د پایدارې پراختیا اتمه موخه
د پایدارې پراختیا اتمه موخه ( یا نړیواله ۸ موخه) د ۱۷ پایدارو موخو له ډلې یوه موخه ده چې په ۲۰۱۵ز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ټاکلې دي. بشپړ سرلیک یې دا دی: «دوامداره، ټول ګډونه او پایښت لرونکې اقتصادي وده، بشپړه او مولده کارموندنه په بشپړ ډول ګټوره په کار ګمارنه او ټولو ته د ښې دندې زمینه برابرول».[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مخینه
سمولد نږدې درېیو لسیزو راهیسې، د هغو کارګرانو شمېر چې په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي د پام وړ کم شوی. سره له دې، دا اغېزې د ۲۰۰۸ز کال د دوامداره اقتصادي بحران او د نړیوال اقتصادي ناورین له کبله رامنځته شوې دي.[۷][۸][۹][۱۰]
نښې، شاخصونه او پرمختګ
سمولملګرو ملتونو د SDG 8 لپاره ۱۲ نښې او ۱۷ شاخصونه تعریف کړي. دا ۱۲ نښې نورې موخې په ګوته کوي او شاخصونه هغه معیارونه معلوموي، چې نړۍ د اعلام شویو او ثبت شویو کلونو په پام کې نیولو سره د شاخصونو په واقعي توګه د لاسته راوړلو لپاره خپلې موخې څاري او که نه.[۱۱]
۱.۸ نښه: دوامداره اقتصادي وده
سمولد ۱.۸ نښې بشپړ سرلیک دا ډول دی: «د ملي شرایطو سره سم د سړي سر اقتصادي ودې دومداره ساتل او په ځانګړې توګه په لږ پرمختللو هېوادونو کې په کال کې لږ تر لږه ۷ سلنه د ناخالص کورني محصول وده».[۱۲]
دا یو شاخص لري: ۱.۱.۸ شاخص «پر سړي سر، د اصلي GDP کلنۍ وده».[۱۳]
۲.۸ نښه: د اقتصادي تولیداتو لپاره تنوع، نوښت او پرمختګ
سمولد ۲.۸ نښې لپاره رسمي عبارت دا ده: «د توپير له لارې د اقتصادي ګټور توب لوړې کچې ته رسېدل، ټیکنالوژیکي لوړوالی او نوښت، د لوړ ارزښت اضافه شوې برخې په ګډون د کارګرانو د ډېروالي پر برخو تمرکز کول».[۱۴][۱۵]
دا یو شاخص لري: ۱.۲.۸ شاخص «د اصلي GDP کلنۍ وده، د استخدام شوي کارکوونکي کس پر اساس».[۱۶]
۳.۸ نښه: د کارموندنې او د ودې په حال شرکتونو د پالیسیو څخه ملاتړ کول.
سمولد ۳.۸ نښې لپاره رسمي عبارت دا ده: «د پراختیا پر بنسټ پالیسۍ، چې له تولیدي فعالیتونو، کارموندنې، خلاقیت او نوښت څخه ملاتړ کوي، وده ورکړل شي».[۱۷][۱۸]
دا یو شاخص لري: د ۱.۳.۸ شاخص «د غیر زراعتي کارموندنې په برخه کې د غیر رسمي ګمارنې تناسب، د جنسیت له مخې ده».[۱۹][۲۰]
۴.۸ نښه: په مصرف او تولید کې د سرچینو موثریت او ښه والی
سمولد ۴.۸ نښې رسمي سرلیک دا دی: «تر ۲۰۳۰ز کاله پورې، په تدریجي ډول د مصرف او تولید په برخه کې د نړیوالو سرچینو موثریت ته وده ورکول، او کوښښ وشي چې اقتصادي وده د چاپېریال له تخریب څخه جلا شي. د دوامدار مصرف او تولید په اړه د پروګرامونو لس کلن چوکاټ سره سم او د هغو هېوادونو چې ددې رهبري پر غاړه لري».[۲۱][۲۲][۲۳]
دا دوه شاخصونه لري:
- ۱.۴.۸ شاخص: د موادو اثر، د موادو اثر پر سړي سر او د موادو اثر پر GDP.
- ۲.۴.۸ شاخص: د کورني موادو مصرف، پر سړي سر د کورني موادو مصرف او د ناخالص تولید لپاره د کورني موادو مصرف.
۵.۸ نښه: بشپړه ګمارنه او ښه کار له برابر معاش سره
سمولد ۵.۸ نښې بشپړ سرلیک دا دی: «تر ۲۰۳۰ز کاله پورې، د ټولو ښځو او نارینه وو لپاره بشپړه او ګټوره ګمارنه او د ښه کار زمینه برابرول، د ځوانانو په ګډون معلولیت لرونکو کسانو لپاره د برابر ارزښت لرونکي کار لپاره برابر مساوي معاش».
۵.۸ نښه دوه شاخصه لري:[۲۴]
- ۱.۵.۸ شاخص: د دندې، عمر او معلولیت لرونکو کسانو له مخې د ښځینه او نارینه کارکوونکو د منځینۍ کچې د عوایدو لاس ته راوړنه په ساعت کې.
- ۲.۵.۸ شاخص: د بېکارۍ کچه د جنس، عمر او معلولیت لرونکو کسانو له مخې.
۶.۸ نښه: د ځوانانو په دندې ګمارنه، ښوونې او روزنې ته وده ورکول
سمولد ۶.۸ نښې بشپړ سرلیک دا دی: «تر۲۰۳۰ز کاله، د هغو ځوانانو په کچه کې چې له دندې، ښوونې او روزنې څخه لرې دي د پام وړ کموالی راوستل». د ۲۰۳۰ز کال لپاره د SDG د ډېریو موخو پر خلاف، دا ټاکل شوې چې دا موخې تر ۲۰۲۰ز کاله پورې ترلاسه شي.
دا یو شاخص لري: ۱.۶.۸ شاخص «د ځوانانو تناسب (۱۵ څخه تر ۲۴ کلونو عمرونه) چې له دندې، ښوونې او روزنې څخه لیرې دي.
۷.۸ نښه: د عصري غلامۍ، قاچاق او د ماشومانو کار پای ته رسول
سمولد ۷.۸ نښې بشپړ سرلیک دا دی: «د اجباري کار له منځه وړلو لپاره سمدستي او اغېزمن ګامونه پورته کول، د عصري غلامۍ او انساني قاچاقو پای ته رسول او د ماشومانو په ناوړه توګه د کار د ډولونو له منځه وړل، د ماشومانو ګمارنه د سرتېرو په توګه چې دا ټول ډولونه باید د ۲۰۲۵ کال تر پایه پای ته ورسېږي».[۲۵]
دا یو شاخص لري: ۱.۷.۸ شاخص «له ۵ څخه تر ۱۷ کالونو عمر لرونکو ماشومانو تناسب او شمېر دی چې د جنس او عمر له مخې په کار کې ښکېل دي».
۸.۸ نښه: د کارګرانو د حقونو ساتنه او د کار کولو لپاره خوندي چاپېریال ته وده ورکول
سمولد ۸.۸ نښې بشپړ سرلیک دا دی: «د کارګرانو د حقونو ساتنه او د ټولو کارګرانو لپاره مطمئن او خوندي چاپېریال ته وده ورکول، په ګډون د مهاجرو کارګرانو، په ځانګړې توګه د ښځینه مهاجرینو او هغه کسان چې په خطرناکو کارونو کې ښکېل دي».[۲۶][۲۷]
دا دوه شاخصونه لري:
- ۱.۸.۸ شاخص: د جنسیت او مهاجرت پر اساس د وژونکو او غیر وژونکو شغلي زیانونو پراخه کچه.
- ۲.۸.۸ شاخص: د جنسیت او مهاجرت پر اساس د کار نړیوال سازمان (ILO) او ملي قانون پر بنسټ د کارګر حقونو سره د ملي موافقت کچه.
۹.۸ نښه: ګرځندویي ته په ګټوره او دوامداره توګه وده ورکول
سمولد ۹.۸ نښې بشپړ متن دی «تر ۲۰۳۰ز کاله، د پایښت لرونکې ګرځندويۍ د ودې لپاره پالیسي جوړه او پلي شي، چې د دندې د رامنځته کېدو، د محلي کلتور او د محصولاتو د ودې لامل ګرځي».[۲۸][۲۹]
دا موخه دوه شاخصونه لري:
- ۱.۹.۸ شاخص: د ګرځندویي د مستقیم ناخالص تولید د ودې کچه د ټول داخلي ناخالص تولید په تناسب.
- ۲.۹.۸ شاخص: د دوامداره ګرځندوی صنعت د دندو تناسب د ګرځندوی د ټولو دندو څخه.
۱۰.۸ نښه: بانکوالۍ، بیمې او مالي خدمتونو ته نړیوال لاسرسی
سمولد ۱۰.۸ نښې رسمي متن دا دی: «د ټولو لپاره د بانکوالۍ، بیمې او مالي خدماتو ته د لاسرسي د هڅولو او پراخولو لپاره د کورنیو مالي موسسو ظرفیت پیاوړي کول».
۱۰.۸ نښه دوه شاخصونه لري.
ساتونکې ادارې
سمولساتونکې ادارې د لاندې شاخصونو د راپور ورکولو مسوولیت لري:
- ۱.۱.۸ شاخص: د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو څانګه(UN-DESA) او د ملګرو ملتونو د احصایې څانګه(UNSD).
- ۱.۲.۸، ۱.۳.۸، ۱.۵.۸، ۲.۵.۸، ۱.۶.۸، ۱.۸.۸، ۲.۸.۸ او ۸.ب.۱ شاخصونه: د کار نړیوال سازمان (ILO).
- ۱.۴.۸ او ۲.۴.۸ شاخصونه: د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP).
- ۱.۷.۸ شاخص: د کار نړیوال سازمان (ILO) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د بېړنۍ وجهې صندوق (UNICEF).
- ۱.۹.۸ او ۲.۹.۸ شاخصونه: د ملګرو ملتونو نړیوال ګرځندوی سازمان (UNWTO).
- ۱.۱۰.۸ شاخص: د پیسو نړیوال بسپنه (صندوق) (IMF).
- ۲.۱۰.۸ شاخص: نړیوال بانک (WB).
- ۸. الف. ۱ شاخص: د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD).
سازمانونه
سمولد نړیوال بانک ډله: د نړیوالو اهدافو د پیل راهیسې، نړیوال بانک د بېوزلۍ د کمولو او د دواړو جنسونو پیاوړي کول د روزنې له لارې مرسته کوي او د منابعو سمبالولو څخه ملاتړ کوي.
- د بهرنۍ فضا چارو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (UNOOSA).
- د کار نړیوال سازمان (ILO) .
- د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان (UNWTO).
په متحده ایالاتو کې د ملګرو ملتونو SDG 8 پورې اړوند مسئلو باندې له درې دېرش زرو څخه ډېر له مالیې څخه معاف شوي سازمانونه کار کوي. د معلوماتو له مخې چې د کورني عوایدو خدماتوIRS- سره ثبت شوي او د X4Impact له خوا راټول شوي دي، X4Impact، د راکلفر بنسټ، فورډ بنسټ، هیولټ بنسټ او د Giving Tech Labs په مرسته، په متحده ایالاتو کې د ښه کار او اقتصادي ودې لپاره وړیا انلاین متقابله وسیله جوړه کړې.
ګواښونه
سمولد COVID-19 وبا اغېزې
سمولله خپرېدو دمخه، د تېرو کلونو په پرتله نړیوال اقتصاد د کار په تولید او د بېکارۍ سره COVID-19د
مبارزې په برخه کې د ښه والي سره سره په ورو ډول وده کړې. وبا په چټکۍ سره او په پراخه کچه یې هر څه بې نظمه کړل او نړۍ یې د ناورین خواته یوړه.[۳۰]
سرچینې
سمول- ↑ United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1)
- ↑ United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
- ↑ "Sustainable Development Goal 8". SDGs UN Organisation. بياځلي په September 19, 2020.
- ↑ "Goal 8: Decent work and economic growth". UNDP (in انګليسي). بياځلي په 2020-09-01.
- ↑ "The SDG Report 2020". UN Stats Open SDGs Data Hub. بياځلي په October 3, 2020.
- ↑ United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
- ↑ "Goal 8: Decent work and economic growth". UNDP (in انګليسي). بياځلي په 2020-09-01.
- ↑ "Goal #8: Decent work and economic growth (The 2030 development agenda)". www.ilo.org (in انګليسي). بياځلي په 2020-09-01.
- ↑ "Goal 8 Pdf Upload on SDG Compass" (PDF) (PDF). بياځلي په 2022-01-17.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "17 Companies Helping Meet the 17 UN Sustainable Development Goals". The Founder Institute (in انګليسي). بياځلي په 2020-09-03.
- ↑ "SDG Compass Goal 8". بياځلي په 2022-01-17.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
- ↑ Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
- ↑ United Nations (2020). "United Nations World Economic Situation and Prospects". undocs.org. بياځلي په 2020-09-02.
- ↑ "The SDG Report 2020". UN Stats Open SDGs Data Hub. بياځلي په October 3, 2020.
- ↑ United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
- ↑ United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
- ↑ Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
- ↑ "United Nations Economic and Social Council - E/2020/57 Progress towards the Sustainable Development Goals, Report of the Secretary-General". undocs.org. بياځلي په 2020-09-02.
- ↑ Adeniji, Anthonia; Osibanjo, Adewale; Salau, Odunayo; Atolagbe, Tolulope; Ojebola, Oluwatunmise; Osoko, Abisola; Akindele, Remilekun; Edewor, Ogheneofejiro (2020-01-01). Amoo, Emmanuel O (ed.). "Leadership dimensions, employee engagement and job performance of selected consumer-packaged goods firms". Cogent Arts & Humanities. 7 (1): 1801115. doi:10.1080/23311983.2020.1801115. S2CID 225484250.
- ↑ United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
- ↑ Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
- ↑ Promote inclusive and sustainable economic growth, employment and decent work for all, (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
- ↑ Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 8) SDG-Tracker.org, website
- ↑ United Nations (2020). "United Nations World Economic Situation and Prospects". undocs.org. بياځلي په 2020-09-02.
- ↑ "United Nations Development Programme Official Websie".