د پولو د ټاکلو ستونزه

د علم فلسفه او معرفت پېژندنه کې د پولو د ټاکلو ستونزه یوه داسې پوښتنه ده چې څنګه علم له هغه څه سره چې علم نه دی، بېل کړو. دا د علم، علم ته ورته او د انساني فعالیت د نورو تولیداتو، لکه: هنر، ادبیاتو او عقایدو تر منځ پولې څېړي. دا بحث په مختلفو ډګرونو کې له تېرو دوو زریزو راهیسې د علم د فیلسوفانو او عالمانو ترمنځ روان دی. د دغه بحث پایله هغه څه ده چې د زده کړې او عامه پالیسۍ غوندې څانګو کې «علمي» ورته ویل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

فیرابنډ او لکاتوس سمول

د کوهان کار د پاپر د پولو ټاکل په لویه کچه تر پوښتنې لاندې راووست او د علمي بدلون پر انساني او ذهني کیفیت یې ټینګار وکړ. پاول فیرابنډ اندېښنه درلوده چې ستونزه د پولو ټاکلو په هماغه پوښتنه کې وه. علم په خپله د پولو ټاکلو معیار ته هېڅ اړتیا نه لرله، خو ځینو فیلسوفانو هڅه کوله چې د واک یو ځانګړی مقام توجیه کړي او له هغې لارې علم په عامه بحثونو کې برلاسی وي. فیرابنډ ویل چې علم یې په حقیقت کې نه د منطق او نه هم د مېتود له مخې ځانګړی ځای نیوی شي او نه د عالمانو دغه ادعا د منلو وړ ده چې علم ته ځانګړی واک ورکوي. دی استدلال کوي چې د علمي کړنو په تاریخ کې هېڅ داسې قانون یا مېتود نه شي پیدا کېدی، چې په یوه ځای کې د علمي پوهې د پرمختګ په موخه، تر پښو نه وي لاندې شوی یا له پامه نه وي غورځول شوی. امره لکاتوس او فیرابنډ دواړه وایي چې: علم له دلیل څخه پرته او خودمختاره نه، بلکې د بشر د اکثریت له فکر او څېړنې څخه نه بېلېدونکی دی.[۷]

تاګارډ سمول

پاول تاګارډ، د اصولو یوه بله ټولګه وړاندې کړه چې دغه پېچلتیاوې حل کړي او ویې ویل چې: د ټولنې لپاره دا مهمه ده چې د همدغه کار د کولو لپاره یوه لار پیدا کړي. د تاګارډ د مېتود له مخې، که چېرې یوه تیوري لاندې دوه شرطونه پوره کړي، علمي نه ده:[۸]

  1. که چېرې دغه تیوري د ډېر وخت په تېرېدو سره د نورو ځایناستو تیوریو په پرتله لږ پرمختللې وي او له ګڼو نا حل شوو ستونزو او ... سره مخامخ شي.
  2. که چېرې په دغه برخه کې بوخت کسان، د ستونزو د حل په موخه د دغې تیورۍ په پرمختګ کې ډېره هڅه ونه کړي، د نورو تیوریو په پرتله، د دغې تیورۍ د ارزولو هڅو ته اندېښنه ونه لري او د تایید یا نه تایید په اړه یې انتخاب ولري.

تاګارډ دا هم څرګنده کړه چې: ځینې وخت داسې کېږي چې تیوري د یو څخه وخت لپاره « ناهیلي کوونکې » وي او بیا وروسته یې، د علم ته ورته تیوري(شبه علم) لقب خپل کړي. نوموړي، ستوري پېژندنه د بېلګې په ډول یاد کړې ده چې په ۱۷مه پېړۍ کې د فزیک د پرمختګونو په پرتله په ټپه ولاړه وه، خو بیا وروسته په ۱۹مه پېړۍ کې د روانپوهنې له لوري د ځایناستو تشرېحاتو په وړاندې کولو سره « شبه علمي» شوه.

همداراز تاګارډ وویل: د ده معیارونه باید دومره محدود تفسیر نه شي چې ناپوهۍ ته د بلې شرحې اجازه ورکړي او نه هم دومره پراخ تفسیر شي چې د راتلونکي د علم په پرتله زموږ اوسنی علم کم وګڼل شي. د ده تعریف عملي دی او په ټوله کې یې موخه دا ده چې شبه علم د څېړنې د یوې داسې برخې په توګه بېل کړي چې، بې حرکته دی او فعاله علمي څېړنه په کې نشته.

د ځینو مؤرخینو لیدلوري سمول

ډېری مؤرخین له لومړني حالت او منشاء څخه د علم دومره پرمختګ ته اندېښنه لري، د دې لپاره دوی د علم اصطلاح په پوره اندازه پراخه تعریفوي چې د طبیعي پوهې هغه پخوانۍ بڼې هم په کې شاملې شي. د برېتانیکا دایرة المعارف په یوولسم چاپ کې د علم په اړه مقاله کې، علم داسې تعریفېږي چې:«علم د طبعي پدیدو او د دغو ښکارندو تر منځ د اړیکو منظمه پوهه ده». مارشال کلاګټ د یوناني علم په اړه، په خپله څېړنه کې، علم داسې تعریفوي:« لومړی، د طبیعي پدیدو منظم او سیستماتیک درک، تشرېح او توضیح ده. دویم، هغه [ریاضیکي او منطقي] وسایل چې د مسؤلیت اخیستو لپاره اړین دي». ورته تعریف، په دې وروستیو کې ډېویډ پینګري د پخواني علم په اړه په خپله څېړنه کې وړاندې کړی:« علم د خیالي او لیدل شوو ښکارندو سیستماتیکه تشرېح ده، نورې خبرې د همدغه ډول تعریف پر بنسټ راڅرخي. ریاضیات په علم کې یوازې د یوې سمبولیکې ژبې په توګه ځای لري چې ښايي عالمان خپل تشرېحات پرې وړاندې کړي.» دغه تعریفونه غواړي ډېر تمرکز، د علم د مېتود پر ځای، پر موضوع وکړي او له دغه لیدلوري، دا فلسفي اندېښنه چې غواړي، د علم او ناعلم تر منځ د پولې کرښه کش کړي «که بې معنانه وي، له ستونزو ډک او پېچلی» کار دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

لاوډن سمول

لاري لاوډن د ګڼو تاریخي هڅو له ارزولو وروسته، دې پایلې ته ورسېد چې د پولو ټاکلو یو معیار رامنځته کړي. دا چې د علم او ناعلم د بېلولو او د علم او شبه علم د بېلولو په هڅو کې « فلسفه د ښو پایلو په وړاندې کولو کې ناکامه شوه». له پخوانیو هڅو یوه یې هم ډېری فیلسوفانو ته د منلو نه ده. د لاوډن په نظر: دغه فیلسوفان هم باید دوی او بل هېچا ته د منلو وړ نه وي. دی دا هم وایي: ډېری ټينګ بنسټ لرونکي باورونه علمي نه دي او برعکس، ډېری علمي ګومانونه ټینګ بنسټ نه لري. دی زیاتوي چې: د پولو ټاکلو معیارونه په تاریخ کې د «علماوو» او «کاذبو علماوو» تر منځ اختلافونو کې د جګړې د ماشینونو په توګه کارېدل. نوموړي د ترکاڼۍ او فوټبال د تمرین او نا علمي څېړنو، لکه ادبي کره کتنې او فلسفې د ځینو بېلګو په وړاندې کولو سره، دغه جمله چې ایا دا موضوع علمي ده که نه، د لا علمي او فلسفي کولو په موخه داسې جوړه کړه: ایا یو باور ټینګ بنسټ لري که نه. د ده په نظر: د علم او نا علم تر منځ د پولو ټاکلو ستونزه کاذبه وه، د دې پر ځای چې دا سرخوږی رامنځته کړو چې دا پوهه علمي ده که نه، ښه به دا وي چې د باور وړ او بې باوره پوهې پر توپیر تمرکز وشي. دی غواړي، «د کاذب علم» او « ناعلمي» عبارتونه، د سیاسیونو او ټولنپوهانو بیانونو ته تسلیم کړي.[۱۳]

له لاوډن وروسته سمول

نورو بیا له لاوډن سره مخالفت وکړ. د نمونې په توګه: سباستین لوتز وویل چې د پولو ټاکل باید لکه څنګه چې لاوډن ویلي، په یوازې ځان بسنده او لازم نه وي. لاوډن په ډېرو بنسټونو کې داسې استدلال کوي چې باید یو لازمي معیار او په احتمالي توګه یو بېل بسنده او کافي معیار وي.[۱۴]

د ناعلم پر وړاندې د علم او د باوري پوهې پر وړاندې د جعلي پوهې بېلابېلې ټایپولوژۍ او ډلبندۍ وړاندیزې شوې دي. ایان هکېنګ، مسیموپیلیوچي او نورو وویل چې:علم په ټوله کې د لوډوینګ ویټګنشټاین د کورنۍ د ورته والي له مفهوم سره سم دی.[۱۵][۱۶][۱۷]

نورو کره کتونکو بیا د پولو ټاکلو د ګڼو معیارونو استدلال کړی او دا وړاندیز کوي، چې باید د معیارونو یوه ټولګه د طبیعي علومو لپاره وي او یوه د ټولنیزو علومو لپاره. دوی ادعا کوي چې، د ماوارا طبیعت راګډولو لپاره به، د کاذب علم د معیارونو یوه ټولګه وي.[۱۸]

ارزښت سمول

د پولې ټاکلو د ستونزې اړوند بحثونه، د علم بیان راپورته کوي او انتقادي تفکر ته وده ورکوي. خلک انتقادي فکر کوي، ځانونه د پالیسۍ په بحث کې په منطقي استدلال راڅرګندوي او په روښانفکره ولسواکۍ کې ګډون کوي.[۱۸]

فیلسوف هربرټ کیوت لیکي:

د علم او ناعلم تر منځ د پولو ټاکلو تر ټولو مهم کار ښايي دا وي چې، د سیاسي او دیني واکمنانو دا حق نه مني چې پر ښکاره واقعیت په زوره حکم وکړي.

د بشر د تغذیې د خبرتیا په اړه اندېښنه، په ۱۹۴۲ ز کال کې د لاندې نوټ سبب شوه:

که زموږ هلکانو او نجونو ته په رادیو او ورځنیو اخبارونو کې د علم او طبابت په اړه سطحي او نیمګړي معلومات ورکول کېږي، که اړینه نه ورته وایئ ،نو غوره ده چې دوی ته په ښوونځیو کې کره او ریښتیني معلومات ورکړل شي. که څه هم دا غوښتنه نه ده چې، د کیمیا ښوونکي باید په یوه وار ټول پروټین تشرېح کړي؛ خو یو وړاندیز دی چې دوی باید لږ تر لږه ځان پرې پوه کړي، د پوښتنو ځوابونو ته ځان تیار کړي او د ناسمو معلوماتو اغېزې له منځه یوسي.[۱۹]

د پولو ټاکلو دغه ستونزه، د کره او نا کره خبرونو له ستونزې سره پرتله شوې، چې د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ز کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې ډېره ښکاره وه.[۲۰]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Resnik, David B. (2000). "A pragmatic approach to the demarcation problem". Studies in History and Philosophy of Science Part A. 31 (2): 249–267. doi:10.1016/S0039-3681(00)00004-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Laudan, Larry (1983), "The Demise of the Demarcation Problem", in Cohen, R.S.; Laudan, L. (المحررون), Physics, Philosophy and Psychoanalysis: Essays in Honor of Adolf Grünbaum, 76, Dordrecht: D. Reidel, د کتاب پاڼي 111–127, د کتاب نړيواله کره شمېره 90-277-1533-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lakatos, I.; Feyerabend, P.; Motterlini, M. (1999). For and Against Method: Including Lakatos's Lectures on Scientific Method and the Lakatos-Feyerabend Correspondence. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 20. LCCN 99013581. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226467740. The demarcation problem may be formulated in the following terms: what distinguishes science from pseudoscience? This is an extreme way of putting it, since the more general problem, called the Generalized Demarcation Problem, is really the problem of the appraisal of scientific theories, and attempts to answer the question: when is one theory better than another? الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gauch, Hugh G., Jr. (2003). Scientific Method in Practice. د کتاب پاڼي 3–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-81689-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cover, J. A.; Curd, Martin, المحررون (1998). Philosophy of Science: The Central Issues. د کتاب پاڼي 1–82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-97175-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Pigliucci, Massimo; Boudry, Maarten, المحررون (2013). Philosophy of Pseudoscience: Reconsidering the Demarcation Problem. Chicago: University of Chicago Press. doi:10.7208/chicago/9780226051826.001.0001. OCLC 824088394. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226051796. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Taylor, C.A. (1996). Defining Science: A Rhetoric of Demarcation. University of Wisconsin Press. د کتاب پاڼې 41. LCCN 96000180. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780299150341. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Thagard, Paul R. (1978), "Why Astrology is a Pseudoscience", PSA: Proceedings of the Biennial Meeting of the Philosophy of Science Association, 1978: 223–234, doi:10.1086/psaprocbienmeetp.1978.1.192639 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:Cite EB1911
  10. Clagett, Marshall (1963), Greek Science in Antiquity, New York: Collier Books, د کتاب پاڼې 4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pingree, David (1992), "Hellenophilia versus the History of Science", Isis, 83 (4): 554–563, doi:10.1086/356288 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. McCluskey, Stephen C. (2005), "Different Astronomies, Different Cultures and the Question of Cultural Relativism", in Fountain, John W.; Sinclair, Rolf M. (المحررون), Current Studies in Archaeoastronomy: Conversations Across Time and Space, Durham, NC: Carolina Academic Press, د کتاب پاڼې 71, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-89089-771-9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Laudan, Larry (1983), "The Demise of the Demarcation Problem", in Cohen, R.S.; Laudan, L. (المحررون), Physics, Philosophy and Psychoanalysis: Essays in Honor of Adolf Grünbaum, 76, Dordrecht: D. Reidel, د کتاب پاڼي 111–127, د کتاب نړيواله کره شمېره 90-277-1533-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lutz, Sebastian (2011), "On an Allegedly Essential Feature of Criteria for the Demarcation of Science" (PDF), The Reasoner, 5 (8): 125–126, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۱۲ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. For example: Mahner, Martin (2007). "Demarcating science from non-science". In Kuipers, Theo A. F. (المحرر). General Philosophy of Science: Focal Issues. Amsterdam: North-Holland. د کتاب پاڼي 515–575. doi:10.1016/B978-044451548-3/50011-2. OCLC 123374590. د کتاب نړيواله کره شمېره 0444515488. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See Figures 2, 3, and 4, which show various relationships of science, nonscience, illusory knowledge (parascience), ordinary knowledge, and reliable knowledge.
  16. Irzik, Gürol; Nola, Robert (July 2011). "A family resemblance approach to the nature of science for science education". Science & Education. 20 (7): 591–607. doi:10.1007/s11191-010-9293-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pigliucci, Massimo (2013). "The demarcation problem: a (belated) response to Laudan". In Pigliucci, Massimo; Boudry, Maarten (المحررون). Philosophy of Pseudoscience: Reconsidering the Demarcation Problem. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 9–28. doi:10.7208/chicago/9780226051826.003.0002. OCLC 824088394. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226051796. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See Figures 1.2 and 1.3.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Pigliucci, Massimo; Boudry, Maarten, المحررون (2013). Philosophy of Pseudoscience: Reconsidering the Demarcation Problem. Chicago: University of Chicago Press. doi:10.7208/chicago/9780226051826.001.0001. OCLC 824088394. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226051796. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hubert Bradford Vickery (1942) "Liebig and the Proteins", Journal of Chemical Education, quotation from page 79, doi:10.1021/ed019p73
  20. LeVine, Michael V (2016), "Science has experience fighting fake news — and Facebook should take note", Mic الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)