د وړانګو روغتيايي اغيزي

وړانګه اود وړانګو روغتیایې اغیزې

    په فضا کښې دانرژې لیږدولو ته وړانګه واي، وړانګه داسي یوه پدېده دی چې دانسان د پنځه ګونوحواسو په واسطه دحس وړندې او دانسان د روغتیا لپاره ډیري زیا نمنې تمامیدای شي چې په ټو لنیزه بڼه ایونایزوونکي وړانګې دانسان په روغتیا باندې دوه ډوله اغیزي لري:

لنډ مهاله اغیزې سمول

دا ډول اغیزې هغه مها ل څرګندیږي کله چې یوڅوک په ډیرکم وخت کښې زیاتي وړانګې واخلي لکه دهستوي بمونوچاودني په مهال اویا هم دکومي هستوي پیښې درامنځ ته کیدو په صورت کښې چې د دوز په ډیروالي سره چټکتیا هم زیاتیږي، دا ډول اغیزي وروسته له لنډ مهال څخه لکه یوې اونۍ اویا دڅومیاشتو په جریان کښې څرګندیږي چې عبارت دې له ویښته تویدني ، بې مورده ستړیا، تبه، قی، دپوستکي سوروالي او حتی مړینه .

==اوږد مهاله اغیزې== دا ډول اغیزې احتمالي دې اوپه اوږد مهال کښې څوکلونو وروسته اوحتی په راتلونکونسلونوکښې څرګندیږي چې دا اغیزې د وړانګو ټاکلی دوز نه لري چې لږ مقدار وړانګې هم کولاي شي  دا ډول اغیزې رامنځ ته کړي دارنګه اغیزې عبارت دی له ډول ډول سرطانونواوپه نویو زیږیدونکو ماشومانو کښې بد چهره خرابه بڼه يې مهمی نښانې دی.

    دزیانونو ترڅنګ راډیو اکتیف توکي نن ورځ دانسانانو ژوند په بیلا بیلو برخو کښې اسان کړي دي اوتر ټولوارزانه ټکنالوژي بلل کیږی چې په بیلابیلو برخوکښې لکه طب، کرهڼه، صنعت، څیړني، دانرژي تولید، لرغون پیژندنه اوځمکپوهنه کښې پراخه کارونه لري.

    له سولییزي کاروني سربیره راډیو اکتیف توکي په نظامي برخه کي هم کاریږي چې دانسانانو دژوند لپارستر ګواښ بلل کیږی . دبیلګي په ډول کله چې د [[۱]]م کال داګیسټ میاشت د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کښې د آمریکا د پوځ لخوا  جاپان د هیرو شیما او ناګاساکي ښارونو باندې اټومي بمونه واچول شول نو په پایله کي یې شا اوخوا [[۲]] بي ګناه  جاپاني وګړي   ووژل شول چې په دې سره دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده . دې پیښي د نړۍ نور ځواکمن هیوادونه لکه روسیه، انګلستان اوفرانسه هم داټومي وسلوجوړولووته وهڅول. په دې لړکښې دروسیې هیواد په  [[۳]]م کال کي د هایدروجنې بمب په جوړولو بریالي شو. کله چې آمریکا ئې چارواکي په دې ډاډه شول چې نور نو دوی د اټومې بمونو یواځینی لرونکي اوزبرځواکي ندې نوپه دې لټه کي شول چې داټومي بمونو د کارونې  دمخنیوي لپاره لاس په کار شي . نوهمداوو چې د[[۴]]م کال په ډیسامبر کښې دآمریکا دوخت ولسمشر آیزن هاور دملګرو ملتونو اوه څلویښتمې کلنۍ غونډ ې ته دهستوي اواټومي وسلو دبندیز یوه څارن سازمان د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ.

     نو آیزن هاور خپلې خبرې په دې شعارشعار باندې پیل کړی “اټوم دسولي لپاره  Atom for peace  “ ده وویل چې د اټومې وسلو په جګړه کښې هیڅ هیواد هم بریا لي کیدای نشي

     نواړینه بریښي چې دملګرو ملتونوغړي هیوادونه دې یوداسې ناپیلی مینځګړی سازمان جوړ کړي چې د غړیو هیوادونو هستوي اواټومي فعالیتو نه کنټرول کړي. دې نا پیلي څارونکي سازمان ته د اټومي انرژي نړال سازما ن یا(International Atomic Energy Agency) (IAEA) نوم ورکړل شو.

    اوهمدارنګه په افغانستان کښې داټومي انرژۍ ادارې پخواهم فعالیت درلود خو په [[۵]] لمریز کال کښې د ولسمشر دیوه فرمان پربنسټ دیوه مستقل کمیسیون په شکل منظوراو به فعالیت یې پیل وکړ چې مهمي دندې یې دادی.

هیواد ته دسولییزي هستوی ټکنالوژۍ راوړنه اوترویج.

په هیواد کښې دټولو هستوي فعالیتونو کنټرول اوڅارنه.

‎په اړونده برخوکښې دقوانینو، مقرارتو اوطرزالعملونو  وضع کول.

له وړانګوڅخه دځان ساتني په برخه کښې په نړیواله کچه دژمنتیاوو تطبیق.

داړتیا په صورت کښې له نړیوالوسازمانونوسره مرسته اوهمکاري.

دوړانګونمونې اودانسان روغتیا سمول

    اول وړانګه معرفی کوو (په فضا کښې دانرژې لیږدولو ته وړانګه وای) چې دوه ډوله وړانګې وجود لری ۱- ایونایزکوونکې وړانګې ۲- غیز ایونایزکوونکې وړانګې،  ایونایزکوونکې وړانګی  عبارت دی. لکه الفا، بیتاذری، ګاما اواکس وړانګې دی، او همدارنګه دماورا بنفش وړانګې او دراډیو اوتلویزون څپی غیرایونایزکوونکې وړانګې بلل کیږي

    دمخه مودې ته ګوته ونیوله چې دګاما وړانګې نه یوازې میګروبونه اوکوچني ذره بینی توکي له منځه وړي، بلکې دانسانانواونورو عالي ژوو ژوند هم له خطر سره مخامخ کوي، نواړینه دی چې پدې اړه یو څه رڼا واچول شي. څرګنده دي چې انسان له خپل پیدایښت څخه را په دې خوا د چاپیریال له راډیو اکتیفي موادو سره مخامخ دی.

دانسان په چاپیریال کښې راډیو اکتیویتی زیرمې لکه کازمییکي وړانګې، په خاورو اوتیږو کښې دیورانیم اوراډیم عنصرونه اوپه خوله خوړلی کاربن ۱۴، پوتاشیم ۴۰ اوداسې نورو څخه جوړیږی . په لنډ ډول ویلای شو چې انسان ټول عمرپه راډیو اکتیف چاپیریال کښې سرته رسوي، په همدې اساس انسان دراډیو اکتیف په مقابل کښې په ځانګړې کچه مقاومت ترلاسه کړی دی. انسان ته دګاما وړانګو دهریو ځانګړی خطر معلومول ډیر ستوزمن کاردی،  خو که چیرې انسان دبیلا بیلو وختونو په اوږدو کښې د ګاما له وړانګو سره مخامخ شي، نو په بدن کښې ئې لاندنۍ اغیزې رامنتځه کیږی:

     که چیرې دانسان بدن ته د دوه اونیو په اوږدو کښې دګاما له ۵۰ رنتګنو څخه لږې وړانګې ننوزي، هغه ته هیڅ ډول خطر نه لري او که چیرې په یاد وخت کښې دهغه بدن له ۵۰ څخه تر ۳۰۰ رنتګنو پوری دګاما وړانګی ننوزی، نو ځینی  ناوړه اغیزې رامنځته کوي یعنی ډیره موده وروسته دهغوی ډیر لږ شمیر له مرګ سره مخامخ کیږي .

    که چیرې د انسان وجود ته له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ رنتګنو پوری د ګاما وړانګې ننوزی، نوډیرې ناوړه پیښې رامنځته کیږي یعنی دا چې د مرګ لامل یې ګرځي اوښایې چې یو شمیرئې دیوې ورځې په اوږدو کښې، یو شمیر نورئې د یوې اونې اویو شمیر یې د یوې میاشتې په اوږدو کښې له مرګ سره مخامخ شې او امکان لری چې په سلو کښې ۵۰ کسان مړه شې، او همدارنګه که چیری دانسان بدن ته له ۵۰۰  تر [[۶]] رنتګنو پوری داوړانګی ننوزی نو مرګ یی هرومره په برخه کیږي ا و ښایې دیوې اونې په اوږدو کښې له منځه ولاړشې.


ګرځنده تیلفون= سمول

    کله چې لومړی ځل لپاره الکساندرګراهمبل په [[۷]] کال کښې تیلفون اختراع کړ د ارتباط شیوه یی داسی وه چې د هر تیلفون څخه به تر بل تیلفون پوری مزی غځول کیده مطلب دا چې د اړیکې برابرول   په مستقیم ډول سره کیدل خو د مزو لګښت یی ډیر وه. دراډیوارتباطات دسلوکلونو راپدې خوا په بیلابیلو برناموکښې استفاده کیږی په [[۸]])کال کښې مارکونې عالم او لین ځل دراډیودسګنالونو نه په Wirelessکښې استفاده وکړه وروسته دراډیو په خپرونوکښې، تلویزون اوپه نورو راډیويې ارتباطاتوکښې استفاده وشوه.

                                              انځور(۳-۱)



دموبایل شبکي سمول

    د دی په خاطرچې مونږ وتوانیږوچې زنګ ووهو نو دموبایل شبکوته اړتیا لرو، نو دشبکې غټ بخش دراډیودمرکزونوڅخه جوړشوي دا آنتونونه دسګنال دلیږلو او رانیولو توان لري راډیو سګنالونه دغه مرکزونه پوښښ لاندې راولي ترهغه فاصلي پوري چې ورته تعین شوي دی دبیلګې په بڼه لکه لاسي څراغ چې په یوه کوڅه کښې واچوي هغه فاصله چې دنوربه امتدأ سره پیداکیږی،همدارنګه هغه ساحه چې دیواصلي مرکزپوښښ لاندې راځي دحجري په نوم یادیږي نو ځکه دغه حجروي تلیفونونه په زیاتو هیوادونوکښې استفاده کیږی نوزیات خلک له موبایل څخه استفاده کوي د دی په مقابل کښې مرکزونه هم ورته زیاتوي اوهر مرکز کولي شي یو ځانګړي ساحه پوښښ لاندې ونیسي،همدارنګه په یووخت کښې سل(۱۰۰) زنګونه په یوحجره کښې کولاي شې ارتباط قایم کړي، څوواړه مرکزونه کولي شي یو بل پوښښ لاندې راولي نو په دغه صورت کښې دنیټ ورک ظرفیت زیاتیږي، زیاتره هیوادونه له دریم جنریشن (3G) څخه استفاده کوي ددی په خاطرچې استفاده کوونکي وکولاي شي په اساني سره اړیکې ټینګې کړي.

څرنګه کولي شواړیکې ټینګې کړو

     کله چې مونږ وغواړو چاته زنګ ووهو نو راډیو سګنال څخه استـفاده کوونودغه راډیو سګنال هغه آنتن ته ځي چې مونږ یې له پوښښ لاندې یو بیاسویچ ته ځي بیامرکزیعني آنتن ته ځي له انتن نه راډیويی سګنال پخش کیږی او د بل نفر ګرځنده مبایل ته ورځي، همدارنګه کله چې مونږپه موټرکښې سفرکوو او مونږ له یوه حجري نه بلي حجري ته ځوونومرکزفوراً داخدمات وړاندې کوي اوسګنال پورته کوي .  


راډیويي موجونه سمول

    له راډیويي موجونوڅخه په ټولوراډیويي ارتباطاتوکښې همدرانګه په ګرځنده موبایل اړیکووکښې استفاده کوي دغه موجونه غږونه، متن اوانځورونه  دهوا له لاري څخه لیږدوی اودالکتروومقناطیسي ساحي څخه دې اوهمدارنګه راډیويي فریکونسي یاانرژي الکتروومقناطیسي زمونږپه ژوندکښې دطبیعيت په ډول اودانسانانوپه واسطه جوړه شوي دی، اوراډیويي موجونه  دنور په ډول سفر کوي، اوهمدارنګه د دورانونو تعداد په واحد وخت کښې فریکونسي بلل کیږي، دراډیويي موجونوشدت مونږته توان بیان کوي، دراډيويي موجونو شدت مربوط په هغه فاصلي پوري دی چې دغه موجونه لیږل کیږی د بیلګې په ډول په هره اندازه چې ګرځنده موبایل له آنتن څخه لیري وي نو زیات پاورته ضرورت دی مګر په هغه صورت کښې چې ورته نږدې وي پاور کم مصرف کوي.

دګرځنده تیلفون دپاوراندازه

    دګرځنده تیلفونو لپاره چې دراډيوي موجونودلیږلولپاره کارول کیږي دغوته یو سټندرډ  پاور تعین شوي دی چې هغه (۵،۰) واټ یاله دی څخه هم کم استفاده کیږی دبیلګې په بڼه ددستي څراغ له پاورڅخه هم کم دی څومره چې نږدې یو پاورکم مصرف کیږی، پهGSM له یو فریکونسی څخه ۸ وګړوپه یووخت کښې استفاده کوي.همدارنګه په [[۹]]) په GSM کښې له دوه واټه څخه استفاده کیږی اوپه [[۱۰]]) GSM کښې له یو واټ پاورڅخه استفاده کوو.اوپه GPRS کښې (۹۰۰) میګاهرتزفریکونسي لپاره له (۵،۰) واټ پاورڅخه استفاده کیږي اوپه [[۱۱]]) میګاهرتزلپاره له (۲۵۰) واټه پاورڅخه استفاده کیږي.اوهمدارنګه په دریم جنریشن(3G) کښې (۱۲۵،۰) یا له (۲۵،۰) واټه پاورڅخه استفاده کوو.مګرپه اوسط ډول سره [[۱۲]]) میګاهرتز په GSM کښې له ۲۵۰میلی واټه پاورڅخه استفاده او همدارنګه له [[۱۳]]) میګاهرتز له ۱۲۵میلي واټه پاورڅخه استفاده کیږی.

دالکتروومقناطیس دسیمې پیژندنه سمول

    الکتروومقناطسي سیمه د برقي او مقناطیسي خطونو څخه تشکیل شوي دی چې دانسانانو دفعالیتونو له وجهي برق ورڅخه منځ ته راغلي دی اوهمدارنګه برقي ساحه دمقناطیسي ساحوخواوي په یو طرف نه دې، لوړرنج دفریکونسي په ګرځنده تیلفون،او متوسطه فریکونسي نه د کمپیوتر په سکرین کښې استفاده کیږی بي نهایته ټیټه فریکونسي نه په برقي سیستم کښې استفاده کیږی اوهمدارنګه  دسکون په حالت کښې هیڅ ساحه تغیر نه کوي، ساکنه مقناطیسي ساحه په مجسمووکښې استفاده کیږی. دسینر نظریه : دغه عالم په هواء کښې مرضونه کشف کړل نو ده وویل چې دالکتروومقناطیسی ساحه په هواء کښې زیاته خطرناکه دی اوپه روغتیا باندې زیاته اغیزه لري نو له دی څخه ثابته شوي ده چې الکتروومقناطیسي ساحې په خلکو، حیواناتواوزراعت باندې زیاتي اغیزې کوي او مختلفی ناروغي ورڅخه منځ ته راځي.

دالکتروومقناطیسی موجونوڅیړل دهغواغیزې او دانسان روغتیا ته پاملرنه

   یو د راډیوفریکوونسی انجینیرتل له دوه پوښتنوسره مخامخ کیږی:

۱- راډیويي موجونه څرنګه دانسان په روغتیا باندې اغیزې کوي.

    ۲- څرنګه روغتیا له خطرسره مخامخ کیدای شي هغه څوک چې دموبایل له سیټ څخه استفاده کوي، راډیو(بی سیم)، راډیو مایکروویو، مایکروویو داشونه، خپره ونکی راډیو، تلویزون، انتقال کوونکي وسائیل، دبرق لاین، داکس وړانګۍ (x-ray). زیات خلک په دغو اخرووختونوکښې چې په ډیره بیړه سره یوڅه زده کړي که چیرته له موبایل څخه زیاته استفاده وشي دسرطان له خطرسره مخامخ کیږی زیات چې مونږ اوتاسي مطالعه وکړه اوومولیدل چې  یو ارتباط دحجروي موبایل اودسرطان ترمنځ موجود دی نو باید دغوسوالونوته ځواب ورکړو چې ایا داحقیقت لري اوکه نه  نو باید اول تر هرڅه نه مخکښې دالکتروومقناطیس خپریدنه روښانه شي.

دالکتروومقناطیسی فریکونسي طیف(Spectrume) سمول

     د Wirelessارتباطاتو دزیاتوکلونوڅخه راپه دیخوا دحل یوه لاره منځ ته راوړي دی که هغه  Point-to-pointکښې  اوکه Point-to-Multipoint په برناموکښې کارول کیږی زیات Wireless سیستم دحل لپاره له AM او  FMراډیو نه استفاده کیږی په تلویزون خپرولوکښې، موبایل، اوهمدارنګه بی لاینه تیلفون، راداراو مایکروویو سیستم کښې دالکتروومقناطیسی فریکونسی طیف شامل دې بی نهایته وړوکي فریکونسی او زیاته ټیټه فریکونسي (ELF/VLF) مختلف اندازی دفریکونسي ګانودې او همدارنګه مختلفي وظیفي سرته رسوي نو په هره اندازه چې فریکونسی زیاتیږي په مقابل کښې یې د موج اوږدوالی کمیږي اوهمدارنګه په هره اندازه چې فریکونسی کمیږي په مقابل کښې يې دموج اوږدوالی زیاتیږي او همدارنګه مختلفی برنامي په کښې کار کوي او خپلي وظیفي سرته رسوي.

          

            انځور(۳-۴).


داتومونوخپریدل سمول

    په دغه کښې په کافی اندازه الکتروومقناطیسس انرژي چې له اتومونو اومالیکولولونوڅخه اماده شوي دی اوهمدارنګه تول مالیکولونه دبرق په کوچنیوزروتبدیل شوي دې اوهم د(X-ray   Gamma-ray)  دایکس وړانګی او ګاماء وړانګی دغه دواړه اتومونه خپروي اوډیري خطرناکه دې د X-ray وړانګی لکه سرب غوندې حلقه لري په هغه صورت کښې چې وجود ونیسي په ډیرشدید ډول سره وجود احاطه کوي او اتومونه ډیر ژرسره وده کوي.

داتومونوخپریدل په هغه صورت کښې چې دتجزی وړنه وي

    دټیټي فریکونسی طیفونه دالکتروومقناطیس په شکل خپریږي مګراتومونه يي دتجزيي وړنه دې، مستقیم جریان دثابت الکتروومقناطیسی ساحي( صفر هرتزده).دټیټي فریکونسي برقي انرژي [[۱۴]])هرتزه دی اوهمدارنګه دبي نهایته ټیټي فریکونسي او زیاته ټيټي فریکونسي (ELF/VLF) ساحه(۳۰) هرتزه پوري دی اوهمدارنګه دګرمۍ اثر، اوهم خرابه انرژي چې دزیاتو منابعوله خوانه تولیدیږي او انسانانوته زیات تاوان ورسوي له دغوموجونوڅخه ګڼل کیږی،  همدارنګه زیات خلک مبایل سرته نږدې نیسي نو په دغه صورت کښې خطر نه لري ځکه دلیل داده چې ډیره کمه انرژي خپروي نو مطالعاتوداپه ګوته کړي ده چې انسان وجود هغه وخت له خطرسره مخامخ کیږی چې له لوړي فریکونسی څخه استفاده وکړی چې غلظت زیات وي ډیروکمومطالعاتو داپه ګوته کړي ده چې دسرطان ناروغي، غوده، سردردې، ستړیاوی اوداسي نوري ناروغي ورڅخه پیداکیږی مګرزیاتو څیړنیو داپه ګوته کړي ده چې داخبره دحقیقت وړنه دی داځکه چې نه تجزیه کیدونکو اتومونوخپریدل دخطروړنه دې.

ELFاو VLFخپریدل

    دالکتروومقناطیسی موجونوخپریدل په دغه رنج کښې دواړه په طبیعي ډول سره واقع کیږی اودخلکوپه واسطه تشکیل کیږی طبیعي الکتروومقناطیس خپریدل چارچاپیره دځمکي الکترومقناطیسي ساحه ورڅخه رامنځ ته کیږی اونور الکتروومقناطیسي خپریدل د ډیربرقي طوفان اوهمدرانګه دشمسۍ او هستوي فعالیتونوپه واسطه رامنځ ته کیږی، دالکتروومقناطیسی ساحی قوت دمنبع قوت او هغي فاصلي پوری  اړه لری چې له منبع څخه ترمقصده دغه انتقال کیږی.ELF/VLF دانسانانوپه واسطه جوړه شوي دی چې دبرقي انرژي په واسطه انتقالیږي.

    او همدارنګه دبرقي ساحي قوت دولتاژ په انتقال پوري مربوط دی.دمقناطیسي ساحي قوت په جریان مربوط دی. چې دمقناطیسي ساحي په واسطه جوړیږي لکه،دکوروسائیل همدارنګه موتور، یخچال کښې، دلوښو په پاکولوکښې، دویښتانوپه وچولوکښې، په اوتوګانوکښې، برقي کمپلوکښې، مایکروویو، تلویزون او کمپیوترونوکښې او همدرانګه ELF او VLFچې دانسان په واسطه جوړیږي بیولوژي اغیزې لري اودغه ضررناکه آغیزی دانسان په روغتیا باندې اغیزه کوي په دیره غټه بڼه دبحث لاندې نیول شوي دې.  انتقال کوونکي وسایل/ګرځنده مبایل راډیو وسایل.  

Averageradiated power

Frequency(MHz)

Type of mobile radio

A few hundred mill watts

[[۱۵]] to [[۱۶]] MHz

Cellular/PCS

Between 2 and 5 watts

30,50,150,450and

800MHz band

Two-way, hand-held

(Walkie-talkies)

Tens of mill watts

49,915,[[۱۷]]MHz

Cordless telephone

دبرقي خطونواغیزي په لاین کښې سمول

    دیادولو وړدې چې برقي لاین یوه الکتروومقناطیسی ساحه خارجوي. زیات بحث په دغه کښې شوي چې به ډیرشدت سره دغه لاینونه الکتروومقناطیسی ساحه تولیدوي.چې دا لاینونه په عمومی ډول سره په دوه ډوله غزولی شو،  یو دځمکې لاندې اوبل په هوا کښې . مثلاً که چیرته په ځمکه کښې خښ شي نوقیمت لوړیږي نسبت هغه لاین ته چې زمونږ اوتاسو له سره پورته غزیږي همدارنګه کوم حیوانات چې دازمیښت لاندې ونیول شول اوپه لابراتواری مطالعاتوپه حجروکښې اوهمدارنګه کلینکي مطالعاتو ، دمصر دناروغیو دپیژندې علم نو دی ټولو مطالعاتو دا په ګوته کړه چې  دمقناطیسي ساحي دخپریدو او دناروغیوترمنځ  یوه هماهنګي موجوده دی چې هغه عبارت دی له. دزړه دتنګۍ (پریشانۍ)، په ماشومانو کښې دویني سرطان، دمرکزی عصبی سیستم بی نظمي ، سرطان، دپوستکي درنګ توروالي او دسیني سرطان نو همدارنګه په دغو کښې زیات اختلافات موجوددې او ددې خبري مخالف دې چې دا په روغتیا باندې کوم اغیزه نلری .

     مګر ځینو مطالعاتو دا په ګوته کړي چې دغه مرضونه ورڅخه پیداکیږی، همدارنګه یوملی ساین اکاډومي او د ملی سرطان انسټیټوټ ددغوپه اړه زیات مطالعات وکړل او وروسته یې دا ښکاره کړل  چې په دغه برخه کښې یې کوم صحیح شواهد پیدا نه کړل چې دالکتروومقناطیس او دسرطان دناروغي ترمنځ ارتباط ولری.  کوم برق چې په دغه لاین کښې انتقال کیږی دا امکان نه لري چې دارنګه ناروغي ورڅخه منځ ته راشي ځکه اوس زیات کوښښ کوي چې دا آغیزې له منځه یوسي نو ځینو مطالعاتو داخبره تصدیق کړي چې داناروغي ورڅخه پیداکیږی.


                  

                                          انځور(۳-۵).

راډیوفریکونسی او دهغو خپریدل سمول

    دراډیو دفریکونسی رنج لکه چې مخکښې هم ذکرشوي ده LF,MF,HF,VHF,UHF نومایکروویف اکثره دراډیوموجونه لیږي نودراډیودفریکونسی اندازه (۳۰) کیلووهرتزنه تر(۳۰۰) ګیګاهرتزه پوري ده اوهمدارنګه بیولوژي اغیزې دراډیوفریکونسي انرژې نسبت په هغه اندازه ده چې جذب کیږی نو جذب دفریکونسي ډیرکم ده اوراډیو فریکونسی داتوان لري چې دانسان بدن ګرم وساتي او همدارنګه زیات دمایکروویو داشونه ډیره زرډوډي پخوي او نوځکه دمایکروویو وړانګې ډیري خطرناکه دې باید ډیره پاملرنه ورته وکړوخصوصاًپه دغه وخت کښې باید سترګی تري نه لیري وساتووداځکه کله چې په دوهمه نړیواله جګړه کښې جاپان دامریکا په داخل کښې دامریکا اتومی تاسیسات له منځه یووړل په دی وخت دامریکایی جنرال (ایلکن) نومیده دوه واړه اتومی بمونه چې وزن یی تقریبا ۳۰ فونډ وه دجاپان په دوه ټاپو ګانو کښې مخکښې له مخکښې ځاي پر ځای کړی وه چې دایلکن په رهنمای بم واچول شونود اچولو په وخت کښې پیلوټ  وچې ته ناګهانه وکتل نودی مضرو وړانګویی یوه سترګه له منځه یوړه نوددې خطرعلت دادی چې په ډیره لوړه کچه دراډیوفریکونسی په مقابل کښې وجود داتوان نه لري چې ورسره مقابله وکړي، او په ډیره لوړه کچه ګرمې ورڅخه پیداکیږی چې حتا دوجود زخمي کيدل، دپوستکې سوزیدل او همدارنګه ستړیاوی منځ ته راوړي.

دراډیوي موجونو دخپرولومرکزونه سمول

    همدرانګه دAM/FM راډیوکاني اوتلویزون په ډیره لوړه کچه باندې راډیو فریکونسی انرژې خپروي ځینو دهغوي انتنونه دڅومیګاوات په اندازه دپاوروړانګې خپروي مګر دغه آنتنونه دبرج په پورته حصه کښې قرارلري اوانسانان ورته نږدې قرارنه لري اوپه زیاته اندازه انرژې له دغو منابعونه جذب کیږی لکه AM/FM راډیوګانونه او تلویزون دخپرونو له انتنونه اوهمدارنګه ګرځنده تیلفونوله مرکزونونه انرژي جذب کیږی، داسترالیا دولت داپه ډاګه کړه چې دی هیواد کښې کوموکسانوچې دتلویزونو مرکزونوته نږدې ژوند کاؤنو په ماشومانو کښې یې دوینې سرطان ناروغي پیداشوه مګرمطالعاتوداپه ګوته کړه کوم اختلافات چې داسترلیا او UK دولت ترمنځ موجودؤ نود UKدولت دا شواهد ورکړل چې راډیوفریکونسي په ماشومانوکښې دوینی سرطان ناروغي نه پیداکوي نو دغه دولت (استرالیا) داخبره ردکړه نو UK دولت وویل چې داخبره دحقیقت وړنه ده اوپه پوره ډول يې ردکړه.

اصلی مرکزاودراډیوسایت

    لکه څرنګه چې پدې پوهیږوچې دموبایل انتنونه او نورد لاسته راوړلو اولیږدولو سیستمونه اوهمدارنګه درآډیوي سیستم اصلی مرکزونه اونور ټول راډیویی انرژې خپروی نو پدې صورت کښې کوم کسان چې دغومرکزونوته نږدی ژوند کوي انتنونه خپله انرژې خپروی مګر ډیرکم پاور دخلکو په منځ اوانتنونوکښې خپریږی چې تقریبا ۱۰۰ واټه څخه کم پاور راغلی دی

  دمایکروویو د داشونوآغیزې دانسان په روغتیا اوخوراک باندې

    دیادولو وړخبره دی کوم الکتروومقناطیسي موجونه چې دمایکروویوپه واسطه خپریږي دخلکوورته نږدې کښیناستل اوکومه خوراک چې دمایکروویوپه واسطه اماده کیږی زیات خلک دافکرکوي چې دمایکروویوداشونود وړانګو په ذریعه تیاره شوی خوراک دسرطان دناروغي سبب کیږی . نودارنګه باورکول په ساده ډول غلط فکرده چې خلک یې کوي مګر په هغه صورت کښې چې د X وړانګې په اتومونو تجزیه شي نوکمیاوي نواقص منځ ته راوړي خوپه هغه صورت کښې چې دمایکروویو اتومونه دتجزی وړنه وي کومه ځانګړي اغیزه نلری داځکه چې دبعضووړانګولکه ګاما په کارونی سره دخواړه ییزوتوکوپه کیمیاوی جوړښت کښې هیچ ډول بدلون نه را منځته کیږي. دانسانانودروغتیا لپاره  ددغه ډول خوړو کارونه زیان نه رسوونکې ګڼل شوی دی، دیادونی وړ دی چې هر ډول وړانګې نه شې کولای یوډول بیولوژجیکې اغیزی رامنځته کړی

دمایکروویو ارتباطی اړیکې

    دمایکروویو ارتباطی اړیکې د(۶-۱) ګیګاهرتزباند په مابین کښې فعالیت کوي دغه ګرمۍ تولیدوي دمایکروویو وړانګې دانسان په سترګوو مستقیم تأ ثیرکوي نو دمایکروویو په ارتباط زیاتي څیړنې وشولي  نتیجه دا شوه چې دمایکروویو زیات تأ ثیر په حیواناتو باندې دمایکروویو نه په ارتباط کښې ورڅخه استفاده کیږی یوه غټه وړانګه دانرژي  مستقیماً په هوا کښې دانتنونوپه منځ کښې لیږی.