د ویتنام کلتور
د ویتنام کلتور خورا څو کلتوري دی. په ویتنام کې لومړنی کلتور د برونزو په دورې کې د Đông Sơn له کلتور سره راپیل شو چې د ویتنام د لرغوني تاریخ لپاره د ډېرو مهمو نیکونو له ډلې شمیرل کیږي. د ویتنام کلتور د شمالي حکومت د ۱۰۰۰ کلونو واکمنۍ له امله د چینایي کلتور له خوا ډېر اغیزمن شوی. په دې دورې کې ویتنامي ژبه د چینایی رسم الخط په Chữ Hán سره لیکل کېده، او وروسته بیا د ویتنامي رسم الخط (Chữ Nôm) چې د چینایی ژبې پر بنسټ رامنځته شوی و، خو په کې د اصلي ویتنامي کلیمو د ښودلو لپاره هم حروف رامنځته شوي وو، لیکل کېدل. د ویتنام په کلتور باندې دا لویه اغېزه دا معنا لري چې ویتنام ډېری د ختیځې اسیا (د چین، سویلي کوریا، شمالي کوریا او جاپان سره) د کلتوري حوزې برخه ګڼل کېږي. [۱][۲][۳]
په لسمې پېړۍ کې له چین نه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو وروسته، ویتنام د سویل پر لور پراخوالی پیل کړ او هغه سیمې چې پخوا چمپا او خمیر پورې تړلې وې، له ویتنام سره یې ضمیمه کړې، چې په پایله کې یې پر ویتنامیانو باندې بېلابېلې اغېزې وښندلې. د فرانسې د استعمار په دورې کې، کاتولیک او لاتیني الفبا (ویتنامي لاتین) چې د Chữ Quốc Ngữ (ملي ژبې رسم الخط) یا Tiếng Việt Latinh (لاتین ویتنامي) په نوم یادېږي، په ویتنام کې یې د رومانیزم ژبه معرفي کړه.[۴]
هغه ځینې عناصر چې د ویتنام د کلتور د ځانګړتیاوو له ډلې ګڼل کیږي دا دي: د نیکونو درناوی، ټولنې او کورنۍ ته درناوی، لاسي کار او د طبیعت سره په همغږۍ کې ژوند کول.[۵]
ژبه
سمولپه سویل ختیځې اسیا کې ویتنام د خورا ژبنيو هیوادونو له ډلې نه دی. که څه هم ویتنامي ژبه د ویتنام رسمي ژبې په توګه ټاکل شوې، اوس مهال په دې هیواد کې له ۱۰۰ نه زیاتو ژبو باندې خبرې کېږي. دوی په پنځو لویو بېلابېلو ژبنیو کورنیو پورې اړه لري: اتریشي، استرالیايي، هونګ-میین، چیني- تبتي او کراـ دای دي. [۶]
ویتنامي ژبه یوه اسټرالیايي ژبه ده چې د یوه څپه ییز او اهنګي ځانګړتیاوو درلودونکې ده، چې د شمالي اسټرالیا له ځینو ژبو سره لکه بولیو ورته والی لري. په ۱۳ پیړۍ کې د ویتنام لیکنه او د ویتنام رسم الخط (Chữ Nôm) پیل شو، چې د اوسني لاتیني تکرار (Chữ Quốc Ngữ) لپاره چیني رسم الخط د بنسټ په توګه کارول کیږي.
ادبیات
سمولپه ویتنام کې د لیک لومړني شواهد د هان له خوا د نانیو (۱۱۱ مخکې له میلاد) له فتحې وروسته په نني شمالي او مرکزي ویتنام کې د زړو چینایي او کلاسیکو چینایي ژبو له معرفي کولو سره راڅرګند شوو. په هرحال، هغه یوازې د ټوټو، لنډو جملو په بڼه په خښتو او سکو کې کیندل شوي وو. په ویتنام کې لومړني ژوندي پاتې شوي ادبیات Nha Trang ته نږدې د سنسکریت Võ Cạnh کتیبه یا لیکنه (د څلورمې وروسته له میلاد پیړۍ) ده، چې د Funan یا Chamic کلتور پورې اړه لري. له Võ Cạnh وروسته Trà Kiệu ته نږدې د Cham Đông Yên Châu کتیبه ده چې د څلورمې پیړۍ په وروستیو پورې اړه لري، د Champa د پاچا لومړي بھدراورمن له خوا رامنځته شوې، او په زاړه سویلي برهمي رسم الخط لیکل شوې ده. نن ورځ دا کتیبه د سویل ختیځې اسیا د هرې ژبې ترټولو زړه او تصدیق شوې کتیبه ګڼل کېږي. [۷]
په تاریخي لحاظ په پیل کې د ویتنام ادبيات په Chữ Hán او بیا وروسته په Chữ Nôm خط لیکل شوي. په ۱۰ مې پیړۍ کې د Nôm رسم الخط کارول پیل شو. تر ۲۱ مې پیړۍ پورې، په یوه وخت کې دوو برخو شتون درلود: هغه اثار چې په ادبي چینایي ژبې لیکل شوي وو (شعرونه او نثر چې د ویتنام تاریخ او واقعیتونه څرګندوي؛ نو په دې توګه، هغه اثار د ویتنامی ادبیاتو له ډلې ګڼل کیږي) او هغه اثار چې په Nôm خط لیکل شوي چې (ډېری یې شعرونه) دي.
لیدیز یا بصري هنرونه
سمولد ویتنام دودیز هنر د هنر هغه برخه ده چې په ویتنام کې یا د ویتنام د هنرمندانو له خوا له لرغونو وختونو نه (دĐông Sơn ډُهل په ګډون) تمرین کیږي، چې د چین له واکمنۍ وروسته چینایي بودایی هنر د تائوئیسم او کنفوسیوسیسم له خوا خورا اغیزمن شوی و. د چمپا او فرانسې هنر هم وروسته یو کوچنی رول لوبولی دی.
د ويتنام پر هنر باندې د چين د هنرونو اغېزې د ويتنامي خاورینو لوښو او کلالۍ، خطاطۍ او دوديزې معمارۍ کې څرګندېږي. اوس وخت کې دا روښانه شوې چې ویتنامي نقاشۍ له لاک سره خورا مشهورې دي.
نڅا
سمولویتنام ۵۴ بېلابېل توکمونه لري چې هر یو یې خپل ځانګړي دودونه لري. د ویتنام په دې ډېریو توکمونو کې، څو دودیزې نڅاوې شتون لري چې په پراخه کچه په جشنونو او نورو ځانګړو مراسمو کې لکه د زمري نڅا ترسره کېږي.
په شاهي دربار کې، د پیړیو په اوږدو کې د پیچلو درباري نڅاګانو لړۍ هم رامنځته شوې چې ډېر مهارت ته اړتیا لري. د نورو نڅاګانو په منځ کې تر ټولو پېژندل شوې نڅاوې imperial lantern dance ، د fan dance او د platter dance دي.
ویښ پاتې کېدل یا څارنه
سمولکله چې په یوې ویتنامي کورنۍ کې مړی کېږي، د مړه شوي کس د کورنۍ غړي د بیدارۍ مراسم یا څارنه ترسره کوي چې معمولا له پنځو ورځو نه نیولې تر شپږو ورځو پورې دوام کوي. په هرحال، که چیرې کورنۍ د خپل کوم غړي چې په بهر کې وي د راتګ تمه ولري، نو ښايي د مراسمو موده نوره هم وغځول شي. مړی په ځمکه یا چمن کې ایښودل کېږي د دې وینا له مخې چې «له ځمکې نه زیږیدلی، باید ځمکې ته ستون شي». مړی په سپین رخت کې پوښل کېږي، lễ khâm niệm، او په تابوت کې ایښودل کېږي، lễ nhập quan. په پای کې، د جنازې مراسم، lễ thành phục، په رسمي توګه ترسره کیږي.
دودیزې جامې
سمولپه فیوډالي ویتنام کې، د ټولنیز دریځ یو له ډېرو مهمو نښو څخه جامې وې او د جامو قوانین سخت پلي شوي وو. د چین او ویتنام تر منځ د تېرو پېړیو جګړو ته په کتو سره، د مینګ مدیرانو وویل چې د دوی دنده د غیر ارتودوکس ویتنامي «بربریانو» د «متمدن کېدو» لپاره هڅه ده.[۸]
د Nguyễn د سلطنت نه دمخه، غیر اصیلو خلکو کولای شوای چې په ازاده ډول جامې واغوندي، خو یوازې یې په سټایلونو کې لږ محدودیتونو درلودل. د بېلګې په توګه، په لي سلطنت کې د ژیړ رنګ اغوستل د زغملو یا منلو وړ و ځکه چې سلطنتي قبیلې به سور او سپین رنګ اغوسته. په هرحال، د Nguyễn سلطنت په پیل کې هر څه بدل شوو. عامو خلکو د ورځنۍ کارونې لپاره د ساده جامو په ټاکلو کې محدودیتونه درلودل، په بیله بیا په هغو رنګونو کې چې ددوی لپاره یې کارونې جواز درلود هم محدودیتونو شتون درلود. د بېلګې په توګه: عامو خلکو ته اجازه نه وه چې د تور، نسواري یا سپینو رنګونو پرته (د ځانګړو وختونو لکه جشنونو په استثنا) د نورو رنګونو جامې واغوندي، خو په حقیقت کې دا مقررات ډېری د اوسني واکمن د غوښتنو پربنسټ بدلیدلای هم شوای.[۹][۱۰]
رخصتۍ او نورې مهمې ورځې
سمولویتنام ډیرې رخصتۍ نمانځي، د هغو دودیزو رخصتیو په ګډون چې د زرګونو کلونو راهیسې په ویتنام کې نمانځل کیږي، او سره د هغو عصري رخصتیو چې له لویدیځو هیوادونو نه ور دننه شوې دي.
د دودیزو رخصتیو په ډله کې، دوه خورا مهم او په پراخه کچه نمانځل شوي جشنونه، د نوي قمري کال (Tết)، او ورپسې د مني په نیمايي کې جشن (Tết Trung Thu) دی، که څه هم دا دویم ډول یې په دې وروستیو کلونو کې خپل ځای له لاسه ورکړی دی.
سرچينې
سمول- ↑ "Mission Atlas Project: VIETNAM" (PDF). 2012-09-15. خوندي شوی له the original (PDF) on 2012-09-15. بياځلي په 2020-06-06.
- ↑ Embassy of Vietnam in the United States of America. "Evolution of culture". خوندي شوی له the original on August 9, 2011. بياځلي په 2010-05-16.
- ↑ Liu, Dang; Duong, Nguyen Thuy; Ton, Nguyen Dang; Phong, Nguyen Van; Pakendorf, Brigitte; Hai, Nong Van; Stoneking, Mark (2019-11-28). "Extensive ethnolinguistic diversity in Vietnam reflects multiple sources of genetic diversity". bioRxiv (in انګليسي). 37 (9): 2503–2519. doi:10.1101/857367. PMC 7475039. PMID 32344428.
- ↑ Vuong, Quan-Hoang; Bui, Quang-Khiem; La, Viet-Phuong; Vuong, Thu-Trang; Ho, Manh-Toan; Nguyen, Hong-Kong T.; Nguyen, Hong-Ngoc; Nghiem, Kien-Cuong P.; Ho, Manh-Tung (2019). "Cultural evolution in Vietnam's early 20th century: A Bayesian networks analysis of Hanoi Franco-Chinese house designs". Social Sciences & Humanities Open (in انګليسي). 1 (1): 100001. arXiv:1903.00817. doi:10.1016/j.ssaho.2019.100001. S2CID 203239554.
- ↑ CUC, Le Trong (1999-01-01). "Vietnam: Traditional Cultural Concepts of Human Relations with the Natural Environment". Asian Geographer. 18 (1–2): 67–74. doi:10.1080/10225706.1999.9684048. ISSN 1022-5706.
- ↑ Liu D, Duong NT, Ton ND, Van Phong N, Pakendorf B, Van Hai N, Stoneking M (April 2020). "Extensive ethnolinguistic diversity in Vietnam reflects multiple sources of genetic diversity". Molecular Biology and Evolution. 37 (9): 2503–2519. doi:10.1093/molbev/msaa099. PMC 7475039. PMID 32344428.
- ↑ Sidwell, Paul; Jenny, Mathias (2021). The Languages and Linguistics of Mainland Southeast Asia: A Comprehensive Guide. De Gruyter. p. 626. ISBN 978-3-11055-814-2.
- ↑ The Vietnam Review: VR., Volume 3. Vietnam Review. 1997. p. 35.
- ↑ Vu, Thuy (2014), "Đi tìm ngàn năm áo mũ", Tuoi Tre, خوندي شوی له the original on June 17, 2015, بياځلي په June 16, 2015
- ↑ Unknown, T.Van (2013), "Ancient costumes of Vietnamese people", Vietnamnet, بياځلي په June 16, 2015
{{citation}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)