د ټولوژنې قربانیان

د ټولوژنې قربانیان هغه خلک و چې د توکم، مذهب، سیاسي عقایدو یا جنسی تمایل ته په پام سره د نازي جرمني له خوا موخه وګرځېدل. د خلکو د تجریدولو او ځورونې لپاره د نازیانو بنستيز عمل د ټولوژنې لامل شوچې دا ټولوژنه د ځانګړو ډلو په وړاندې قانوني پېژندل شوي اجتماعي  تعصب ، غیر ارادي بستري کولو ، ایوتناسیا ( د هغو خلکو وژل چې په سخت مرض اخته وي ترڅو له کړاو څخه خلاص شي) او په جبري توګه دهغو خلکو شنډولو له لارې پیل شوه چې له فزیکي یا رواني اړخه د ټولنې لپاره وړ نه وي .  د نازي جرمني د اعمالو ډېری قربانیان یهودان، سینتی رومانان خلک او مریان و خو په دې قربانیانو کې هغه خلک هم شامل و چې د نازې جهانبینۍ له نظره ټولنیز بهرنیان پېژندل شوي و لکه همجنس خوښوونکې او سیاسی غلیمان. د نازیانو له خوا ځورونه د دویمې نړیوالې جګړې په مهال شدیده شوه چې په هغې کې غیر قانوني حبسول، د ملکیت ضبطول، اجباري کارکول، جنسي مریتوب، د ډېر کار له امله مرګ، په انسان آزموینه ، لږه غذا ورکول او په مختلفو میتودونو اعدامول شامل و. د یهودانو په څېر ځانګړو ډلو په وړاندې د نسل وژنې تر سره کول د نازي لومړنۍ موخه وه.   

په امریکا کې د ټولوژنې د یادګاري موزیم د وینا  په اساس، ټولوژنه ((  د نازي رژیم او د هغه همکارانو له خوا د شپږمیلونو یهودو نارینه وو، ښځو او ماشومانو سیستماتیکه، بیروکراتیکه او د دولت له خوا ملاتړ شوې وژنه وه)). پر سېره پردې یوولس میلونه هغه خلک هم د ټولوژنې په عصر کې ووژل شول چې د نورو ډلو غړي و. [۱]

په داسې حال سمول

په داسې حال کې چې ټولوژنه د جرمني له خوا په اشغال شوې اروپا کې د یهودانو عام قتل ته ويل کېده، خو نازیانو هغه غیر یهودي  خلک هم ووژل چې مادون انسانان یا د  جرمنیانو د خوښې وړ نه و. ځينې قربانیان په څو کتیګوریو پورې چې د نابودۍ لپاره موخه ګرځېدلی و تړاو در لود، د مثال په توګه یو یهودي ته ورته چې د یوه کمونست ګوند غړی و یا په یهودي کهول پورې اړوند څوک چې د جیهوا شاهد به ( یو مذهبي سازمان و چې په دې عقیده و چې ژر تر زره له منځه تلونکی دی او په دې ډول به یې خلک هڅول چې ورسره یوځای شي) په توګه پېژندل شوی و.

د نازیسم د حملو غیر یهودي قربانیان روسان، بلا روسان، پولندیان ، کرانیان او سربیان، روملني جېپسي، همجنس خوښوونکي ناریه، په فزیکی یا رواني معلولین، دماغي ناروغان، د شوروي د جګړې بندیان، رومن کاتولیکان، پروتستانتان، جې هوا شاهدان، هسپانوي جمهریت غوښتونکي، د اروپا ټور پوټکي ( په ځانکړي ډول افریقايي جرمینان) چې هتلر هغه رینایلد باستارد بلل، فراموسونان ( هغه چاته ویل کېږي چې په یوې پټې تولنې پورې تړاو لري او د نورو د بریالیتوب لپاره هڅه کوي)، نور هغه لږکي چې آریایان یا د اربابانو توکم نه نه بلل کېدل، چپ اړخي، کمونستان، تجارتي اتحادیې، پانګولان، سوشل دیموکراتان، سوسیالیستان، انارشیستان او هغه نور ناراضیان چې د نازي رژیم مخالف و.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ځوروني ټولوقربانیانو ته په پام، نازیانو د جګړې په مهال شپږ میلیونه یهودان او ۱۱ میلیونه نور خلک ووژل. دونالد نیویک وړاندیز کوي چې د شوروي ملکې مړیو په ګډون د ټولو قربانیانو شمېر ۱۷ میلیونه و. [۹]

د ډېرو متفاوتوچلندونو سره سره، (یو شمېر ډلې  په فعال ډول د نسل وژنې موخه وګرځېدې او ځېنې يې د نسل وژنې موخه ونه ګرځېدې)، ځينې یې په تجمعي کمپونو کې لکه د داچاو کمپ کې مړه شول او ځېنې نور د نازیانو د نوروډولونو قساوت له امله مړه شول. د هغو پراخو مستنداتو له مخې( لیکلي او انځوریز) چې له نازیانو، عینی شاهدانو، د ژوندو پاتې شوو له شهادتونو، مرتکبینو، ننداره کوونکو او د اشغال شوو هېوادونو له ریکاردونو پاتې دي، ډېری خلک د مرګ په کمپونو کې لکه د اوسچویتس بیرکېناو کمپ کې تلف شول.

توکمیز معیارونه سمول

یهودان سمول

له جرمني او د جرمني په واسطه اشغال شوو خاورو څخه  د دویمې نړیوالې جګړې په مهال د یهودانو بې ځایه کولو لپاره نظامي کمپاین چې ډېری وخت له قساوت او بې رحمۍ سره مل و د ټولوژنې په نامه یادېږي. دا ټولوژنه  په  اصل کې د جرمنیانو یا د هغوی د همکارانو چې جرمنیان اوغیر جرمنیان و . د جګړې په پيل کې، په میلیونونو یهودان د ګیتو په ښار کې راټول کړل شول . په کال ۱۹۴۱ کې، یهودان عام قتل شول او د دسمبر په میاشت کې هتلر پرېکړه وکړه چې هغه ټول یهودان به ووژني چې په اروپا کې اوسېدل. په اروپا کې د یهودانو نفوس ۹،۷۴۰،۰۰۰څخه ۳،۶۴۲،۰۰۰ تنو ته راټیټ شو او په نړۍ کې د یهودانو وګړي له  ۱۶.۶ میلیونو تنو څخه په کال ۱۹۳۹ کې ۱۱ میلیونو ته کم شول. د یهودانو نابودول د نازیانو یو لومړیتوب و پرته له دې چې عواقبو ته یې پام وشي.  [۱۰][۱۱][۱۲]

د کال ۱۹۴۲ د جنورۍ په میاشت کې د وانسي د کنفرانس په مهال، څو نازي رهبرانو د یهودانو مسئلې ته د یو حل لارې موندلو د جزیاتو په هکله  بحث وکړ او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د کنفرانس رئیس رینهارد هیدریچ ته ټینګار وکړ چې موضوع د نهایي حل لپاره جرمني دولت ته وړاندې کړي. له ګیتو نور اشغال شوو سیمو څخه یهودي وګړې په سیستماتیکه ډول د وژنې اوو  ټاکل شوو کمپونو ته وشړل شول دا کمپونه دا و:  

  • د آوسچویتز کمپ
  • د بېلزېک کمپ
  • د مایدنېک کمپ
  • د کمالی تروستطنتس کمپ
  • د سوبیبور کمپ
  • ترېبیلانکا کمپ

په کال ۱۹۷۸ کې، سېبېستین هافنر ولیکل چې د ۱۹۴۱ د د سمبر په میاشت کې، هتلر د دې منل پیل کړل چې هغه د خپلې لومړۍ موخې په لاس ته راوړلو کې چې هغه د امریکا په وړاندې د جګړې له اعلان وروسته  په اروپا کې د  تسلط پېدا کولو کې  پاتې راغلی، او دهغه راوتل د هغه د دویمې موخې  په واسطه چې هغه د یهودانو له منځه وړل و جبران شو. دا چې د نازیانو د جګړې ماشین د جګړې په وروستیو کې کاواکه شو، د نظامی فعالیت لپاره منابع لکه تیل، ترانسپورت، مهمات، عسکر او صنعتي منابع لاهم له محاذونو څخه د مرګ کمپونو ته استول کېدل. [۱۳]

په پولند کې  چې اروپا کې له جګړې دمخه  د ډېرو یهودي کورنیو کور و  ۳.۳ میلیونه یهودان چې د یهودي وګړو ۹۰ سلنه جوړوله ووژل شول. که څه هم د ټولوژنې په اړوند راپورونه غربي مشرانو ته ورسېدل ، په امریکا او نورو ځایو کې په پولند کې د ټولوژنې په اړوند عامه پوهاوی لږ و، لومړنۍ مرجع په دې اړوند نیویارک ټایمز ورځپاڼه و او په کال ۱۹۴۲ کې یې دا راپورونه ناتایید شوي بلل پرته له دې چې د لومړي مخ د خبرونو په برخه کې به راغلي و.  [۱۴]

یونان، یوګوسلاویا، هنګري، لیتوانیا، بومیا، هالند، سلواک او لیتویا خپل ۷۰ سلنه یهودي وګړي له لاسه ورکړل، په بلژیک، رومانیا، لوکزامبورک،  ناروی او اېستونیا کې وژل شوي یهودان ۵۰ سلنه و. د شوروي یو په دریمه برخه یهودان ووژل شول، فرانسې خپل ۲۵ سلنه یهودان له لاسه ورکړل، ایټالیا خپل ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنې خپل یهودی وګړي له لاسه ورکړل، دنمارک وکولای شو چې خپل یهودان بې طرفه هېواد سویدن ته ولېږدوي، د نمارک د مقاومت خوزښت له ۷۸۰۰ یهودي وګړو څخه ۷۲۲۰ یهودان د سیند له لارې سوېدن ته   شخصي قایقونو او وړو بېړیو په واسطه ولېږدول. د نجات دې عملیې د د نمارک ډېر یهودې وګړي له نازیانو له خوا له نیول کېدو څخه وژغورل. له اروپا څخه بهر یهودان په ايتالوي لیبیا، الجریا، تونس، مراکش، عراق، جاپان او چین کې هم  له ټولوژنې څخه اغیزمن شول.  [۱۵][۱۶]

که څه هم یهودان یو توکمیز مذهبي ډله ده، خو هغوی د نازیانو له خوا صرفا په نژادي بنا معرفي شوي و.د نازي ګوند د یهودانو مذهب غیر عملي باله، او له بيولوژيکې اړخه تر ادعا لاندې  تعین شوی میراث د یهود ضد  قالبونو سره یې سم یهودان ځورول. او یهودیان یې د یهودي ضد قالبونو او د هغه میراث په اساس  چې ادعا کېده له بیولوژيکې اړخه ټاکل شوي دي ځورول. برسېره پردې چې نازیانو یهودان د یوه ستر غلیم په توګه تعریفول، د نازیانود خپلې توکمیزې پالیسي له مخې یې نور لږکیان هم ځورول.[۱۷]

د یاد یاشم موزیم ( په اسرائیلو کې یو موزیم دی) له نورو شریکانو سره په دومداره همکاری سره د هغو ۴.۸ میلیونو څخه تر ۶ میلیونو یهودانو بیوګرافیکي جزئیات ثبت کړي دی چې د نازانو او د هغوی د همکارانو له خوا د ټولوژنې په ترڅ کې وژل شوي دی، او د ّځینو قربانیانو د معلوماتو په هکله لا پرېکړه نه ده شوې. د څه د پاسه یو میلیون قربانیانو نومونه لا نامعلومه پاتې دي او لاتر اوسه راټولېږي.     [۱۸]

سرچينې سمول

  1. "Documenting Numbers of Victims of the Holocaust and Nazi Persecution". United States Holocaust Memorial Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ėrlikhman (Эрлихман), Vadim (Вадим) (2004). Poteri narodonaselenii︠a︡ v XX veke : spravochnik. Moskva: Russkai︠a︡ panorama. OCLC 54860366. د کتاب نړيواله کره شمېره 5-93165-107-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Gender Nonconforming Lives in Interwar Germany". Retrospect Journal (په انګلیسي ژبه کي). 2021-02-21. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Berenbaum 2005, pp. 125
  5. Berenbaum, Michael "A mosaic of victims of Nazism". Encyclopædia Britannica.  
  6. "Mosaic of Victims: An Overview". encyclopedia.ushmm.org (په انګلیسي ژبه کي). United States Holocaust Memorial Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pencak Schwartz, Terese. "Non-Jewish Victims of the Holocaust". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Non-Jewish Victims of Persecution in Germany". yadvashem.org (په انګلیسي ژبه کي). Yad Vashem. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. A figure of 26.3 million is given in Service d'Information des Crimes de Guerre: Crimes contre la Personne Humain, Camps de Concentration. Paris, 1946, pp. 197–198. Other references: Christopher Hodapp, Freemasons for Dummies, 2005; Raul Hilberg, The Destruction of the European Jews, 2003; Martin Gilbert, Atlas of the Holocaust, 1993; Israel Gutman, Encyclopedia of the Holocaust, 1995.
  10. American Jewish Committee, Harry Schneiderman and Julius B. Maller, eds. Archived 2010-12-12 at the Wayback Machine., American Jewish Year Book, Vol. 48 (1946–1947) Archived 2010-12-12 at the Wayback Machine., Press of Jewish Publication Society of America, Philadelphia, 1946, page 599
  11. "Jewish Population of Europe in 1945". encyclopedia.ushmm.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Levy, Daniel; Sznaider, Natan (2004). "The institutionalization of cosmopolitan morality: The Holocaust and human rights". Journal of Human Rights. 3 (2): 143–157. doi:10.1080/1475483042000210685. S2CID 2822552. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sebastian Haffner, The Meaning of Hitler کينډۍ:ISBN, translated from Anmerkungen zu Hitler, Publishing house. Fischer Taschenbuch, Frankfurt am Main. کينډۍ:ISBN.
  14. "The "Final Solution": Estimated Number of Jews Killed". Jewish Virtual Library. United States Holocaust Memorial Museum; Yad Vashem. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  15. "Jewish losses during the Holocaust: By country". www.ushmm.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Leo Goldberger: The Rescue of the Danish Jews: Moral Courage Under Stress, NYU Press, 1987, preface pages XX-XXI Linked 2014-04-29
  17. "Victims of the Nazi Era: Nazi Racial Ideology". United States Holocaust Memorial Museum. 18 August 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Central Database of Shoah Victims' Names" Yad Vashem website