د پاکستان سياست

د پاکستان سياست (اردو:سياستِ پاکستان) څخه مراد د پاکستان سياسي عمليات دي کوم چې د آئين پاکستان مطابق په هېواد کې دننه کيږي، څومره سياست چې وي هغه د آئين څخه بهر نشي کېدلی۔پاکستان چې په آئيني توگه د پاکستان اسلامي جمهوريت بللی کيږي،يو اسلامي هېواد دی چې په آسيا کې پروت دی۔ پاکستان دا وخت 8 برخو کې وېشلی شوی دی چې پکې 4 صوبې (خېبر پښتونخوا،پنجاب،سيند،بلوچستان) دي ،دوه وفاقي سيمې (اسلام آباد او قبائلي سيمې) دي او د نورې سيمې (آزاد کشمير او گلگت بلتستان)دي۔ د پاکستان په هره صوبه کې يو صوبائي حکومت وي او د ټول په سر يو اوچت حکومت وي چې وفاقي حکومت ورته ويلي کيږي۔