د ټایپېنګ بلوا/بغاوت

xد ټاپېنګ بلوا چې د ټاپېنګ د کورنۍ جګړې یا د ټایپېنګ د انقلاب په نوم هم پېژندل کېږي، یوه بلوا او پراخه کورنۍ جګړه وه چې په چين کې د مانچو په مشرۍ د کېنګ کرړې او د هان په مشرۍ د چين د اسماني پاچاهۍ تر منځ د هاکا په مشرتوب پېښه شوه. دې بلوا له ۱۸۵۰ څخه تر ۱۸۶۴ کال پورې دوام وکړ. که څه هم د تيانجېنګ (اوسني نانجېنګ) تر نسکورېدو وروسته د بلواګرو وروستی پوځ د ۱۸۷۱ کال تر اګست پورې له‌منځه نه‌ولاړ. د کېنګ دولت په نړۍ کې تر ټولو خونړۍ جکړه کې تر جګړې وروسته د ۲۰ میلیون څخه زیاتو کسانو له وژلو سره په غوڅ ډول بریالی شو، مالي او سیاسي جوړښت یې له دې سره لوړه بیه لرله. 

د دې پاڅون قومانده د هونګ سیوکوان پر غاړه وه، چې د هاکا له قومي ډلې (د هان یوه فرعي ډله) سره یې تړاو درلود او ځان يې د عیسی(ع) ورور باله. موخو يې مذهبي ملي‌پاله او سیاسي طبیعت درلود؛ هونګ د کېنګ کرړې د نسکورولو او له عیسویت څخه د سنتز ټایپېنګ نسخې ته د هان خلکو د بدلولو په لټه کې و. ټايپېنګ‌يان د واکمنې طبقې د ځای‌ناستۍ پر ځای د چين د اخلاقي او ټولنیز نظم د له‌منځه وړلو په لټه کې وو. تايپېنګ‌يانو اسماني پاچاهي د یو مخالف دولت په توګه په تيانجېنګ کې رامنځته کړه او د چين د سویلي برخې د پام‌وړ خاورې کنترول يې ترلاسه کړ چې په پای کې نږدې په يوه ۳۰ میلیونه کسیزه اډه بدله شوه. [۱]

ټایپېنګي پوځيانو تر يوې لسیزې ډېر مهال د ټولې یانګ‌تېسه درې په منځنۍ او ښکتنۍ برخه کې جګړه وکړه او یادې سیمې يې ولکه کړې، چې په پای کې په بشپړه کورنۍ جکړه واوښته. دا د مېنګ کېنګ څخه د واک د لېږد راهیسې د چين تر ټولو ستره جګړه وه چې د چين ډېری سویلي او مرکزي سیمې په‌کې ښکېلې وې. دا جګړه د بشر په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ جګړه، د نولسمې پېړۍ تر ټولو لویه نښته او تر ټولو خونړۍ کورنۍ جګړه بلل کېږي. د تلفاتو له پلوه دا کورنۍ جګړه له لومړنۍ نړيوالې جګړې سره د پرتلې وړ ده. له فتحه شویو سیمو څخه ۳۰ میلیونه کسان بهرنیو ښارګوټو يا د چين ګڼو نورو برخو ته وتښتېدل. دا جګړه د دواړو لورو له‌خوا له شدید تاوتریخوالي سره مشخصېده. د ټايپېنګ پوځيانو د ایسین-ګیورو د واکمنې سلطنتي کورنۍ پر قومي لږکيو په مانچوس کې ټول‌وژنه ترسره کړه. په همدې حال کې د کېنګ دولت هم په ټول‌وژنه لاس پورې کړ چې تر ټولو مهمه يې د ټايپېنګ پر پلازمېنه نانجېنګ کې د ملکې کسان ټول‌وژنه وه.  [۲][۳]

ټایپېنګ‌يان چې د کورنۍ جګړې له امله په شديد ډول کمزوري شوی وو، د یوې کودتا او د پېکن/بیجنګ د محاصرې په هڅه کې د غیر متمرکز ولایتي پوځ لکه شیانګ پوځ چې د زېنګ ګوفان له‌خوا سازمان شوی و او قومانده یې هم د هغه پر غاړه وه له ماتې سره مخ شول. د یانګ‌تېسه سیند ښکتني لور ته تر حرکت او د انکېنګ ستراتیژيک ښار تر نيولو وروسته د زېنګ پوځیانو د ۱۸۶۲ کال په مې مياشت کې نانجېنګ محاصره کړ. تر دوه نورو کالو وروسته د ۱۸۶۴ کال د جون په لومړۍ هونګ شیوکوان ومړ او نانجېنګ یوه میاشت وروسته په سختۍ سره سقوط وکړ. کورنۍ جګړې له ګڼو نورو بهرنیو او کورنیو جګړو سره دا کرړه کمزورې کړه، خو د سمونونو د لومړنۍ دورې او خپلې پیاوړتيا لپاره يې یوه انګېزه چمتو کړه. دې چارې نژادي پوهاوی بدتر کړ او د ولایتي واک زیات‌والي ته يې چټکتيا ور په برخه کړه. تاريخ‌پوهان داسې بحث کوي چې ايا دا بدلونونه په ۱۹۱۲ کال کې د چين جمهوریت تر رامنځته کېدلو وروسته د مرکزي واک د لاسه ورکولو په اړه د جنګ سالار دور وړاندوينه وه که نه؟

نومونه سمول

هغه اصطلاحات چې ليکوالان يې د نښتو او د هغو د ګډونوالو لپاره کاروي تر ډېره د هغوی د بېلابېلو نظریو څرګندونه کوي. د ۱۹مې پېړۍ په بهیر کې کېنګ دا نښته د يوې کورنۍ جګړې يا غورځنګ په توګه یاده نه کړه، ځکه د دې کار تر سره کولو ټايپېنګ ته اعتبار ورکاوه. هغوی د دې پر ځای دا بې نظمه کورنۍ جګړه د بې‌نظمۍ (亂)، بلوا (逆) یا پوځي غوره‌والي (軍興) په نوم یاده کړه. هغوی تر ډېره دا د هونګ يانګ د بغاوت (洪楊之亂) په نوم یادوله چې دوه مخکښو مشرانو ته اشاره کوي. همدارنګه د سور پسه/ميږې د بلوا (紅羊之亂) په نوم هم یاديده ځکه هونګ-یانګ په چينايي ژبه لکه سور پسه داسې انګېرل کېږي.  [۴]

په مدرن چين کې دا جګړه تر ډېره د ټايپېنګ د اسماني پاچاهۍ د غورځنګ په نوم یاديږي، ځکه ټاپېنګ پر هغه اوصولو روان و چې ملت‌پال و او هم يې د کمونیست او ټایپېنګ د خلکو د هغه اېډيالوژۍ استازولي کوله چې د هان ملت‌پالنې يا د پروتو کمونیستي ارزښتونو پر بنسټ ولاړه وه. څېړونکی ژیان يوون له هغو کسانو څخه دی چې له دې بلوا څخه د «د ټايپېنګ د انقلابي غورځنګ» په توګه یادونه کوي، ځکه چې دا بلوا د یوې کورنۍ پر ځای د بلې کورنۍ د ځای ناستۍ لپاره د هڅې پر ځای په بشپړ ډول په سیاسي او ټولنیز نظام کې د بدلون لپاره کار کاوه.  

ډېری لویديځ تاريخ‌پوهان دا نښته په ټولیز ډول د «ټايپېنګ د بلوا» په نوم یادوي. په هر حال په‌دې وروستیو کې د ټوبي مایرفونګ او اسټفان پلاټ په څېر څېړونکو استدلال کړی چې د «ټايپېنګ د بلوا» اصطلاح مغرضه ده، ځکه دې ته اشاره کوي چې د کېنګ دولت یو قانوني دولت و چې ټايپېنګ د ناقانونه یاغیانو پر وړاندې يې جګړه کوله. د دې پر ځای هغوی داسې استدلال کوي چې دا نښته باید «کورنۍ جګړه» ونومول شي. نور تاريخ‌پوهان لکه یورګن اوسټرهامل دا نښته د یاغیانو د راديکال/سخت دريځو بدلوني موخو او هغه ټولنیز انقلاب له امله چې دوی پيل کړی و د «ټايپېنګ د انقلاب» په نوم یادوي.  

جګړې ته د ټایپېنګ‌ د اشارې د څرنګوالي په اړه لږ معلومات شته، خو ټايپېنګ‌يان تر ډېره په ټولیز ډول او منچو‌يان په خاص ډول د هېنګ د هغې اعلامیې پر بنسټ چې هغوی یوه سپېڅلې جګړه کوي تر څو نړۍ د شیاطینو له شره خلاصه او د ځمکې پر مخ جنت جوړ کړي، کېنګ ته د یو شیطان یا دیو (妖) په توګه اشاره کوي. کېنګ په رسمي سرچینو کې له ټايپېنګ‌یانو څخه د یو/ Yueد غلو (粵匪 یا 粵賊) په توګه یادونه کوي، د ګوانګ ډونګ په سویل ختيځ ولایت کې د دوی سرچینې/اصلیت ته یوه اشاره.  

د چين په محاوره‌يي ژبه کې چينایان ټايپېنګ‌يان یو ډول اوږده – ويښته‌لرونکي (長毛鬼、長髪鬼、髪逆、髪賊) یادوي، ځکه هغوی خپل د مخې ويښتان نه‌خرېیل او خپل وېښتان يې د کېنګ د افرادو لپاره د یو مجبوریت په توګه کوڅۍ/چوټي کول او خپل ويښتان يې پرېښودل چې اوږده شي. په ۱۹مه پېړۍ کې لویدیځو ناظرانو د خپلې اېډيولوژۍ له نظره ټایپېنګ‌يان د «انقلابیونو»، «یاغیانو» یا «بلواګرو» په نوم یادول. په انګلیسي کې د سولې اسماني پاچاهۍ لپاره د ټايپېنګ‌ کليمه په ساده ډول د لنډيز په توګه کارېږي چې د سولې د اسماني پاچاهۍ د سولې له کلیمې څخه اخيستل شوې خو هېڅکله د ټايپېنګ‌يانو یا د هغوی د دوښمنانو له‌خوا دوی ته په اشاره نه‌ده کارول شوې. [۵]

سرچينې سمول

  1. C. A. Curwen, Taiping Rebel: The Deposition of Li Hsiu-ch'eng 1 (1977)
  2. "Global Trends: Facing up to a Changing World". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bickers, Robert; Jackson, Isabella (2016). Treaty Ports in Modern China: Law, Land and Power. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-26628-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Meyer-Fong, Tobie. "War". What Remains: Coming to Terms with Civil War in 19th Century China. Stanford University Press, September 26, 2013.
  5. Chesneaux, Jean. Peasant Revolts in China, 1840–1949. Translated by C. A. Curwen. New York: W. W. Norton, 1973. pp. 23–24