د ټولنیزو شبکو خدمتونه
د ټولنیزو شبکو خدمتونه (چې کله ناکله د تولنیزې شبکې سایټ هم بلل کېږي) یو پرلیکه پلټفارم دی چې خلک یې له نورو هغو اشخاصو سره د ټولنیزو شبکو یا ټولنیزو اړیکو د جوړولو کاروي چې ورته شخصي یا شغلي محتوا، خوښې، فعالیتونه، مخینې یا رښتینې اړیکې سره لري.[۱][۲]
د ټولنیزو شبکو خدمتونه د قالبونو او د ځانګړنو د شمېر له مخې بېلابېل دي. کېدای شي دغه خدمتونه په ډېسکټاپ او لپټاپ کمپيوټرونو او د ټابلېټونو او ځیرکو تېلیفونونو په څېر په ګرځنده موبایلونو کې ګڼ معلومات او نوي ارتباطي وسایل وکاروي. ښايي په دې کې ډيجیټل عکسونه، ویډيوګانې او ورځني یادښتونه شامل وي. پرلیکه ټولنیز خدمتونه کله ناکله د جوړوونکو او کاروونکو لهخوا د ټولنیزو شبکو خدمتونه بلل کېږي، که څه هم په پراخ مفهوم کې د ټولنیزو شبکو په خدمتونو کې معمولاً شخص محوره خدمتونه شاملېږي، په داسې حال کې چې پرلیکه ټولنیز خدمتونه پر ډلو راڅرخي یا ګروپ محوره دي. په ټولیز ډول د ټولنیزو شبکو سایټونه "د داسې وېبسایټونو په توګه چې په انلاین ډول د بېلابېلو محتواوو د تبادلې په موخه د مخاطبینو د یوې شبکې له جوړېدو سره مرسته کوي"، تر حضوري تعامل ور هاخوا د راکړې ورکړې فضا برابروي. دغه تعاملات د کمپيوټر په مرسته د بېلابېلو شبکو غړي له یو بل سره یوځای کوي او ښايي د نویو ټولنیزو او مسلکي اړیکو له رامنځته کېدو، ساتنې او پراختیا سره مرسته وکړي.[۲][۳]
د ټولنیزو شبکو سایټونه له کاروونکو سره مرسته کوي چې خپل نظرونه، ډيجیټل عکسونه، ویډیوګانې او پوسټونه شریک کړي او نور خلک د خپل رښتيني ژوند یا انلاین فعالیتونو او پېښو په اړه خبر کړي. که څه هم حضوري ټولنیزې شبکې – لکه هغه غونډې چې په کلیوالو بازارونو کې کېږي او د پېښو په اړه خبرې کوي – د لومړنیو ښارونو له جوړېدو راهیسې موجودې دي، خو وېب له خلکو سره مرسته کوي تر څو له نورو هغو کسانو سره ونښلېږي چې د نړۍ په نورو بېلابېلو ځایونو کې اوسېږي (په دې شرط چې د دغه کار لپاره انټرنېټ ته لاسرسی ولري). د ټولنیزو شبکو فلټفارم ته په کتو سره خلک کولای شي د شبکې له نورو غړو سره هم اړیکې ټینګې کړي. که پر اوسنۍ ټولنه یې تسلط ته وګورو نو د ټولنیزو شبکو د خدمتونو بریالیتوب لیدای شو. د ۲۰۱۷ کال د شمېرو له مخې فېسبوک ۲.۱۳ میلیارده داسې کاروونکي لري چې په میاشتني ډول فعال وي او په متوسط ډول ۱.۴ میلیارده داسې کاروونکي لري چې هره ورځ فعال وي. لېنکډېن چې مسلکي یا شغلياړخیزه اجتماعي شبکه ده، اړینه بولي چې یو غړی یې تر انلاین اړیکې مخکې باید بل غړی په رښتیني ژوند کې وپېژني. ځینې خدمتونه داسې غړي غواړي چې له نورو غړو سره تر نښلون مخکې باید اړیکه ورسره ولري. د کوویډ-۱۹ په خپرېدو سره زوم (Zoom) چې د ویډیو کنفرانس پلټفارم دی، په ټوله نړۍ کې د اشخاصو د اړیکو لپاره پر یوه بېساري ځای بدل شوی دی او د ښوونځي، پوهنتون، کارځای او دولتي جلسو په څېر زیات انلاین چاپېریالونه یې برابر کړي دي.[۴][۵][۶]
ټولنیز اغېز
سمولد فېسبوک او نورو ټولنیزو شبکو په اړه پرلهپسې علمي څېړنې کېږي. څېړونکو په ډېرو برخو کې د ټولنیزو شبکو د اغېزو پر څېړلو پیل کړی دی او په دې اړه پلټنې کوي چې دغه سایټونه په هویت، سیاست، خصوصي حریم، ټولنیزه پانګه، د ځوانانو فرهنګ، زدهکړو او دې ته ورته موضوعاتو کې څه ډول رول لرلای شي. څېړنو ښودلې ده چې اشخاص د اړیکې د ساتلو لپاره په فېسبوک کې افلاین ملګري اضافه کوي او دغه چاره د کار او کورني ژوند تر منځ کرښې له منځه وړي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کاروونکي ټولنیزې شبکې د بدیلې خبري سرچینې په توګه کاروي. له دې سره سره چې د ټولنیزو شبکو د سایټونو کارولو له امله خبرونو ته زموږ د لاسرسي بڼه په پام وړ ډول بدله شوې ده، کارنان غواړي د هغې محتوا د ډاډمنتیا په اړه بېلابېل نظرونه ولري چې دوی د دغو سایټونو له لارې لاسرسی ورته پیدا کوي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
په ۲۰۱۵ کال کې یوې څېړنې وښوده چې ۸۵ سلنه هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۳۴ کلونو پورې وي، د خپل پېر په اړه د تصمیم نیولو لپاره د ټولنیزو شبکو سایټونه کاروي. په داسې حال کې چې څه باندې ۶۵ سلنه هغه کسان چې عمرونه یې تر ۵۵ لوړ وي، پر شفاهي تبلیغاتو تکیه کوي. ګڼ وېبسایټونه د خیریه کارونو لپاره د ټولنیزو شبکو د ماډل له ځواکه استفاده کوي. دغه ډول ماډلونه مرسته کوي چې تیت پرک صنعتونه او بې سرچینو کوچني سازمانونه سره یوځای شي تر څو ګڼ داسې مخاطبان ومومي چې لېوال کاروونکي په کې وي. ټولنیزې شبکې د اشخاصو تر منځ د ډيجیټلي اړیکو لپاره متفاوته لاره برابروي. دغه ټولنې د معلوماتو او نظرونو د شریکولو شونتیا برابروي. په ۲۰۱۱ کال کې څېړنو وښوده چې په بریتانیا کې ۵۰ سلنه کار ګومارونکو په کاري ساعتونو کې د ټولنیزو شبکو له سایټونو یا د ټولنیزو شبکو له خدمتونو څخه استفاده منع کړې ده.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
په دې اړه د څېړنو پایلې بېلابېلې دي چې ایا په ټولنیزو شبکو کې د یوه شخص ښکېلتیا د هغه د یوازېتوب یا تنهایۍ پر احساس اغېز لرلای شي که نه. څېړنو ښودلې ده چې له ټولنیزو شبکو څخه د استفادې لپاره د شخص د انتخاب ډول کولای شي د هغه د یوازېتوب احساس په منفي یا مثبت ډول بدل کړي. ځینې هغه شرکتونه چې ګرځنده کارکوونکي لري، خپل کارکوونکي د ټولنیزو شبکو کارولو ته هڅوي تر څو ځانونه یوازې احساس نه کړي. ښوونکي له ټولنیزو شبکو څخه د دې لپاره استفاده کوي چې له خپلو زدهکوونکو سره تړلي پاتې شي، خو نور اشخاص یې د دې لپاره کاروي چې خپلې نږدې اړیکې وپالي. د ټولنیزې شبکې هر کاروونکی یوه ټولنه جوړولای شي او دا ټولنه پر هغه شخصي هویت متمرکزه وي چې دی غواړي په انلاین ډول یې رامنځته کړي. راب کاور په خپل کتاب کې استدلال کوي چې د ټولنیزو شبکو بنسټونه انلاین نمایشونه پر داسې شبکه بدلوي چې هم د لیدو وړ وي او هم له نورو اشخاصو سره ارتباطي بڼه لري، دغه چاره ځوانانو ته د هویت پروسې پېچلې کوي او د اضطراب نوې بڼې رامنځته کوي. په ۲۰۱۶ کال کې خبري راپورونو وښوده چې د ټولنیزو شبکو له سایټونو څخه تر حد ډېره استفاده ښايي د افسردهګۍ کچه لوړه کړي، یعنې کوم کسان چې د ټولنیزو شبکو سایټونه نه کاروي، د هغوی په پرتله ښايي په دوی کې د افسردهګۍ کچه درې برابره لوړه شي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کارپوهانو ویلي دي چې هغه کسان چې د ټولنیزو شبکو له سایټونو څخه زیاته استفاده کوي، د هغو کسانو په نسبت یې د افسردهګۍ کچه لوړه ده چې له دغو سایټونو څخه ډېره استفاده نه کوي. لږ تر لږه یوې څېړنې څرګنده کړه چې د فېسبوک د کارولو منفي اغېزې د مخامخ تعاملاتو له مثبتو اغېزو سره برابرې دي یا ترې زیاتې دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
نوي راټوکېدلي بهیرونه
سمولعلم
سمولد استفادې یو بل مورد چې ډېر بحث پرې کېږي، په علمي ټولنو کې د ټولنیزو شبکو استفاده ده. «جولیا پورټر لیبسکینډ» او همکارانو یې په دې اړه څېړنه کړې ده چې د بایوټکنالوژۍ نوي شرکتونه د خپلو علمي موندنو د شریکولو لپاره د ټولنیزو شبکو له سایټونو څخه په څه ډول استفاده کوي. دوی په خپله څېړنه کې ویلي دي چې دغه شرکتونه له یو بل سره د پوهې او معلوماتو په شریکولو سره کولای شي خپلې زدهکړې او انعطاف په داسې ډول ډېر کړي چې په بل خپلواک سازمان کې شوني نه دي. ټولنیزې شبکې له علمي ډلو سره مرسته کوي چې خپل پوهنیز بنسټونه پراخ کړي او خپل نظرونه شریک کړي او د اړیکو له دغو نویو وسایلو پرته ښايي د دوی تیورۍ له پامه ولوېږي. څېړونکي له ټولنیزو شبکو څخه تر ډېره د مسلکي اړیکو د ساتنې او پراختیا لپاره کار اخلي. دوی غواړي ټولنیزې او مسلکي اړیکې پیاوړې کړي، له ملګرو او همکارانو سره تړلي پاتې شي او هغه شیان ووینی چې د دوی مخاطبین یې ترسره کوي. دغه چاره ښايي د دوی په هغې اړتیا پورې اړه ولري چې په ورته برخو کې د همکاریو د رامنځته کولو او پوهې د شریکولو لپاره یې د خپلو ملګرو او همکارانو پر فعالیتونو خبرېدو ته لري. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
سرچينې
سمول- ↑ Obar, Jonathan A.; Wildman, Steve (October 2015). "Social media definition and the governance challenge: An introduction to the special issue". Telecommunications Policy. 39 (9): 745–750. doi:10.1016/j.telpol.2015.07.014. SSRN 2647377.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ boyd, danah M.; Ellison, Nicole B. (October 2007). "Social Network Sites: Definition, History, and Scholarship". Journal of Computer-Mediated Communication. 13 (1): 210–230. doi:10.1111/j.1083-6101.2007.00393.x. S2CID 52810295.
- ↑ Mlaïki, Alya; Walsh, Isabelle; Kalika, Michel (17 February 2017). "Why Do We Continue Using Social Networking Sites? The Giving Loop that feeds Computer-Mediated Social Ties". Systèmes d'Information et Management. 22 (2): 5–47. doi:10.3917/sim.172.0005.
- ↑ Joseph, R. (1993), "Touch Me—Feel Me—Feed Me— Kiss Me!", The Naked Neuron, Springer US, pp. 71–98, doi:10.1007/978-1-4899-6008-5_4, ISBN 978-0-306-44510-1
- ↑ "Company Info". Facebook Newsroom. Archived from the original on November 15, 2015. نه اخيستل شوی April 12, 2018.
- ↑ Thelwall, Mike (2009). "Chapter 2 Social Network Sites". Social Networking and the Web. Advances in Computers. Vol. 76. pp. 19–73. doi:10.1016/S0065-2458(09)01002-X. ISBN 9780123748119.
- ↑ Gross, R and Acquisti, A (2005). Information Revelation and Privacy in Online Social Networks (The Facebook case) Archived July 22, 2011, at the Wayback Machine.. Pre-proceedings version. ACM Workshop on Privacy in the Electronic Society (WPES)
- ↑ کينډۍ:Cite ssrn
- ↑ Woodman, Dan; Wyn, Johanna (2015). Youth and Generation. SAGE. p. 132. ISBN 978-1-4462-5904-7.
- ↑ "Usage of social media as a news source worldwide 2020". Statista (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-09-02.
- ↑ Martin, Nicole. "How Social Media Has Changed How We Consume News". Forbes (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-09-02.
- ↑ "People say they regularly see false and misleading content on social media – but also new ideas". Pew Research Center: Internet, Science & Tech (په انګليسي). 2019-05-13. نه اخيستل شوی 2020-09-02.
- ↑ Mody, Milind (October 14, 2015). "Facebook Preferred by Youngsters. Older lot still prefer "Word of Mouth" as the Most Trusted Source of Medium". Archived from the original on April 26, 2016. نه اخيستل شوی April 13, 2016.
- ↑ Silverman, Rachel Emma (21 August 2007). "A New Generation Reinvents Philanthropy". Wall Street Journal. Archived from the original on August 9, 2017. نه اخيستل شوی August 9, 2017.
- ↑ "Half of employees banned from Facebook at work". The Daily Telegraph. 11 May 2011. Archived from the original on December 26, 2017. نه اخيستل شوی April 4, 2018.
- ↑ "50% of British employers have banned Facebook from the office. What do you think?". OfficeFreedom. 11 May 2011. Archived from the original on May 15, 2011. نه اخيستل شوی May 11, 2011.
- ↑ Matook, Sabine; Cummings, Jeff; Bala, Hillol (15 April 2015). "Are You Feeling Lonely? The Impact of Relationship Characteristics and Online Social Network Features on Loneliness" (PDF). Journal of Management Information Systems. 31 (4): 278–310. doi:10.1080/07421222.2014.1001282. S2CID 24442525.
- ↑ Lister, p. 215کينډۍ:Full citation needed
- ↑ Cover, Rob (2016). Digital Identities: Creating and Communicating the Online Self. Elsevier. ISBN 9780124200838کينډۍ:Page needed
- ↑ Shakya, Holly B.; Christakis, Nicholas A. (16 January 2017). "Association of Facebook Use With Compromised Well-Being: A Longitudinal Study". American Journal of Epidemiology. 185 (3): 203–211. doi:10.1093/aje/kww189. PMID 28093386. S2CID 9926583.
- ↑ 송, 영오 (March 23, 2016). "SNS 자주 방문하면 우울증 걸릴 확률 2.7배". Archived from the original on March 23, 2019.
- ↑ Search for "e-commerce, social networking" Archived November 27, 2011, at the Wayback Machine.. Google Trends. Retrieved October 26, 2009.
- ↑ Mackey, Jesica; McClure, Theresa; Heilman, Laura; Darbouze, Michael (4 January 2017). "Perspectives from the Field: 21st Century Public Involvement". Environmental Practice. 18 (2): 123–124. doi:10.1017/S1466046616000120. S2CID 131901826.
- ↑ Wasserman, Todd (April 6, 2012). "Pinterest is Now the No. 3 Social Network in the U.S. [STUDY]". Mashable. Archived from the original on August 9, 2012. نه اخيستل شوی September 7, 2012.
- ↑ Smith, Cooper (September 18, 2013). "Facebook Users Are Uploading 350 Million New Photos Each Day". Business Insider. نه اخيستل شوی December 28, 2020.