د پرمیان – ټریاسیک د ورکېدو پېښه

د پرمیان – تریاسیک ورکېدو پېښه (P-T, P-Tr) چې د پرمیان پای ورکېدو په توګه او همدارنګه د لویې مړینې په توګه هم پېژندل کېږي، د پرمیان او ټریاسیک ځمک پېژندنو دورو ترمنځ سرحد او همدارنګه د پالئوزوئیک او میزوزوئیک ترمنځ سرحد جوړوي، کابو ۲۵۱.۹ میلیون کاله پخوا. دا په ځمکه کې د ورکېدو ترټولو شدیده پېښه ده، چې په کې د بیولوژیکي کورنیو ۵۷ سلنه، د نسلونو ۸۳ سلنه، د سمندري بڼو ۸۱ سلنه او د ځمکني مهره لرونکو ۷۰ سلنه، ورک شول. دا د حشراتو ډله‌ییزې ورکېدنې ترټولو لویه پېژندل شوې پېښه وه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د دې ورکېدو پېښې لپاره له یوه تر درې مرحلو یا فازونو د شتون شواهد شتون لري.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

علمي اجماع پر دې ده چې د دې ورکېدو لامل لوړه تودوخه او په سیندیزو سیمو کې، د سمندرونو پراخ بې آکسیجن توب او د سمندرونو تېزابي کېدل دي چې د سایبريا جالونو چاودنو له امله د کاربن ډای اکسایډ ډېر مقدار له امله رامنځته کېږي. همدارنګه سپارښتنه شوې چې د سایبري جالونو له لورې د هایډروکاربني ذخایرو لکه تېل او سکرو، تجزیې له امله د تولید شوي کاربن ډای اکسایډ ډېر حجم خپرېدل او د میتانوجن مایکروارګانیزمونو لخوا د میټان خپرېدل دې ورکېدو پېښې سره مرسته کړې ده.[۱۴][۱۵][۱۶]

له ورکېدو څخه د بیارغېدو سرعت د بحث وړ دی. ځینې ساینس پوهان اټکل کوي چې ۱۰ میلیون کاله (تر منځني ټریاسیک) وغځېده، هم د ورکېدو د شدت له امله او هم له دې امله چې بد شرایط په دوره یي بڼه هر ۵ میلیون کاله وروسته بیا راګرځېدل. په هرحال، ترسره شوي مطالعات په Bear Lake County کې، پاریس ته نږدې، آیډاهو، او آیډاهو ته نږدې نور ځایونو او نواډا کې، د لومړني ټریاسیک سمندري ایکوسیسټم کې یو نسبتاً چټک بېرته راګرځېدنه ښکاره کړه چې کابو ۳ میلیون کاله وغځېده ترڅو بیا ورغول شي، او ښکاروي‌ چې د ورکېدو پېښې اغیزې کېدای شي په ځینو سیمو کې ډېر او په ځینو نورو کې کمه احساس شوې وي.[۱۷][۱۸][۱۹]

تاریخ

سمول

له دې مخکې، اټکل کېده چې د ډبرو لړۍ چې د پرمیان-ټریاسیک سرحد په بر کې نیسي ډېر لږ وې او د ډېرو درزونو لرونکې دي چې ساینس پوهان نشي کولی د هغو په هکله جزیات په سمه توګه تعین کړي. په هرحال، اوس کولی شو د ورکېدو تاریخ د زرګونو کلونو په دقت سره تعین کړو. د U-Pb زیرکون د پرمیان-ټریاسیک سرحد لپاره په میشان، چین کې د نړیوال سټراټوټایپ برخې او ټکي څخه پنځه آتشفشاني ایرو بسترونه ښکاروي، چې د ورکېدو تاریخ له لوړ دقت سره په ډاګه کوي – همدارنګه اجازه ورکوي چې له زرکلن تاریخ مقیاس له بیارغونې سره د نړیوال چاپېریال ګډوډي، کاربن څرخې اختلال، او ډله‌ییزه ورکېدنې اړیکې راوسپړي. دا د ورکېدو پېښه د ۲۵۱.۹۴۱ ± ۰.۰۳۷ او ۲۵۱.۸۸۰ ± ۰.۰۳۱ میلیون کاله پخوا رامنځته شوې ده چې اوږدوالی یې ۴۸ ± ۶۰ زره کاله دی. د کاربن ۱۳ ایزوټوپ نسبت ناڅاپي نړیوال کمښت (کابو ۰.۹٪) کاربن ۱۲ ته له دې ورکېدو سره په یوه وخت کې ترسره شوی، او کله کله په هغو ډبرو کې چې د راډیومټري تاریخ ایښودنې لپاره نامناسبې دي، د پرمیان – ټریاسیک دورې سرحد پېژندلو لپاره کارول کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سپارښتنه شوې چې د پرمیان – ټریاسیک سرحد د وچې او اوبو فنګسونو د شدید زیاتوالي سره یوځای ده، چې د هغو مړو بوټو او حیواناتو د کچې زیاتوالي له امله رامنځته شوي چې د فنګسونو خوراک کېدل. د یوې مودې لپاره له دې «فنګسي زیاتوالي» څخه د ځینو لرغون پوهانو لخوا د پرمیان – ټریاسیک دورې سرحد پېژندلو لپاره په هغو ډبرو کې د راډیومټري تاریخ ايښودنې لپاره نامناسبې دي یا مناسب شاخص فوسیلونه نلري، ګټه اخیستل کېده، خو ان د فنګسي زیاتوالي فرضیې سپارښت کوونکو اشاره وکړه چې «د فنګسونو زیاتوالی» کېدای شي په لومړني ټریاسیک کې له ورکېدو وروسته د ایکوسیسټمونو لخوا جوړه شوې تکرارېدونکې پدیده وي. د فنګسي زیاتوالي نظر باندې د بېلابېلو دلیلونو له امله نیوکه شوې، لکه: Reduviasporonites، د فنګسونو ترټولو عام اټکل شوی سپور، کېدای شي یو فوسیل شوی الجي وي؛ دا زیاتوالی په ټوله نړۍ کې ندی ښکاره شوی؛ او په دېرو ځایونو کې د پرمیان او ټریاسیک په سرحد کې ندی واقع شوې. Reduviasporonites ان کېدای شي د ټریاسیک نړۍ ته د ځمکني فوسیلي بسترونو ځینې ټریاسیک لومړنۍ نښې او مړینې پرځای د سیندونو تسلط په واسطه لېږدېدل څرګند کړي. کیمیاوي نوي شواهد د Reduviasporonites فنګسي سرچینې سره موافق دی او دا نیوکې لا کمزورې کوي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

په لویه پروسه کې د بېلابېلو ډلو د ورکېدو وخت او زمان په هکله او د ټولیزې ورکېدنې اوږدوالي په هکله بې باوري شتون لري. ځینې شواهد داسې څرګندوي چې د ورکېدو څو مرحلو شتون درلودلی دی یا دا چې ورکېدنه د څو میلیونو کلونو په ترڅ کې وده کړې ده، چې د پرمیان په وروستیو میلیون کلونو کې چټک سرعت ونیوه. د چین په سوېل ختیځ د ژجیانګ ولایت په میشان کې د ډېرو فوسیلي طبقو آماري تجزیه او تحلیل څرګندوي چې اصلي ورکېدنه د یوې څوکې په شاوخوا کې راټوله شوې ده. وروستۍ څېړنې ښکاروي چې بېلابېلې ډلې په بېلابېلو وختونو کې ورکې شوې دي. د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې په مطلق ډول د تاریخ تعیین سخت کار دی، د اسټراکوډ او براخیوپوډ ورکېدل د ۶۷۰۰۰۰ تر ۱.۱۷ میلیون کالو پورې سره جلا کېږي. د ګرینلنډ په ختیځ کې په یوه ښه ساتل شوي ترتیب کې، د ځناورو کمېدل د ۱۰۰۰۰ تر ۶۰۰۰۰ کلونو په یوه دوره کې متمرکزه ده او بوټي څو سوه زره کاله وخت نیسي ترڅو د دې پېښې بشپړ اغیزه ښکاره کړي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

یوه پخوانۍ نظریه چې لا هم په ځینو مقالو کې ترې ملاتړ کېږي، دا ده چې د ورکېدو دې پېښې دوه اصلي مرحلې د ۹.۴ میلیون کالو په واټن سره رامنځته شوي دي چې د پس منظر کچې څخه د ورکېدو لوړې دورې په واسطه جلا کېږي او پایلنۍ ورکېدنې یوازې کابو ۸۰ سلنه سمندري بڼې چې په هغه وخت کې ژوندۍ وې له منځه وړي دي، په داسې حال کې چې نور تلفات د لومړنۍ مرحلې یا د مرحلو ترمنځ د واټن په وخت کې رامنځته شوي دي. د دې نظریې په اساس د ورکېدو یوه مرحله د ګوادالوپي پرمیان دورې په پای کې رامنځته شوې ده. د بېلګې په توګه، ټول ډایناسفالي نسلونه د ګواډالوپي دورې په پای کې له منځه لاړل، لکه څنګه چې Verbeekinidae، د لوی سایز لرونکو فوسولین فورامینیفیرا یوه کورنۍ، له منځه لاړل. داسې ښکاري چې د ګوادالوپي وروستنۍ دورې ورکېدو اغیزه پر سمندري موجوداتو په بېلابېلو ځایونو او بېلابېلو بڼو متفاوته وه – براخیوپوډانو او مرجان شدید تلفات لرل.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې

سمول
  1. Algeo, Thomas J. (5 February 2012). "The P–T Extinction was a Slow Death". Astrobiology Magazine.
  2. Li, Dirson Jian (18 December 2012). "The tectonic cause of mass extinctions and the genomic contribution to biodiversification". Quantitative Biology. arXiv:1212.4229. Bibcode:2012arXiv1212.4229L.
  3. ""Great Dying" lasted 200,000 years". National Geographic. 23 November 2011. بياځلي په 1 April 2014.
  4. St. Fleur, Nicholas (16 February 2017). "After Earth's worst mass extinction, life rebounded rapidly, fossils suggest". The New York Times. بياځلي په 17 February 2017.
  5. Jurikova, Hana; Gutjahr, Marcus; Wallmann, Klaus; Flögel, Sascha; Liebetrau, Volker; Posenato, Renato; et al. (October 19, 2020). "Permian–Triassic mass extinction pulses driven by major marine carbon cycle perturbations". Nature Geoscience (in انګليسي). 13 (11): 745–750. Bibcode:2020NatGe..13..745J. doi:10.1038/s41561-020-00646-4. ISSN 1752-0908. S2CID 224783993.
  6. Stanley, Steven M. (2016-10-18). "Estimates of the magnitudes of major marine mass extinctions in earth history". Proceedings of the National Academy of Sciences (in انګليسي). 113 (42): E6325–E6334. Bibcode:2016PNAS..113E6325S. doi:10.1073/pnas.1613094113. ISSN 0027-8424. PMC 5081622. PMID 27698119.
  7. Benton, M.J. (2005). When Life Nearly Died: The greatest mass extinction of all time. London: Thames & Hudson. ISBN 978-0-500-28573-2.
  8. Bergstrom, Carl T.; Dugatkin, Lee Alan (2012). Evolution. Norton. p. 515. ISBN 978-0-393-92592-0.
  9. Sahney, S.; Benton, M.J. (2008). "Recovery from the most profound mass extinction of all time". Proceedings of the Royal Society B. 275 (1636): 759–765. doi:10.1098/rspb.2007.1370. PMC 2596898. PMID 18198148.
  10. Sahney, S.; Benton, M.J. (2008). "Recovery from the most profound mass extinction of all time". Proceedings of the Royal Society B. 275 (1636): 759–765. doi:10.1098/rspb.2007.1370. PMC 2596898. PMID 18198148.
  11. Jin YG, Wang Y, Wang W, Shang QH, Cao CQ, Erwin DH (2000). "Pattern of marine mass extinction near the Permian–Triassic boundary in south China". Science. 289 (5478): 432–436. Bibcode:2000Sci...289..432J. doi:10.1126/science.289.5478.432. PMID 10903200.
  12. Yin H, Zhang K, Tong J, Yang Z, Wu S (2001). "The global stratotype section and point (GSSP) of the Permian–Triassic boundary". Episodes. 24 (2): 102–114. doi:10.18814/epiiugs/2001/v24i2/004.
  13. Yin HF, Sweets WC, Yang ZY, Dickins JM (1992). "Permo–Triassic events in the eastern Tethys – an overview". In Sweet WC (ed.). Permo–Triassic Events in the Eastern Tethys: Stratigraphy, classification, and relations with the western Tethys. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 1–7. ISBN 978-0-521-54573-0.
  14. Kaiho, Kunio; Aftabuzzaman, Md.; Jones, David S.; Tian, Li (2020-11-04). "Pulsed volcanic combustion events coincident with the end-Permian terrestrial disturbance and the following global crisis". Geology. 49 (3): 289–293. doi:10.1130/G48022.1. ISSN 0091-7613.
  15. Rothman, D.H.; Fournier, G.P.; French, K.L.; Alm, E.J.; Boyle, E.A.; Cao, C.; Summons, R.E. (2014-03-31). "Methanogenic burst in the end-Permian carbon cycle". Proceedings of the National Academy of Sciences. 111 (15): 5462–5467. Bibcode:2014PNAS..111.5462R. doi:10.1073/pnas.1318106111. PMC 3992638. PMID 24706773. – Lay summary: Chandler, David L. (March 31, 2014). "Ancient whodunit may be solved: Methane-producing microbes did it!". Science Daily.
  16. Darcy E. Ogdena & Norman H. Sleep (2011). "Explosive eruption of coal and basalt and the end-Permian mass extinction". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 109 (1): 59–62. Bibcode:2012PNAS..109...59O. doi:10.1073/pnas.1118675109. PMC 3252959. PMID 22184229.
  17. "It took Earth ten million years to recover from greatest mass extinction". ScienceDaily. 27 May 2012. بياځلي په 28 May 2012.
  18. "It took Earth ten million years to recover from greatest mass extinction". ScienceDaily. 27 May 2012. بياځلي په 28 May 2012.
  19. Smith, Christopher P. A.; Laville, Thomas; Fara, Emmanuel; Escarguel, Gilles; Olivier, Nicolas; Vennin, Emmanuelle; et al. (2021-10-04). "Exceptional fossil assemblages confirm the existence of complex Early Triassic ecosystems during the early Spathian". Scientific Reports. 11 (1): 19657. Bibcode:2021NatSR..1119657S. doi:10.1038/s41598-021-99056-8. ISSN 2045-2322. PMC 8490361. PMID 34608207.
  20. Erwin, D.H (1993). The Great Paleozoic Crisis: Life and Death in the Permian. New York: Columbia University Press. ISBN 978-0-231-07467-4.
  21. Burgess, S.D. (2014). "High-precision timeline for Earth's most severe extinction". PNAS. 111 (9): 3316–3321. Bibcode:2014PNAS..111.3316B. doi:10.1073/pnas.1317692111. PMC 3948271. PMID 24516148.
  22. Magaritz M (1989). "13C minima follow extinction events: A clue to faunal radiation". Geology. 17 (4): 337–340. Bibcode:1989Geo....17..337M. doi:10.1130/0091-7613(1989)017<0337:CMFEEA>2.3.CO;2.
  23. Krull SJ, Retallack JR (2000). "13C depth profiles from paleosols across the Permian–Triassic boundary: Evidence for methane release". GSA Bulletin. 112 (9): 1459–1472. Bibcode:2000GSAB..112.1459K. doi:10.1130/0016-7606(2000)112<1459:CDPFPA>2.0.CO;2. ISSN 0016-7606.
  24. Dolenec T, Lojen S, Ramovs A (2001). "The Permian–Triassic boundary in Western Slovenia (Idrijca Valley section): Magnetostratigraphy, stable isotopes, and elemental variations". Chemical Geology. 175 (1): 175–190. Bibcode:2001ChGeo.175..175D. doi:10.1016/S0009-2541(00)00368-5.
  25. Musashi M, Isozaki Y, Koike T, Kreulen R (2001). "Stable carbon isotope signature in mid-Panthalassa shallow-water carbonates across the Permo–Triassic boundary: Evidence for 13C-depleted ocean". Earth and Planetary Science Letters. 193 (1–2): 9–20. Bibcode:2001E&PSL.191....9M. doi:10.1016/S0012-821X(01)00398-3.
  26. "Daily CO2". Mauna Loa Observatory.
  27. Dolenec T, Lojen S, Ramovs A (2001). "The Permian-Triassic boundary in Western Slovenia (Idrijca Valley section): magnetostratigraphy, stable isotopes, and elemental variations". Chemical Geology. 175 (1–2): 175–190. Bibcode:2001ChGeo.175..175D. doi:10.1016/S0009-2541(00)00368-5.
  28. Dolenec T, Lojen S, Ramovs A (2001). "The Permian-Triassic boundary in Western Slovenia (Idrijca Valley section): magnetostratigraphy, stable isotopes, and elemental variations". Chemical Geology. 175 (1–2): 175–190. Bibcode:2001ChGeo.175..175D. doi:10.1016/S0009-2541(00)00368-5.
  29. Visscher H, Brinkhuis H, Dilcher DL, Elsik WC, Eshet Y, Looy CW, Rampino MR, Traverse A (1996). "The terminal Paleozoic fungal event: Evidence of terrestrial ecosystem destabilization and collapse". Proceedings of the National Academy of Sciences. 93 (5): 2155–2158. Bibcode:1996PNAS...93.2155V. doi:10.1073/pnas.93.5.2155. PMC 39926. PMID 11607638.
  30. Foster, C.B.; Stephenson, M.H.; Marshall, C.; Logan, G.A.; Greenwood, P.F. (2002). "A revision of Reduviasporonites Wilson 1962: Description, illustration, comparison and biological affinities". Palynology. 26 (1): 35–58. doi:10.2113/0260035.
  31. López-Gómez, J. & Taylor, E.L. (2005). "Permian–Triassic transition in Spain: A multidisciplinary approach". Palaeogeography, Palaeoclimatology, Palaeoecology. 229 (1–2): 1–2. doi:10.1016/j.palaeo.2005.06.028.
  32. Looy CV, Twitchett RJ, Dilcher DL, van Konijnenburg-Van Cittert JH, Visscher H (2005). "Life in the end-Permian dead zone". Proceedings of the National Academy of Sciences. 98 (4): 7879–7883. Bibcode:2001PNAS...98.7879L. doi:10.1073/pnas.131218098. PMC 35436. PMID 11427710. See image 2
  33. Ward PD, Botha J, Buick R, de Kock MO, Erwin DH, Garrison GH, Kirschvink JL, Smith R (2005). "Abrupt and gradual extinction among late Permian land vertebrates in the Karoo Basin, South Africa" (PDF). Science. 307 (5710): 709–714. Bibcode:2005Sci...307..709W. CiteSeerX 10.1.1.503.2065. doi:10.1126/science.1107068. PMID 15661973. S2CID 46198018.
  34. Retallack, G.J.; Smith, R.M.H.; Ward, P.D. (2003). "Vertebrate extinction across Permian-Triassic boundary in Karoo Basin, South Africa". Bulletin of the Geological Society of America. 115 (9): 1133–1152. Bibcode:2003GSAB..115.1133R. doi:10.1130/B25215.1.
  35. Sephton, M.A.; Visscher, H.; Looy, C.V.; Verchovsky, A.B.; Watson, J.S. (2009). "Chemical constitution of a Permian-Triassic disaster species". Geology. 37 (10): 875–878. Bibcode:2009Geo....37..875S. doi:10.1130/G30096A.1.
  36. Ward PD, Botha J, Buick R, de Kock MO, Erwin DH, Garrison GH, Kirschvink JL, Smith R (2005). "Abrupt and gradual extinction among late Permian land vertebrates in the Karoo Basin, South Africa" (PDF). Science. 307 (5710): 709–714. Bibcode:2005Sci...307..709W. CiteSeerX 10.1.1.503.2065. doi:10.1126/science.1107068. PMID 15661973. S2CID 46198018.
  37. Rampino MR, Prokoph A, Adler A (2000). "Tempo of the end-Permian event: High-resolution cyclostratigraphy at the Permian–Triassic boundary". Geology. 28 (7): 643–646. Bibcode:2000Geo....28..643R. doi:10.1130/0091-7613(2000)28<643:TOTEEH>2.0.CO;2. ISSN 0091-7613.
  38. Twitchett RJ, Looy CV, Morante R, Visscher H, Wignall PB (2001). "Rapid and synchronous collapse of marine and terrestrial ecosystems during the end-Permian biotic crisis". Geology. 29 (4): 351–354. Bibcode:2001Geo....29..351T. doi:10.1130/0091-7613(2001)029<0351:RASCOM>2.0.CO;2. ISSN 0091-7613.
  39. Wang, S.C.; Everson, P.J. (2007). "Confidence intervals for pulsed mass extinction events". Paleobiology. 33 (2): 324–336. doi:10.1666/06056.1. S2CID 2729020.
  40. Shen, S. & Shi, G.R. (2002). "Paleobiogeographical extinction patterns of Permian brachiopods in the Asian-western Pacific region". Paleobiology. 28 (4): 449–463. doi:10.1666/0094-8373(2002)028<0449:PEPOPB>2.0.CO;2. ISSN 0094-8373. S2CID 35611701.
  41. Wang, X-D & Sugiyama, T. (December 2000). "Diversity and extinction patterns of Permian coral faunas of China". Lethaia. 33 (4): 285–294. doi:10.1080/002411600750053853.
  42. Ota, A & Isozaki, Y. (March 2006). "Fusuline biotic turnover across the Guadalupian–Lopingian (Middle–Upper Permian) boundary in mid-oceanic carbonate buildups: Biostratigraphy of accreted limestone in Japan". Journal of Asian Earth Sciences. 26 (3–4): 353–368. Bibcode:2006JAESc..26..353O. doi:10.1016/j.jseaes.2005.04.001.
  43. Retallack, G.J.; Metzger, C.A.; Greaver, T.; Jahren, A.H.; Smith, R.M.H.; Sheldon, N.D. (November–December 2006). "Middle-Late Permian mass extinction on land". Bulletin of the Geological Society of America. 118 (11–12): 1398–1411. Bibcode:2006GSAB..118.1398R. doi:10.1130/B26011.1.
  44. Sahney, S.; Benton, M.J. (2008). "Recovery from the most profound mass extinction of all time". Proceedings of the Royal Society B. 275 (1636): 759–765. doi:10.1098/rspb.2007.1370. PMC 2596898. PMID 18198148.
  45. Stanley SM, Yang X (1994). "A double mass extinction at the end of the Paleozoic Era". Science. 266 (5189): 1340–1344. Bibcode:1994Sci...266.1340S. doi:10.1126/science.266.5189.1340. PMID 17772839. S2CID 39256134.