د وينزويلا د کډوالو بحران

د وينزويلا د کډوالو بحران، کوم چې په امريکاګانو کې د کډوالو تر ټولو ستر ثبت شوی بحران دی، د Hugo Chávez او Nicolás Maduro د ولسمشرۍ پر مهال د بوليويايي اوښتون له امله، له خپل اصلي هېواده د ميليونونه وينزويلايي خلکو کډوالۍ ته ا شاره کوي. دا اوښتون (انقلاب) د  Chávez او وروسته د Maduro له خوا د دې يوه هڅه وه چې يوه کلتوري او سياسي بالادستي جوړه کړي، کوم څه چې په وينزويلا کې په بحران بدل شول. د دې په پايله کې د کډوالو بحران د کيوبايي تبعيد شويو، د سوريې د کډوالو او هغو سره پرتله شول چې د اروپايي کډوالۍ بحران څخه اغېزمن شوي وو. د بوليويا حکومت د هر ډول کډوالۍ بحران رد کړ، او ويې ويل چې ملګري ملتونه او نور هڅه کوي په وينزويلا کې بهرنۍ لاسوهنې توجيه کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

نيوزويک د "بوليويا بې ځايه شوي" د "په پراخه کچه د نېکمرغۍ اوښتون" په توګه تشریح کړل، چېرته چې "اوښتون" د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د وينزويلا د کډوالو د لوړې کچې سره يوه پرتله ده. په ابتدايي ډول، د وينزويلا د لوړې طبقې خلک او پوهان د Chávez د ولسمشرۍ پر مهال کډوال شول، خو د منځنۍ کچې او ښکته کچې وينزويليايانو په هېواد کې د وضعيت په خرابېدو سره له هېواد وتل پيل کړل. دا کډوالي د مغزونو د تېښتې لامل وګرځېده چې په هېواد يې اغېز وکړ، ځکه له هېواده ډېر با سواده او ماهرين خلک کډوال شول. د بحران پر مهال، عموماً له وينزويليايي خلکو څخه د خپل پلرني هېواد د خوشې کولو د هېلې په اړه پوښتل کېدل، او له دېرش سلنه زياتو هغو چې د 2015ز کال د ديسمبر د مياشتې په يوه ټولپوښتنه کې ورڅخه پوښتل شوي وو، وويل، دوی په پام کې لري چې د تل لپاره وينزويلا پرېږدي. په راتلونکي سپتمبر کې دا سلنه نږدې دوه برابره لوړه شوه، ځکه چې د Datincorp په وينا، اوه پنځوس سلنه ځواب ويونکو وويل دوی غواړي چې هېواد پرېږدي. د 2019ز کال تر نيمايي پورې، له څلور ميلیونه څخه زياته وينزويليايان په 1999ز کال کې د انقلاب له پيل راهيسې کډوال شوي وو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ملګرو متلونو وړاندوينه کړې ده چې د 2019ز کال تر پای پورې به د وينزويلا د بحران په اوږدو کې له پنځه میلیونه څخه زيات کډوال ثبت شوي وي، چې دا د ياد هېواد د نفوس له 15% سلنه څخه لوړه کچه ده. د 2018ز کال په وروستيو کې، Brookings انستيتيوت له خوا په شوې يوه مطالعه کې ښودل شوې وه چې د 2019ز کال تر پای پورې به، کډوالي شپږ ميليونه ته ورسېږي – د اټکل تر مخې د وينزويلا د 2017ز کال د نفوس 20% ته، په داسې حال کې چې د 2019 په نيمايي کې د Consultares 21 له خوا په شوې يوه سروی کې اټکل شوی و چې تر تر دې وخته پورې له هېواده شا اوخوا شپږ ميلیونه وينزويليايان تښتېدلي دي، په 2020ز کال کې شوي اټکلونه څرګندوي چې د وينزويليايي کډوالو او مهاجرينو شمېر د شپږميلیونه له شمېر څخه زيات دی، په دې وخت کې، د سوريې له کورنۍ جګړې څخه د کډوالو شمېر هم دومره دی، کومه جګړه چې د وينزويلا د ثبت شوي بحران څخه څو کاله مخکې پيل شوې وه، او هغه مهال په نړۍ کې تر ټولو خرابه بشري ناورين و. د 2022ز کال د اکتوبر تر مياشتې پورې دا اټکلونه تر 7.1 ميليون پورې ورسېدل، چې د هېواد د ټول نفوس له شل سلنو څخه زيات شمېر دی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ناروی د کډوالو شورا؛ د Brookings انستيتيوت او د وينزويلا د کډ،الو د بحران لپاره د امريکايي دولت کميشنر David Smolansky اټکل کړی چې دا بحران په اوسني تاريخ کې د کډوالو له بحرانونو څخه يو هغه دی چې د مرستې لپاره يې ډېره کمه پانګه چمتو کړای شوې ده. [۲۴][۲۵][۲۶]

د R4Vد تازه معلوماتو پر اساس، په وروستيو کلونو کې اټکلاً 7.71 ميلیونه خلک له وينزويلا څخه کډوال شوي دي، چې دا شمېر د Nicolás Maduro واک ته د رسېدو او Chavismo د پياوړتيا له مودې سره برابر دی. د دې کال د مۍ له مياشتې د اګست تر مياشتې، 390000 وينزويلايانو خپل هېواد خوشې کړی دی، لامل يې د ژوند شرايطو څخه ناهيلی توب دی، چې هلته مزد کم، قيمتي زياته، دولتي خدمات کم، او سياسي ځپنه موجوده ده. په هر حال، R4V وړانديز کړی چې شونې ده دا شمېرې تر دې هم ډېرې لوړې وي، ځکه چې په دې شمېر کې هغه کډوال نه دي شامل کړای شوي چې منظم حيثيت نه لري. د دې سازمان د محاسبې طريقه په پناه غوښتنې او په هر هېواد کې د کډوالو په ثبت ولاړه ده، چې شونې ده هغه خلک ځينې و ايستل شي چې په غېر منظمو حالاتو کې دي. د ولسمشريزو ټاکنو له راتګ سره سره، د وينزويلا د اوسېدونکو په منځ کې هيله مندي نه شته. ډيری خلک اندېښنه لري چې د جوړجاړي او درغليو له لارې به Maduro بيا وټاکل شي، او د راتلونکو نورو شپږو کلونو لپاره به په واک کې پاتې شي، سره له دې چې هغه کوم منلی شخص نه دی. په دې سناريو کې، د وينزويلا په نږدې راتلونکي کې به کډوالي په دوامدار ډول روانه وي.[۲۷][۲۸]

تاريخ سمول

د نيوزويک په وينا، د شلمې پېړۍ په اوږدو کې، "وينزويلا د پخوانۍ نړۍ د ظلم او نه زغم څخه د تښتېدونکو کډوالو لپاره يو پناه ځای و". د تيلو د نرخونو له غورځېدو وروسته په 1983 کې، په کمه کچه کډوالي پيل شوه، که څه هم د کډوالۍ مخ پر زياتېدونکې کچه، په ځانګړي ډول د متخصيصنو وتل، د بوليويا له انقلاب وروسته خورا لوړه شوه، د کوم انقلاب مشري چې د وينزويلا ولسمشر Hugo Chávez کوله. د «Andrés Bello Catholic University Economic and Social Research Institute» رئيس Anitza Freitez ويلي دي چې د شاويز د ولسمشرۍ پر مهال کډوالي ډېره روښانه شوه، د کوم اساسي لاملونه چې "د انفرادي پرمختګ شونتياوې او انفرادي خونديتوب" ښيي.[۲۹][۳۰]

ابتدايي کډوالي سمول

په 1998ز کال کې، کله چې Chávez په لومړي ځل وټاکل شو، د 1998  او 1999ز کلونو تر منځ د هغو ويزويلايانو شمېر زيات شو چې په متحده ايالاتو کې پناه ورکړل شوې وه. د بې وزلو لپاره د Chávez  له خوا د نورې پانګې د ځانګړې کولو ژمنې د شتمنو او منځنۍ کچې وينزويلايانو په منځ کې اندېښنې پيدا کړې، د کوم له امله چې د بوليويا د حکومت څخه تښتېدونکو کډوالو لومړۍ څپه پيل شوه. [۳۱][۳۲]

د کډوالې نورې څپې په 2002ز کال کې د وينزويلا د کودتا د هڅې او 2006ز کال کې د شاويز د بيا ټاکل کېدو څخه وروسته منځ ته راغلې. په 2009ز کال کې، اټکل شوی چې له يو ميليون څخه زيات وينزويلايي وګړي له هغه وخته چې هوګو شاويز ولسمشر شوی دی، په لسو کلونو کې کډوال شوي دي. د وينزويلا د مرکزي پوهنتون (UCV) په وينا، د اټکل تر مخې د 1999 او 2014ز کلونو تر منځ موده کې 1.5 وينزويلايان (د ټول هېواد د نفوس له څلورو څخه تر شپږ سلنه پورې) کډوال شوي دي.[۳۳][۳۴][۳۵]

په وينزويلا کې بحران سمول

پوهانو او د سوداګرۍ مشرانو ويلي دي چې د شاويز د ولسمشرۍ د وروستيو کلونو په اوږدو کې او د «نکولس مادورو» د ولسمشرۍ پر مهال له وينزويلا څخه کډوالۍ کې د پام وړ زياتوالی راغی. د وخت په تېرېدو سره، د بحران پر مهال کډوالي په هېښونکي ډول زياته شوه او د کم عايد وينزويلايي وګړي هم پکې شامل شول، هغه خلک چې شاويز ورسره د مرستې ژمنه کړې وه او هغه چې د هېواد په اقتصادي بحران کې يې لوږه تجربه کوله. په لومړيو کې د وينزويلا نارينه وو خپلې مېرمنې، بچيان او عمر خوړلي خپلوان له هېواده د تېښتې پر مهال تر شا پرېښودل، تر څو کار پيدا کړي او بېرته خپل کور ته پيسې واستوي. ميندې او بچيان به وروسته د خپلو کورنيو سره د يوځای کېدو لپاره له وينزويلا وتل، ځکه چې دوی به له بحران سره سخت سترېدل او حوالو به د دوی ورځنۍ اړتياوې نه شوې پوره کولای.  [۳۶][۳۷][۳۸]

د مادورو ټاکل کېدل او د 2014ز کال اعتراضونه سمول

په 2013ز کال کې د مادورو له ټاکل کېدو وروسته، او هغه مهال چې په 2014ز کال کې اعتراضونه سخت شول، له وينزويلا څخه د کډوالۍ کچه هم لوړه شوه. اسوشيټډ پريس راپور وکړی چې د منځنۍ طبقې وينزويلايانو په دې وخت کې په کډوالۍ پيل وکړ، ځکه چې د توکو د کمښت، انفلاسيون او نا ارامۍ له امله بحران لا پسې سخت شو.[۳۹][۴۰]

د 2012 او 2025ز کلونو تر منځ موده کې، د کډوالو شويو وينزويلايانو شمېر تر 2,889 سنله پورې لوړ شو. په 2015ز کال کې، PGA  Group اټکل وکړ چې په ټوليز ډول شا اوخوا 1.8 ميلیونه وينزويلايان کډوال شوي دي. يو کال وروسته، یو اټکل کې وښودل شوه چې له 150000 څخه زيات وينزويلايان کډوال شوي دي؛ هغه پوهان چې کډوال شوي وګړي تر مطالعې لاندې نيسي، کوم کډوال چې نيويارک ټايمز د "ډله ييزې وتنې" په توګه يادوي، ويلي دي چې "دا له يوې لسيزې څخه په زياته موده کې تر ټولو لوړ [شمېر] دی".[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Bullet (په February 23, 2018 باندې). Latin-America's worst-ever refugee crisis: Venezuelans.
    (په March 9, 2018 باندې). Leopoldo López Speaks Out, and Venezuela's Government Cracks Down. The New York Times.
    • "Venezuela's mounting refugee crisis". Financial Times. April 20, 2018. مؤرشف من الأصل في April 12, 2019. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • "Venezuela's exodus: Forced to flee". Al Jazeera. September 15, 2018. مؤرشف من الأصل في September 22, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 15, 2018. Latin America is facing the largest refugee crisis in its history as hundreds of thousands of people flee Venezuela to escape severe economic hardship. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    (په May 17, 2019 باندې). Venezuela's Collapse Is the Worst Outside of War in Decades, Economists Say. The New York Times.
  2. کينډۍ:Bullet (په August 28, 2014 باندې). Venezuela agobiada por la fuga masiva de cerebros.
    (په March 18, 2017 باندې). More desperate college grads flee Venezuela. WPLG.
    (په July 25, 2017 باندې). As Venezuela faces critical week, Colombia prepares for a wave of migrants. The Miami Herald.
    (په September 5, 2017 باندې). A family bereavement brings home Venezuela's crisis. Financial Times.
  3. Canelón-Silva, Agrivalca Ramsenia (2014). "Del Estado Comunicador Al Estado De Los Medios. Catorce Años De Hegemonía Comunicacional En Venezuela". Palabra Clave. University of La Sabana. 17 (4): 1243–78. doi:10.5294/pacla.2014.17.4.11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rory, Carroll (2014). Comandante : Hugo Chavez's Venezuela. Penguin Books: New York. د کتاب پاڼي 182–94. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0143124887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په May 2, 2018 باندې). 화폐경제 무너졌는데…최저임금 인상에 목매는 베네수엘라. 朝鮮日報.
  6. . 'I can't go back': Venezuelans are fleeing their crisis-torn country en masse.
  7. (په September 19, 2018 باندې). Venezuela crisis is 'on the scale of Syria,' UNHCR says.
  8. "Venezuela government denies facing migration crisis". Al Jazeera. September 4, 2018. مؤرشف من الأصل في September 4, 2018. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په November 2, 2016 باندې). Why time is ripe for US to address Venezuela's mess. Christian Science Monitor.
  10. (په August 28, 2014 باندې). Venezuela agobiada por la fuga masiva de cerebros.
  11. (په August 23, 2014 باندې). El 90% de los venezolanos que se van tienen formación universitaria.
  12. (په December 4, 2014 باندې). Venezuela's Oil Industry Exodus Slowing Crude Production: Energy.
  13. (په December 2, 2015 باندې). Venezuela Elections 2015: Why Venezuelans Are Fleeing The Country. International Business Times.
  14. (په September 14, 2016 باندې). Latin America Has a Different Migration Problem. Bloomberg.
  15. (په June 7, 2019 باندې). Refugees and migrants from Venezuela top 4 million: UNHCR and IOM. UNHCR, IOM
  16. (په January 19, 2018 باندې). Gracias a las malas políticas del Gobierno bolivariano, más de 4 millones de venezolanos se han ido del país (encuesta). La Patilla.
  17. (په February 13, 2018 باندې). Venezuela's Misery Fuels Migration on Epic Scale. The Wall Street Journal.
  18. "More than 5m set to flee Venezuela by end of this year". Financial Times. June 19, 2019. مؤرشف من الأصل في November 7, 2020. د لاسرسي‌نېټه June 19, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bahar, Dany; Barrios, Douglas (December 10, 2018). "How many more migrants and refugees can we expect out of Venezuela?". Brookings (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في March 7, 2021. د لاسرسي‌نېټه September 22, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په August 13, 2019 باندې). A nation is vanishing: Has Venezuela lost almost 20 percent of its population?. Miami Herald.
  21. (په September 20, 2019 باندې). Venezuela Exodus Is as Big as Syria's, Yet Got 1.5% of the Aid. Bloomberg.
  22. (په August 28, 2014 باندې). Syrian refugees biggest humanitarian crisis. Middle East Star.
  23. Buschschlüter, Vanessa (2022-10-17). "Venezuela crisis: 7.1m leave country since 2015". BBC News. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Horrors in the Darién Gap should prompt more support for Venezuelans and other refugees and migrants". Norwegian Refugee Council. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 2019-12-09 باندې). Venezuela refugee crisis to become the largest and most underfunded in modern history.
  26. (په 2021-01-03 باندې). "Ha faltado cooperación de internacional con refugiados venezolanos".
  27. "Almost 8 million Venezuelans have been forced to leave their country due to the Maduro regime". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "UNHCR, Situation of Venezuela". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په January 13, 2014 باندې). Number of outgoing Venezuelans on the rise.
  30. (په October 17, 2011 باندې). Venezuelan Diaspora Booms Under Chávez.
  31. (په November 25, 2016 باندې). Hungry Venezuelans Flee in Boats to Escape Economic Collapse. The New York Times.
  32. (په July 16, 2007 باندې). Venezuelans, fleeing Chavez, seek U.S. safety net. Reuters.
  33. (په July 16, 2007 باندې). Venezuelans, fleeing Chavez, seek U.S. safety net. Reuters.
  34. "Dateline migration: International". Migration World Magazine. 30 (4/5): 7–13. 2002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په March 18, 2007 باندې). La historia de una familia que abandonó Venezuela.
  36. (په June 19, 2019 باندې). Venezuelan mothers, children in tow, rush to migrate. Reuters.
  37. (په October 15, 2014 باندې). Economic crisis, political strife drive Venezuela brain-drain. Reuters.
  38. (په November 25, 2016 باندې). Hungry Venezuelans Flee in Boats to Escape Economic Collapse. The New York Times.
  39. "Venezuelan middle class seeks refuge in Miami". USA TODAY (په انګلیسي ژبه کي). Associated Press. March 7, 2014. مؤرشف من الأصل في July 17, 2018. د لاسرسي‌نېټه June 20, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په October 15, 2014 باندې). Economic crisis, political strife drive Venezuela brain-drain. Reuters.
  41. (په 2016-11-25 باندې). Hungry Venezuelans Flee in Boats to Escape Economic Collapse. The New York Times.
  42. (په April 23, 2015 باندې). 1,8 millones de venezolanos han emigrado en 10 años.
  43. (په April 23, 2015 باندې). PGA Group estima que 1,8 millones de venezolanos han emigrado en 10 años. La Nación.
  44. (په November 25, 2016 باندې). Hungry Venezuelans Flee in Boats to Escape Economic Collapse. The New York Times.