-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۸ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Koyama, Satoshi (2007). "Chapter 8: The Polish-Lithuanian Commonwealth as a Political Space: Its Unity and Complexity" (PDF). In Hayashi, Tadayuki; Fukuda, Hiroshi (المحررون). Regions in Central and Eastern Europe: Past and Present. Slavic Research Center, Hokkaido University. د کتاب پاڼي 137–153. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-4-938637-43-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Poland - The "Golden Age" of the Sixteenth Century". countrystudies.us. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Liberum veto | Polish government". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Szlachta | Polish social class". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)