د پانګوال نظام تاريخ

پانګوال نظام ډول ډول تاریخ لري. د پانګوال نظام تصور ګڼې لانجمنې رېښې لري، خو بشپړ [اندازه] پانګوال نظام د پوهانو له اندازه عموماً په شمال لويديځه اروپا، په ځانګړي ډول بریتانيا او هالينډ کې سر راپورته کړی دی. په راتلونکو پېړيو کې، پانګه په مختلفو طريقو، په مختلفو پيمانو سره راټوله شوې او په شتمنۍ او اقتصادي ځواک په تمرکز سره له ډېرو بدلونونو سره اړونده شوې ده. پانګوال نظام په کرار کرار په ټوله نړۍ کې مسلط اقتصادي نظام وګرځېد. د تېرو ۵۰۰ کلونو د تاريخ ډېره برخه د پانګوال نظام د بېلا بېلو بڼو له ودې سره اړوند ده.[۱][۲][۳]

تاریخ لیکنه سمول

هغه لارې چارې چې په مټ يې پانګوال نظام منځ ته راغلی، وده يې وکړه او خپور شو، د تاریخ پوهانو په منځ کې د پراخه بحثونو موضوع ده. کله ناکله په بحثونو کې په دې تمرکز کېږي چې د مهمو پوښتنو د زغم لپاره پرېکنده تاریخي معلومات په څه ډول راوړل شي. د دې بحث په مهمو حدودو کې دا شامل دي: هغه حد تر کومه چې پانګوال نظام يو طبيعي انساني چلند دی، تر هغه حد پورې چې دا له يو لړ ځانګړو تاریخي شرايطو څخه پیدا شوی دی؛ که د هغې پيل په ښارونو او سوداګریو کې شوی، يا په کلیوالو شتمنيو اړيکو کې؛ د طبقو د ټکرونو ونډه، د دولت ونډه، تر هغه حده چې پانګوال نظام يوه ځانګړې اروپايي اختراع ده، له اروپايي امپيرياليزم سره د هغې اړيکې، ايا تيکينالوژيکي بدلون يواځې يو محرک دی يا د پانګوال نظام يواځې د دويمې درجې ضمني تولید او دا چې ايا دا د انساني ټولنو د منظم کولو لپاره تر ټولو ګټوره لاره ده که نه.[۴][۵]

د پانګوال نظام تاریخ لیکنه په دوو پراخه مکتبونو وېشل کېدای شي. يو له اقتصادي پانګوال نظام سره تړلی دی چې د اتلسمې پېړۍ اقتصاد پوه «اډيم سميټ» په دې کې بنسټيزه څېره ده. دويم يې له مارکسيزم سره اړوند دی چې د نولسمې پېړۍ د اقتصاد پوه کارل مارک څخه ځانګړی الهام اخلي.

ليبرالان پانګوال نظام ته د طبيعي انساني چلندونو د ښکارندويې په نظر ګوري چې له زرو کلونو راهيسې ليدل کېږي او د انساني ښېګڼې لپاره تر ټولو ګټوره لاره ده. دوی پانګوال نظام، د سوداګرۍ او تجارت او خلکو ته د خپل سوداګريز طبيعيت په کارولو کې د ازادانه استعمال اختيار ورکولو څخه پيل شوی بولي.

مارکسيستان پانګوال نظام ته د توليد د يو بې ساري طريقې په توګه ګوري، په کوم کې چې «بورژوا» او «پروليتاريا» شامل دي، کوم چې د فيوډاليزم (ملوک الطوايفۍ) د ړنګېدو او صنعتي انقلاب له پيل سره سر راپورته کړ. دا هغه تصور ردوي چې ګوندې پانګوال نظام له زريزې څخه موجود او د بشري طبيعيت يوه برخه ده.

ريښې (پيل) سمول

د پانګوال نظام د پيل په هکله ډېر بحثونه شوي دي (تر يو برېده دې پورې اړه لري چې پانګوال نظام څه ډول تعريف شوی دی). دوديزه محاسبه، کومه چې د اتلسمې پېړۍ له کلاسيکي ليبرال اقتصادي فکر څخه پيليږي اوس هم ډېر ځله بيانيږي، هغه د سوداګريز کېدو نمونه ده. دا په دې باور ده چې پانګوال نظام په سوداګرۍ کې پيل شوی دی. په دې لوست کې، پانګوال نظام له لومړۍ سوداګرۍ څخه سرچينې اخستلو سره راڅرګند شوی، کله چې سوداګرو په چټکتيا سره په تولیدي ټيکنالوژۍ کې په پانګونې پيلولو سره ډېره شتمني (کوم ته چې لومړۍ پانګه ويل کېږي) تر لاسه کړه. دا محاسبه پانګوال نظام ته د سوداګرۍ د تسلسل په سترګه ګوري، هغه وخت منځ ته راځي، کله چې د خلکو طبيعي سوداګري د فيوډاليزم له بنديزونو څخه ازاده شوه، تر يو بریده د ښاري کېدو په مټ. په همدې بنسټ دا پانګوال نظام د سوداګريز پانګوال نظام په لومړيو بڼو کې لټوي، کوم چې د منځنيو پېړيو پر مهال په لويديځه اروپا کې تر عمل لاندې و.[۶][۷]

نور اندونه سمول

د سواګريز کولو د نمونې يو سيال کرنيزه نمونه ده، کوم چې په انګريزي کرنيز نظام کې د بې ساري حالتونو په مټ د پانګوال نظام راڅرګندېدل تشرېح کوي. د دې لپاره وړاندې کېدونکی ثبوت دا دی چې دوديز سوداګريز نظام په دې تمرکز درلود چې سواګريز توکي له هغه بازار څخه چېرته چې ارزانه دي، هغه بازار ته ولېږدوي چېرې چې قېمته دي، نه دا چې په توليد کې پانګونه وکړي، او دا چې ډېرو کلتورونو (د لومړي ماډرن هالندي جمهوريت په ګډون) د پانګوال محصول له څرګندېدو پرته، د سوداګرو ښاري کېدل او د شتمنۍ جمع کول وليدل.[۸][۹]

کرنيز استدلال په ځانګړي ډول د کارل پولاني د «ستر بدلون» (۱۹۳۳ز کال) ماريس ډوب د «د پانګوال نظام د ودې په برخه کې مطالعې» (۱۹۴۶ز کال) او د ۱۹۷۰ز لسيزه کې د رابرټ برينرد څېړنې په مټ چمتو شو. د کوم بحث چې د بينر د بحث په نوم پېژندل کېږي. د نارمن د نيواک په پايله کې، انګريزي دولت په غېر معمولي ډول د مرکزيت لرونکی و. دې اشرافيه طبقې ته په پرتليز ډول محدود واکونه ورکړل چې وکولای شي، نېغ په نېغه له خپلو فيوډالي طبقې څخه په سياسي لارو چارو شتمني تر لاسه کړي (چې لږ تر لږه د تاوتریخوالي ګواښ نه وي). د انګلستان د مرکزيت موخه دا هم وه چې د انګريزي دهقانانو يوه غېر معمولي شمېر دهقانان نه و (د خپلو ځمکو په لرلو سره او په همدې بنسټ نېغ په نېغه رزق ته لاسرسی)، بلکې کرايه داران و (د دوی ځمکې يې په کرايه/اجاره نيولې وې). دې حالاتو د اجارې پر بنسټ بازار جوړکړ. د ځمکو مالکان چې د تمنۍ تر لاسه کولو نورې لارې يې په مخ کې نه وې، داسې کرايه داراناو ته به يې په کرايه ورکولې، چا به چې ډېر څه تاديه کولای شول، په داسې حال کې چې کرايه داران چې د مودې د خونديتابه لارې چارې يې نه درلودلې، هڅول شوي و چې د سيالۍ په بازار کې د اجارې د ګټلو لپاره تر ټولو زیات حاصل ورکونکي محصولات وکري. د دې په پايله کې د اغېزو بارن پيل شو، د کوم له امله چې بريالي کرايه دار دهقانان کرنيز پانګوال وګرځېدل؛ ناکام خلک د مزد په بدل کې مزدوران وګرځېدل او له هغوی څخه غوښتل کېدل چې د ژوند لپاره خپله خوارښي وپلوري او د ځمکو څښتنانو خصوصي کولو او د شریکې ځمکې په اجاره ورکولو ته وده وکرړه، په ځانګړي ډول د سیمو د ټاکلو په مټ.په دې لوست کې، دا سوداګر يا صنعت کاران نه و، چا چې دا چاره پر مخ یووړه، کومې چې د پانګوال نظام لومړی پر مختګ مخ په وړاندې بوت، د ټولنيزو شتمنيو د اړيکو بدلونونو په کليوالو سيمو کې پیاوړې رېښې درلودلې او د انګلستان د سوداګرۍ او صنعت بدلون پايله تر ډېره بريده د پانګوال نظام پر لور د انګلستان د لېږد لامل وګرځېد. [۱۰]

د يووېشتمې پېړۍ څېړنه سمول

يووېشتمې پېړۍ د پانګوال نظام په تاریخ کې تازه شوې ليوالتيا وليده او د «پانګوال نظام تاریخ» خپله په خپل ځان کې يو ډګر وګرځېد، په داسې حال کې چې د تاريخ په څانګو کې يې درسي دورې درلودې. د ۲۰۰۰ز لسيزې په اوږدو کې، هارورډ پوهنتون د متحده ايالتو د پانګوال نظام د مطالعاتو پروګرام بنسټ کېشودل؛ کارنيل پوهنتون د پانګوال نظام د ابتکار تاريخ جوړ کړ او د کولمبيا پوهنتون د مونوګراف يوه لړۍ پيل کړه چې نوم يې «د متحده ايالاتو د پانګوال نظام په تاريخ کې مطالعات». په دې ډګر کې د بيمې، بانکدارۍ او مقررات، سياسي بعد او په منځنيو طبقو اغېز، بې وزله، مېرمنې او لږکیو په څېر موضوعات شامل دي. دا ابتکارات د پانګوال نظام  په تاريخ کې د توکم، جنس او جنسيت په څېر مخکې له نظره غورځول شوې پوښتنې رانغاړي. دوی د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ز کلونو له مالي بحران او د هغې اړوند ستر رکود په پايله کې وده کړې ده.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

يو شمېر نورې تعليمي ادارې، لکه: د پانګوال نظام د مطالعې لپاره د کليمسن انسټيټوټ، دا تصور ردوي چې توکم، جنس يا جنسيت  له پانګوال نظام سره مهمه اړيکه لري او د دې پر ځای د دې ښودلو هڅه کوي چې په ځانګړي ډول د آزاد بازار پانګوال نظام د ټولو خلکو لپاره تر ټولو غوره او ډېرې زياتې اقتصادي موکې برابروي.[۱۵]

سرچينې سمول

  1. Compare: "capitalism". A Dictionary of Human Geography. (2013). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-959986-8. “Capitalism is the world's dominant economic system but was virtually non-existent three hundred years ago.” 
  2. Calhoun, Craig (2002). "capitalism". Dictionary of the Social Sciences. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-512371-5. 
  3. "capitalism". Oxford Dictionary of Sociology (3rd). (2005). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-860986-5. 
  4. Ellen Meiksins Wood (2002), The Origin of Capitalism: A Longer View (London: Verso, 2002).
  5. Richard Biernacki, review of Ellen Meiksins Wood (1999), The Origin of Capitalism (Monthly Review Press, 1999), in Contemporary Sociology, Vol. 29, No. 4 (Jul., 2000), pp. 638–39 کينډۍ:JSTOR.
  6. Ellen Meiksins Wood (2002), The Origin of Capitalism: A Longer View (London: Verso, 2002.), pp. 11–21.
  7. Jairus Banaji (2007), "Islam, the Mediterranean and the rise of capitalism", Journal Historical Materialism 15#1 pp. 47–74, Brill Publishers.
  8. Ellen Meiksins Wood (2002), The Origin of Capitalism: A Longer View (London: Verso, 2002), pp. 11–21.
  9. Chris Harman, 'The Rise of Capitalism Archived 2022-06-02 at the Wayback Machine.', International Socialism Journal, 102 (Spring 2004).
  10. Ellen Meiksins Wood (2002), The Origin of Capitalism: A Longer View (London: Verso, 2002), quoting p. 129.
  11. Jennifer Schuessler, "In History Departments, It's Up with Capitalism", The New York Times, April 6, 2013
  12. See Jennifer Schuessler "In History Departments, It's Up With Capitalism" The New York Times April 6, 2013
  13. Lou Galambos, "Is This a Decisive Moment for the History of Business, Economic History, and the History of Capitalism? Essays in Economic & Business History (2014) v. 32 pp. 1–18 online
  14. "Columbia Studies in the History of U.S. Capitalism – Columbia University Press". columbia.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "About | Clemson Institute for the Study of Capitalism | Wilbur O. and Ann Powers College of Business | Clemson University, South Carolina". www.clemson.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ نومبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)