د پاکستان تاریخچه

د پاکستان تاریخ په ۱۹۴۷ ز کال کې د دغه هېواد له جوړېدو وړاندې له افغانستان، هند او ایران سره شریک دی. د پاکستان په نوم اوسنۍ سیمه چې د هند د نیمه لویې وچې لویدیځه برخه او د ایران د فلات (Iranian plateau) په ختیځ کې پولې ته څېرمه سیمې په کې شاملېږي، هم د یوه لوی تمدن د حاصل ورکوونکې ځمکې او هم مرکزي آسیا او نږدې ختیځ ته د سویلي آسیا د لارې په توګه عمل کړی.[۱][۲][۳]

دغه سیمه، چې له افریقا څخه د هومو ساپینس (Homo sapiens) د لومړنۍ ساحلي کډوالۍ په مسیر کې ځای لري، لومړني معاصر انسانان په دغه سیمه کې مېشت وو. په سویلي آسیا کې د کلیوالي ژواند ۹۰۰۰ کلن تاریخ چې نیولیتیک (Neolithic) دورې (۷۰۰۰- ۴۳۰۰ کاله له میلاد وړاندې) ته اړوندېږي، د پاکستان مهرګرې (Mehrgarh) سیمې او په سویلي آسیا کې د ښاري ژوند ۵۰۰۰ کلن تاریخ د اندوس درې (اوسني سیند) د تمدن مختلفو ځایونو ته چې موهنجا دارو او هرپرا په کې شاملېږي، اړوندېږي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

په وروستیو زریزو کې د اوسني پاکستان دغو سیمو ډېر پام ځانته اړولی – د لرغونو ځایونو په منځ کې په عمومي ډول بودېسیت یا بودا، د تکسېلا سیمې او بهایی تخت، په ۱۴ مه پېړۍ کې د تاتا اسلامي – سیندي تاریخي ودانیو او په ۱۷ مه پېړۍ کې په لاهور کې مغولي ودانۍ. د ۱۹ مې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې دغه سیمه د ختیځ هند کمپنۍ خپله کړه، چې له ۱۸۵۷ ز کال وروسته د ۹۰ کلونو لپاره تر هغه مهاله په مستقیم ډول تر بریتانوي واک لاندې وه، چې د نورو بیلتون غوښتونکو ترمنځ د هغه هېواد د ملي شاعر علامه اقبال او د هغه هېواد د بنسټګر محمد علي جناح د هڅو په پایله کې په ۱۹۴۷ ز کال کې پاکستان جوړ شو. له دې وروسته دغه هېواد ملکي دیموکراتیکې او پوځي واکمنۍ تجربه کړې، چې له امله یې په اقتصادي او پوځي برخو کې د پام وړ وده کړې، خو ورسره له بې ثباتیو سره هم مخامخ شوی، چې تر ټولو مهم یې په وروستیو کې د ختیځ پاکستان جلا کېدل و چې د بنګلادېش په نوم نوی هېواد ترې جوړ شو.

د بریتانیا واکمني سمول

د معاصر پاکستان هېڅ یوه برخه تر هغه مهاله د بریتانیا او یا هم بل اروپايي ځواک له خوا نه اداره کېده، کله چې په ۱۸۳۹ ز کال کې، کراچۍ، د خټینې کلا لرونکی کوچنی د کب نیولو کلی، چې د همدغې کلا له خوا د بندر ساتنه کېدله ونیول شو، کوم چې د لومړۍ افغان جګړې لپاره چې ډېر ژر وشوه، په پوځي مرکز واوښت. د سیند پاتې برخه په ۱۸۴۳ ز کال کې ونیول شوه، په ورپسې لسیزو کې په لومړیو کې دغه سیمه د ختیځ هند کمپنۍ له خوا اداره کېده، خو له هندي بغاوتونو(post-Sepoy Mutiny) (۱۸۵۷-۱۸۵۸ ز کال) وروسته د جګړو او هوکړو له مخې، د دغې سیمې ډېرې برخې د بریتانوي سترواکۍ د ملکې ویکتوریا تر مستقیمې واکمنۍ لاندې راغلې. په دغه مهال کې مهمې جګړې له بلوڅ تالپور سلسلې (Baloch Talpur dynasty) سره جګړه، چې په ۱۸۴۳ ز کال کې په میاني جګړې پای ته ورسېده، انګلیس – سیکهـ جګړې (۱۸۴۵- ۱۸۴۹ ز کال) او انګلیس – افغان جګړې (۱۸۳۹- ۱۹۱۹ ز کال) وې. له ۱۸۹۳ ز کال څخه تر ۱۹۴۷ ز کال پورې ، تر هغه مهاله چې دغه سیمې خپلواکي واخیسته، د معاصر پاکستان ټولې برخې د بریتانوي هند د سترواکۍ برخه وې.

د بریتانیا تر واک لاندې دغه سیمه، په عمومي ډول په سیند صوبه، پنجاب ایالت او بلوچستان اجنسۍ وېشل شوې وې. په دغه سیمه کې ګڼ شمېر هندي نوابی ریاستونه وو چې تر ټولو لوی یې بهاولپور و. سیند د بمبئ ریاست (Bombay Presidency) برخه وه، چې د کلونو په اږوږدو کې ګڼ شمېر شکایتونه و چې د معاصرې ممبئ د واکمنانو له خوا دغې سیمې ته پام نه کېږي، په داسې حال کې چې په کراچۍ کې مېشت کمیسار موجود و.

پنجاب (هغه چې د معاصر هند ایالت ته اړوند کېده) د بنګال د ریاست د برخې په توګه په تخنیکي ډول له لرې څخه له کلکتې اداره کېده، خو په عملي ډول ډېری چارې سیمه ییزو بریتانوي واکمنانو ته چې په هند کې له پیاوړو او اغېزمنو کسانو څخه وو، اړوند کېدلې. په پیل کې یوه "اداري پلاوی" د هنري لاورنس (Sir Henry Lawrence) تر مشرۍ لاندې شتون درلود، چې مخکې یې په لاهور دربار کې د بریتانوي وګړي په توګه کار کاوه او د هغه کشر ورور جان لاورنس (John Lawrence) او چارلس ګرېنوېل منسېل (Charles Grenville Mansel) هم په کې وو. د دغه اداري پلاوي تر مشرۍ لاندې یو شمېر ستایل شوي افسران راغونډ شوو چې په ټولیز ډول ورته د هنري لاورنس ځوانان ویل کېدل(Henry Lawrence's "Young Men"). له بغاوت وروسته جان لاورنس د پنجاب لومړنی والي وټاکل شو. د پنجاب د کانال مستعمرې (Punjab Canal Colonies) چې یوه ځان غوښتونکې او بریالۍ پروژه وه، چې په ۱۸۸۰ مه لسیزه کې د اوبو لګولو له مخې د نوې کرنیزې ځمکې د جوړېدو لپاره، څو په نورو برخو کې (د معاصر پاکستان ګڼ شمېر برخې په کې شاملېږي) د نفوسو د زیاتوالي فشار راکم کړي پیل شوه.[۱۱]

د بلوچستان په ایجنسي کې ګڼ شمېر نوابي ریاستونه او قبیلوي سیمې شته وې او په ډېره نرمۍ اداره کېدلې، له دې سره چې د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ پولې ته څېرمه کویټه د افغانستان او یا هم روسیې د حملې پر وړاندې د پوځي اډې په توګه جوړه شوه، خو په ۱۹۳۵ ز کال کې د کویټې ځمک ښوییدنې (زلزله) لوی ناورین رامنځته کړ. له ۱۸۷۶ ز کال وروسته، د شمال حساسې برخې د "لوړپوړي کمیشنر د ایالت" (Chief Commissioner's Province) په توګه یادېدلې. له افغانستان سره پوله چې تر اوسه له معاصر پاکستان سره د پولې په توګه شمېرل کېږي، په ۱۸۹۳ ز کال کې په ډېورنډ کرښې ،د یوې ټاکلې مودې لپاره وټاکل شوه.

د رېل د پټلۍ د جوړولو چارې، په ۱۸۵۰ مه لسیزه کې پیل شوې او د دغې شبکې ډېره برخه (چې اوس مهال په ځینو ځایونو کې پرې شوې) په ۱۹۰۰ ز کال کې بشپړه شوه.

د اوسني پاکستان بېلابېلې برخې، په لاندې توګه د ختیځ هند کمپنۍ په لاس ورغلې:

  • سیند په ۱۸۴۳ ز کال کې د حیدر آباد جګړې او میاني جګړې وروسته ونیول شو.
  • پنجاب او ختیځه پښتونخوا په ۱۸۴۹ ز کال کې د انګلیس – سیکهـ له دویمې جګړې وروسته ونیول شو.

د بریتانوي راج له خوا نیول شوې سیمې په لاندې ډول دي:

  • سویلي بلوچستان، په ۱۸۷۶ ز کال کې د قلات له هوکړې وروسته د بریتانوي راج واک ته ورغی.
  • لویدیځ بلوچستان، د افغان – انګلیس له دویمې جګړې وروسته په ۱۸۷۹ ز کال کې د ګندمک له هوکړې وروسته بریتانوي راج اړوند شو.

له بریتانوي سترواکۍ خپلواکي سمول

د ۱۹۴۷ ز کال د اګست په ۱۴ مه، پاکستان خپلواکي واخیسته. راتلونکې ورځ یې هند هم آزاد شو. د بریتانوي هند دوه ایالتونه: پنجاب او بنګال د رادکلیف کمیسیون (Radcliffe Commission) له خوا له مذهبي مخې ووېشل شول. ویل کېږي چې، مونټ بټېن (Mountbatten) په رادکلېف کمیسیون اغېز کړی، چې د هند په ګټه کرښه رامنځته کړي. د پنجاب لویدیځه برخه چې ډېری یې مسلمانان وو، د پاکستان اړوند شوه او ختیځه یې چې هندو او سیکهـ په کې وو، هند ته اړوند شوه، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر مسلمان لږه کي د پنجاب په ختیځ کې وو او د پنجاب په لویدیځو سیمو کې هم ګڼ شمېر سیکهـ او هندو وګړو ژوند کاوه.[۱۲][۱۳]

په پنجاب کې سختو بغاوتونو، د هند او پاکستان دواړه دولتونه دې ته اړ کړل چې په اجباري ډول په پنجاب کې مېشت هندوـ سیکهـ لږه کي او مسلمانان تبادله کړي. د وګړو له دغې تبادلې وروسته یوازې څو زره د ټیټې کچې هندوان، د پاکستان خوا پنجاب کې پاتې شول او  ډېر لږ مسلمانان د هندي پنجاب په مالېرکوتلا (Malerkotla) سیمه کې پاتې شول. سیاسي کارپوه اشتیاق احمد وايي:  په داسې حال کې چې لومړی مسلمانانو په پنجاب کې په یاغیتوب لاس پورې کړ، خو د ۱۹۴۷ ز کال تر پایه په لویدیځ پنجاب کې د مسلمانانو له خوا د وژل شویو هندوانو او سکانو په پرتله په ختیځ پنجاب کې له هغو زیات مسلمانان، د هندوانو او سیکانو له خوا ووژل شول.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینۍ سمول

  1. Pakistan was created as the Dominion of Pakistan on 14 August 1947 after the end of British rule in, and partition of British India.
  2. Neelis, Jason (2007), "Passages to India: Śaka and Kuṣāṇa migrations in historical contexts", in Srinivasan, Doris (المحرر), On the Cusp of an Era: Art in the Pre-Kuṣāṇa World, Routledge, د کتاب پاڼي 55–94, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-15451-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Quote: "Numerous passageways through the northwestern frontiers of the Indian subcontinent in modern Pakistan and Afghanistan served as migration routes to South Asia from the Iranian plateau and the Central Asian steppes. Prehistoric and protohistoric exchanges across the Hindu Kush, Karakoram, and Himalaya ranges demonstrate earlier precedents for routes through the high mountain passes and river valleys in later historical periods. Typological similarities between Northern Neolithic sites in Kashmir and Swat and sites in the Tibetan plateau and northern China show that 'Mountain chains have often integrated rather than isolated peoples.' Ties between the trading post of Shortughai in Badakhshan (northeastern Afghanistan) and the lower Indus valley provide evidence for long-distance commercial networks and 'polymorphous relations' across the Hindu Kush until c. 1800 B.C.' The Bactria-Margiana Archaeological Complex (BMAC) may have functioned as a 'filter' for the introduction of Indo-Iranian languages to the northwestern Indian subcontinent, although routes and chronologies remain hypothetical. (page 55)"
  3. Marshall, John (2013), A Guide to Taxila, Cambridge University Press, د کتاب پاڼي 1–, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-61544-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Quote: "Here also, in ancient days, was the meeting-place of three great trade-routes , one, from Hindustan and Eastern India, which was to become the `royal highway' described by Megasthenes as running from Pataliputra to the north-west of the Maurya empire; the second from Western Asia through Bactria, Kapisi and Pushkalavati and so across the Indus at Ohind to Taxila; and the third from Kashmir and Central Asia by way of the Srinagar valley and Baramula to Mansehra and so down the Haripur valley. These three trade-routes, which carried the bulk of the traffic passing by land between India and Central and Western Asia, played an all-important part in the history of Taxila. (page 1)"
  4. Qamar, Raheel; Ayub, Qasim; Mohyuddin, Aisha; Helgason, Agnar; Mazhar, Kehkashan; Mansoor, Atika; Zerjal, Tatiana; Tyler-Smith, Chris; Mehdi, S. Qasim (2002). "Y-Chromosomal DNA Variation in Pakistan". The American Journal of Human Genetics. 70 (5): 1107–1124. doi:10.1086/339929. ISSN 0002-9297. PMC 447589. PMID 11898125. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Clarkson, Christopher (2014), "East of Eden: Founder Effects and Archaeological Signature of Modern Human Dispersal", in Dennell, Robin; Porr, Martin (المحررون), Southern Asia, Australia and the Search for Human Origins, Cambridge University Press, د کتاب پاڼي 76–89, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-01785-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Quote: "The record from South Asia (Pakistan, India and Sri Lanka) has been pivotal in discussions of the archaeological signature of early modern humans east of Africa because of the well-excavated and well-dated sites that have recently been reported in this region and because of the central role South Asia played in early population expansion and dispersals to the east. Genetic studies have revealed that India was the gateway to subsequent colonisation of Asia and Australia and saw the first major population expansion of modern human populations anywhere outside of Africa. South Asia therefore provides a crucial stepping-scone in early modern migration to Southeast Asia and Oceania. (pages 81–2)"
  6. Coningham, Robin; Young, Ruth (2015), The Archaeology of South Asia: From the Indus to Asoka, c. 6500 BCE – 200 CE, Cambridge University Press الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Quote: ""Mehrgarh remains one of the key sites in South Asia because it has provided the earliest known undisputed evidence for farming and pastoral communities in the region, and its plant and animal material provide clear evidence for the ongoing manipulation, and domestication, of certain species. Perhaps most importantly in a South Asian context, the role played by zebu makes this a distinctive, localised development, with a character completely different to other parts of the world. Finally, the longevity of the site, and its articulation with the neighbouring site of Nausharo (c. 2800—2000 BCE), provides a very clear continuity from South Asia's first farming villages to the emergence of its first cities (Jarrige, 1984)."
  7. Fisher, Michael H. (2018), An Environmental History of India: From Earliest Times to the Twenty-First Century, Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-11162-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Quote: "page 33: "The earliest discovered instance in India of well-established, settled agricultural society is at Mehrgarh in the hills between the Bolan Pass and the Indus plain (today in Pakistan) (see Map 3.1). From as early as 7000 BCE, communities there started investing increased labor in preparing the land and selecting, planting, tending, and harvesting particular grain-producing plants. They also domesticated animals, including sheep, goats, pigs, and oxen (both humped zebu [Bos indicus] and unhumped [Bos taurus]). Castrating oxen, for instance, turned them from mainly meat sources into domesticated draft-animals as well."
  8. Dyson, Tim (2018), A Population History of India: From the First Modern People to the Present Day, Oxford University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-882905-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), Quote: "(p 29) "The subcontinent's people were hunter-gatherers for many millennia. There were very few of them. Indeed, 10,000 years ago there may only have been a couple of hundred thousand people, living in small, often isolated groups, the descendants of various 'modern' human incomers. Then, perhaps linked to events in Mesopotamia, about 8,500 years ago agriculture emerged in Baluchistan."
  9. Allchin, Bridget; Allchin, Raymond (1982), The Rise of Civilization in India and Pakistan, Cambridge University Press, د کتاب پاڼې 131, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-28550-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Quote: "During the second half of the fourth and early part of the third millennium B.C., a new development begins to become apparent in the greater Indus system, which we can now see to be a formative stage underlying the Mature Indus of the middle and late third millennium. This development seems to have involved the whole Indus system, and to a lesser extent the Indo-Iranian borderlands to its west, but largely left untouched the subcontinent east of the Indus system. (page 81)"
  10. Dales, George; Kenoyer, Jonathan Mark; Alcock, Leslie (1986), Excavations at Mohenjo Daro, Pakistan: The Pottery, with an Account of the Pottery from the 1950 Excavations of Sir Mortimer Wheeler, UPenn Museum of Archaeology, د کتاب پاڼې 4, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-934718-52-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. J. S. Grewal, The Sikhs of the Punjab, Volumes 2-3, Cambridge University Press, 8 Oct 1998, p.258
  12. "K. Z. Islam, 2002, The Punjab Boundary Award, Inretrospect". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Partitioning India over lunch, Memoirs of a British civil servant Christopher Beaumont. BBC News (10 August 2007).
  14. KHALIDI, OMAR (1 January 1998). "From Torrent to Trickle: Indian Muslim Migration to Pakistan 1947–97". Islamic Studies. 37 (3): 339–352. JSTOR 20837002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ahmed, Ishtiaq. "The Punjab Bloodied, Partitioned and Cleansed". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Butt, Shafiq (24 April 2016). "A page from history: Dr Ishtiaq underscores need to build bridges". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Chandra, Bipan; Amales Tripathi; Barun De (1972). Freedom struggle. New Delhi: National Book Trust, India. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)