د پولنډ تاریخ (۱۹۳۹-۱۹۴۵ زکلونه)

له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې د پولنډ تاریخ، په پولنډ باندې د نازي آلمان او شوروي اتحاد له برید څخه د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه دورې ته اړوندېږي. وروسته له هغه چې جرمني او شوروي اتحاد په یو بل باندې د برید نه کولو هوکړې وکړې، نازي جرمني د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ او شوروي اتحاد هم د همدغې میاشتې په اوولسمه په پولنډ برید وکړ. دغه بریدونه د اکټوبر په لومړیو کې پای ته ورسېدل؛ جرمني او شوروي اتحاد ټول پولنډ ووېشه او ځانونو ته یې الحاق کړ. وروسته له هغه چې محور ځواکونو د ۱۹۴۱ زکال په اوړي کې په شوروي اتحاد برید وکړ، ټول پولنډ د جرمني تر ولکې لاندې راغی، چې بیا یې په کې خپل نژادي او د نسل وژنې سیاستونه پلي کړل. د دغو دوو اشغالونو پر مهال پولنډي وګړو په پریمانه کچه ځاني او مالي زیانونه ولیدل. د  National Remembranceمؤسسې د اټکل پر بنسټ د آلمان د اشغال له امله ۵.۶ میلیونه پولنډي وګړي او د شوروي د اشغال له امله نږدې ۱۵۰۰۰۰ پولنډي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.[۱]

جرمنیانو چې هوډ یې درلود، په چټک او بشپړ ډول یهودیان له منځه یوسي؛ ۹۰ سلنه پولنډي یهودان (نږدې ۳ میلیونه وګړي) یې د هلوکاسټ د برخې په توګه ووژل. یهودان، پولنډیان، رومانیايي وګړي او نورو قومونو ته اړوند بندیان په ټولیزه توګه د نازیانو د له منځه وړو په مرکزونو، لکه په اشویتس، تربلینکا او سوبیبور مرکزونو کې ووژل شول. پولنډي قوم لرونکي هم د نازي جرمنیانو او هم د شوروي له آزار سره مخامخ شول. جرمنیانو نږدې دوه میلیونه پولنډي قوم لرونکي وګړي ووژل. هغوی پلان درلود چې پاتې پولنډیان په غلام کاري ځواک واړوي او هغه چې د عمومي طرحې له مخې «نامطلوب» بلل کېږي له منځه یوسي. د پولنډیانو قومي تصفیه او عام وژنه تریوه بریده په لویدیځ اوکراین کې د اوکراینیانو له خوا (له جګړې وړاندې د پولنډ په کرسي کې) په ۱۹۴۳ زکال کې ترسره شوه. پولنډیان د اوکرایني ملت پالو له خوا ووژل شول.

د ۱۹۳۹ زکال په سپټمبر میاشت کې د پولنډ دولتي چارواکو رومانیا ته پناه یووړه، خو هلته د دوی نیونه له هېواده بهر د هغوی د کار د دوام مانع وګرځېده. پخوانی لومړی وزیر ولادیسلاو سیکورسکی فرانسې ته لاړ، چېرې چې هغه له هېواده بهر د پولنډ دولت رامنځته کړ. د فرانسې له سقوط وروسته دغه دولت بریتانیا ته ولېږدول شو. د پولنډ وسله وال ځواکونه بیا جوړ شول او د خپلو لویدیځو متحدینو په خوا کې یې په فرانسې، بریتانیا او نورو ځایونو کې جګړه وکړه. په ۱۹۳۹ زکال له برید څخه له ځنډ پرته د مقاومت خوځښت رامنځته شو. تر ټولو لویه برخه یې هم نظامي برخه وه چې د پولنډ د ځمکې لاندې (مخفیانه) چارو سازمانونه او دولتي فعالیتونه په کې شامل و چې بیا په کورني پوځ باندې مشهور شول.

د دغه پټ جوړښت ټولې چارې په رسمي ډول له هېواده بهر دولت له لوري په پولنډ کې د ننه یو شمېر کسانو په واسطه اداره کېدلې. همدارنګه د بزګرانو، ښي اړخو، کین اړخو، یهودانو او شوروي پلوه پارتیزني ډلو هم شتون درلود. د جرمني پر ضد ماته خوړولو پاڅونونو کې کولای شو د وارسا/ورشو ګیتوی پاڅون او وارسا پاڅون ته اشاره وکړو. د وارسا د پاڅون موخه په پولنډ باندې د شوروي اتحاد د واکمنۍ مخه نیول و.

له بارباروسا عملیاتو وروسته له شوروي اتحاد سره د مرستې په موخه د لویدیځ سره په جګړه کې مهم متحد سیکورسکی په مسکو کې له ژوزف ستالین سره ولیدل او دواړو هوکړه وکړه چې په شوروي اتحاد کې پولنډي پوځ رامنځته کړي او په ختیځه جبهه کې د شورویانو په خوا کې جګړه وکړي. د «آندرس پوځ» په ختیځه جبهه کې د جګړې پر ځای منځني ختیځ او بیا ایټالیا ته یووړل شو. د شوروي او پولنډ ترمنځ د مرستو د دوام لپاره هڅې د دواړو لورو ترمنځ د پولو پر سر د شخړو، د شوروي له خوا د پولنډي جنګي اسیرانو د عامه وژنې اړوند موندنو او د جنرال سیکورسکی په مړینې له ماتې سره مخامخ شوې. له هغه وروسته په هغه بهیر کې چې ګڼ شمېر پولنډیانو هغه د لویدیځ خیانت باله، له هېواده بهر د پولنډ دولت په تدریجي ډول سره نور د متفقینو د ائتلاف پېژندل شوی شریک نه بلل کېده.

ستالین د پولنډي کمونېستانو په پیاوړي کولو سره په لندن کې د پولنډ د تبعیدي دولت څخه د خپلواک (او د هغو په مخالفت ) د یو پولنډي دولت د رامنځته کولو ستراتیژي پیل کړه. په دغو پولنډي کمونیستي سازمانونو کې په اشغال شوي پولنډ کې د پولنډ د کارګرانو ګوند او په مسکو کې د پولنډي وطن پرستانو اتحادیه شاملېده. په شوروي اتحاد کې نوی پولنډي پوځ رامنځته شو، څو له شوروي سره اوږه په اوږه جګړه وکړي. په ورته مهال ستالین له خپلو لویدیځو متحدینو (د فرانکلن روزولت په مشرۍ د متحده ایالاتو او د وینسټون چرچیل په مشری بریتانیا) سره کار پیل کړ او هغوی په عملي بڼه د پولنډ د نوي دولت او د هغو د پولو په اړه د ستالین له نظریاتو سره همغږي څرګنده کړه.

د پولنډ برخلیک په یو لړ خبرو اترو کې چې د تهران، یالتا او پوتسدام کنفرانسونه په کې شاملېدل څرګند شو. په ۱۹۴۴ زکال کې له هېواده بهر د پولنډ دولت ومنله چې په پولنډ کې مخفیانه نظام د پولنډ د یوې خپلواکې ادارې د رامنځته کولو په موخه یو اړخیز سیاسي او نظامي اقدامات ترسره کړي، خو دغه هڅې د شوروي اتحاد له خوا شنډې شوې دي. پولنډي کمونیستانو په ۱۹۴۳/۴۴ ۱۹زکال کې په اشغال شوي وارسا کې ملي دولتي شورا او په ۱۹۴۴ زکال کې یې د پولنډ د ملي خپلواکۍ کمېټه، لوبلین ته د شوروي ځواکونو له ننوتلو وروسته تاسیس کړه. شوروي اتحاد د پولنډ ختیځ نیمايي له جګړې څخه په مخکې موده کې وساته او د هغو په بدل کې یې د جرمني د ختیځ پروس ډېره برخه پولنډ ته وروبخښله او دغه هېواد یې د جرمني په لګښت په لویدیځ کې ته اودر  نایسه کرښې ورساوه.

په پولنډ کې مقاومت سمول

وسله وال مقاومت او د ځمکې لاندې دولت سمول

د پولنډ د مقاومت خوځښت د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په ټوله اشغال شوې اروپا کې تر ټولو لوی خوځښت و. د جرمني د اشغال پر وړاندې مقاومت په یوځلي ډول پیل شو او بیا په کې چریکي جګړه هم پیل شوه. د مرکزي قوماندې پر بنسټ د نظامي توطئې فعالیتونه د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په ۲۷ مه د پولنډ د بریا سروېس (Służba Zwycięstwu Polski) په تاسیس کېدو پیل شول. له جګړې وړاندې شته سیاسي ګوندونو هم بېرته خپل فعالیتونه پیل کړ. د دغه سرویس ځای په پاریس کې د پولنډ تبعیدي دولت ونیو چې ورسره په خوا کې د جنرال کازیمریز سوسنکوسکی تر مشرۍ لاندې د وسله والې مبارزې اتحادیې هم شتون درلود. [۲]

سرچينې سمول

  1. . Polish experts lower nation's WWII death toll.
  2. Zamoyski, Adam. The Polish Way, p. 360. New York: Hippocrene Books, 1994. ISBN 0-7818-0200-8