د ويکيپېډيا خبرې اترې:توره او سیاست د اموي اسلام او نبوي اسلام مبارزه


توره او سیاست

د اموي اسلام او نبوي اسلام مبارزه


لیکوال : صالح الوردانی


توره او سیاست

د اموي اسلام او نبوي اسلام مبارزه


لیکوال : صالح الوردانی

بسم الله الرحمن الرحیم


د ليكوال خبرې څو كاله وړاندې مې دا كتاب د تاريخ د حركت د نوې كتنې لپاره))صفين(( و نوماوه. د كتاب له كښلو، چې نيت د حضرت علي او حضرت معاويه ترمنځ د شخړې په اړه څېړنه او په اسلامي ټولنه کې يې غبرګون و؛خو په تاريخي پېښو کې له ځيرنې راڅرګنده شوه، چې د (صفين) پېښه له تېرو سترو پېښو زېږېدلې؛نو ځكه شاته ستون شوم، چې د حضرت عثمان په اړه څېړنه وكړم. د حضرت عثمان  په باب ويينې اړ كړم، چې د حضرت عمر په اړه څېړنه وكړم او د حضرت عمر په هکله څېړنې اړ كړم، چې د حضرت ابوبكر صديق په باب غور وكړم، تر دې چې د رسول اكرم  د ژوند د حالاتو څېړنې ته ورسېدم او پردې باور شوم، چې كږ لېچ د نبي كريم د ژوند له روستيو وختونو پيل شو او د(صفين) جرړه له همدې ځايه ده او چې رسول اكرم وفات شو، سياست د تورې په مرسته ټبريزه ليكه واكمنه كړه، هغه ليكه چې حضرت ابوبكر صديق  او حضرت عمر يې بنسټ كېښود او اموي ليكه ترې راوټوكېده. نو صفين د ټبريز اسلام د بهير پاى وه، چې د رسول اكرم  تر وفات روسته واكمن شوى و؛نو د رسول اكرم د ژوند د روستيو حالاتو پېژندنه د صفين پېژندنه ده. د نبي كريم (ص) تر وفات روسته دوه ليكې را ښكاره شوې: 1- هغه ليكه، چې د ټبر خوا يې ونيوه او د بني ساعده و له څپرګي را وټوكېده. 2- هغه ليكه، چې د اهل بيتو خوا يې ونيوه او له حضرت علي سره همژمنې شوه. لومړى ليكه؛يعنې د )ټبريز اسلام( ليكه. دويمه ليكه: يعنې د )محمدي اسلام( ليكه. د رسول اكرم  د مرګونې ناروغۍ پر مهال د دواړو ليكو ترمنځ شخړې زور واخست او كه څه ټبريز اسلام بر لاس شو؛خو همېش محمدي اسلام د مبارزې په ډګر كې و. كله يې په توره، كله يې په سياست او كله يې په دواړو مبارزه كوله. ددې كتاب نيت دادى، چې د اسلام تاريخ له سره وپېژندل او بيا وليكل شي؛ ځكه سياسي رنګ يې اخستى او شخصيتونه يې پر نصوصو او متونو بر لاس شوي او ټبريزي شخړې پر اسلامي ارزښتونو لاسبري وي. مسلمانانو د تاريخ بهير د رسول اكرم د وفات له ورځې تر ننه د سپېڅلتيا په ليد تر غور لاندې نيولى، بې له دې چې څه ګوتنيونه او بيا كتنه پكې وي. د دې كتنې سرچينه له مسلمانانو راتاو سلفي ځنځيرونه دي، چې څوك نه پرېږدي د تاريخ حركت په (بشپړتيا يې ليد) او له هغو “سپېڅلتياوو” لرې وويني، چې ټاكلي وګړي يې په شپول كې نيولي دي او په دې ويينه كې موخه مو دا نه ده، چې يو شمېر هغه شخصيتونه، چې د مسلمانانو د درناوي وړ دي، خوګانې پكې ولټوو او خداى مه كړه سپکاوی يې كړو؛ بلكې موخه مو دا ده،چې « متون » پر « رجالو » غوره او اوچت وبولو او بيا وګړي د متونو په سيوري كې وتلو. نيت مو د يوه داسې قانون اېښوول دي، چې د تاريخ په بيا لوستنه كې مو لاسنيوى وكړي، داسې بيا لوستنه، چې د نصوصو له لارې حقايق تر لاسه كړو، نه د رجالو او وګړیو له لارې. د تاريخي حقايقو په هکله ويينې، بايد رښتونې نښې نښانې ولري او څه چې دلته لولو، بېشكه په ورځېني ژوند كې مو رېښې لري او په ټوليز ډول د مسلمانانو واقعيت او اسلامي اند نه رانغاړي. هغوى چې د اسلامي بلنې چارې پر مخ وړي او له تبليغاتو سره يې مخه وي، بايد پوه شي، چې د تاريخ د حركت پېژندنه، د اسلام پوهنې لازمي سريزه ده او د تېرو پېژندنه د اوسني وخت د پېژندنې سريزه ده. او په دې توګه دا كتاب له تېرو تر ننه يوه كتنه وه او هيلمن يم، چې د تېرو له ځنځيرونو د مسلمانانو د عقلونو ازادۍ ته يو ګام وي.

صالح الورداني قاهره – 1996 ز، جنوري










لومړى تم ځاى د رسول اكرم وفات ... او « فتنه » دغسې راښكاره شوه، حال دا چې پېغمبر (ص) پر مرګونې ناروغۍ و.




د رسول اكرم  وفات

د پېغمبر اكرم  ناروغي په زور كې وه او مهاجرينو او انصارو چې له نبي كريم  روسته پړاو ته ځانونه چمتو كول، فتنې پکې راولاړې شوې. اسلام چې د مكې تر سوبې روسته د قريشو مشران ځپلي وو، له لرې يې نبوي كورنۍ او د پېغمبر رنځوري څارله. مهاجرينو په مدينه كې، په “ حجة الوداع” كې د رسول اكرم  د وصيت په سيوري كې د خلافت مساله او پر رسول الله د روستيو نازل شويو آيتونو په باب په خپلو كې خبرې اترې كولې او (د نبي كريم تر وفات روسته) برنامې يې ارزولې او خپله ونډه يې په ګوته كوله. انصارو هم وضع څارله او ډارېدل، چې هسې نه د نبي كريم  تر وفات روسته خپل استراتيژيك وضعيت له لاسه وركړي. منافقين هم فرصت ته سترګې پر لار وو، چې پټ پړاو څنډې ته كړي ځان له نوي پړاو سره جوړ جاړي ته چمتو كړي. د مؤمنانو يوه كوچنۍ ډله، چې له نبي كريم  را تاوه وه، د دين د راتلونكې په فكر وه او هم هغو غبرګونونو ته پر تمه وه، چې شونې ده د رسول اكرم  تر وفات روسته په مدينې او له مدينې بهر را ولاړ شي. د پېغمبر  د ناروغۍ پر مهال د مدينې د وضعيت د رواياتو له څېړنې څرګندېږي، چې پېغمبر اکرم د بېلابېلو ډلو تر دباو لاندې و، چې ځانګړي خيالونه يې درلودل او په حقيقت كې دې دباوونو په خلافت او حكومت پورې تړاو درلود او بېشكه كه پېغمبر  په دې هكله څوك په نښه او ټاكلى نه واى؛نو شخړې ته به اړتيا نه واى؛ نو بايد صبر وكړو، چې خداى خپل تقدير پلي كړي او كه پېغمبر  له رنځورۍ روغ نشو؛نو خلك به د حضرت د ځايناستي لپاره له خپلو يو تن وټاكي؛ خو روايات مو دغسې پايلو ته نه را كاږي؛ بلكې روايات ټينګار كوي، چې پېغمبر  همېش د دين د راتلونکې او د امت د چار په فكر كې و او تل يې خلكو ته لار ښووله، چې بې لارې او بدمرغه نشي؛ خو په دې ترڅ كې ځينې ډلې وې، چې دا چارې يې د خپلو ګټو مخالف بللې؛نو ځكه يې هڅې كولې، چې د پېغمبر  نظر عملي نشي. او پېغمبر  هم له خپل امت سره د خداى پامانۍ پر مهال پوهېده چې امت يې دننني او بهرني خطرونه ګواښي او مخنيوي ته يې بايد نقشې وكاږي. بايد له ايران او روم سره مقابلې ته ګامونه پورته كړي او همداراز په دننه كې له يهودو او منافقانو سره د مبارزې لپاره ګامونه واخلي؛نو ځكه يې د بهر لپاره د اسامه  لښكر تلو ته چمتو كړاو دنننى اوضاع ته يې د وداع خطبه او د وصيت كښل په پام كې ونيول. د وداع خطبه: ايا دا شونې ده، چې يو پېغمبر له خپل امت سره وداع كوي او روسته ترې بل پېغمبر هم نه وي؛نو خپل امت ته كومه برنامه پرېنږدي؟ ددې پوښتنې ځواب ته، د سيرت په كتابونو كې د راغلې وداع خطبې په مضمون كې څه نا څه غور كوو: كوم قرآني متون چې په « حجة الوداع» پورې اړوند دي، خداى يې په اړه وايي:

(يٰٓاَيُّھَا الرَّسُوْلُ بَلِّــغْ مَآ اُنْزِلَ اِلَيْكَ مِنْ رَّبِّكَ ۭوَاِنْ لَّمْ تَفْعَلْ فَـمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهٗ  ۭوَاللّٰهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ۭ)  ډېر مفسرين او فقها وايي، چې د دې آيت شريف شان نزول په «حجة الوداع» كې و او دا د پېغمبر د راتلونكې رسالت په باب ورغلى يو فرمان دى، چې خپل امت ته يې ووايي.

بخاري له ام المؤمنين عايشې  روايتوي: «هغه به درته دورغ ويلي وي، چې څه پر پېغمبر نازل شوي، څه يې ترې پټ كړي وي» او خداى وايي: (يٰٓاَيُّھَا الرَّسُوْلُ بَلِّــغْ مَآ اُنْزِلَ اِلَيْكَ مِنْ رَّبِّكَ ۭ) ) ( پوښتنه ده، چې ولې عايشې  دغسې خبره كړې ده؟ شك نشته چې يو دليل و، چې دغسې خبرې كولو ته يې اړ كړې وه. داسې په نظر راځي، چې د آيت شريف په باب ډېر مطالب ويل شوي دي؛خو هرومره يو مهم مطلب شته، چې په اړه يې دا آيت شريف نازل شوى دى او روا نه ده، چې پېغمبر  تورن كړو، چې د خداى له نازل كړاى شويو يې څه پټول. په هر حال دا پټول يوازې د منافقانو، خپل پالو او ځانته د ګټه غواړيو پر ګټه و؛نو كوم څيزونه هغوى اړل باسي، چې پېغمبر  تكذيب او په پټولو يې تورن كړي، حال داچې پوهېږي قرآن پر پېغمبر  نازلېږي او رسوا كړي يې دي او نيتونه يې را برسېروي؛نو ځكه پېغمبر  څه نه پټول او چې څه پرې نازلېدل، خلكو ته يې رسول؛خو پټول له بل لوري را منځ ته شو، بېشكه د قرآن څرګند آيات پټولاى نشو؛خو د پېغمبر  خبرې پټولاى شو او په نظر رسي، چې څه لېوالتیا وه، چې د رسول اكرم  د ځايناستي په باب له وصيت سره يې د دې آيت شريف په تړاو......او كه په رښتيا د عايشې  خبره په دې پېښې پورې تړاو ومومي؛نو سمه ده او پېغمبر  هرومرو ښكاره كوله او هم د عايشې  يو بل روايت تاويلوي،چې د علي په اړه د پېغمبر  له سپارښتنې منكره ده. دا څه وخت يې د هغه په هكله وصيت وكړ؟ د پېغمبر  سر زما په لمن كې و او هډو پام مې نه و، چې له نړۍ تللى دى؛نو چا يې په اړه وصيت وكړ؟ ) ( او كه د آيت روستۍ نيمايي (وَاِنْ لَّمْ تَفْعَلْ فَـمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهٗ ۭوَاللّٰهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ۭ) ته ځير شو؛نو پوهېږو، چې امت ته پکې خورا مهم امر شته، چې لازم دي، پېغمبر ته ډاډ وركړاى شي، چې د منافقانو، ټبر پالو او ... غبرګونونه زيان ورسولاى نشي او دا مطلب له (وَاللّٰهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ۭ) څخه پوهېداى شو. پر پېغمبر  كلونه كلونه، ډېر احكام د آيتونو له لارې نازلېدل، چې بايد خلكو ته يې رسول؛خو ولې دا روستى حكم په دې پورې اړوندېږي، چې خداى به يې د خلكو له ځورونې خوندي كړي. همدغسې خداى  وايي: (اَلْيَوْمَ اَ كْـمَلْتُ لَكُمْ دِيْنَكُمْ وَاَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِيْ وَرَضِيْتُ لَكُمُ الْاِسْلَامَ دِيْنًا ۭ) دا آيت شريف هم په «حجة الوداع» كې نازل شوى دى؛لكه چې اهل سنت له ابوسعيد خدري  څخه روايتوي، چې پېغمبر  خلك د «خم عذير» پر ورځ حضرت علي كرم الله وجهه ته متوجه كړل او امر يې وكړ، چې تر ونو لاندې پاك او چمتو كړئ؛نو ودرېد او علي يې راوغوښت، له لاسه ونيو او اوچت يې كړ، تر دې چې خلكو د پېغمبر او علي د تخرګونو سپين ولېدل او خلك لا خپاره شوي نه وو، چې دا آيت شريف نازل شو.... بيا پېغمبر وويل: د چاچې زه سرور او مولا يم؛نو تر ما روسته علي يې سرور دى. خدايه دوستان يې دوست وګڼه او دښمنان يې دښمن وبوله او د ملاتړو يې ملاتړ شه او هغه خوار كړه، چې علي خوار كړي. ) ( بخاري په يوه روايت كې وايي، چې نبي كريم  د يوې وينا په ترڅ کې وويل: نه پوهېږئ چې نن څه ورځ ده؟ وويل شول: خداى او رسول يې ښه پوهېږي. ويې ويل: آيا نن د قربانۍ ورځ نه ده؟ ومو ويل: هو، رسوالله. ويې ويل: دا كوم ځاى دى؟ آيا يوحرام ښار نه دى؟ ومو ويل: هو، رسول الله. ويې ويل: په رښتيا، د نن ورځې د حرمت په څېر، وينه، شتمني؛نواميس او بدنونه مو پر يو بل حرام دي. آيا پيغام مې درورسېد؟ ومو ويل: هو، و يې ويل: خدايه شاهد وسه؛نو هر حاضر دې غايب خبر كړي؛ ځكه ډېر شوي، چې تبليغ ورته شوى، تر تبليغ خورا پوه وي. هسې نه تر ما روسته بيا كافران شئ او يو د بل څټونه پرې كړئ. ) ( جرير وايي: رسول اكرم  په « حجة الوداع» كې راته وويل: خلك چوپ كړه. بيا يې وويلك هسې نه تر ما روسته بيا كافران شئ او د يوبل څټونه پرې كړئ. ) ( مسلم )صحيح، 2 : 886 مخ، 47 ګڼه حديث( روايتوي، چې پېغمبر  وويل: خلكو! خبرې ته مې غوږ ونيسئ. ښايي زه مو نور دلته ونه وينم. خلكو! پر تاسې د يو بل وينې او مالونه د نن په څېر حرام دي او هم ټولې جاهلي چارې او د جاهليت وينې مې تر پښو لاندې دي، لومړى وينه چې تر پښو لاندې كوم، د ربيعة بن حارث وينه ده او لومړى سود او ربا چې تر پښو لاندې كوم د عباس بن عبدالمطلب سود دى. خلكو! شيطان له دې نهيلى شوى، چې ستاسې په هېواد كې ونمانځل شي؛خو په هغو كړنو يې بسياينه كړې، بې له دې چې تاسې يې واړه بولئ؛نو د خپل دين په اړه ترې ځانونه بچوئ. خلكو! په حقيقت كې مياشتې كمول او زياتول په كفر كې افراط دى، چې كفار پرې؛خورا بې لارېږي، يو كال يې حلالې بولي او بل كال يې حرامې، چې د خداى حرام ولتاړل او حلال يې حرام كړي او په واقع كې وخت په هماغه شكل او بڼه ستون شو، چې يوه ورځ خداى اسمانونه، ځمكه پيدا كړل. كال دولس مياشتې لري، چې څلور يې حرامې دي، چې په دې څلورو كې درې يې پرله پسې دي، ذوالقعده، ذوالحجه، محرم او رجب، چې د جمادي الثاني او شعبان ترمنځ دي. د ښځو په باب، الهي تقوا هېره نه كړئ (تېرى پرې ونه كړئ) ځكه د خداى په اجازه مو نيولي او د خداى په نامه مو نكاح ورسره كړې ده. په واقع كې تاسې يو پر بل حق لرئ، پر هغوى مو حق دادى، چې څوك په سملاستو كې ورسره شريك نه كړي؛نو كه دغسې بد چار يې وكړ؛نو په كوتك يې ووهئ؛خو نه دومره سخت او هغوى هم پر تاسې حق لري، چې په انصاف خواړه وركړئ او جامې ور واغوندئ. نو خلكو! په خبره مې ځان پوه كړئ، چې لازم وو، درته مې وويل، او په رښتيا په تاسې كې مې دوه څيزونه پرېښوول، كه منګولې پرې ښخې كړئ، بېخي به بې لارې نشئ: د خداى كتاب او د رسول يې سنت خلكو! كه څه حبشي مريي درباندې واكمن و؛خو چې د خداى په كتاب درسره چلي؛نو (خبره) يې واورئ او اطاعت يې وكړئ. خلكو! خبرې ته مې غوږ ونيسئ او پرې پوه شئ. بايد پوه شئ، چې هر مسلمان د بل مسلمان ورور دى او شتمني يې هله ورته حلاله ده، چې په خپله خوښه يې وركړي وي؛نو پر ځانونو ظلم مه كوئ. خدايه! آيا و مې ويل؟ او تاسې مې پوښتئ؛نو څه به ووايئ؟!!) ( ابن سعد )طبقات، 3 : 377 مخ( روايتوي، چې پېغمبر اكرم  وويل: د خپلو مريانو! د خپلو مريانو! په هکله مو پام وسه، چې څه خورئ، پرې يې وخورئ او چې څه اغوندئ، پرې يې واغوندئ او كه داسې ګناه (او چار) يې وكړ، چې مو نه خوښېده؛نو د خداى بندګان وپلورئ او ربړوۍ يې مه. ابن اسحاق هم په خپل سيرت كې دا روايت راوړي دى. د سننو كتابونو روايت كړى، چې رسول اكرم  وويل: ژر مې پالونكى خپلې لوري ته رابولي او زه يې (بلنه) منم. په تاسې كې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم: د خداى كتاب او ځوځات مې اهل بيت مې او ځكه چې ځيرك او خبير خداى خبر كړى يم، چې دوى تر هغې يو له بله نه جلا كېږي، چې په (كوثر) حوض راته راشي؛نو ووينئ، چې تر ما روسته څرنګه ورسره چلئ. ) ( او به بل روايت كې وايي: په تاسې كې مې د خداى كتاب او خپل عترت (ځوځات) پرېښى، دوى تر هغې يو له بله نه جلاكېږي، چې په حوض كې راته راشي، تر هغې چې منګولې پرې ولګوئ؛نو تر ما روسته به بيخي بې لارې نشئ؛نو ووينئ، چې تر ما روسته له دې دواړو سره څرنګه چلېږئ. ) ( او هم وايي: خلكو! ښايي ژر د خپل پالونكي استازى راته راشي او بلنه يې ومنم؛نو په تاسې كې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم. لومړى د خداى كتاب، چې هدايت او رڼا پکې ده؛نو يې ومومئ او منګولې پرې ښخې كړئ. بيا یې خلك د كتاب الله لاروۍ ته وهڅول او ويې وويل: دويم اهل بيت مې. د خداى لپاره، چې اهل بيت مې هېر نه كړئ، د خداى لپاره، چې اهل بيت مې هېر نه كړئ، د خداى لپاره چې اهل بيت مې هېر نه كړئ. ) ( او په يو روايت كې راغلي، چې حضرت علي په «رحبه» نومې ځاى كې وويل: چې چا په «خم غدير» كې د پېغمبر  خبره اورېدلې وي، را پادې څي؛نو د سعيد په خوا شپږ تنه او د زيد په خوا كې هم شپږ تنه را پاڅېدل او شاهدي وركړه، چې پېغمبر  د خم غدير پر ورځ د علي په هكله وويل: «آيا رسول الله تر مؤمنانو وړ نه دى؟ وويل شول: هو. ويې ويل: خدايه، د چا چې مولا يم؛نو علي يې مولا دى. خدايه، دوستان يې دوستان وګڼه او دښمنان يې دښمن») ( حضرت برأ بن عازب وايي: په حجة الوداع كې له پېغمبر  سره وو، چې په لار كې ودرېد او د جماعت لمانځه امر يې وكړ؛ نو حضرت علي يې له لاسه ونيو او ويې ويل: ايا زه پر مؤمنانو تر ځانونو يې وړ نه يم؟ وويل شول: هو. ويې ويل: ايا زه له هر مؤمنه تر ځانه وړ نه يم؟ وويل شول: هو! ويې وويل: نو دا (علي) د هغه سرور دى، چې زه يې مولا او سرور يم، خدايه دوستان يې دوستان او دښمنان يې دښمن وګڼه.) ( ابن تيميه د اهل سنتو په اړه وايي: د پېغمبر اهل بيت ښه ګڼي او خپل پالندويان يې ګرځوي او د خم غدیر پر ورځ د پېغمبر سپارښت ته يې پام وي، چې يې وويل: د خداى لپاره چې اهل بيت مې هېر نه كړئ. ) ( د رواياتو څېړنه: د تېرو رواياتو له څېړنې پايله اخلو چې: د بخاري روايت د راتلونکي په باب څو مطالبه پرانزي: 1- د مسلمانانو د وينې ساتنه. 2- لومړي مطلب ته نه ژمنتيا. 3- د رسول الله  ګواهي. پوښتنه راولاړېږي، چې ولې رسول اكرم  له امت سره د وداع په خطبه كې د مسلمانانو پر وينې او ارتداد ټينګار كوي او نه يوازې پر ويلو يې ټينګار لري؛ بلكې شاهدان اخلي، تر دې چې د خداى پر وړاندې د امت د خيرخوا په توګه، خپل برائت جوت كړي؟ د پېغمبر  دا ټينګار يوې ډلې اصحابو ته څرګنده اشاره ده، چې كړنې يې انسان هوښياروي او ښايي دا يوازېنۍ نښه وي، چې د رسالت د راتلونكې او د رسول اكرم  تر وفات روسته د امت د اوضاع په باب يې د بخاري روايت جوتوي او بېشكه چې د حضرت ابوبكر صديق  خلافت د مسلمانانو ترمنځ د وسلوالې نښتې يو نېغ لامل و، چې تورې پاى ته ورساوه او د زكات د نه وركونكيو په نوم پاى ته ورسېد. بخاري د وداع د خطبې يوه برخه راوړې او پاتې يې د خپل عادت له مخې په جلا جلا بابونو كې ويشلې ده؛ لکه په سود پورې اړوند برخه يې په «ربا» باب كې راوړې او په ښځو پورې اړوند برخه يې د ښځو په ځانګړي باب كې راوړې ده او... په دې توګه يې د خطبې ټوليز مفهوم له منځه وړى دى. خو د مسلم روايت پوره دى، چې څرګندې نښې لري: 1- د مسلمانانو د وينې ساتنه. 2- له جاهليته ځان ساتنه. 3- له سوده ډډه كول. 4- د ښځو درناوی. 5- پر كتاب او سنتو منګولې لګول. 6- د واكمنو اطاعت. 7- د مسلمانانو د حقوقو ساتنه. 8- ابلاغ او ګواهي. د عقل له مخې د منلو وړ او مطلوبه ده، چې پېغمبر  خپل امت ته وصيت كوي، چې د يو بل د وينې درناوي وكړئ، جاهلي عادات يې وغندل، د ښځو درناوى وكړئ، يو د بل حقوق وساتئ او له ربا ډډه وكړئ؛خو دا د نه منلو وړ دي،چې حضرت پر كتاب، سنتو او له واكمنو پر اطاعت ټينګار وكړي، وړ وه، چې حضرت يوازې پر قرآن منګولې لګول په پام كې ونيسي؛ دا ځكه چې تر هغې ورځې خو سنت را ټول شوي نه وو او د تشريع د يوې سرچينې په توګه مشهور شوي نه وو او ان قرآن هم او د اهل سنتو د رواياتو له مخې تر هغې ورځې راټول شوى نه و او له يو ډېر لږ شمېر اصحابو سره و؛نو ځكه داسې ښكاري چې د «سنتو» ور زياتونه د رواياتو جوړونه وي؛ لکه چې صحيح مسلم يو بل روايت راوړي، چې يوازې د قرآن نوم پکې راغلى او د سنتو نوم پکې راغلى نه دى. او له واكمنو اطاعت خو په ډاګه ده، چې د سياست له اختراعاتو او جوړونو ځنې دى، چې د رسول اكرم  تر وفات روسته واكمنو ته لار پرانزي او نه يوازې دا حديث، چې په دې مضمون يې په لس ګونو احاديث جوړ كړي، چې امت د واكمنو اطاعت ته اړ كړي، كه څه دا واكمن د خلكو ناموسونه څيرې كړي. ) ( او څه چې بخاري، مسلم او نورو روايت كړي، د وداع خطبې په لومړۍ برخې پورې تړاو مومي؛ خو بله برخه يې تر دې خورا مهمه ده. پېغمبر  مدينې ته نژدې په خم غدیر كې وينا وكړه، چې دا برخه بخاري روايت كړې نه ده؛خو مسلم او نورو راوياتو روايت كړې ده. او ددې موضوع پر سر د سني او شيعه تر منځ اختلاف دى. اهل سنت د خطبې د اړخونو او موخو په اړه شكمن دي؛خو شيعه يې د حضرت علي په سپارښتنه كې د پېغمبر  څرګنده لارښوونه ګڼي او ټينګار لري، چې پېغمبر د حكومت، امامت او نورو ديني چارو په باب سپارښتنې كړي، چې كه امت ترې لاروي وكړي، تر وفات روسته يې نه بې لارې كېږي. پېغمبر  په حجة الوداع كې له كتاب الله او اهل بيتو يې له لاروۍ سپارښتنه كوي او دې مسئلې ته يې بل دليل دادى، چې پېغمبر ، حضرت علي له لاسه نيسي او اعلانوي، چې هغه يې مرستندوى و او هغه ته دعا كوي، چې له علي سره يې مينه وي او دښمن ته يې ښېرا كوي، چې دا پخپله مسئله ښه په ډاګه كوي. او ښايي همدې د حضرت علي دښمنان اړ كړل، چې څه يې په دې اړه له پېغمبر  اورېدلي وو، ترې منكر شي؛ ځكه تر هغې ورځې ټبرپالۍ لا ټينګې جرړې درلودې؛ لکه چې منافقين هم، چې د رسول الله  په مدني ټولنه كې څرګنده ډله وه، تر وفات روسته يې ښه راښكاره شوه. او په نظر رسي، چې د حضرت علي او ملګرو پر ضد يې د ټبرپالو او منافقانو ترمنځ يو تړون وجود درلود، چې د حضرت علي د ډلې پرماتې پاى ته ورسيد. په يو روايت كې راغلي چې: حضرت علي د خلكو له لاسه رسول اكرم  ته شكايت وكړ. بيا نو پېغمبر  په يوې وينا كې خلكو ته وويل: خلكو! له علي بيخي ګيله مه كوئ؛ ځكه د خداى لپاره او د خداى په لار كې سخت دريځه دى. ) ( بالطبع خلك دلته د اصحابو هماغه ډله ده، چې په حضرت علي پورې يې دروغ وتړل او د پېغمبر پر وړاندې يې د مرتبې او په اسلام كې يې د هغه د اوچت مقام په اړه رخه او كينه وكړه او پېغمبر  دا مسئله په دې له منځه يووړه، چې د حضرت علي د دښمنانو او هغوى پر وړاندې يې يو حكم وكړ، چې په ظاهره له حضرت علي سره جوړ او پسي شايې یې دښمنان وو، تردې چې پخپله حضرت علي وايي: امي پېغمبر  را سره ژمن وكړه، چې يوازې د مؤمن به ښه ايسې او يوازې منافق دى، چې دښمني درسره كوي. ) ( په يوه روايت كې راغلي، چې په نبوي زمانه كې مو منافقين په دوو نښو پېژندل: يو د شپې له لمانځه او بل له حضرت علي سره په دښمنۍ! دا ډول روايات ښيي،چې د حضرت علي دښمنه ډله د پېغمبر  پر ژوندونې وه؛ بلكې چې ملاتړې ډله يې هم له هماغې زمانې رامنځ ته شوې ده. ابن تيميه چې د اهل بيتو د لارويانو او د اموي ليكې د مخالفينو دښمن و، اعتراف يې كړې، چې پېغمبر په خم غدير كې د دې جملې « د خداى لپاره چې اهل بيت مې له ياده ونه باسئ» په ويلو د اهل بيتو په باب سپارښتنه كړې ده؛خو د حضرت علي په هكله يې د پېغمبر پاتې خبره ويلې نه ده! بالطبع ابن تيميه هغه څه نه ويني او نه پرې ځان پوهوي،چې عقلمن ځان پرې د پېغمبر له خبرې پوهوي. ابن تيميه نه پوهېږي، چې دا خلافت ته د اهل بيتو پر حقانيت او لاروۍ لپاره يې دليل دى. د اسامه لښكر: د سنتو او تاريخ په كتابونو كې د اسامه د لښكر په هکله ډېر روايات راغلي دي؛خو هغه راز نه را برسېروي، چې ولې پېغمبر  له ښاره د باندې د لښكر په لېږلو ټينګار درلود او هغه په داسې يو موقعيت كې، چې ټول د نبي كريم  وفات ته سترګې پرلار وو. پېغمبر اكرم  په مرګونې ناروغۍ كې پرله پورې ويل: د اسامه له لښكر سره يو ځاى شئ، د اسامه له لښكر سره يوځاى شئ. ) ( ددې چار پركولو د پېغمبر  ډېر ټينګار څو حقيقته راڅرګندوي: لومړى: ځينې ځواكونه د دې لښكر د خوځېدو خنډېږي. دويم: ددې لښكر خوځېدل، د اسلام په پر مختګ كې خورا اهميت لري. درېيم: پېغمبر  يې له مدينې څخه دباندې ايستولو كې بيړه كوله. څلورم: په دې كې څه حكمت و، چې تنكى ځوان يې د لښكر بولندوى كړ، چې پوخمنګي اصحاب کرام هم پکې وو؟ بخاري وايي: چې پېغمبر اكرم  اسامه بولندوى كړ، خبرې ورپسې وشوې. پېغمبر  وويل: وامې ورېدل، چې خبرې مو ورپسې كړي، حال دا چې هغه راته غوره تن دى. ولې خلكو د اسامه په ټاكنې نيوكه كوله؟ په اړه يې څه ويل؟ دې روايت دا پوښتنې راته ځواب كړي نه دي؟ خو بل روايت په دې اړه ډېره توضيح كړې ده. حضرت ابن عمر  وايي: پېغمبر  د اسامة بن زيد په مشرۍ يو لښكر ولېږه. خلكو په دې ټاكنې ملنډې وكړې، بيا نو رسول اكرم  پاڅېد او ويې ويل: تاسې يې پر بولندوينې ملنډې وكړې؛ لکه چې تر دې له مخه مو پر پلار يې ملنډې كړې وې. پر خداى قسم هغه بولندوينې ته وړ او خورا راته ګران دى. ) ( يو بل روايت پر حضرت اسامه ملنډې او قومندانۍ نه منل يې په ډاګه بيانوي او دا هماغه دريځ دى، چې د موته په غزا كې يې د هغه د پلار په اړه درلوده. پوښتنه داده، چې ايا د اسامه پر قومندانۍ ملنډې وهل، په حقيقت كې د پېغمبر  پر فرمان ملنډې وهل ګڼل كېږي نه؟ او ايا دا درېځ يوازې په اسامه  پورې تړاو مومي يا يې د لېږلو په موخې پورې؟ دا مساله لكه چې ښكاري، له يوې شخصي مسالې اوچته ده او له حضرت اسامه او قومندانۍ يې خورا مهمه پېښه ده. كوم روايات چې د اهل سنتو په كتابونو په تېره صحيحينو كې شته او د اصحابو په دريځونو او سرغړونو پورې يې تړاو مومي يا پوره معنا نه لري يا د وګړيو نومونه اخستل شوي نه دي او يا دا چې دا پېښه پوره كښل شوې نه ده. او ددې هڅو موخه داده، چې پر حقيقت پرده واچوي، چې د ځينو ټاكليو وګړيو په باب شبهې راښكاره نشي،چې د مسلمانانو له نظره ولوېږي او دا مساله له پيله تر پايه د راوي په امين والي پورې اړه لري. عايشه ام المؤمنين رضى الله عنها وايي: پېغمبر  د ناروغۍ په حال کې له بسترې پاڅېد او پر عباس او يوبل تن يې ډډه وهلې وه او هغه تن چې عايشې  يې نوم اخستى نه دى علي و.) ( حضرت ابوهريره  وايي: د پېغمبر  د احاديثو دوه لوښي مې ډك كړي دي، يو لوښى مې خپور كړى دى؛خوكه بل خپور كړم، څټ مې پرې كېږي. ) ( ابن عباس  وايي: د پنجشنبې ورځ ده،چې د پېغمبر  ناورغي زياته شوه؛نو ويې ويل چې يو كاغذ راوړئ، چې يو څه پرې درته وليكم، چې تر ما روسته بې لاري نشئ، ځينې يو له بل سره ونښتل، حال دا چې د پېغمبر  پر وړاندې نښته ښه نه ده، وويل شول: څه پرې شوي، چې پرتې (هذيان) وايي؟ او په دې توګه يې د هغه خبرې ته څه اهميت ور نه كړ؛نو پېغمبر  وويل: پرې مې ږدئ. په رښتيا په كوم حال او موقعيت كې چې يم، تر هغه غوره دى، چې تاسې مې وربولئ (ورباندې يادوئ) بيا يې د درېيو څيزونو سپارښتنه ورته وكړه: مشركان له جزيرة العربه وباسئ، راغليو پلاويو ته چې ما څنګه ډالۍ وركولې، تاسې يې هم وركړئ، درېيم مطلب يې ونه وايه يا يې ووايه او ما هېر كړى دى!. بخاري د هغه چا په اړه څه ويلي نه دي،چې پېغمبر  په پرتو ويلو تورنوي؛ ځكه ددې خبرې موخه داده، چې پېغمبر حواس له لاسه وركړى، لېونى دى او پرتې وايي. بخاري د پېغمبر له درېيمې لارښوونې هم نوم نه اخلي. ايا په رښتیا ابن عباس  څه ويلي نه دي که پخپله چوپ شوى دى؟ دا روايت شكمن دى. معلومه نه ده، ابن عباس درېيمه خبره كړې نه ده که راوي هېره كړې ده؛ لکه چې هغه يې ياد كړى نه دى، چې پېغمبر  يې د ناروغۍ پر مهال په پرتو ويلو تورن كړ، چې هغه حضرت عمر بن خطاب  و، دا ډول شكونه د اسامه په لښكر اړوند روايت كې هم ليدل كېږي؛ځكه بخاري يوازې په روايت كې وايي: پېغمبر  اسامه لښكرمشر كړ او خلكو يې په اړه خبرې وكړې يا په بل ځاى كې وايي: خلكو د اسامه په لښكر مشرۍ ملنډې ووهلې. خو بخاري د هغو كسانو په اړه هېڅ ويلي نه دي، چې پر اسامه يې ملنډې وهلي دي. دا چار له دې سره مساوي دى، چې د اصحابو د اختلاف په اړه څه خبره رامنځ ته نشي او له محرماتو يې وشمېري او لكه چې عقيدتي كتابونه وايي، دا معنا د عقيدې يو اصل دى. ) ( په دواړو موضوګانو كې واقعي نيت په اصحابو پورې اړوند د تاريخي پېښو پټول دي، چې څېرې يې د مسلمانانو په نظر كې ونه نړېږي او بې اعتماد پرې نشي او په پايله كې، د اهل سنتو د ليكې او د واكمنو د ليكې پر ضد پاڅون ونه كړي، چې په دې هكله به بحث‏ وكړو. لكه چې ګرد سره پوهېږي، ستر اصحاب او له دې ځنې حضرات ابوبكر او عمر  د حضرت اسامه  په لښكر كې وو؛خوحضرت علي، پېغمبر له ځان سره پرېښى و. نو دادى چې د دې پېښې نوې نښې را ښكاره كېږي. پېغمبر  څه نيت درلود، چې د اسامه په څير ځوان پر حضرت ابوبكر ، حضرت عمر  او سترو اصحابو قومندان كړى او ټينګار يې درلود، چې ژر تر ژره دې له مدينې ووځي. حال داچې پخپله مرګونی ناروغ و او شونې وه، چې هر شېبه له نړۍ سترګې پټې كړي او په څنګ كې يې يو صحابي هم نه وي. دا چار لامل شو، چې په اصحابو كې شك پيدا شي او د كمكي اسامه په پلمه له ښاره په وتو كې ځند وكړي او ښايي د پېغمبر  دا خبره ] چې په امارت كې يې خو ګانې لټوئ، چې د هغه د پلار په امارت كې مو هم ټكې كولې[ دې ته اشاره وي، چې نيت مو مخالفت دى كه نه پلار يې زيد خو څه كم عمر نه و! نو ځكه خلكو په زړونو كې څه بل پټ كړي وو او په هسې پلمو يې هڅه كوله چې له ښاره ونه ووځي؛خو ولې خلكو غوښتل په ښار كې پاتې شي؟ ددې پوښتنې ځواب په هغه روايت كې دى، چې مخكې مو راووړ، د پنجشنبې د ورځې روايت هغه مهال، چې پېغمبر  وغوښتل خلكو ته يو ليك وكښي، چې په ګټنه يې تر هغه روسته بې لارې نشي. د دې غوښتنې په اورېدو په خلكو كې شور ځوږ جوړ شو، ځينو خو پر پېغمبر  ملنډې ووهلې، چې ليك كښلو ته يې فرصت پاى ته ورسي. دا پېښه هغو خلكو ته را دمخه شوه، چې په ظاهر كې مشري يې له حضرت عمر  سره وه او لكه چې را روسته به يې څرګنده كړو، پېغمبر هغه څه پټ كړل، چې تر ځان روسته زمانې پورې يې اړه درلوده. دې شك له هغه ځايه زور اخسته، چې پېغمبر  د « تبوك» په غزا كې د حضرت علي پر وړاندې دا دريځ تكرار او بيا ......كړ او د اصحابو پر وړاندې يې داسې خبرې وكړې، چې شكمن يې كړل. بخاري وايي: پېغمبر  ،حضرت علي په ښار كې ځايناستى كړ او پخپله تبوك ته وخوځېد. حضرت علي وويل: ايا ما په ښځو او كوچنيانو كې پرېږدئ؟ پېغمبر  وويل: ايا ښه دې نه ايسي، چې مقام دې راته داسې وي؛ لكه موسى ته د هارون مقام؛خو په دې توپير، چې تر ما روسته پېغمبر نشته. ) ( ښايي اصحابو ته دا خبره هله ورياده شوي وي، چې پېغمبر  ورته له ښاره له بهر وتو امر وكړ او پوه شوي وو، چې مساله پراخ اړخونه لري او يوازې له ښاره په دباندې تګ كې نه را ايسارېږي، په تيره دا چې ويې ليدل پېغمبر  ،حضرت علي يې له ځان سره ساتلى او يوازې له ښاره د هغوى په وتلو ټينګار كوي. په واقع كې حضرت اسامه په قومندانۍ استول، د غوراوي مهمه پېښه رامخې ته كوي،ځينې اصحاب پر ځينو غوره ګڼل او حضرت عمر  او حضرت ابوبكر  پر اصحابو،بلكې پر ټول امت غوره ګڼل. كه په رښتيا پېغمبر  دې دواړو ته پر نورو اصحابو غوراوى وركاوه؛نو ولې يې حضرت اسامه د هغوى قومندان كړ او حضرت علي يې په ښار كې پرېښود؟ بلخوا كه پېغمبر لكه چې څنګه وايي، تر ځان روسته د حضرت ابوبكر  خلافت ته اشاره كړې؛نو ولې په خپلې مرګونې ناروغۍ كې امر ورته كوي، چې د حضرت اسامه له لښكر سره شه؟ يادونه: دا لومړى ځل نه دى، چې پېغمبر د حضرت عمر او حضرت ابوبكر  پر وړاندې دغسې دريځ نيسي، مخكې يې د « ذات السلاسل» په غزا كې حضرت عمرو بن عاص پرې بولندوى كړى و. ) ( ابن حجر وايي: د پېغمبر اكرم  له وفات دوه ورځې مخكې د اسامه  لښكر چمتو شوى و او پېغمبر  له خلكو غوښتني وو، چې د صفرې مياشتې تر پايه د روم جګړې ته ولاړ شي. پېغمبر  اسامه  را وغوښت او ويې ويل: د خپل پلار وژنځي ته روان شه، ته مې لښكر مشر كړى يې؛ نو خلك پر خپلو اسونو سپاره شول ،بيا يې ؛ بېرغ وركړ او د اسامه په لښكر كې يې د مهاجرينو او انصارو مشران؛ لكه حضرت ابوبكر،حضرت عمر، حضرت ابوعبيده، حضرت سعد، حضرت سعيد، حضرت قتاده بن النعمان او حضرت سلمه بن اسلم  شامل كړل. بيا د پېغمبر  ناروغي سخته شوه، ويې ويل: ډېر ژر د اسامه لښكر ولېږئ، ځينو اصحابو نيوكه وكړه، چې يو يې حضرت عياش بن ابى بيعه مخزومي  و، چې حضرت ابوبكر  تر خپل خلافت روسته قومندان كړ. ) ( ابن تيميه د اسامه  په لښكر كې د حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  له مجبورولو منكر دى ......ابن حجر يې د ډېر شمېر رواياتو په راوړو خبره ردوي. ) ( دلته بله پوښتنه مطرحېږي، ولې ابن تيميه هڅه كوي د اسامه  په لښكر كې د حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  له شتونه منكر شي؟ ايا داسې نه ده، چې په لښكر كې يې شتون له پېغمبره اطاعت ګڼل كېږي او بېشكه د شرافت لامل يې دى؟ ولې ابن تيميه هڅه كوي له دواړو له پېغمبره د اطاعت او د خداى په لار كې د جګړې وياړ لرې كړي؟ د ابن تيميه دا دريځ د علامه حلي د رد لپاره و، چې د هغې زمانې د شيعه وو له مشهورو عالمانو ځنې و؛خو په دې پاتې راغى، چې په صحيح مسلم كې د ثقلينو د حديث په اړه شكمني پيدا كړي. ) ( دلته يوه بله مساله د پام وړ ده او هغه داچې حضرت ابوبكر  د پېغمبر  تر وفات روسته لښكر چمتو كړ او روم ته يې ولېږه. ابن حجر وايي: چې حضرت ابوبكر  خليفه شو، اسامه  يې تلو ته چمتو كړ او ترې يې وغوښتل چې حضرت عمر  ته په مدينه كې د پاتېدو اجازه وركړي؛نو اجازه يې وركړه. ځير شئ. ) ( د ناروغۍ او مړينې ترمنځ: بخاري له ابن عباس  څخه روايتوي چې: د پنجشنبې ورځ، څه د پنجشنبې ورځ؟ د پېغمبر  ناروغي سخته شوه؛نو ويې ويل: يو كاغذ راوړئ، چې يو څه درته وليكم، چې تر ما روسته بې لارې نشئ. د پېغمبر په شاوخوا كې ناست يو له بل سره ونښتل، حال دا چې د پېغمبر  په مخكې نښته روا نه ده. وويل شول: څه پرې شوي، چې پرتې وايي: له پېغمبر  يې وغوښتل، چې مطلب ورڅرګند كړي؛نو د پېغمبر  خبرو ته يې غوږ كېنښود. بيا رسول الله وويل: پرې مې ږدئ.په رښتيا په كوم موقعيت كې چې يم، تر هغه غوره دى، چې تاسې مې وربولئ او هغوى ته يې د درېيو څيزونو سپارښتنه وكړه: «مشركان له جزيرة العربه وباسئ، لېږونكيو ځواكونو ته هاغسې بدله وركړئ؛ لکه چې زه يې وركوم. درېيم څيز يې يا و نه وايه يا ما هېر كړى دى»! په بل روايت كې راغلي: پېغمبر  په خونه كې و، څو تنه هم هلته وو. پېغمبر  وويل: راشئ، چې يو څه درته وليكم، چې تر ما روسته بې لارې نشئ. ځينو وويل: پر پېغمبر درد غلبه كړې. تاسې قرآن لرئ. قرآن راته بس دى. په منځ كې يې اختلاف او نښته رامخې ته شوه، ځينو وويل: پېغمبر ته يو كاغذ راوړئ، چې خپل وصيت وليكي او ځينو ورسره مخالفت وكړ، تر دې چې اختلاف يې زور واخست؛نو ځكه پېغمبر ورته وويل: پاڅئ. ابن عباس وايي: مصيبت،خورا ستر معصيت همدا و، چې د خپلو اختلافاتو او شور ځوګ له امله يې پېغمبر پرېنښود، چې هغه ليك ورته وكښي. ) ( له ابن عباس  څخه په بل روايت كې راغلي: چې د پېغمبر ناروغي سخته شوه، ويې ويل: يو كاغذ راوړئ، چې يو ليك درته وليكم، چې تر ما روسته بې لارې نشئ.حضرت عمر وويل : په واقع كې پر پېغمبر ناروغي بر لاس شوې، د خداى كتاب راته بس دى. په خلكو كې اختلاف او شوروځوك را منځ ته شو. پېغمبر وويل: له دې ځايه ولاړ شئ، چې زما په مخكې نښته ښه نه ده. ابن عباس هم ووت او ويې ويل: په رښتيا مصيبت، ستر مصيبت همدا دى، چې د هغه څه د ليكلو خنډ شول، چې پېغمبر ورته ليكل. ) ( قرطبي او نور وايي: « كاغذ راوړئ» يو امر دى او پر مامور واجب دي، چې د امر په منلو كې هڅه وكړي؛خو حضرت عمر  او ورسره ډله یې پر دې عقیده وو، چې دا كار لازم او واجب نه دى؛ بلكې يوازې ښې و منعې ته د لارښوونې لپاره دې. له همدې امله یې د امر له منلو ډډه وكړه، چې پېغمبر يو داسې كار ته اړ كړي، چې په هغه حالت كې ورته سخت و او د خداى دوه خبرې يې يادولې: (فَرَّطْنَا فِي الْكِتٰبِ مِنْ شَيْءٍ) ) ( (تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ) ) ( خطابي وايي: د حضرت عمر  مخالفت ددې لپاره و، كه پېغمبر اكرم  په ډاګه يو مطلب ويلى واى؛ نو عالمانو ته څه فضيلت نه و او اجتهاد نه پكارېده. ابن الجوزي وايي: حضرت عمر  له دې ډارېده، دا چې پېغمبر د ليكلو پرمهال ناروغ و، منافقانو ته د نيوكې لپاره پلمې په لاس ورتلې. ابن حجر د ابن عباس پردې خبرې « مصيبت، پوره مصيبت دا و، چې رسول الله  يې د خپل ليك ليكلو ته پرېنښود»لمنليك كښلي: مطلب هاغسې نه دى، چې له ظاهره يې معلومېږي؛ بلكې ابن عباس د دغسې روايت په څرګندولو كې داخبره په خوله راوړه او ابن تيميه د رافضي (حلي) په رد كې همدا ټكى ياد كړى دى او داچې لازم دي، دا حديث په غير ظاهر ومنو، دا ځكه چې د حديث راوي (عبيدالله بن عباس) يو تابعي دى او د روايانو له دويمې پوړۍ دى، چې پر پېښې شاهد نه و؛ځكه د رسول اكرم له وفات روسته نړۍ ته راغلى او تر ډېرې مودې روسته يې له ابن عباس څخه دا روايت اورېدلى دى. ) ( عايشه ام المؤمنين روايتوي،چې رسول اكرم د مرګونې ناروغۍ پرمهال وويل: خداى دې يهود او نصارا لعنت كړي، چې د خپلو پېغمبرانو قبرونه يې جوماتونه كړل. ) ( روايت شوى چې عايشې  ته وويل شو:حضرت علي د پېغمبر وصي و. عايشې بي بي وويل: هغه څه وخت پېغمبر خپل وصي كړ، حال دا چې بالښت يې زما پر سينه و (يا يې ويلي، چې زما تر څنګ و) نو امر يې وكړ چې يو لګن ورته راوړي او لا څه وخت تېر نه و، چې زما په غېږ كې يې ساه وركړه؛ نو څه وخت يې د علي سپارښتنه كړې وه؟! ) ( له حضرت عايشې  څخه روايت شوى، چې رسول الله  به د ناروغۍ پر مهال معوذتين « قل اعوذ برب الناس او قل اعوذ برب الفلق» لوستل او پر ځان يې چوفول او لاس يې د درد پر ځاى موښود او پر مرګونې ناروغۍ، چې اخته شو؛نو تل مې معوذتين لوستل او پرې چوف كول مې او د پېغمبر لاس مې د هغه پر مخ موښود... او حضرت ته يې خپلو مېرمنو اجازه وركړې وه، چې د عمر روستۍ ورځې دې له عايشې  سره وسېږي؛ ځكه پوهېدې، چې له عايشې  سره يې مينه وه او ډېر ورسره ارامېږي. ) ( د عايشې  په كور كې د پېغمبر  ناروغي سخته شوه، ويل يې: اوه كوزې تازه اوبه راباندې واچوئ، چې له خلكو سره خبرې وكړاى شم، بيا نو په داسې حال كې له كوره را ووت، چې سر يې تړلى و او خلكو پرې اوبه اچولې وې (او جومات ته ورغى) او پر منبر يې وويل: خلكو! كه مې ځان ته دوست نيواى؛نو په رښيتا چې ابوبكر مې خپل صميمي دوست نيوه او دا وروري، د اسلام وروري ده. په جومات كې بې د ابوبكر له كوټې بله كوټه مه پرېږدئ، زه تر تاسې مخكې ځم؛خو درباندې به ګواه وسم او پرخداى (په قيامت كې) همدا اوس خپل حوض وينم. د ځمكې د خزانو ټولې كونجيانې راكړ شوي دي او په رښتيا نه ډارېږم، چې تر ما روسته به مشركان شئ؛خو په دنيوي چارو كې درباندې ډارېږم، چې هسې نه يو له بل سره په کې سيالي وكړئ. ) ( له عايشې  څخه روايت شوى، چې رسول اكرم د ناروغۍ پر مهال راته وويل: پلار دې ابوبكر راته را وغواړه. يو مطلب ليكم، چې څوك تر ما روسته ځانته د كوم څيز هيله ونه كړي او څوك ونه وايي، چې تر نورو غوره يم. بې له ابوبكره نه خداى څوك مني او نه مؤمنان!!! ) ( د پېغمبر ناروغي، چې خورا سخته شوه او دباندې تلاى نشو؛نو امر يې وكړ چې ابوبكر  دې خلكو ته جماعت وركړي. عايشې  وويل: رسول الله  ابوبكر يو نرم زړى (رقيق القلب) دى كه ستا پر ځاى پرلمانځه ودرېږي؛نو ټول خلك به يې غږ وانه وري. حضرت رسول اكرم  وويل: تاسې د يوسف دوستان ياست! امر وكړئ، چې ابوبكر  خلكو ته جماعت وركړي. ) ( له عايشې  څخه روايت شوى، چې واىي! سرمې خوږېږي! پېغمبر وويل: په داسې حال كې چې زه ژوندى يم او تاته بښنه غواړم او دعا درته كوم! عايشې بي بي وويل: پر ما افسوس! پر خداى قسم خيال مې كاوه، چې ته مې مړينې ته منتظر يې! پېغمبر وويل: بلكې وايم: واى پر سر مې! نيت مې وكړ، چې په ابوبكر پسې دې ولېږم، چې خپل وصي يې كړم، چې د هيلمنو د هيلو او د خلكو د خبرو مخه ونيسم. ) ( كه د پېغمبر اكرم  د ناروغۍ او وفات په لاره روايات وڅېړو؛نو شونې ده، چې د پېغمبر د وصيت په اړه پېچلي ټكي راڅرګند كړي؛ لکه اهل سنتو د ابن عباس  روايت (چې خلكو ته يو مطلب وليكي، چې تر وفات روسته يې بې لارې نشي) پر وړاندې، چې كوم سياست خپل كړى؛ نو دا يې شرعي ښوولى دى او د حضرت عمر  په مشرۍ د هغو اصحابو له اسلام او عقل سره په ټكر كې پركړنو يې برغولى ايښى دى او ددې مخونو او برغوليو ايښودنو موخه داده، چې ددې حديث د هغو مفسرينو مخه ډب كړي، چې د ځينو اصحابو دا كړنه تر پوښتنې او نيوكې لاندې نيسي، كه څه خورا ساده ګوتنيونه وي، تر دې چې د خلكو له نظره يې انځور ټكنی نشي، كه څه په دې هڅه عقلونه په زولنو تړل كېږي او بنديانېږي؛ ځكه اهل سنتو ته عقل څه اهميت نه لري او كه په رښتيا يې ورته درلود؛نو دا دومره جعلي قوانين به يې نه جوړ ولاى، چې خلك له دې منع كړي، چې د اصحابو په اختلافاتو كې به خبرې نه كوئ او رسول كريم  ته په تړاو رواياتو په تېره د واكمنو د اطاعت په برخه كې به څېړنه نه كوئ، حال دا چې بې له څه شكه دا احاديث له قرآن سره په ټكر كې دي، كه څه د اهل سنتو له نظره صحيح دي!! ) ( ابن حجر روايتوي، چې د ابن عباس په حديث كې له كښو موخه د خليفه ټاكنه وه. ) ( قاضي عياض وايي: حضرت عمر  چې د «هجر» كليمه كاروله، معنٌى يې ناسزا ګويي ده. وايي: «هجر الرجل» پرتې ويل وي او د «اهجر» معنٌى ناسزاګويي ده. ) ( كه دا د «هجر» معنٌى وي؛نو ايا صحابي ته روا ده، چې دا خپل پېغمبر ته وكاروي؟ ابن حجر وايي: پېغمبر  ته داسې يو څيز ناشونى دى؛ځكه هغه په روغتيا او ناروغۍ كې پاكلمنى دى، خداى وايي: (وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰى: او ځكه چې هغه د ځاني غوښتنو له مخې خبرې نه كوي)) ( ايا حضرت عمر  نه پوهېده، چې پېغمبر پاكلمنى دى؟! كاشكې اهل سنتو د ځينو اصحابو د دريځونو د مخونې لپاره قرآن ته مخه كړې واى؛ لكه ابن حجر چې د رسول الله  په باب د حضرت عمر  دريځ ته مخونه وركړه او كه قرآن ته يې مخه كړې واى؛ نو بېشكه تل يې د سياست مخه ډب كوله؛ ځكه سياست د اصحابو دريځونه په ښه توګه كاروي او د سقيفې له پېښو د حضرت عمر  او حضرت عثمان  له دريځونو يې د واكمن او تر واك لاندې تر منځ د اړيكو قوانين رامنځ ته كړل. (په راتلونكيو څپركيو كې به پردې موضوع رڼا واچوو). خو په هر حال، له آيته د ابن حجر استدلال، ډېر ناڅاپي او تصادفي دى؛ ځكه د نورو اهل سنتو په لاروۍيې د اصحابو كړنې د سياست له مخې او داچې هغوى ټول عادلين او مجتهدين دي تاويل كړې. ) ( حق دادى، چې د حضرت عمر  دريځ يو ستر مصيبت و، چې د اسلام بهير يې كوږ كړ او امت يې د واكمنو، فقهاوو او ځانپالو پر وړاندې سر ګردان كړ او دا كړنه يې د ښه نيت او ښه والي نښه نه ده؛لکه چې مخوونكي فقهاوو ورته مخونه وركوي؛ بلكې دا دريځ يې له سياسته شمېرل كېږي او عقل دا نه مني، چې د حضرت عمر  دغسې چلن يو خير خوا چلن وي. د پېغمبر  په مخالفت كې به څه خير غوښتنه وي؟ او كه حضرت عمر  مجتهد وبولو، ايا د رسول الله  د امر په وړاندې د اجتهاد حق لري؟ او د حضرت عمر  دا خبره چې:« د خداى كتاب راته بس دى» دا يوه غرضي خبره ده؛ ځكه هغه خو بيخي د كتاب الله حافظ او ساتندوى نه و او پر احكامو يې نه پوهېده، كه څه د احاديثو جوړونكيو او مخوونكيو فقهاوو د فقيه او مجتهد په نوم نومولى دى او پر قرآن د نه پوهېدو يې دا دليل بس دى، چې د رسول الله  تر وفات روسته يې ادعا وكړه، چې پېغمبر  بيخي مړ شوى نه دى او هغوى يې و ګواښل چې ويل يې پېغمبر وفات شوى دى او دا دريځ يې يو دليل دى، چې د پېغمبر په ونډې او رسالت نه پوهېږي. په زړه پورې خو داده، چې دا يوازې او يوازې خپله د حضرت عمر  دريځ و، تر دې چې حضرت ابوبكر  راورسېد او د آل عمران 144 آيت يې ورته ولوست (وَمَا مُـحَمَّدٌ اِلَّا رَسُوْلٌ ۚ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۭ اَفَا۟ىِٕنْ مَّاتَ اَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُـمْ عَلٰٓى اَعْقَابِكُمْ ۭ وَمَنْ يَّنْقَلِبْ عَلٰي عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَّضُـرَّ اللّٰهَ شَـيْـــًٔـا ۭ وَسَيَجْزِي اللّٰهُ الشّٰكِرِيْنَ ١٤٤؁) او حضرت عمر  ورته په ځواب كې وويل: لكه چې لومړى ځل دى، چې دغسې آيت اورم! ) ( د حضرت عمر  او ملګرو يې دا دريځ راښيي، چې يو شمېر اصحاب د پېغمبر د وصيت كښلو مخالف وو؟ دا ځكه چې وصيت يې پر ګټه نه و؛ ځكه دا بيخي معقوله نه ده،چې يو امت د خپل پېغمبر له وصيت ليكلو سره مخالفت وكړي،چې په مرګوني حال وي او پوهېږي هم،چې پېغمبر يې روستى پېغمبر دى او بېشكه چې په دې حال كې به د دغسې يو وصيت ليكل په څو ځلې خورا برخليك سازى وي. اوس دا پوښتنه كېږي: ولې پېغمبر ومنله، چې وصيت ونه ليكي او ټول له ځانه وشړي؟ ايا ښه نه وه، چې پېغمبر پرخپله ليكنه ټينګار وكړي ځكه د اسلام او مسلمينو په برخليك پورې اړه لري؟ د وصيت كښلو مخالفه ډله، ډاډمنه وه، چې د پېغمبر او وصيت ترمنځ يې واټن اچولاى نشي او بېشكه رسول الله (چې د پالونكي ملاتړ ورسره دى) له خپلې دندې او وصيت كولو منع كولاى نشي؛ ځكه وصيت يې د پيغام يوه برخه ده او دا پيغام يې د فعاليتونو اصل دى، چې له امله يې په پېغمبرى رالېږل شوى دى؛خو د پېغمبر د وصيت كښلو او په خوله وصيت كولو تر منځ توپير شته، كه پېغمبر ليكلي واى؛نو تر قيامت ورځې پورې به د مخالفينو پروړاندې يو حجت و او اړونه يې تقريباً ناشونې وه؛خو كه شفاهي وي، اړونې او مخونې ته يې مخه پرانستې ده؛ ځكه د خبرې اړونه د ليكلو تر اړونې خورا اسانه ده او دا د حضرت عمر د ډلې نيت و،چې د وصيت د ليكلو مخه ونيسي؛ نه داچې د پخپله وصيت مخه ونيسي او دغسې هم وشو. د ام المؤمنين عايشې رضى الله عنها ونډه: وينو چې د رسول اكرم  د احتضار د مهال ډېرى روايات (كه ونه وايو چې ټول يې) د عايشې بي بي له خولې روايت شوى وي، چې دا رنګارنګ پوښتنې را ولاړوي. ولې يوازې عايشه بي بي دا روايات راويتوي، نه د پېغمبر نورې مېرمنې؟ او دې پوښتنې ته ځواب موږ د عايشې بي بي په اړوند د دوو حقايقو څېړنې ته اړباسي: 1- د عايشې  فضايل او رسول اكرم  ته يې مقام. 2- د حضرت علي پر وړاندې عايشې بي بي دريځ. بخاري، مسلم او نورو، چې د عايشې  فضايل روايت كړي،ټول يې د عايشې بي بي له خولې روايت كړي؛يعنې هغه پخپله د ځان په اړه فضايل روايتوي؛ لكه ابوهريره  چې پخپله خپل فضايل روايتوي، چې دا مطلب له عقلي پلوه رد دى؛ ځكه د فضايلو لازمه داده، چې د نورو له خولې وي، نه داچې پخپله انسان ځانته فضايل راوتوږي؛ لکه چې د حضرت علي په فضايلو كې وينو،چې ډېرې اصحابو يې فضايل روايت كړي، نه پخپله حضرت علي. كه له دې تېر شو او په ځير د عايشې  فضايل وڅېړو؛نو دې پايلې ته به ورسو، چې دا احاديث يې فضليت ته كومه اشاره نه لري؛ بلكې اپوټه يې دي؛ لكه د خديجې  او د پېغمبراكرم د نورو مېرمنو په اړه يې د كينې روايات تر كره كتنې لاندې نيسو. مسلم له عايشې  روايتوي: يوه ورځ رسول الله  خديجه ياده كړه؛نو حسد یا رخه مې وكړه او و مې ويل: څه شوي، چې د قريشو يوه بوډۍ دومره ډېره يادوې، چې ورځي يې سرې وې، هغه خو مړه ده او خداى تر هغې غوره دركړې! تر دې ځايه د مسلم روايت پاى ته رسي؛خو په بل روايت كې يې پېغمبر ځواب وايي: نه، پر خداى قسم خداى تر هغې غوره راكړې نه ده. همداراز عايشه بي بي روايتوي: د پېغمبر له يوې مېرمنې سره مې دومره حسد یا رخه نه وه؛ لكه له خديجې سره؛ ځكه پېغمبر ډېره يادوله كه څه ما لېدلې نه وه. ) ( دا خپله پر عايشې بي بي پوره رد او د خديجې بي بي په غوراوي، يو دليل دى او عايشې  د پېغمبر رسالت ته څه خدمت كړى دى او څه ځان تېرېدنه يې درلورده، چې تر خديجې غوره وي؟ بېشكه يوازې دومره كار يې كړى، چې د اموي ليكي په چوپړ كې يې ډېر ګڼ شمېر جوړ شوي احاديث روايت كړي او پر اهل بيتو يې بر لاسي كړل! اوس د هغه روايت په هكله د مخوونكيو فقهاوو خبرې واورى: نووي د صحيح مسلم شارح وايي: ښځو ته رخه او كينه څه ګناه نه شمېرل كېږي؛ ځكه طبيعت يې همداسې دى!! نو ځكه رسول الله  عايشه بي بي منع نه كړه!!! ) ( قاضي وايي: په نظر مې چې د عايشې  دا جسارت د كوچني والي له امله و او ښايي هغه مهال به لا بالغه شوې هم نه وه!! ) ( نو كه اهل سنت،د پېغمبر  پر وړاندې د عايشې  جسارتونه د هغې د كوچنيوالي له امله بولي؛نورو دريځونو ته يې څرنګه پېغمبر  سره دغسې بې ادبه وچلېږي؟! او بل روايت ته يې ځير شئ، چې وايي: چې څه وخت به عايشه  له پېغمبره خوشحاله وه؛نو د هغه پر نوم به يې قسم خوړ او چې ترې به خپه كېده؛نو د ابراهيم پر نوم يې قسم خوړ؛ يعنې كه له پېغمبره خپه كېده؛نوم يې پرخولې نه راووړ. ) ( ايا دا چلن د پېغمبر له مېرمنې سره ښايي؟! ايا كړاى شي له رسول اكرم  خپه وي؟! چې څوك له رسول اكرم  نه خپه وي، د اهل سنتو په فقه كې يې څه حكم دى؟! له يوې مېرمن سره هم دغسې چلن نه ښايي؛خو داچې ناپوهه ماشومه وي، چې د رسول الله په څنګ كې لوبې كوي! يا لكه چې روايات وايي: د پېغمبر په مخكې يې له نجونو سره لوبې كولې. يادونه: مسلم 4 / 1890 مخ، 81 ګڼه حديث له عايشې بي بي روايتوي: د پېغمبر اکرم په كور كې مې له نجونو سره لوبې كولې، ملګرې مې راتلې او له پېغمبره پټېدې او پېغمبر يې په كتو خوشحالېده. ايا پېغمبر دومره وخت درلود، چې په كوچنيتوب كې د عايشې  پر ساتنه او ورسره پر لوبو بوخت شي؟ ايا عايشې  ته يې شوق تر دې حده تېر شوى و، چې په كوچنيتوب كې يې واده كولو ته اړ كړي؟ د ابن سعد په طبقاتو (8 / 58 مخ) كې يو مطلب راغلى، چې ګتنه ترې كېږي، چې عايشه  له پېغمبر  سره د واده پر مهال كونډه وه. ابن سعد روايتوي: پېغمبر  ،عايشه  وغوښته، حضرت ابوبكر  وويل: يا رسول الله  ! هغه خو مې مطعم بن جبير ته واده كړې، صبر وكړه،چې بېرته يې ترې واخلم او بيا يې ترې وغوښته، مېړه يې طلاق وركړ او بيا يې له پېغمبر سره واده وكړ. مسلم (صحيح 4 / 1891 – 1892 مخونه، 83 ګڼه حديث) له عايشې  روايتوي:« د پېغمبر مېرمنو، فاطمه بي بي په پېغمبر پسې ولېږله چې تر څنګ مې ملاست و. فاطمې، پېغمبر ته وويل: له مېرمنو سره دې پر عدالت وچلېږه (عايشې  ته پر نورو غوراوى مه وركوه) پېغمبر وويل: ايا نه غواړې كوم څيز مې چې خوښېږي، ستا هم خوښ شي؟ فاطمې وويل: هو. پېغمبر وويل: نو له عايشې  سره مينه لره، تر دې روسته د پېغمبر مېرمنو د حبش لور پېغمبر ته ولېږله، چې ترې وغواړي، چې ډېرې له هغوى سره پر عدالت چلېږي او عايشه دې پرې غوره نه بولي، روسته يې د عايشې  پر ضد خبرې وكړې او توهين يې كړه. پېغمبر هم چوپ و. نا څاپه عايشه  پر زينب ورننووته او روايت د عايشې له خولې وايي: ما يې هم په توندۍ ځواب وركړ او لاس مې ترې وانخست، تر دې چې پرې بر لاسې شوم» چې په ځير دا روايت وڅېړل شي؛نو وينو، چې پېغمبر يې څومره سپك كړى او داسې يو څوك يې ښوولى، چې له ښځو او ستونزو سره يې بوخت دى او زړه يې ور پورې تړلى دى او د حضرت ابوبكر  لور ترې دومره زړه وړي، چې كوټه يې نه پرېږدي او ورسره له كېناستو يې ستړى كېږي نه. څنګه له پېغمبر  غوښتل شوي، چې پر عدالت وچلېږه، حال دا چې پخپله په خلكو كې د عدالت چلولو ته رالېږل شوى دى؟ كه پېغمبر  په خپلو مېرمنو كې د عدالت له چلولو بېوسې وي او عايشه  یې تر نورو ډېره ځانته رانژدې كړې وه؛نو بايد چې په خلكو كې به د عدالت له چلولو ښه بېوسى وي. د پېغمبر په مخ كې د دوو تنو مېرمنو شخړه يې او بې اعتنايي يې تر دې، چې په موسكا زينب  ته وايي: هغه خو د ابوبكر  لور ده! د آنحضرت پر سستۍ يو دليل دى او پردې يې ټینګار دى، چې عايشه بي بي تر نورو ړومبۍ وګڼي او پر نورو مېرمنو تېرى وكړي. ايا په رسول الله  پورې دغسې كړنې تپلاى شو؟ لويه خدايه! موږ مه نيسه؛خو څه وكړو، چې د اهل سنتو روايات دغسې دي. د عايشې  له خولې په بل روايت كې ووينئ، چې پېغمبر ورسره دومره بوخت دى، چې ان د نورو مېرمنو شپې هم نيسي. روايت وايي: كله ،چې به پېغمبر د خپلو مېرمنو احوال پوښته، نن مې نوبت چېرې دى؟ سبا چېرې يم؟ (د عايشې د ورځې اوږدېدو لپاره). ) ( دا روايت خو پېغمبر يو عاشق انځوروي، چې په خوله كې يې يوازې د عايشې  نوم اخستى او په زړه كې يې بې له دې بل څوك نه ځاييږي. له نورو مېرمنو سره يې سړه او بې ارزښته مينه ده او يوازې له عايشې  سره اغېزمنه او ارزښتمنه مينه لري: نو مسلمان له پېغمبره پر دغسې يو انځور څنګه راضي كېداى شي؟ دا روايت لكه چې پخپله عايشه  ټينګار كوي، د پېغمبر له وفاته څو ساعته وړاندې و؛ یعنې عمر يې له شپېتو تېر شوى و او عايشه  يوازې اتلس كلنه وه! ايا معقوله ده چې یو بوډا تردې بريده په مېرمنو پورې تړلى وي؟ عايشه  د روايت په دوام كې وايي: زما د نوبت پر ورځ په غېږ كې مې له نړۍ ولاړ!!... څومره دا دروغجن روايات د رسول اكرم  شخصيت سپكوي او ټيټ يې بولي (خداى ته پناه وړو) تر دې چې د ژوند په روستيو شېبو كې د عايشې  په غېږ كې ساه وركوي!! په هر حال، د عايشې  د رواياتو له څېړنې دې پايلې ته رسو، چې دا روايات نه يوازې داچې د هغې هېڅ فضليت نه راښيي؛ بلكې ډېره يې رسوا كړې او بلخواه پېغمبر يې تر يو عادي انسانه هم ټيټ ګڼلى (خداى ته پناه وړو) او موږ ته څرګندېږي، چې د دغسې رواياتو له روايتونو موخه د عايشې بي بي سترول نه دي؛ بلكې غواړي هغه ليكه واكمنه كړي.@ د دغسې رواياتو جوړونه، يو څرګند دليل دى، چې د رسول اكرم په نظر كې عايشې  يو لړ زايد شخصيت درلود او پېغمبر ترې بيخي خوښ او راضي نه و او كه په رښتيا پېغمبر  ترې خوښ واى؛نو د دغسې رواياتو جوړونې ته څه اړتيا نه وه او ولې عايشې  نور پرېنښوول چې فضايل يې روايت كړي او مناقب يې وشمېري! په هر حال لكه چې څرګنده ده يا دا چې عايشې  دغسې روايات جوړ كړي او يا يې له خولې جوړ كړاى شوي دي. اوس د حضرت خديجې  په فضايلو كې غور كوو. له حضرت علي روايت شوى چې: د خداى له استازي مې واورېدل چې: خورا غوره مېرمنې «مريم » د عمران لور او «خديجه» د خويلد لور ده. ) ( حضرت ابوهريره  روايتوي، چې يوه ورځ پېغمبر ته جبرييل )عليه السلام( راغى او ويې ويل: يا رسول الله! دا خديجه ده، چې درځي نو د هغې د پالونكي او زما له لوري پرې درود او سلام ووايه او په جنت كې ديوه داسې كور زېرى وركړه، چې نه پکې شور ځوك او نه په کې ستړيا شته. ) ( عايشه  وايي: رسول اكرم  خديجې ته په جنت كې ديو كور زېرې وركړ. ) ( او همداراز وايي: چې رسول الله  به پسه حلالوه؛نو ويل يې: څه برخه يې د خديجې ملګرو ته ولېږى؛نو يوه ورځ مې حضرت غوسه كړ او ومې ويل: بيا هم خديجه! حضرت وويل: مينه يې راته تزريق )او پيچكارى( شوې ده. ) ( هن! دا د خديجې  فضايل دي، چې د نورو او ان پخپله عايشې  له خولې روايت شوي او راښيي چې تر عايشې  غوره او افضله ده. هن! دا د خداى استازى دى، چې خديجې ته په جنت كې د يوه كور زېرى وركوي،نه عايشې  ته! هن! دا رسول الله  دی چې ان د خديجې  تر وفات روسته ورته وفادار پاتېږي او پر دوستانو او خپلوانو يې لورېږي،تردې چې عايشه  پرې غوسه كېږي! هن! دا رسول الله  دى، چې وايي د خديجې مينه ورته تزريق شوې ده. هن! دا جبرييل امين دى، چې د پاك خداى له لورې، پر خديجې درود او سلام لېږي او دا له عايشې  سره د پېغمبر  تر واده وړاندې و. كه د خديجې  په باب راغلي روايات له هغو رواياتو سره پرتله كړو، چې عايشې  د خپل ځان په هكله روايت كړي؛ نو دې پايلې ته رسوو،چې د خديجې  فضايل حقيقت لري،خو د عايشې  فضايل جوړ كړاى شوي دي او همداراز راته څرګندېږي چې خديجې  پېغمبر ته ستر مقام درلود؛خو عايشې  نه! ام المؤمنين عايشه  لكه چې د اهل سنتو له رواياتو معلومېږي، كوچنى نجلۍ وه چې د نبي كريم  د وفات پر مهال يې له اتلسو كلونو عمر ډېر نه و؛نو دا څنګه شونې ده،چې په دې عمر كې د دومره ورتپل شوې پوهې او علم وارثه وي، حال دا چې د اهل سنتو د رواياتو له مخې خپل عمر يې له رسول اكرم  سره په شك، كينه او عشق كې تېر كړى دى؟ او څنګه شونې ده، چې پېغمبر يوه مېرمن په دې عمر كې د خپلو اسماني علومو امينه كړي؟ ايا دا چار د رسول اكرم  له دې خبرې سره په ټكر كې نه دى چې وايي: «هېڅكله به هغه ملت ونه ژغورل شي، چې يوه ښځه پرې واكمني وكړي» ) ( ويل شوي چې عايشې  له نبي كريم  څخه څلوېښت زره احاديث روايت كړي دي! نو څنګه يې له رسول اكرم  سره په دې لنډه موده كې دا دومره احاديث زده كړي؟! لكه چې عايشې  هم د حضرت ابوهريره  په څېر په لنډه موده كې د رسول اكرم له خولې دا دومره ډېر روايات روايت كړي، چې له اصله خو په دې دومره موده كې خو دا دومره روايات نه روايتېږي! مطلب له عايشې او حضرت ابوهرېره  اوچت دى. دا يوه ليكه ده، چې غواړي پر امت واكمني وكړي. او دا مطلب هله څرګندېږي چې د حضرت علي په هكله د عايشې  دريځ وڅېړو او « افك» پېښې جرړې را وباسو، تردې چې حضرت علي،رسول الله ته وويل: « رسول الله! ښځې خو ډېرې دي، له بلې سره واده وكړه»! هو! عايشه  د رسول الله  تر وفات روسته له خپل پلار سره ودرېده او په ډاګه يې له حضرت علي او د ده له ملګرو سره دښمني اعلان كړه او همداراز له فاطمې  سره،چې د خپل ميراث په هكله يې د عايشې  له پلار سره لانجه درلوده او بېشكه چې حضرت علي د اهل بيتو د ليكې بېلګه و،چې د رسول اكرم  له وفات روسته د خلافت له امله يې د ټبر پالو او منافقينو سره اختلاف او شخړه درلوده او وينو چې عايشه  د حضرت علي له مقابل لورې سره وه، چې وايي له حضرت علي سره د دښمنى دريځ دى. عايشې  د حضرت عثمان  تر وژنې روسته له حضرت علي سره خپله دښمني په ډاګه كړه او د حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  په وختونو كې يې د دښمنۍ د نه ښكاره كولو لامل دا و، چې په هغه زمانه كې د حضرت علي ليكه پټه پاتې وه. په هر حال، د امويانو تر تسلط او د اموي ليكي تر واكمنۍ او د صفين له پېښې روسته د حضرت علي  پر وړاندې د عايشې  له دريځونو د هغې ليكې په پلوى ګټنه وكړاى شوه،لكه چې د پېغمبر د مېرمنې په توګه يې شخصيت د اموي ليكې د مشروعيت لپاره وكارېده او په دې توګه يې له خولې ډېر روايات جوړ كړاى شول؛ لکه چې تر دې روسته د حضرت ابوهريره او حضرت عبدالله بن عمر  شخصيتونه هم د اموي ليكې پرګټه وكارېدل. ) ( له تېرو پايله دا چې: د رسول اكرم د احتضار پر مهال د احاديثو په روايتونو كې د عايشې  ځانګړنه له وړاندې اټكل شوې وه او موخه دا وه،چې تر رحلت له مخه د امت د بې لاريتوب د مخنيوي لپاره د رسول اكرم  وصيت او لارښوونې وځپي او په هر حال عايشه  ټولې هغه ځانګړنې لري، چې د اهل بيتو له ليكې سره په مقابل كې د اموي ليكې ملاتړ وكړي. او دا ځانګړنې په دې كې را لنډېږي:  له رسول اكرم  سره يې نژدېوالى.  له حضرت علي سره يې دښمني.  د لومړي خليفه لور.  د رسول اكرم  له مېرمنو سره يې دريځ.  ځواني. او د پېغمبر په مېرمنو كې يوازې عايشه  دغسې ځانګړنې لري او په واقع كې د رسول اكرم  پر ژوندونې يې دريځونو او چلن دغسې يوې ونډې او نقش ته نومولې )او كانديد( كړې وه. يادونه: په دې باب په تفسيري كتابونو كې د احزاب اوتحريم سورتونه ولولئ. بخاري )4 : 100 مخ( روايتوي، چې پېغمبر  د عايشې  كور ته اشاره وكړه او ويې وويل: فتنه له دې ځايه راپاڅېږي او دا خبره يې درې ځل وويله،له هغه ځايه د شيطان لښكر راوځي. په صحيح مسلم )4 : 2229 مخ، 48 ګڼه حديث( كې په ګڼ شمېر رواياتو كې راغلي چې پېغمبر  عايشې بي بي ته وويل: باخبر! چې د «حواب» سپي درپسې غپي. «حواب» د بصرې پر لار يوه څاه وه،چې عايشه  ترې له حضرت علي سره د جګړې لپاره تېره شوه )ابن حجر هيشمي الصواعق المحرقه(. له دې ښكارېږي چې عايشې  روايت په تېره د پېغمبر اكرم  په وفات پورې اړوند روايات، موږ د هغه حقيقت لورې ته نه بيايي چې په اړه يې بحث كوو او موږ د اهل سنتو د ليكې پټولو ته راكاږي،هماغه ليكه چې د امويانو او خلفاوو پر خلاف ده او د نبي كريم  پر وصيت ټينګار كوي او موږ دې ته راكاږي چې د نبي كريم د وفات په اړه بې له عايشې  د نورو په رواياتو پسې شو. روايت شوى: د پېغمبر  ناروغي چې سخته شوې وه نو تر رحلت څو د قيقې وړاندې عباس  يې كور ته ورغى. حضرت علي وويل: څه غواړې؟ عباس  وويل: له پېغمبر غواړم چې خپل ځانياستى وټاكي. حضرت علي وويل: دا كار مه كوه.عباس وويل: ولې؟ حضرت علي وويل: ډارېږم چې پېغمبر  مخالفت وكړي او كه موږ وغوښتل پر خلكو واكمني وكړو، ووايي: ايا پېغمبر  د خليفه له ټاكنې ډډه ونه كړه؟ ) ( حضرت علي وپوښتل شو! ايا پېغمبر كوم څيز درته ځانګړى كړى دى؟ ويې ويل: پېغمبر په كومه ځانګړنه راته قايل نه و او يوازې يو څيز يې را وباښه،چې همدا اوس مې د تورې په تيكه كې دى،بيا يې يو كاغذ راوكښه چې پکې كښل شوي و: « خداى دې پر هغه لعنت ووايي،چې بې د خداى لپاره حلاله وكړي، خداى دې پر هغه لعنت ووايي چې د ځمكې منار غلا كړي خداى دې پر هغه لعنت ووايي، چې خپل پلار وكنځي او خداى دې پر هغه لعنت ووايي چې يو بدعتګر ته پناه وركړي!!») ( او په بل روايت كې راغلي: پېغمبر  تر نورو خلكو جلا كوم بل څيز راته پرېښى نه دى؛خو هماغه څيز چې زما د توري په تيكې كې دى. ويې ويل: هلته خلك هماغسې وو، چې كاغذ يې را وكېښ چې په کې كښل شوي وو: پر هغه دې د خداى د پرښتو او ټولو خلكو لعنت وي، چې بدعت رادبره كړي يا بدعتګر ته پناه وركړي. كوږوالى يې نه منل كېږي او هم كښل شوي چې ابراهيم، مكه د امن ځاى او ما مدينه د حرام ځاى كړه... او ويې ويل: چې په هغه ليكنه كې راغلي: مؤمنين )په حقوقو كې( يو له بل سره مساوي دي او د نورو پرخلاف ټول يو لاس دي. هن! هېڅ كله دې د يو تن كافر لپاره يوتن مسلمان و نه وژل شي او نه ښايي چې كوم چارواكى دې د چارواكۍ پر مهال ووژل شي. ) ( او په نورو رواياتو كې پوښتنه په نورو بڼو راغلې ده لكه: «خبر شوي يو چې پېغمبر كومه پټه خبره ورته كړې» يا « پېغمبر كوم راز درته بر سېره كړى دى») ( بخاري په بل روايت كې وايي: « له حضرت علي څخه پوښتنه وشو، چې پېغمبر ورته څه پرېښي، ويې ويل: د خداى كتاب او دا ليكنه يې راته پرېښې ده. وويل شول: څه په کې كښل شوي دي؟ ويې ويل: عقل او څه چې د بندي ازادۍ ته وركوي، او بل دا چې نه بايد كوم مسلمان د كافر لپاره ووژل شي...» ) ( حضرت عبدالله بن ابى اوفي وپوښتل شو: پېغمبر د كوم څيز سپارښتنه وكړه؟ ويې ويل: د هېڅ څيز هم نه. وويل شول: نو څنګه يې خلكو ته وصيت وكښه او خلكو ته امر وكړ چې عملي يې كړي. يې ويل: يوازې د خداى پر كتاب يې سپارښتنه وكړه. ) ( روايت شوى چې پېغمبر ته درېيو تنو غسل وركړ: حضرت علي، حضرت فضل بن عباس او حضرت اسامه بن زيد . حضرت علي، پېغمبر ته غسل وركاوه او دوو نورو پر كفن كړ. ) ( او روايت شوى چې پېغمبر  د حضرت علي په عېږ كې سا وركړه. ) ( ابن عباس  روايتوي: پر خداى قسم پېغمبر  په داسې حال كې له نړى ولاړ چې د علي پر سينه يې ډډه وهلې وه، علي او ورور مې فضل غسل وركړ. )تېره سرچينه( او هم وايي: پېغمبر  د ناروغۍ پر مهال ويل: ورور مې را وغواړئ؛نو حضرت علي يې ورته راوست، بيا يې وويل: را نژدې شه. حضرت علي وايي: پېغمبر راباندې ډډه وهله او پر همدې حال يې خبرې راسره كولې، داسې چې د مباركې خولې لاړې يې راباندې لوېدې.)تېره سرچينه( له دې رواياتو څرګندېږي،چې ځينې يې د عايشې  له رواياتو سره په ټكر كې دي او ځينې يې نوي دلايل راښيي،چې د عايشې  رواياتو ورته اشاره كړې نه ده. هغه روايات چې د عايشې  له رواياتو سره په ټكر كې دي، هغه روايات دي چې پېغمبر د حضرت علي په غېږ كې سا وركړه اوغسل يې وركړ او لېدل كېږي چې دا روايات صحيح بخاري او صحيح مسلم روايت كړي نه دي،بلكې ابن سعد په خپلو طبقاتو،امام احمد او طالسي په خپلو مسانېدو او نورو کې روايت كړي دي،خو د عايشې  روايات،بخاري او مسلم راوړي دي. له دې چاره يې موخه دا ده،چې مسلمانانې د عايشې  نظرياتو منلو ته اړ كړي او په بله مانا د امويانو د ليكې منل او د اهل بيتو په ليكه كې شكمني پيدا كول،ځكه مسلمانان پر بخاري او مسلم اعتماد كوي او احاديث يې صحيح بولي او امت پرې يوه خوله دى! په حقيقت كې پر نورو كتابونو د صحيح بخاري او صحيح مسلم ړومبي ګڼل،په لومړى درج كې يوه سياسي قضيه ده او په شرع پورې هېڅ تړاو نه لري.دا دواړه كتابونه د اموي ليكې او نورو واكمنو په جوپړ كې دي او د اهل بيتو له ليكې سره سخته دښمني كوي. البته تر مسلمه د بخاري دريځ ډېر كينه كښ دى او همداراز تر نورو روايانو د مسلم كينه كښ دريځ خورا سخت دى. ) ( او دا مساله چې ټول اهل سنت د دې دوو كتابونو په صحيح والي يو خوله دي؛نودا هم يو شكمن ټكى دى. ) ( البته په دې معنٌى نه ده،چې په بخاري او مسلم كې به صحيح روايات نه وي،ځكه لكه چې مخکې مې ويلې،صحيح احاديث چې په سر كې يې د « خم غدیر» حديث دى،روايت كړى دى چې دا حديث احمد، نسايي، ترمذي او نورو هم په خپلو كتابونو كې راوړى دى. دلته مناسبه ده چې د رواياتو او آثارو فقها او كارپوهان وبلل شي،چې هغه صحيح احاديث په يو كتاب كې راټول كړي،چې په بخاري او مسلم كې يا د اهل بيتو له لارې اماميه شيعه وو ته رسېدلي دي.په دې شرط چې دا احاديث له قرآن سره وسنجوي او كوم يې چې له قرآن سره په ټكر كې وي، مستثنٌى كړي او دا چار د اسلامي يوالي لپاره ړومبى ګام دى. بېرته رواياتو ته ستنېږو، چې اصلي موخه مو ده. دا روايات كومې پوښتنې چې خلك يې )د پېغمبر د وصيت په اړه او په حضرت علي پورې يې ورځانګړى كوي( يو له پوښتنې موږ ته راښكاره كوي،چې يو وصيت خو و او ځينو وګړيو يې په پټولو كې هڅه كوله او د حضرت علي له خولې داسې روايات جوړوي،چې د دې وصيت له شتو نه منكرېږي. معقوله نه ده،چې له پېغمبره د حضرت علي ميراث چې خلك يې پر ډېرې پوهې ګواهي وركوي او پېغمبر يې په اړه ويلي و: 1- زه د علم ښار او علي يې ور دى. 2- يا زه د حكمت كور او علي يې ور دى. يوازې د بندي د ازاېدو د كافر لپاره د مسلمان د نه وژل كېدو او د قصاص د احكامو په څير څيزونه وي! يادونه: د لومړى حديث په باب وګورئ: ابن المغازلي شافعي، مناقب 80-85 مخونه + بغداد تاريخ 4\348 او 2\377 مخ. دويم حديث په باب وګورئ: تر مذي 5\637 مخ، 3723 ګڼه حديث. حال دا چې ابن حجر )فتم الباري 7: 84 مخ د عايشې بي بي د فضايلو شرح( د عايشې  په باب وايي: له پېغمبره يې ډېر روايات روايت كړي او ډېر وګړيو ترې روايت كړى، تر دې چې د شرعي احكام څلورمه يې له عايشې  روايت كړى دى!! او معقوله نه ده، چې لكه ابوهريره  او ابن عمر  له پېغمبر اكرم  څخه دومره پوهه او حكمت په ميراث وړوي، چې له حضرت علي سره د پرتلنې وړ نه وي. ) ( دا مساله عقلمند شكمنوي. د پېغمبر  په خوځښت پسې تلل او له حضرت علي سره اړيكه په بيړه موږ ته راښكاره كوي،چې له حضرت علي سره د دښمنۍ له كبله عايشه بي بي، حضرت ابن عمر او حضرت ابوهريره  غټ ښوول شوي دي،چې دا سل په سلو كې يوه مساله ده، چې امويانو را دبره كړې ده. د امويانو په ليكه كې له ځيرنې )چې روسته د اهل سنتو د ليكې په بڼه را مخې ته شوه( څرګندېږي،چې دا ليكه پر همدې درېيو شخصيتونو ولاړه ده. همدغسې معقوله نه ده،چې پېغمبر به خپل امت بې وصيته پرېښى وي،ځكه په دې چار به يې قرآن سره مخالفت كړى وي او د روستي پېغمبر په توګه به يې خپله دنده عملي كړي نه وي. خداى د بقرې سورت په 18 آيت كې وايي: (ۻ بُكْمٌ عُـمْىٌ فَھُمْ لَا يَرْجِعُوْنَ 18۝ۙ) ايا پېغمبر ته روا ده، چې له هغه آيت سره مخالفت وكړي، چې د وصيت امر ورته كوي؟ كه مؤمنانو ته د شتمنۍ او دنيوي څيزونو په باب وصيت كول فرض وي نو د اسلام او مسلمانانو راتلونکې ته به فرض نه وي؟ بخاري په )4:2 مخ، كتاب الوصايا( كې روايتوي چې پېغمبر  ويلي: له مسلمان سره چې شتمني وي نو روا ورته نه ده، چې له دوه شپو پرې، ډېرې تېرې شي او وصيت ونه ليكي او ورسره نه وي. ايا دا شونې ده، چې د پېغمبر وينا او كړه وړه سره اړخ ونه لګوي؟ پخپله د يو څيز سپارښتنه وكړي؛خو ويې ونه كړي؟ موږ اوس د چا خبره ومنو؟ د قرآن او پېغمبر  يا هغوى چې له اصحابو او ديني عالمانو سره د وصيت له شتونه منكرېږي؟ چې څوك د پېغمبر په نهضت پسې ځي؛نو مومي چې پېغمبر  په هر مناسب ځاى كې وصيت كاوه، په غزاګانو، شخصي اړيكو او د مړينې پرمهال چې پېغمبر د « تبوك» غزا ته تله؛نو وصيت يې وكړ، چې د حضرت علي به اطاعت كوئ. د مړينې پر مهال يې سپارښتنه وكړه چې حضرت ابوبكر  دې خلكو ته جماعت وركړي،دا چې په جوماتونو كې د قبر پر جوړوونكيو د لعنت ويلو سپارښتنه كوي،چې په حجة الوداع كې د ښځو سپارښتنه كوي... او چې تر خپل وفات له مخه انصارو ته سپارښتنه كوي.... پېغمبر پر خپل ژوندون د دې چارو سپارښتنه وكړه، ايا دا دليل كېږي نه چې پېغمبر به خپل وصيت په پام كې نيولى و؟! چې پېغمبر  غزا ته تله؛ نو حضرت علي يې په مدينه كې خپل ځايناستى كړ، حال دا چې پوهېده له غزا به راستون شي؛نو ايا دا وړ ده چې له نړۍ ځي،خو ځان ته به ځايناستى نه ټاكي؟! په واقع كې مخوونكي فقها په دې دريځونو او كړنو كې ور ډوب شوي دي او هڅه كوي،چې د وصيت نښې پټې كړي او موخې يې په دې بې بنسټو مخوونو او پايلو )چې له عقل او د پېغمبر له څرګندو ويناوو سره اړخ نه لګوي( واړوي،چې په دې توګه هغه ليكه وساتي،چې له تېرو ورته په ميراث كې پاتې ده او سل په سلو كې يې د خپلې عقېدې برخه بولي.

دويمه برخه

سقيفه د رسول اكرم  تر وفات روسته، د سقيفې عصر پر مسلمانانو د ټبريزي ليكې د مشرتوب زمانه ګڼل كېږي.دې ليكې خپل مشروعيت له «شورا» تر لاسه كړ. كوم پلټونكى چې ځان د سقيفې پر پېښه پوهوي ورته معلومېږي،چې په اول كې دا مساله له شورا سره هېڅ اړيكه نه لري،بلكې د هغه څرګندې ليكې پر وړاندې يو انقلاب ته ورته ده،چې پېغمبر كښلې وه. حضرت معاويه چې له حضرت علي سره د مخالفت ؛ بېرغ اوچت كړ ؛نو مخالفت يې پر ثابتو ستنو ولاړ نه و،چې د حضرت علي پر وړاندې يې د مخالفت وړ وبولي،بلكې مخالفت يې د هماغې ټبريزي ليكې پر بنسټ و، چې د سقيفې په عصر كې تثبيت شوى و او د حضرت علي تر وخته یې دوام وموند. د تاريخ خبره: شهاب الدين نويري د سقيفې د پېښې په هكله ليكي: چې رسول اكرم  له نړۍ ولاړ، انصارو د بني ساعده و په څپرګي )سقيفه( كې راټول شول او ويې ويل: تر رسول اكرم  روسته خلافت حضرت سعد بن عباده  ته ور پرېږدو. او بيا حضرت سعد  د ناروغى په حال كې ورغى.تر راټولېدو روسته، حضرت سعد خپل پلار يا يې د يوه تره زوى ته وويل: ټولو يارانو ته مې خپله خبره رسولاى نشم؛ نو ته يې واوره او ټولو ته يې په لوړ غږ ووايه. بيا نو همدغسې وشو. حضرت سعد  د پالونكي تر ستاينې روسته وويل: « انصارو! تاسې په دين کې تر نورو وړاندې قدم ايښى او په اسلام كې داسې ځانګړنه لرئ،چې يو عربي ټبر يې نه لري» په واقع كې محمد  څوكاله په خپل قوم كې،خلك د پالونكي نمانځنې او له بوتانو ځنې ډډې كولو ته راوبلل،خو ډېرو لږو ورباندې ايمان راووړ. پر خداى قسم پېغمبر  يې له خپلې بلنې منع كولاى نشو او نه يې د هغه دين له منځه وړاى شو،تر دې چې هغه دا ځانګړنه تاسې ته در ولوروله او عزت يې دركړ او د اسلام نعمت يې تاسې ته ځانګړى كړ او پر خداى او استازي يې ايمان دركې تزريق كړ او له خپلو دښمنانو سره يې جهاد درپرېښود؛ نو تاسې يې د دښمنانو سخت دښمنان وئ، تر دې چې )هرومرو( ټول عربان الهي چار ته غاړه كېښوده او په ذلت او خوارۍ تسليم شول او خداى ځمكه د خپل استازي په واك كې كړه او ستاسې په تورو يې د عربانو سرونه ورته ښكته كړل او دادى اوس خداى وباله او له تاسې راضي او تاسې ته هېلمن و او خلافت يوازې تاسې ته دى نه نورو ته. ټولو ورته وويل: خبره دې سمه ده او نظر دې صحيح دى او خبره مو درته داده، چې دا چار )خلافت( يوازې تاته پرېږدو؛ ځكه يو ښه سړى يې اود مؤمنينو ګټې په پام كې نيسې . او د دې لپاره چې له مهاجرينو سره شخړه پيدا نه شي،ځينو انصارو وړانديز وكړ،چې په حكومت كې يې شريك كړئ او ويې ويل: يو امير دې له انصارو او يو دې له مهاجرينو وټاكل شي. حضرت سعد بن عباده  ويل: دا لومړى سستوب دى . دا د انصارو نظر و؛خو د مهاجرينو نظر د حضرت عمر  ]چې د انصارو پر وړاندې يې د مهاجرينو د حركت مشري كوله[ د حركت له څېړنې روسته څرګندېداى شي. نويري وايي: چې حضرت عمر  د پېغمبر  له وفاته خبر شو، حضرت ابوبكر  ته ورغى؛نو بوخت يې وليد . او ورته يې وويل: چې يو خطر ناك چار په مخ كې دى او بايد حاضر شې. حضرت ابوبكر  ، حضرت عمر  ته ورغى. حضرت عمر  ورته وويل: خبر نه يې چې انصار د بني ساعده و په څپرګي كې راټول شوي او غواړي چې حضرت سعد بن عباده  خليفه كړي؟ او غوره يې هغه دى چې وايي: يو امير دې له موږه او يو دې له هغوى وي! نو دواړه په بيړه څپرګي ته ور روان شول او په لار كې يې پو شمېر مهاجرين له ځان سر كړل. په هر حال ترمنځ يې اختلاف شو،چې څپرګي ته ور شي يا مطلب په خپلو كې پاى ته ورسوي. حضرت عمر وويل: پر خداى قسم بايد هلته ورشو. حضرت ابوبكر  راټول شويو ته وينا وكړه. عربان خلافت يوازې قريشو ته پېژني! يو انصار وويل: قريشو! يو تن دې له موږه امير وي او يو له تاسې. شور او ځوك زور واخست، ناڅاپه حضرت عمر  ، حضرت ابوبكر  ته وويل: لاس دې راكړه چې بيعت درسره وكړو. حضرت ابوبكر  لاس وروړاندې كړ؛ نو حضرت عمر  او نورو مهاجرينو ورسره بيعت وكړ.انصارو هم بعيت وكړ،بيا يې پر حضرت سعد  جت جوړ كړ،تر دې چې ځينو وويل: حضرت سعد  ووژل شو! حضرت عمر  وويل: خداى، حضرت سعد  وواژه! پر خداى قسم چې بیعت ته مو له حضرت ابوبكر  پياوړى ونه ليد. وډار شو هسې نه چې خلك خپاره واره شي او بعيت ونشي؛ نو تر موږ روسته بیعت وشو؛ نو ځكه يا بايد داسې وشي،چې له هغه سره بیعت وشي، چې ټول پرې خوښ وي يا مخالفت وكړو او ماتې پېښه شې ! داسې روايات هم راغلي، چې حضرت ابوبكر ، حضرت عمر  او انصارو د يو بل خبرې كړي. لكه حضرت ابوبكر  وايي:قريش له رسول اكرم روسته تر ټولو خلكو خلافت ته وړ دي او په دې چار كې يوازې ظالمان ورسره لانجه كوي!! موږ اميران يو او تاسې وزيران! په هر كار كې به سلا مشوره درسره كوو . له انصارو حضرت حباب بن منذر  د مهاجرينو په مقابله كې وويل: انصارو! يو موټى شئ او پوه شئ چې خلك )مهاجرين( ستاسې تر سيوري لاندې دي. نه بايد چې څوك د مخالفت جرائت درسره ولري تاسې عزتمن او شتمن ياست،تجربې مو تر ګوتو كړي او شمېر مو ډېر دى.خلك درنه مرسته غواړي او تاسې خپله پناه بولي او اوس غواړي چې پوه شي تاسې څه كار كوئ؛ نو اختلاف مه لرئ،چې درناوى مو پرځاى وي او نظر مو واكمن،كه خوښه او موافقه يې ونه كړه نو منو چې يو امير دې له موږه او يو دې له هغوى وي . حضرت عمر  په تونده ورته وويل: نه! داسې نه كېږي، چې دوه واكمنه به وي پر خداى قسم،عربان نه مني چې حكومت در وسپاري،حال دا چې پېغمبر يې له بلې ډلې دى او بېشكه دا مني چې واك هغه ته وسپاري، چې پېغمبر له هغوى دى او په واقع كې موږ په دې باب څرګند دليل لرو. څوك دى چې نه مني محمد  له موږ ځنې دى او بايد امارت )هم( له موږه وي او په واقع كې موږ د محمد ياران او خپلوان يو او كه څوك بې له دې بل څه غواړي؛نو باطل غواړي،يا ګناهكار دى او يا فتنه راولاړوي او د وينې تويدل غواړي؟! حضرت حباب بن منذر  په سخته د حضرت عمر  خبرې رد كړې او ويې ويل: انصارو! د دې سړي او ملګرو يې خبرې ناليدلې وبولئ او پرېنږدئ چې د خلافت برخه مو له لاسه ووځي؛نو كه يې ونه منله، له ښاره يې وشړئ او پخپله د چارو واګې په لاس كې ونيسئ پر خداى قسم تاسې دې چار ته تر هغوى خورا وړ ياست؛ ځكه بې دينه ستاسې په تورو دينوال شول. حضرت عمر  وويل: خداى دې وژني! حضرت حباب  وويل: بلكې تا وژني ! له مهاجرينو حضرت ابوعبيده  وويل: انصارو! تاسې ړومبي كسان وئ، چې ايمان مو راووړ او مرسته مو وكړه؛نو داسې مه وسئ چې په دين كې لومړي بدعتګر او اړوونكي ياست . له انصارو حضرت بشير بن سعد  له خپلو ملګرو وغوښتل چې د خداى لپاره، له دې چاره لاس واخلئ او قريشو ته يې پرېږدئ. حضرت ابوبكر  وويل: دا حضرت عمر  دى او دا حضرت ابوعبيده ، چې هر يو مو خوښ وي،بعيت ورسره كړاى شئ . حضرت عمر  او يارانو يې حضرت ابوبكر  بعيت ته ونوماوه؛خو له امله يې په انصارو كې لانجه وشوه،خو د اوس ټبر د حضرت سعد بن عباده  په مشرۍ د خزرج له ټبر سره د سيالى له مخې راوړاندې شوه او له حضرت ابوبكر  سره يې بعيت وكړ. د )اسلم( ټبر چې د حضرت ابوبكر  پلويان وو،مدينې ته راغلل او د ښار پر ټولو لارو او كوڅو او دروازو مسلط شول او قدرت يې په لاس كې ونيو. حضرت عمر په خوشحالى وويل: اوس چې د )اسلم( ټبر وينم په بريا مې يقين راغى . روايت شوى، چې خلكو له حضرت ابوبكر  سره د بعيت لپاره له هرې لورې را وځغاستل او نژدې و چې حضرت سعد بن عباده  لتاړ كړي.د حضرت سعد  ځينو يارانو وويل: پام چې حضرت سعد  تر پښولاندې نه كړئ! حضرت عمر  وويل: ويې وژنئ! ويې وژنئ! خداى دې يې ووژني! بيا حضرت سعد ته راغى او پر سر يې ودرېد او ويې ويل: غوښتل مې چې په لغتو دې ووهم او هډوكي دې مات كړم! حضرت قيس بن سعد  ، حضرت عمر  له ږيرې ونيو او ويې ويل:.... پر خداى چې له خپل نظره به تېر نه شم . ابن عبدالبر روايت كړى: حضرت سعد بن عباده  او يوې ډلې خزرجيانو او يوې ډلې قريشو له حضرت ابوبكر  سره له بيعته سرغړونه كړې وه، بيا بې له سعده ټولو بیعت وكړ . حضرت عمر  تل، حضرت ابوبكر  هڅاوه، چې حضرت سعد  بعيت كولو ته اړ كړي ورته وويل شو: تر وژنې بعيت نه كوي او تر هغې نه وژل كېږي، چې ټوله اولاده كورنۍ او يو شمېر ټبر يې ورسره وژل شوي نه وي؛نو يې خوشې كړ . د حضرت علي دريځ: دا و انصارو او ځينو مهاجرينو )قريشو( د نظرياتو څېړنه؛خو له سقيفې )څپرګي( د باندې يو شمېر قريش وو، چې تر حضرت ابوبكر  ، حضرت عمر  او لارويانو يې ډېر برخه درلوده. دوى شرعي، ولسي او تاريخي پانګه درلوده او په قريشو كې له ښه نفوذه برخمن وو. دوى بني هاشم وو، چې مشري يې د پېغمبر اهل بيتو كوله او پر هغه مهال د پېغمبر پر غسل او كفن او ښخولو بوخت وو،حال دا چې نور په سقيفه كې په لانجه كې را ښكيل وو! په نهج البلاغه كې راغلي چې حضرت علي د سقيفې د خبرو په اړه وپوښتل ورته وويل شو، چې قريشو وويل: چې پخپله دوى د پېغمبرو نه ده )يعنې د پېغمبر نسبي خپلوان دي(.حضرت علي وويل: په ونه استدلال كوي او مېوه يې څنډې ته كوي . تاريخي كتابونه د حضرت علي په مشرى د بني هاشمو او د حضرت عمر بن خطاب په مشرۍ د قريشو ترمنځ د لانجې راويتونو راوړي دي. لومړۍ لانجه د فاطمې بي بي او حضرت ابوبكر  ترمنځ راغله چې فاطمې بي بي په فدك كې د خپل پلار رسول الله  ميراث وغوښته او حضرت ابوبكر  يې د هغه روايت په استناد غوښتنه رد كړه، چې پخپله يې روايت كړى و. حضرت ابوبكر  وويل: له رسول الله  مې واورېدل: موږ پېغمبران څه ميراث نه پرېږدو، چې څه پاتېږي، صدقه ده )15(!! مشهوره ده، چې فاطمې بي بي  له حضرت ابوبكر سره لانجه وكړه او په غوسه ترې راووته او چې وفات شوه، حضرت علي د شپې شپې له خلكو پټه ښخه كړه او د نبي كريم  تر وفات شپږ مياشتې روسته له نړۍ ولاړه . حضرت عمر  حضرت ابوبكر  د حضرت سعد  پر ضد هڅاوه، دغسې يې د حضرت علي  پر ضد هم هڅاوه، چې بیعت ترې واخلي؛ ځكه د حضرت علي  دريځ د خپل ټبر پالي حكومت )چې پخپله يې مضبوط كړى و او ځان يې چمتو كاو، چې واګي تر لاسه كړي( تثبيت ته خطر ګڼه. په واقع كې حضرت علي يوازې نه و؛ بلكې بني هاشم او له انصارو او مهاجرينو د ټولنې يو ډېر شمېر فعال وګړي )لكه حضرت عباس، حضرت عمارياسر، حضرت ابوذر غفاري، حضرت سلمان فارسي، حضرت بلال بن رباح، حضرت مقداد، حضرت جابر بن عبدالله انصاري، حضرت ابن عباس او...  ( ورسره وو. در رواياتو له مخې حضرت عمر  د فاطمې بي بي د كور سوځولو لپاره )چې د حضرت علي په مشرى د حضرت ابوبكر  د مخالفينو د راټولېدو ځاى و( ډېره هڅه وكړه . په نظر رسي چې د حضرت عمر  او حضرت علي  تر منځ تاوتريخوالى ډېر شوى و.طبري روايتوي،چې حضرت علي  ، حضرت ابوبكر  ته پيغام ولېږه،چې ماته ځان ته راشه او بل څوك درسره مه راوله. حضرت عمر ، حضرت ابوبكر  ته وويل: پر خداى قسم نه ښايې چې ځان ته حضرت علي ته ورشې. حضرت ابوبكر  وويل: څه به را سره وكړي؟ پر خداى قسم په يوه يوه تن پسې به يې ورشم، بيا نو حضرت ابوبكر  بني هاشمو ته ورغى چې حضرت علي  او حضرت عباس  هم په کې وو او په درناوي ښه راغلاست يې ورته ووايه . مسعودي روايتوي: چې په سقیفه كې له حضرت ابوبكر  سره بعيت وشو او د سې شنبې پر ورځ ټولو خلكو ورسره بيا بعيت وكړ، حضرت علي ووت او ويې ويل: تا زموږ چارې خرابې كړې،مشوره دې هم ونه كړه او زموږ يو حق دې هم رعايت نه كړ. حضرت ابوبكر وويل: سمه ده؛خو زه د فتنې له راولاړېدو وډار شوم. د سقيفې پر ورځ د مشرتوب پر سر د انصارو او مهاجرينو ترمنځ اوږده شخړه تېره شوه. حضرت سعد بن عباده  ووت او بیعت يې ونه كړ او شام ته روان شو. هلته پر 15 س ووژل شو، دلته يې د وژنې په اړه بحث نه كوو او بني هاشمو هم د فاطمې بي بي تر ژونده ورسره بعيت ونه كړ . په تاريخي كتابونو كې حضرت ابوبكر  ، حضرت عمر ، حضرت عمرو بن عاص او حضرت ابن عمر  ته ډېر روايات منسوب شوي،چې د ځنكندن او احتضار په وخت كې يې ځينې خبرې كړې دي. دا روايات ښيي چې دوى پر هغو سياسي چارو پښېمانه او خپه وو،چې پرخپل ژوندونې يې كړي وو. مسعودي د حضرت ابوبكر  په اړه روايتوي:چې مړينه يې نژدې شوه ويې وويل: په درېيو كړو چارو پښېمانه يم،كاشكې چې بيخي مې كړي نه واى،درې چارې مې ونه كړې، كاشكې كړي مې واى او كاشكې درې چارې مې له پېغمبره  پوښتلې واى. كاشكې هغه درې چارې چې مې نه واى كړې دا دي: د فاطمې  كور مې لټولى نه واى، چې په اړه زياتې خبرې شوي. )فجااسلمي( مې سوځولى نه واى، يا مې خوشې كړى واى خورا ساده وژلى واى. كاشكې د سقيفې پر ورځ مې خلافت ابوعبيده  يا عمر  ته ور پرېښى واى چې هغه امير او زه يې وزير وم. او كاشكې پرهغه ورځ مې د رده )ارتداد( لښكر چمتو كړ،راستون شوى واى او پر خپل ځاى كېناستم؛ نو كه مسلمانان آرامېدل هغوى هم آرامېدل كه نه زه به يوازې يو مرستندوى واى او كاشكې له پېغمبره  مې درې څيزونه پوښتلى واى: چې خلافت د چا دى، چې څه شخړه پكې نه را دبره كېده د عمه )ترور( او ورېرې د ميراث په اړه او دا چې ايا انصار په خلافت كې څه برخه لري، چې وركړى مو واى . دا شخړه يوازې د انصارو او په مهاجرينو كې د حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  د اړخ ترمنځ نه ده؛ بلكې نور اړخونه هم وو، چې له قريشو يې دستور اخسته، په سر كې يې سفيانيان وو، چې ابوسفيان بن حرب يې مشري كوله چې د مكې تر سوبې روسته يې خپل نفوذ او تسلط له لاسه وركړى و. ابوسفيان په مدينه له څه ځواكه برخمن نه و او يوازينۍ چاره يې دا وه چې حضرت علي د سقيفه والو پر ضد راوپاروي. طبري روايت كړى چې ابوسفيان، حضرت علي ته وويل: ولې خلافت د قريشو له ټيټه او ناڅيزو ټبرونو سره دى؟ پر خداى قسم كه وغواړې نو حضرت ابوبکر پر ضد بيديا یا دښته له اسونو او سپورو ډكه كړم! حضرت علي ورته وويل: ته خو همېش د اسلام او مسلمينو دښمن يې پر خداى قسم نه غواړم چې پر ضد يې بېديا یا دښتې له سپورو او پوځيانو ډكه كړې او په حقيقت كې كه ابوبكر  مې دې چار ته وړ ګاڼه؛نو مخالفت مې ورسره نه كاوه. ابوسفيانه! مؤمنين د يو بل خيرخوا او سره ملګري دي که څه هم يو له بله لرې وي،څو منافقين ان له ځان سره هم دوكه كوي . او همدغسې طبري روايتوي، چې حضرت علي په بيړه له حضرت ابوبكر سره بعيت وكړ او ملګرى يې شو او په بل روايت كې یې تر شپږو مياشتو روسته بعيت وكړ او بيا يې لارويانو هم دا بېعت وکړ . حضرت علي وايي: له بيعته مې ډډه وكړه،خو چې مې ولېدل خلك له اسلام اوړي او د حضرت محمد  د دين په منځه وړو پسې يې راخستې ده؛ نو وډار شوم كه د اسلام او مسليمنو مرسته ونه كړم په اسلام كې به ماته رادبره شي او يا به پرې دښمنان يرغلونه كوي،چې په دې حال كې به پر تاسې د واكمنى تر نابودۍ د اسلام معيبت خورا سخت و،هغه واكمني چې د ډېرو لږو ورځو متاع ده او د سراب يا پسرلي ورېځو په څېر له منځ ځي؛ نو په دې لانجو او شخړو كې راپاڅېدم، چې باطل له منځه ولاړ او پو پنا شو، دين تثبيت او ټينګ شو . له حضرت ابوبكر  سره د حضرت علي د بعيت روايات دا حقيقت را ښيي چې كه بعيت شپږ مياشتې مخکې و، يا روسته يا ان د رسول اكرم ............سپارلو پسې و. حضرت علي د سقيفې په باب په تېره د حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  په باب ځانګړى نظر درلود. بېشكه د بعيت په باب د حضرت علي چوپېدل، دا دليل نه دى چې له خپل فكري او عقيدتي دريځ يې لاس اخستى، يا دا چې له ټبر پال حكومت سره يې څه جوړ جاړى كړى وي. څرګنده ده چې دا د شته واقعيت پر ضد د حضرت علي  سياسي دريځ دى؛نو حضرت علي له اصلي مسالى لاس اخستى نه دى؛ بلكې خپل شخصيت یې له خپل حقه ځار كړ، چې د اسلام حقيقي جوهر او زڼې پاتې شي. حضرت علي اختيار من و، چې يا د اسلام د ساتنې لپاره له خپله امامته تېر شي يا دا چې له شته وضعيت سره لاس او ګرېوان شي او په پايله كې هم امامت له لاسه ووځي او هم اسلام؛ ځكه په ټولنه كې دننه منافقين ځواكمن او د باندې د روم او فارس ځواكونه پر مسلمانانو بريد ته چمتو وو. د حضرت ابوبكر  په عصر كې كږلېچ دومره ډېر و، چې حضرت علي يې په تشويش كې كړى او خوب يې له سترګو الوتى و؛خو د حضرت عثمان  په زمانه كې ستر كږلېچ را ښكار شو؛نو ځكه د حضرت علي دريځ هم واوړېد. حضرت علي له لومړي او دويم خليفه سره مسالمت اميز ژوند درلود، ځينو د حضرت علي پر دغسۍ چلن استدلال كړى،چې حضرت علي دوى تاييد كړي؛ ځكه حضرت علي ورسره پخلا شوى او شخړه يې ورسره نه كوله. د دې وګړيو دې ته پام نه دى چې د مسالمت اميز ژوند او رضايت تر منځ توپير شته او هم پوه شوي نه دي، چې له خلفاوو سره د حضرت علي مسالمت اميز ژوند يوه هدايتمندانه ژوند و، د هغه پوهاند ژوند چې پر حقايقو پوهېده،ځكه رسول اكرم  تر ځان روسته پېښو خبر كړى و. او بېشكه د هغه چا ترمنځ خورا توپير دى،چې له داسې چا كږلېچ وويني چې توقع ترې نه لري او د هغه ترمنځ چې له مخكې ترې خبر و او له دې پېښو د حضرت علي خبرتيا د رسول اكرم  د دې حديث له مخې وه «علي!همدغسې چې تر تنزيل يې وجنګېدې پر تاويل به يې هم وجنګېږې ». يعنې كه رسول اكرم له قرآن او نبوته يې له منكرو مشركانو سره جګړه وكړه حضرت علي له هغوى سره جګړه كوي، چې په ظاهره په دې دين پورې تړاو لري، هغه منافقين او مارقين چې نصوص يې تاويل كړي او په خپل تاويل فساد او بې لارېتوب ته مخونه وركوي او په دين پورې يې تړي. همدغسې رسول اكرم  ويلي: پر خلكو به داسې زمانه راشي، چې ناپوهه ځوانان به د خداى د غوره مخلوق )پېغمبر( خبرې تكراروي او له دين څخه به داسې ووځي لكه غشى چې له ليندۍ ووځي. ايمان يې تر ستونو نه تېرېږي. نو كه ومو موندل ويې وژنئ . رسول اكرم  ويلي: امت به مې د قريشو ځوانانو له لاسه نابود شي. حضرت ابوهريره  وويل: كه مې غوښتاى د هغوى نومونه مې اخستل او ويل مې بني پلانى او بني پلانى . رسول اكرم  ويلي: «تر ما روسته كافر نه شئ، داسې چې ځينې د ځينو څټونه پرې كړئ ». رسول اكرم  ،حضرت عمار  ته وويل: «عماره! ظالمه ډله به دې ووژني، ته به يې جنت ته بولي او هغوى به دې دوزخ ته بولي ». او د «راز» حديث چې عايشې بي بي او حفصې بي بي په تحريم سورت كې رابرسېره كړ، هماغه «راز» چې د رسول اكرم  تر وفات روسته د حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  په دريځونو پورې اړوند و . دا روايات ښيي چې رسول اكرم  امت ته داسې مسايل ويلي،چې له اسلام څخه يې د كږلېچ نښې ورښودلي او هم ښيي چې ډېرى اصحاب لكه حضرت حذيفه  له رسول اكرم  روسته پېښو باخبر وو . ټول پوهېږو چې حضرت علي خو يوازې له مسلمانانو معاويه ، حضرت عمروبن عاص او خوارجو سره جګړه وكړه او دا ټولې جګړې ښيي چې له هغه سره ځانګړې پوهه وه،چې دغسې جګړې يې ورته روا بللې. او ټول پوهېږي چې ټولې عقیدې او په سر كې يې د اهل سنتو عقيده د حضرت علي له ليكي سره مخالفې وې او پر تاويل ولاړې وې . نو حضرت علي په يوه داسې عصر كې اوسېده چې ورسره مخالف و خو غاړه يې ورته ايښې نه وه او له وضعيته هم ناخوښه و او تردې اوچت لا دا چې له خپل مقام سره وړ يو ځانګړى وضعيت يې درلود او په دې توګه لومړي او دويم خليفه شرعي او سياسي مشاور كړى و.






د رواياتو څېړنه د سقيفې په پېښو پورې د اړوند رواياتو له څېړنې، په ذهن كې ډېرې پوښتنې را ولاړېږي؛خو ځكه په اړه يې ځينې يادداښتونه څېړو: لومړى ياددښت: انصارو ځانته خلافت غوښته حال دا چې دوى د مسلمانانو يوه برخه وه، نه ټول! پوښتنه داده، چې دريځ يې د كوم دليل له مخې و؟ په دې دريځ كې يې شرعي دليل نه درلود او دا چې پېغمبر ته يې پنا او مرسته يې ورسره كړې وه او له دې حالته يې ناوړه ګټه پورته كوله خو ايا دا يو كافي دليل دى، چې خلافت پرې وغواړي؟ د دې پوښتنې څه ځواب نشته،خو يوازې دومره وايو،چې د ټبر پالنې روحيه پرې لاسبری وه، چې په پايله كې خپاره واره شول؛ ځكه اوس ټبر د حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  له ټولي سره يو لاس شول چې د خزرج ټبر خلافت تر لاسه نه كړي او له نا چارۍ يې تر ؛ بېرغ لاندې را نشي!نو په دې چار كې مخكې تر دې چې د شرعي دلايلو له لارې مساله مطرح كړي،د نژاد پالنې دود ته يې مخه كړه او په بله وينا: د ټبر مصلحت د اسلام د مصلحت ځاى ونيو. او په دې ټبريزو مصلحتونو پسې،چې د اوس ټبر د مسلمانانو د يووالي او اسلامي ټولنې ټينګښت ته كوم دريځ ونيو؛ نو د حضرت ابوبكر  په مشرۍ قريشي اړخ ترې استقبال وكړ او په خپله ګټه يې وګڼله. دويم ياددښت: حضرت عمر  د دې پېښو اصلي محرك و، تر دې )چې په ظاهر كې ( د حضرت ابوبكر  تر لاس لاندې او تابع ګڼل كېده. پوښتنه وه چې ولې حضرت عمر  دا كار وكړ او د مهاجرينو مشران او اهل بيت يې پوره ناليدلي وګڼل؟ ځينې دې پوښتنې ته چمتو كړى ځواب لري او هغه دا چې: حضرت عمر  ځكه دا كار وكړ،چې د پېغمبر د بلنې راتلونکی وساتي او اسلام وساتي!لكه چې د رواياتو له مخې پېغمبر  ته لوړ مقامى و؛خو روايات دغسې انګېرنه نه مني او پكې شكمنېږي. بخاري روايت كړى:د رسول اكرم تر وفات روسته حضرت عمر  په ښار كې ګرځېده او چغې يې وهلې: پر خداى قسم،رسول الله  له نړۍ تللى نه دى! پر خداى قسم زړه ته مې نه لوېږي،چې پېغمبر مړ شوى! او په حقيقت كې خداى يې راپاڅوي چې د ډېرو نارينه و پښې او لاسونه پرې كړي. حضرت ابوبكر راغى او ويې ويل: اى هغه چې قسم خورې! چوپ شه! نو حضرت عمر كېناست او خبره يې ونه كړه . د دې روايت له مخې حضرت عمر  د رسول اكرم پر وفات عقیده نه درلوده او د بل روايت له مخې، عقیده یې دا وه، چې د حضرت موسٌى عليه السلام په څېر د خپل پالونكي ليدو كتو ته تللى دى او راستون به شي! اوس د دې عقیدی پر سموالى نه ګړېږو. او څنګه د حضرت عمر  په څېر يو شخصيت په ذهن كې دا عقیده ځاى نيسي؛خو دومره وايم،چې له دې دريځه معلومېږي،چې په خلافت پورې نښتل يو نوى فكر و،چې د رسول اكرم تر وفات روسته يې بيخي په فكر كې نه و،بلكې يوازينى څېز چې اندېښمن كړى و، د رسول اکرم  مړينې او را ستنېدل يې و، تر دې چې حضرت ابوبكر  راغى او د پېښې له حقيقته يې خبر كړ او د آل عمران 44 آيت يې ورته ولوست: (ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَاۗءِ الْغَيْبِ نُوْحِيْهِ اِلَيْكَ ۭ وَمَا كُنْتَ لَدَيْـهِمْ اِذْ يُلْقُوْنَ اَقْلَامَھُمْ اَيُّھُمْ يَكْفُلُ مَرْيَـمَ ۠وَمَا كُنْتَ لَدَيْـهِمْ اِذْ يَـخْتَصِمُوْنَ ) حضرت عمر  وويل: لكه چې لومړى ځل دى، دا آيت اورم. بيا چوپ شو او څو شيبې روسته له سقيفې خبر شو؛نو په بېړه له حضرت ابوبكر  او حضرت ابوعبيده جراح  سره ورغلل. پوښتنه ده چې: ايا حضرت عمر  دومره هم د قرآن پر آيتونو خبر نه و چې ادعا وكړي، پېغمبر به تر مرګ روسته ژوندى او راستون به شي او چې څوك ادعا وكړي، پېغمبر مړ شوى وبه يې ګواښي؟ او كه د حضرت عمر  پوهه په دومره ټيټه كچه كې و؛ نو بېشكه چې په اهل بيتو او حضرت علي پورې په اړوند آيتونو او د بلنې په راتلونکی هم نه پوهېده؟ او كه حضرت عمر  د حضرت ابوبكر  د خلافت تيږه په تبر وهله او په خوشحالۍ او ولولو يې حضرت ابوبكر  ته د بعيت لپاره هرې لوري ته منډې وهلې؛نو ولې حضرت ابوبكر  چې حقيقي ګټندوى و، دومره شوق او ولوله نه درلوده،حال دا چې بايد حضرت عمر  ډېر په دې فكر كې واى او ان په ځينو رواياتو كې راغلي، چې حضرت ابوبكر  د رسول اكرم  د مړينې پر مهال پر يو كار بوخت و، چې معلومه نه ده څه كار و؟! او حضرت عمر  تل پرې ټينګار كاوه چې خلافت تر لاسه كړه،خو هغه ډډه ترې كوله، تر دې چې له سقيفې يې خبر كړ او ورسره ورغى. په رښتيا حضرت ابوبكر  پر څه بوخت و، چې د پېغمبر له غسل او تكفينه يې بې پامه كړى و؟ چې ځواب هر څه وي، په ډاګه ده، چې هغه بې له خلافته پر يوه بل چار بوخت و، تر دې چې حضرت عمر  ورغى او خلافت يې ورياد كړ! نو حضرت ابوبكر  ته هم د خلافت مفكوره يو نوى چار و،لكه چې حضرت عمر  ته هم او لكه چې مطلب تر دې اوچت نه و،چې خلافت ته د انصارو د بيړې د لاس ورغځونې غبرګون وښيي او نه بل څه. خو له دې پېښې معلومېږي، چې يوه درېيمنۍ ډله هم شته چې خلافت ته خورا وړ وه او انصارو او مهاجرينو له هر لوري هڅه كوله چې خلافت ترې واخلي. د حضرت عمر  دريځونه او له حضرت ابوبكر  سره ملګرتوب يې د دې لپاره و، چې د حضرت ابوبكر  له شخصيته يې ګټه پورته كوله، چې خپلې هيلې ته ورسي او د نورو پر وړاندې يې يو ټينګ ډال كړي،خو حضرت عمر  دا جرات نه درلود،چې ځان د پېغمبر ځايناستۍ ته ونوموي،ځكه اوضاع يې پر ګټه نه وه او خلافت په لاس نه ورتله؛نو ځكه يې خلافت حضرت ابوبكر  ته وسپاره،چې بيا يې ترې واخلي او د اهل سنتو د رواياتو له مخې كه حضرت عمر  د دومره مقام خاوند واى؛نو تر حضرت ابوبكر  خلافت ته وړ و،ځكه غښتلى او توند مزاجى و او حضرت ابوبكر  كمزورى او بېوسى. او كه په رښتيا حضرت عمر د دومره لوړ شخصيت خاوند واى انصارو شخړه ورسره نه كوله او حضرت حباب  نه ويل: د دې سړي خبرې ته غوږ مه ږدئ او چې حضرت عمر  ورته وويل: خداى دې ووژنه، هغه به ورته نه ويل: بلكې تا دې خداى ووژني! او هېڅ وخت حضرت قيس بن سعد  له ږيرې نه نيوه او نه يې ګواښه. نو دې قوم دوه حالته درلودل: يا دا چې د ټبر پالنې روحيه پرې بر لاس شوې وه او اسلامي خويونه يې هير شوي او احكامو ته یې شا كړې وه، يا دا چې ټول د مقام يو شان او پر يو بل يې غوراوى نه درلود. حقيقت دا دى، چې دواړه حالات يې درلودل او كه حضرت عمر  انصارو ته دا دليل ووايه چې: عربان بيخي دا نه مني چې «خلافت» هم هغه قوم ته وركړي،چې «نبوت» يې له قومه نه وي؛ نو كه دا مجادله سهي وي؛نو ورباندې لازم دي،چې پخپله اوملګرى يې څنډې ته شي او د پېغمبر اهل بيتو ته لار پرېږدي،ځكه په قريشو كې خو اهل بيت لوړ مقامي او ستره كورنۍ ده، حال دا چې هغه او دواړو ملګرو يې داسې موقعيت نه درلود؛نو ځكه همدې چار ابوسفيان اړ كړ چې د حضرت علي په هڅولو لاس پورې كړي او ورته و وايي! دا ولې خلافت د قريشو د ټيټې كورنۍ په لاس كې ولوېد! اوس د ابن حجر هغه لمنليك ولولئ چې د حضرت عمر  په دې خبره يې كښلى،چې د حضرت سعد بن عباده  په اړه يې وويل: ويې وژنئ، خداى دې يې و وژني! ابن حجر وايي: هو! حضرت عمر  نه غوښتل چې په واقعي مانا دې حضرت سعد  و وژني او دا چې ويلي يې دي،خداى دې يې ووژني، يوازې يوه ښېرا ده؛ نو ځكه حضرت عمر  غوښتل چې ترې لرې شي. د مالك په حديث كې حضرت عمر  وويل: خداى دې سعد  ووژني، چې د شر او فتنې خاوند دى . ابن حجر پردې لمنليك د مخونې په ګام كې يو ګام داسې ایښی چې اهل سنت كله هم د شرعي نصوصو پر وړاندې راګېر شي او دليل ورسره نه وي؛نو په مخونه لاس پورې كوي. ابن حجر زياتوي: په حقيقت كې هغوى د خلافت لپاره د پېغمبر د تجهيز او تكفين خورا مهمې چارې پرېښووې،تر دې چې ترسره يې كړ او پېغمبر يې ډېره لږه موده چې څو ورځې نه كېدې د خلافت د چارو د بوختيا له امله پرېښود او د يوالي لپاره یې دا ګناه بښل كېدونكي ده ! بخاري د حضرت عمر  د سقیفه يي چارو د مخونې لپاره روايتوي: حضرت عمر  خلك ګواښل او ډارول، تر دې چې نفاق وڅنډي او منافقان له ډګره وباسي . دا روايت د حضرت ابوبكر  د لور عايشې بي بي له خولې روايت شوى او مفهوم يې دادى چې: د حضرت ابوبكر  د بیعت نه وركوونكيو پروړاندې چې حضرت عمر  كوم توند دريځ، ګواښ او ډارونه خپله كړې وه، ښه طريقه، غوره چار او د خداى د خوشحالى لامل و!! او په دې توګه عايشه بي بي ټول هغوى ته منافقين وايي چې د حضرت ابوبكر  خلافت يې منلى نه دى، له ښي هاشمو نيولې تر نورو خلكو او انصارو پورې. ايا دا خبره د اصحابو عدالت تر پوښتنې لاندې نه راوړي؟ نو څنګه اهل سنت د ګردو اصحابو پر عدالت عقیده لري او د دې ليد لورې له مخې، د رسول اكرم تر وفات روسته له سقيفې نيولې تر صفين پورې ټولې پېښې تفسيروي ؟! درېيم ياددښت: ولې د «اسلم» ټبر مدينى ته راغى چا راوباله او ولې يې حضرت عمر  په ليدو په بريا يقين وكړ؟ د دې پوښتنو ځوابونه مو اړ باسي،چې د سقيفې د پېښو مهمو برخو ته يو كتنه ولرو. مدينې ته د « اسلم» د ټبر راتلل يوې پوځي كودتا ته ډېر ورته والى درلود او بېشكه چې راتګ يې له وړاندې حضرت عمر  په پام كې نيولى و. او په نظر رسي چې د حضرت عمر  د اړخ او د انصارو ترمنځ لانجه يو خطر ناك پړاوته رسيدلى وه، چې د انصارو تله يې درنه كړې وه يا شونې ده چې انصارو حضرت علي ته مخه كړي وي او خپلمنځي اختلاف يې يوې خوا ته كړى وي. بلخوا حضرت عمر  او ډله يې د مدينې په خلكو كې څه وزن نه درلود،ځكه حضرت عمر  له مهاجرينو سره، مدينې ته له راغليو ځنې و، پخپله او ډله يې د مهاجرينو يوه برخه وه، نه ټول مهاجرين، بيا هم يو شمېر مهاجرين له حضرت علي سره وو او ځينې قريش پايلې ته سترګې پر لار وو يا نه پوهېدل چې د باندې څه تېرېږي. او لكه چې دا وضعيت مدينې ته د «اسلم» ټبر د راتګ پر مهال په خپلې خبرې كې د حضرت عمر  نيت ښه څرګندوي،چې ويې ويل: اوس مې په بريا يقين وكړ. دا خبره غير مستقيم راښيي،چې حضرت عمر  او ډلې يې دا ځواكونه راغوښتني وو.ايا دغسې كړنه دليل كېداى نه شي،چې د حضرت عمر  ډلې خپل شرعي او اخلاقي ارزښت له لاسه وركړى دى؟ بلخوا، له كومو متونو سره چې حضرت عمر  انصار مخامخ كړل،د هغه پړاو له اختراعاتو ځنې وو او كه دا متون سهي او ټولو پرې اعتراف كاوه؛ نو چا ورسره لانجه نه كوله او له واره هوارېده. په نظر رسي چې خلافت ته د حضرت ابوبكر  د وړتيا په باب مجادله را روسته وختونو ته هم راغځېده تر دې چې اړ شول د رسول اكرم  له خولې احاديث ورته وتوږي چې په څرګنده خلافت حضرت ابوبكر  ته ځانګړى وبولي او ستر شخصيت يې وګڼي او په پايله كې له حضرت ابوبكره  يو سپېڅلى شپول راتاو كړي،چې څوك يې په اړه څه ونه وايي يا يې شخصيت تر پوښتنې لاندې ونيسي،دا خو لا څه چې د سقيفې عصر له سره ولولي . او همدا چار د دويم خليفه لپاره هم وشو،چې ډېر مناقب يې ورته جوړ كړل او مقام يې تر پېغمبره ورته اوچت فرض كړى او يا يې په يوه كتار كې ورسره ګڼلى دى . او له درېيم خليفه سره همدا كار وشو،خو د كتاب الله او نبوي سنتو پر خلاف كړنو يې بې پته كړ. خو له حضرت علي سره يې اپوټه چار وكړ، د دې پر ځاى چې د نورو په څېر مناقب ورته وتوږي په اړه يې راغلي فضايل دروغجن وګڼل او خو ګانې يې پكې پيدا كړې او شخصيت يې ورته هومره راټيټ كړ،چې له حضرت معاويه سره يې په يوه تيږه وتله او پر ضد يې را پاڅېدلي خوارج مجتهدين وګڼل او معذور يې وشمېرل . څلورم ياد دښت: حضرت علي چېرې و؟ پلټونكى چې د سقيفې پېښې پلټي، ډېرى ستر اصحاب او په سر كې يې حضرت علي په سقيفه كې نه ويني،دوى چېرې وو او ولې له دې مهمې تاريخي پېښې لرې پاتې شول او ولې د خليفه ټاكنې ته ورنغلل؟ حضرت ابو ذر  چېرې و؟ حضرت مقداد، حضرت زبير، حضرت جابر بن عبدالله، حضرت ابي بن كعب، حضرت بلال رباح، حضرت حذيفه بن اليحان، حضرت خزيحه ذوالشهادتين، حضرت عمار بن ياسر، حضرت ابو ايوب انصاري، حضرت ابوسعيد خدري، حضرت برابن مالك، حضرت خباب بن ارت، حضرت رفاعة بن مالك، حضرت ابوالطفيل، حضرت عامر بن واتله او نور ډېر اصحاب كرام  چېرې وو؟ دښي ساعده و په څپرګي كې يې نشتون د حضرت عمر  ډله سخته په اندېښمنه كړې وه؛ ځكه دوى په اصحابو كې دروند وزن درلود او شونې وه، چې په راتلونکی كې ورته كومه ستونزه پيدا كړي. روايتونه وايي، چې حضرت علي او يو ډله له اصحاب د پېغمبر  په تجهيز،تكفين او تدفين بوخت وو،حال دا چې هغوى په سقیفه كې او د خلافت پر سر پر لانجه بوخت وو . پوښتنه ده: ايا دا يو اسلامي خوى او دود دى چې خپل پېغمبر دې پر هغه حال پرېږدي او د واكمنۍ پر سر دې لانجه وكړي؟! نو له رسول اكرم  يې څه زده كړي وو؟! هو! څو ځل يې پېغمبر  خوشې كړى و. يو ځل په «اُحُد» كې. يو ځل يې په جومات كې، چې خطبه يې ورته ويله او خداى دا آيت نازل كړ: (وَتَرَكُوْكَ قَاۗىِٕمًا ۭ) او ته يې ځان ته پرېښووې. ) ( او یو ځل يې د احتضار پر مهال يوازې پرېښووې،چې قلم او كاغذ دې ترې وغوښت،چې څه ورته وکښې،چې روسته ترې بې لارې نشي او تر وفات روسته يې هم حضرت نبي  ځان ته پرېښود . دا روايات ښيي چې دوى په دنيوي چارو كې راښكيل شوي وو او ښايي د آل عمران د 52 آيت مطلب همدا وي چې: (مِنْكُمْ مَّنْ يُّرِيْدُ الدُّنْيَا وَمِنْكُمْ مَّنْ يُّرِيْدُ الْاٰخِرَةَ ۚ) ځينو مو دنيا غواړي، او ځينې مو آخرت. پينځم ياددښت: د حضرت ابوبكر  بیعت يوه ښوييدنه وه...ولې؟ د خداى شكر چې دا د حضرت عمر  د خولې خبره ده،هماغه چې پخيله يې د سقيفې پېښې تدبېر كړې وې،هماغه چې پخپله يې د هغې مېوه و واڼله او كه بل چا دا خبره كړې واى؛ نو مطلوب بل رنګ كېده. حضرت عمر  وويل: « هن! د ابوبكر بعيت يوه ښوييدنه وه،يو كوږ چار و خداى دې يې امت له شره وساتي؛ نو كه چا بيا دا چار وكړ،ويې وژنئ كه چا بې د مسلمانانو له مشورې له چا سره بعيت وكړ، روا ده چې دواړه و وژل شي » ايا دا د حضرت عمر  اعتراف نه دی،چې د سقيفې پېښې له شورا لرې څه چې ان د اسلام له روحه لرې وې،داسې چې بايد طراح يې ووژل شي،ځكه پر امت يې اغېز ډېر زيانمن او بده پايله ده. د حضرت عمر  دا خبره جوتوي،چې په حقيقت كې د حضرت خالد وليد  په قومندانۍ د مرتدينو او د زكات د مانعينو پر ضد د حضرت ابوبكر  جګړې يوازې د واكمنۍ پرضد يې يو پاڅون و،البته شونې ده، چې ځينو به په يو ډول ارتداد درلود،خو په ظاهر كې دې پوځي ټكر ټبريزه انګېزه درلوده او لكه چې د پاڅون په ځپنه كې د حضرت خالد  تيرى پر دې حقيقت يو ښكاره دليل دى . د دې خبرې علت دا دى، چې حضرت عمر  خبر شو،ځينو ويلي دي: كه حضرت عمر  ومړ؛ نو پلانى خلافت نيسي!نو حضرت عمر  ديوې وينا په ترڅ كې دا خبرې وكړې . لكه چې حضرت عمر  پوه شوى و،چې په مدينه كې خلكو شورا په خوله كې اخستې او د سقيفې پېښې تر پوښتنې ګروېګنې لاندې نيسي او د لومړى خليفه د ټاكنې په دود كې خو ګانې لټوي. اوس مهمه نه ده، چې دا پوښتنه ځواب كړو، كه څه ځواب يې څرګند دى؛خو مهمه ده، چې پوه شو، حضرت عمر  اعتراف كوي،چې د حضرت ابوبكر  بیعت يو نا سم چار او يوه ښوييدنه وه،چې وشوه او شونې وه،چې اسلامي امت ته خطرناكې اغېزې او دردناكې پايلې ولري،خو دا چې خداى پرې ولورېد؛نو د حضرت عمر  د خبرې يوازينې موخه دا وه، چې جوته كړي،چې د حضرت ابوبكر  بیعت يو بېړنى چار و،چې بې فكره وشو،چې د زياتو خطراتو احتمال يې درلود. دا څنګه چار دى، چې حضرت عمر  د حضرت ابوبكر  بیعت ښوييدنه بولي،خو هېر يې دي،چې پخپله د حضرت ابوبكر  په وصيت خليفه شوى دى؟ بخاري روايتوي، چې حضرت عمر  وويل: هيلمن يم،چې رسول اكرم  په موږ كې ووسي او موږ اداره كړي،خو دا چې له نړۍ تللى؛ نو خداى ورته په څنګ يو رڼا ايښې،چې پرې لار مومئ،هماغه لارښوونه، چې خداى پر محمد  لورولې وه او په واقع كې حضرت ابوبكر  د رسول الله  دغار يار دى او د خلكو چارو ته خورا وړ دى نو پاڅئ او بيعت ورسره وكړئ. بيا حضرت عمر  ، حضرت ابوبكر  ته وويل: پر منبر كېنه،چې خلك بعيت درسره وكړي، حضرت ابوبكر  )تر ډېر ټينګار روسته( پر منبر كېناست او ټولو خلكو بعيت ورسره وكړ . د بخاري دا روايت ښيي، چې حضرت عمر  د حضرت ابوبكر  د ټاكنې اصلي كار ګرځي او بلخوا معلومېږي،چې حضرت ابوبكر  له نا چارۍ دا چار منلى او پخپله يې ورته څه لېوالتيا نه درلوده،بلكې د حضرت عمر  ډېر ټينګار اړ كړ،چې پر منبر كېنې او خلك بعيت ورسره وكړي او دا پخپله يو دليل دى، چې د حضرت ابوبكر  په باب هېڅ نص نه و؛ بلكې يوازې هغه هڅې وې، چې له لاس ته راغلي فرصته ګټه پورته شي. ايا د حضرت ابوبكر  وړانديز نه و چې: دا حضرت عمر  دى او دا حضرت ابوعبيده  له هر يوه سره چې بعيت كوئ ويې كړئ؟! نو كه حضرت ابوبكر  له خپلې نومونې څنډې ته كېږي او حضرت عمر  او حضرت ابوعبيده  پر ځان ړومبى بولي دا پر دې دليل كېږي نه،چې اصل پېښه د وګړني نظرياتو ښكاره كول وو او يوازې په بيړه د انصارو مقابلې ته ترسره شو؟ ووينئ چې حضرت عمر  څه وايي: « پر خداى قسم، چې ابوبكر  ته بيعت اخستل يو خورا ستونزمن او سخت چار و، وډار شوو، كه قوم )انصار( خپاره واره شي او بعيت ونه شي او ترر موږ روسته ځان ته بيعت وكړي؛ نو موږ به له ناچارۍ په ناخوښه څيز او يا مو مخالفت ورسره كاوه او په دواړو حالاتو كې مو ماته خوړه» او همدغسې ووينئ سره له حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  له ځان سره وايي: « په لاره كې مې په زړه كې يو مطلب وايه، چې سقيفې ته ورسېدو،خبره مې كوله،خو حضرت ابوبكر  وويل:تره! چوپ وسه!... او چې څه مې په زړه كې تېرېدل ویې ويل؛ لکه چې له غيبو يې خبرې كولې» له دې رواياتو ګټنه كېږي، چې د حضرت عمر  په مشرۍ له وړاندې قضيه جوړه شوې وه او هېڅ شرعي بڼه يې نه درلوده؛ نو ځكه حضرت عمر  د خپلې مړينې پر وخت ويل: كه د حذيفه مولا سالم ژوندى واى، خلافت مې ورسپاره، حال دا چې سالم، د حذيفه ازاد كړاى شوى و او په دې خبره له هغه روايت سره په ډاګه مخالفت كوي،چې امامت يوازې په قريشو پورې اړوند ګڼي او ان له ځان سره هم مخالفت كوي،چې انصارو ته يې په دليل كې وويل: ))د عربو دا ښه ايسي، چې «خلافت» هغه ټبر ته ور پرېږدي، چې «نبوت» هم په کې و((!


درېيم تمځى

عمر بن خطاب رضى الله عنه

«او په دې توګه حضرت معاويه سر را پورته كړ»

حضرت عمر بن خطاب  تل د شورا مېوه، شورا ده او د استبداد مېوه استبداد ده او چې څه په سقيفه كې تېر شو؛نو دا چې په شورا پورې يې هېڅ تړاو نه درلوده؛نو طبيعي وه، چې پايله او مېوه يې هم له شوار سره اړخ نه لګاوه. او په دې توګه حضرت عمر  راغى! په ښوييدنې پسې يوه بله ښوييدنه! خپل يار ته يې خنډونه هوار كړل او دادى په يو وصيت يې كار ورته جوړ كړ. د حضرت ابوبكر  په وصيت كې راغلي: «دا د ابوبكر بن ابى قحافه تړون دى،چې په نړۍ كې يې روستى ژمنه او آخرت ته يې ړومبى هغه ده. ما پر تاسې عمر خپل خليفه كړ؛ نو عادل مو وموند،چې دا مې هيله وه او كه د خداى دين كې يې اړونې راوړې؛ نو ما خو يوازې خير غوښت او له غيبو خبر نه يم» (وَسَـيَعْلَمُ الَّذِيْنَ ظَلَمُوْٓا اَيَّ مُنْقَلَبٍ يَّنْقَلِبُوْنَ ٢٢٧؀ۧ) )1( پر حضرت ابوبكر  لازم و،چې د حضرت عمر  احسان ورپوره كړي،ځكه حضرت عمر  په خپل چلونو خليفه كړى و او دادى حضرت ابوبكر  حكومت ور وسپاره په لومړي ځل يې په اسلام كې د حكومت ورسپارلو قانون عملي كړ،هماغه قانون چې څه موده روسته مخوونكيو فقهاوو د امويانو او عباسيانو په مخونه كې ورباندې استناد كاوه او دا دود د امويانو د راښكاره كېدو لپاره ړومبى ګام و، چې د حضرت عمر  په زمانه كې يې نښې راڅرګندې شوې. او دا چې د حضرت ابوبكر  دا نظر د شرع يا شورا له مخې نه و؛نو ځكه مسلمانانو او ډېرى اصحابو ورسره مخالفت وكړ. ړومبي مخالفين انصار وو. بيا د حضرت علي په مشرۍ اهل بيت. په دريېمه درجه كې، حضرت طلحه  او ياران يې، چې په بيړه حضرت ابوبكر  ته راغى او ورته يې وويل: « خپل پالونكي ته به دې څه ځواب وركوې چې يو توند بد خويه دې راباندې واكمن كړ،چې خلك ترې تښتي او زړونه ترې كركجن دي » له دې ځايه معلومېږي، چې حضرت عمر  د چا نه خوښېده او ځكه ترې خلكو كركه كوله،چې د حضرت ابوبكر  په زمانه كې له خلكو سره توند چلېده؛ نو ځكه چې د باطلو له مخې جوب شوي وي،باطل دي او په دې توګه د حضرت عمر  خلافت باطل دى،ځكه بنسټ يې باطل دى او په دواړو خلافتونو كې د مسلمانانو شورا په پام كې نه وه. او لكه چې څنګه پر مسلمانانو د حضرت ابوبكر  خلافت په توره وتپل شو د حضرت عمر  خلافت هم په توره وتپل شو او په سخته يې د خپل مخالفين وځپل او ټول يې بعيت ته اړ كړل؛ لکه چې مخكې يې د حضرت ابوبكر  لپاره دا كار كړى و، نن یې خپل ځان ته وكړ.


حضرت عمر  او حضرت علي. حضرت علي له حضرت عمر  سره مسالمت اميز چلن درلود؛ لکه چې له حضرت ابوبكر  سره يې درلود. حضرت علي پر حق و؛خو مغلوب شوى و او له نا چارى يې پېښو ته غاړه ايښې وه او نه يوازې دا چې مسالمت اميز چلن يې خپل كړى و؛ بلكې تل يې د مظلومينو د ملاتړ او اسلام او مسلمانانو ته د خدمت لپاره له يوې مشورې هم دريغ ونه كړ. او كه پر حضرت علي د حضرت ابوبكر  په زمانه كې دباوونه ول؛نو د حضرت عمر  پر مهال خو زنديتوب او فشارونه ډېر وو؛ ځكه حضرت عمر  د حضرت ابوبكر  په خلافت كې دويم سړى و؛خو نن ټول واك ورسره دى. البته په هغه زمانه كې هم حقيقي واكمن حضرت عمر  و او حضرت ابوبكر  يې سيورى ګڼل كېده! اوس چې حضرت عمر  ټولواك دى او طرحې يې بريالى شوي؛ نو بېشكه چې د اهل بيتو په تېره بيا د حضرت علي پر وړاندې يې سخت سياستونه خپل كړي دي،ځكه پوهېږي چې حضرت علي خلافت ته وړ دى او لكه چې پخپله هم عقیده لري،چې د مسلمانانو امامت يوازې په حضرت علي پورې ځانګړى دى نه په بل پورې! او د اهل بيتو پر وړاندې يې د سخت دريځى بل لامل دا و، چې پخپله يې منلې وه، چې د حضرت علي پر وړاندې علمي او رهبرى ځواك له حضرت عمر  ډېرې تېروتنې وشوې او په بيړه يې داسې احكام عملي كړل،چې په اسلام پورې يې هېڅ تړاو نه درلود. ويل يې: «ټول خلك تر عمره خورا فقيه دي » او د حضرت علي پر وړاندې يې پر خپلې ناپوهۍ اعتراف كړى: «خداى مې دې پر هغه ستونزې كې نه پرېږدي،چې ته يا ابوالحسنه په څنګ كې مې نه وسې » او دا چې حضرت علي د اسلام او مسلمينو د ګټو لپاره ورسره ملګرتوب كوي؛نو د دې وضعيت د مخونې لپاره وايي: «كه علي نه واى نو عمر هلاكېده » د احاديثو او تاريخ په كتابونو كې د حضرت عمر  هغه كړنې او احكام راغلى، چې له كتاب او سنتو سره اړخ نه لګوي،چې دا يو دليل دى چې سختې علمي نيګمړتياوې يې درلودې او فقهې ملاتړ ته اړ و . د حج او ښځو متعې يې حرامې كړې . په بائن طلاق كې يې درې طلاقه په يو ځاى وشمېره )حال دا چې يوازې يو طلاق شمېرل كېږي( او اعلان يې كړه،چې همېش پرې ښځه حرامېږي، تر دې چې محل ونيسي . تراويح يې په جماعت كړې، حال دا چې نفل په جماعت نه كېږي . د جنازې لمونځ يې څلور تكبيره كړ،حال دا چې پنيځه تكبيره و . په ميراث كې يې د يو بل مخالفې فتواوې وركړې . يوازې په ګومان يې خلك څارل، چې دا د قرآن يو مخالف چار دى . پر حضرت مغيرة بن شعبه یې حد جاري نه كړ ! عجم يې له ميراثه بې برخې كړل ! امیندواره یا دوه ځانې او پرېشانه ښځه يې رجم كړه . په مسلمانانو كې يې طبقاتي اختلاف رادبره كړ او د كارګرانو په مالونو كې شريك شو  ! او ډېرې داسې چارې يې كړي،چې ټولې يې راوړاى نشو او راښيي چې حضرت عمر  د خلافت وړتيا او كفايت نه درلود او په زوره چارواكى شوى و. حضرت علي له كږ لېچونو د حضرت عمر  په مخنيوي كې مهمه برخه درلوده تر دې چې ليكل شوي:يوې امیندوارې یا دوه ځانې ښځې له ډاره بچى وغورځاوه،چې خبره شوه حضرت عمر  غوښتې ده او د اصحابو مشران يې راوغوښتل،چې د دې پېښې د حكم په اړه مشوره ورسره وكړي )17(. چې لنډ مهاله واده يې منع كړ؛نو د ابن عباس په مشرۍ چې كومو اصحابو روا ګاڼه،ويې ګواښل؛نو ځكه ابن عباس  د حضرت عمر  تر ژونده خپل نظر ويلاى نشو . ان د پېغمبر  په زمانه كې ډارونه او ګواښنه د حضرت عمر  د سياست څرګنده نښه وه، يوه ورځ يې وويل: يا رسول الله! پرېږده چې د دې منافق څټ پرې كړم! او د پېغمبر امر ته يې انتظار نه ايسته! او د پېغمبر  تر وفات روسته يې هغوى وګواښل، چې ووايي پېغمبر  له نړۍ تللى دى!! په سقيفه كې يې انصار وګواښل چې له حضرت ابوبكر  سره د بيعت نا خوښه وو. نو حضرت عمر  چې په فقهې احكامو او د رعيت په حدودو كې دغسې سياست چلاوه؛ نو بېشكه چې د اهل بيتو په باب خو يې خورا سختي كوله، چې خپل واك ته يې خطر باله. يو كينه كښ دريځ يې د اهل بيتو اقتصادي كلابندي وه،چې د حضرت ابوبكر  په ملګرتوب يې فاطمه بي بي، حضرت علي او اولاده يې په كې را ايسار كړي وو. په يو روايت كې راغلي چې حضرت عثمان، حضرت عبدالرحمان بن عوف، حضرت سعد بن ابي وقاص او حضرت انس بن مالك  حضرت عمر  ته ورغلل، بيا حضرت عباس او حضرت علي  د خپل حق غوښتنې ته ورغلل. حضرت عمر  ورته وويل: تاسې او خداى، ايا نه پوهېږئ چې رسول اكرم  ويلي: موږ ميراث نه پرېږدو،چې څه رانه پات کېږي صدقه ده. ويې ويل: هو! حضرت عمر  وويل: چې رسول اكرم له نړۍ ولاړ، حضرت ابوبكر  وويل: زه د رسول اكرم  ولي يم. ته او دا سړى حضرت ابوبكر  ته ورغلى، چې تاسو ترې د خپل وراره ميراث غوښته او دې )علي( له پلاره يې د خپلې مېرمن. حضرت ابوبكر  وويل: رسول الله  ويلي: موږ ميراث نه پرېږدو، چې څه مو پرېښي صدقه ده او خداى پوهېږي، چې هغه رښتين خيرخوا، هدايت شوى اود حق لارى و !! په بل روايت كې راغلي: حضرت عباس  او حضرت علي ، حضرت عمر  ته د حق اخستو لپاره ورغلل. حضرت عباس  وويل: عمره ! زما او د دې سړي ترمنځ قضاوت وكړه!! خلكو وويل: تر منځ يې پر حق قضاوت وكړه. حضرت عمر  وويل: لازم نه دي چې قضاوت وكړم دوى پوهېږي چې رسول اكرم  ويلي: موږ ميراث نه پرېږدو، چې څه رانه پاتې کېږي صدقه ده . له دې دوو روياتو معلومېږي، چې د دوى مطلب يوازې د حضرت علي، حضرت عباس او په ټوليز ډول د اهلبيتو بد انځورنه ده،چې ګنې حضرت علي  او حضرت عباس  د درپېښو لانجه لري او شخړه يې دومره اوږده او فلك ترې خبر شول، چې د هواري لپاره حضرت عمر  ته ورغلل؛ یعنې )العياذ بالله(حضرت علي دومره دنيا پالى او حريص و، چې له خپل تره سره يې لانجه شوه!! خو په هر حال دلته هم د اهل بيتو پر وړاندې د حضرت عمر  كينه كښ دريځ معلومېږي، په تېره دا چې د حضرت انس، حضرت سعد، حضرت عثمان، حضرت زبير او حضرت عبدالرحمان  په څېر سخت دښمنان يې هم حاضر وو، چې په غونډه كې به يې شتون تصادفي او ناڅاپي نه و او دا چې د هېڅ مسلمان په ذهن كې تېر نه شي چې حضرت عمر  له حضرت علي سره دښمني لري، د اموي ليكي يارانو ټينګار درلود، چې په دې اړه هر ډول شكمني يوې خواته كړي. د صحيح مسلم روايت ولولئ، چې له ابن عباس  څخه روايتوي: حضرت عمر بن خطاب  پر كټ ايښى و، خلك پرې راټول و دعا او لمونځونه يې ورته كول،زه هم وم، ناڅاپه چا له شا له مټه ونيوم،چې مې وليدل حضرت علي و. حضرت علي، حضرت عمر ته دعا وكړه او ويې ويل: څوك مې په كړنه كې ستا په څېر ونه ليدل، پرخداى قسم تل مې غوښتل چې خداى دې له خپلو دوو تنو يارانو )پېغمبر او ابوبكر( سره يوځاى كړي؛ ځكه ډېر مې له پېغمبره  اورېدلي چې: زه، ابوبكر او عمر راغلو، زه ابوبكر او عمر ورننووتوو، زه ابوبكر او عمر ووتو؛نو ځكه مې له خدايه غوښتل او هيلمن وم، چې تا ورسره كړي . بخاري د حضرت علي له خولې د خپل زوى حضرت محمد بن حنفيه د پوښتنې ځواب روايتوي: پلار مې وپوښت: څوك تر رسول اكرم  روسته غوره دى؟ ويې ويل: ابوبكر. ومې ويل: بيا؟ ويې ويل: عمر. بيا وډارم شوم چې دا ځل د حضرت عثمان نوم واخلي؛نو ځكه وار له مخه مې وويل: نو ته؟ ويې ويل: زه يو معمولي مسلمان يم! له دوو رواياتو معلومېږي، چې نه يوازې دا چې جوت كړي چې حضرت علي له حضرت عمر څخه خوشحاله و او مينه يې ورسره وه؛ بلكې ثابتوي چې حضرت علي، د حضرت عمر له لارويانو ځنې و! او په واقع كې د حضرت علي لارويان هم بايد په حضرت عمر  پسې ولاړ شي او مينه ورسره ولري ځكه تر منځ يې هېڅ اختلاف نشته!!

حضرت عمر  او معاويه بن ابوسفیان څېړونكي چې د حضرت عمر  سيرت څېړي؛نو مومي چې: حضرت عمر  د امويانو او په سركې يې له ابوسفيان او معاويه سره مخالفت يا كينه كښ دريځ نه درلود؛ بلكې مساله بيخي اپوټه وه. په داسې حال كې چې حضرت معاويه او پلار يې د پېغمبر اكرم  او حضرت ابوبكر  په وختونو كې د «مولفة قلوبهم» يوه برخه وه او د زكات بر ضد يې وركوله، د حضرت عمر  په زمانه كې دا برخه ترې واخستل شوه او دواړه د نورو مسلمانانو په څېر وشمېرل شو. او نه يوازې حضرت عمر ، معاويه د «مولفة قلوبهم» له ډلې و ايست او د مسلمانانو درجې ته يې پورته كړ . بلكې د خپل ورور يزيد پر ځاى يې د شام والي مقرر كړ . پوښتنه كېږي: ولې حضرت عمر دا چار وكړ؟ دې چار ته په مسلمانانو كې تر معاويه وړ بل څوك نه و؟ ايا حضرت عمر  د امويانو او ابوسفيان تاريخ هېر كړى و،چې هاغسې د پېغمبر  پر وړاندې ولاړ وو او جګړې ورسره كړې وې؟ او بيا نو معاويه څه ځانګړنې درلودې،چې د شام كونجي ور وسپاري؟ ايا معاوله له مهاجرينو ځنې و؟ ايا معاويه له مجاهدينو ځنې و؟ ايا د پېغمبر  له خپلوانو ځنې و؟ ايا عالم و؟ بيخي دا يو هم نه و؛ بلكې له ازاد كړاى شويو )طلقأ ځنې( و  ! نو څنګه شونې ده، چې يو طليق )ازاد كړاى شوى( د طليق زوى د مسلمانانو چارواكى شي،حال دا چې ډېرى اصحابو او اهل بيتو شتون درلود؟ او څنګه حضرت عمر  په هغه تقوا او ځان ساتنه يې او په حق كې يې په سختوالي حضرت معاويه ته ولايت ورسپاري؟ له معاويه سره د حضرت عمر  د اړيكو له څېړنې څرګندېږي، چې دا اړيكې د يو پېچلي او مبهم چار له مخې وې، چې د تاريخ په كتابونو كې سم ويل شوي نه دي. ښايي حضرت عمر  د خپلو سيالانو پر وړاندې كمزوري احساس كړي وي؛ نو ځكه يې امويانو ته پناه وړه او ښايي تر ځان روسته د اهل سنتو پر وړاندې خنډونه واچوي! او ښايي په دې چار كې يو بل څيز را نغاړل شوى وي؛خو لازمي خبره داده، چې معاويه ته د شام وركړه يو تېروتنه ګڼله نشو. اموي ليكې له حضرت عمر  خپل خوځښت پيل كړ؛ ځكه حضرت عمر  و چې معاويه يې پرشام واكمن كړ او دا ليكه چمتو شوه، چې په خپل مخ كې پراته خنډونه له منځه يوسي او ان د دولت او خلافت د لاس ته راوړو لپاره ټولې ستونزې هوارې كړي! د مطلب د ښه سپيناوي لپاره لازم دي، چې د معاويه په باب د حضرت عمر  په دريځونو پورې اړوند روايات وڅيړو. ابن حجر وايي: چې حضرت عمر  به معاويه ته كتل، ويل يې: «دا د عربو پاچا دى » د خبرې د مناسبت په اړه، ابن عبدالبر وايي: «چې حضرت عمر  شام ته ورغى او معاويه يې وليد، ويې ويل: دا د عربو پاچا دى» معاويه له سترې بدرګې سره د خليفه ښه راغلاست ته راغلى و، چې ور نژدې شو ورته يې وويل: ته د دې سترې بدرګې خاوند يې؟ ويې ويل: هو، يا امير المؤمنيه! حضرت عمر  وويل: اورېدلي مې دي چې اړين دې د كور مخې ته په ليكه ولاړ وي؟ ويې ويل: هو، همداسې ده. حضرت عمر  وويل: ولې؟ ويې ويل: موږ په يوې داسې سيمې كې يو،چې د دښمن ځري ډېر دي؛ نو بايد داسې يو قدرت وښيو چې يې وډار كړو! نوكه اجازه راكوې دغسې وكړم او كه مې منع كوې چې يې ونه كړم. حضرت عمر  ، حضرت معاويه ته وويل: كه ويل دې حق وي؛نو دا يو عقلمن نظر دى او كه باطل وي؛نو يوه ادبي دوكه ده. معاويه وويل: امير المؤميننه! راته امر وكړه، حضرت عمر  وويل: نه درته امر كوم او نه درته منع كوم . په دې روايت كې ځيرونكى، د معاويه او حضرت عمر  سخت ملګرتوب مومي او ويني چې حضرت عمر  څنګه د معاويه له خطرناكو كږلېچونو تېرېږي او ناليدلي يې ګڼي اوس نو څنګه د حضرت عمر  دا چلن له نورو چارواكو اصحابو سره كوشېر كړو چې په خپلې لكړې يې وهل،شتمني يې ترې اخسته او له چارواكۍ يې لرې كول؟! او د معاويه پلمه ]دښمن ډار وو[ يوه بې مانا اوسسته پلمه ده او حضرت عمر  د دوو چارو تر منځ دروي: يا دا چې ساده توب دى چې معاويه دوكه كړى يا دا چې دواړه يوه نقشه لري او د حضرت عمر  له خبرې ]= نه درته امر كوم او نه دې منع كوم[ را ولاړېږي چې دواړه يو لاس دي او يوه دسيسه لري. عربان خو بې له څه دبدبې د روم او فارس جګړو ته تلل او پرې بريالي كېدل؛نو د حضرت معاويه دا دبدبه ولې؟ روايت شوى چې د حج په سفر كې معاويه له حضرت عمر  سره و او معاويه په پاچاهي دبدبه كې و، حضرت عمر  وويل: آفرين! موږ غوره خلك يو، چې يوځاى مو د دنيا او آخرت ښېګنې زده كړي دي... چې د معاويه جامې يې راوړې؛نو يوه چپن يې واغوسته، چې پر حضرت عمر  يې ډېر ښه بوى ولګېد. حضرت عمر  نيوكه پرې وكړه، معاويه وويل: تره! وا مې غوسته چې خپل ټبر ته ورشم ... له دې روايته پوره څرګندېږي،چې د حضرت عمر  او معاويه اړيكه د خليفه او مامور تر اړيكې اوچته وه؛ ځكه معاويه چې خبرو اترو كې كوم ادبيات ورسره كاروي،راښيي چې معاويه له حضرت عمر  سره په يوه كتار كې دى. روايت شوى، چې معاويه شنه چپن اغوستې او حضرت عمر  ته ورغى؛ نو اصحابو کرامو ورته په حېرانۍ كتل، چې حضرت عمر  وليد، په خپله لكړه يې وواهه. معاويه په حېرانتیا وويل: الله الله يا امير المؤمنينه! څه شوي؟ حضرت عمر  څه ونه ويل، پر خپل ځاى كېناست. حضرت عمر  ته وويل شول: ولې دې دا ځوان وواهه، په څېر يې ستا په قوم كې نشته؟ حضرت عمر  وويل: بې له خيره مې بل څه ترې لېدلې يا اورېدلي نه دي؛خو و ډار شوم چې غرور پيدا كړي )او په دې پاچايي جامو( مې يې غرور ور مات كړ . حضرت عمر  وايي: بې له خيره مې بل څه تر ې ليدلي او اورېدلي نه دي! يعنې حضرت عمر  د معاويه له ټولو كړنو خوښ و؛خو د حضرت معاويه پر غرور خپه و؛نو راولاړ شو او په لكړه يې وواهه، چې غرور يې څه اندازه را ټيټ شي. خو ايا حضرت عمر  د معاويه غرور مات كړاى شو او د ځانمنيو مخه یې ورونيوه؟ د پام وړ بل ټكى د حضرت عمر  د ملګرو خبره،چې « ولې دې دا ځوان وواهه،چې په څېر يې ستا په قوم كې نشته؟» څرګنده ده چې دا خبره د اموي ليكې د يارانو له خولې شوې،كه نه څنګه شونې ده،چې معاويه تر ټولو اصحابو لوړ وګڼي؟ او څنګه يې حضرت عمر  دا خبره ومني؟ د دې رواياتو تر څېړنې روسته، مبالغه نه كوم، كه ووايم چې معاويه د حضرت عمر  د لاس نيالګى دى،ويې پاله او ملاتړی يې شو او په حقيقت كې حضرت عمر  د معاويه په خطر ښه پوهېده او له تمو او حرصو يې ښه خبر و او بېشكه چې د امويانو په باب د پېغمبر خبرتيا ورته ويل شوې ده . )29(. يو دليل چې ثابتوي، چې حضرت عمر  د معاويه له خطره پوره خبر و ؛نو شورا ته د حضرت عمر  دا خبره ده چې، « هسې نه چې تر ما روسته اختلاف وكړئ كه داسې مو وكړل؛نو په يقين چې په شام كې معاويه دغسې فرصت ته سترګې پر لار دى، چې خلافت در نه وتښتوي » نو معاويه د واكمنۍ نيولو په درشل كې دى، حضرت عمر  پردې مطلب پوه شوى؛ نو تر مړينې وړاندې اصحاب خبروي؛خو چې اصحابو کرامو حضرت عمر  ته پر ژوندونې د دې خطر په اړه خبرې كولې؛نو څه اعتنايې ورته نه كوله! د حضرت عمر  خبره واورئ: دا قريشي ځوان ) معاويه( مه رټئ، په غوسه كې خاندي او له خوشحالى يې څه لاس ته نه راځي. د معاويه سر له پاسه څه اخستل كېږي نه؛خو دا چې تر پښو لاندې يې واخستل شي )31(. د حضرت عمر  دا خبرې بې دليله نه دي. هرومرو په اصحابو کرامو كې ځينې كسان وو، چې معاويه يې غنده او حضرت عمر  غوښتل چې له غندنې يې منع كړي؛نو ايا حضرت عمر  د ژوند په روستيو كې د حضرت معاويه د خطر د مخنيوي په لاره چاره كې شو؟! البته كوم روايات چې زموږ په لاس كې دي، دغسې پايلې ته مو نه رسوي. حضرت عمر  او ځايناستى چې حضرت عمر  ټپي شو، د خليفه ټاكنې ته يې شپږ تنېزه شورا جوړه كړه، چې په خپلو كې يو وټاكي او غړي يې دا دي: حضرت طلحه، حضرت زبير، حضرت عبدالرحمن بن عوف، حضرت سعد بن ابي وقاص، حضرت عثمان او ورپسې حضرت علي . په دې كې پينځو تنو، حضرت علي نه مانه ځكه د ټبر پالې ليكې لارويان وو هماغه ليكه چې حضرت عمر  يې واكمن كړ. نو څنګه حضرت عمر  دا شپږ تنه ټاكني، حال دا چې يقين لري، چې دوى حضرت علي نه مني او يو يې هم د حضرت علي خلافت ته غاړه نږدي ؟! او په واقع كې د شورا برنامه په ټوكو پرمخ ولاړه، چې خلافت يې د امويانو په غېږ كې وروغورځاوه او دا چار له مخې سنجول شوى و. ووينئ چې كله قوم په سلا مشوره لګيا كېږي؛نو حضرت زبير  ، حضرت علي  ته رايه وركوي، حضرت سعد  يې حضرت عثمان  او حضرت طلحه  يې حضرت عبدالرحمان  ته، بيا حضرت عبدالرحمان  څنډې ته كېږي او ځان نه نوموي،بلكې د حضرت عثمان  پرګټه څنډې ته كېږي او په پايله کې درې تنه له حضرت عثمان  سره يوځاى كېږي او يو تن له حضرت علي  سره! ځكه حضرت عبدالرحمان چې حضرت عثمان  ته ور واوړيد؛نو حضرت طلحه  ورسره ملګرى شو . په بل روايت كې راغلي، چې پايله سر پرسر شوه،هلته حضرت عبدالرحمان حضرت علي ته وړانديز وكړ، چې په دې شرط بيعت ورسره كوي،چې پر كتاب سنت النبوي او شيخينو پر سنتو عمل كوي،خو حضرت علي د شيخينو سنت ورسره ونه منل. بيا يې له حضرت عثمان څخه وغوښتل او موافقه يې ورسره وښووه؛ نو ځكه يې بعيت ورسره وكړ . جالبه خو داده، چې حضرت عثمان  خليفه شو،نه يوازې د شيخينو له سنتو سره یې مخالفت وكړ،بلکې د كتاب او نبوي سنتو په مخالفت يې هم لاس پورې كړ او ان هغه قوم ترې هم لاس واخست، چې نومولى يې و. پوښتنه ده چې: ايا د حضرت عمر  چلن د شورا له مخې او د اسلام له روحيې سره اړخ لګوي كه نه؟ ځواب منفي دى! ځكه حضرت عمر  په ټبريزه روحيه د شورا غړي را ټول كړي وو او حضرت علي يې پر خپل نيت د برغولي ايښودلو لپاره راوستى و، چې ان ځينو له حضرت عمر  غوښتي،چې زوى عبدالله هم د شورا غړى كړي . حضرت عمر  د دې قانون په وضع كولو سره امويانو ته يو فرصت وركړ،چې د حضرت عثمان  له لارې رسميت او مشروعيت ومومي او يو كال روسته يې،له همدې لارې د شورا اسلامي قانون تر پښو لاندې كړ او ميراثي نظام يې رامنځ ته كړ. په هر حال، په خپلو كې يو له بل سره مخالف شپږو تنو ته د شورا ورسپارنه له قرآن سره اړخ نه لګوي،ځكه په قرآن كې وايي: (وَاَمْرُهُمْ شُوْرٰى بَيْنَـهُمْ ۠: او چارې يې د خپلمنځي شورا له مخې دي) يعنې د مؤمنانو ترمنځ، نه د يوې ځانګړې ډلې ترمنځ او همداراز دا چار د رسول اكرم له سنتو سره اړخ نه لګوي،چې قرآني نص یې په اصحابو كې وكاراوه او د نظر د ازادۍ ور يې پرانست،چې متاسفانه د حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  په وختونو كې وتړل شو، تر دې چې اموي دكتاتورى ته لار پرانيځي. او كه حضرت عمر د احتضار پر مهال سرګردان و او څه چار يې كړاى نه شو،چې ايا څوك خپل ځايناستى كړي يا نه او وايي: كه خليفه وټاكي؛نو هغه چې تر ما غوره و )رسول الله  ( ځان ته يې خليفه ونه ټاكه او كه خليفه وټاكم؛نو حضرت ابوبكر  خو ځان ته خليفه وټاكه . په هر حال يو تن يې له دې سرګردانۍ او شكمنۍ څخه ګټه پورته كړه او ورته يې وويل: عبدالله بن عمر خپل ځايناستى كړه! حضرت عمر  ورته وويل: خداى دې تا ووهي! پر خداى چې په دې خبره دې خداى په پام كې نيولى نه دى،هغه خليفه كړم چې ان خپله مېرمن هم طلاقولاى نه شي  ! خو په هر حال، حضرت عمر  خلافت يوې ټبر پالې ته ورپرلاس كړ چې يو ټبر پالى يې د قدرت پر ګدۍ كېناوه او له دې كړۍ ونه ووت او حضرت علي ته يې مخ نه كړ. حضرت عمر  د خپل زوى د دلاستوب لپاره هغه مشاور كړ. حضرت عمر  وويل: كه درې تنه يوې خوا ته او درې تنه بل خوا ته شول؛ نو عبدالله بن عمر  منځګړى كړئ او كه منځګړتوب يې مو ونه مانه؛ نو لومړيت له هغې خوا سره دى،چې حضرت عبدالرحمان بن عوف  پکې دى او كه حضرت عثمان  خليفه شو؛ نو يو نرم خویه دى او كه حضرت علي  خليفه شو؛نو په اړه به يې خلك اختلاف وكړي، كه حضرت سعد خليفه شو نو ښه ده كه نه د وخت خليفه دې ترې مرسته وغواړي . پوښتنه داده چې ولې حضرت عمر  د خپل زوى پر ځاى د حضرت ابوذر  او حضرت عمار  په څېر شخصيتونه ونه نومول ؟. او په دې توګه څرګندېږي، چې پېښې د حضرت علي  پر مخالف لورې پرمخ درومي،ځكه حضرت عبدالله بن عمر  هېڅ سياسي درندوالى نه لري او حضرت عبدالرحمان  هم د حضرت عثمان  همژمنى دى. په دې اړه حضرت علي وايي: «عثمان » یې را سره په يوې تېږي وتله... او ويې ويل: له اكثريت سره وسئ بيا يې وويل: له عبدالرحمان بن عوف سره څه مخالفت نه لري. عبدالرحمان  هم د عثمان  زوم دى او يو له بل سره مخالفت نه كوي؛نو يا دې عبدالرحمان  عثمان  ته خلافت ور وسپاري او يا يې عثمان  عبدالرحمان  ته ! معلومه ده، چې حضرت علي د دې لوبې په ټولو رازونو خبر و او په زور شورا ته ننووت او پوهېده، چې پايله د حضرت عمر  د ليكې پر برخه ده لكه چې حضرت عمر  خجالت ايسته،چې د خلافت په اړه د خپل پخواني ملګري دود )چې د ده خلافت يې بې د مسلمانانو له مشورې رادبره كړ( پلي كړي او د خلافت كړۍ يې لږ څه پراخ كړه؛ نو ځكه يې دغسې برنامه راوايسته،خو پخپله ډاډمن و،چې په پاى كې به هماغه خليفه كېږي، چې پخپله يې غواړي. حضرت عمر  له وړاندې پوهېده،چې د خلافت سيالي به د دوو تنو ترمنځ وي: حضرت علي  او حضرت عثمان  او دا چې حضرت علي  به يې د ګټو ساتندوى نه وي،بلكې مخالفت به ورسره وكړي؛ نو ځكه خلافت حضرت عثمان ته رسي نه بل چاته؛ یعنې په حقيقت كې حضرت عمر  خلافت حضرت عثمان  ته وسپاره خو د شورا په پلمه يې خپل نيت پټ كړ!! لكه چې په فتح الباري )7/55 مخ( كې راغلي، حضرت عمر  وويل: كه «اجلج » خليفه شي خلكو ته به سمه لار ورښيي تر دې يې ورته وويل: نو ولې يې خپل خليفه نه ټاكې؟ حضرت عمر  وويل: نه يې پر ژوندونې او نه به يې تر مرګ روسته ور پرېږدم!! دا هماغه پايه ده، چې موږ ور رسېدلي يو ځكه له «اجلج» ځنې مطلب حضرت علي  دى.




څلورم تمځى

حضرت عثمان بن عفان  «د اموي ليكې بنسټګر» حضرت عثمان : حضرت عثمان  د هغو دوو تنو په څېر نه و، چې په خپلو چارو كې احتياط وكړي او ځان ته د خپلو دښمنانو خوله را پرانځي او ټبر وپالي. په مازې چې خليفه شو،د خپل اموي قوم خوا يې ونيوه او قوم پالى شو؛ نو خلك ورته غوسه شو او ان غير اموي يې هم پر ضد راپاڅېدل. له ده وړاندې چې شيخينو  ټبر پالې ليكه كښلې وه؛ نو حضرت عثمان  ترې پښه ور واړوله او ځان یې يوازې په امويانو كې را ايسار كړ او په دې توګه يې له كتاب او سنتو سره مخالفت وكړ او د نورو نصيحتونو ته يې غوږ ونه ونيو. ايا حضرت عثمان  دومره زور درلود،چې په خپلو دريځونو كې، هماغسې مخ ته وړاندې ولاړ شي؟ يا دا چې پوه شوى و په ټولنه كې ټبر پالنه تثبيت شوې وه،چې سياست كارۍ ته يې څه اړتيا قدرې نه وه؟ حضرت عثمان  په خپل خلافت كې د اموي ليكې كرښه وايسته؛ ځكه د وخت په تېرېدو سره ټبريزه ليكه كمزورې كېده؛ نو لازم وه، چې په غښتلې كورنى كې يې را ايساره كړي او په قريشو كې يوازې اموي كورنۍ وه، چې ټبريزه ليكه وساتي او له اهل بيتو سره سخت مخالفت وكړي؛ نو ځكه يوازې امويانو دا مهم چار پر مخ وړاى شو او ان دوى خو تر اسلام وړاندې له بني هاشمو سره د اختلاف ؛ بېرغ اوچت كړى و .

حضرت عثمان او اصحاب كرام رضى الله عنهم حضرت عثمان  د اصحابو په هكله دوه بېلا بېل دريځونه درلودل: 1- تاييدوونكى او مرستندوى دريځ. 2- د ښكاره دښمنۍ دريځ. هغه اصحاب چې د حضرت عثمان  له لوري تاييد او مرسته يې ورسره كوله هغوى وو،چې بیعت يې ورسره وكړ او خلافت ته يې لار ورته هواره كړه،چې په سر كې يې حضرت سعد بن ابي وقاص، حضرت طلحه بن عبيدالله، حضرت زبير بن عوام او حضرت عبدالرحمان بن عوف رضى الله عنهم وو. حضرت عثمان  هم ښه ورسره وچلېد او د بيت المال كڅوړې يې ور ماتې كړې،چې ټول د سترو شتمنيو خاوندان او د سرو سپينو زېرمو خاوندان شول . دوى په ظاهر كې پر همدې پانګوالۍ بسيا وكړه، د حكومت په غم كې نه شول او امويانو ته يې ور پرېښود. خو هغوى چې حضرت عثمان  ښكاره دښمني ورسره را واخسته هماغه اصحاب كرام ول،چې د حق او عدالت د تطبيق لپاره پر وړاندې يې ودرېدل او له حضرت علي سره همژمني شول،چې په سر كې يې حضرت ابوذر غفاري، حضرت عمار بن ياسر او حضرت عبدالله بن مسعود رضى الله عنهم وو. د حضرت ابوذر  پر وړاندې د حضرت عثمان  دريځ تر نورو سخت و،ځكه حضرت ابوذر  هم په ټولنيز ډول له اموي ليكې او په تېره تر حضرت عثمان  څخه معاويه ته خورا بدبين او بد كشى و. دا به يوه ناسمه انګېرنه وي، چې حضرت ابوذر  ځكه د حضرت عثمان  او معاويه پر وړاندې دريځ درلود،چې مېلې چړچې يې كولې،سره سپين يې زېرمول او د بېوزليو حقوق يې تر پښولاندې كول، دا چارې خو ظاهري لامولونه وو، كه نه واقعي نيت يې د اموي ليكې د بطلان او نه مشروعيت اعلانول و. حضرت ا بوذر  او حضرت عثمان  ترمنځ ټكر له دې زمانې را ولاړ شوى نه و،بلكې د حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  له وختونو يې سر چينه نيولې،چې د پېغمبر له ليكې كاږه شول، حضرت ابوذر  هغه شخصيت دى،چې په مكه كې د مشركينو پر وړاندې ودرېد، ‌ډېرې سختۍ او كړاوونه يې وزغمل او په هغې زمانه كې د حق له ويلو پر شا نشو او د پېغمبر اكرم  په باب يې رښتين روايات روايت كړي دي . له دې څرګندېږي، چې د حضرت ابوذر  او حضرت عثمان  تر منځ عقيدتي ټكر و،اهل سنتو د يار او د امويانو د رمز ترمنځ د اهل سنتو د ليكې او د اموي ليكې ترمنځ. نو ځكه حضرت عثمان  د حضرت ابوذر غفاري  پر وړاندې سخت دريځ ونيو او له مدينې يې وشړه،لكه چې حضرت عثمان  لومړى تن و،چې د ظالمانو د واكمنۍ په تاريخ كې يې د سمونپالو مشرانو شړل را دبره كړې وي. د حضرت عمار  پر وړاندې يې هم همدغسې دريځ درلود،ځكه دواړه د حضرت علي ياران وو او د امويانو پر ضد يې يو ډول نظر درلود؛ نو ځكه حضرت عثمان  د حضرت ابوذر  تر وفات روسته هماغه ځاى )ربذي( ته شړه؛خو حضرت علي مداخله وكړه: « له خدايه وډار شه! يو صالح دې وشړه او همالت ومړ، اوس يې بل ملګرى هم شړې » . په پايله كې حضرت عثمان  پخپله حضرت علي هم په شړنې وګواښه او ويې ويل: تر هغه خو ته په شړنې وړ يې!! حضرت علي ورته وويل: چې څه غواړې ويې كړه! په هر حال، حضرت عثمان  د دباوونو له امله له خپلې ليدلورې لاس پر سر شو؛خو عمار(رض) یې پر وړاندې له خپل دریځه تېر نشو او هغه مهال چې حضرت عثمان  له بيت الماله خپلو ځينو ښځو ته ګاڼې وپېرلې؛نو حضرت عمار  يې پر وړاندې ودرېد، او حضرت عثمان  خپلو پوليسو ته د هغه د وهلو امر وكړ او دومره يې وواهه،چې بې هوشه شو ! روايت شوى، چې له حضرت عثمان  سره تر بيعت كولو روسته حضرت عمار  په نبوي جومات كې د وينا په ترڅ كې وويل: «قريشو! دا چې د پېغمبر له اهل بيتو مو خلافت واخست او دې او هغه ته مو وسپاره او زه ډاډمن نه يم، چې خداى به يې له دې ټولو وانخلي او بل ټبر ته به يې ور نه كړي؛ لکه چې تاسو يې له افضل او وړه واخست او نا اهله ته مو وسپاره » او حضرت مقداد  پاڅېد او ويې وويل: «تر پېغمبر روسته، د پېغمبر د اهل بيتو په څېر مې ځورېدلي بل څوك موندلي نه دي» بيا نو حضرت عبدالرحمان عوف  په غوسه پاڅېد او ويې ويل: مقداده! ستا يې څه؟ حضرت مقداد  وويل: «پر خداى قسم، ښه مې ايسي لكه چې د پېغمبر ښه راتلل او په واقع كې حق ورسره دى.» عبدالرحمانه! له قريشو حيران يم چې د نبوي اهل بيتو په فضل په خلكو كې پتمن شول او اوس راټول شوي، چې له لاسه يې د رسول الله  ميراث وباسي،عبدالرحمانه! پر خداى قسم كه ياران مې مونداى نو له قريشو سره مې هماغسې جګړه كوله چې په بدر كې ورسره جنګېدم . او همداراز حضرت عبدالله بن مسعود  د حضرت عثمان  پر ضد راپاڅېد او په كوفه كې يې پردې سربېره چې خلكو ته يې وعظ كاوه او قرآن یې ورزده كاوه؛نو خلک یې د حضرت عثمان پر ضد پاڅون ته رابلل،ځكه عثمان  لرې كړ او پر ځاى يې كوفې ته «وليد بن عقبه» ولېږه،چې له دې سره يې توندې خبرې وكړې،له كوفيانو سره يې خداى پاماني وكړه او مدينې ته راغى . او په مدينه كې يې له حضرت عثمان  سره ټكر راغى او حضرت عثمان  خپلو مامورينو ته وويل: چې دومره ووهئ چې هډوكي يې مات شي بيا يې له بيت الماله روزي ور پرې كړه، بيا حضرت علي پر حضرت عثمان  غوسه شو او حضرت ابن مسعود  يې خپل كور ته بوت او په لورونه ورسره وچلېد. حضرت عثمان  پردې هم بسياينه ونه كړه او حضرت ابن مسعود  يې له مدينې وتولو ته پرېنښود تر دې چې ناروغ شو مړ شو . حضرت عثمان  او حضرت علي  له حضرت ابوبكر  او حضرت عمر  سره د حضرت علي  اوسېدانه يوه دفاعي اوسېدانه وه،پر حضرت علي د دې له امله دباوونه راوړ كېدل،چې د امت شرعي استازي او د اهل حديثو د ليكې مشر و، چې يو زيات شمېر اصحاب يې ملګري وو، حضرت علي د امت د يووالي لپاره له خپلې ونډې تېر شو خو له خپلې مفكورې تېر نشو،چې پېغمبر  يې په ميراث وړې وه؛ یعنې حضرت علي له واكه څنډې ته شو،نه له مفكورې. حضرت علي له واكمنۍ لاس واخست نه له مفكورې. حضرت علي ټبريزې ليكې ته لار پرانسته،چې واكمني وكړي؛خو دا چې له اسلام سره لوبې وكړي. لكه چې څرګندېږي په دې باب شيخينو رضى الله عنها څه مقابله نه درلوده؛ بلكې د حضرت علي وس ته يې درناوى درلود او پر غوراوى يې اعتراف درلود. البته مانا يې دا نه ده،چې د دواړو په زمانو كې اسلام پوره ښه چلېده،بلكې كږلېچ پكې و،خو دومره نه و،چې حضرت علي غوسه كړي او مقابلې ته يې اړ كړي؛خو حضرت علي د دې كږلېچ له راتلونکی څخه تشويش درلود. چې حضرت عثمان  خليفه شو، كږلېچ يې د شيخينو له پولې واووښت او د اسلام جرړې ته ورسېد؛ نو ځكه د حضرت علي او ملګرو دريځ يې بدلون وموند او پټ مقاومت راښكاره شو او ان هغوى چې په پيل كې د حضر عثمان  او امويانو جنډه هسكه كړې وه دا ځل يې پر وړاندې ودرېدل او په واقع كې د حضرت عثمان  په خلافت كې د امويانو را ښځېدنه جاهليت ته د يو بدلون پيلامه وه او د اهل بيتو له اسلام سره د يو دښمن او مخالف اسلام رامخې ته كېدل و، چې دا دښمني يې په ډاګه كړه. نو ځكه مطلب تر دې اوچت دى، چې يوه كو رنۍ دې له سره تر پښو په حكومت كې ډوبه وي،بلكې په حقيقت كې د خلفاوو له اسلامه جلا ديو نوي اسلام را دبره كېدو ته ټینګې هڅې وي،كه څه د شيخينو اسلام هم سم بنسټ نه درلود خو دومره بې لارې نه و،چې هغوى جاهليت ته ور ستانه كړي. امويانو د حضرت عثمان  خلافت غنيمت وګاڼه او ټول ترې راټول شول او پر بني هاشمو په تېره د حضرت علي په مشرۍ پر اهل بيتو يې يرغل ته چمتو شول. حضرت علي له ناچاره بايد د دې چلن پر وړاندې په ښكاره مقابلې لاس پورې كړي، نه دا چې د شيخينو د زمانې په څېر مسالمت اميز وسي، چې څه وويل شول، د حضرت علي او عثمان  د اړيكو څرنګوالى يې څرګندېږي او همدا راز د حضرت عثمان  د چلن پر وړاندې د حضرت علي دريځ څرنګوالى. شيخينو چې به له نصوصو او شرعي متونو پښه اړوله؛نو حضرت علي يې پر وړاندې شرعي مخوونكى دريځ درلود،خو د حضرت عثمان  پر وړاندې يې دريځ شرعي او سياسي و او له نظري پولو اوښتى او عملي پولو ته رسېدلى و. حضرت علي د حضرت عثمان  په هكله وايي: تردې چې درېیمي خلافت ته ورسېد او پلرني خپلوان (امويان) ورسره يو لاس شول او بيت المال يې داسې په خپلو منګولو کې ونيو؛ لکه وږی اوښ، چې د پسرلۍ واښه رانغاړي، تردې چې د رسۍ ولونه يې خلاص شي او د ډېر خوراکۍ له امله پړمخ پرېوځي، کړنو يې خلک راپاڅول او له امله يې ووژل شو . حضرت علي دلته پر حضرت عثمان  سختې نيوكې كوي او په غرور ځانمنۍ اموي دسيسي او د مسلمانانو د شتمنيو په منځه وړو یې تورنوي چې په واقع كې د بيت المال شتمني يې پر خپل قوم وويشله او د بيت المال ورونه يې ورته پرانستل چې خپله كڅوړې ډكې كړي او پر هيچا ونه رحمېږي او دوى يې له اوښانو سره ورته كړل، چې په پسرلي كې پر پسرلي بوټو لګيا كېږي او په خورا حرض يې خوري. د دې تشبه په څېر هډو بله تشبه نشته،چې له امويانو سره د حضرت عثمان  حال او له مسلمانانو سره د دوى حال انځور كړي. د شيخينو حال داسې نه و، د متونو او اهل بيتو پر وړاندې يې له دريځونو سره سره، زاهدان وو او بيت المال يې ساته او په پام كې يې نه وه، چې ځان او قوم ته يې پام وي او نور خوشې كړي؛ لکه چې حضرت عثمان  كول. په دې باب پر شيخينو د حضرت علي له خولې هېڅ نيوكه رارسېدلې نه ده او كه څه نيوكه هم وه؛ نو د نصوصو او عملي كولو په اړه يې وه،خو كه مطلب د مسلمانانو په چارو پورې اړوندېږي؛ نو چوپه خوله نه پاتې كېده او شته وضعيت ته يې غاړه نه اېښووه. چې حضرت عثمان  خليفه شو؛نو حضرت علي وويل: « په رښتيا پوه شوئ، چې زه تر ټولو خلكو خلافت ته وړيم، پر خداى قسم تر هغې چې د مسلمانانو چارې روغې رمټې وي، غاړه به مې ايښې وي كه څه پخپله را باندې ظلم وشي، چې په دې حال كې د خداى ثواب ته هيلمن يم، او د نړۍ په ښكلاوو كې چې سيالي لرئ ځان ترې بچوم » دا وينا د خلفاوو پر وړاندې د حضرت علي دريځ راښيي او هغه دا چې ځان د اسلام او مسلمينو له ګټو ځاروي؛ نو كه د اسلام او مسلمينو پر ګټو بريد وشي؛ نو حضرت علي چوپ كېږي نه،بلكې د حضرت عثمان  پر وړاندې يې دريځ ،چې حضرت عثمان  د حضرت ابوذر  د شړلو حكم وكړ او خلكو ته يې اعلان كړه، چې څوك حق نه لري له حضرت ابوذر  سره خبرې وكړي يا يې بدرګه كړي؛خو حضرت علي د حضرت عثمان  دې امر ته پام ونه كړ او حضرت ابوذر  يې خپل له ورور حضرت عقيل، زامنو امام حسن او امام حسين او حضرت عمار بن ياسر سره تر « ربذې» بدرګه كړ. حضرت علي په خداى پامانۍ كې حضرت ابوذر  ته وويل: ابوذره! سکه، ته د خداى لپاره راپاڅېدلى او غوسه شوى يې؛ نو يوازې هماغه ته هيلمن وسه، چې ورته راپاڅېدلى يې. دوى د خپلې دنيا له امله درنه وډار شول او ته د خپل دين له امله ترې ووېرېدې؛ نو دنيا ور پرېږده، چې له امله يې له تا وډار شول او د هغه دين له امله ترې وتښته، چې په اړه يې له تا ډار شوي ول. دنيا پالي څومره هغه څه ته اړين دي، چې تا ترې منع کړل او ته څومره هغه څه ته بې پروا يې چې ترې منع کول دې. سبا به پوه شې، چې چا ګټه کړې او چا ډېر تاوان؟ که پر کوم بنده د اسمان او ځمکې ورونه بند شي؛ خو دا بنده متقي وي؛ نو خداى به د ژغورنې لار ورپرانزي؛ نو ابوذره! يوازې د حق ملګری وسه او يوازې له باطلو ډارېږه. که تا ددې خلکووينا منله؛ نو ښه يې ایسېدې او که څه برخه دې ترې اخسته ؛نو لاس يې درنه اخسته او امين يې ګڼلې . د حضرت عثمان  په زمانه كې تيري او كږلېچونه دومره ډېر شول تر دې چې مسلمانان ترې راتاو شول او انقلاب ته يې اړ كړل. د يادونې وړ ده،چې تاريخپوهان هڅه كوي،چې حضرت عثمان  له دې فساداتو خوندي وښيي او مسووليت پر نورو ورتر غاړې كړي . پوښتنه دا ده چې، د مسلمانانو او حضرت عثمان  ترمنځ په ټكر كې د حضرت علي ونډه څه ده؟ ايا حضرت علي له انقلابيانو سره و؟ يا يې د انقلاب مخه نيوه؟ تاريخپوهان هڅه كوي، چې د حضرت عثمان  پت وساتي او حضرت علي يې زړسواندى او مؤيد وښيي،تر دې چې وايي خپل زامن يې حسنين توره په لاس د انقلابيانو پر وړاندې د حضرت عثمان  د دفاع لپاره د كور پر وره يې ورته درولي وو او د خليفه تر وژنې روسته يې ټپسوري كړل، چې ولې لنډول درنه شوى !!! خو چې څوك دا پېښې څېړي، دې پايلې ته رسي، چې حضرت علي ډېره هڅه وكړه چې حضرت عثمان  له خپلو ناوړو چارو واړوي او ډېر نصيحت يې ورته وكړ،چې د امويانو له منګلو يې وژغوري،خو څه اغېزې ونه كړې او خليفه پر اموي خپلوانو ټينګ ولاړ و . د خليفه د دې سخت دريځ پر وړاندې، حضرت علي څنډې ته شو، چې انقلابيانو ته لار پرانستل شي، چې له خپلو حقوقو دفاع وكړي او پر خليفه بريدمن شي. او د انقلاب ډېرى بدخوال او ان مشران يې د حضرت علي لارويان او شاګردان وو؛نو څرګندېږي، چې حضرت علي پخپله د انقلاب اصلي محرك و، هماغه انقلاب چې د امويانو پر وړاندې يې د رښتوني اسلام ؛ بېرغ اوچت كړى و يا په بله وينا: د ټبريزې ليكې پر وړاندې يې د اهل بيتو ؛ بېرغ اوچت كړ،هماغه كرغېړنه ليكه چې حضرت عثمان  راښكاره كړې وه. لكه چې ځينې يې انګيري جګړه د ظالم او مظلوم ترمنځ نه؛بلكې د حق او باطل ترمنځ جګړه وه. هغه حق چې د انقلابيانو په څيره کې وځلېد او هغه باطل چې د حضرت عثمان  او امويانو په څيرو كې راښكاره شو. دلته نو حضرت علي اختيارمنېداى نشي،چې له دې دوو،ځنې له يوه سره يوځاى شي،بلكې حضرت علي ځان په حق پورې مقيد بولي او دا حق دى چې همېش ترې ګردچاپيره چورلي. او بېشكه چې د دوى ترمنځ خو حق او باطل بيخي څرګند دى او ښايي د حضرت علي همدا دريځ و،چې روسته حضرت علي معاويه ترې ګټنه وكړه، چې له حضرت علي سره د جګړې لمبې بلې كړې او د خپلو باطلو موخو لپاره پر مسلمانانو بر لاسى شي. البته حضرت معاويه له خليفه سره د مرستې رسولو وس درلود؛خو دا يې غوره وګڼله چې حضرت عثمان  له منځه ولاړ شي او له موخو يې ځار شي. حضرت عثمان  او امويان: چې حضرت عثمان  خليفه شو،ابوسفيان امويانو ته وويل: « امويانو! خلافت د غونډوسكې په څېر يو بل ته وركړئ،پر هماغه چې ابوسفيان پرې قسم خوري، زه تل د همدې ورځې په هيله وم او بايد ځوځات ته مو ميراث شي » ډېرې تاريخپوهان د ابوسفيان له دې خبرې منكرېږي او حضرت عثمان  يې ملاتړی نه بولي،خو په عمل كې د حضرت عثمان  سياستونه او كړنې يې دا خبره تاييدوي او د ابوسفيان لرليد مني. ابوالاعلي مودودي وايي: چې كله حضرت عمر  حضرت عثمان  ته خلافت ورپرېښود؛نو په ورو ورو يې د هغه له سياسته لاس واخست او ستر دولتي مقامونه يې خپلوانو ته وركړل او له فوق العاده امتيازاتو يې برخمن كړل،تر دې چې ټولو مسلمانانو پرې نيوكه وكړه،د دې كړنو غبرګون نه يوازې دا چې عام ولس يې زيانمن كړ،بلكې ستر اصحاب کرام يې هم غبرګون ته اړ كړل د بېلګې په ډول: وليد بن عقيه د حضرت عثمان  له لورې د كوفې والي شو او حضرت سعد بن ابي وقاص  ته ورغى؛نو حضرت سعد  ورته وويل: پر خداى نه پوهېږم، چې ته له موږه ګټه وړې يا موږ تر تا روسته ناپوه كېږو! وليد ورته وويل: ابوسحاقه! مه خپه كېږه دا دولتي مقام دى چې څادر يې ځينې ماسپښين او ځينې ماښام اغوندي. حضرت سعد  وويل: پر خداى قسم چې وينم پاچايې ترې جوړوئ . حضرت عثمان  چې پر دولتي چارو اموي كورنۍ ګومارلې وه؛نو نه يوازې له شرعي او سياسي وړتيا برخمن وو؛ بلكې ټكنى شرعي مقام يې درلود،ځكه رسول اكرم  د معتبرو احاديثو په ترڅ كې غندلي او خلك يې د هغوى له شتونه خبر كړي وو،خو حضرت عثمان  دا ټولې خبرتياوې نالېدلې وګڼلې او له اهل بيتو سره يې خپله دښمني په ډاګه كړه . مودودي وايي: د حضرت عثمان  پر مهال چې كومو وګړيو ته دولتي مقامونه وركړاى شول، ټول ازاد كړاى شوي )طلقا( وو او له «طلقا وو» مطلب هغه مكي كورنۍ دي،چې تر روستۍ شېبې يې له اسلام او پېغمبر  سره دښمني وكړه او پېغمبر  د مكې تر فتح روسته وبښل او په اسلام كې راننووتل. معاويه، وليد بن عقبه، او مروان بن حكم له هماغوى كورنيو ځنې وو، چې امان يې واخست او وبښل شول. خو عبدالله بن ابي سرح، تر اسلام راوړو روسته مرتد شو او له هغو وګړيو ځنې و، چې د مكې په فتح كې پېغمبر امر وكړ،چې و یې وژنئ كه څه د كعبې پر پرده يې منګولې ښخې كړې وې. حضرت عثمان  په شام كې د معاويه نفوذ او قدرت پراخ كړ او نه يوازې د شام ولايت؛ بلكې حمص،قنسدين، فلسطين او اردون یې هم ور پرېښوول،تر دې چې پر ټولو شاماتو واكمن شو او په غښتليو او شتمنو واليانو كې وشمېرل شو او همدا چار لامل شو،چې له حضرت علي سره وجنګېږي او په هر حال شام د عراق په څېر نه و،چې د ډېرى اصحابو هېواد وي،بلكې د امويانو تر واكمنى لاندې و او په هر حال څوك نه و،چې په شام كې له معاويه سره سيالي وكړي او ده هم له خلكو سره ښه جوړ چاړى كړى و او خلكو هم له معاويه او امويانو سره ارام ژوند درلود او دا چې معاويه خلكو ته د دنيا مخه ورپرانستې وه؛نو ځكه له اسلام وړاندې او روسته ژوند ترمنځ يې څه توپير نه لېده؛ نو ځكه ټول د هغه پر وړاندې د يوې تېرې توري په څېر و،چې دنيا يې ترې اخسته او په دې توګه د معاويه په مشرۍ په يوه ليكه كې د حضرت علي پر وړاندې وجنګېدل. شاميانو اموي اسلام ومانه او د اهل بيتو اسلام يې رد كړ،ځكه اموي اسلام يې دنيا او ګټې خوندي ساتي،خو د اهل بيتو اسلام يې دنيا اخلي او بې ځايه ګټې يې له منځه وړي او شاميانو معاويه ومانه؛ ځكه هغه د روم د قيصر او دنيا پالو د ليكې ادامه وه او حضرت علي يې رد كړ؛ ځكه هغه د نبوت اسلام او آخرت د ليكې ادامه وه. حضرت عثمان  وايي: « كه د جنت كونجيګانې مې په لاس كې واى؛نو امويانو ته مې وركولې، چې ټول جنت ته ورننوځي !!!» سره له دې چې حضرت عثمان  له خپلوانو سره دغسې مينه درلوده او د مسلمانانو له بيت الماله يې پرې لورونې كولې،دولتي مقامونه او ډېرې پيسې يې وركړې،خو په دې حال كې پخپله همدوى وو،چې د راپرځولو هڅه یې وكړه او وژنې ته يې دسيسه جوړه كړه؛نو حضرت عثمان  د خپل قوم د بدۍ ځار شو. په پايله كې د حضرت عثمان  كاږه سياستونه،ناسمې چارې ،له خپلوانو سره يې افراطي مينه، د سترو اصحابو کرامو ګوښه كونه او د واليانو فسادونه يې د دې لامل شول، چې مسلمانان په تېره مدنيوال،هېڅ خوا خوږي ورسره ونه لري او پر دې مهال ان يو تن يې هم ملاتړ ته را پانڅي او خوشې يې كړ،چې پر خپل برخليك اخته شي او خپل كرلي ورېبي او چې قوم يې )چې دومره لورنې يې پرې كړې وې او ګټې يې پرې خوندي وې( ملاتړ ته یې هېڅ راونه خوځېد؛نو پرديو به يې څرنګه ملاتړ كړى واى؟! ابن كثير د حضرت عثمان  پر وړاندې د اصحابو کرامو او مدينوالو منفي دريځ ته داسې مخونه وركوي: 1- ډېرى يې بلكې ټولو يې باور نه كاوه، چې پېښه به د خليفه پر وژنې پاى ته ورسي. 2- اصحابو ترې سخته دفاع كوله؛خو چې زور زيات شو خليفه له خلكو وغوښتل چې پخپله وسله كېدي؛ نو ځكه هغوى خپل چار وكړاى شو او په هر حال چې نه باوره وله،چې مساله به وژنې ته ورسي. 3- دې خوارجو د حج له ورځو له ښاره د مدينوالو له لويوالي او له لويو ښارونو د مرستندوى ځواكونو له نه راتلو له فرصته ناوړه ګټه پورته كړه او هغه ناوړه چار يې وكړ. 4- دوى خو دوه زره تنه غښتلي جنګيالي وو، چې ښايي په ټوله مدينه كې دومره غښتلي جنګيالي نه وو؛ ځكه جنګيالي خو ډېرى په پولو كې پراته وو. نو ځكه ډېرى اصحاب په خپلو كورونو كې پاتې شو او ځانونه يې له فتنې بچ كړل او كه كوم يو يې جومات ته راتله؛نو توره به ورسره وه او ښايي كه غوښتل يې چې يرغلګران له مدينې وباسي، وس يې نه درلود خو دا چې ځينو ويلي، چې حضرت عثمان  ځينو اصحابو کرامو يرغلګرو ته تسليم كړى او پر وژنه يې راضي او خوښ وو؛نو دا خبره يوه صحابي ته هم اعتبار نه لري؛ ځكه ټولو پر قاتل بد ويلي؛خو ځينې )لكه حضرت عمار ياسر، حضرت محمد بن ابوبكر، حضرت عمروبن حمق رضى الله عنهم او نور( لېوال وو چې حضرت عثمان  دې ځان له خلافته ګوښه كړي . ابن كثير چې د اموي ليكې يو فقيه دى، دا خبره يې له تناقصو او ګډو وډیو ډكه ده؛ ځكه څنګه شونې ده،چې اصحاب او مدینوال دومره پراخ انقلاب ويني او د خليفه د وژنې احتمال ور نه كړي؟ او بيا يې نو څرنګه ملاتړ ته نه راپاڅي، چې دوه زره جنګيالي ترې را تاو دى؟ د ابن كثير دا خبره له هغې بلې سره څرنګه سر خوري چې وايي: ډېرى اصحاب په خپلو كورونو كې كېناستل او ځانونه يې له فتنې بچ كړل؟ او څنګه ابن كثير نه مني، چې يو صحابي هم د خليفه پر وژنې راضي نه و، حال دا چې د ډېرو رواياتو له مخې ځينې اصحاب د انقلاب مشران وو او مسلمانان يې د خليفه پر ضد راپاڅول؟ او له كومه ټينګار كوي، چې حضرت عمار، حضرت محمد بن ابوبكر او حضرت عمرو بن حمق رضى الله عنهم له خپل دښمنيز دريځه لاس اخستى دى؟ او بيا نو حضرت معاويه او پوځ يې چېرې وو؟ ابن كثير په زوره له خليفه دفاع كوي او منكراتو ته يې مخونه وركوي او شرعي رنګ پرې وهي او له خپلې ليكې او فقهې دفاع كوي،چې له اموي ليكې راولاړه شوې ده؛ نو ځكه د ابن كثير، ذهبي؛نووى، ابن تيميه، ابن عساكر او نورو شامي فقهاوو دغسې تفکر د تعجب وړ نه دي،ځكه دوى هغه ناصبيين وو،چې په ډاګه يې د اهل بيتو له ليكې سره دښمني كوله . ابن كثير وايي: )چې حضرت عثمان  ته وويل شول: ولې دې هغه ليك وكښه؟ ترې منكر شو او مروان يې تورن كړ،چې دا ټګي يې كړې نو ځكه يرغلګر او انقلابيان د حضرت عثمان  د كور محاصرې ته راستانه شول( انقلابیانو وويل: او كه تا ليكلي نه وي او ستا له خولې يې ليكلي وي او ته ترې خبر نه يې دا نو ستا د بيوسى دليل دى چې يو تن د خيانت يا ناوسۍ لا امله د خلافت وړ نه دى. ابن كثير په لمنليك كې كې: په هر حال دا خبره ناسمه ده ځكه فرض دا چې دغسې ليك يې كښلى وي )حال دا چې په رښتيا يې ليلكی نه دی( بې ځايه چار يې كړى نه دى؛ ځكه په ليك كې يې د اسلامي امت مصلحت په پام كې نيول او د دې ظالمو خارجيانو ځواك يې له منځه وړ،چې د زمانې د امام پر ضد راپاڅېدلي وو او كه ترې خبر نه وه، د ناوسۍ دليل يې نه دى،ځكه هغه خو معصوم او پاكلمنى نه و،بلكې تېروتنه او غفلت ورته روا دى،خو دا جاهلان ظالمان دي،خيانت او تورونه تپي ! ابن كثير دومره په خپله مخونه كې وړاندې ځي،چې له نبوي احاديثو په ګټنې د خليفه بې لاريتوب سهي انځوروي. ابن كثير پر دې باور دى چې واكمن د امت د مصلحت لپاره هر چار كړاى شي او پر امت لازم ده،چې اطاعت يې وكړي،ځكه دا د پېغمبر لارښوونه ده. مانا يې داده، خليفه چې واليانو ته د انقلابيانو د ټول وژنې امر كوي سهي چار دى؟ او بيا نو په هغو نژادي اصطلاحاتو كې غور وكړئ، چې نه غواړي پېښه په انصاف او د واقعيت په پامنيوي كې وڅېړي؛نو ځكه د انقلابيانو پر وړاندې ناوړه عبارات كار وي؛نو ځكه يې ځان هم قاضي كړى او هم جلاد ! ابن تيميه، ذهبي؛نووى، ابن خلدون، ابن حزم او نور په قبیلوي یا ټبريز او اموي ليكې پورې اړه نه دي د تاريخي پېښو په تفسير كې همدا لار نېولې ده . او لكه چې له حضرت عثمان  څخه يې دفاع كړې؛نو له حضرت معاويه، مروان او نورو امويانو يې هم دفاع كړې او چارې يې مشروع ښوولي خو په عين حال كې يې د حضرت علي پر وړاندې ناوړه او كينه كښ دريځ درلود . او په دې توګه د حضرت عثمان  وژنه د اموي ليكې او اهل بيتو د ليكې ترمنځ د پوځي جګړې پيل و،هماغه جګړه چې د اموي ليكې پر واكمنۍ پاى ته ورسېده. ابن اثير وايي: «عبدالله بن سعد بن ابى سرح، مدينې ته د افريقا خمس )پينځه( راووړ،مروان بن حكم ترې په پينځه لكه ديناره وپېره او حضرت عثمان  ورته تېر شو،چې دا پرخليفه يوه نيوكه وه. د افريقا د خمس په باب دا يو غوره څيز دى،چې ويل كېږي ځكه ځينې وايي، چې دا يې عبدالله بن سعد او ځينې وايي،چې مروان بن حكم ته يې وركړ،خو معلومېږي،چې د لومړى جګړې خمس يې عبدالله ته وركړى او دويمې يې )چې ټوله افريقا فتح شوه( مروان ته وركړې دى » ابن سعد روايت كړى،چې خليفه د ده خمس مروان ته ور ډالى كړ . ابن كثير او طبري ويلي: مېرمن يې نايلې ورته نصحيت كړى چې: «چې د مروان منې؛نو د مرګ خولې ته به دې وركړي او مروان خو د خداى پر وړاندې هېڅ ارزښت نه لري ». حضرت عثمان  يې نصحيت ونه مانه او مروان يې خپل منشي او استازى كړ او ده هم د خليفه له اعتماده ناوره ګټنه وكړه او د اسلام او مسلمانانو پرخلاف يې دسيسه جوړه كړه . ابوبكر بن العربي د حضرت معاويه په باب د حضرت عثمان  له دريځه داسې دفاع كوي: « حضرت معاويه ته خو حضرت عمر  ولايت وركړ او د شاماتو واك يې ورسپاره او حضرت عثمان  هم ورسره ومنله،بلكې حضرت ابوبكر  دا ولايت وركړى و،ځكه د هغه ورور يزيد ته يې ولايت وركړى و او يزيد، معاويه خپل ځايناستى كړ؛نو حضرت عمر ورسره ومنله؛نو د منلو له دې كړۍ څرګندېږي، چې معاويه څومره اعتبار لري او په نړۍ كې به دوى په څېر اعتبار نه وي !!» وليد بن عقبه ته د ولايت وركولو په هكله وايي: «دا چې خلك نيت بدي وو، تر نېكيو وړاندې يې بديو ته مخه كړه او چې ځينې مروان او وليد فاسقان ګڼي؛نو دا يې پر ځان د فسق دليل دى!! مروان د اصحابو تابعينو او د مسلمانانو د فقهاوو له نظره، عادل، منصف او د امت له مشرانو دى »!!!


حضرت علي (ک) د عثمان (رض) تر وژنې روسته،خلک په بيړه په علي(ک)پسې ورغلل او ترې يې وغوښتل ،چې خلافت يې ومني او ويې ويل : (( د خلکو چارې يوازې په حکومت سمېږي او بايد خلک يو مشر ولري او نن تر تا وړ بل څوک نه وينو،تر ټولو په دين کې وړاندې او تر ټولو رسول الله (ص) ته نژدې يې))

اما د ولس پر ټينګار یې په دې شرط موافقه وکړه،چې بيعت به ورسره په ډاګه وي او مسلمانان دې خپله خوښي اعلان کړي او په دې توګه په نبوي جومات کې بيعت ورسره وشو .

د امام بيعت د اسلام په تاريخ کې ړومبى ولسي رښتونې ټاکنه وه او په دې توګه د امام دولت پر اوږو ټينګ شو،چې ګټې يې خوندي کړي او د ((محمدي اسلام)) ؛ بېرغ اوچت کړي . دلته و،چې د قبیلوي خط یا ليکې لارويان،ګټه پالي، منافقين او امويان ورته يو لاس شول او له منځه وړو ته يې ملا وتړله او د امام دولت يې پرېنښود،چې خپل طبيعي بهير ته دوام ورکړي او ټينګښت ومومي . د امام پر وړاندې چې کوم ځواکونه ولاړ ول، مشري يې د اصحابو پر غاړه وه،چې د رسول اکرم (ص) له وفات مخکې يې د محمدي اسلام او اهلبيتو په باب مشخص دريځ درلود او له وفات روسته يې دا دريځ،پوره څرګند شو او همداسې پر وړاندې روان و، تردې،چې د امام په زمانه کې لوړې څوکي ته ورسېد او امام يې پر وړاندې ودرېد.

له محمدي اسلام سره مخالفو ځواکونو، د رسول اکرم تر وفات روسته ددې اسلام د نښو د منځه وړو د اهل بيتو د محاصرې او له ولسي پرګنيو څخه د امام علي د لرې ساتلو لپاره پرله پسې هڅې وکړې او،چې څنګه علي (ک) خليفه شو؛نو په واقع کې پر دوى سخت ګوذار او د نقشو يې دړې وړې کېدل و . 

نو د امام د واکمنۍ د ځپلو لپاره يې بې له پوځي مقابلې بله څه چاره نه درلوده ! او په دې توګه امام علي پوځي پړاو ته ورننووت او له لاندې درې ډلو سره پر جګړې لګیا شو : لومړى د اصحابو او مشرانو او د پېغمبر د مېرمن په قومندانۍ له ځواکونو(ناکثينو) سره بيا د امويانو په قومندانۍ له ځواکونو (قاسطينو) سره او په پاى کې د خوارجو په قومندانۍ له جنګياليو (مارقينو) سره .

په حقيقت کې دا درې ځواکونه په امت کې روزل شوې ليکې وې او له دوى نه د محمدي اسلام او د اهلبيتو د ليکې مخالفې ټلوالې وزيږېدې،چې په پايله کې يې اموي اسلام پياوړى کړ. 
البته له دې ځواکونو سره د امام جګړه، د حکومت د ټينګښت او ساتنې لپاره نه وه، دا علت، د جګړې حقيقت نه منعکسوي؛ بلکې يو ظاهري سبب دى، او چې څوک د محمدي اسلام او اموي اسلام پر حقيقت ونه پوهېږي؛نوهغه د امام د جګړې پايله بولي . 
بېشکه پرمحمدي اسلام پوهېدنه،موږ د اموي اسلام پوهېدو ته ورنژدې کوي او په پايله کې ددى جګړې پر حقيقت مو پوهوي او د محمدي اسلام حقيقت هله شونې دى،چې موږ د امام علي شخصيت، ونډه او مقام وپېژنو. 
  

د امام شخصيت

د امام علي د شخصيت لپاره څو آرېزي نښې شته : 
 لومړی نښه : امام يو رباني شخصيت و . 
امام علي، دا ستر شخصيت، رسول اکرم (ص) روزلى و. د امام له روزنې څخه نیولې تر زومتوبه پورې يې،دهغه د غوره ګڼلو پر مانا دى؛نو څرنګه ،چې خداى، خپل پېغمبرغوره کړ،سکه چې امام علي يې هم غوره کړ. 
او د خداى او رسول الله له لوري، دا غوره کېدنه خوشې نه وه؛ بلکې په راتلونکې کې يې اړخونه درلودل،لکه چې له رسول الله (ص) څخه په راغليو رواياتو کې، دې مسالى ته اشاره شوې ده : 
((أنت منّي بمنزلة هارون من موسی إلّا إنّه لا نبيّ بعدي. علي ! ته راته داسې  يې لکه هارون (ع) ،چې موسى (ع) ته وه؛خو بې له دې ،چې ترما روسته بل پېغمبر نشته  )) 

(( علي له ما ځنې دى او زه له هغه يم )) ( ٣)

((مَنْ كُنْتُ مَوْلاهُ، فَهذا عَلِىٌّ مَوْلاهُ - د چا چې زه سرور او مولا يم؛نو علي يې مولا دی  )) 
((لا يُحِبُّكَ إلاّ مؤمنٌ ، و لا يُبغِضُكَ إلاّ منافقٌ علي ! يوازې د مؤمن به ښه اېسې او د منافق به بد )) 
(( بې دعلي له وره؛ نور د جومات ټول ورونه وتړئ )) 

او په څېر يې ډېر احاديث دي،چې دا يې د راوړو ځاى نه دى او د خپلې خبرې د استدلال لپاره پر همدې بسيايينه کوو.

د امام علي د رباني شخصيت لپاره همدا بس دى،چې خداى تعالى وايي: 
احزاب : ٣٣آيت  : ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا))   

دويمه نښه : چې څوک رسول الله (ص) روزلى وي؛نو بايد له پوهې يې برخمن وي،اوس چې پېغمبر دا ځانګړنه ورکړې؛نو بېشکه ،چې د پوهې په وسله يې سمبالوي،چې خپله ونډه ښه ترسره کړاى شي.

او په حقيقت کې امام علي په خپلې پوهې او فقهې پر ټولو اصحابو اوچت او غوره و او يو هم ورته رسېداى نشو او ان حضرت عمر (رض) ،چې پر پوهې يې ګواهي ورکوي، په بېلابېلو ځايونو کې يې د حضرت علي پرعلمي اوچتوالي اعتراف کړې دی.  

په دې باب له رسول الله (ص) احاديث روايت شوي دي : ((أَنَا مَدِينَةُ الْعِلْمِ وَ عَلِيٌّ بَابُهَا ؛زه دپوهې ښار او علي يې ور دى ))

(( علي د خداى پر کتاب خورا پوه دى  )) 

((چې څوک په پوهې کې آدم ته ګوري؛نو علي ته دې وګوري )) (( تر ما روسته ،علي مې د امت خورا پوه دى )) (( علي ستاسې خورا غوره قاضي دى )) اصحابو د حضرت علي د پوهې ګواهي ورکړې،چې يو يې حضرت عمر(رض) دى ،چې وايي : (( په هغه ستونزه کې خداى ته پناه وړم،چې ابوالحسن نه وي (چې ګټنه ترې وکړم )) امام علي د ځان په هکله وايي:(( د خداى د کتاب په اړه راڅخه پوښتنه وکړئ،پرخداى پر هر آيت پوهېږم،چې د شپې نازل شوى يا د ورځې، په بېديا کې يا په غره کې ... پرخداى هر آيت چې نازل شوى،پوهېږم ،چې ولې نازل شوى او چېرې نازل شوى او پر چا نازل شوى دى ،سکه ،چې خداى راته پوه زړه او ځواکمنه ژبه راکړې ده )) داروايات ښيي،چې امام ځانګړې پوه لري،چې له رسول الله (ص) يې په ميراث وړې او له مخې يې له پېښو سره مخامخېده؛ نو امام نه يوازېنى داسې مشر و،چې په سخته زمانه کې راپيدا او په خپله پوهه يې شته ستونزې هوارې کړې او بس .اوحضرت علي نه يوازې داسې يو واکمن و، چې د ولس د يوې سرغړاندې ډلې پر وړاندې ودرېد او ويې ځپله ، او هغه د نورو اصحابو کرامو په څېر، يو صحابي نه دى،چې اهل سنت يې انځوروي .

امام يوه ځانګړې بېلګه وه،چې ځانګړې روزنه يې درلوده او ډېره پوهه ورکړاى شوې او ځانګړې ونډه ورسپارل شوې وه او ښايي د حضرت علي په باب د رسول الله (ص) دا خبره [(( ځينې مو د قرآن د تاويل لپاره جنګېږي،لکه چې ما يې د تنزيل لپاره جګړه وکړه )) 

اوهغه على دى، چې د روايت له مخې خپله څپلى ګنډي] ټينګار کوي،چې حضرت علي ځانګړې پوهه لري؛نو لکه چې څنګه رسول الله (ص) له مشرکانو سره د پوهې له مخې جنګېده، حضرت علي هم له مسلمانانو سره د پوهې له مخې جګړه کوله؛ بلکې له مسلمانانو سره جګړه ،له مشرکينو سره تر جګړې خورا پوهې ته اړتيا لري . نو دا چې حضرت علي د رسول الله (ص) له مېرمنې ام المؤمنين عايشې (رض) سره جنګېږي ،ښکاره ده،چې د ځانګړې پوهې له مخې جنګېږي .

او له معاويه ،عمر وبن عاص، مغيره او نورو سره يې جګړه،هرومرو د همدې پوهې له مخې ده او د خوراجو (چې يو وخت يې لارويان وو) پر وړاندې يې درېدل هرومرو د همدې ځانګړې پوهې له امله و . 
امام علي د رسول اکرم (ص) تر وفات روسته ، د مشرکانو پر وړاندې توره راپورته نه کړه بلکې يوازې د اهل قبله وو پر وړاندې وجنګېد او دا چار يو مهمې نښې ته اشاره کوي،چې حضرت علي ته ددغسې يوې پوهې امتياز ورکړى شوى دى . 

او په حقيقت کې،پېغمبر (ص) د عايشې (رض) له پاڅونه او له حضرت علي سره له جګړې يې خبر ورکړى و .

او د بني اميه وو د راڅرګندېدو او له حضرت علي سره يې له جګړې خبر ورکړى و  . 
او(همداراز) د خوارجو له راښکاره کېدو او له حضرت علي سره يې د جنګېدو خبر ورکړى و  . 

او دا غيبي خبر،چې يوازې په امام علي پورې اړوند دى،نه په نورو اصحابو پورې،راښيي، چې يوازې حضرت علي له ځانګړې پوهې برخمن و .

* درېيمه نښه: دې ځانګړنو امام، پېغمبر ډوله مشرکړى و،هغه په تاريخ کې د نورو راپيدا شويو مشرانو په څېر نه دى، پېغمبر ډوله مشري د امام علي ځانګړنه ده،چې تر پېغمبر روسته، راغلې تشه ډکه کړي. 

له امام سره د پېغمبر(ص) د چلن او د اړيکو له څېړنې يې دا ځانګړنه پوره څرګندېږي . ابن عباس (رض) روايتوي: ((علي لا تر شل کلنى اوختى نه و، چې پېغمبر(ص) بېرغ ورکړ )) رسول اکرم (ص) د خيبر پر ورځ وويل : (( سبا ؛ بېرغ داسې سړي ته ورکوم ،چې خداى به يې له لاسه بريا پر برخه کړي، خداى او رسول يې ښه ايسي او دا هم د خداى او رسول يې ښه ايسي ))

پرسبا يې پېغمبر(ص) علي راوغوښت او ؛ بېرغ يې ورکړ.  
اصحابو کرامو رضى الله عنهم په تکرار سره ويل : (( توره خو يوازې ذوالفقار ده او ځوانمرد خو يوازې علي دى))،هغه و،چې د خندق پر ورځ يې د عربو مشهور او نامي پهلوان وواژه او مشرکان يې خړ کړل  .
البته د امام علي ميړانه استدلال ته اړتيا نه لري؛ځکه سيرت يې د پېغمبر (ص) په زمانه کې پرې ګواهي ورکوي . 

پېغمبر(ص) پکې ميړانه او شهامت کوت،چې د هجرت پر شپه يې پرخپل ځايه ويده کړى او داسې يې روزلی و،چې پياوړى بولندوى او نه ستړى کېدونکى مشر وي او تر پېغمبر(ص) روسته،داسلام وياړلى ؛ بېرغ اوچت کړي. د تاريخ کتابونو روايت کړى،چې حضرت علي د بدر پر ورځ او په ټولو غزاګانو کې د پېغمبر(ص) بېرغچي و . په حجة الوداع کې ،د مسلمانانو په ستره غونډه کې ،د رسول اکرم شاهدي دا ځانګړنه ثبت کړې ده او د حضرت علي ونډه را پر ډاګه کوي او بيا نو جوتوي،چې د امام ونډه مشروعيت لري او راتلونکي ګامونه او دريځونه يې پوره د شرعي کچو او محمدي اسلام له مخې دي . روايت شوى،چې امام علي، خلک ګواهۍ ته راغوښتي و او ورته يې وويل : (( چا چې دغدير ورځ د رسول اکرم (ص) هغه خبره اورېدلي وي؛نو راولاړ دې شي او ګواهي دې ورکړي. دولسو تنو بدريانو شاهدي ورکړه،چې د غدير پر ورځ يې اورېدلي،چې رسول اکرم (ص) خلکو ته وويل : ايا خداى او رسول يې پر مؤمنانو تر ځانونو خورا وړ نه دي؟ وويل شول: بلې ! ويې ويل :خدايه ! شاهد اوسه ، د چا ، چې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى . خدايه ! د دوست يې دوست او د دښمن يې دښمن اوسه )).

رسول اکرم (ص) وويل : هن ،خلکو ! زه بشر يم ،زما د پالونکي پيغام رسان راځي او د خداى بلنه منم ، سکه چې په تاسې کې دوه ګرانبيه څېزونه پرېږدم : لومړى د خداى کتاب،چې هدايت او رڼا پکې ده؛ نو زده یې کړي او منګولې پرې ښخې کړئ او همداراز پېغمبر خلک د خداى کتاب ته هڅول ،بيايې وويل : ((و اهل بيت مې )) 
د خم غدير د مکى او مدينې ترمنځ په يو ناو کې د يو ځاى نوم دى،چې اوبه لري. پېغمبر(ص) له حجة الوداع څخه په را ستنېدا کې پکې تم شو او اوږده وينا يې وکړه،چې يوه برخه يې په امام علي او اهل بيتو پورې اړوند ده او اهل بيت  دا دي : علي ،فاطمه ،حسن او حسين (عليهم السلام). 
او دا چې رسول اکرم (ص) په حجة الوداع کې د حضرت علي او اهل بيتو سپارښتنه کوي،امت پوهوي ،چې لازم دي محمدي اسلام ته ژمن اوسي او په رښتيا تر پېغمبر(ص) روسته، حضرت علي به ددې اسلام بېلګه وي او خلک خبروي،چې له دې اسلامه لرې نشي او له علي او اهل بيتو جلا نشي . 

پېغمبر(ص) په امت کې قرآن پرېښود؛خو په اهل بيتو پورې يې اړوندو ګاڼه ؛نو چې څوک کتاب الله ته ژمن وي، بايد اهل بيتو ته هم ژمن وي او څوک ،چې له قرآنه لرې شي له اهل بيتو لرې شوى دى .

له امام سره د کتاب الله تړاو ورکونه، د امام ټولو ګامونو ته مشروعيت وربښي او څرګندېږي،چې امام د خداى له لوري غوره شوى،چې د کتاب الله مفسر، او وياند وي . 
له دې معلومېږي،چې د امام شخصيت او مقام له نورو سره د پرتلنې وړ نه دى . 
او چې څوک له دې ليده اخوا، د امام د حرکت په پوهېدو کې هڅه کوي، دهغه ټکر پرحقيقت پوهېداى نشي، چې د ده اوقبیلوي ليکې ترمنځ راغى، هغه قبیلوي  خط یا ليکه،چې مشران يې حضرات ابوبکر،عمر او عثمان (رضى الله عنهم) وو، چې روسته دا ټکر له عايشې ام المؤمنين، طلحه او زبير (رضى الله عنهم)،خوارجو او په پاى کې د معاويه په مشرۍ له امويانو سره وشو. 
البته د امويانو د ستر ښوونې او د امام د سپکاوۍ او له معاويه سره دهغه د يو شان ګڼلو هڅې، نه يوازې دا چې د امام او دښمنانو ترمنځ يې د ټکر د حقيقت د ناليدلو لامل کېږي،بلکې د نبوي اسلام حقيقت هم پټوي! هماغه اسلام ،چې تر رسول الله (ص) پخپله په امام علي کې انځور شوى . او ددې هڅو پايله داده،چې قبیلوي اسلام؛ اموي اسلام ځاى ونيسي پرمخ ولاړ شي او محمدي اسلام ته شا شي  .  

هو،دا هماغه پايله وه، چې امت د صفين تر پېښې او د محمدي اسلام تر څنډ ته کېدنې او د امويانو په لاس د قبیلوي اسلام تر ټينګښت روسته، پرې اخته شو . او متاسفانه دا هماغه اسلام دى، چې اهل سنت پرې عقیده لري او ورو ورو دغالب دين په بڼه شوى؛ ځکه حکومتونه یې د امويانو له وخت څخه نیولي تر نن پورې تبليغوي او ملاتړ يې کوي .

  د امام لارويان 

پلټونکى،چې د پېغمبر(ص) سيرت څېړي؛ نو مومي،چې څو تنه اصحاب کرام، د امام علي ځانګړي لارويان وو،او لکه ،چې څنګه رسول الله (ص) حضرت علي تزکيه کړى و او پرځانګړتيا ورته قايل و،دا شمېراصحاب کرام يې هم تزکيه کړي وو .

او دا چې د امام په باب يې د رسول اکرم (ص) له خولې ډېر روايات اورېدلي وو، دې مؤمنانو په اخلاص يې لاروۍ ته ملا تړلې وه؛ځکه لاروي يې د رسول الله (ص) لاروي ده او له حضرت علي سره دوستي د ايمان او دښمني ورسره د نفاق نښه ده او قرآن همېش له حضرت علي سره او حضرت علي له قرآن سره دى ؛نو ځکه د امام علي ولايت، يوه شرعي مساله، يو عقيدتي او ايماني فرض ګڼل کېږي  . 
هغه شمېر اصحاب کرام (رضى الله عنهم) چې د رسول الله (ص) پرمهال او روسته ترې د امام ملګري وو دا دي . 

(١) حضرت ابوذر غفاري (رض) . ( ٢) حضرت عمار بن ياسر (رض) . ( ٣) حضرت بلال بن ابى رباح (رض) . ( ٤) حضرت مقداد بن اسود کندي (رض) . ( ٥) حضرت حذيفه بن يمان (رض) .

( ٦) حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) . 
( ٧) حضرت خبان بن ارت (رض). 
( ٨)  حضرت سلمان فارسي (رض) .  

( ٩) حضرت حجر بن عدى (رض) . ( ١٠) حضرت حسان بن ثابت (رض) . ( ١١) حضرت ابوسعيد خدري (رض). (١٢) حضرت عبدالله بن عباس (رض) . ( ١٣) حضرت عباس بن عبدالمطلب (رض). ( ١٤) حضرت ابو ايواب انصاري (رض) . ( ١٥) حضرت خزيمه ذى الشهادتين (رض) . ( ١٦) حضرت ابن بن کعب (رض) . ( ١٧) حضرت سهل بن حنيف (رض) . ( ١٨) حضرت قيس بن سعد بن عباده (رض) . (١٩) حضرت برا بن مالک (رض) . (٢٠) حضرت عثمان بن الاحنف (رض). (٢١) حضرت خالد بن سعيد بن عاص (رض) . (٢٢) حضرت هند بن ابى هاله (رض) . ( ٢٣) حضرت ابوالطفيل عامر بن وائله (رض) .

( ٢٤) حضرت انس بن حدث بن نبيه (رض) . 

( ٢٥) حضرت جعده بن هبيره مخزومي (رض) . ( ٢٦) حضرت ابو التیهان (رض) .

( ٢٧) حضرت رفاعة بن مالک النصاري (رض)  

د اصحابوکرامو دا بېلګې،ځانګړې مقام لري، چې که د معاويه له لارويانو سره يې پرتله کړئ؛نو له ځمکې تر اسمانه يې توپير دى .

له حضرت علي سره دا ژمن او متعهد اصحاب کرام د رسول اکرم (ص) نږه اصحاب دي،چې پېغمبر ترې راضي له نړۍ ولاړ. 

دوى نه يوازې له معاويه سره د امام علي په جګړه کې د امام ملګري وو؛بلکې د رسول اکرم (ص) تر وفات روسته هم د قبیلوي ليکې پر وړاندې له امام سره ودرېدل، همداراز د حضرت عثمان (رض) ،ام المؤمنين عايشې (رض) او خوارجو پر وړاندې يې مقاومت وکړ .

خو کوم اصحاب ،چې په معاويه پسې ولاړل،په اړه يې خورا پوښتنيزې نښې دي او په تاريخ کې داسې څه نه ليدل کېږي، چې ډاډ پرې وشي . 
رسول اکرم (ص) وايي : خداى امر راته کړى،چې څلور تنه دوستان وګڼم او خبر کړى يې يم،چې هغوى هم هغه دوست ګڼي . وويل شو: رسول الله ! نومونه يې واخلئ ،ويې ويل : يو يې علي دى. دا جمله يې درې ځل وويله. او همداراز: ابوذر ،مقدار او سلمان (رضى الله عنهم )  
هو! دا ټول د رسول اکرم (ص) ،خواص ،خپلوان او غوره کړاى شوي وو،چې په تاريخ کې ځانګړى مقام لري ؛ځکه :
حضرت بلال(رض): د پېغمبر(ص) مؤدن
حضرت حذيفه (رض): د رازونو ساتونکی يا يې د امنيت رئيس،
حضرت ابي بن کعب (رض): د قرآن له قاريانو څخه،
حضرت عبدالله بن عباس (رض):  د امت پوه، 

حضرت عمار بن ياسر (رض): د دوو شهيدانو زوی، حضرت خزيمه (رض): ذوالشهادتين حضرت حسان بن ثابت (رض) : د رسول الله شاعر و؛خو په قبلیوي يا اموي ليکه کې،څوک د دوې مقام ته نه رسي .


 د معاويه بن ابوسفيان شخصيت  

معاويه له طلقا يا ازاد کړاى شويوځنې و،چې رسول اکرم (ص) د مکې تر فتحې روسته ازاد کړل ،دا او پلار يې د حضرت عمر(رض) تر زمانې د ((مولفة قلوبهم)) برخه وه،چې حضرت عمر(رض) دا برخه ترې لرې کړه او دا او پلار يې د مسلمانانو درجې ته پورته کړل .

خو تاريخي او نبوي نصوص بيخي څه ټينګار نه لري، چې دا دواړه دې داسلام کړۍ ته ننووتي وي او داسې کړه وړه ترې شوي نه دي،چې د کفر اشتباه ترې لرې کړي؛ خو د اهلسنتو فقها ددې پرځاى چې په دې اړه بحث وکړي د معاويه په مشرۍ يې د امويانو د ملاتړ لپاره بډې راوهلي او مشروعيت يې ورکړى او حتی يو يې هم چمتو نه شو،چې په هغو رواياتو کې شکمن شي ،چې د معاويه بن ابوسفيان د تاريخ له څېړنې معلومېږي،چې په اسلامي چاپېريال کې دا څه نه موندل کېږي،چې د هغه د پت لامل شي . 

نه يې مېړانه درلوده اونه تورن و. نه يې پوهه درلوده اونه څه ځانګړنه . او نه د پېغمبر ملګرى و او نه د اصحابو کرامو له ډلې څخه . نو له کومه يې دا دومره فضايل ورته توږلي؟! څرنګه اهل سنت يې له امام علي سره،مساوي بولي ؟! د معاويه د شخصيت مهمې نښې :

په معاويه کې د دنيا پرستانو مهمې نښې لکه ،چل ول، ټګي برګي، دوکه او خيانت و او که د عمروبن عاص او حضرت ابوهرېره په څير ملګري يې نه درلودل؛ نو واکمن کېداى نه شو اوڅه نوم ترې نه پاتې کېده ! 

عمرو بن عاص نقشې او دسيسې ورته جوړولې او حضرت ابوهرېره ورته د پېغمبر (ص) له خوله روايات جوړول او په پايله کې پېښې يې پر ګټه شوې او لار يې ورته پرانسته،چې پر مسلمانانو برلاس شي،که نه پوټکی هومره ارزښت يې نه درلود.

بې توپېرو يې ملاتړ وکړ. 

د امام علي دښمنان يې په خدمت کې وو.

د امام علي له قاتلانو سره يې مرسته وکړه . 
د امام حسن څنډې ته کوونکي يې مرستندويان شول . 

اوهغې ښځې،چې امام حسن يې شهيد کړ،لاسنيوى يې وکړ. ابن حجر وايي :(( معاويه په (( ِمنى)) کې وړوکى و، چې له خپلې مور سره روان و، ناڅاپه يې پښه وښوييده. مور يې وويل : پاڅه ! خداى دې مه پاڅوه ! هلته يو بېدياني ورته وويل : ولې دغسې ورته وايې . پر خداى قسم وينم ،چې پرخپل قوم به مشري او سيادت کوي . مور يې وويل : خداى دې يې نه پاڅوي که يوازې پرخپل قوم مشري کوي )) ابن عباس (رض) روايتوي : (( د معاويه په څېر مې بل څوک پاچاهۍ ته وړ ليدلى نه دى )) او د رسول اکرم له خولې يې روايت کړي،چې معاويه ته يې ويلي :(( معاويه ! که کوم چار دروسپارل شو ؛نوالهي تقوا ولره او پرعدالت وچلېږه .)) معاويه وايي : له دې خبرې همداسې په فکرکې وم ،چې هرومرو رياست رارسي. د معاويه لارويان معاويه ته په اسلام کې هېڅ ارزښت او شخصيت نه و، نه د علم سړى و او نه د دين؛بلکې ځانمنى او رياست غوښتونکی و او ملګرى يې هم دنياپرسته وو،نه دين غوښتونکي . خلک يې ځان ته په مال،مقام او تبليغاتو راجذبول، او دې خلکو به په بېلاري کوونکيو تبليغاتو او ډنډورو دهغه باطل پټول اوفضايل يې ور ته توږل .

خپل ملګري يې په پيسو او مقام جذب کړل او په تبليغاتو يې تابعين او نا اشنايان. او دواړو ډلو له معاويه سره يو سرنوشت سازه یا برخليکېزه اړيکه ده؛ځکه پوهېدل،که معاويه پرېږدي؛ نو مقابل لورى (چې حضرت علي و) څه نه ورکوي . 

د معاويه بن ابوسفيان خورامهم ملګري دا وو:

١--  عمروبن عاص . 

٢-- مغيره بن شعبه . ٣-- ابوموسى الشعري. ٤-- مروان بن حکم . ٥— ابوهرېره . دې وګړيو ننګين تاريخ درلود او په اسلام کې يې څه ارزښت او مقام نه درلود او د رسول الله (ص) په زمانه کې ټولو ترې کرکه درلوده . خو د ځان ښه ښودلو لپاره يې د رسول الله (ص) له خولې ډېر روايات جوړ کړل او په مسلمانانو کې يې پراخ تبليغات وکړل. دې ساختګي رواياتو، دوى ښه اوايمانوال ښودل او مقابل لورى يې دوکه کاوه او په دې توګه يې ډېرى تابعين خپل ملګري کړل .

نو ځکه معاويه د عمروبن عاص او ابوهرېره په ملګرتوب په خپله ګټه پراخ ایتلاف او ټلواله جوړه کړه او مسلمانان يې په چل د اهل بيتو له ليکې لرې کړل .  

البته هغه شمېراصحاب ،چې بې توپېره او د حضرت علي او معاويه په ټکر کې بې پرې وو، معاويه ته ښه ملاتړي او پر امام سخت ګوذار وشمېرل شو؛ځکه په دې جګړه کې يې ډېرى مسلمانان شکمنول،چې بېشکه دا چار د معاويه پر ګټه و .

د بې طرفه یا ناپېيلي مشران دا وو: عبدالله بن عمر، سعد بن ابى وقاص ، محمد بن مسلمه (رضى الله عنهم) . 

سمه نه ده ،چې وګڼو،ابن عمر (رض) او نور ناپېيلي، د چار پرحقيقت نه پوهېدل او که ويې منو ؛نو دا خو بيخي نه منو ،چې د ابوهرېره او ابن العاص او معاويه له دننني نيته ناخبره وو!

      مقابله (رويارويي ) 

د ايمان توره د شيطان د تورې پر وړاندې

د ايمان د تورې او د شيطان د تورې مقابله 

مقابله

ځينې وګړي ،چې تاريخي پېښې، له دين څخه اخوا،يوازې په سياسي کچو څېړي، داسې ګڼي ،چې د امام علي او مقابل لوريو (عايشه ام المؤمنين ، معاويه اوخوارج) ترمنځ مقابله د واکمنۍ تر لاسه کول و او بس . 
امام د ((جماعت)) پر وړاندې راپاڅېدلى نه و؛ځکه له آره خو دوى ډلې او ګوندونه وو، نه يو جماعت ! 
قوم تورې د امام پر وړاندې را ايستلې وې؛خو زړونه يې له نورو سره وو؛نو ځکه يې له ناچارۍ خپله پلازمېنه له مدينې ځنې کوفې ته ولېږدوله ؛ځکه هلته يې ډېرى خلک، لارويان وو. 

له دې درېيو ټلوالو سره د امام جګړه، د دين له مخې يوه عقيدتي جګړه وه ؛نه يوه سياسي او درې بېرغونه يې درلودل : ام المؤمنين عايشې د قبیلوي ليکې ؛ بېرغ اوچت کړى و معاويه د امويانو، او خوارجو د تکفير ؛ بېرغ . خو امام يې پر وړاندې د ((محمدي اسلام )) ؛ بېرغ هسک کړى و.د ويلو وړ ده،چې عايشه ام المؤمنين يا معاويه يا خوارج ، دهغو ليکو بېلګې وې،چې اصلي موخه يې په مسلمانانو کې د ګډوډۍ او فتنې راولاړول و،او په واقع کې هغوى پردې مطلب ښه پوهېږي،چې په دې باب رارسېدلي روايات وڅېړي. له دوى سره د امام مقابله ،د رسول اکرم د وفات له شېبې څخه پيل شوه او د درې ګونو خلفاوو په زمانو کې يې له فکري پلوه دوام درلود؛ خو د حضرت عثمان (رض) تر وژنې روسته يې پوځي بڼه خپله کړه؛ ځکه درې واڼو ټلوالو خطر احساس کړ،چې هېڅ راتلونکی نه لري . د حضرت عثمان (رض) واکمنۍ ،ام المؤمنين عايشې يا معاويه ته څه زيان نه اړاوه؛خو د امام شتون ورته سخت ګواښ و؛ځکه هغه د بل اسلام ؛ بېرغ اوچت کړى و،چې دهغوى اسلام يې رسوا کاوه . د حضرت عثمان (رض) واکمنۍ معاويه ته هېڅ زيان نه درلود او د حضرت عثمان (رض) په شتون کې يې خپل ؛ بېرغ اوچتولاى شو! يوازې فرصت ته منتظر و،چې د امام واکمنېدو دا وخت ګړندى کړ. له خوارجو سره د اسلام مقابله، په حقيقت کې د دوی له طرزفکر سره مبارزه وه او بايد همېشه له دغسې طرزفکر سره مبارزه وشي او که امام خوارج چاڼ او له منځه بوتلل؛ نو بېشکه چې نن ورځ هم دغسې طرزتفکر يوازې د امام د ليکې په لاروۍ له منځه وړل کېداى شي . په دې مقابله کې د امام علي موخه، پخپله د حضرت عايشې (رض) يا معاويه يا خوارجوله منځه وړل نه و؛بلکې غاړه يې پرانسته،حق يې وايه او باطل يې رابرسېره کاوه او د محمدي اسلام ؛ بېرغ يې اوچت کړ. دا د امام د ونډې حقيقت و: د حق ښکاره کول. که څه هم ونکړاى شي،چې عملي يې کړي، د باطلو رابرسېرول، که څه هم و نه کړاى شي ،چې را ويې پرځوي .

د جمل جګړه روايت شوى،چې حضرت ابوبکر(رض) ،پېغمبر (ص) ته د ورننووتو اجازه وغوښته،چې دعايشې بي بي غږ يې واورېد : (( پر خداى قسم،پوه شوم ،چې تر پلاره مې علي درته ګران دى )) له عايشې ام المؤمنين څخه پوښتنه وشوه : ايا رسول الله (ص) ،څوک خپل خليفه کړى و؟ ويې ويل : ابوبکر! وويل شو: بیا: ويې ويل : عمر ،وويل شو : ورپسې؟ ويې ويل : ابوعبيده جراح ؟ له ړومبي روايت څخه معلومېږي، چې عایشې بي بي له امام سره کینه درلوده، علت یې دا وه چې پېغمبر د عایشې بي بي د پلار پر پرتله، حضرت علي غوره ګاڼه . دويم روايت ښيي، چې عايشې بي بي نه د حضرت عثمان (رض) خلافت مانه او نه يې د حضرت علي او د حضرت عثمان(رض) پرځاى يې د ابوعبيده (رض) نوم واخست سره له دې ،چې يو راوي يا صحابي يې نوم اخستى نه دى .

له دې دوو رواياتو معلومېږي،چې د حضرت علي پر وړاندې د عايشې ام المؤمنين دريځ څه سرسري دريځ نه و لکه ،چې د اهل سنتو تاريخ پوهان او فقها يې،چې د ((فک)) په پېښې پورې اړوند بولي  . 

د عايشې بي بي د تېرو رواياتو په تېره بيا د رسول الله (ص) د وفات د رواياتو څېړنه ددې دريځ جوړه راباسي .

د رسول اکرم (ص) پر مهال دا دريځ راښکاره شو؛ځکه د حضرت علي مقام تر نورو اصحابو ان د عايشې بي بي  تر پلاره اوچت و  . 
د رسول اکرم تر وفات روسته يې دا دريځ ښه پياوړى شو؛ ځکه د خپل پلار ملاتړ ورسره و او په خپلې هيلې کې بريالى شوې وه او د حضرت علي پر ځاى يې پلار خليفه شوى و . 

د خپل پلار او حضرت عمر(رض) په زمانو کې يې مقام راټيټ نشو، حال دا چې امام علي پکې يو تن عادى وګړى و! د حضرت عثمان (رض) په خليفه کېدو سره، امويان واکمن شول او وضع واوړېده . دوى نه يوازې له امام، ان له عايشې بي بي او نورو سره هم مخالفت کاوه، تردې ،چې عايشه بي بي اړ شوه، د حضرت عثمان(رض) پر وړاندې راپاڅي او مقابله ورسره وکړي .

او چې کله مسلمانان پر حضرت عثمان (رض) راپاڅېدل او ويې واژه او له امام علي سره یې بيعت وکړ؛ نوعايشې ام المؤمنين ته دوه لارې وې : يا به حضرت علي ته غاړه ږدي،چې مانا يې د مقام له منځه تلل و، يا به يې مقابله کوي . 
عايشې بي بي دويمه لار ونيوه، د امام پر ضد راپاڅېده او د جمل جګړه يې ونښلوله، چې په پايله کې له لسو زرو ډېر مسلمانان ځار شول او عايشې بي بي  هم ماته وخوړه . 
بخاري روايتوي، چې علي (رض) ،عمار (رض) او حسن (رض) کوفې ته ولېږل، چې کوفيان يې د جمل په جګړه کې ملاتړ ورکړي ،عمار (رض) د وينا په ترڅ کې وويل : (( په رښتيا پوهېږو، چې عايشه په دنيا او آخرت کې د رسول اکرم مېرمن ده ؛خو خداى مو ازمېيي،چې په عايشې پسې ځئ يا په هغه پسې)) ابن حجر په دې باب وايي : له ((هغه)) د عمار (رض) مطلب ، حضرت علي دى ؛ځکه بې له حضرت علي يې بل څوک په پام کې نه و، که څه هم شونې ده ، چې مطلب يې ((خداى))  وي،چې وايي،خداى مو ازمېيي ،چې په عايشې بي بي پسې ځئ يا په ((هغه)) پسې؛يعنې په ((خداى)) پسې او مراد ترې په شرعي حکم پسې تلل دي،چې شرعي حکم؛ د امام اطاعت او پر ضد يې نه راپاڅېدل دي او ښايي د خدای (ج) دې خبرې ته اشاره وي ، چې :  احزاب : ٣٣ آيت :  ((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ ؛ يعنې(اى د پېغمبر مېرمنو) له خپلو خونو مه وځى او په خپلو کورونو کې پاتې  شئ )) ؛نوله همدې امله ام المؤمنين سلمه ويل : (( د پېغمبر (ص) د ملاقات تر ورځې(د مړينې تر ورځې) به پر اوښ سپره نشم. )) او د عايشې ام المؤمنين پلمه دا وه ،چې پخپله،طلحه (رض) او زبير(رض) مخوونکي (مجتهدين) وو او نيت يې سمونه او د عثمان (رض) له قاتلينو کسات اخستل وو او ان د حضرت علي نظر هم دا و، چې غونډه وکړي او پر چا چې وژنه جوته شي، د وژل شوي اوليا دې ترې کسات واخلي!   

د ابن حجر له دې اوږدې خبرې څرګندېږي ،چې اعتراف يې کړې،چې عايشې بي بي له قرآن سره مخالفت کړى؛ځکه له کوره وتلې؛ نو ام المؤمنين ام سلمې پر قرآني نص عمل کړى دى ؛خو ولې ابن حجر اعتراف نه کوي،چې د ام المؤمنين عايشې پاڅېدل څومره ستر فساد راولاړ کړ او څومره خلک او د مسلمانانو شتمني يې ضايع کړه؟ څرنګه ابن حجر دا ستره تباهي ناليدلي ګڼي او د يوې مخونې په پلمه يې بې ګناه بولي،لکه د قوم نور مخوونکي فقها،چې د ځينو سترو اصحابو پت ټکنى کېږي؛ نو سمدستي په ((مخونه)) او ((تاويل)) لاس پورې کوي!! البته عايشې بي بي څه چاره نه درلوده، په پلمې پسې ګرځېده،چې خلک د امام علي پر ضد راپاڅوي او جګړې ته يې راوبولي؛ نو ځکه يې د عثمان(رض) کسات اخستل پلمه کړ! دا هماغه خبره وه،چې معاويه د حضرت علي پر ضد راپورته کړې وه .

طلحه (رض) او زبير (رض) هم له امام سره بيعت مات کړ او له عايشې بي بي سره يوځاى شول او ډېره يې هڅوله او ځواکونه يې ورته پياوړي کول او معاويه هم،چې عمروبن عاص او مغيرة بن شعبه ورسره يوځاى شول همدا برنامه پرمخ وړه . 

عايشې بي بي او معاويه، چې د امام علي پر ضد د عثمان (رض) د کسات اخستنې خبره پورته کړې وه؛نو دا يو څرګند دليل دى،چې له هغه سره يې د مقابلې لپاره هېڅ شرعي پلمه نه درلوده او بلخوا د دريځ د کمزورۍ نښه يې ده او معلومه ده،چې يوازې د فرصت په لټه کې وو،چې ناوړه ګټه ترې پورته کړي . امام علي د عايشې بي بي بصره مېشتو ملاتړو ته وايي: ((اى د ښځې پوځيانو او اى د څاروي (د عايشې بي بي اوښ) لارويانو! د اوښ په غږ راپاڅېدئ او چې ووژل شو،ټول وتښتېدئ؛خوى مو رينجاړه او سست ژمني ياست، دين مو دوه مخی او د ښار اوبه مو تروې، او چې څوک درکې مېشت شو؛ نو په خپله ګناه کې به راښکېل وي او چې څوک درنه راووځي، د خپل پالونکې لورونه به پرې شوي وي،لکه چې جومات مو وينم ،چې په اوبو کې د بېړۍ په څېر ډوب شوى او خداى پرې له پاسه او لاندې عذاب ورلېږي او چې څوک پکې وي ډوبېږي، د خداى په ښارونو کې ستاسې د ښار خاوره بدتره او خورا بدبويه ده، اوبو ته نژدې ده او (د رحمت) له اسمانه ډېره لرې ده او له لسو د شر نهې برخې پکې دي ))

 د صفين جګړه 

چې امام خليفه شو، د معاويه د لرې کېدو امر يې وکړ؛خو معاويه يې حکم ونه مانه او د دمشق د جومات پر منبر يې د عثمان (رض) د کميس په پورته کولو د زمانې د امام پر وړاندې خپله سرغرونه اعلان کړه او خلک يې د عثمان (رض) کسات اخستو ته راوبلل او امام علي او لارويان يې د عثمان (رض) پر وژنې تورن کړل . تاريخپوهان، امام ملامتوي،چې ولې يې مازې په خليفه کېدو معاويه لرې کړ، ورته ښه وه چې د شام والي يې پرېښى واى،چې ورو ورو چارې سمې شوې واى !

دا ډول انګېرنه د شخړې د حقيقت له ساده کتنې يا سرسري ليده راولاړه شوې. دا ډول ليد، مساله يوازې د واکمن او يو والي ترمنځ داخلي ټکر بولي او بيا نو معاويه يو خيرخوا ګڼي. 

او که تاريخپوهانو په رښتيا د امام علي شخصيت او مقام پېژندلى واى ؛نو پوهېدل،چې د معاويه پر وړاندې د حضرت علي دريځ د اسلام له مخې دى او بڅرى هومره له عقېدې جلا نه دى . که دوى په رښتيا د معاويه تاريخ او ټيټ مقام پېژندلى واى؛نو دغسې ليد يې نه درلود. دا تاريخپوهان، د فقهاوو په څېر، د سياست قرباني شوي دي اوهغو طرحو او رواياتو ته يې غاړه ايښودلې ده ، چې ځان يې پرې پوه کړى نه دى او يوازې يې له دې امله منلي،چې د عادلينو او ډاډمنو له لوري ورته رسېدلي دي! د معاويه اولس کاله پر شام واکمني کوله او په شام کې يې دومره جرړې ځغلولې وې او خپل برخليک يې ورسره غوټه کړى و،چې يو ولايت نه؛ بلکې یو دولت ورته شمېرل کېده او دا چې امام علي د معاويه له حقيقته خبر و؛نو ځکه بايد پر وړاندې يې هغه دريځ نيولى واى . د معاويه حقيقت دادى،چې ددې امت شيطان دى . د معاويه خط او ليکه، د باطلو ليکه ده او موخه يې د محمدي اسلام ځپنه ده . بېشکه له يوه دغسې کس سره جوړجارى،بې مانا دى؛ ځکه حق تر پوښتنې لاندى نيسي او باطل پياوړى کوي؛ نو بې له تورې بله چاره نه لري، او معاويه هم بې له تورې بله لار نه درلوده؛ځکه نه يې مشروعيت درلود، نه پوهه او نه يې تاريخي پانګه .

چې جګړه پيل شوه له امام علي سره اتيا تنه بدريان او تر ونې لاندې يو سل او پنځوس تنه بيعت کوونکي وو؛ خو د معاويه تر څنګ عمرو بن عاص او مغيرة بن شعبه وو؛ خو ابوهرېره په جګړه مارانو کې نه و او د معاويه د تبليغاتو وزير و. امام خپلو پوځيانو ته وويل : (( ترهغې چې جګړه يې پيل کړې نه وي، پيلوونکي يې مه وسئ . تاسې ((بحمدالله )) حجت لرئ او ورسره د جګړې پرېښوول يو بل حجت دى؛نو که ماته مو ورکړه، تښتېدلي مه وژنئ ،پر ټپيانو يرغل مه کوئ، د چا عورت مه څيروئ، د وژل شوي غړي مه پرې کوئ، او که پرنارينه و يې برلاس شوئ، مه يې بې پته کوئ، کورونو ته يې مه ننووځئ مالونه يې مه لټئ، ښځې يې مه راپاروئ،ان که نواميس نېکان او اميران مو وګنځي  )) 
دا د امام پېغمبر ډوله خوى و،چې په دې توګه جګړې ته ننووت؛ خو مقابل لوري، معاویه بې له دوکې او ټګى برګۍ  بل څه نه درلودل پرتېره،چې کله يې د امام با وفا يار حضرت عمار ياسر(ض) (چې پېغمبر ويلي و، تَقتُلُ عَمّارَ الفِئةُ الباغِیَةُ = باغي ډله به يې وژني ) وواژه او ماتې يې نژدې ليده  . 

د عمار (رض) شهادت د معاويه په لښکر کې ستر لړزان رامنځ ته کړ او پر معاويه اوعمروبن عاص ستر ګوذار و؛ ځکه په لښکر کې د عمار(رض) په باب، د پېغمبرغيبي خبر خپور شو . ابوبکر جصاص په احکام القرآن کتاب کې وايي : (( علي په توره او د ستر مقامو اصحابو او بدريانو په ملتيا له متجاوزې ډلې (لفِئةُ الباغِیَةُ) سره جګړه وکړه او په خپلې جګړې کې پرحق و، او مخالفين يې،چې ورسره جنګېدل ؛ بېشکه چې متجاوزه ډله وه او عمار (رض) ته د رسول اکرم (ص) دا خبره [تَقتُلُ عَمّارَ الفِئةُ الباغِیَةُ = متجاوزه ډله به دې وژني] يو متواتر اومنل شوى روايت دى،تر دې چې ان معاويه هم ترې منکر نشو،چې کله عبدالله بن عمر(رض) ورته هغه روايت ولوست ؛خو مخونې ته يې وويل : (( موږ وژلى نه دى، هغوى وژلې ،چې زموږ جګړې ته يې راوستى !!! دا خبره ، کوفيانو، بصريانو، حجازيانو او شاميانو کړې ده )) ابن عبدالبر وايي : له پېغبره (ص) په متواتر روايت کې راغلي ،چې : ((الفِئةُ الباغِیَةُ ، به عمار وژني)) او دا غيبي خبر د پېغمبر(ص) د نبوت له نښو ځنې دى او له خورا سمو احاديثو ځنې دى )) ابن حجر وايي : (( د عمار وژنې جوته کړه،چې حق له علي سره دى او ټول اهل سنت پرې يوه خوله دي، که څه هم مخکې څه اختلاف و. ))

مسلم روايت کړى ،چې رسول اکرم (ص) ويلي: ((يا عمار تقتلك فئة الباغيه عماره! متجاوزه ډله به دې وژني  )) 

د حېرانتیا ځای دی، سره له دې،چې فقها اعتراف کوي،چې حق له حضرت علي سره دى؛خو بياهم نه مني،چې معاويه پر باطلو دى!! بلکې معاويه يو مجتهد بولي،چې په خپل چار کې بې ګناه دى؛ځکه په ښه نيت يې له حضرت علي سره جګړه کوله !!! نووي وايي :دا حديث ،په ډاګه جوتوي،چې حضرت علي پر حق و او مقابلې متجاوزې ډلې،چې اجتهاد کړى؛نو ځکه څه ګناه نه لري !!!

اهل سنت د توجیه او مخونې دا چار، دهغو نصوصو پر وړاندې کوي،چې امام علي د اهل بيتو ليکه او لارويان يې تاييدوي او مقابل لورى يې بېلارې او مخالف بولي په تېره بیا د حضرت عثمان (رض)، حضرت عايشې ام المؤمنين او معاويه په هکله   . 

تاريخپوهان روايتوي،چې: حضرت علي د صفين په جګړه کې مبارزه وکړه او زيات شمېر يې ووژل. د معاويه يو پوځي د امام څلور تنه وژلي و بيا يې غږ کړ: آيا کوم شته؟ امام ورمخې ته شو او تر څه وخت روسته يې وواژه او درې يې ورپسې ووژل،بيا يې دا آيت ولوست : (( والمحرمات قصاص )) بيا نو امام غږ کړ: معاويه ! پر تا افسوس! پخپله د جګړې ډګر ته راشه او عرب له منځه مه وړه .

عمرو بن عاص،معاويه ته وويل : (( ښه مناسب وخت دى،څلور تنه يې وژلي او دومره زور نلري، ورشه او ورسره وجنګېږه )) معاويه وويل : پر خداى قسم،پوهېږې،چې علي بيخې ماته نه خوري اومطلب دې دادى ،چې زه ووژل شم،چې ته خليفه شې ! ورشه او پوه شه،چې زما په څېر نه دوکه کېږي  )) 
امام د معاويه پر لښکر بريد وکړ او عمروبن عاص ته ورغى ،په نيزه يې وواهه او پر ځمکه يې راوپرځاوه،بيا يې ستر ښکاره شو،امام پرېښود او راستون شو،يارانو يې وويل : اميرالمؤمنينه ! ولې دې ونه واژه ؟ ويې ويل : پوهېږئ چې څوک و؟ وويل شول : نه ! ويې ويل : (( هغه،عمروبن عاص دى،چې خپل عورت يې راوښود(چې یې پرېږدم)) ما هم پرېښود . 
په هرحال د امام لښکر پر مقابل لوري داسې ګوذارونه وکړل، چې د ماتې تر برېده يې ورسول،عمروبن عاص يو چل وکړ،چې قرآن يې پاڼې پاڼې او پر نېزو يې کړ او د امام د لښکر پر وړاندې ودرېد او منځګړتوب يې وغوښت. د عمروبن عاص په دې چار کې د دين او تقوا څه نښه نه وه؛بلکې بېلاري،کفر او دوکه ماري يې ګڼل کېږي . 
عمروعاص د خپلې دوکې په توجیه او مخونه کې وايي : (( که ځينې يې ونه مني ؛خو ځينې به يې ومني او په دې توګه  په منځ کې يې درز لوېږي او که سمدستي يې ومانه نو تر يوه وخته جګړه بس کېږي او په راحت کې کېږو ))  

دا چلن يو څرګند دليل دى،چې معاويه او عمروبن عاص د خداى کتاب کوچنى بولي؛ځکه موخه يې د خداى د کتاب قضاوت نه و؛بلکې د امام لښکر يې ځان ته رااړاوه او ترمنځ يې اختلاف اچاوه .

امام د دې دوکې پر وړاندې پوره ودرېد او د جګړې پر دوام يې ټينګار وکړ خو په لښکر کې يې ځانمنيو او ساده فکرو منځګرتوب ومانه او اوربند يې وکړ،او امام هم په غوسه او خپګان ومانه. معاويه له خپل لوري عمروبن عاص  منځګړى کړ؛خو د امام لښکر (د امام له خوا د ټاکل شوي عبدالله بن عباس پرځاى) ابوموسى الشعري وټاکه  . 

د ابن العاص او ابوموسى اشعري ترمنځ دا خبرې وې : عمرو: د هواري کومه لاره ده؟ اشعري : دواړه ( علي او معاویه) لرې کړو او چار شوری ته وسپارو؛ نو د مسلمانانو چې څوک خوښ شو وبه یې ټاکي.

عمرو: دا خو ښه نظر دى !
راووتل، چې دواړه لرې کړي . 

عمرو وويل : ابوموسى! خلک پوه کړه، چې موږ يوه خوله يو.

اشعري وويل : موږ د امت چار ته چې وکتل ؛نو ومو ليدل،چې غوره حل لار دا ده،چې علي او معاويه دواړه لرې کړو او خلک ازاد پرېږدو،چې په خپله خوښه يو تن وټاکي او دا دى ماعلي او معاويه دواړه لرې کړل؛ نو پخپله غور وکړئ او يو وټاکئ . 
ابن العاص وويل : وامو ورېدل،چې اشعري څه وويل : خو ما يې دوست (يعنې علي) لرې کړ،لکه چې هغه لرې کړ؛ خو خپل ملګرى (معاويه) مې تثبېتوم ؛ځکه د عثمان ولي او کسات اخستونکى دى او خلافت ته ډېر وړ دى! اشعري په غوسه وويل : خداى دې مه بښه! دوکه دې وکړه . 
او فساد دې راولاړ کړ  . 

د قوم فقهاوو ، د ابن العاص دې ستر خيانت ته هم توجیه او مخونه ورکړې ده .

ابن کثير وايي : عمرو بن عاص وليدل ،که خلک بې امامه پرپښوول شي نو ستر فساد راولاړېږي،چې د خلکو تر اختلافه خورا خطرناک او سخت دى؛ نو ځکه يې معاويه تثبيت کړ؛ځکه د امت مصلحت يې پکې ليده او په هر حال اجتهاد کله صواب او کله خطا وي   !!! 

دا مسخره مخونه جوتوي، چې څومره د اهل سنتو فقها له اموي ليکې سره غوټه شوي او طرحو ته يې تسليم شوي دي او تل ترې دفاع کوي او تېروتنو او خيانتونو ته يې توجیه او مخونه ورکوي .

امام علي، ددې دوکې پر وړاندې وويل : (( هن ! دا دوه تنه چې مو منځګړي ټاکلي وو،د قرآن حکم ته يې شا کړه او د قرآن له منځه وړي يې بېرته راژوندي کړل او يو يې الهي احکامو ته پر شا کولو په خپل هوای نفس یا ځاني غوښتنې پسې ولاړ او دواړو بې له څرګند دليل يا تېرو سنتو له مخې قضاوت وکړ او په خپل قضاوت کې يې اختلاف وکړ او دواړو د خطا لار ونيوه   ))

د معاويه بن ابوسفيان جنايات

معاويه ،اسلامي اخلاق او آداب نه درلودل او نه له څه علم او پوهې برخمن و ؛ بېرغ يې د دنيا ؛ بېرغ و، او له دين څخه يې څه برخه نه درلوده ؛نو ځکه وليدل شو،چې ښايي معاويه لومړى تن وي ،چې دا قانون يې اختراع کړ :(( موخه، وسيلې ته مخونه ورکوي)) او له دې مخې يې ټول ارزښتونه او قوانين تر پښو لاندې کړل؛ بې ګناه وينې يې وبهولې ،ژمنې يې ماتې کړې، د دين احکام يې واړول او له مسلمانانو سره يې خيانت وکړ. معاويه د خپلو دښمنانو، د حضرت علي د لارويانو او د حضرت علي د مبارک نوم د منځه وړو لپاره له خورا بدترنيو او بې رحمه وګړيو څخه ګټه پورته کړه، چې يو يې (( بسربن ارطاة)) دى ،چې ان په بوډاګانو، ښځو او کوچنيانو يې هم رحم ونه کړ او داسې ستر جنايتونه يې وکړل،چې زړونه پرې بوږنېږي.

تاريخي کتابونو روايت کړى،چې معاويه يو تن په ((بسربن ارطاة)) پسې ولېږه،چې حجاز او يمن له امام علي څخه ونيسي، چې مدينې ته ورغی؛ نو پر منبر يې وويل : مشر مې چېرې دى،چې پرون دلته و [يعنې عثمان (رض)] ؟ 

بيا يې وويل: مدينوالو! له معاويه سره به بيعت کوئ. بيا يې په بني مسلمه وو پسې يو تن ولېږه او هغوى ته يې وويل : ( چې د امام علي لاروى) جابر بن عبدالله مو راوستى نه وي رانه په پاتې نه شئ او بيعت مو نه منم . بيا يې د مدينې کورونه ويجاړ کړل او مکې ته ولاړ. ابوموسى اشعري يې له ډاره وتښتېد او چې بسر ترې خبر شو ويې ويل: هغه خو مې نه واژه؛ځکه علي يې لرې کړى و.

يمن ته ورغى، د يمن والي او زوى يې وواژه، د عبيدالله بن عباس دوه کوچنيان،چې کوفې ته تښتېدلي وو هم ووژل. د بني کنانه د ټبر يوې ښځې ورته وويل : (( نامرده ! نارينه دې ووژل ،ولې دا دوه کوچنيان وژنې، پر خداى قسم، چې نه يې په جاهليت کې او نه يې په اسلام کې کوچنيان وژل،د ابي ارطاة زويه ! پرخداى قسم کوم واکمن ،چې بې زړه سوي د کوچنيانو او بوډاګانو په وژنې واکمني چلوي؛نو بده واکمني ده  . ))

جنايات يې تردې هم ډېر دي ،داسې ګناه يې کړې،چې تر ده وړاندې چا په اسلام کې کړې نه وه او هغه د مسلمانو ښځو بنديانول وو. ابن عبدالبر وايي : بسر بن ارطاة پرهمدان يرغل وکړ (چې د امام علي تر واکمنۍ لاندې و) او د همدان ښځې يې بنديانې کړې او دوى لومړى ښځې وې،چې په اسلام کې بنديانېږي او د بنې سعد ډېر وګړي يې ووژل . ))

روايت شوى،چې بسر بن ارطاة يو ظالم اتل و، د صفين په جګړه کې د حضرت علي سيالۍ ته راغى، حضرت علي په يوه ګوذار پر ځمکه راوپرځاوه او سمدستي يې خپل عورت راښکاره کړ! حضرت علي ترې تېر شو لکه ،چې له عمروبن عاص هم تېر شوى و   .

د بسر او عمرو په اړه ويل شوي : دا چې امام له دې دوو تنو او په څېر يې له راپرځېدلو يا ماتې خوړوونکيو تېرېده ، علت يې دادى،چې په اسلام کې د حضرت علي جګړيز دود دا و، چې څوک په وتښتېد او يا به ټپي شو؛نو ورپسې نه تله او بنديان يې نه وژل. جنايتکار بسر د معادويه لپاره ډېر ناوړه جنايات کړي؛خو دا قوم يې يو صحابي بولي؛ځکه د رسول اکرم(ص) په زمانه کې نړۍ ته راغلى او پېغمبر(ص) يې په وړوکتوب کې ليدلى دى ! نو د ټولو اصحابو د عدالت د قانون له مخې، په عادلو اصحابو کې شمېرل کېږي؛ نو ځکه ټولو جرايمو ته يې توجیه او مخونه ورکول کېږي؛ ځکه اجتهاد يې کړى او نه يوازې دا چې ګناه نه لري ؛بلکې ماجور به هم وي !!! د معاويه ګردسره ملګري د بسر په څېر اصحاب دي، چې اهل سنتو د شرعې جامې ور پر تن کړي دي .

نو ځکه وينو، چې د سننو په کتابونو کې يې د رسول اکرم (ص) له خولې ترې روايات هم راوړي دي. دا بى داود په سننو کې د پېغمبر(ص) له خولې روايتوي چې :  (( په سفر کې دغله لاسونه نه پرې کېږي)) 
ابن صبان ترې روايتوي ،چې پېغمبروويل : (( خدايه ! ټو لې چارې موپه  خير پاى ته ورسوه )) .

ابن حبان د بسر په هکله وايي : په غيابو کې يې د معاويه چارې کولې او معمولاً دعا يې قبلېده !! د فتنو يې ډېر روايات شته ... په اسلام کې معاويه ړومبى تن و، چې سرونه يې پرې کړل. د عمار بن ياسر (رض) اوعمرو بن حمق (رض) سرونه يې غوڅ کړل. عمرو بن حمق (رض) د حضرت عثمان (رض) پر ضد د راپاڅېدليو انقلابيانو يو مشر و. له محمد بن ابوبکر(رض) سره يې همدغسې وکړل،هغه مهال ،چې عمروبن عاص مصر ته ورغى،دهغه تنه يې په مړه خره کې کېښوده او ويې سوځوله. د سرونو غوڅول يو دود او سنت شو،چې ورپسې واکمنو هم دا لار خپله کړه !! د معاويه له جنايانو يو هم،پر منبرونو د حضرت علي کنځل و، چې دا چار یې له حضرت علي سره د دښمنۍ له امله نه وه، بلکې له ((محمدي اسلام)) سره یې دښمني وه، چې انځور يې ((حضرت علي )) و. ډارېده که مسلمانانو د محمدي اسلام پر لوړو مفاهېمو پوه شي؛ نو بې لارېتوب به يې رابرسېره شي . د امام علي او امام حسن تر شهادت روسته،لارويان يې د معاويه ددې شيطاني تبليغاتو پر وړاندي ودرېدل،چې مشر يې ستر صحابي حجر بن عدى (رض) و. حجر(رض) په عراق کې و،چې د معاويه والي،زياد بن ابيه له څو تنو ملګرو سره يې ونیو او معاويه ته يې ولېږل! او معاويه ته يې په ليک کې له حضرت علي نه په دفاع او له دښمنانو يې په برائت تورن کړي وو. له حجر او ملګرو يې وغوښتل چې له حضرت علي برائت اعلان کړي او ويې کنځي؛خو هغوى ونه منل .

حجروويل :  (( پرڅه مې چې خداى خپه کېږي، پر خوله به يې رانه وړم )) د معاويه په امر، حجر او ملګري يې پر٥١  س په ((مرج عذرا )) کې  شهيدان شول  .  
د معاويه له جناياتو ځنې د امام حسن (رض) پر ضد دسيسه او په زهرو يې وژل و او همداراز د خپل زوى يزيد خليفه کول او په دې توګه يې په اسلام کې پاچايي پيل کړه،چې امت يې له زوى (يزيد) او مرواني شاهانو له لاسه ډول ډول  ربړونې،ظلم، استبداد او زنديتوب وڅکي . 
حسن بصرې (رح)  وايي :  ((په معاويه کې څلور خويونه وو،چې هر يو يې ځان ته ستره ګناه ده : 
١--  بې له دې،چې له چا سره يې مشوره کړې وي د تورې په زور پر امت برلاس شو حال داچې په خلکو کې با فضيلته اصحاب وو . 
٢— خلافت يې خپل زوى يزيد ته ورکړ،چې شراب يې څښل ،نشه و، ورېښمينې جامې يې اغوستې او موسيقي يې غږوله . 
٣--  له زياد سره يې د ورورۍ ادعا (سره له دې ،چې د زياد پلار نامعلومه و!).

٤-- د حجربن عدى (رض) او ملګرو يې وژل، پرهغه دې د حجر له امله افسوس وي، پرهغه دې د حجر او ملګرو له امله افسوس وي . )) يزيد بن معاويه دوه ستر جنايتونه کړي:

( ١)  په کربلا کې د امام حسين او اهل بيتو يې وژل . 

( ٢) د رسول الله د مدينې ټولوژنه او ښځو ته يې بې ناموسي وراړول . تاريخي کتابونو کښلي مدينوال د امام حسين (رض) تر شهادت روسته د يزيد پر ضد راپاڅېدل،ده هم يو لښکر ورولېږه او مدينه یې درې ورځې خپلو پوځيانو ته ازاده پرېښووه،په زرګونو تنه اشراف ووژل شول، ښځو ته بې ناموسي ورواوړېده . ويل شوي : په هغو ورځو کې تر زرو ډېرې ښځې د زناله امله امیندواره شوې وې . يزيد پر دې دوو سترو جناياتو سربېره په سلګونو نور منکرات هم کړي دي؛خو بيا هم د اهل سنتو فقهاوو يې په اړه اختلاف کړى،ډېر لږ شمېر لعنت پرې روا بولي؛ خو ډېرى يې نه بولي؛ ځکه شونې ده،چې پر پلار او نورو اصحابو د لعنت ور پرانستل شي  !!

حسن بصري د شاميانو په هکله وايي : (( تورمخې دې وي! دوى د رسول الله حرم، ازاد پرېښود، درې شواروزه يې مدينوال ووژل،ازادې مؤمنې ښځې د زنا له امله دوه ځانې شوې او له يوې بې پتۍ يې هم لاس وانخست، بيا يې د خداى کور ته مخه کړه،کعبه يې ويجاړه کړه او پردو ته يې اور ورواچاره، خداى دې پرې لعنت ووروي او دوزخيان دې شي  )) . 
وګورئ،چې حسن بصري بې له څه استثنا ګرد شاميان لعنتوي او په دې توګه د اهل سنتو پر ليکه روان دى، چې پر يو ټاکلي تن لعنت نه وايي . دا د عباسي پير دريځ دى . 

ابن تيميه، له يزيد څخه دفاع کوي او ټولې نيوکې ترې لرې کوي او وايي : (( يزيد يو مسلمان ځوان و،او کله هم کافر يا زنديق نه و، تر خپل پلار روسته يې د امت ولايت ترلاسه کړ،چې ځينې مسلمانان ترې راځي او ځينې ترې ناراضي وو، مېړه او سخي و او فاسد نه وه،لکه چې دښمنانو يې ويلي دى او د حسين د وژنې امر يې کړى نه دى او نه يې پر وژنه خوشحاله شوى دى؛ خو امر يې کړى و،چې حسين له خلافته لرې کړي که څه هم پر وژنه يې پاى ته ورسي  !!! ))

د معاويه او يزيد دا ډول جنايات جوتوي،چې د دوى او اهل بيتو ترمنځ نښته د دوو مخالفو عقيدو نښته ده، چې بيخي يو له بل سره څه اړيکه نه لري او چې څوک مسلمان وي دغسې جنايات نه کوي. 

هغوى ،چې دا تاوتريخوالى اسلامي ګڼلى او معاويه مجتهد بولي او زوى ته يې هم برائت ورکوي؛ نو بېشکه ،چې د اسلام او مسلمانانو په حق کې به يې ستر جنايت کړى وي او ډېره خطرناکه لاس ته راوړنه يې داده،چې امت ته د معاويه دروغجن اسلام ښه وروښيي . خوارج امام ،ترمنځګرتوب روسته کوفې ته ستون شو او په دې لټه کې و،چې له معاويه سره د جګړى لپاره ځواکونه راټول کړي ؛خو خوارجو چې له منځګړتوب روسته پر ضد يې راپاڅېدلي وو، د امام د موخې خنډېدل او لارويان يې ورته ګواښل ،تردې ،چې د مسلمانانو ليکې ته د بېرته راګرځېدو او له خپلو ناسمو افکارو د لاس پر سر کېدو او قانع کولو لپاره يې ټولې سوله ييزې هڅې ناکامې شوې . او دا چې پر مسلمانانو يې تيري زيات شول؛ نو امام له ناچارۍ ورسره جګړه وکړه،چې ګڼ شمېر يې ووژل شول او جګړه د امام پر ګټه پاى ته ورسېده ،دې ته د ((نهروان)) پېښه وايي . امام په پوره پوهه له خوارجو سره جګړه وکړه، له حالاتو او جناياتو يې خبر و، لکه ،چې تر دوى وړاندې يې له ام المؤ منين عايشې او معاويه سره هم اګاهانه جګړه کړې وه . پېغمبر(ص) د خوارجو د ډلې خبر ورکړى و؛ لکه چې له هغوى سره په مبارزه کې يې د امام د ونډې خبره هم کړې وه . مسلم روايتوي،چې امام علي له یمن څخه يو مقدار سره په مدينه کې پېغمبر ته راولېږل،چې پېغمبر پر څلورو تنو وويشل . قريش خپه شول . پېغمبر(ص) وويل : دا چار مې دهغوى د راجذبولو لپاره وکړ؛نو يو ګڼ ږيرى، کړوپ سترګى ،تندى يې راوتلى او سرکلى راغى او ويې ويل : محمد ه ! تقوا لره !!

پېغمبر(ص) وويل : که زه ګناه وکړم؛نو څوک به د خداى امر ومني . بيا نو دا سړى ولاړ. پېغمبر(ص) وويل : ((د دې له ځوځاته به يو قوم راپاڅي ،چې قرآن به لولي؛خو له ستونې به يې نه تېرېږي ! مسلمانان به وژني او ... له اسلامه  ووځي لکه غشى چې له ليندۍ ووځى، که يې وموم ،په رښتيا چې د عاد قوم  په څېر به يې ووژنم  ))  

امام علي وايي : وامې ورېدل ،چې رسول اکرم (ص) وویل : (( په آخرالزمان کې يو قوم راپاڅي، چې غاښونه به يې نوي، عقلونه يې کم ... قرآن لولي؛خو له ستونو يې نه تېرېږي،له دينه ووځي لکه غشى ،چې له ليندۍ ووځي؛نو که مو وليدل،ويې وژنئ ؛ځکه چا چې ووژل ،خداى د قيامت پر ورځ ورته ثواب ورکوي .))

زياتوي : وامې ورېدل ،چې رسول اکرم (ص) ويل : (( له امته مې يو قوم راپاڅي ،چې قرآن لولي ... لمونځ يې ستاسې د لمانځه په څېر نه دى، روژه يې ستاسې د روژې په څېر نه ده . قرآن په دې ګومان لولي ،چې پرګټه يې دى ؛خو قرآن يې پرضد دى (قرآن ورسره دښمن دى) لمونځ يې د سينو له هډوکو ځنې نه کوزېږي له اسلامه ووځي لکه ،چې غشى له ليندۍ)) .
(( پوځيان که پوهېداى، چې پېغمبرله دوى سره د مقابلې په هکله څه ويلي؛ نو له کاره پښه نيولي کېدل نه، نښه يې داده ،چې يو تن پکې دى ،چې مټ لري؛خو څنګل نه لري، د مټ سر يې د تي د خولې په څېر وي، چې څو سپين ويښتان پرې راختلي . تاسې له معاويه او شاميانو سره جګړې ته ورروان ياست ؛خو له خوارجو غفلت کوئ . دوى ستاسې له شتمنيواو اولادونو سره پاتې کېږي ! سکه،چې حرامې وينې يې وبهولې د خلکو مالونه يې لوټ تالان کړل؛نو ورسره د جګړى لپاره د خداى په نامه وخوځېږئ  )) 

روايت شوى ،چې د امام پر ضد د خوارجو شعار دا و : (( حکم ،يوازې د خداى حکم دى )) امام وويل : (( په باطل نيت حق وايي،په رښتيا رسول الله راپېژندلي دي او زه يې هماغه بولم ،چې پېغمبر ترې خبر کړى يم. ))

دا روايات، اسلام او مسلمينو ته د خوارجو ستر خط جوتوي او بېشکه خطر يې تر امويانو کم نه دى او له دواړو ليکو سره د امام جګړه راښيي،چې موخه يې يوه او په يوې پايلې پاى مومي . 

له دواړو ليکو سره د امام جګړه؛ يعنې تل او (د زمانې په اوږدو کې) له محمدي اسلام سره په مخالفت کې د دې دوو ليکو مبارزه . ځکه امام تل (او د زمانې په اوږدو کې ) د محمدي اسلام او حق بېلګه ده .

همېشه اموي ليکه او د خوارجو ليکه د تقلبي اسلام او د باطلو بېلګې وي او د خوارجو برنامه همداسې پاتې ده،که څۀ هم پو ځي ګوذار يې خوړلئ او له محمدي اسلام او اهل بيتو سره په مبارزه کې يوې څنډې ته شو او مسلمانان هله يو مخې يې له منځه وړای شي، چې داهل بيتو ليکه او د امام علي خوځښت وپېژني؛نو چې څوک له دې ليکې واوړي، د خوارجو قرباني به وي او چې څوک د امام ليکې ته مخ کړي ؛نو ځان به يې د هغې ليکې له خطره (واکسين، وقايه او ) ژغورلى وي . 
امام علي آګاهانه له دې پېښو سره مبارزه کوله او ان له پايلو يې هم خبر و او د رسول اکرم د خبر له مخې پوهېده، چې څنګه له نړۍ ځي  . 

نوځکه له درې ګونو ټلوالوسره د امام د جګړې لاس ته راوړنه، موږ د اسلام حقيقت ته د ور پېژندنې لپاره ورسيخوي او هم دهغو کسانو حقيقت رابرسېروي،چې د اسلام دين بد انځوروي او مفاهيم يې په جعلي رواياتو او بېلاري کوونکيو اجتهاداتو کاږه کړي دى اوخلک يې د خداى له لارې لرې کړي دي .

له عايشې ام المومنين، معاويه  او خوارجو سره د امام جګړه يو ناڅاپي او تصادفي چار نه و؛ بلکې امت ته يو تشريعي عمل و، چې همېش يې بېلګه  وي او هدايت شي. 
او دغسې يو چار ته د امام ټاکنه ، الهي ټاکنه ده ؛ځکه په اصحابو کې بې له دې بل څوک نه و، چې د دغسې پاڅون ذمه واري وکړي ،ځکه امت ته خورا ستر زيان واوړېد؛ ځکه د امام مټ نشو او د ليکي په اړه يې لنډون اوکوتاهي وکړه. 
پايله يې اختلاف اوخپاره واره کېدل وو. 
پايله قربانۍ او د بې ګناه وينو بهول وو. 
پايله يې، د پرېمانې پوهې له لاسه وته و . 
  معاويه او امام حسن (رضى الله عنه) 

امام علي ؛خوارجو ته تر ماتې ورکولو روسته له شاميانو سره جګړې ته چمتو شو ؛خو د عرقيانو د اختلاف له امله يې بريد وځنډوه .

امام له عراقيانو پرېمانه وکړېد؛ ځکه لامل شول ،چې امام  له ناچارۍ پر شا ولاړ شي او خپل حرکت وځنډوي او ځواک يې د معاويه او خوارجو پر وړاندې کمزورى شي. 

امام د عرقيانوپه هکله وايي : د څښتن تر ستاينې روسته! عراقيانو! تاسې د هغې دوه ځانې ښځې په څېر ياست، چې د زوکړې په نژدې ورځو کې مړ ماشوم وزيږوي او مېړه يې هم ومري، کنډتوب يې اوږد شي او ميراث يې لرې خپلوان يوسي . باخبر! په خپله خوښه درته راغلى نه يم؛ بلکې د روزګار پېښو راښکودلى يم ، خبر شوى يم، چې تاسې ويلي: علي دروغ وايي، خداى مو ووهه، پر چا دروغ وايم؟ پر خداى دروغ وايم؟ حال دا چې د رسول اکرم (ص) په امت کې لومړى تن وم، چې هغه مې تصديق کړ ! قسم پر خداى داسې نه ده، څه مې چې ويلي، يو واقعيت دى، چې پر مانا يې نه پوهېږئ ځکه د اورېدو وړ يې نه ياست. مورګانې مو درباندې بورې شه، چې وژاړي، د علم او حکمت پيمانې مې درباندې وړيا ووېشلې ؛ خو که لوښى يې لرئ. " وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ - او ډېر ژر به پوه شئ . او لکه چې څنګه عراقيان له امام علي سره بې وفا وو، له امام حسن سره هم بې وفا وو؛له معاويه سره يې سولې ته را کاږه ،بيا يې پرې نيوکه ونيوه او وينه يې مباح ګڼله  ! ابن حجر له طبري روايتوي :علي (رض) ، قيس بن سعد بن عباده (رض) د عراق بولندوى کړ، څلوېښتو زرو تنو تر مرګه ورسره بيعت وکړ. علي ووژل شو. له حسن بن علي سره يې د خليفه په نوم بيعت وکړ، د حسن جګړه ښه نه راتله اوغوښتل يې ،چې له معاويه سره شرط وکړي،چې روسته به ترې خليفه وي ! پوه شو،چې د سولي په اړه قيس بن عباده ترې اطاعت نه کوي، وايې لرې کړ او پر ځاى يې عبيدالله بن عباس بولندوى کړ،ده هم له معاويه سره د حسن شرط وکړ  !

ابن حجر وايي : حسن، خلافت معاويه ته ورپرېښود او بيعت يې ورسره وکړ،چې د خداى کتاب او نبوي سنت به عملي کوي . معاويه کوفې ته راغى او خلکو ورسره بيعت وکړ. هغه کال يې ((جماعت)) ونوماوه ؛ځکه خلکو غونډه وکړه او جګړه پاى ته ورسېده او همداراز هغوى هم ،چې ځانونه له جګړې ګوښه کړي وو لکه ابن عمر،سعد بن ابى وقاص  اومحمد بن سلمه (رض الله عنهم ) له معاويه سره بيعت وکړ. 

معاويه،امام حسن ته درې لکه جوړې جامې ،دېرش مريان او سل اوښان ورکړل او مدينې ته ولاړ. معاويه ،مغيرة بن شعبه د کوفې او عبدالله بن عامر د بصرې والي کړ او بيا دمشق ته ستون شو.

بخاري روايتوى ،چې پېغمبر(ص) د حسن په باب ويلي : (( دا زوى مې ښاغلى او سرور دى او ښايي خداى يې له لارې د مسلمانانو د دوو ستر ډلو ترمنځ سوله راوړي )) 

تاريخپوهان هڅه کوي،چې پخپله معاويه له امام حسن سره د سولې لېوال و او په دې لار کې يې خورا هڅې وکړې او ډېر مالونو يې ورکړل ! او سولې ته يې هڅاوه او ورته يې ويل ،چې نيکه يې په اړه يې ويلي دي (( هغه ښاغلى دى او د خلکو ترمنځ سوله کوي !)) نو حسن ومنله او سوله يې وکړه .

ډېرى تاريخپوهان ټينګار کوي ،چې امام حسن له معاويه سره شرط وکړ،چې په معاويه پسې به خلافت د حسن وي اومعاويه هم دا شرط ومانه  ! 
په ډاګه ده ،چې له دې رواياتو د سياست بوى راخېژي او موخه يې د امام حسن د حرکت ناوړه برېښول او د نښو او اثارو يې اړول دي. د طبري له روايته معلومېږي،چې امام حسن د خپل پلار امام علي پر لار ګام اخستى نشو ،چې د معاويه پر ضد جګړه وغځوي؛نو په مازې ،چې خليفه شو، معاويه ته يې غاړه کېښووه اوسوله يې ورسره وکړه !! 

څرنګه شونې ده،چې يو امام څلوېښت زره تنه جنګيالي لري، په اسانۍ سولې ته غاړه کېدي ؟! او څرنګه شونې ده ،چې دغسې يو شخصيت د خلافت د وعدې لپاره له خپلې ګروهې لاس واخلي؟!

دغسې روايات هم امام علي تر پوښتنې لاندې راوړي او هم امام حسن . لکه ،چې وايي امام علي په خپل پاڅون کې ماتې وخوړه او پر ځاى  کمزورى خليفه پرېښود او له هغه يې څه زده کړي نه دي او يوازې د خپلې سلامتۍ او دنيا په فکر کې دى او له آره د آخرت او اسلام په فکر کې نه دى !! 

د ابن حجر روايت هم، د طبري روايت تاييدوي او پرهمه لار تېرېږي.

يوازېنى عرض يې دادى ،چې امام حسن بد وبرېښووي او له معاويه سره د جګړى حقيقت واړوي. او وايي چې امام حسن له معاويه سره بيعت وکړ او په مقابل کې يې درې لکه جوړې جامې،دېرش مريان اوسل اوښان ،واخستل (يعنې : معامله يې وګړه ) تردې خو بدتر د امام حسن سپکاوى کېداى نشي ! او تر دې خو د جګړې حقيقت ناوړه انځورېداى  نشي ! 
د بخاري روايت ،هم څه منځپانګه نه لري او له آره مانا يې د پېښې له طبيعت سره اړخ نه لګوى، لکه چې حديث سازانو دا حقايق هير کړي چې : 
  • نور روايات ښيي،چې امام حسن له معاويه څخه پر شا شو ،نه دا چې سوله يې ورسره وکړه .
  • مصلح خو غالباً د جګړې لورى نه وي .
  • دا روايت ،نه وايي ،چې سوله وشوه او نه پرې څه ټينګار لري .
  • دا چې ويل شوي : د مسلمينو دوه ډلې،مانا يې داده، چې دواړه لوري يوه شخړه لري؛ خو په ډاګه ده، چې د امام حسن اړخ د معاويه له اړخ سره بېلا بېلې موخې او نيتونه لري .
  • امام حسن په زهرو ومړ،خو معاويه خپل زوى يزيد خليفه کړ،دا پخپله يو دليل دى،چې د شهادت تر شېبې پورې د امام حسن او معاويه شخړه روانه وه .
معاويه ،چې خپل زوى يزيد خليفه کړ؛نو دا يې نه يوازې له امام حسن سره خيانت وکړ؛بلکې له ټول امت سره يې وکړ او دا هم يو څرګند دليل دى ،چى د دواړو ترمنځ څه جوړجاړى نه و؛ځکه که سوله واى ؛نو معاويه دغسې خيانت نه کاوه . 
څه ،چې د امام حسن او معاويه ترمنځ  تېر شول، ډېرى هغه منځګړتوب ته ورته دى ،چې امام حسن منلى نه دى، لکه ،چې امام علي هم دهغه منځګړتوب له پايلې راضي نه و او په دې توګه معاويه د دې لپاره ،چې ځان له امام حسن څخه بې غمه کړي ؛نو په دسيسه ،دوکې او خيانت يې لاس پورې کړ. 

فقها او تاريخپوهان،چې د امام حسن د سولې روايت ته اهميت ورکوي موخه يې دا ده ،چې د معاويه کړنو ته مخونه ورکړي ، په تېره دا چې روايت د رسول الله ( ص) له خولې روايت شوى ،چې مسلمانان پکې شکمن نشي او سمدستي يې ومني او په دې توګه ويلاى شو،چې دا فقها او تاريخپوهان په هغه دام کې راښکېل شوي،چې د رواياتو محترعينو ورته ايښى دى . ابن حجرو ايي : د سولې په حديث کې د خلکو د پخلاېنې غوره توب او اهميت راغلې په تېره د مسلمانانو ترمنځ د وينې د توييدو مخنيوى . او همداراز پر ملت د معاويه زړه سوى او په چاروکې يې ځيرکتوب! په ترڅ کې څرګندېږي ،که څه هم غوره او ((افضل)) موجود وي؛خو کېداى شي ،چې ((مفضول)) او ټيټ هم خليفه شي؛ ځکه امام حسن او معاويه هر يو خلافت ته ورسېدل حال داچې په امت کې بدري اصحاب لکه سعد بن ابى وقاص (رض) اوسعيد بن زيد (رض) موجود وو!! له حديثه معلومېږي،چې که د مسلمانانو صلاح وي ؛نو روا ده ،چې خليفه ځان لرې کړي او دپيسو په اخستو له خپلو ديني او دنيوي دندو څنډې ته کېداى شي !! په ترڅ کې څرګندېږي هغوى هم سم او پر ځاى کار کړى،چې ځانونه يې د علي او معاويه له جګړې ګوښه کړي وو.  !!!

د سولې د روايت له مخې فقهاوو داسې احکام وضع کړل، لکه، چې د ابن حجر له خبرې معلومېږي،چې دومره په خپل استنباط او راسپړنه کې مخکې تللى، چې د پيسو اخستو په بدل کې له ديني دندې تېرېدل ثابتوي !!! 
معلومېږي،چې د ښاغليو فقه، ديني دندو ته په ملنډو ويني او پر څه ارزښت ورته قايل نه دي ! همدا ليدلورى له واکمنو سره د فقهاوو جوړجاړى هم تاويلوي او د ظالمو واکمنو په چوپړ کې کوي يې . 

اوس نو چې امام حسن له معاويه سره د سولې لپاره پيسې اخلي او دا چې پېغمبر امر کوي ،چې دواړه لوري له مسلمانانو ځنې دي او دا چې سعد (رض) يا سعيد (رض) دواړه تر امام حسن غوره دي ؛نو څه خبره ده ،چې انسان د پيسو لپاره له خپلې گروهې او دندې تېر شي او څه کېږي ،چې د حق له ملاتړه لاس واخلي ؛ځکه جګړه خو د دوو مسلمانو لوريو ترمنځ ده . او څه کېږي،چې يو ټيټ انسان واکمن شي،که څه هم غوره مجود وي.

هو!  د همدې ناسمو مخونو او اجتهاداتو له مخې عقيدې جوړ شوې او د قوم په فقه کې داسې مفاهيم رامنځ ته شول،چې د دولت او حکومت د نظريي، د واکمن او ولس د اړيکې او له واکمن سره د فقيه د رابطې ښوونکي وو . 
  کربلا
د کربلا پېښه، د محمدي اسلام او اموي اسلام ترمنځ روستۍ وسلواله نښته وه،چې تردې روسته ((محمدي اسلام)) پټ او ((اموي اسلام)) خپور شو. 

د اهل بيتو امامانو او لارويانو يې په خوله او قلم د محمدي اسلام د حقيقت د څرګندولو لپاره په کار لاس پورې کړ او امت يې راباله ،چې ددې ليکې پر وړاندې ژمن شي او اموي واکمنو هم د اموي اسلام د دفاع او د محمدي اسلام د اړولو لپاره د خپلو برنامو په عملي کولو لاس پورې کړ. امام حسين په خپلو مبارکو وينو له اموي اسلام او هر غيرمحمدي اسلام سره د مبارزې برنامه وکښله.

دامام حسين انقلاب امت ولړزاوه او شهادت يې امت خوځښت ته اړ کړ، په خپل سپېڅلي انقلاب يې معاويه او اموي ليکې ته دومره سخت ګوذار ورکړ،چې امت يې د غفلت له خوبه راويښ کړ او د مقاومت او مبارزې روحيه يې پکې وپوکله . 

دا انقلاب د امام حسن د مبارزې طبيعي پايله او د امويانو خيانت او شومو دسيسو ته نېغ په نېغ ځواب و او امت يې وپوهاوه،چې نښته همداسې روانه ده او د محمدى اسلام او اموى اسلام ترمنځ جګړه پاى ته رسېدلى نه ده او بلخوا د امام حسن د خوځښت په اړه يې ګرد سره شکمنۍ له منځه يووړې .

لکه چې څنګه د قوم فقهاوو او تاريخپوهانو، د امام علي او معاويه ترمنځ او د امام حسن او معاويه ترمنځ د تاوتريخوالي هويت اپوټه ښوولى؛ نو په دې هڅه کې وو، چې د امام حسين او يزيد بن معاويه ترمنځ شخرې ته هم ناسمه مخونه ورکړي، نښې يې پټې، د يزيد تورمخ، سپين او اموي اسلام تاييد کړي . 

ابن عبدالبر وايي : پر٦٠س معاويه ومړ او يزيد خليفه شو، په مدينه کې يې له خپل والي وليد بن عقبه وغوښتل،چې له خلکو بيعت واخلي. د شپې يې په حسين بن علي اوعبدالله بن زبير پسې څوک ولېږل : دواړه يې راوستل. ورته يې وويل : دواړه بيعت وکړئ . ويې ويل : زموږ په څېر خو د شپې بيعت نه کوي ، ګهيځ به د خلکو په مخ کې خپل بيعت اعلان کړو. د شپې کور ته ستانه شول او په نيمه شپه له مدينې ووتل اومکې ته يې مخه کړه .

امام حسين له شعبان مياشتې څخه تر ذى قعدې مياشتې پورې په مکه کې و او له دې ځايه کوفې ته روان شو اوهمدا يې د مرګ لامل شو،چې ((طف)) ته نژدې د کربلا په سيمه کې پر ٦١س د محرم پر لسمه (عاشورا) شهيد شو  !  
له دې روايته پايله اخلو ،چې : 
*   امام حسين، وليد بن عقبه ته دروغ وويل او وډارشو،چې بيعت به ترې واخلي . 
  • امام حسين، وليد له ډاره د شپې له مدينې څخه وووت .
  • د امام حسين انقلاب،يو بې موخې حرکت و،چې د مرګ لامل يې شو.

ابن حجر له ابن عمره (رض) روايتوي، امام حسين يې د راتلو پر مهال وليد، ويې ويل : نن دا سړى اسمانوالو ته د ځمکوالو خورا ګران تن دى .امام حسين په مدينه کې اوسېده تردې ،چې له خپل پلار سره کوفې ته ولاړ او د جمل، صفين او نهروان په جګړو کې ورسره و، او د پلار تر وژنې ورسره و. بيا له خپل ورورسره و او چې ورور يې خلافت معاويه ته وسپاره ، مدينې ته ورسره راغى او د معاويه تر مړينې پورې په مدينه کې و.

بيا مکې ته روان شو اوعراقيانو ورته ليکونه ولېږل ،چې ترمعاويه روسته ، بيعت درسره کوو. د خپل تره وزى مسلم بن عقيل بن ابى طالب يې ورولېږه، له هغوى يې بيعت واخست او له حسين يې وغوښتل ،چې کوفى ته راشي او په دې توګه ورغى او ووژل شو  ! 
دا روايت له تېر روايته توپير نلري او موخه يې دا ده، چې جوته کړي،چې امام حسين، معاويه ته د خلافت په ورسپارلو کې له خپل ورور امام حسن سره شريک و او همدا دريځ يې خوځښت تر پوښتنې لاندې راوړاى شي؛ نو هغه مهال يې،چې د يو مقدار پيسو په بدل کې خلافت ورپرېښود؛نو لرې نه ده،چې د يزيد پر وړاندې پاڅون يې هم مادي او دنيوي موخې ولري . 

روايت شوى ،چې امام حسين يې دمسلم بن عقيل له وژنې خبر کړ؛نو بېرته ستنېده، ځينو وويل : پر خداى قسم ،نه ګرځوو ،د مسلم کسات اخلو يا وژل کېږو؛نو خپله لار يې ونيوه. عبيدالله بن زياد يو لښکر چمتو کړى و،چې په کربلا کې د حسين له لښکر سره مخامخ شول، حال دا چې له امام حسين سره ٤٥ تن سپاره او سلو ته نژدې پلي نه وو، حسين د عبيدالله له بولندوى،عمر بن سعد بن ابى وقاص سره ملاقات وکړ . حسين ورته وويل : په دې درېيو وړاندېزونو کې يو يې ومنه : يا دا چې زه يو سرحد ته ولاړ شم ،يا مدينې ته ستون شم يا دا چې له يزيد سره لاس پرلاس بيعت وکړم !!!

عمر ومنله اوعبيدالله ته يې دا جريان وليکه . عبيدالله وويل : په دې شرط يې منم ،چې لومړى دې راسره بيعت وکړي؛ خو حسين ونه منله، جګړه يې ورسره وکړه له خپلو ملګرو سره ،چې اولس تنه يې اهل بيت وو،ووژل شول . د امام حسين سر يې له پاتې ژونديو اهلبيتو سره عبيدالله ته ولېږه ،چې په دوى کې علي بن الحسين او ترور (عمه) يې زينب هم وه . پرهغه مهال علي بن الحسين ناروغ و . چې يزيد ته ورغلل ،په خپل کور کې يې مېشت کړل، بيا يې مدينې ته ولېږل  !!!
دا د امام حسين او يزيد د نښتې په اړه خورا ناوړه روايت دى ؛ځکه امام يې خورا ټيټ او يزيد يې سپين کړى دى . 
روايت لومړى دا څيز ثابتوي،چې امام په مازې، چې د مسلم له وژنې خبر شو،ځان يې وبايلود او هېواد ته ستنېدا يي وغوښته او دا راښي ، چې امام کومه انقلابي موخه نه درلوده او د يوې منظمې نقشې له مخې يې را دانګلي نه و. 

دويم دا جوتوي،چې د امام يارانو ورسره مخالفت وکړ او پر کسات اخستو يې ټينګار وکړ؛يعنې : دريځ يې يوازې د مسلم د وژنې پر وړاندې يو غبرګون و، نه دا چې پر محمدي اسلام له ايمانه يې راولاړ شوى و او له خپل مشر امام حسين سره يې هېڅ اړيکه نه درلوده .

دا روايت امام حسين، امام علي، امام حسن او د اهل بيتو او محمدي اسلام ليکې ته يو ستر سپکاوى دى؛ځکه دهمدې اسلام د استازي امام حسين له خولې د ذلت دريځ بيانوي،چې شخصيت يې مات شوی او کمزورى وښيي،چې سمدستي له جګړې وړاندې له خپلو حقوقو تېرېدو ته چمتو دى ، لکه ،چې له آره امام حسين مبارزې ته چمتووالى نه درلود او د امويانو له لوري يې هم د دغسې نښتې تمه نه درلوده . 
او سرحد ته د لېږدلو غوښتنه يې راښيي، لکه چې امام غواړي په اموي لښکر کې يې د يو پوځي په توګه ومني د امام په دغسې مفکورې کې خو له امويانو سره څه دښمني نه لېدل کېږي؛ نو ولې راپاڅېد؟! 

او د مدينې ته د ستنېدا په غوښتنه کې ، په حقيقت کې د ټولو ارزښتونو او ګروهو لتاړل دي او د ځان د ژغورنې لپاره ټول ملګري خوشې کوي !

او خورا ناوړه خبره خو دا چې امام لاس پرلاس له يزيد سره بيعت کول غواړي. دلته يې نو محمدي اسلام قرباني کړى او د خپل پلار او ورور جهادونه يې تر پښولاندې کړي او جوته کړې يې ده،چې د حق او باطل ترمنځ د جګړې هېڅ نښه نشته، هغه حق ،چې استازې يې امام حسين اوهغه باطل ،چې استازى يې يزيد دی . 
امام حسين ،چې ځان دومره سپک کړي ،چې  له يزيد سره بيعت وکړي نو څه توپير لري،چې له عبيدالله بن زياد سره هم لاس پرلاس شي؟ 

امام ،چې له خپلو حقوقو سترګې پټوي نو دغسې يو چار خو ورته ستونزمن نه دى . امام چې دومره پر شا ځي ،چې له جګړې وتښتى ؛نو اوس خو د يو کوچني کار لپاره لازمه نه ده ،چې جګړې ته ورودانګي .

دا ډول روايات ،سياست جوړ کړي دي او د امويانو د چوپړ لپاره اختراع شوي،چې د اهل بيتو ليکه وغندي او ناوړه يې وبرېښوي . 
تاريخي کتابونه روايتوي : عبيدالله بن زياد، د کربلا تر پېښې روسته د کوفې په جامع جومات کې پر منبر وويل : د خداى شکر،چې حق او حقوال يې راښکاره کړي او له اميرالمؤمنين يزيد او ګوند سره يې مرسته وکړه او دروغجن زوى (والعياذبالله) حسين بن علي اولارويان يې ووژل  ! 

درباري فقها او تاريخپوهان، د يزيد په دفاع کې هڅه کوي، چې د امام حسين د وژنې تور ترې لرې کړي او پر بې مانا او بې منځپانګې رواياتو (چې عقل يې نه مني او هېڅوک پرې باور نه کوي) هڅه کوي،چې د امت پرعقل ملنډې ووهي . يو روايت يې راوړى،چې يزيد د امام حسين او يارانو يې، سرونه وليدل ويې ژړل اوويې ويل : زه خو بې د امام حسين له وژنې هم ستاسې له اطاعته خوښ وم (ولې مو دا چار وکړ) د سميه پر زوى (عبيد الله بن زياد) دې د خداى لعنت وي . پر خداى قسم ، که زه يې لورى واى ؛نوب يخي مې پرېښود او ترې تېرېدم  !!!

په هرحال، د درباي فقهاوو په رواياتو کې داسې څه نه ليدل کېږي ،چې يزيد به ابن زياد محاکمه، تاديب او ان ټپسورى کړى وي . 

او دا چار خورا غوره دليل دى، چې امام حسين ،اهل بيت او ياران يې پخپله يزيد ، د يزيد په امر او دسيسه ؛بلکې ټينګار وژل شوي دي .

او دا چلن بيخي د يزيد له شخصيت سره اړخ لګوي . 
دا له اهل بيتو سره په مبارزه کې د امويانو همېشنى دود دى . عبدالملک بن مروان  پر٥٧ س په مدينه کې د رسول الله (ص) پرمنبر وويل :  زه يوازې په توره ددې امت ناروغي رغوم، پرخداى قسم ،چې تردې روسته مې څوک د الهي تقوا مراعاتولو ته راوبولي؛نو څټ به يې پرې کړم.   

د محمدي اسلام ستنې قرآن اهل بيت

رسول اکرم (ص) امت ته په ډېرو سپارښتنو د محمدي اسلام محورونه او ستنې ورښوولي؛ خو تر وفات روسته يې قبیلوي اسلام او بيا اموى اسلام دا محورونه پټ کړل،مسلمانان يې ترې لرې کړل، چې محمدي اسلام وځپي او له منځه يې يوسي. 
د امام علي په باب چې درسول اکرم (ص) له خولې کوم روايات روايت شوي، ښيي چې تر پېغمبر (ص) روسته امام علي د اسلام محور دی. او (همداراز) پېغمبر اکرم (ص) ،چې په خپلو اصحابو کې د علي د لارويانو په اړه روايتونه کړي، غوڅ دليل دى،چې دوى هم د اسلام ستنې او ياران يې دي . 
او همداراز هغه روايات ،چې د قرآن په اړه راغلي او پېغمبر(ص) امت ته پر ميراث پرېښى؛ يو دليل دى،چې قرآن هم د اسلام له آرېزو محورونو ځنې دى. نو ځکه اموي ليکې هڅه وکړه چې قرآن، امام علي، اهل بيت او په اصحابو او تابعينو کې يې لارويان بد انځور شي او د دوى پرځاى يې نورې څېرې رامنځ ته کړي . 
د امام او اهل بيتو پرځاى يې عايشه ام المؤمنين، معاويه، ابن عمر(رض) ، ابوهرېره (رض) او عمرو بن عاص او نور رادبره کړل. 

اوهغه روايات،چې امام ،اهل بيت او لارويان يې پکې ستايل شوي وو، پر ضد يې روايات جوړ کړل ،چې خپله ليکه يې پکې تاييد شوې او ځان ته یې فضايل پکې توږلي دي . محمدي اسلام پر دوو مهمو ستنو ولاړ دى .

 قرآن 

اهل بيت

قرآن پېغمبر (ص) ،امت ته د قرآن سپارښتنه کړې او ورته يې هڅولى دى . په دې باب ډېر روايات راغلي،چې روستى يې د حجة الوداع سپارښتنه ده، چې پر قرآن اوعترت (اهل بيت) د منګولو لګولو ټينګار شوى دى .

بخاري له طلحه روايتوي: له عبدالله بن ابى اوفي (رض) مې وپوښتل :ايا پېغمبر وصيت کړى و؟ 

ويې ويل : نه ! ومې ويل : نو څنګه خلکو ته وصيت کوي او پخپله وصيت نه کوي؟

ويې ويل : د خداى د کتاب وصيت يې وکړ.   

روايت شوى،چې پېغمبر ويلي : ((غوره مو هغه دى ،چې قرآن يې زده کړ او خلکو ته يې وروښود ))

روايت شوى : (( غوره موهغه دى ،چې قرآن يې ياد کړ او خلکو ته يې ورياد کړ  ))  
روايت شوى : (( له قرآن سره همژمني شئ  ...)) 

روايت شوى : قرآن ولولئ،چې څومره مو زړه ورسره مينه پيدا کړي . )) مسلم له پېغمبر (ص) روايتوي ،چې د حجةالوداع په خطبه کې يې وويل : (( ... د خداى کتاب ،چې پکې هدايت او رڼا ده؛نو منګولې پرې ولګوئ)) او همدارانګه د خداى کتاب ته يې هڅونه وکړه ...

دا روايات ښيي ،چې قرآن د نبي کريم (ص) په زمانه کې شته و او اصحابو (رضى الله عنهم ) له رسول الله (ص) زده کاوه او په دوى کې داسې کسان راپيدا شول،چې پر قرآن وپوهېدل او په اړه يې ژمن شول ،چې په سر کې يې امام علي ،ابن مسعود،ابى بن کعب اومعاذ بن جبل (رضى الله عنهم) وو.  

بخاري له نبي کريم (ص) روايتوي: ((قرآن له څلورو تنو زده کړئ : عبدالله بن مسعود،سالم ،معاذ او ابى بن کعب )) رضى الله عنهم ( ٧)

داسې ښکاري،چې دا روايت د اموي ليکې ښه راغلى نه دى، سره له دې ،چې د امام  لي نوم پکې نشته؛خو دا چې دا څلور واڼه د امام ياران وو او له امويانو سره مخالف وو؛ نو پر وړاندې يې بل روايت جوړ کړ او د درې تنو پرځاى يې نور درې ته پکې راوړل : 
بخاري له انس ( رض) څخه روايتوي : (( پېغمبر(ص) له نړى ولاړ او قرآڼ يې راټول نکړ؛ خو دې څلورو تنو: ابوالدرداء ،معاذ بن  جبل،زيد بن ثابت او ابو زيد  )) 
له ابن مسعوده روايت دى ،چې :(( پرهغه الله قسم، چې بل معبود ترې نشته ،پوهېږم ،چې د قرآن هر سورت چېرې او پر چا نازل شوى دى .   )) 
خو،چې کله حضرت ابوبکر (رض) د قرآن راټولولو ته لګيا شو؛نو يوازې يې له زيد بن ثابت (رض) څخه مرسته وغوښته او چې کله حضرت عثمان (رض) امت اړ کړ،چې يوازې له يو مصحف سره به سروکار لرئ؛ نو ابوبکر (رض)،چې د حفصې (رض) مصحف راټول کړى و همدا يې وټاکه او د امام علي، ابن مسعود، ابى بن کعب يا ابن عباس له مصحفونو يې ګټنه ونه کړه او نه له دوى ځنې چا د ابوبکر (رض) يا عثمان (رض) په وختونو کې مرسته وغوښته او ان کوم مصحف ،چې له ام المؤمنين عايشې (رض)  سره و،ګټنه ترې ونه شوه.   

دا قرآن،چې پېغمبر(ص) په ميراث پريښې او امام علي، ابن مسعود، ابن عباس، ابن ابي کعب (رضى الله عنهم) او نورو ترې زده کړه، د محمدي اسلام چورليز دى ،چې پېغمبر(ص) پرې تاکيد لري او سپارښتنه يې کړې ده او څه،چې امام علي د آيتونو د تفسير په اړه له پېغمبر (ص) زده کړي وو او لارويانو يې له ده زده کړي وو ؛نو يوه انګېزه شوه ،چې قبیلوي یا ټبرېزې ليکې او ورپسې اموي ليکې دا مصحف څنډې ته کړ او ددې تفسير پرځاى يې نور تفاسير رامنځ ته کړل ،چې ليکه يې تاييد کړي. خداى وايي : إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ (قیامت/۱۷) = [ځكه] چې راټولول او لوستل يې زموږ پر غاړه دي

فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ (قیامت/۱۸) = نو لکه چې موږ ولوست؛(همداسې) يې ولوله .

ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ (قیامت/ ۱۹) بيا يې په رښتینه كې سپړنه او څرګندونه یې هم يوازې زموږ کار دى .

دا آيتونه څرګند دليل دى،چې قرآن د نبي کريم په زمان کې راټول شوى و او پېغمبراکرم يې توضيح له جبرئيل څخه موندکې وه. پوښتنه داده ،چې د قرآن ، بيان، څرګند نه او توضيح چېرې ده ؟ او ولې په راټولونه کې پیدا نشو؟ 

ددې پوښتنې ځواب ، تر رسول اکرم روسته د دسيسې حقيقت رابربنډوي ؛ځکه د محمدي قرآن بيان، څرګندنه، توضيح او تفسير له قبیلوي او اموي ليکو سره اړخ نه لګوي؛ نو لازم و، چې قرآن له خپل بيان او تفسيره جلا کړي ،چې له ليکې سره يې سازش وکړي. اهل بيت رسول اکرم (ص) په ډېرو رواياتو کې د اهل بيتو سپارښتنه کړې او په حجة الوداع کې يې هم وويل : (( تاسې او خداى مو،چې اهل بيت مې هېر نکړئ (دا جمله له يې درې ځل وويله) ))

او ويې ويل :((په تاسې کې دوه ګرانبيه څېزونه پرېږدم او ځم : کتاب الله اواهل بيت مې  )) 

مسلم روايتوي ،چې د آل عمرآن ٦١ آيت [فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ] نازل شو؛نو رسول اکرم علي، فاطمه، حسن او حسين راوغوښتل او ويې ويل : خدايه ! دوى مې اهل دي )) روايت شوى يوه ورځ رسول اکرم توره نخچي وړينه چين اغوستى وه، او راوووت . حسن بن علي راغى، تر چين لاندې يې کړ،حسين راغى او دا يې هم له حسن سره کېناوه، فاطمه راغله، تر چپنې لاندې يې کړه ،روسته علي راغى او دا يې هم له هغوى سره کېناوه ،بيا يې دا آيت [إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا] (احزاب/۳۳) ولوست . دا چې رسول اکرم (ص)، قرآن له اهلبيتو سره په تړاو کې کړ، دليل يې د دوى ملګرتوب دى او مانا يې دا ده چې بې د اهل بيتوله لارې پر قرآن پوهېدنه او ورسره ژمنه ناشونې ده .

او بله دا چې پېغمبر(ص) ،چې له جبراييل څخه د قرآن بيان او تفسير زده کړى و، دوى ته يې وروسپاره او ورته يې ميراث کړ.نو ځکه امويانو د اهل بيتو پر ضد کور ورانې جګړه پيل کړه،چې له امام علي پيل او ترامام حسين پاى ته ورسېده او په پايله کې درې واڼه امامان شهيدان شول ، ياران او لارويان يې هم خپاره واره شول . 
بيا عباسيانو دا جګړه وغځوله او د اهل بيتو نور امامان يې ووژل او ياران يې تارومار کړل  .
دا جګړې په حقيقت کې د دوه متضادو اسلامونو ترمنځ وې،چې د يو پايښته د بل په ناپايښتۍ او نابودۍ کې وه؛ نو ځکه ترمنځ يې جوړجاړى نه کيده ،او دا چې واکمني د اهل بيتوله دښمنانوسره وه؛نو لازم و،چې اهل بيت له منځ يوسي؛ ځکه دوى د محمدي اسلام نږه بيلګې او وياندان وو، هماغه اسلام ،چې د دوى اسلام ته يې ستر خط رامنځ  ته کړى و او راتلونکی او برخليک يې ورپورې تړلى و .  
خو د واکمنو له زنديتوب سره سره تل مسلمانو پرګنيو له اهل بيتو سره اړيکې درلودې؛ ځکه د خلکو په زړونو کې يې ځاى درلود او زورورو واکمنو له ناوړو تبليغاتو سره سره، د دوى مقام راکښته کړاى نشو . 

د واکمنو پر دسيسو او ټګيو برګيو سربېره همېشه د اهل بيتو ليکه غځېدلې، چې دا يې پر حقانيت غوره دليل او د اسلام يې واقعي والى راښيي او بېشکه له دې نږه اسلام سره د مسلمانو پرګنيو تنګې اړيکې د دې ليکې څرګند دليل دى؛ نو که دا ليکه يوه معمولي مفکوره واى بايد له وخته له منځه تللې واى؛لکه چې په سل ګونو مذاهب، ډلې او فرقى ولاړې؛ نوم او نښې يې پاتې نه دي؛ خو د دې ليکې پايښت او غځېدنه، يو څرګند دليل دى، چې محمدي اسلام د قيامت تر ورځې پاتې دى او همېش د مارقينو اومخالفينو پرضد يو حجت دى . اهلبيت هماغه دولس ګوني امامان دي،چې رسول اکرم يې په بې شمېره رواياتو کې زېرى راکړى او د اهل سنتو په کتابونو کې راغلي هم دي او د رواياتود تواتر له امله يې د خپرېدو مخه نيواى نشوه؛ نو په مخونه يې لاس پورې کړ،چې ښايي د پېغمبر له اهل بيتو يې لرې کړي او د وخت واکمنو ته يې څه خدمت کړى وي .

مسلم له رسول اکرم روايتوي :(( دا امر (دین) تر هغې نه تمامېږي، چې دولس خلفا راشي او ولاړ شي  .))

روایتوي : (( همدغسې د خلکو چار په خیر دی، تر هغې ،چې دولس تنه نارينه پرې ولايت لري ))

روايتوي: (( تر دولسو تنو خلفاوو پورې به اسلام عزتمن وي  . )) 
روايتوى : دا دين تر دولسو تنو خلفاوو پورې همدغسې په عزت او قدرت مخې ته ځي  . ))
د دې ټولو رواياتو سر، د راوي خبرې ته رسي، چې وايي: بيا پېغمبر يو مطلب ووايه،چې پوه نه شوم! يا يې يو څه وويل ،چې راڅرګند نشو !... بيا خپله راوي، د پېغمبرله خولې وايي: ټول يې له قريشو دي  .  
پوښتنه ده : ايا سمه وه ،چې پېغمبر په پټه ويلي : ټول يې له قريشو دي؟ ولې پېغمبردا کلېمه ښکاره نه وايي؟ 

ايا شونې ده ،چې پېغمبر له مسلمانانو کوم کلم پټ کړي ؟ ددې روايت پر وړاندې دوه چارې شته :

يا دا چې پېغمبر يو مطلب ويلى او محترم راوي، پټ کړى دى او پر ځاى يې د (( کلهم من قريش )) جمله راوړې ده او يا دا چې په رښتيا يې ويلي : ((کلهم من قريش )) ،چې د پټولو څه درک يې نشته ؛ځکه له شته ليکې سره به څه ټکرونه لري . 
که پېغمبر(ص) ويلي واى: (( ټول يې له اهل بيتو دي )) ځاى يې و، چې راوي يې پټ کړي ؛ځکه امام علي يې مشر و او دې قوم همېش هڅه کوله ،چې امام له خلکو جلا کړي؛خو که له پټولو مطلب قريش وي؛نوعقل دا نه مني . 
دا حديث د نورو ډېرو احاديثو په څېر، د سياست قرباني شوى، او دليل يې دادى، چې د قوم فقهاوو پرې شرحې ورزياتې کړي،چې له اموي ليکې سره يې ساز کړي. 

د قوم فقها يوه خوله دي ،چې دولس ګوني خلفا دا دي : حضرات [ابوبکر،عمر،عثمان اوعلي ] ،معاويه ،يزيد بن معاويه ،عبدالملک بن مروان [او څلور زامن يې: ] وليد، سليمان،يزيد،هشام او بيا عمربن عبدالعزیز(رح)! تفسير ته يې د فقهاوو مخونه داده ،چې امت په دې څو تنو اجتماع کړې او پر نورو يې اختلاف کړى دى !! او له اجتماع نه مطلب دا دى ،چې له دوى سره يې بيعت کړى؛ خو تر دوى روسته فتنې زياتې شوې او حالات واوړېدل . ښکاره ده ،چې دې فقهاوو هير کړي،چې ګرد امت خو پرعلي راټول شوى نه و؛نو بايد دا لرې شي، لکه چې نور د نه اجتماع پر پلمه حذف او لرې شوي دي . دوى ،ددې حديث په تفسير کې دومره سرګردانه شوي،چې څه خبره نه لري ،چې رسول اکرم هغه دولس ګوني امامان وشمېري،چې د اسلام عزت ورپورې تړلى دى . ابن حجر له يوه فقيه روايتوي: (( هېڅوک مې ونه موندل،چې ددې روايت په باب غوڅ او يقيني څه ووايي . ))

دا چې ددې قوم فقها د دولس ګونو امامانو د شخصيت په ټاکنه کې ناوسي دي، دليل يې دادى،چې د څېړنې کړۍ يې له اموي اسلامه دباندې نه ووځي ؛نو ځکه په دې اړه د اموي اسلام په سرچينو کوم مطلب موندلى نشي،چې د پېغمبر د مطلب حقيقت ترې وپوهېدل شي او بېشکه دولس ګوني امامان پېژنداى نه شي . 
که دا فقها، د اهل بيتو پر ليکه پوه واى او له محمدي اسلام يې څه پوهېدنه درلوداى او له ځان يې سياسي خنډونه لرې کړي واى ؛نو هرومرو يې د دولس ګونو امامانو هويت پېژانده. 
هو! 

په واکمنو پورې د اسلام راتلونکی، بيخي د پېغمبرمطلب نه دى ؛ځکه ددې واکمنو په سيرت او چلن کې د تقوا، ځان ساتنې او ان د دين څه اغېز او نښه نه ليدل کېږي، چې د اسلام برخليک ورپورې وتړو او دا چې فقهاوو د دولس ګونو امامانو حديث په واکمنو پورې اړوند کړى؛ نو بېشکه چې سياست ته یې غاړه ايښي او حديث يې د واکمنو د ځاني غوښتنو له مخې اړولى دى .

خو محمدي اسلام دولس ګوني امام راته څرګند کړي دي : 
١--  امام علي بن ابى طالب . 

٢-- امام حسن بن علي .

٣--  امام حسين بن عي . 
٤--  اما علي بن حسين . 

٥-- امام محمد بن علي . ٦—امام بن موسى بن جعفر. ٧—امام جعفر بن محمد . ٨-- امام علي بن موسى . ٩-- امام محمد بن علي . ١٠-- امام علي بن محمد . ١١— امام حسن بن علي. ١٢-- اما مهدي منتظر بن الحسن .

ددى امامانو د حالاتو، ژوند ليک او سيرته څرګندېري،چې دوى تل د واقعي او محمدي اسلام استازي او وياندان وو او سيرت يې د انبياوو او صالحينو سيرت دى او خوى يې د قرآن مجيد خوى دى؛ خو د زمانې واکمنو تعقيب کړل او ويې وژل،چې خلک  يې له حالاتو خبر نشي او په دې خطرناکه دسيسه کې فقها هم ورسره شريک شول،چې ډېر مسلمان نسلونه ددې امامانو د نه پېژندنې له امله د ناپوهۍ او سياست قرباني شول  . 

داموي اسلام ستنې د عثمان (رض) مصحف اصحاب روايات د اموي اسلام ستنې ((صفين)) د تاريخي کږلېچ يو ټکى و،چې اموي اسلام ترې رامنځ ته شو او مسلمانان يې تر ولکې لاندې راوستل. د محمدي اسلام د ليکې غندنه د مسلمانانو له ژونده د سمې انگېرنې دپټېدو پيلامه وشمېرل شوه. له هماغې ورځې معاويه او امويانو؛نوى اسلام رادبره کړ، چې پر ټبرېزې ليکې او ورسره د همژمنو وګړيو پر شخصياتو ودرېد.

دا هماغه شرعي اسلام و، چې واکمنو له عباسيانو نيولې تر نورو منلى؛ځکه دا د محمدي اسلام د ځپنې لپاره يو ټينګ سنګر و،چې رښتوني انقلابيان له منځه يوسي. او په دې توګه اموي اسلام دود شو د امام علي لیکه تردې بريده منع شوه ، چې پرلارويانو يې ربړونې او زنديتوب تېرېده . 
او دغسې محمدي اسلام ، هغه اسلام شمېرل کېده، چې خلک يې دوزخ ته راکاږل او اموي اسلام جنت ته ! 

او په واقع کې اموي اسلام د استبدادي او زورورو حکومتونو په ملاتړ خپل ژوند ته دوام ورکړ او له خطرونو بچ شو ؛خو پر محمدي اسلام پرله پسې برېدونه کېدل، مشران يې ووژل شول؛ نو له چارۍ تر پردو لاندې پټ شول .

پوښتنه داده،چې د اموي اسلام ستنې کومې دي؟ 

ځواب دادي ،چې دا اسلام پردرې ستونو ولاړدى :

  • لومړى ستن :
دحضرت عثمان (رض) مصحف 

عثمان (رض) نور مصحفونه وسوځول او يو مصحف يې (چې د امويانو په چوپړ کې او د اهل بيتو د ليکې پر ضد و) پرېښود،چې دا يوه ستره فتنه وه . عثمان (رض) په دې چلن، اموي اسلام ننداره کړ او خپله طرح يې عملي کړه ؛ځکه نور مصاحف (چې د قرآن تفسيرونه او څرګندونې پکې وي) له محمدي اسلام سره د ژمنو اصحابو سره وو: د ابن مسعود (رض) مصحف . دابى بن کعب(رض) مصحف . د ابن عباس (رض) مصحف. د امام علي مصحف . دې څلورو تنو قرآن نېغ په نېغ له رسول الله (رض) زده کړى وو؛ نوځکه يې د عثمان (رض) له قانون سره مخالفت وکړ او عثمان (رض) هم دوى په ځينو وختونو کې وګواښل . د عثمان (رض) مصحف له نورو مصاحفو (د امام علي او نورو...) سره په دوو ټکيو کې رالنډېږي : 1. ځانګړې ترتيب پکې کارول شوى . 2. نورمصاحف، چې لمنلکيونه او تفسير لري، دا يې نه لري . د قرآن په ترتيب کې،عثمان (رض) له داسې اصحابو مرسته وغوښته ،چې د قرآن په ليکلو يا يادولو(حفظ) کې يې بيخي مخینه نه درلوده . بلخوا اعتماد يې يوازې د حفصې بي بي پر مصحف و، نه پر شتو نورو مصاحفو. او د حفصې بي بي مصحف هماغه و،چې ابوبکر(رض) او عمر(رض) راټول کړى و؛يعنې عثمان (رض) ،مسلمانان د ابوبکر (رض) د راټول کړاى شوي صحيفې له کړۍ څخه نه وباسي او(همداراز) مسلمانان نه پرېږدي، چې د نورو [ امام علي ،ابن مسعود ابى کعب او ابن عباس (رضي الله عنم)] مصاحفو ته مخه کړي؛ځکه د دوى مصاحف دټبريزې ليکې يا د اموي ليکې په چوپړکې نه دي. عثمان (رض) ،چې خلک د حفصې بي بي مصحف منلو او لاروۍ ته اړ کول، موخه يې ټبرېزې ليکې ته اړ کول و، چې نورو ليکو ته ور ونه ښکودل شي او دا چې نور مصاصف په اصحابو کې شته وو؛ نو عثمان (رض) په دې چار محمدي اسلام وځپه .

که په رښتيا د عثمان (رض) موخه، دا واى،چې د بېلابېلو قرائتونو مخه ونيسيى (لکه ،چې ځېنې تاريخپوهان وايي)؛ نو امت يې يو قرائت ته اړ ايستاى شو او د نورو مصاحفو سوځېدو ته څه اړتيا نه وه  . 
که مسله، يوازې د قرائتونه واى، اصحابو ورسره ټکر نه کاوه او ابن مسعود (رض) يې په ډاګه مخالفت ته نه راولاړېده . له تاريخي پلوه ،مشهوره ده، چې د امام علي مصحف زماني ترتيب درلود (يعنې آيات د زماني نزول له مخې ترتيب شوي وو) او بېشکه په دې ډول  ترتيب قرآني آيتونه ښه پوهېدل کېداى شي . 
او که مثلا مدني آيات په مکي سورت کې يا مکي آيات په مدني سورت کې شته وي،د سورت مضمون ګډوډېري. او د عثماني ترتيب موخه داوه، هغه قرآني نصوص، چې په اهل بيتو پورې اړوند وو او ځانګړې مانا يې درلوده او د اموي ليکې په چوپړ کې نه وو، د نورو آيتونو په ترڅ کې يې ايښوول،چې ذهن ته يې حقيقي مانا رانشي او خلک په فکري ګډوډۍ اخته کړي. د بېلګى په توګه ،په احزاب سورت ( ٣٣ آيت) کې لولو:  ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) دا آيت،د پېغمبر د مېرمنو په اړوند آيتونو کې ږدي،چې سمدسي د انسان ذهن ته راشي ،چې د پېغمبر ښځې هم په اهل بيتو کې دي او په پايله کې داهل بيتو حقيقي مفهوم (چې يوازې په امام علي، فاطمې او ځوځات پورې يې ځانګړى دى) ترى تم شي او د پېغمبر د ميرمنو او د علي په اولادونو کې ګډوډ شي . 

دويم ټکى : عثماني مصحف له هغو څرګندونو، بيانو او تفسيرونو ځنې تش دى ،چې اصحابو کرامو له رسول الله (ص) څخه اخستي وو او مانا يې دا ده، چې مسلمانان يې پر قرآن د پوهېدو له يوازېنۍ شرعي وزلي بې برخې کړل،چې تفسيري اختلافات څنډې ته کوي او په دې توګه اختلاف رامنځ شو. او بلخوا، نه پرېږدي، چې خلک پر قرآن د رسول الله (ص) د برنامې او ليکې له مخې پوه شي؛ بلکې قرآن بايد، د زمانې د واکمن د نظر له مخې تفسير او بيان شي . بېشکه چې دغسې يو مصحف به د اموي ليکې په چوپړ کې وي او د هماغه اسلام يوه بېلګه به وي،چې خلکو ته يې وړاندې کوي؛ځکه مخونه او تاويل پکې کېداى شي او په خپله ګټه يې کارولاى شي .

دويمه ستن:

اصحاب 

کوم اصحاب، چې له معاويه سره همژمني شول، په حقيقت کې د اموي ليکې بنسټېزې ستنې دي او اموي اسلام يې د محمدي اسلام پر وړاندې راوړاندې کړ،چې دا دي : عمرو بن عاص،عايشه ام المؤمنين ، مغيرة بن شعبه، ابوهرېره، ابن عمر، سمرة بن جندب،انس بن مالک ،زيد بن ارقم، اشعث بن قيس او جرير بن عبدالله.

دا ټول هغه اصحاب وو،چې له پېغمبر(ص) سره يې ليده کاته درلودل ؛خو معاويه د خپلو ګټو د ليکې په چويړ کې کړي وو. روايت شوى، چې امام علي به د ګهيځ او ماښام په لمونځونو په قنوت کې دوى (معاويه، عمرو، مغيرة، وليد بن عقبه ، ابوالاعور، ضحاک بن قيس، بسربن ارطاة، حبيب بن مسلمه، ابوموسى الشعري او مروان بن حکم) ته ښېراکولې او دوى به علي ته کولې  . 

امام علي، د عمرو بن عاص په هکله وايي : (( په خبرو کې دروغ وايي، وعده خلافي کوي، ډېرې پوښتنې کوي ، اوچې پخپله وپوښتل شي،کنجوسي کوي. په ژمنه کې بدچارى او له خپلوانو لرې دى، له معاويه سره يې د ورکړې په بدل کې بيعت وکړ او له دينه يې د لاس وينځلو لپاره ، ډېرې لږې بډې ورکړې )) او د مروان بن حکم په باب وايي : (( ايا د عثمان (رض) تر وژنې روسته يې، بيعت راسره ونکړ او زه خو یې بیخي بیعت ته اړتیا نلرم، که په لاس بیعت وکړي؛ نو په پټه یې ماتوي . هن ! واکمني به يې د سپي د څټولو په څېر وي ،د څلورو ښکرورو پسونو پلار دى (وليد،سليمان، يزيد اوهشام)، چې خلک به له ده او زامنو سره يې (خونړى) ورځ ويني . ))

درېيمه ستن: روايات له معاويه سره د دې اصحابو ملګرتوب او له اموي ليکې يې ملاتړ، د تورې او ژبې له مرستې ورواوخوت او د رسول الله (ص) له خولې يې د رواياتو په اختراع لاس پورې کړ،چې معاويه يې پرې تاييداوه او امام علي يې تر پوښتنې لاندې نيوه او په دې توګه يې اموي اسلام ته د مشروعيت جامي وراغوستې. دا روايات په دوه ډوله دي : ١-- هغه روايات ،چې محمدي اسلام پرې ځپې او د امام علي په اړه شکمني راپيدا کوي . ٢-- هغه روايات ،چې مسلمانان پرې اموي اسلام ته راجذبوي . اوله هغې ورځې،په حديثي کتابونو کې راغلي روايات،په دوو برخو وويشل شو:

  • يوه برخه روايات د معاويه په يارانو او اموي اسلام پورې اړوند دي .
  • يوه برخه روايات د امام علي په يارانو او محمدي اسلام پورې اړوند دي.

سياست د لومړۍ برخې د راوياتو ملاتړ وکړ او کوم روايات يې،چې د پېغمبر له خولې جوړ کړي وو،ښه پراخ يې خپاره کړل او د دويمې برخې راويان يې له ډګره وايستل او په روايتونو کې يې ټکې او شک ورواچاوه؛ نو ځکه (( بخاري)) پر نورو کتابونو غوراوى وموند؛ ځکه د اموي اسلام د يارانوله روايتونو ډک دى او له هغو رواياتو تش دى،چې د محمدي اسلام ملاتړ کوي .

البته هغه روايات ډېردي،چې محمدي اسلام تر پوښتنې لاندې نيسي او په ټول کې امام علي د شک په کړۍ کې رانغاړي او لکه ،چې په دې يې هم بسيا ونه کړه، تر دې،چې د امام په اړه يې د پېغمبر له خولې داسې روايات جوړ کړل، چې مسلمانان يې ټيټ وبولي لکه : 
(( خلک د قريشولاروي دي او دا چار (حکومت) همداسې په قريشو کې پاتې کېږي،که څه هم دوه تنه يې ژوندي وي   )) 
((په تاسې کې دوه څيزونه پرېږدم ،که منګولې پرې ولګوئ؛بيخي به بېلاري نشئ : کتاب الله او سنت مې  )) 

(( پرتاسې لازم ده ،چې زما د سنتو او د لارښوونکيو راشدينو خلفاوو پر سنتو ولاړ شئ او تر ما روسته ترې بېل نشئ )) ( (( پر دې د پېغمبر ګواهي،چې ابوبکر،عمر او عثمان جنتيان دي ))

(( احده ! ټينګ وسه ! په واقع کې يو پېغمبر،يو صديق او دوه شهيدان درباندې ولاړ دي  (يعنې ابوبکر ،عمر  او عثمان )) ! 
د پېغمبر د خپه کولو لپاره د ابوجهل پر لور د امام علي مارکه، سره له دې، چې فاطمه يې مېرمن وه  )) !!
(( له عباس سره دعلي د دښمنۍ روايت او د پيسو پر سر يو د بل کنځل  ! ))

((غوره تن لومړى ابوبکر،بيا عمر او ورپسې عثمان دى )) ددې رواياتو په څېر،موخه يې د ټبريز اسلام او عناصرو يې ملاتړ دى او هم د اموي اسلام ملاتړ دى،چې له ټبريز اسلام راټوکېدلى دى. او بله موخه يې په محمدي اسلام کې خوګانې لټول دي،چې ؛ بېرغ يې امام علي اوچت کړى، د امام علي پکې سپکاوى او نور پرې ړومبي ګڼي . خو بې شمېره روايات يې د پېغمبر له خولې اموي اسلام ته د مسلمانانو د راجذبولو لپاره جوړ کړي دي لکه : (( چا چې د زمانې د امير ومنل؛ نو زما يې منلي او چې سرغړاندى يې وکړه ؛ نو زما سرغړونه يې کړې ده )) !

(( په سختۍ اوسوکالۍ کې به اطاعت کوې، که ښه دې راځي اوکه بدې دې ايسي  )) !
((مسلمان به په خوښۍ او خپګان کې اطاعت کوي )) 
((واورئ او ومنئ ،هغوى د خپلو کړنو مسوول دي او تاسې د خپلو  )) 

((بايد واورې او له هغه اميره اطاعت وکړې،چې په کوړو دې پر ملا وهي، پېسې دې اخلي(خو) بیا هم واوره او طاعت یې وکړه ))

د معاويه له خولې روايت شوى ،چې پېغمبر(ص) وويل : (( همداسې زما دامت يوه ډله به د خداى په امر راپاڅي، که څه هم ملاتړ يې ونشي يا يې مخالفت وشي،څه زيان به ور ونه رسي،څو د خداى امر راښکاره شي او هغه ډله په خلکو کې ښکاره ده  )) 
((چې څوک له اطاعته سروغړوي اوله جماعته لرې شي او بيا ومري؛ نو مړينه يې د جاهلي پېرمړينه ده  ))  

((چې چا له خپل امېره څۀ خپګان وليد؛نو بايد صبر وکړي ؛ځکه څوک چې له جماعته سرغړونه وکړي او ومري؛ نو مرګ يې د جاهليت مرګ دى ))

((چې څوک په امت کې درز اچوي ويې وژنئ  )) 
((که په يوه خوله مو څوک ټاکلى و؛خو که بل درکې درز اچوي ويې وژنئ  )) 

او داسې روايات راغلي ترهغې،چې واکمن لمونځونه کوي، وژنه يې حرامه ده . څرګنده ده ،چې دا روايات د سياست لاس ته راوړنه ده؛ ځکه معقول اومنطقي نه ده، چې پېغمبر به له بديو او ظلمه ملاتړ کوي او دهغو واکمنو د اطاعت حکم به کوي،چې د خلکو شتمنۍ لوټوي، فساد راولاړوي او خلک ربړوي، ايا اسلام د ظلم او فساد د رامنځ ته کولو لپاره راغلى ؟!!

که واکمن  په زور د خلکو شتمني واخلي،خلک په کوړو ووهي نوهغه خو يو ظالم يا غل دى ! حال دا چې د واکمنو دنده دا ده،چې امنيت ټينګ کړي، د خلکو حقوق وساتي،عدالت وچلوي او ظلمونه لرې کړي . 
ددغسې  رواياتو موخه، دا موي اسلام د حقيقې څېرې رابربنډول دي،چې تر ننه حکومت راباندې کوي او ظلم او فساد ته مخونه ورکوي . 

او دا هغه اسلام دى،چې واکمن پر ولسونو برلاسوي اوشتمن پر نېستمنو غوره بولي . دا هغه اسلام دى،چې فروع (څانګې) پر اصول (آرونو) اوچت بولي . دا هغه اسلام دى،چې په امت کې د کينې او نفاق تخم شيندي . او دا هغه اسلام دى،چې پېغمبر(ص) او اهل بيت سپکوي. دا د اموي اسلام څېره ده او مهمې نښې يې دي او لکه،چې څرګنده ده له محمدي اسلام سره پوره مخالف دى؛ هماغه اسلام ،چې امام علي بې ؛ بېرغچي دى؛هغه اسلام ،چې له ولسونو سره ارتباط لري او د ظالمو واکمنو پرضد ودرېد، د نيستمنو او بېوزليو ملګرى شو او پر آرونو يې ډډه ووهله، پېغمبر يې درناوى وکړ او تقدير يې کړ او پر شرعي مقام يې ورکېناوه، لکه ،چې اهل بيت په خپل اوچت مقام کې وساتل .

اسلامي دولت اسلامي تفکر اسلامي خوځښتونه

د رسول اکرم (ص) تر وفات روسته څلور ليکې راښکاره شوې :

  • د امام علي په مشرۍ د اهل بيتو ليکه ،د محمدي اسلام بېلګه .
  • د ابوبکر (رض) اوعمر (رض) ليکه، د قبیلوي یا ټبريز اسلام بېلګه .
  • د عثمان (رض) او معاويه ليکه، د اموي اسلام بېلګه .
  • د خوارجو ليکه، د سرسري اسلام بېلګه .
د حضرت عمر (رض) په وژنې، ټبريز اسلام پاى ته ورسېد؛ خو درى نورې ليکې پاتې شوې د اهلبيتو ليکه ( له حضرت علي (رض) روسته ) د امام علي په زامنو او بيا په لارويانو کې يې رانغاړل شوې وه . 

د اموي اسلام ليکه تر ننه پورې د حکومتونو په ملاتړ دوام لري . د سرسري اسلام ليکه، د ټولو بده راتله او ډېر لږ شمېر يې لارويان وو، تر دې،چې وهابيت بېرته رامېدان ته کړه . د عربستان دولت په مسلمانانو کې خپره کړه او ان په اسلامي ډلو کې يې پراخه تبليغات ورته وکړل . او په واقع کې اموي اسلام د زمانې په اوږدو کې له اسلامي تفکر سره واخږل شو،چې خپل رنګ ورکړي،ورپسې سرسري اسلام راغى،چې په نوي تيلي پېر کې يې خپل سيورى ورباندې وغورځاوه ؛خو داسې مقدره وه،چې محمدي اسلام به په لږه کي مستضعفينو او بېوزله کړاى شويو (شيعيان) کې را ايسار پاتې شي، تردې چې خداى يې کله کله بېرغ اوچتاوه، ځواکمناوه يې او په ځينو سيمو کې يې پر پښو دراوه،چې مهم شيعي دولتونه، په مصرکې فاطمي دولت او په ايران کې صفوي دولت و . خو پر( ١٣٥٧/١١/٢٢) په ننني ايران کې داسلامي انقلاب بريالیتوب، محمدي اسلام راښکاره کړ،چې پر اسلامي تاريخ يې ښه غېز اچولې؛ځکه سياست، چې پېړيو پېړيو د اسلام رڼا مړه کړې وه دې انقلاب پکې نوې سا پو کړه . نو ځکه موږ نن درې معاصرې اسلامي څېرې لرو : ( ١) حکومتي اسلام ، چې له اموي اسلام راټوکېدلى دى . (٢) سعودي اسلام ،چې د خوارجو له اسلامه راټوکېدلى دى . ( ٣) او شيعي اسلام ،چې د محمدي اسلام بېلګه ده . او د کتاب په دې برخه کې،په دې برخه کې،په لاندې عنوانونو کې ددې درې واڼو څېرو اغېز څېړو:

  • اسلامي دولت * اسلامي تفکر * اسلامي خوځښتونه

اسلامي دولت : په اسلام کې لومړى ځل امويانو پاچايي نظام رادبره کړ او تر دوى روستو حکومتونو همدا لار خپله کړه او له همدې مخې اسلامي مفکوره جوړه شوه او د اسلامي دولت بنسټ کېښوول شو او په تاريخ کې د اسلامي حکومت مهمې نښې داوې :

  • استبداد * سرغړاندي * پاچاهي * د نظر د ازادۍ نشتوالى او د انسان بې ارزښتوب
په اسلامي تاريخ کې څرک نه ليدل کېږي،چې فقهاوو به له دې نښو سره مبارزه کړې وي؛بلکې جوخت ورسره اوسېدل او سل په سلو کې يې منل لکه، او سني فقها هم له معاصرو حکومتونو سره همدغسې دي. په هغه زمانه کې، واکمن و ، چې قاضيان يې ټاکل او په ټولو احکامو او قوانينو کې يې نېغ په نېغ لاسوهنه کوله. او هماغه تر ځان روسته خليفه ټاکه او خبره يې خبره وه او بس او سره له دې ، چې مسلمانو پرګو په کړاوونو کې ژوند کاوه؛خو واکمن به سوکاله و  او مېلې چرچې به يې کولې . 
د افسوس وړ ده، چې فقهاوو به دا وضع تاييدوله او مخونې ته يې روايات او فتواوې جوړولې، چې مسلمانان واکمنو ته غاړه  کېدي  . 
هغوى وو، چې د حضرت عثمان (رض) له کږلېچونو يې دفاع وکړه او مخ يې ورکړ. 

هغوى وو، چې له امويانو اوعباسيانو يې ملاتړ او دفاع وکړه .

او بيا هغوى وو،چې له ايوبييونو، مماليکو اوعثمانيانو يې هم دفاع وکړه. عجیبه ده،چې نن هم دعثماني دولت په وير کې ژاړي او د عثماني خلافت د راتګ خوبونه ويني، لکه هېر شوي يې دي ،يا ځان یې په هېرو کې وهلى، چې دې واکمنو خلفاوو د خپلې واکمنۍ ټينګښت ته څومره پاکې وينې بهولي او څومره جنايتونه يې کړي . 

لکه چې د واکمنو وحشي کړنې پر درباري فقهاوو څه اغېز نلري؛ ځکه په وينا يې دا کړنې دين ته څه زيان نه رسوي ! نو د مسلمانانو ګټو ته هم څه زيان نه رسوي !! څرګنده ده چې دا ظالم واکمن د خلکو په دين کې لاس نه وهي؛ځکه اصلي موخه يې خپل ژوند او د راتلونکې تامين دي ! او همداراز فقهاوو ته هم هېڅ زيان نه رسوي ځکه دى هم د خلکو په زبېښلو او استبداد کې ورسره يولاس دي . دا نظريات د دوى له خپلسري مفکورې راولاړ شوي،چې که هر څه يې د خپلې خوښې اسلام له کړۍ وتلي وي؛ نو باطل يې بولي؛ نو ځکه د واکمن مخه پرانستې او لاس يې ازاد دى،چې ووژني، لوټ او بې ناموسي وکړي،خلک بې پته کړي او د خپلو مخالفينو پر ضد هر ډول تېرى روا ګڼي.

د دولت پر تفکر، څرنګوالي او د منځ ته راتګ پر وزلو يې د اموي ليکې مهمې اغېزې په دې کې رانغاړل کېږي، چې فقهاوو په اسلام کې د حکومت پر درې ګونو څرنګوالي اعتماد کړى،چې دا څرنګوالى يې د درې ګونو خلفاوو (ابوبکر ،عمر، عثمان رضى الله عنهم) له حکومت دوده اخستى دى . 

ړومبى څرنګوالى : شورا : شورا له اهل حل وعقد او د قوم له مشرانو جوړېږي؛ دا ځکه چې د حضرت ابوبکر(رض) خلافت له سقيفې راولاړ شوى او هم شپږتنیزې شورا ته د حضرت عمر (رض) وصيت.

دويم څرنګوالى : وصيت : دا چې حضرت ابوبکر (رض) ، حضرت عمر (رض) په وصيت خپل ځايناستى کړ او په واقع کې په راتلونکي کې يې سلطنت ته لار پرانسته . 

درېيم څرنګوالى : ولايتعهدي: دا هم د معاويه، اموي او عباسي واکمنو له چلن څخه اخستل شوى، چې د ولايتعهدۍ رژيم، شرعي بڼه ونیوه او اوږد وخت يې پر مسلمانانو واکمني وکړه .

قاضي ابويعلى د واکمن په اړه وايي : دا کفايي فرض دی،چې دوه ډله خلک يې مخاطب دي : 
( ١)  مجتهدين اختيار لري،چې يو وټاکي . 

( ٢) چې څوک د امامت شرايط ولري او پرې وټاکل شي . خو ټاکونکي بايد درې شرطه ولري:

( ١) عدالت . ( ٢) پوهه ،چې مستحق ته يې ورسوي. ( ٣) د تدبيرخاوند وي،چې غوره امامت ته وټاکي .

خو امامت ته څلور شرطه دي : (١) قريش وي، احمد روايت کړى،چې غير قريش، د خلافت لايق او وړ نه دي . ( ٢) بايد د قاضي صفات او شرايط ولري، چې دا دي : ازادي، بلوغ، عقل، علم اوعدالت . ( ٣) دا وس ولري،چې د خلکو چارې اداره کړي، جنګ او سياست پرمخ بوځي او حدود تطبيق کړي او د امت په دفاع کې سستوب ونه کړي .

( ٤) له علمي او ديني پلوه، غوره تن وي . البته له احمد بن حنبل (ره) څخه روايت شوى ،چې نوموړى دعدالت، علم او فضيلت شرايط لازم نه بولي!! 

امام احمد حنبل ويلي : که څوک په زور پر خلکو برلاس او واکمن يې شي، ورپسې خليفه او د مؤمنانو امير شي؛ نو څوک ،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ايمان لري بايد تر هغې ويده نشي ،چې دا يې خپل امام کړى نه وي، که مؤمن وي يا فاسق او فاجر؛ځکه اميرالمؤمنين وي !! روايت ترې شوى : او که امير د شرابو په څښلو او د غنیمتونو په غلا مشهور وي؛خو جګړې ته تله؛ نو تلل ورسره لازم دي او هغه د واکمن د خپل ځان نيمګړتياوې دي (او ورسره تلونکي ته څه زيان نه رسوي )! ابن تيميه د اهل سنت او جماعت په باب وايي : اهل سنت اړين بولي، چې خلک دې له مؤمن يا فاجر امير سره حج، جهاد ،د جمعې ورځې او د اختر لمونځونه وکړي  !

بېجوري وايي : که د ټاکلي تن په باب د خداى يا رسول له لوري نص نه وي يا تېر امام په ځايناستۍ ټاکلى نه وي؛ نو پر امت واجب دي،چې ځان ته عادل امام وټاکي خو،چې دا پينځه شرايط ولري: اسلام، بلوع، ازاد، عقل او فاسق نه وي . البته دا شرايط د کار د پيلامې لپاره دي؛ خو دوام ته يې شرط نه دى (يعنې کافي ده، چې په لومړى کې دغسې شرايط ولري؛خو که روسته فاسق شو، څه زيان نه لري !!) او که امت،څوک امامت ته اړ کړ باید ویې مني که څه هم وړتيا يې نه لري؛ خو بيا هم امامت رامنځ ته کېداى شي  . 

څرګنده ده،چې د قوم فقهاوو، دا ليدلورى له ټبرېزې ليکې او اموي ليکې اخستى دى. دا ليدلورى د درې ګونو خلفاوو ، معاويه او د نورو پر زور ناستو خلفاوو پر چلن ولاړ دى،چې حکومت يې غصب کړى ،که څه هم وړتيا يې نه درلوده، کوچني يا ان مريان وو.

دا ډول سياسي طرحې په دين پورې هېڅ تړاو نه لري او درباري فقهاوو، په جعلي رواياتو او ساختګي اجتهاداتو واکمنو ته رادبره کړي او د شرعې جامې يې وراغوستي او خلک يې اطاعت ته اړ کړي،چې امت ته دا حالت په ګرانه بيه تمام شوى دى . 

امام مالک، منصور عباسي ته وايي : که ته د خلافت وړ نه واى؛ نو بېشکه چې خداى نه درکاوه  !!

دا خبره، دهغه فقيه د خبرې په غبرګون کې ده، چې د منصور عباسي په څېر پرغصبي خلافتونو يې نيوکې درلودې . 
ابويوسف وايي: اميرالمؤمنين هارون راڅخه وغوښتل،چې د مالونو د لاس ته راوړو لپاره يو هر اړخيز کتاب وليکه ، چې عملي يې کړو  . 
ابويوسف، د واکمن دندې داسې ښيي : 

1. د الهي حدودو عملي کول 2. وګړيو ته يې حقوق ورکول 3. د ښو واکمنو ددودونو راژوندي کول 4. د ظلم مخنيوى او پر خلکو يو رنګ د شرعي احکامو عملي کول 5. پر الهي چارو امر کول او له بديو منع کول 6. بې د حق له لارې به له ولس څخه څه نه اخلي او يوازې په حق کې به يې لګوي 7. د واکمنو پر وړاندې دمسلمانانو دندې دادي :  سرغړونه او جګړه ورسره و نه کړي  ويې نه کنځي او خيانت ورسره ونه کړي  پر تېريو يې زغم وکړي ! او په نصيحت کې يې لنډون ونه کړي  له بديو يې منع او په ښو چارو کې يې مرستندوى شي

فقها وو،چې واکمنو ته دا شرايط را ايستلي، د رسول اکرم (ص) د وفات له وخته تر ننه په يوه چارواکي کې هم ليدل شوي نه دي. همداراز هغه دندې يې چې بايد د خلکو پر وړاندې عملي کړې واى، پر يوې هم عمل کړى نه دى، بلخوا فقهاوو پردې وضع نيوکه کړې نه ده او نه يې له دې وضع سره څه مخالفت درلودلى؛ بلکې جوړجاړى يې ورسره کړى او امت ته يې د زغم سپارښتنه کوله  . 
فقهاوو د اسلامي دولت منځپانګه او قوام يې او (همداراز) د واکمن ځانګړنې د درې ګونو خلفاوو(رضى الله عنهم) ، اموي او عباسي خلفاوو له نظرياتو او چلن څخه په ګټنې په نښه کړي او په دې باب يې امام علي، نظريات او د دولت  بېلګه يې ناليدلى ګڼلې؛ځکه د حضرت علي طرح او بېلګه له واکمن بهير سره په ټکر کې ده، چې فقها يې ملاتړي دي . 
په حکومتي چارو کې د امام علي کړنې او چلن د اسلام رښتونې څېره رابربنډوي؛هماغه اسلام، چې اموي ليکې يې د پټولو لپاره هڅې کولې،چې خلکو ته د اموي حکومت حقيقت او له واقعي اسلام سره يې ټکر رابرسېره نشي . 
پوښتنه ده ،چې د امام علي د دولت نښې کومې دي؟ 

امام علي لکه ،چې څنګه په دنيا کې زاهد و، په خپل حکومت کې هم زاهد و او يوازېنۍ موخه يې دا وه ،چې امت د محمدي اسلام پر ليکه ټينګ او د حضرت علي په پوهې (چې له پېغمبره ورته ميراث شوې) هدايت شي .

نوځکه چې کله ( د حضرت عثمان (رض) تر وژنې روسته ) خلک ترې د بيعت لپاره راټول شول ويې ويل : ((ما پرېږدئ،په بل پسې ولاړشئ، پوه شئ که پر تاسې خلافت ومنم ،چې څنګه پخپله پوهېږم،هماغسې حکومت درباندې کوم نه د چا خبرې ته غوږ ږدم او نه يې ټپسوري منم ... نوکه زه درته وزير وسم غوره ده، چې امير درباندې وسم  ))
او چې امام واک ترلاسه کړ،خپله حکومتي برنامه يې په نښه کړه: (( له ما سره ستاسې بيعت بې فکره نه و او
زما او ستاسې چار يو رنګ نه دى، زه تاسې د خداى لپاره غواړم او تاسې ما د ځان لپاره غواړئ . خلکو ! پر خپلو نفسونو (او ځاني غوښتو) مو پر برلاسۍ، زما ملاتړي شی . پر خداى قسم ،چې د مظلوم حق به له ظالمه واخلم او ظالم به مې له پېزوانه نيولى د حق پر اخور وتړم ،که څه هم خوښه يې نه وي  )) 

امام په دې وينا کې ډېرو حقايقو ته اشاره کوي او د حکومت څېره رابربنډوي . نېغ په نېغ د حضرت ابوبکر(رض) واکمنۍ ته د رسېدو پر دود نيوکه کوي . اشاره کوي،چې له ده سره د خلکو بيعت د مسلمينو په خوښه، غوښتنه، بې له څه دباو او په پوره ازادۍ وشو،نه د سقيفې په څېر. بيا يې په ډاګه کړه، چې هغوى به لتاړ شي، چې له تېرې وضع يې د ځان لپاره ګټنه کوله. امام د يو واکمن په توګه، مسلمانانو ته خپل ليد څرګندوي : ((څوک هم د حق ، زړه سوي، احسان او کرم بلنې ته تر ما ړومبى شوى نه دى؛ نو خبره مې واورئ او پر وينا مې ځان پوه کړئ، ژر به د خلافت چار وګورئ، چې تورې به پکې راوکاږل شي او ژمنې ماتېږي،تر دې، چې ځينو مو (طلحه او زبير رضى الله عنها) د بېلاريو مشران او د ناپوهو لاروي کېږي )) امام ،په دې وينا، امت ته هغه ګواښونه بې پردې کړل،چې د امت يوالى ګواښي، چې دا د امانت خورا ښکلې بېلګه ده . او په واقع کې امام د حکومت غصبول رد کړي او وايي : (( خلکو ! خلافت ته هغه وړ دى ،چې پر حکومت کولو کې غښتلى او د خداى پر احکامو ښه پوه وي؛ نو که فتنه مار فتنه اچوي، ترې وغوښتل شي،چې له فتنې دې لاس واخله، که ويې نه منله، بايد ووژل شي . پر ځان مې قسم، که د امام د ټاکنې شرط، د ټولو خلکو شتون وي؛ نو بيخي به دا چار ونشي؛بلکې باصلاحيته وګړي (اهل حل وعقد) دي،چې خليفه ټاکي،چې عمل يې پر نورو مسلمانانو نافذ دى بيا نو نه شته بيعت کوونکي د بيا کتنې حق لري او نه هغوى د بل ټاکنې حق لري،،چې په ټاکنو کې حاضر نه وو )) امام په دې وينا، د واکمنو هغه بيعت ردوي،چې د ولسونو په غيابو کې وشي لکه چې تر ده وړاندې له درې ګونوخلفاوو سره وشو او هم ،چې تر ده روسته له نورو وشو.

امام د ظالمانواو د مسلمانانو د حقوقو د غاصبانو په مخ کې دعدالت غږ اوچتوي؛هماغوى،چې د مسلمانانو شتمنۍ يې خپلوانو ته ورکړې او د بېوزليو او مسلمانانو د حقوقو په لتاړلو يې خپل خپلوان د خلکو د جايدادونو خاوندان کړل . 

حضرت عثمان (رض)،چې کومې ځمکې نورو ته ورکړې وي، امام يې په باب وايي : (( پر خداى،که لوټ شوى بيت المال هر چېرې ومومم ؛نو اصلي خاوند ته به يې ورستون کړم که څۀ هم واده يې پرې کړى وي يا يې مينزي پېرلې وي؛ ځکه په عدالت کې ټولو ته پراخي ده او پر چا چې عدالت ګران پرېوځي؛نو د ظلم زغم خو پرې ډېر سخت وي )) امام له خپلو مخالفينو سره د خبرو اترو ور پرانستى و، چې دا چلن د تېرېدنې او جوړجاړي روحيه راښيي، چې خپل دلايل ووايي امام د ((جمل)) له اصحابو،په ((صفين)) کې له معاويه ،او(( خوارجو))سره دا لار نېولې وه امام، تر ((جمل)) جګړې وړاندې ابن عباس (رض)، زبير(رض) ته ولېږه او ورته يې وويل : (( له [حضرت] طلحه [رض] سره مه ګوره؛ ځکه که و دې ليده؛ نو پوه به شي، چې د سرکښ غويي په څېر یې خپل ښکرونه کاږه کړي، روږد دى، چې سختې چارې اسانې ګڼي؛ خو له [حضرت] زبير بن عوام [رض] سره وګوره، چې نرم خويه دى ورته ووايه، چې د ماما زوى دې وايي : په حجاز کې دې وپېژندم؛ خو په عراق کې رانه منکر شوې ؟! څه وشول، چې له خپلې ژمنې پر شا شوې؟!)) په صفين جګړه کې خپل ياران له کنځلو منع کوي او د مقابل لوري په هکله وايي : ((دا مې ښه نه ایسي، چې کنځونکي یاست؛ خو که کړنې یې ووایئ او حالات یې وریاد کړئ؛ نو د خبرو کولو به مو سمه لار خپله کړې وي او عذر مو منل کېده، د کنځلو پر ځای دا دعا وکړئ: څښتنه! زموږ او د هغوی وینه له تویېدو وساتې او موږ سره پخلا کړې او له بېلارۍ یې سمې لارې ته ورسیخ کړه، چې ناپوهان یې حق وپېژني او هغوی چې له حق سره جګړه کوي، ليپخوره - پښېمانه شي او غاړه ورته کېږدي. )) امام ،معاويه ته په يوليک کې کښلي و ( نهج البلاغه ٣٦مخ ) : ((معاويه ! پرځان مې قسم ، که له عقله کار واخلې او ځاني غوښتنې شا ته کړې؛نو د [حضرت] عثمان د وينې په باب به مې بې ګناه وبولې او پوه به شې،چې ما ترې ځان ګوښه کړى و؛ خو دا چې په تور دا وژنه راپورې وتړې او چې څه ښکاره (او د لمر په څېر ځلېږي) دي په لوى لاس پټ کړې )) او په بل ليک کې ورته کښي : (معاويه!) څه به وکړې، که د دنيا دا ښکلې رنګينې اغوستې جامې دې وايستل شي؟ دنيا په خپلو خوښيو تېر ايستى يې، ځان ته يې رابللی يې او دا بلنه دې منلې؛د هغې امر ته دې غاړه کېښووله،په رښتيا ژر به دې يو خطرناک ډګر ته راوباسي، چې يو ډال به دې یې هم له زيانه ونه ژغوري. معاويه! له دې چار لاس واخله او حساب ته چمتو وسه او هغې پېښې ته تيار وسه، چې درپسې راځي،د ورکلارو خبرو ته غوږ مه ږده! او که داسې دې و نه کړل؛ نو خبروم دې چې غافل يې. داسې سړى يې چې په مېلو چړچو کې ډوب يې، شيطان درلاسبری دى او په مټ دې خپلو هيلو ته رسي او د ساه او وينې په څېر دې په ګرد بدن کې چلېږي. معاويه! له څه وخته د امت مشر او د ملت بولندى يې؟ نه په دين کې ځلانده مخینه لرې او نه په کورنۍ کې لوړ شرافت. پر ریښه دارې دښمنۍ له اخته کېدو خداى ته پناه وړم! او وېروم دې چې د خپلو هيلو په عملي کولو کې هڅاند یې او دننه او دباندې دې يو رنګ نه وي. معاويه! جګړې ته دې رابللى يم، که رښتيا وايې؛ نو خلک پرېږده او دوه په دوه به وجنګېږو او دواړه لښکرې له وژنې وساته، چې پوه شې د کوم يوه پر زړه د ګناه تکه توره پرده خپره ده او غفلت د چا سترګې پټې کړې دي؟ زه ابوالحسن په بدر کې ستا د نيکه، ماما او ورور وژونکى يم ،چې د دوى سرونه مې پرې کړل، نن هماغه توره راسره ده او په هماغه زړه له دښمنانو سره مخامخېږم، نه مې په دين کې بدعت ايښی او نه مې نوى پېغمبر غوره کړى، زه پر هماغه سمه الهي لار يم، چې په خپله خوښه دې پرېښې و او په ناخوښۍ او اکراه دې ومنله! انګېرې چې د (حضرت) عثمان (رض) د وينې بدل واخلې، حال داچې پوهېږې،هغه چا وژلى دى!؟ که رښتيا وايي له هغوى غچ واخله! سکه، زه دې په جګړې کې داسې وينم؛ لکه اوښان چې له درانه باره ځورېږي او ګورم، چې سرتېري دې د تورو په پرله پېیلې ګوزارونو پر ځمکه لوېدلي او په بې صبرۍ مې د خداى کتاب ته رابولي،حال داچې لښکر دې کافر او ژمنماتى بيعت کوونکى دى! بيا ورته کښي : د خداى تر ياد او درود روسته! لکه چې ويلي دې دي، چې موږ يو له بل سره دوستان او خپلوان وه؛ خو پرون زموږ او ستاسې ترمنځ ځکه بېلتون راغى، چې موږ ايمان راووړ او تاسې کافر شوئ او نن موږ په اسلام کې ټينګ پاتې شو او تاسې وازمېیل شوئ. ستاسې اسلام راوړونکيو هله اسلام ته مخه کړه، چې رسول اکرم(ص) ته د عربو مشران تسليم او په ډله کې يې شول . په ليک کې دې کښلي، چې (حضرت) طلحه (رض) او (حضرت) زبېر (رض) دې وژلي او ( حضرت) عايشه (بي بي) دې شړلې او د کوفې او بصرې ترمنځ پروت يې. دا چارې په تا پورې اړه نه لري او لازم نه دي، چې بښنه درنه وغوښتل شي او کښلي دې دي، چې د مهاجرينو او انصارو په ملاتړ به دې جګړې ته درشم. هجرت له هغې ورځې پاى ته ورسېد، چې ورور دې "يزيد" د مکې په سوبه کې اسير شو ؛ نو که له ما سره په ليدو کاتو کې بېړه کوې؛ نو ژر کوه؛ ځکه که لیدو ته دې درشم، دا وړ ده، چې خداى ستا لوري ته درلېږلى يم، چې غچ درنه واخلم که نه راسره مخ شوې، داسې به وي؛ لکه اسدي شاعر چې ويلي: " اوړنۍ سيلۍ سخته لګي او له شګو سره يې په دوړو او ډبرو کې سخت ځپي" (۲) په برياوو کې د پوځي مخينو يادونه:

 هماغه توره راسره ده، چې د بدر په جګړه کې مې پرې ستا نيکه، ماما او ورور ووژل. پر خداى قسم ته ناپوهه او تور زړې يې؛ غوره ده، چې په اړه دې وويل شي، له خپلې بړستنې دې پښې ایستلي او د خطرناک پاڼ پر سر ولاړ يې او نه يوازې دا چې ګټه دې پکې نشته؛ بلکې خورا زيانمن دى؛ ځکه داسې واک لټوې، چې ستا نه وي او داسې رمه څروې، چې د بل ده، داسې منصب او مقام غواړې، چې وړ دې نه دى او له شان سره دې نه ښايي. څومره دې خبرې له کړنو لرې دي! څومره له خپلو کافرو ترونو او ماماګانو سره ورته يې! شقاوت او باطلو چل ولونو، د محمد (ص) د نبوت نټې - انکار ته اړ کړل او لکه چې پوهېږې، د هلاکت په کنده کې ولوېدل، ځان يې له سترې پېښې بچ نشو کړاى او نه يې د خپل حريم دفاع وکړاى شوه؛ ځکه پر وړاندې يې ډګر له تورزنو ډک وه، چې په جګړه کې يې ناغیړي نه کوله.   

د (حضرت) عثمان (رض) د وژنې په اړه دې ډېرې خبرې کړي! لومړى د نورو مسلمانانو په څېر بیعت راسره وکړه بيا یې په اړه پرېکړه رانه وغواړه، چې تا او مسلمانان د قرآن لارښوونو ته اړ باسم؛ خو څه چې غواړې، داسې ده؛ لکه ماشوم چې له تي غوڅوي؛ نو تېرباسي يې. د سلام پر وړو دې سلام وي. خوارجو چې د ((لاحکم الالله )) غږ پورته کړى و،په اړه يې وايي: دا حق جمله ده؛خو مطلب ترې باطل دى. هو! حکم يوازې د خداى دى (لا حکم الا الله)؛ خو دوى وايي، چې امارت بې له خدايه د بل چا لپاره نشته، حال دا چې خلک نېک يا بد چارواکي ته اړين دي، چې مؤمنان د حکومت تر سيوري لاندې پر چارو لګيا وي او کافران هم له خپل ژونده ګټه واخلي. خلک په حکومت او پېینه - نظم کې ژوند وکړي او په حکومت بيت المال راټولېږي او له دښمنانو سره جنګ جګړه هم کېږي . د لارو امن و امان خوندي وي او له زورمټو د مظلومينو حق اخستل کېږي، نېکان سوکاله وي او له بدچارو خوندي وي. په يوه بل روايت کې راغلي، چې د منځګړتوب په اړه يې د خوارجو خبره واورېده؛ نو ويې ويل: ستاسې په باب د خداى حکم ته سترګې پر لار يم ( او همداراز ويې ويل:) د پاکانو په حکومت کې د پرهيزګارانو ښه قدر وي او خپلې دندې ښه ترسره کوي؛ خو د بدچارو په حکومت کې بدچاري د ژوند تر پايه مزې چړچې کوي . هغه شمېر خوارجو،چې امام يې په منځګړتوب کې تېروتى ګاڼه او په دې شرط يې خپل اطاعت غځاو،چې اعتراف وکړي ،چې کافرشوى دى، بيا يې ايمان راوړى دى !!؛نو پر وړاندې يې امام وويل : ((د پېښو کاڼي دې دروورېږي، چې څوک هم درکې پاتې نشي. ايا پر خداى له ايمان راوړو او له رسول اکرم (ص) سره تر جهاد کولو روسته پر خپل کفر شاهدي ورکړم؟ که داسې مې وکړل، بېلارې شوى به يم او له لار موندوونکيو به نه یم. له دې باطلې لارې مخ واړوئ او د تېرو لارې ته وروګرځئ. باخبر! تر ما روسته ډېر ژر پر خوارۍ اخته کېږﺉ او په تېرو تورو به ووهل شی او پر استبداد به اخته شی، چې نورو ظالمانو ته به يو حکومتي دود شي. )) امام علي ،ابن عباس له خوارجو سره خبرو ته لېږلى و، ابن عباس هم داسې پاخه دلايل ورته وويل ،چې څه پلمه ورته پاتې نشوه؛نو ځکه درې زره تنه هم راستانه شول .

په هر حال امام ناچار شو،چې له خوارجو سره له خبرو اترو روسته جګړه وکړي او ښايي جګړه يې يوازې دهغوى د غلطو او ناسمو افکارو او يا دا چې د امام  پر ضد راپاڅېدلي وو، لپاره نه وه؛بلکې پرمسلمانانو يې تيرى کړى و،وينه او مال يې مباح ګڼلى و، بې پتي او بې ناموسي يې وراړولې وه؛نو ځکه دوى په ((مفسدين فی الارض او محاربين)) کې  راځي،چې امام  يې بايد جرړې راوباسي . 

((شورا،عدالت ،مساوات او خبرې اتري )) د امام له برنامو ځنې وو،چې ډېرى مريان، غيرعرب، مواليان په تېره فارسيانو امام ته مخه کړه،ځکه د امام په طرح کې يې خپل آرمانونه وموندل ،چې ورپسې ګرځېدل او په اموي طرح کې يې موندلاى نشول، چې پر نژاد پالنې ولاړ و.

له تېرو څرګندېږي، چې د امام علي د دولت او د اموي دولت ترمنځ ډېر اختلاف او پراخ توپير شته،چې په څو جملو کې يې لنډيز دادى : 

١-- د امام علي دولت، يو متغيير دولت دى، چې د ولسونو د ګټو او زماني واقعيتونو له مخې حرکت کوي،حال دا چې اموي دولت مشخص او ټاکلى چوکاټ لري . ٢-- د امام على دولت، د ولسونو دولت دى ؛خو د معاويه دولت د واکمنو دولت دى . ٣-- د امام دولت د ((عدل)) ،((مساوات)) او ((شورا)) دولت دى ؛خو نور دولتونه دا ځانګړنې نه لري . ٤-- د امام دولت د خبرو اترو او مذاکرې دولت دى؛خو نور دولتونه د خبرو اترو دښمنان دي او مخالفت ورسره کوي .

په ((سني)) طرحه کې ((دولت)) له استبداد سره مل او د فقهاوو د سلطې او د حکامو د سلطې ترمنځ بېلتون دى،چې فقها د واکمنو په چارو کې مداخله نه کوي او مطلق به ورته تسليم وي او دا د اموي اسلام خورا خطرناک اغېز دى، چې پايله يې د مسلمانانو له ژونده د شورا، عدالت او مساوات له منځ تلل دي . 

خو د ((اهل بيتو)) په طرحه کې، شورا مله او دواړه سلطې سره همغږى دي او دلته لازم دي،چې واکمن،فقيه هم وي ، چې بايد له عدالت ، مساوات او ولس سره هم پيوند ولري .

سنى طرحه امت يو ثابت تفکر او له اسلامي دولته ثابتې بېلګې ته اړ باسي،چې دا پوهېدنه له ټبرېزې او اموي ليکې راټوکېدلې او د واکمنو او فقهاوو پر سلطې ولاړه ده او په پايله کې فقها همېش د سياست په دام کې ښکېل او د واکمنو لوبڅي شوي دي . 
اهل سنت د دولت دنښو په ټاکنه کې په څرګنده حيران شوي دي؛دا ځکه ،چې د واکمنو دريځونه، نظريات او کړه وړه يو له بل سره اختلاف لري او همداراز د يو دولت بيخ له بله سره توپير لري؛نو ځکه : 

د حضرت ابوبکر(رض) دولت ،بې د حضرت عمر(رض) له دولته دى . د حضرت عثمان (رض) دولت ، د حضرت عمر(رض) له دولته جلا دى . او د معاويه دولت ،له درې واڼو دولتونو سره توپير لري . خو د امام علي دولت ،بې له دې بېلګې، يوه بېلګه ده او دا چې فقهاوو دا بېلګه سمه ونه پېژنده، دليل يې دا و،چې دوى له اموي اوعباسي چارواکيو سره غاړه غړي وو . د اهل بيتو په ليدلوري کې اسلامي دولت،ځانګړې بڼه نه لري او ثابتې نښې هم نه لري ؛ځکه دا چارې د مجتهد په اجتهاد پورې اړه لري او ښايي د امام خمیني (رح) له لوري د فقيه د ولايت طرحه او په ايران کې يې عملي کول پر همدې مانا وي. اسلامي تفکر د صفين تر پړاو روسته، اموي ليکې پر اسلامي مفکورې اغېز درلود، لکه چې د اهل بيتو ليکه همداسې وه؛ خو د اهل بيتو ليکې وکړاى نشو،چې سمه ښکاره شي، يوازې د عباسيانو په پېر کې، د منصورعباسي په خلافت کې، امام جعفر صادق خورا ښه وځلېده؛خو اموي ليکه هماغسې واکمنه وه او په ظاهري بڼه يې مشروعيت درلود؛نو ځکه اسلامي تفکر د اهلبيتو له ليکې ګټنه و نه کړاى شوه ؛ځکه د شته سياست تر دباو لاندې، څنډې ته کېښوول شوه او پر ځاى يې يوازې اموي ليکه د اسلامي فکر يوازېنى سرچينه شمېرل کېده؛ نو ځکه اسلامي فکر د اموي اسلام پر چورلېزونو اعتماد وکړ او په ټوليز ډول يې د هغه پر مفاهيمو او طرحو وده وکړه .

بېلابېل روايتونه،ددې مفکورې اغېز دي . 

تک رائي (یوازې خپله رایه ورکول او د بل نه منل) تيوري ،ددې مفکورې اغېز دى .

بدترين اغېز يې، بېلابېل روايات دي،چې له مخې يې اموي اسلام جوړ شوى او د همدې رواياتو پر بنسټ اموي او ورپسې واکمنان د مشروعيت په شپول کې رانغاړل شوي او د همدې راوياتو له مخې، فقهي احکام استنباط شوي، چې امت يې نن هم لاروي کوي او اسلامي ټولنې ترې ډېرې ستونزې ليدلي دي او دا روايات د مخالفانو او د نظر د خاوندانو پر وړاندې د يوې وسلې په توګه کارول کېږي،چې ويې ډاروي او د شته ليکې په بهير کې يې حرکت ته اړ کړي  .
د اسلامي مفکوري ستونزه په همدې رواياتو کې رالنډيږي، چې یې پرېنښوه،چې د زمانې په تېرېدو سره وړاندې ولاړه شي او له زمانې جلا نشي .

او دا چې دا مفکوره په استبدادي چاپېريال او له سيالو حرکتونو لرې وپالل شوه؛ نو ځان يې غټ وګاڼه او ارماني حالت يې ونيو او حق يوازې په خپله کړۍ کې ويني؛ هماغه مفکوره، چې ژغورنده ډله يا اهل حق(چې ځان اهل سنت او جماعت نوموي) ترې راټوکېدلې ده. په تاريخ کې ليدل شوي نه دي،چې اهل سنت يا د اموي اسلام استازيو به له نورو ډلو سره خبرې اترې کړې وي او په اصل کې حکومتونو ددې چار مخه نيوه، له دې ځايه ويلاى شو : سني فکر، ازمېښت شوى نه دى،چې څرګند شي، چې څومره له شته وضعيت او واقعيتونو سره اړخ لګوي؛ نو ځکه پکې د تعصب، وچ کلکوالي او استبداد روحيې جړرې ځغلولي دي او دا يوه مهمه نښه ده ،چې له اموي ليکې ورته په ميراث کې پاتې ده .

د الهي حکومت مفکوره هم، دهمدې رواياتو له مخې رادبره شوه او څرګندې ستنې يې وګڼل شوې، چې ددې رواياتو له مخې واکمن سپېڅلي ګڼل کېږي، اطاعت يې واجب بولي، امت يې د هغو لاروۍ، ورپسې لمونځ کولو، ورسره حج او جهاد کولو ته اړاوه، که څه هم  واکمن جنايتکاران وي،تردې ،چې دا طرحه په اهلسنتو کې يو عقیدتي اصل شو. 
دا مفکوره په حکومت کې مشارکت او ګډونوالي نه مني ؛نو ځکه دين او دولت پکې جلا دي او دا يې يوه څرګند نښه ده او په دې توګه واکمنو سياسي قدرت نيولى او دين يې فقهاوو ته ورپرېښى،چې واکمنو ته لاس په نامه ولاړ وو او له امرونو يې سرغړونه کړې نه ده او ددې اطاعت له مخې يې د خپلو اجتهاداتو بنسټ کېښود. 

د واکمنو د بې لاريتوب پر وړاندې يو ډله پيدا شوه او ګروهمنه شو،چې که څوک په سترو ګناهونو يا پر ګناه ټينګار وکړي؛ نو کافر دى او د ظالم واکمن پر ضد په راڅېدو يې عقيده درلوده . فقها ددې ډلو پر وړاندې ودرېدل او ويې وويل : د کبيره ګناهونو کوونکى يا پر ګناه ټينګار کوونکى، کافر نه دى او بيخي د واکمن پر ضد پاڅون نه کېږي او مخالفت يې نه کېږي. په ورو ورو دې خبرو په اسلامي مفکورې کې د يوې عقيدې بڼه خپله کړه،حال دا چې دا خو د واکمنو د انحرافي چارو د دفاع لپاه فتواوى وې . فقهاوو به هغه ته زنديق او ملحد وايه، چې ددې عقیدو او فتواوو مخالفت به يې کاوه، په بدعتيانو کې به يې شمېره، چې بايد مبارزه ورسره وشي او له منځه ولاړ شي او په دې توګه يې واکمنو ته شين څراغ بل کړ،چې خپل مخالفين له منځه يوسي .

او په واقع کې فقهاوو د اسلام لومړيو درېيو پېړيو (چې اسلامي فکر پکې راوټوکېد او قانونيت يې وموند) ته مشروعيت او سپېڅلتوب ورکړ؛ځکه په دې روايت يې ډډه ووهله ،چې :  ((غوره پېړۍ، زما پېړۍ ده، بيا ورپسې پېړۍ او هماغه ،چې په دويمې پېړۍ پسې راځي )) !! 
او په دې توګه ټولو جناياتو،تېريو، بېلاريو، وژنو، زنديتوب، حق لتاړېدو او بې ناموسۍ اوړېدو ته یې د مشروعيت جامې واغوستى او په دې توګه د خلفاوو، امويانو اوعباسيانو زمانې په مبارکو زرينو وختونو کې وګڼل شوې ! 

نو که سني اسلامي مفکوره د حکومتونو په سيوري کې راوټوکېده؛ بېشکه،چې شيعي اسلامي مفکوره، د حکومتونو د ترهګرۍ او زنديتوب په سيوري کې وپالل شو . سني فکر په ډاګه وده وکړه ؛

او شيعي فکر، په پټه . 

نو ځکه سني فکر، حکومت ته په غاړه ايښودو ټينګ شو او شيعي فکر له شته وضع سره د مبارزۍ له مخې پرمخ ولاړ. او په پايله کې سني فکر، د واکمنو اطاعت کاوه او سپېڅلي يې ګڼل او شيعي فکر ورسره مخالفت کاوه او ښېرا يې ورته کولې . سني فکر،هغه روايات راټول کړل،چې د اسلام په لومړيو درېيو پېړيو کې روايت شوي وو او د همدې رواياتو له مخې يې خپله مفکوره رادبره کړه؛حال دا چې شيعي فکر دا روايات رد کړل؛ ځکه ناډاډمنو وګريو روايت کړي وو. سني فکر، د راوي ډاډمنتوب د اخلاقو له مخې د رښتيا او امانت په کړۍ کې را ايسار باله او د راوي نورې کړنې ،سياسي ،ټولنيز او فکري دريځونه يې په پام کې نه نيول؛خو شيعي فکر، د حديث د راوي په باب لازم وګڼل،چې پر رښتيا او امانت سربېره يې دهغه سمه مخېنه، په تقوا متناسب دريځونه او ټول نظريات يې په پام کې ونيول.

نو ځکه، سني فکر ټول هغه حديثي روايات ومنل، چې خوارجو؛نواصبو (د اهل بيتو دښمنانو)ځان پالو،بدعتکارانو او ان هغوى روايت کړي وو، چې له رسول اکرم (ص) سره يې صحبت او ناسته شکمنه وه؛ خو شيعي فکر د حديث د راوي د رد مهم عامل دا وبلل:  له واکمنو لاروي ، له اهل بيتو سره دښمني او د اهلبيتو د دښمنانو ملګرتوب. سني فکر، ډېر روايات، چې په ډاګه له قرآن اوعقل سره مخالف وو، ومنل او سم يې وګڼل؛ځکه راويان يې عادل بلل؛ خو شيعي فکر د روايت سموالى، په دې ګاڼه ،چې له قرآن او عقل سره اړخ ولګوي. 
په سني فکر کې د حديث را اخستو سرچينې؛ اصحاب، تابعين او لارويان يې دي؛خو په شيعي فکر کې اهل بيت دي او بس . 
دا چې سني فکر، سياست او اموي فکر ته غاړه ايښې؛ نو د اجتهاد ور يې تړلى! خو په شيعي فکر کې پرانستى دى او بيخي نه بندېږي. 
د اهلسنتو ديني سازمان، د حکومتونو په ښکېل کې دى،چې راتلونکی او برخليک يې ورسره تړلى دى؛خو د شيعي ديني سازمان، د حکومتونو له منګولو ازاد دى او برخليک يې په خپل لاس کې دى . 

سني فکر، پر درې ګونو خلفاوو او همژمنو يې (لکه سعدبن ابى وقاص،طلحه، زبير اوعبدالرحمان بن عوف رضى الله عنهم ) سربېره پرعايشې ام المؤمنين ،ابن عمر، ابوهرېره، معاويه ،عمرو بن عاص او مغيرة بن شعبه اعتماد کړى، حال دا چې شيعي فکر دوى نه مني او د حديث اخستنه ترې غلطه بولي او يوازې پر امام علي او يولس ګوني ځوځات ( اثنا عشر امامان) يې باور دى او پر دوى سربېره هغه اصحاب،چې له اهل بيتو سره ټينګ ملګرتوب لري او د امام علي پر ليکه ولاړ وو لکه ابوذر، عمار، سلمان، بلال،حذيفه، مقداد او... رضي الله عنهم . په سني فکر کې ،پرهغو اصحابو، تابعينو او لارويانو يې ډاډ وو،چې په اموي او عباسي بهير کې خوځېدل؛ حال دا چې په شيعي فکر کې ،پر هغو کسانو بيخي اعتماد نه کېږي،چې له اهل بيتو سره یې مخالفت کړى وي او يا د اموي اوعباسي واکمنو لارويان وو، که تابعين وو يا غيرې تابعين .

په پايله کې،دا چې سني فکر،اموي ليکې ته ژمن و؛ نو ځکه يې ډېرى هغه ادعاګانې او خيالي پېښې منلي، چې امويانو د امام علي د ليکې د ناوړه ښونې او د شيعه د شکمنولو لپاره رادبره کولې،چې مهمې يې دادي : 
  • د معاويه او اموي کورنۍ تجليل.
  • ابوهرېره د پېغمبر د احاديثو مهم او بنسټيز راوي ګڼل .
  • د ابن سبا د موضوع رادبره کول او په شيعه وو پورې يې ورتړل.
  • تشيع په ايران پورې ورتړل.
  • د اصحابوغټ ښوونه او دبدبه ورکونه .
  • د امام علي د اوچت مقام راټيټول او سپکول .
  • په اصحابو کې د حضرت علي دملګرو بې ارزښتنه ښوول .
  • دوو حديثي کتابونو؛ بخاري او مسلم ته ارزښت ورکول او هغوى سپېڅلي ګڼل .
  • د اصحابو پرعدالت عقیده او سپېڅلي يې ګڼل .
  • په ترتيب څلور ګوني خلفا منل: لومړى ابوبکر(رض) ،بيا عمر(رض)،بيا عثمان (رض) او تر دوى روسته علي ( رض).
  • (( اجماع )) ،دتشريع يوه سرچينه ګڼل .
  • د اهل بيتو د ستر مقام راټيټول .

د معاويه او اموي کورنۍ نمانځنه ،پر کومې شرعې کچې ولاړه نه ده او په باب يې کوم معتبر روايت نشته، د اهل سنتو د فقهاوو او حديثپوهانو په تېره د بخاري د استاد اسحاق بن راهويه په وينا؛ د معاويه په ستاېنه کې يو روايت هم سهي نه دى او ابن حجر هم د بخاري په شرح کې دغسې ويلي دي .

د ابوهرېره موضوع هم د اهلسنتو له سياسي پوهېدنو ځنې ده ؛ځکه بيخي معقول نه ده، چې ابوهرېره د خيبر پر ورځ ايمان راوړي او څرګنده نه ده،چې څه کاره و؛خو بيا هم د رسول اکرم (ص) له خولې دومره ډېر روايات وکړي  .

د ابن سبا پېښه هم، يوه خيالي مساله ده، چې امويانو رادبره کړې ده ځکه د ابن سبا په تاريخي پيدايښت کې شکمني ده او طبري يوازېنى تاريخپوه دى، چې ددې نوم يې اخستى او نورو لکه ذهبي، ابن کثير او ابن خلدون د طبري په استناد ورباندې بحث کړى ،په هرحال د ا بن سباد روايت راوي ،سيف بن عمر دى، چې د اهلسنتو د فقهاوو په نزد، دروغجن دى .

تشيع په فارس پورې تړل،موخه يې دا ده ،چې هويت يې شکمن او په مجوسيانو پورې يې وتړي ! لکه، چې ددې موضوع او بدونکيو هېر کړي،چې فارسيان تورنوي،چې په پټه يې خلک  تشيع ته بلل او مطلب يې د اسلام ځپنه وه؛ خو همدې فارسيانو اسلام ورته هندوستان او اسيا ته ولېږه، اسلامي علوم يې تدوين او نبوي احاديث يې راټول کړل،چې د قوم د درناوي وړ دي  . 

دا چې ځينې اصحاب غټ ښيي، موخه يې دا ده، چې حضرت علي او صحابي ملګري يې ټيټ وښيي .او هم اهل بيت ناڅيزه کړي؛ نو په کوم ځاى کې،چې د امت غوره په ترتيب ابوبکر(رض) ،عمر(رض) او عثمان (رض) وي ، مانا يې دا ده ،چې امام علي او اهل بيت هماغسې مقام ته رسيدلي نه دي او شيعه ،چې کومې لوړې درجې ورته انګېري، سمې نه دي ! او اوس ،چې تر دوى اوچت وګړي شته ؛نو بايد امت ورته مخه کړي او خپلې بېلګې يې کړي او که امت ابوبکر، عمر او عثمان (رضى الله عنهم ) ته مخه کړه؛نو پخپله امويانو ته راښکودل کېږي؛ځکه اموي ليکه د درې ګونو خلفاوو د ليکې غځونه ده او په دې توګه د اصحابو د غټ ښونې موخه څرګندېږي .

سياست، فقها اړکړل، چې تر قرآن روسته ،صحيح بخاري او بيا صحيح مسلم خورا معتبر کتابونه دي؛خو نور کتابونه په شک کې دي؛خو د حديثپوهنې د کچو له مخې او د فقهاوو په ګواهي دا استثنا سمه نه ده او هره پرېکړه ،چې د نورو کتابونو په باب کېږي؛بايد پردې دوو هم پلې شي . 

ولې بخاري او مسلم ته دومره فوق العاده اهميت ورکړاى شوى دى؟ ځکه په دې کتابونو کې د حضرت علي د بې ارزښته ښوولو لپاره ډېر روايات راغلي او د اهل بيتو په باب د يادونې وړ روايات نشته .

د ټولو اصحابو د عدالت له نظريې مطلب دادى،چې ګرد سره اصحاب سپېڅلي، پرهیزګاره، پاکلمني او بېلګې وښيي، چې خود په خوده معاويه او لارويان يې د اصحابو د عدالت په کړۍ کې راشي، بلخوا څوک کوچنى شانته سپکاوى ورته ونه کړاى شي او په دې توګه پر اسلامي نړۍ اموي اسلام برلاسی او محمدي اسلام له ډګره ووځي  .  

دعدالت مساله، له اصحابو پرښتې جوړوي،چې دا له قرآني او ان نبوي متونو سره اړخ نه لګوي؛ځکه په هرځاى کې د پېغمبر په شاوخوا کې د منافقينو د شتون بحث راغلى او پردې سربېره دا خبره بيخي عقل نه مني .

د اهل سنتو فقهاوو، د عدالت نظريه غوره کړه او له مخې يې د حديثوعلم رامنځ ته کړ،چې د ټولو راويانو په هکله يې خوګانې منلې وي؛ خو د پېغمبر د صحابي په باب نه او دا چې څوک ثابت شي،چې په يو ډول يې پېغمبر ليدلى  او يا دا پېغمبر ليدلى؛نو عادل به وي .   
(د فضيلت اوغوراوۍ له پلوه) د څلور ګونو خلفاوو د ترتيب مساله ،څرګنده ده ،چې په سني فکر کې څه اغېز لري او دا نظريه له کتاب او سنتو سره اړخ نه لګوي . 

موخه يې داده،چې امت د خلفا د ليکې لاروۍ ته اړ کړي،چې اموي ليکه ترې هم راټوکېدلې ده . ((اجماع)) د سني فکر مهمه ډډه ده او هدف يې دا دی، چې دهغو ادله وو او متونو خوګانې جبران کړي، چې د اهل سنتو د عقیدو او مفاهېمو ملاتړ کوي؛ نو ځکه د اصحابو غټ ښودنه په تېره د معاويه، د عدالت نظريه، د ابن سبا مساله، د بخاري او مسلم اوچت ښودل او د څلورګوني ترتيب د نظر يې اسناد يوازې او يوازې ((اجماع)) ده اوبس ! اوهمداراز، ټول هغه روايات، چې د امام علي، د يارانو او اهل بيتو يې ارزښت راټيټوي،اهل سنتو ته په (( اجماع)) جوت شوي دي .

شيعي فکر، دا يو اوهام او خيال پلوونه نه مني؛ځکه عقل، تر کتاب او سنتو روسته تشريعي سرچينه بولي او که امام علي او اهل بيتو ته اهميت ورکوي د کتاب او سنتو لاروي يې کړې، نه دا چې له ځانه يې څه ورپسې جوړ کړي وي ، نه په بېلابېلو رواياتو پسې تللي او نه د دروغو په اجماع پسې. د شيعى فکر، اعتماد يوازې پر نص (قرآن يا سنتو) دى ؛خو د سني فکر اعتماد پر(( رجالو)) دى . 

چې دا د سني او شيعه فکر بنسټيز اختلاف دى او راښيي ،چې شيعي فکر له محمدي اسلام سره اړوند او سني فکر له سياست او واکمنو سره اړوند دی . اسلامي خوځښتونه اسلامي خوځښتونو د سني فکر لار نيولې او په دې يې له زمانې سره جګړه پيل کړې،چې په پايله کې د خپلو موخو له عملي کولو نهيلي شوي او د خپلې خوښې اسلامي حکومت يې نه دی جوړ کړى .

هو! اسلامي خوځښتونو، چې له محمدي اسلام خپله لار بېله کړه ؛نو له اموي اسلام ځار شول او د دې اسلام ډالۍ ورته فکري جمود ،بې تحرکي او اختلاف دى . 

اموي اسلام، حکومتونو ته خوځښتونه خوندوره مړى کړه، د ولسونو ډاډ يې ترې واخست او له حقايقو او واقعیاتو يې لرې کړ. هو! سني اسلامي ډلې، هله پرمختګ کړاى شي،چې ځانونه له ((محمدي اسلام )) سره ونښلوي .

Return to the project page "توره او سیاست د اموي اسلام او نبوي اسلام مبارزه".