د پایښت وړ انرژي

انرژي هغه وخت د پایښت وړ ګنل کېږي چې "اوسنی اړتیاوې پوره کړي پرته له دې چې د راتلونکي نسلونو وړتیاوې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په خطر کې واچوي". د پایښت وړ د انرژۍ په ډېرو تعریفونو کې د چاپېریال د اړخونو، لکه: د شنو خونو د غازونو خپرول ، ټولنیز او اقتصادي اړخونه، لکه: د انرژي کمښت په نظر کې نیول کېږي. د نوې کېدو وړ انرژۍ سرچینې، لکه: باد، د اوبو برېښنا، سولر او د ځمکې د تودوخې انرژي د فوسیلي سون سرچینو په پرتله په عمومي توګه ډېر پایښت لري. که څه هم د نوې کېدو وړ انرژۍ ځینې پروژې، لکه: د طبیعي سون د تولید لپاره د ځنګلونو له منځه وړل دي، کېدای شي د سختو چاپېریالي زیانونو لامل شي. د غیر تجدید وړ انرژۍ د سرچینو ونډه د پایښت وړ په انرژۍ کې لانجمن بحث دی.اتومي انرژي یوه کم کاربني یا low-carbon  سرچینه ده چې د مړینې تاریخي کچه یې له باد او لمر سره د پرتله کېدو وړ دي، خو د هغې پایښت د راډیو اکټیف ضایعاتو، د اتومي فعالیتونو د زیاتوالي او پېښو د اندېښنو له امله تر بحث لاندې دی. له سکرو نه طبیعي ګاز ته بدلون، اقلیمي ټیټې اغېزې او چاپېریالي ګټې لري،مګرد ډېر پایښت وړ انتخابونو ته بدلون له ځنډ سره مخامخ کولای شي. د کاربن را ټولول او زیرمه کول د برېښنا په دستګاوو کې جوړېدلای شي، ترڅو د هغه کاربن دای اکساید یا CO2 خپرېدل حذف کړي، مګر دا ګران تمامېږي او ډېر لږ پلی کېږي.[۱]

د فوسیل سون د نړۍ د انرژۍ ٪۸۵ لګښت چمتو کوي او د انرژۍ سیستم د نړۍ د شنو خونو د ګاز په ٪۷۶ خپرولو کې مسؤل دی. په مخ پر ودې هېوادونو کې شاوخوا ۷۹۰ میلیونه خلک برېښنا ته لاسرسی نه لري او ۲،۶ میلیارده خلک د پخلي لپاره په ککړو سون توکو، لکه: لرګیو یا سکرو تکیه کوي. د پاریس د ۲۰۱۵ ز کال د تړون سره په همغږۍ، په پر له پسې توګه د شنو خونو د ګازونو د خپرولو کمول یو سیستم بنسټه بدلون ته اړتیا لري چې د انرژي د تولید، وېش، ذخیرې او مصرف تګلاره بدله کړي. د هوا د ککړتیا لوی لامل د فوسیل او کتلوي ژوند د سون توکو سوځول دي چې هر کال د اټکل له مخې د ۷ میلیونه مړینې سبب کېږي، نو ځکه د کم کاربني انرژۍ سیستم ته لېږد به د انسان روغتیا لپاره قوي ګډې ګټې ولري. داسې لارې شته دي چې برېښنا او پاک پخلي ته نړیوال لاسرسی په داسې لارو را منځ ته کړي چې د اقلیم له موخو سره همغږي ولري، په داسې حال کې چې د مخ پر ودې هېوادونو ته لویې روغتیایي او اقتصادي ګټې راوړي.

د اقلیم د بدلون د کمښت په وړاندیز شوې لارې چې د نړیوالې تودوخې د  سانتي ګراد ۲ درجو  یا د فارنهایت ۳،۶ درجو له محدودولو سره سمون لري، نړۍ په چټکۍ سره د سکرو د برېښنا دستګاوې لرې کوي، د پاکو سرچینو، لکه:: باد او لمر څخه ډېره برېښنا تولیدوي او په سکتورونو، لکه: ترانسپورت او د ودانیو په تودولو کې د سون توکو پرځای د برېښنا کارولو ته مخه کوي. په انرژی متمرکزو د ځینې تکنالوژیو او پروسو لپاره چې برېښنایي کول يې ستونزمن دي، ډېری لارې د هایدروجن سون لپاره چې د انرژۍ د کم انتشاره سرچینو څخه لاس ته راځي، وده کوونکې ونډه وړاندیز کوي. د متحولې تجدید وړ انرژۍ د لویې ونډې د همغږې کولو لپاره، بریېښنایي شبکې د زیربناوو، لکه: د انرژی د ذخیره کولو له لارې، انعطاف ته اړتیا لري. د دې لپاره چې د شنو خونو د ګازونو په انتشار کې ژور کموالی راشي، نو زیربنا او تکنالوژي، لکه : ودانۍ او ترانسپورتي سیستمونه باید بدل شي، تر څو د انرژۍ پاکې بڼې وکاروي او همدارنګه انرژي وساتي. په انرژي پورې اړوند د شنو خونو د ګازونو د خپرولو د له منځه وړو لپاره ځینې اړینو ټیکنالوژیو لاهم وده نه ده کړې.

بادي او لمریزه انرژي، په ۲۰۱۹ز کال کې د نړۍ ۸،۵ سلنه برېښنا تولید کړه. دې برخې په سرعت سره وده کړې، په داسې حال کې چې لګښتونه یې راټیټ شوي او اټکل کېږي چې دا ټیټوالی دوام وکړي. د اقلیم د بدلون په اړه بین الحکومتي پلاوی یا  IPCC اټکل کوي چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۳۵ ز کلونو ترمنځ  باید د نړۍ ۲،۵ سلنه ناخالص کورنی تولید یا GDP هر کال د انرژي په سیستم کې پانګونه شي، ترڅو د نړۍ تودوخه ۱،۵ سانتي ګراد یا ۲،۷ فارنهایت ته محدوده کړي. د حکومت ښې طرحه شوې پالیسي چې د انرژۍ د سیستم تحول ته وده ورکوي، کولای شي د شنو خونو د ګازونو خپرول کم کړي او د هوا کیفیت ښه کړي. دوی په ډېرو حالتونو کې د انرژۍ تامین هم زیاتوي. د پالیسي په تګلارو کې د کاربن قېمت، د پورت فولیو د تجدید وړ معیارونه، د فوسیل د سون موادو د مالي مرستې تدریجي حذف او د برېښنا رسونې او د پایښت وړ ترانسپورتي ملاتړ لپاره د زېربنا پراختیا شامل دي. د پاکې انرژي د نوې تکنالوژی د څېړنې، پراختیا او نندارې تمویل هم د حکومت اړینه ونډه ګڼل کېږي.

تعریف او شالید سمول

پېژند سمول

د ملګرو ملتونو د برنډتلند کمیسیون د زموږ ګډ راتلونکی ترعنوان لاندې د خپل ۱۹۸۷ ز کال په راپور کې د پایښت وړ پراختیا مفهوم تشرېح کړ چې انرژي یې بنسټیزه برخه ده. د پایښت وړ پراختیا یې داسې تعریف کړه چې: "د اوسنيو اړتیاوو پوره کول پرته له دې چې د راتلونکو نسلونو وړتیاوې د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په خطر کې واچول شي"، نو له هغه وخت راهیسې د پایښت وړ د پراختیا دا توضېحات، د پایښت وړ د انرژۍ په ډېرو تعریفونو او توضیحاتو کې په ګوته شوي دي. [۲][۱][۳]

د انرژۍ په برخه کې د پا یښت د مفهوم د کارولو د څرنګوالي په اړه، هېڅ ځانګړي تفسیر په نړیواله کچه نه دی منل شوی. د پایښت وړ د انرژۍ په مؤثرو تعریفونو کې د پایښت څو ابعاد ،لکه: چاپېریالي، اقتصادي او ټولنیز ابعاد شامل دي. له تاریخي اړخه د پایښت وړ انرژۍ د پراختیا مفهوم د شنو خونو د ګازونو په خپرولو او د انرژۍ په تامین باندې تمرکز کړی دی. دا مفهوم د ۱۹۹۰ ز کال د لسیزې له پیل راهیسې پراخ شوی، ترڅو پراخ ټولنیز او اقتصادي مسایل چاپېر کړي.[۴][۵]

د پایښت په چاپېریالي بعد یا اړخ کې د شنو خونو د ګازونو خپرېدل، د ژویو په تنوع او ایکوسیستم باندې اغېزې، خطرناک کثافات او زهرجنې خپرېدنې، د اوبو مصرف او د غیر تجدید وړ د سرچینو کمېدل شامل دي. د انرژۍ سرچینې چې لږ چاپیریالي اغېزې لري ،کله ناکله د شنې انرژۍ یا د پاکې انرژۍ په نوم هم يادېږي. د پایښت اقتصادي بعد اقتصادي پراختیا، له انرژۍ نهاغېزمنه ګټه اخیستنه او د انرژۍ تامین تر پوښښ لاندې راولي، ترڅو ډاډ ورکړي چې هر هېواد کافي انرژۍ ته همېشنی لاسرسی لري. په ټولنیزو مسئلو کې د ټولو خلکو لپاره ارزانه او باوري انرژۍ ته لاسرسی، د کارګرانو حقونه او د ځمکې حقونه شامل دي.[۶][۷][۸][۹]

چاپېریالي اغېزې سمول

د انرژۍ اوسنی سیستم په ډېرو چاپیریالي ستونزو کې ونډه لري چې له دې جملې د اقلیم بدلون، د هوا ککړتیا، د ژوند د تنوع له لاسه ورکول، چاپېریال ته د زهرجنو موادو خپرول او د اوبو کمښت د بحث وړ دي. د نړۍ ٪۸۵ د انرژۍ اړتیاوې تر ۲۰۱۹ ز کال پورې د فوسیل سون موادو په سوځولو سره پوره کېدې. د انرژی تولید او مصرف تر ۲۰۱۸ ز کال پورې د انسان له خوا د شنو خونو د ګازونو د کلني ٪۷۶ خپرولو عامل دي. د اقلیم د بدلون په اړه د ۲۰۱۵ ز کال د پاریس د نړیوال تړون موخه دا ده چې د نړۍ تودوخه د سانتي ګراد ۲ درجو یا فرنهایت ۳،۶ درجو ته ټیټه او په غوره توګه یې د سانتي ګراد ۱،۵ درجو یا فرنهایت ۲،۷ درجو ته محدوده کړي؛ د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره اړتیا ده چې د شنو خونو د ګازونو خپرول ژر تر ژره کم شي او د پېړۍ تر نیمایي پورې خالص صفر ته ورسېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د هوا د ککړتیا لویه سرچینه، د فوسیل او کتلوي ژوند د سون موادو سوځول دي چې د اټکل له مخې هر کال د ۷ مېلیونو مړینو لامل کېږي. د بریښنا په دستګاوو، نقلیه وسایطو او فابریکو کې د فوسیل سوند موادو سوځول د شنو خونو د ګازونو د خپرېدلو اصلي سرچینه ده چې په اتموسفیر کې د اکسیجن سره یوځای کېږي او د اسیدي باران لامل کېږي. د غیر ساري ناروغیو له امله د مړینو دوهم لوی لامل د هوا ککړتیا ده. د اټکل له مخې د نړۍ ٪۹۹ نفوس د هوا د ککړتیا له هغو کچې سره ژوند کوي چې د روغتیا د نړیوال سازمان له وړاندیز شويو حدودو څخه ډېر دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ککړ کوونکو سوند موادو لکه لرګي، د حیواناتو غوشایه، سکاره یا کیروسین سره پخلی کول تقریبا د کور دننه د ټولې هوا د ککړتیا عوامل دي چې د اټکل له مخې په کال کې د ۱،۶ څخه تر ۳،۸ میلیونو مړینو لامل کېږي او همدارنګه د بهر هوا په ککړتیا کې د پام وړ ونډه لري. روغتیایی اغېزې د ښځو په منځ کې چې احتمالا د پخلي مسؤلیت لري او په کوچنیو ماشومانو کې متمرکزې دي.[۱۹][۱۸][۲۰]

چاپېریالي اغېزې د احتراق د جانبي عوارضو څخه ډېرې پراخېږي. په سمندر کې د تیلو تویېدل سمندري ژوند ته زیان رسوي او کېدای شي د اور لګېدنې لامل شي، چې د شنو خونو زهرجن ګازونه خپروي. د نړۍ د اوبو شاوخوا ‍٪۱۰ د انرژي د تولید لپاره په خاصه توګه د حرارتي انرژۍ په دستګاوو کې د یخولو لپاره کارول کېږي. دا په وچو سیمو کې د اوبو په کمښت کې ونډه لري. د بایو انرژۍ تولید، د سکرو کان کیندنه او پروسس او د تیلو استخراج هم ډېر مقدار اوبو ته اړتیا لري. د سوځولو لپاره د لرګیو او نورو سوځېدونکو موادو ډېر راټولول کولی شي، د بیابان کېدنې په ګډون سیمه ییز چاپېریال ته جدي زیان ورسوي.[۲۱][۲۲][۲۳]

UNECE په ۲۰۲۱ زکال کې د برېښنا د تولید د تکنالوژیو د چاپیریالي اغېزو د ژوند د سایکل یوه شننه خپره کړه چې لاندې اغېزې په ګوته کوي: د سرچینو کارول (منرالونه، فلزات)؛ د ځمکې کارول، د سرچینو کارول (فوسیل)؛ د اوبو کارول؛ معلقې ذرې، د کیمیاوي شعاع له امله اوزون جوړښت، د اوزون تخریب، انساني مسمومیت (غیر سرطاني)؛ د آیونیزې وړانګې، انساني مسمومیت (نري رنځ)، په اوبو کې د خوراکي توکو را ټولېدل (ځمکنۍ، سمندري، تازه اوبه)،د چاپېریال زهرجن والی ( تازه اوبه)؛ تیزابیت، د اقلیم بدلون[۲۴]

د پایښت وړ پراختیا موخې سمول

د اقلیم د بدلون د محدودولو لپاره د نړیوالې موخې په وړاندې یوه مهمه ننګونه په پرله پسې توګه د شته او راتلونکي انرژۍ د تقاضا پوره کول دي په داسې حال کې چې د اقتصادي ودې ساتل او د ژوند د معیارونو د لوړولو بله اړینه موضوع ده.

د باور وړ او ارزانه انرژي، په ځانګړې توګه برېښنا، د روغتیا پاملرنې، تعلیم او اقتصادي پراختیا لپاره اړینه ده. په مخ پر وده  هېوادونو کې ۷۹۰ مېلیونه خلک تر ۲۰۲۰ ز کال پورې برېښنا ته لاسرسی نه درلود او شاوخوا ۲،۶ میلیارده خلکو د پخلي لپاره د سون ککړ کوونکو موادو په سوځولو تکیه کوي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ ز کال د پایښت وړ د پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره په لږ پرمختللو هېوادونو کې انرژي ته د لاسرسي لوړول او د انرژي پاکول بنسټیزې حل لارې دي چې له اقلیمي کړنو څخه تر جنسی مساواتو پورې مسائل تر پوښښ لاندې نیسي. د پایښت وړ د پراختیا ۷ هدف " د ټولو لپاره د ارزانې، د اعتماد وړ، تلپاتې او عصري انرژۍ ته د لاسرسي"، تر ۲۰۳۰ ز کال پورې برېښنا او د پاک پخلي اسانتیاوو ته د نړیوال لاسرسي په ګډون غوښتنه کوي.[۲۹]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Kutscher، Milford او Kreith 2019، مم. 5–6.
  2. کينډۍ:Citec
  3. Golus̆in، Popov او Dodić 2013، م. 8.
  4. UNECE 2020, pp. 3–4
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. UNECE 2020, pp. 3–4
  8. Kutscher، Milford او Kreith 2019، مم. 1–2.
  9. Kutscher، Milford او Kreith 2019، مم. 3–5.
  10. "Global Historical Emissions". Climate Watch. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په August 2021 باندې). 4 Charts Explain Greenhouse Gas Emissions by Countries and Sectors. World Resources Institute
  12. "The Paris Agreement". United Nations Framework Convention on Climate Change. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. United Nations Environment Programme 2019، م. 46.
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. "Acid Rain and Water". United States Geological Survey. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ World Health Organization 2018، م. 16.
  19. Ritchie, Hannah; Roser, Max (2019). "Access to Energy". Our World in Data. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. World Health Organization 2016، مم. vii–xiv.
  21. Soysal او Soysal 2020، م. 118.
  22. Soysal او Soysal 2020، مم. 470–472.
  23. Tester 2012، م. 504.
  24. کينډۍ:Cite report
  25. IEA 2021، م. 167.
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Morris 2015، مم. 24–27.
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).