د پروس شهزادګۍ شارلوټ

د پروس شهزادګۍ ویکټوریا الیزابت اګوستا شارلوټ (زوکړه: د ۱۸۶۰ زکال د جولای ۲۴مه – مړینه: د ۱۹۱۹ زکال د اکتوبر لومړۍ نېټه) د وروستي دوک واکمن دریم برنارد د مېرمنې په توګه د ساکس – ماینینګن دوشس وه. نوموړې چې د پوستډام په نوې ماڼۍ کې وزېږېده د پروس د شاهزاده او د هوهنزولرن کورنۍ د غړي شاهزاده فریدریک دویم اولاد او مشره لور وه. پلار یې په ۱۸۶۱ زکال کې د پروس ولیعهد او په ۱۸۸۸ زکال کې د جرمني سترواک شو. شارلوټ د خپلې مور شهزادګۍ ویکټوریا له اړخه د بریتانوۍ واکمنې ملکې ویکټوریا او د هغې د مېړه، د ساکس – کوبورګ او ګوتا د شهزاده البرټ مشره لمسۍ وه.

شهزادګۍ شارلوټ یوه سخت سرې ماشومه او د خپلو زده کړو پر وړاندې بې تفاوته زده کوونکې وه چې قهرجن خوی یې درلود. د هغې اړیکې له خپلې مور سره چې له دې یې ډېرې هیلې لرې ترینګلې شوې وې. په لویوالي کې شارلوټ له شایعاتو خپرولو او جنجال جوړولو سره لیوالتیا پیدا کړه. هغې چې لیوالتیا لرله له خپلو والدینو څخه وتښتي؛ په ۱۸۷۸ زکال کې هغه مهال چې اوولس کاله عمر یې درلود د ساکس او ماینینګن له شهزاده برنارد سره یې واده وکړ. د هغې د مېړه ضعیف شخصیت پر هغې چندان اغېز نه درلود. شهزادګۍ شارلوټ چې د شایعاتو خپرولو او همدارنګه خپل عجیب او غریب شخصیت له امله یې شهرت موندلی و د برلین له ټولنې یې خوند اخیست او ډېر مهال به یې خپله یوازنۍ ماشومه شاهزادګۍ فئودورا د خپلې کورنۍ سره یوازې پرېښوده. شارلوټ او فئودورا بیا په خپل نوبت سره له یو بل سره چندان ښه اړیکه نه لرله.

د شارلوټ ورور په ۱۸۸۸ زکال کې د سترواک دویم ویلهلم په توګه د خپل پلار ځای ناستی شو او په دې سره د نوموړي ټولنیز نفوذ هم زیات شو. د خپل ورور د واکمنۍ پر مهال هغه د خپلو شیطانتیو له امله مشهوره وه او خپل ژوند یې په ناروغیو، بیهوده چارو او بې ځایه وخت تیرولو سره تېر کړ. نوموړې په ۱۹۱۴ زکال کې د ساکس – ماینینګن دوشس شوه، خو مېړه یې په ۱۹۱۸ زکال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته خپل ځایګی له لاسه ورکړ. راتلونکی کال شارلوټ د زړه د سکتې له امله په بادن – بادن کې مړه شوه. هغه د ټول عمر پر مهال له ناروغۍ رنځېده او د اوس مهال ډیری تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه په پورفیري اخته وه، هغه ژنټیکي ناروغي چې د بریتانیا په سلطنتي کورنۍ کې یې شتون درلود.

لومړنی ژوند سمول

زیږون او کورنۍ سمول

شهزادګۍ ویکټوریا الیزابت اګوستا شارلوټ د ۱۸۶۰ زکال د جولای په ۲۴ مه د پوستډام په نوې ماڼۍ کې وزېږېده. نوموړې د پروس د شهزاده فریدریک ویلیام او د هغه د مېرمنې شهزادګۍ ویکټوریا چې په خپله کورنۍ کې په ویکي مشهوره وه؛ مشره لور او دویم اولاد و. هغه چې د یو ساده زیږون په ترڅ کې وزېږېده، یوه سالمه ماشومه وه چې د خپل مشر ورور شهزاده ویلیام له ستونزمن زیږون ۱۹ میاشتې وزېږېده. انۍ یې ملکې ویکټوریا هیله لرله چې په مشره لمسۍ یې د هغې نوم کېښودل شي. په داسې حال کې چې پروسیانو غوښتل چې په نوې شهزادګۍ چې د پروس شهزادګۍ شارلوټ وه د روسیې د ملکې الکساندار فئودوروانا نوم کېږدي. د جوړ راتلو په توګه د هغې لومړی نوم ویکټوریا کېښودل شو په داسې حال کې چې هغې ته تل شارلوټ ویل کېدل؛ همدارنګه د هغې په نوم کې د هغې د انۍ او د پروس د ملکې اګوستا نوم هم ور زیات شو. [۱][۲][۳][۴]

د شارلوټ پلرنۍ کورنۍ هوهنزولرن کورنۍ ته اړونده وه؛ چې له ۱۷ مې پېړۍ څخه یې د پروس پر ایالت، جرمني واک چلاوه. د شارلوټ د ژوند د لومړني کال په پای کې د هغې پلار ولیعهد شو ځکه بابا یې د لومړي ویلهلم په توګه د پروس پاچاهۍ ته ورسېد. د شارلوټ مور ویکي د بریتانوۍ واکمنې ملکې ویکټوریا او د هغې د مېړه شهزاده البرټ لور وه. شارلوټ او ورور یې ویلهلم د البرټ یوازني لمسیان و چې د هغه د ژوند پر مهال وزېږېدل. هغه او ویکټوریا هغه مهال چې شارلوټ دوه میاشتنۍ وه د خپلې لور او لمسیانو لیدو ته ورغلي و. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

لوی کېدل او زده کړې سمول

د دوی مخ پر ودې کورنۍ چې د ماشومانو شمېر یې اتو تنو ته رسېد، ژمي یې په برلین او اوړي یې په پوتسډام کې تېرول؛ همدارنګه به یې د کال یوه موده په خپل هېواد کې هم تېروله څو ماشومان یې خوشاله شي. په ۱۸۶۳ زکال کې ویکټوریا او فریدریک ویلیام یوه ویجاړه ځمکه وپېرله او په هغو کې یې کرونده وکړه څو کورنۍ یې په دوره یې توګه کلیوالي ساده ژوند هم تجربه کړي. فریدریک ویلیام یو مینه ناک مېړه و، خو د پروس د پوځ د یو افسر په توګه د هغه دنده د دې لامل کېدله چې هغه ډېر مهال له خپلې کورنۍ لرې وي. ویکي له فکري پلوه داسې مور وه چې تمه یې لرله اولادونه یې له ځانه اخلاقي او سیاسي ځانګړتیاوې وښيي او د خپل مېړه په غیاب کې به یې د هغوی په ښوونه او روزنه نظارت درلود. ویکي خپل نوي هېواد ته له راستنېدو ډېر ژر وروسته دې ته متوجه شوه چې په سلطنتي کورنۍ کې جنجالونه او دوامدارې دسیسې شتون لري. دغې چارې د انګلیسي کلتور د غوره توب اړوند د هغې باور لا پسې پیاوړی کړ. هغې خپل ماشومان د انګلیسي کلتور له مخې تربیه کړل، په خپل کور کې یې د انګلیسي کلتور له لارو چارو کار اخیست او انګلستان ته یې د هغوی په مکرر وړلو سره په ډېرې بریا د هغوی په زړونو کې د خپل مورني هېواد سره مینه پیدا کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په داسې حال کې چې ویکي له خپلې مشرې لور سره صمیمي اړیکه لرله خو د لور په لویوالي سره یې دغه وضعیت تغیر وکړ. هغه مهال چې شارلوټ دوه کلنه وه د «خوږې کوچنۍ شیطانې» په نوم پېژندل کېدله او دا یې ثابتوله چې د کورنۍ د اتو ماشومانو ترمنځ سخت سرې ده. د یوې ځوانې نجلۍ په توګه هغې په عصبیت سره رفتار کاوه او په مکرره توګه یې یو شمېر غبرګون لرونکې چارې لکه د خپلو جامو ویستل، ترسره کولې. د هغې لومړنی عادت لکه د نوکانو خوړل د دې لامل وګرځېدل چې په هغې باندې په جبري ډول دستکش واغوندي خو په دې برخه کې هرې چارې لنډمهالی تسکین رامنځته کاوه. ملکې ویکټوریا خپلې لور ته ولیکل، «شارلوټ ته ووایه چې زه له دې څخه په خبرېدو چې هغه په یو شمېر شیانو خوله لګوي، ویرېدلې یم. د انۍ شیطان/شوخ ماشومان نه خوښېږي». په ۱۸۶۳ زکال ولیعهد د خپلو خاطراتو په کتاب کې ولیکل چې «د شارلوټ کوچنی ذهن د هغه د بدن پر وړاندې فعال ښکاري – هغه ډېره عصبي، حساسه او چټک خوی لرونکې ده. خوب یې هم په کافي کچه منظم نه دی او ډېره ډنګره ده». شارلوټ له تاوتریخوالي ډکه غصه لرله. دغې ځوانې نجلۍ لږ وزن درلود او د خوړو په هضمولو کې یې هم ستونزه لرله. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

شارلوټ یوه بې تفاوته زده کوونکې وه هغه چاره چې مور یې له امله ورته خواشینې وه ځکه هغې ته زده کړو ډېر ارزښت درلود. د شارلوټ د روزنیزو چارو مسئولینو څرګنده کړه چې هغوی هېڅکله د شهزادګۍ له خوا ورته د جوړو کړو ستونزو په پرتله زیاتې ستونزې تجربه کړې نه دي. آن تردې چې یوځل ویکي خپلې مور ته په یوه لیک کې د شارلوټ اړوند وویل «بې عقلي ګناه نه ده، خو زده کړې په یوې ستونزمنې چارې بدلوي». ولیعهد به هم په ډېر ندرت سره د هغو کسانو اړوند چې دا به یې خواشینې کوله د خپلو افکارو له څرګندولو دډه کوله او په صریح ډول یې خپلو نورو ماشومانو ته لارښوونه کوله چې هغه تشویق کړي او ورسره مرسته وکړي چې خپله دغه ټنبلي ورکه کړي. ملکې ویکټوریا له خپلې لور وغوښتل چې هغې ته د غصه کېدو پر ځای له هغې سرې هڅونکی چلن وکړي، ځکه باور یې درلود چې نه شي کولای له ځوانې شهزادګۍ څخه دا تمه ولري چې هغه دې د ویکي په ډول وي. [۱۸][۱۷][۷][۲۰][۲۱]

شارلوټ تر ډېره پورې د خپل پلرني نیکه او انۍ د علاقې وړ نجلۍ وه او دا به هم تر ډېره د هغوی لیدو ته ورتلله. پاچا ویلهلم او ملکې اګوستا به هغه د ولیعد او شاهزادګۍ (پلار او مور) پر وړاندې بغاوت ته هڅوله همدارنګه شارلوټ او ورور به یې هم تر ډېره په کورنۍ جنجالونو کې د خپل پلار او مور پر وړاندې د خپل بابا او انۍ لوری نیو. دغه بغاوت ته جرمني لومړي وزیر اتو فون بیسمارک هم لمن وهله ځکه هغه له لیبرال ولیعهد او شهزادګۍ سره سیاسي مخالفتونه لرل. [۲۲][۷][۲۳][۲۲][۲۴][۲۵]

سرچينې سمول

  1. Packard 1998، ص. 106.
  2. Van der Kiste 1999.
  3. Van der Kiste 2012، 33.
  4. Pakula 1997، ص. 138.
  5. Pakula 1997، صص. 153–59.
  6. Röhl 1998، ص. 73.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Van der Kiste 2001.
  8. Hibbert 2001، ص. 261.
  9. Van der Kiste 2012، 47.
  10. Pakula 1997، صص. 94–101.
  11. Gelardi 2005، صص. 9–11.
  12. Pakula 1997، صص. 321–24.
  13. Pakula 1997، ص. 323.
  14. Ramm 2004.
  15. Röhl، Warren او Hunt 1998، صص. 183–84.
  16. Röhl 1998، ص. 107.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Van der Kiste 2012، 87.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Pakula 1997، ص. 335.
  19. Röhl 1998، ص. 106.
  20. Packard 1998، ص. 135.
  21. Röhl، Warren او Hunt 1998، ص. 183.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Van der Kiste 2012، 60.
  23. MacDonogh 2000، ص. 36.
  24. Röhl 1998، ص. 101.
  25. Röhl 2014، ص. 13.