د پايښت اندازه


د پايښت اندازه د باخبره پایښت د مديريت لپاه کميتي بنسټ دی. د پايښت د اندازه کولو لپاره چې کوم مقياسونه کارول کېږي (چې چاپېريالي پايښت او ټولنيزې او اقتصادي برخې په انفرادي ډول او ګڼو ترکيبونو دواړو کې رانغاړي) تر اوسه تکامل کوي. په دوی کې شاخصونه، نښې، مميزي، د پايښت د معيارونو او تاييد سيستمونه لکه (Fairtrade) [مناسبه سوداګري] او عضوي (Organic)، د لارښود لړليکونه او محاسبه، همدارنګه ارزونه، ارزښت ټاکنه او د راپور ورکولو نور سيستمونه شامل دی. دا پر پراخه کچې فضايي او لنډ مهالي مقياسونو باندې عملي کېږي. د پايښت په پراخه ډول د کارېدلو معيارونو ځيني يې د پايښت راپور جوړول، (Triple Bottom Line accounting)، د نړيوال پايښت ټولنه او د انفرادي هېوادونو لپار د پايښت د اداره کولو د کيفيت اټکلونه، چې د چاپېريالي پايښت لړيال او د چاپېريالي کاريدون لړيال کاروي. يوه متبادله لاره چې د ملګرو ملتونو د نړيوالو سره راټولو (نغښتو) ښارونو پروګرام او په ښکاره ډول د درې ګونې قاعدوي ليکې طريقې (triple-bottom-line approach) انتقادي يانې د پايښت دورانونه (Circles of Sustainability) طريقه ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

پر دې باندې د پوهېدلو لپاره چې ايا د انسانيت د ژوند حالت د دوام يا پايښت وړ دی، که نه؛ دوه اړوند مفهومونه سياروي پولې او ايکولوژيکي نښه دي. که چېرې پولې ماتې نه شي او ايکولوژيکي نښه د ژونديو موجوداتو د کرې لېږدېدونکې وړتيا پراخه نه کړي، د ژوند حالت د پايښت وړ ګڼل کېږي. [۷][۸]

په ښه ډول د پېژندل شويو او همغږو شويو شاخصونو يوه ټولګه يوازينۍ لاره ده، چې پايښت د حس کېدلو وړ کړي. ياد شاخصونه تمه ده چې د ازمايښتي کتنو (ازمايښت او تېروتنې) په واسطه مشخص او متوازن وي. تر ټولو عامې نيوکې د معلوماتو د کيفيت، د پرتلنې وړتيا، د موخې يا اصل دندې او اړينو سرچينو اړوند مسئلو په اړه دي. که څه هم يو څه عمومي نيوکه د پروژې د مديريتي ټولنې څخه راځي: که چېرې يې موږ په هيڅ يوه پروژه کې نه شو څارلی، نو په نړيواله کچه څرنګه کېدلی شي چې يو تل پاتې پرمختګ تر لاسه شي ؟ [۹][۱۰][۱۱]

د پايښت اړتيا او کاري چوکاټ

سمول

د پايښت پرمختګ د صنعتونو لپاره د پرمختګ بنسټيز معيار ګرځېدلی دی او په ګټورو سوداګريزو کړنلارو کې متحد دی. د پايښت اندازې لپاره اړتياوې په عملياتو کې پرمختګ، د کار کولو معيار، د څارنې وده او د نورو له منځه د ارزونې پړاو رانغاړي. د پايښت د يو مناسب شاخص د جوړولو د موخو لپاره کاري چوکاټ جوړ شوی دی او پړاوونه يې په لاندې ډول دي: [۱۲][۱۳]

  1. د سيستم پېژندنه: يو مناسب او معلوم سيستم تعريف يا پېژندل شوی دی. د نورې شننې لپاره د يو مناسب سيستم پوله رسم شوې ده.
  2. د سيستم عناصر: ټول دننۍ (input)، د موادو وتنۍ (output)، د ګازونو توليدات، انرژي او نور مرستندويه عناصر په مناسب ډول تحليل شوي دي. د کار کولو حالتونه، د پړاو محدوديتونه يا عوامل او ځانګړتياوې په دې پړاو کې راپېژندل شوي دي.
  3. د شاخصونو ټاکنه: شاخصونه هغه غوره کېږي، چې له مخې يې بايد اندازه تر سره شي. دا د دې سيستم لپاره د اندازې واحد تشکيلوي چې شننه يې په نورو پړاوونو کې تر سره کېږي.
  4. ارزونه او اندازه اخيستل: د ارزونې ځانګړي توکي کارول کېږي او د شاخصونو اندازې اخيستلو لپاره د ارزښت ورکولو په موخه د وار له مخه راپېژندل شويو شاخصونو لپاره ازمايښتونه او تجربې تر سره کېږي.
  5. د پايلو کتنه او شننه: يو ځل چې پايلې تر لاسه شي، ځانګړې شننه تعبير تر سره کېږي او په سيستم کې د شته پړاوونو د پرمختګ او کره کولو په موخه توکي کارول کېږي.

د پايښت شاخصونه او د هغې دنده

سمول

د پايښت شاخصونو بنسټيزه موخه د پايښت حکومتولۍ د پړاو د برخې په توګه عامه کړنلارې جوړونکو خبرول دي. د پايښت شاخصونه د چاپېريال او ټولنيز – اقتصادي فعاليتونو تر منځ د متقابل عمل د هر اړخ په اړه معلومات چمتو کولی شي. د ستراتيژيک شاخص د ټولګو جوړول په عمومي ډول يوازې په شمېر يو څو ساده پوښتنو سره سروکار لري: څه پېښېږي؟ (تشرېحي شاخصونه)، ايا پروا (توپير) کوي او ايا موږ نښو ته رسېږو؟ (د کارېدون شاخص)، ايا موږ پرمختګ کوو؟ (د ګټورتوب شاخصونه)، ايا معيارونه کار کوي؟ (د کړنلارې د ګټورتوب شاخصونه) او ايا موږ په عمومي ډول غوره يو؟ (د هوساينې ټول شاخصونه). [۱۴][۱۵]

د تل پاتې پرمختګ لپاره نړيوال انسټيټيوټ او د سوداګرۍ او پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس په ۲۰۰۶ کې د پایښت ارزونې په اړه کمېټه (Committee on Sustainability Assessment (COSA)) رامنځته کړه، چې د دوی د اندازې وړ ټولنيز، اقتصادي او چاپېريالي موخو لپاره د کرنې او پرمختګ په شاخصونو کې د پايښت عمل کوونکي نوښتونه وارزوي. [۱۶]

يو ساده عمومي چارچوکاټ چې د اروپايي چاپېريال د استازولۍ (European Environment Agency) له خوا کارول کېږي، د اقتصادي همغږۍ او پرمختګ سازمان (Organisation for Economic Co-operation and Development DPSIR) د لږ سمون يا تعديل سيستم څخه ګټه پورته کوي. دا سيستم چاپېريال اغېز په پينځو پړاوونو وېشي. ټولنيز او اقتصادي پرمختګونه (مصرف او توليد) چاپېريالي فشار پر مخ وړي يا رامنځته کوي، چې په خپل وار د چاپېريال په حالت کې بدلون رامنځته کوي؛ چې د ګڼو ډولونو اغېزو ته لاره هواروي. ټولنيز غبرګونونه (د پايښت شاخصونو په واسطه لارښود شوې کړنلاره) د پېښو د دې لړۍ په هر پړاو کې راپېژندل کېدلی شي. [۱۷]

سياست

سمول

يوه څېړنه دې پايلې ته ورسېدله، چې ټولنيز شاخصونه او د همدې له امله د تل پاتې پرمختګ شاخصونه عملي ساختمانونه دي، چې بنسټيزه موخه يې د عامهه کړنلارې جوړونې خبرول دي. د تل پاتې پرمختګ لپاره نړيوال انسټيټيوټ په ورته ډول د سياسي کړنلارې يو چارچوکاټ ته وده ورکړه، چې د اندازې وړ شتو (موجوداتو) او د اندازې واحدونو د رامنځته کولو لپاره د پايښت په يو لړيال سره نښتی و. ياد چارچوکاټ شپږ مرکزي برخو ته شامل دی: [۱۸]

  1. نړيواله سوداګري او پانګه اچونه
  2. اقتصادي سياست يا کړنلاره
  3. د اقليم بدلون او انرژي
  4. اندازه اخيستنه او ارزونه
  5. د طبيعي سرچينې مديريت
  6. د اړيکو ټيکنالوژي

د ملګرو ملتونو د نړيوال سره راټولو ښارونو پروګرام په داسې يو ډول د پايښت وړ سياسې پرمختګ راپېژندلی دی، چې د دولتونو او حکومتولۍ تر شا عادي پېژندنه پراخوي. سياست د ټولنيز ځواک په بنسټيزو مسئلو په ملتيا د لارو او معنا يا موخو د برخې په توګه راپېژندل کېږي، چې دوی د ګډ ټولنيز ژوند په سازمان، واک، مشروعيت او قاعدې پورې اړه لري. دا پېژندنه له هغې نظريې سره سمون لري، چې سياسي بدلون اقتصادي، ايکولوژيکي او کلتوري ننګونو ته په غبرګون کې مهم دی. دا همدارنګه معنا لري، چې د اقتصادي بدلون سياست په ګوته کېدلی شي. دوی د سيسات د عمل ساحې اوه فرعي ساحې په لاندې ډول لېست کړي دي: [۱۹]

  1. سازمان او حکومتولي
  2. قانون او عدالت
  3. اړيکه او نيوکه
  4. استازولي او خبرې اترې
  5. خونديتوب او تړون يا موافقه
  6. خبرې اترې او پخلاينه
  7. اخلاق او مسووليت

په نړيواله کچه د اندازې واحدونه

سمول

ګڼ شاخصونه شته چې د پايښت اندازه اخيستنې لپاره د بنسټ په توګه کارول کېدلی شي. په عام ډول يو څو کارنده شاخصونه دا دي: [۲۰]

د چاپېريالي تل پاتې والي شاخصونه:

  • د نړيوالې تودوخې اټکل
  • د اسيدي کېدنې اټکل
  • د اوزون د تخريب اټکل
  • د ايروسول د رڼا ژوروالی
  • د eutrophication اټکل
  • د ايونې وړانګې اټکل
  • د فوټوکيميکل اوزون اټکل
  • د ضايعاتو درملنه
  • د تازه اوبو ګټه اخيستنه
  • د انرژي سرچينو کارول

اقتصادي شاخصونه: [۲۱][۲۲]

  • ناخالص کورنی توليد
  • د سوداګرۍ ميزان
  • د سيمه ايز حکومت عايد
  • ګټه، ارزښت او ماليه
  • پانګه اچونې

ټولنيز شاخصونه: [۲۳]

  • د ګمارنې
  • عدل
  • روغتيا او خونديتوب
  • زده کړه
  • کورني يا د ژوند کولو حالتونه
  • د ټولنې يو ځای والی
  • ټولنيز امنيت

د ګڼو شاخصونو د پراخه شمېر له امله چې د پايښت اندازې لپراه کارول کېدلی شي، مناسبې ارزونې او څارنې ته اړتيا ده. د دې تر څنګ چې د معيارونو په ټاکنه کې ګډوډي او بې نظمي منظم کړي، ځانګړي سازمانونه ترتيب شوي دي چې د اندازې واحدونه تر بېلابېلو ډلبنديو لاندې ډله کوي او مناسب تګلاره راپېژن‎ي چې د اندازې اخيستنې لپاره يې عملي کړو. دوی د موډلينک تخنيکونه او لړيالونه چمتو کوي، چې اندازه پرتله کړي او په اسانه د پوهېدنې اصطلاحاتو ته د علمي اندازې پايلو د اړولو په موخه هم ځيني مېتودونه لري. [۲۴]

سرچینې

سمول
  1. "Sustainability Accounting in UK Local Government". The Association of Chartered Certified Accountants. Archived from the original on 2008-04-11. نه اخيستل شوی 2008-06-18.
  2. Dalal-Clayton, Barry and Sadler, Barry 2009. Sustainability Appraisal: A Sourcebook and Reference Guide to International Experience. London: Earthscan. ISBN 978-1-84407-357-3.کينډۍ:Page needed
  3. Hak, T. et al. 2007. Sustainability Indicators, SCOPE 67. Island Press, London. [۱] Archived 2011-12-18 at the Wayback Machine.
  4. Bell, Simon and Morse, Stephen 2008. Sustainability Indicators. Measuring the Immeasurable? 2nd edn. London: Earthscan. ISBN 978-1-84407-299-6.https://books.google.com/books/about/Sustainability_Indicators.html?id=6DOC13cd9c0C
  5. Singh, Rajesh Kumar; Murty, H.R.; Gupta, S.K.; Dikshit, A.K. (2012). "An overview of sustainability assessment methodologies". Ecological Indicators. 15: 281–299. doi:10.1016/j.ecolind.2011.01.007.
  6. Moldan, Bedřich; Janoušková, Svatava; Hák, Tomáš (2012). "How to understand and measure environmental sustainability: Indicators and targets". Ecological Indicators. 17: 4–13. doi:10.1016/j.ecolind.2011.04.033.
  7. Steffen, Will (13 Feb 2015). "Planetary boundaries: Guiding human development on a changing planet". Science. 347 (6223): 1259855. doi:10.1126/science.1259855. PMID 25592418. S2CID 206561765.
  8. "Ecological Footprints". Sustainability concepts. Archived from the original on 8 August 2020. نه اخيستل شوی 19 April 2020.
  9. Reed, Mark S. (2006). "An adaptive learning process for developing and applying sustainability indicators with local communities" (PDF). Ecological Economics. 59 (4): 406–418. doi:10.1016/j.ecolecon.2005.11.008. Archived from the original (PDF) on 26 July 2011. نه اخيستل شوی 18 فبروري 2011. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  10. "Annette Lang, Ist Nachhaltigkeit messbar?, Uni Hannover, 2003" (PDF) (په جرمني). Archived from the original (PDF) on 2 August 2011. نه اخيستل شوی 28 September 2011.
  11. "Do global targets matter?, The Environment Times, Poverty Times #4, UNEP/GRID-Arendal, 2010". Grida.no. Archived from the original on 29 June 2011. نه اخيستل شوی 28 September 2011.
  12. "Archived copy" (PDF). Archived (PDF) from the original on 2017-06-19. نه اخيستل شوی 2019-03-18.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  13. Martins, António A.; Mata, Teresa M.; Costa, Carlos A. V.; Sikdar, Subhas K. (2007-05-01). "Framework for Sustainability Metrics". Industrial & Engineering Chemistry Research. 46 (10): 2962–2973. doi:10.1021/ie060692l. ISSN 0888-5885.
  14. Boulanger, P. M. (2008-11-26). "Sustainable development indicators: a scientific challenge, a democratic issue". S.A.P.I.EN.S. 1 (1). Archived from the original on 2011-01-09. نه اخيستل شوی 2013-07-23.
  15. Hak, T., Moldan, B. & Dahl, A.L. 2007. SCOPE 67. Sustainability indicators. Island Press, London.
  16. Giovannucci D, Potts J (2007). The COSA Project (PDF) (Report). International Institute for Sustainable Development. Archived (PDF) from the original on 2017-01-02. نه اخيستل شوی 2020-02-28.
  17. Stanners, D. et al. 2007. Frameworks for environmental assessment and indicators at the EEA. In: Hak, T., Moldan, B. & Dahl, A.L. 2007. SCOPE 67. Sustainability indicators. Island Press, London.
  18. Paul-Marie Boulanger (2008). "Sustainable development indicators: a scientific challenge, a democratic issue". S.A.P.I.EN.S. 1 (1). نه اخيستل شوی 28 September 2011.
  19. http://citiesprogramme.com/archives/resource/circles-of-sustainability-urban-profile-process Archived 12 November 2013 at the Wayback Machine. Liam Magee; Andy Scerri; Paul James; James A. Thom; Lin Padgham; Sarah Hickmott; Hepu Deng; Felicity Cahill (2013). "Reframing social sustainability reporting: Towards an engaged approach". Environment, Development and Sustainability. 15: 225–243. doi:10.1007/s10668-012-9384-2. S2CID 153452740.
  20. Dong, Yan; Hauschild, Michael Z. (2017). "Indicators for Environmental Sustainability". Procedia CIRP. 61: 697–702. doi:10.1016/j.procir.2016.11.173.
  21. Tisdell, Clem (May 1996). "Economic indicators to assess the sustainability of conservation farming projects: An evaluation". Agriculture, Ecosystems & Environment. 57 (2–3): 117–131. doi:10.1016/0167-8809(96)01017-1.
  22. Labuschagne, Carin; Brent, Alan C.; van Erck, Ron P.G. (March 2005). "Assessing the sustainability performances of industries". Journal of Cleaner Production. 13 (4): 373–385. doi:10.1016/j.jclepro.2003.10.007. hdl:2263/4325.
  23. Labuschagne, Carin; Brent, Alan C.; van Erck, Ron P.G. (March 2005). "Assessing the sustainability performances of industries". Journal of Cleaner Production. 13 (4): 373–385. doi:10.1016/j.jclepro.2003.10.007. hdl:2263/4325.
  24. "Indicators and a Monitoring Framework for the Sustainable Development Goals .:. Sustainable Development Knowledge Platform". sustainabledevelopment.un.org. Archived from the original on 2019-08-16. نه اخيستل شوی 2019-02-27.