د ويانا کانګرس


د ۱۸۱۵-۱۸۱۴ز ويانا کانګرس (فرانسوي: Congrès de Vienne ، جرمني: Wiener Kongress) د فرانسوي سترواک لومړي ناپيليون له ړنګېدلو څخه وروسته د اروپا د سياسي نظم د بيا برابرولو په موخه يو نړيوال سياسي کنفرانس و. دا د اتريش د سياستپوه Klemens von Metternich په مشرتابه د اروپايي دولتونو د استازو يوه ناسته وه، چې د ۱۸۱۴ زله سپټمبر څخه د ۱۸۱۵ ز تر جون پورې په ويانا کې وشوه.

ياد کانګرس يا غونډه د فرانسې د اوښتنيزو (انقلابي) جګړو او ناپيليوني جګړو څخه د راپورته کېدونکو مهمو مساېلو د حل کولو له مخې، اروپا لپاره د اوږد مهاله سولې د پلان چمتو کولو په موخه وه. موخه يوازې د پخوانيو پولو تر لاسه کول نه وه، مګر د اصلي واکونو تر لاسه کول وه، چې په دې د دوی تر منځ توازن رامنځته کړي او په سوله کې پاتې شي. په زيات بنسټيز ډول د کانګرس محافظه کار مشرانو د جمهوريت پالنې او اوښتون مخنيوی يا له مخې لرې کول غوښتل، چې د اروپا پخواني نظام د اساسي قانون نظم يې خراب نسکور کړی دی او ګواښلو ته يې ادامه ورکړې ده. په ناسته کې فرانسې خپلې ټولې وروستۍ تر لاسه کړې سيمې له لاسه ورکړې، په داسې حال کې چې پروس، اتريش او روسيې سترې ځمکنۍ لاسته راوړنې تر لاسه کړې. پروس په لويدیځ کې د المان کوچني دولتونه، د سويډن Pomerania، د Saxony پاچاهۍ ٪۶۰ او د وارسا د پخوانۍ Duchy لويديځه برخه ځان سره يو ځای کړه. اتريش Venice او د شمالي ايټاليا ډېره برخه تر لاسه کړه. روسيې د وارسا د Duchy مرکزي او ختیځه برخه تر لاسه کړه. دې کانګرس د نيدرلينډ نوې پاچاهي (Kingdom of Netherlands) تصويب کړه، چې دا له هغه پخوانۍ اتريشي سيمې څخه يوازې څو مياشتې رامنځته شو، چې په ۱۸۳۰ ز کال کې بلجيم شو.

ورپسې يا نږدې مخینه د ۱۸۱۴ ز کال په می کې د ناپيليوني فرانسې ماتې او غاړه ايښودنه وه، چې ۲۳ کلنه نږدې پرله پسې جګړه يې پای ته ورسوله. له تبعيد څخه د ناپيليون د ناڅاپي راستنېدلو او فرانسه کې د واک بيا پېلولو له امله، د ۱۸۱۵ ز کال له مارچ څخه تر جولای پورې د سلو ورځو (Hundred Days) پر مهال د جګړې د پيلېدلو تر څنګ، خبرو اترو دوام وکړ. د غونډې وروستۍ قانوني لايحه د ۱۸۱۵ ز کال د جون پر ۱۸ مه په واټرلو (Waterloo) کې د خپلې وروستۍ ماتې څخه نهه ورځې مخکې لاسليک شوه.

تاريخپوهانو پر کانګرس باندې نيوکه کړې ده، چې د راپورته کېدونکو ملي او خپلواک (ليبرال) خوځښتونو د مخنيوي لامل شوی دی او دا د دوديزو پاچایانو د ګټې لپاره د غبرګوني (ارتجاعي) خوځښت په توګه ګڼل شوی دی. [۱]

په تخنيکي ډول د ویانا کانګرس په مناسب ډول يو کانګرس ځکه نه و، چې هیڅکله په بشپړه (د ټولو غړو په ګډون) غونډه کې تر سره نه شو. پر ځای يې زياتره بحثونه د نورو استازو له لورې په هيڅ يا ټاکلي ګډون سره، د اطريش، انګليستان، فرانسې، روسيې او ځيني وختونه د پروس سترو ځواکونو تر منځ نارسمي يا مخامخ ناستو کې وشول. له بله پلوه نوموړې غونډه (کانګرس) په تاريخ کې لومړنۍ موکه وه، چې د لويې وچې په کچه ملي استازي په کې د څو پلازمېنو تر منځ زياتره پر پيغامونو باندې د اتکا پر ځای، د تړونونو د جوړولو په موخه سره يو ځای شول. د ويانا مېشت کانګرس په ۱۹۱۴ ز کال کې د لومړۍ نړيوالې جګړې تر پيل پورې د اورپا نړيوال سياست لپاره کارچوکاټ جوړ کړ.

ابتدایي

سمول

په ۱۸۱۴ کې د چاومونټ تړون (Treaty of Chaumont) هغه پرېکړې بيا تصويب کړې، چې وار له مخه شوې وې او ښايي د ۱۸۱۵-۱۸۱۴ ز کال ويانا د خورا مهمې غونډې يا کانګرس له لورې هم ومنل شي. دوی د متحد جرمني رامنځته کول، پر خپلواکو دولتونو باندې د ايټاليا وېش، د هسپانيا د Bourbon پاچایانو بيا رامنځته کول او د هغه سيمې په ګډون د نيدرلينډ پراخول راونغاړل، چې په ۱۸۳۰ ز کال کې معاصر بلجيم شو. د Chaumont تړون د اروپايي اتحاد د بنسټ ډبره شوه، چې د لسيزو لپاره يې د ځواک توازن رامنځته کړ. نور جزوي جوړجاړي وار له مخې د فرانسې او شپږم يووالي (Sixth Coalition) تر منځ د پاريس تړون او Kiel تړون کې وشول، چې د سکندناويا (Scandinavia) اړوند راپورته شوي مسائل يې تر پوښښ لاندې ونيول. د پاريس تړون پرېکړه کړې وه، چې بايد په ويانا کې يوه «عمومي غونډه» وشي او دا ټولو هغو ځواکونو ته په کې بلنې ورکول شي، چې په اوسنۍ جګړه کې ښکېل دي. د غونډې پرانيسته د ۱۸۱۴ ز کال جولای کې ټاکل شوې وه. [۲][۳][۴]

ګډونوال

سمول

کانګرس د رسمي ناستو لکه کاري ډلو او رسمي سياسي دندو له لارې عمل وکړ، که څه هم ډېره برخه يې په نارسمي ډول سالونونو، مېلمستياوو او نڅا ځايونو کې تر سره شوه. [۵]

څلور ستر قدرتونه او بوربن فرانسه

سمول

څلورو سترو قدرتونو وار له مخه د شپږم يووالي هسته جوړه کړې وه. دوی د ناپيليون د ماتې په څنډه کې د شومون (Chaumont) تړون (۱۸۱۴ ز کال مارچ) کې خپل عام دريځ په ګوته کړی و او د خپلې بيارغونې پر مهال يې په Bourbons سره د پاريس تړون (۱۹۱۴ز کال) په اړه خبرې وکړې. [۶]

  • د باندينيو چارو وزير شهزاده Metternich او مرستيال يې (Baron Johann von Wessenberg) د اتريش استازيتوب وکړ. دا چې د کانګرس ناستې په ويانا کې وې، سترواک فرانسس (Francis) له نږدې خبر پاتې شوی و. [۷]
  • د انګليستان استازولي لومړی د هېواد د باندينيو چارو وزير Viscount Castlereagh وکړه او وروسته له هغې چې نوموړی د ۱۸۱۵ ز کال فبروري کې بېرته انګليستان ته ستون شو، د Wellington ديوک (Duke) يې استازيتوب وکړ. [۸]
  • تزار لوموړي اکساندر (Alexander I) د روسيې استازولي اداره کړه، چې په رسمي ډول يې د باندينيو چارو وزير (Count Kalr Robert Nesselrode) له لورې مشري کېده. تزار دوه اصلي موخې لرلې، چې د پولينډ واک تر لاسه او د اروپايي ملتونو سوله یيز ګډ شتون ته پرمختګ ورکړي. نوموړی د ۲۰۱۵ ز کال سپېڅلي تړون (Holy Alliance) په جوړولو بريالی شو، چې د شاهي اصالت او بې دينۍ ضد (Anti-secularism) پر بنسټ و او ياد تړون يې د اوښتون يا جمهوريت پالنې پر وړاندې د هر ډول ګواښ سره د مبارزې لپاره جوړ کړ. [۹]
  • د پروس استازيتوب د شهزاده Karl August von Hardenberg او ديپلومات او پوهWilhelm von Humboldt  له لورې وشو. د پروس پاچا درېيم Frederick William III هم په ويانا کې و، چې د پردې تر شا يې خپله ونډه لوبوله. [۱۰]
  • د پينځم ځواک يعنې فرانسې استازيتوب د دې هېواد د باندينيو چارو وزير Talleyrand او د مختار وزير د Dalberg د Duke له لورې وشو. Talleyrand وار له مخه د فرانسې د څوارلسم لويي په اړه د ۱۸۱۴ ز کال پاريس تړون خبرې اترې کړې وې، که څه هم پاچا پرې باور نه درلود او د برېښنالیک له لارې يې له Metternich سره په پټه خبرې کولې. [۱۱]

د پاريس تړون نور لاسليک

سمول

د پاريس تړون نور لاسليک کوونکي هېوادونه ۱۸۱۴ز کال، دا هېوادونه د Chaumont تړون برخه نه وو، مګر د پاريس تړون کې يې ګډون کړی و:

  • هسپانيه: Pedro Gómez de Labrador د Labrador لومړی مارکس[۱۲]
  • پرتګال، مختار وزيران: د Palmela مخور Pedro de Sousa، د Porto Santo مخور Antonio de Saldanha da Gama او مخور [۱۳][۱۴]Carl Lowenhielm
  • سويډن: مخور [۱۵]Carl Lowenhielm
  • ډنمارک: د باندينيو چارو وزير مخور Niels Rosenkrantz، پاچا څلورم فریدريک (Frederick VI) هم په ويانا کې و. [۱۶]
  • نيدرلينډز: د Clancarty پرټ [هغه اشرافي چې رتبه يې له مارکيس څخه ټيټه وي]، د هالنډ محکمه کې د بریتانيا استازی او بېرون [اشرافي لقب دی] Hans von Gagern. [۱۷][۱۸][۱۹]
  • سويس: هرې سيمې خپل استازی درلود. د جينيوا استازي Charles Pictrt de Rochemont د پام وړ ونډه ولوبوله. [۲۰]
  • د ساردينيا پاچهي: مارکيس [۲۱]Filippo Antonio Asinari di San Marzano
  • د پاپ دولتونه: کارډينل [په رومن کاتوليک کليسا کې له پاپ څخه ښکته رتبه] [۲۲]Ercole Consalvi
  • د مالټا د St.John پوړ: [۲۳][۲۴][۲۵]Fra Antonio Miari, Fra Daniello Berlinghieri and Fra Augusto Viè de Cesarini
  • د جينوا جمهوريت: د جمهوريت سناتور مارکېس [۲۶]Agostino Pareto
  • د Tuscany ستر Dutcy: Neri Corsini
  • د سيسلي پاچهي:  او [۲۷]Fabrizio Ruffo de Castelcicala
  • د المان د مسئلو په اړه:
    • Maximilian Graf von Montgelas
    • Georg Ernst Levin von Wintzingerode
    • او وروسته له بریتانوي شاه Ernst zu Munster. (پاچا درېيم جورج George III په ۱۹۰۶ کې د روم د سپېڅلې سترواکۍ ړنګېدل په رسميت پېژندنه رد کړه او د Duchy of Brunswick-په نوم يې د کورني دولت د چارو پر مخ وړلو په موخه د Hanover ټاکونکې په توګه يو بېله سياسي ډله (staff) ته پاملرنه وکړه، چې د کانګرس د پايلې په توګه د Hanover پاچاهۍ (Kingdom of Hanover) تر رامنځته کېدلو پورې يې دوام وکړ).
    • [۲۸]Leopold von Plessen

په اروپا کې هر دولت په رښتيني ډول ويانا کې استازيتوب درلود. په کانګرس کې له ۲۰۰ څخه د زياتو دولتونو او شاهي جرګو استازيتوب وشو. د دې تر څنګ د ښارونو، سياسي يووالو يا اتحاديو، مذهبي بنسټونو (لکه خانقاه يا صومعه) او د ځانګړو ګټو ډلو استازي هم په کې وو. لکه: يو پلاوی چې د المان د خپرونکو استازولي يې کوله او د کاپي رايټ قانون (copyright law) او د مطبوعاتو د خپلواکۍ غوښتنه يې کوله. د ويانا غونډه يا کانګرس د خپل پراخ وخت تېرۍ لپاره د يادونې وړ و: د يوې مشهورې ټوکې له مخې يې حرکت ونه کړ، نڅا يې وکړه. [۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې

سمول
  1. Olson, James Stuart – Shadle, Robert (1991). Historical dictionary of European imperialism, Greenwood Press, p. 149. ISBN 0-313-26257-8
  2. Artz, Frederick B. (1934). Reaction & Revolution: 1814–1832. p. 110.
  3. Treaty of Paris (1814) Article XXXII
  4. King, David (2008). Vienna 1814: How the Conquerors of Napoleon Made Love, War, and Peace at the Congress of Vienna. Crown Publishing Group. p. 334. ISBN 978-0-307-33716-0.
  5. Rösch, Felix (2020-10-26). "Affect, practice, and change: Dancing world politics at the Congress of Vienna". Cooperation and Conflict (in انګليسي). 56 (2): 123–140. doi:10.1177/0010836720954467. ISSN 0010-8367.
  6. (Nicolson 1946, pp. 118–133)
  7. Henry Kissinger, A World Restored (1957) pp 7–28.
  8. Kissinger, A World Restored (1957) pp 29–36.
  9. Nicolson 1946، م. 158.
  10. Walter M. Simon, "Prince Hardenberg." Review of Politics 18.1 (1956): 88–99. online
  11. Harold E. Blinn, "New Light on Talleyrand at the Congress of Vienna." Pacific Historical Review 4.2 (1935): 143–160. online Archived 2022-10-02 at the Wayback Machine.
  12. Bernard, J.F. (1973). Talleyrand: A Biography. New York: Putnam. p. 371. ISBN 0-399-11022-4.
  13. Treaty between Great Britain and Portugal, January 22, 1815. Vol. 5 George IV. London: His Majesty's Statute and Law Printers. 1824. p. 650.
  14. Freksa, Frederick (1919). A peace congress of intrigue. trans. Harry Hansen (1919). New York: The Century Co. p. 116. the congress of vienna.
  15. Bernard، م. 381.
  16. Zamoyski, Adam (2007). Rites of Peace; the Fall of Napoleon and the Congress of Vienna. HarperCollins Publishers. pp. 297. ISBN 978-0-06-077518-6.: "[...] the Danish plenipotentiary Count Rosenkrantz."
  17. Couvée, D.H.; G. Pikkemaat (1963). 1813–15, ons koninkrijk geboren. Alphen aan den Rijn: N. Samsom nv. pp. 123–124.
  18. "[Castlereagh, during his stay in The Hague, in January 1813] induced the Dutch to leave their interests entirely in British hands" (Nicolson 1946, p. 65).
  19. Nicolson, Harold (1946). The Congress of Vienna; a Study in Allied Unity, 1812–1822. Constable & Company. p. 197.: "Baron von Gagern – one of the two plenipotentiaries for the Netherlands."
  20. Nicolson 1946، م. 195.
  21. Ilari, Virgilio; Shamà, Davide (2008). Dizionario Biografico dell'Armata Sarda. Widerholdt Frères. p. 36. ISBN 978-88-902817-9-2.
  22. Zamoyski, Adam (2007). Rites of Peace; the Fall of Napoleon and the Congress of Vienna. HarperCollins Publishers. p. 257. ISBN 978-0-06-077518-6.: "The Pope's envoy to Vienna, Cardinal Consalvi [...]"
  23. Berlinghieri, Umberto Castagnino (2006). Congresso di Vienna e principio di legittimità: la questione del sovrano militare ordine di San Giovanni gerosolimitano, detto di Malta (in ایټالوي). Vita e Pensiero. ISBN 978-88-343-1422-7.
  24. Cassinis, Giovanni Battista (1862). Parere per l'ordine di San Giovanni di Gerusalemme intorno all'intelligenza ed agli effetti dei decreti del parlamento siciliano del 5 agosto 1848 e del dittatore Garibaldi del 17 e 19 maggio 1860 (in ایټالوي). tipogr. V. Vercellino.
  25. Innocenti, Barbara; Lombardi, Marco; Tourres, Josianne (2020). In viaggio per il Congresso di Vienna: Lettere di Daniello Berlinghieri a Anna Martini con un percorso tra le fonti archivistiche in appendice. Florence: Firenze University Press.
  26. Bernard، م. 409.
  27. "MARESCA, Nicola in "Dizionario Biografico"". www.treccani.it (in ایټالوي). بياځلي په 2021-11-14.
  28. Fritz Apian-Bennewitz: Leopold von Plessen und die Verfassungspolitik der deutschen Kleinstaaten auf dem Wiener Kongress 1814/15. Eutin: Ivens 1933; Hochschulschrift: Rostock, Univ., Diss., 1933
  29. According to King 2008, p. کينډۍ:Page needed, it was Prince de Ligne, an attendee at the conference, who wryly quipped, "the congress does not move forward, it dances". ("Le congrès danse beaucoup, mais il ne marche pas.")
  30. Zamoyski, Adam (2007). Rites of Peace; the Fall of Napoleon and the Congress of Vienna. HarperCollins Publishers. pp. 258, 295. ISBN 978-0-06-077518-6.
  31. King 2008، م. 2.