د يووالي قوانين ۱۷۰۷

۱۷۰۷ د يووالي قوانين، د پارلمان دوه قوانين وو چې دا دي: له سکاټلينډ سره د يو ځای کېدو قانون ۱۷۰۶، کوم چې د انګلستان پارلمان تصويب کړی و او له انګلستان سره د يو ځای کېدو قانون، کوم چې په ۱۷۰۷ز کال کې د سکاټلينډ پارلمان تصويب کړی و.دوی د اتحاد د تړون مادې نافذې کړې، په کوم چې د ۱۷۰۶ز کال د جولای په دوه ويشتمه نېټه موافقه شوې وه، دا تړون د دواړو هېوادونو د پارلمانونو د استازو تر منځ له مذاکراتو وروسته وشو. د تړون په ټکو، د دې دوه قوانينو په مټ د انګلستان سلطنت او د سکاټلينډ سلطنت - کوم چې هغه مهال جلا هېوادونه او د جلا قوانينو لرونکي و، خو پاچا يې يو و - «په يوه پاچايۍ کې سره متحده شول او نوم يې لویه برتانيه وګرځېد». [۱]

په ۱۶۰۳ز کال کې د  دې تاج او تخت له يووالي وروسته د دواړو هېوادونو پاچا يو و، دا هغه مهال و کله چې د سکاټلينډ پا چا جيمز شپږم د انګلستان تاج او تخت د خپل نېکه له ترلې (د نېکه د سکه تره له لور) ملکې الزابت لومړۍ څخه په مېراث يوړ. که څه هم د اتحادي تاج او تخت په توګه ښودل کېدو او سره له دې چې جيمز له يو واحد سلطنت سره له خپل يو ځای کېدو اعتراف کړی و، انګلستان او سکاټلينډ تر ۱۷۰۷ز کال پورې په رسمي ډول جلا سلطنتونه وو (د يو متحد سلطنت د ضمني جوړولو په خلاف، د کوم بېلګه چې وروسته د لويې برتانيې سلطنت وړاندې کړه). د  اتحاد له قوانينو مخکې هم درې هڅې شوې وې (په ۱۶۰۶،۱۶۶۷ او ۱۶۸۹ کې)، تر څو دا دوه هېوادونه د پارلمان د قوانينو په مټ سره يوځای کړای شي، خو د اتلسمې پېړۍ تر لومړيو پورې دواړو سياسي حکومتونو د دې نظريې ملاتړ نه و کړی، البته د جلا جلا لاملونو له امله.[۲]

دا قوانین د ۱۷۰۷ز کال د مۍ په لومړۍ نېټه نافذ شول. په دې نېټه سکاټلينډي او انګلستانی پارلمان سره يو ځای شول، څو د لويې برتانيې پارلمان جوړ کړي چې مرکز يې د لندن د «ويسټ منسټر» په ماڼۍ کې و، کوم چې د ا نګلستان د پارلمان مرکز و. په همدې بنسټ دې قوانينو ته د پارلمانونو اتحاد ويل کېږي.[۳]

له ۱۷۰۷ مخکې سياسي شاليد سمول

۱۶۰۳-۱۶۶۰ سمول

له ۱۶۰۳ز کال مخکې، انګلستان او سکاټلينډ جلا جلا پاچايان درلودل، له دې امله چې لومړۍ اليزابت کله هم واده ونه کړ، جيمز شپږم د هغې د واکمنۍ ميراث وړونکی د سکاټلينډ پاچا شو، د چا روزنه چې د پروټيسټانټ په مذهب شوې وه. د هغې له مړينې وروسته، دواړه تختونه جيمز په يواځيني اتحاد کې د لومړي جيمز او د سکاټلینډ د شپږم جيمز په توګه له ځانه سره وساتل. هغه د دواړو د یو ځای کېدو د خپلې ارادې اعلان وکړ،  او له دې شاهي حق څخه یې ګټه واخسته چې «د لويې برتانيې پاچا» لقب خپل کړي، خپل ځان او دربار ته يې برتانوي حيثيت ورکړ.[۴][۵]

د ۱۶۰۳ز کال د انګلستان او سکاټلينډ د يو ځای کېدو قانون، پر شرايطو د اتفاق لپاره يو ګډ کميسيون جوړ کړ، خو د انګلستان پارلمان اندېښنه درلوده چې په دې سره به د سکاټلنډ په څېر يو مطلق العنان جوړښت منځ ته راشي. جيمز اړ شو چې خپل وړانديزونه بېرته واخلي او په ۱۶۱۰ز کال کې د هغې د بيا عملي کولو هڅې له دوښمنۍ سره مخ شوې.[۶]

د دې پر ځای هغه د لومړي مرکزي، اتحاد پلوي دولت پر لور د لومړي قدم په توګه د سکاټلينډ او انګلستان د يوې متحدې کليسا بنسټ کېښودو نيت وکړ. که څه هم دواړه په جوړښت کې تش په نوم اسقفي وو، دواړه په اصولو کې سره ډېر مختلف وو؛ د سکاټلينډ کليسا يا «کيريک» په اصولو کې کالوينيسته (د کالوين تابعداره) او د انګلستان ډېرو کليساګانو ته يې په دې نظر کتل چې له کاتوليکي مذهب څخه يو څه اندازه غوره عمل کوي. د پايلې په توګه، د جيمز او د هغه د زوی لومړي چارلس له خوا د مذهبي تګلارو د تپلو هڅې بالاخره د ۱۶۳۹-۱۶۵۱ کلونو د درې سلطنتونو د جګړو لامل وګرځېدې.[۷][۸]

د ۱۶۳۹-۱۶۴۰ اسقفي (د مذهبي مشرانو) جګړو د «کيرک» مشرتوب (بالادستي) تايید کړه او په سکاټلينډ کې يې ميثاقي حکومت (د مذهبي او سياسي خوځښت د غړو حکومت) جوړ کړ. کله چې په ۱۶۴۲ز کال کې په انګلستان کې لومړۍ کورنۍ جګړه پيل شوه، سکاټلينډيان بې پرې پاتې شول او دا مخکې له دې چې پر سکاټلينډ د شاهي بريا د اغېزو په اړه فکر وکړي. «پريسبيټري» (د پروټستان مذهبي مشران) مشرانو لکه «ارګيل» دې اتحاد ته د انګلستان او سکاټلینډ تر منځ د ازادې سوداګرۍ د ډاډمن کولو او پريسبيټري کيرک د خوندي ساتلو په نظر کتل.[۹][۱۰]

د ۱۶۴۳ز کال د «سولمن» تړون او ميثاق تر مخې، تړون کونکو موافقه وکړه چې د مذهبي اتحاد په بدل کې د انګلستان د پارلمان پوځي ملاتړ وکړي. که څه هم دې تړون ته بيا بيا د انګلستان، سکاټلينډ او ايرلينډ د اتحاد په سترګه کتل کېږي، خو له «کيرک» ګوند څخه د باندې سياسي اتحاد له ډېر کم ملاتړ څخه برخمن و. ان تر دې چې د انګلستان په کليسا کې اسقفي اکثريت او خپلواکو افرادو لکه «اليور کرونويل» چې په نوي نمونوي پوځ يې تسلط درلود، د مذهبي يووالي مخالفت وکړ.

سکاټلينډيان او انګليسي «پريسبيټيري» سياسي محافظه کاران وو، چا چې د سلطنت پلوو په پرتله، تر ډېره بريده خپلواکو او د «ليولرز» په څېر سخت دريځو همکارو ډلو ته د ستر ګواښ په سترګه کتل. سلطنت پلوي او «پريسبيټريان» په دې مقفق و چې سلطنتي اوامر الهي دي، خو پر کليسا د شاهي واک پر څرنګوالي او اندازې يې اختلاف درلود. کله چې په ۱۶۴۶ز کال کې لومړی چارلس تسليم شو، دوی له خپلو پخوانيو دوښمنانو سره ايتلاف وکړ، تر څو هغه د انګلستان په تخت کېنوي.[۱۱]

په ۱۶۴۷-۱۶۴۸ز کلونو کې د انګلستان په دويمه کورنۍ جګړه کې له ناکامۍ وروسته، د انګلستان ځواکونو سکاټلينډ ونيو، څوک چې هغه مهال بېرته وايستل شول، کله چې «کيريک» ګوند د تش په نوم «اينګيجرز» ځای ونيو، څوک چې «کروم ويل» د جګړې لپاره مسئول بلل. د ۱۶۴۸ز کال د ديسمبر په مياشت کې، د وياړ پاکولو په پېښه کې (Pride's Purge يوه پېښه وه چې پوځ ځينې غړي پارلمان ته له ننوتلو منع کړي وو) د پارلمان پريسبيټري غړي له پارلمان څخه لرې کړل او په ۱۶۴۹ز کال کې يې «چارلس» اعدام کړ او په دې توګه يې په انګلستان کې د «کروم ويل» د سياسي واکمنۍ تايید وکړ: کيرک دا چاره سپکاوی وباله، دويم چارلس يې د سکاټلينډ او لويې برتانيې د پاچا په توګه اعلان کړ او د انګلستان په تخت د هغه له کېنولو سره يې موافقه وکړه.

د ۱۶۴۹-۱۶۵۱ز کلونو د انګلستان د درېیمې کورنۍ جګړې يا انګلو-سکاټلينډ په جګړه کې د ماتې په پايله کې، سکاټلينډ د انګلستان، سکاتلینډ او ايرلينډ په ټولګټو کې شامل کړای شو چې تر شا يې لامل تر ډېره بريده د «کيرک» د طاقت د ماتولو لپاره د «کروم ويل» عزم و، کوم چې هغه د انګلستان او سکاټلینډ د جګړې لامل او مسئول باله. د ۱۶۵۲ز کال د اتحاد وړانديز په تعقيب د ۱۶۵۴ز کال د اپريل په دولسمه نېټه د انګلستان او سکاټلينډ د اتحاد د خونديتابه لپاره يو فرمان صادر شو چې د انګلستان، سکاټلينډ او ايرلينډ ټولګټو يې منځ ته راوړ. د ۱۶۵۷ز کال د جون په شپږ ويشتمه نېټه د دويم تحت الحماية پارلمان له خوا تايید شو، په «ويسټ منيسټر» کې يې يو پارلمان جوړ کړ چې له سکاټلينډ او ايرلينډ هر يو څخه يې دېرش استازي د انګلستان له شته غړو سره ورزيات کړل.[۱۲][۱۳][۱۴]

۱۶۶۰-۱۷۰۷ سمول

په داسې حال کې چې په ټولګټو کې يو ځای کېدلو د انګلستان او سکاټلينډ تر منځ ازاده سوداګري منځ ته راوړه، د پوځي نېواک د لګښتونو له ماله اقتصادي ګټې کمې شوې. سکاټلینډ او انګلستان دواړو دا اتحاد له درندو ماليو او پوځي واکمنۍ سره تړل؛ په دواړو هېوادونو کې کم ولسي ملاتړ درلود، او په ۱۶۶۰ز کال کې د دويم چارلس په واک ته رسېدو سره منحل شو.[۱۵]

سرچينې سمول

  1. Article I of the Treaty of Union
  2. "House of Commons Journal Volume 1: 31 March 1607". مؤرشف من الأصل في ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Act of Union 1707, Article 3
  4. Lockyer 1998، صص. 51–52.
  5. Larkin او Hughes 1973، ص. 19.
  6. Lockyer 1998، صص. 54–59.
  7. McDonald 1998، صص. 75–76.
  8. Stephen 2010، صص. 55–58.
  9. Robertson 2014، ص. 125.
  10. Kaplan 1970، صص. 50–70.
  11. Harris 2015، صص. 53–54.
  12. The 1657 Act's long title was An Act and Declaration touching several Acts and Ordinances made since 20 April 1653, and before 3 September 1654, and other Acts
  13. "Constitution.org". مؤرشف من الأصل في ۲۲ فبروري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Morrill 1990، ص. 162.
  15. Parliament.uk Archived 12 October 2008 at the Wayback Machine.