د پولينډ د خلکو جمهوريت


د پولينډ د خلکو جمهوريت (Polish: Polska Rzeczpospolita Ludowa, PRL) په مرکزی اروپا کې هغه هېواد و، چې له ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د پولينډ د معاصر جمهوريت د وړاندويني په توګه يې شتون درلود. د خپل شتون پای ته نږدې په شا وخوا ۳۷،۹ ميليونه وګړو په لرلو سره، ياد هېواد په اروپا کې دويم ګڼ نفوسه کمونيستي او د ختيځ ډلې [بلاک] هېواد و. د ناوېشلی يا واحد مارکس او لېنین پلوي حکومت په لرلو سره ياد جمهوريت د وارسا تړون يو له اصلي لاسليک کوونکو هېوادونو څخه و. له ۱۹۴۷ ز کال راهيسې يې تر ټولو ستر ښار او رسمي پلازمېنه وارسا وه، چې وروسته د Lodz صنعتي ښار او ورپسې د Krakow کلتوري ښار پلازمېنې شوې. د پولينډ د خلکو جمهوريت په شمال کې له بالتيک سمندر سره، ختيځ کې له شوروي اتحاد سره، سويل کې له چکسلواکيا سره او په لويديځ کې له ختيځ جرمني سره ګډه پوله لری. [۱]

د ۱۹۵۲ او ۱۹۸۹ ز کلونو تر منځ ياد هېواد د يوه کمونيستي حکومت له لوری اداره کېده، چې په دويمه نړيواله جګړه کې د سور لښکر له لوري له جرمني نيونې څخه د پولينډ سيمې له ترلاسه کولو وروسته رامنځته شو. د دولت رسمي نوم د ۱۹۴۷ او ۱۹۵۲ ز کلونو تر منځ د ۱۹۴۷ زکال د لنډ مهالي کوچني اساسي قانون (Small Constitution) له مخې د «د پولينډ جمهوريت» (Rzeczpospolita Polska) و. «د خلکو جمهوريت» نوم د ۱۹۵۲ ز کال اساسي قانون له لورې وړاندې او وروپېژندل شو. د ختيځ بلاک د نورو هېوادونو (جرمني، چکسواکيا، هنګري، رومانيا، بلغاريا او البانيا) غوندې، پولينډ د ګټې په شوروي کره کې د يوه سپوږمکۍ دولت په توګه په پام کې نيول کېده، مګر هيڅکله د شوروي اتحاد يوه برخه نه و. [۲][۳][۴]

د پولينډ د متحدو کارګرو ډله د دې هېواد په سوسياليستي کولو سره په هېواد کې واکمنه سياسي ډله شوه. د دې دورې پر مهال پولينډ په رښتيني ډول يو ګوندي دولت و، مګر په ختيځه ډله [بلاک] کې د نورو هېوادونو په پرتله يې زيات خپلواک [ليبرالي] سياستونه لرل او د ديموکراسۍ لپاره د ثابتو دنننيو هڅو له مخې ځانګړی کېده. د خپل شتون په ټوله موده کې يې نږدې په هره لسيزه کې اقتصادي ستونزه او ټولنيزه ناکراري عام وو. د پولينډ ملت د هغو خلکو له لورې ووېشل شو، چې د ګوند ملاتړ يې کاوه، هغوی چې د ډلې مخالف وو او هغوی چې په سياسي فعاليت کې بوختېدل يې رد کړل. د دې تر څنګ د خلکو جمهوريت پر مهال ځينې بنسټيزې لاسته راوړنې رامنځته شوې،لکه: د ژوند کولو پرمختللي حالتونه، چټکه صنعتي کول، ښاري کوونه او عمومي روغتيايي پاملرنې ته لاسرسی او زده کړې د ترلاسه کولو وړ شوې. د زېږېدنې کچه لوړه وه او د ۱۹۴۷ او ۱۹۸۹ ز کال تر منځ نفوس نږدې دوه برابره شو. د ډلې تر ټولو بريالۍ لاسته راوړنه له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د ويجاړې شوې وارسا بېارغونه او په بشپړ بنسټيز ډول د نالوستۍ له منځه وړل و. [۵][۶][۷]

د پولينډ د خلکو لښکر د وسله والو ځواکونو يوه اصلي څانګه وه، که څه هم د شوروي لښکر واحدونه لکه څرنګه چې د وارسا تړون په نورو هېوادونو کې وو؛ دلته هم تم شوي وو. UB او SB د استخباراتو مهمې استازولۍ وې، چې د ختيځ المان د Stasi او د شوروي د KGB په شان يې د پټو پوليسو په توګه عمل وکړ. د پوليسو رسمي اداره چې د انګېرل شوې سوله ساتنې او د لاريونونو د کلک مخنيوي ځواب ويونکي هم وو، د اتباعو ملېشه Citizens’ Militial (Mo) ونومول شوه. د ملېشې ممتازې ZOMO ډلو له لاريون کوونکو سره د چال چلند، د مخالفو مشرانو د نيولو او په بې ساري قضيو کې د وژلو په ګډون، د ياد نظام له لورو د خپلې واکمنۍ پر مهال لږ تر لږه د ۲۲۰۰۰ تنو په وژنې سره بېلابېل سخت جرمونه تر سره کړل. په پايله کې پولينډ د بند لوړه کچه لرله، مګر د جرم د کچو له مخې د نړۍ يو له تر ټولو ښکته هېوادونو څخه و. [۸][۹][۱۰]

تاريخچه سمول

۱۹۵۶-۱۹۴۵ ز کلونه سمول

د ۱۹۴۵ ز کال فبروري کې په يالټا ناسته (Yalta Conference) کې سټالين په پولينډ کې د خپلو ختيځو ملګرو فرانکلین روزوليټ او وينسټن چرچيل په عمل تر سره کولو سره د چمتو کولو وړتيا لرله. د نوموړي وسله وال ځواکونه د هېواد په نیونه کې وو او کمونيستان يې د ادارې تر واک لاندې وو. شوروي اتحاد د Curzon Line ختيځ ته د هغو ځمکو د بيا يو ځای کولو په پړاو کې و، چې د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۱ ز کلونو تر منځ يې پرې بريد کړی او نيولې وې.

په تاوان ورکولو کې پولينډ ته د ختيځې پروسيا د سويلي سيمو په ګډون په Pomerania، Silesia او د Oder-Neisse ليکې ختيځ Brandenburg کې د المان ګڼ وګړيزې سيمې ورکړل شوې. يادې سيمې د برلين په Tripatite ناسته کې له المان سره د سولې په اړه تر وروستۍ ناستې يا په اروپا کې د جګړې له پای ته رسېدلو څخه وروسته د ۱۹۴۵ ز کال په اګسټ کې د Potsdam Conference په نوم تر نامتو ناستې پورې نيمګړې تاييد شوې وې. د Potsdam تړون د ترلاسه شويو سيمو څخه د باندې د جرمني وګړو په لېږد هم بنديز ولګاوه. سټالين پرېکړه کړې وه، چې د پولينډ نوی حکومت به، لکه په منځنۍ او ختيځه اروپا کې د نورو هېوادونو غوندې د نوموړي توکی شي، چې په واسطه به يې پولينډ خپل ګوډاګی دولت کړي. نوموړي په ۱۹۴۳ ز کال لندن کې د پولينډ حکومت له تبعيد شويو وګړو سره اړيکې وپاللې، مګر د روزولټ او چرچيل د راضي کولو په موخه يې د Yalta ناسته کې د يوه ائتلافي حکومت د جوړولو هوکړه وکړه. په یاد شوي نوي حکومت کې کمونيستانو ډېری مهم بستونه تر لاسه کړل او د شوروي په ملاتړ سره يې د ټولو ټاکنو درغلۍ سره يې ‌ډېر ژر د هېواد نږدې ټول واک تر لاسه کړ. [۱۱]

د ۱۹۴۶ز کال  په جون کې د درې ځلې هو “Three Times Yes” تر سرليک لاندې د پولينډ سنا (Senate of Poland) د له منځه وړلو، د ځمکې سمون او Oder-Neisse کرښه د پولينډ د ختيځې پولې په توګه د جوړولو په اړه يوه عمومي نظرپوښتنه وشوه. د کمونيستانو تر واک لاندې د کورنيو چارو وزارت داسې پايلې وړاندې کړې، چې ټولې درې پوښتنې فشار راوړونکې تېرې شوې. کلونه وروسته که څه هم د دې څرګندونکي ثبوتونه راښکاره شول، چې نظرپوښتنه په پراخه درغلۍ سره مل [ککړه] وه او يوازې درېيمه پوښتنه په ريښتيني ډول تېره [تر سره] شوه. Wladyslaw Gomulka وروسته د پولينډ په سوسياليستي ډله کې له بېلتون څخه ګټه پورته کړه. يوې ډلې چې لومړی وزير Edward Osebka-Morawski په کې و، غوښتل د کروندګرو له ګوند (Peasant Party) سره ځواکونه يو ځای او د کمونيستانو پر وړاندې يو واحد مقاومت رامنځته کړي. بلې ډلې چې Jozef Cyrankiewicz يې مشري کوله، استدلال کاوه چې سوسياليستان بايد د يوه ګوندي واک د پېټي [تحميل يا بار] د مخالفت پر مهال د يوې سوسياليستي خپرونې په تر سره کولو کې د کمونيستانو ملاتړ وکړي. له جګړې څخه مخکې سياسي دښمنيو په دې موخه دوام وکړ، چې پېښې اغېزمنې کړي او Sranislaw mikolajczyk هوکړې ته پرې نه ږدې، چې له سوسياليستانو سره يوه متحده جبهه جوړه کړي. کمونيستانو په دې اختلافونو کې د Osobka-Morawski د لرې کولو او پر ځای يې Cyrankiewicz د لومړي وزير په توګه د ټاکلو ونډه ولوبوله. [۱۲]

د نظرپوښتنې او او د ۱۹۴۷ ز کال جنوري د عمومي ټاکنو تر منځ مخالفت د ځورونې تابع و. يوازې د حکومت پلوي نوماندانو «ديموکراتيک بلاک»  ته په بشپړ ډول د بې خنډه [نا ربړولې] ټاکنيزې مبارزې اجازه ورکړل شوې وه. په ورته وخت کې بېلابېل مخالف نوماندان په ټوله کې له ټاکنيزې مبارزې څخه منع شوي وو. د Mikolajczyk د پولينډي خلکو ډله (Polish People’s Party) په ځانګړي ډول له ځورونې څخه وکړېده. دې ډلې د حکومت پر وړاندې د پياوړتيا د ازمېښت په توګه د سنا د له منځه وړنې مخالفت کړی و. که څه هم دوی د نورو دوو پوښتنو ملاتړ وکړ، کمونيست واکمن حکومت PSL [د پولينډ د خلکو ډله] خاينان وګڼل. دا ستر ظلم د Gomulka او لنډمهالي ولسمشر Boleslaw Bierut له لوري څارل کېده. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. "What Was the Eastern Bloc?". د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Internetowy System Aktow Prawnych (2013). "Small Constitution of 1947" [Mała Konstytucja z 1947]. Original text at the Sejm website. Kancelaria Sejmu RP. د اصلي (PDF direct download) آرشيف څخه پر ۰۳ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rao, B. V. (2006), History of Modern Europe Ad 1789-2002: A.D. 1789-2002, Sterling Publishers Pvt. Ltd.
  4. Marek, Krystyna (1954). Identity and Continuity of States in Public International Law. Librairie Droz. د کتاب پاڼې 475. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782600040440. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Toro, Paul A.; Hobden, Karen L.; Wyszacki Durham, Kathleen; Oko-Riebau, Marta; Bokszczanin, Anna (2014-01-29). "Comparing the Characteristics of Homeless Adults in Poland and the United States". American Journal of Community Psychology. 53 (1–2): 134–145. doi:10.1007/s10464-014-9632-8. ISSN 0091-0562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "30 procent analfabetów... - Retropress". retropress.pl. 2 March 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "analfabetyzm - Encyklopedia PWN - źródło wiarygodnej i rzetelnej wiedzy". encyklopedia.pwn.pl. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Daems, Tom; Smit, Dirk van Zyl; Snacken, Sonja (17 May 2013). European Penology?. Bloomsbury Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781782251309. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۸ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Rummel, Rudolph J. (1997). Statistics of Democide: Genocide and Mass Murder Since 1900. Charlottesville, Virginia: Transaction Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783825840105. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Urząd Bezpieczeństwa Publicznego - Virtual Shtetl". sztetl.org.pl. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Geoffrey K. Roberts, Patricia Hogwood (2013). The Politics Today Companion to West European Politics. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781847790323. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Piotr Stefan Wandycz (1980). The United States and Poland. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 303. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674926851. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Phillip A. Bühler (1990). The Oder-Neisse Line: a reappraisal under international law. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780880331746. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Czesław Osękowski Referendum 30 czerwca 1946 roku w Polsce, Wydawnictwo Sejmowe, 2000, کينډۍ:ISBN
  13. Britannica (10 April 2013), Stefan Wyszyński, (1901–1981). Encyclopædia Britannica.
  14. (په 29 May 1981 باندې). Wyszynski Fortified Church Under Communist Rule.
  15. Curtis, Glenn E., المحرر (1992). "The Society: The Polish Catholic Church and the State". Poland: A Country Study. Federal Research Division of the Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷ – عبر Country Studies US. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)