د ونې پیوندونه

یوند دشکل له مخې زیات ډولونه لري مګر زخه پیوند چې عبارت له T پیوند یا T-Budding ځخه دی او په افغانستان کې زیات مروج دی په ونو کې اجراکیږي.

1. د T-Budding لپاره د Bud تیارول: د نودې له منځ ځخه د زخې پیوند لپاره ښې رسیدلې زخې غوره کیږی او بیا دپیوند دچاکو پواسطه پیوندي زخه تیاریږي هیره دې نه وي چې د زخې د پیوند لپاره چې کومې نودې Buds sticks له ونې ځخه غوځیږي په هغې پسې باید سملاسي دپاڼو تیغې غوځې شي او نودې په لنده بوجۍ کې ونغښتل شي او دا ددې لپاره چې زخې اوبه له لاسه ورنه کړي او وچې نه شي.

2. دزخې پیوندلپاره دنیله بوټی Root stock تیارول: دنیله بوټی په تیارولو کې دنیله بوټي په ښوی ځای کې د ۲.۵ سانتي مترو په اندازه عمودي زخم او د نیله بوټی د ساقې دقطر د ۱/۳ برخې په اندازه چې د عمودي زخم دسر سره وصل وي د افقي زخم جوړول پکاردی او بیا وروسته ټپ (زخم) پوستکی یوې او بلې خواته جداشي . 3. له هغې وروسته بیا دچاقو دځوکې دشاه په واسطه عمودي غوځ شوی پوستکی ډډیژی اوپه احتیاط سره جلا شوې زخه په نوموړي جوړ شوي تکمه شکل زخم کې ځای پرځای کیږي. 4. په نیله بوټي کې د پیوند بوټي زخه له کیښودو وروسته په پلاستیک سره تړل کیږي. زمونږ د هیواد په ځینو سیمو کې چې د وبی لنده هوالری او یاباران په کې اوریږی سرچپه ټي پیوندInverted-T-Budding اجراکیږي.

دپاڼریژو میوؤ دپیوندلو وخت دزخې پیوند (T-budding) لپاره مناسب وخت هغه دي چې کله پوستکی دنیله بوټي او پیوندي بوټی ځخه په اسانۍ سره جلاکیږي. د پاڼریژو میوؤDeciduous fruit لپاره غوره پيوندی نیالګی هغه نیالګی ګڼل کیږي چې په بزغلي کې کرل کیږي . د افغانستان تقریباً په هیځ سیمه کې د جوزا په میاشت کې د پیوندولو وړ نیالګی وړاندې کولای نه شي نو له دې امله دپاڼریژو میوؤ دنیالګی پیوندول دسنبلې د ۱۵ او دمیزان تر ۱۵ پورې پیوند چې د Fall Budding ّپه نوم یادیږی ډیر عمومیت لري.

د مني دزخې پیوند Fall Budding ګټه لري ځکه چې: سمول

• دحرارت درجه نسبتاً معتدله وي او دپیوند دکامیابیدو چانس زیات وي. • Budder یا پیوند کوونکی لپاره وخت زیات وي. • د زخو دځانګوBud stick ساتلو ته ضرورت نه وي. د افغانستان په سرړو سیمولکه وردګ،غزنی،بامیان، پروان اوداسې نورو کې پاڼریژومیوؤ او مغزبابو Nut crops دپیوندولو لپاره ډیرښه وخت د اسد دمیاشتې له نیمایی دسنبلې تر نیمائې پورې ګڼل شویدي. د هیواد په تودو سیمو لکه ننګرهار،لغمان،کندهار،هلمند،فراه،نیمروز اوداسې نورو کې د زخې پيوند لپاره غوره وخت دسنبلې دمیاشتې له نیمايي ځخه د میزان دمیاشتې تر نیمايی پورې ګڼل کیږي. په پورتنیو وختونوکې T-Budding یا ټی پیوند شوو نیالګیو ځوکې له پیوندولو وروسته نه غوځيږي نیالګي او پیوندې زخې تر راتلونکي پسرلي پورې پخوا تر دې چې وده پیل شي په خپل حال پریښودل کیږي. له پیوندولو دوه اونۍ وروسته په سړو سیموکې له پیوندې زخې ځخه پلاستیک سستیږی خو پلاستیک باید بیخي لری نه شي ځکه چې پلاستیک په ژمې کې پیوند شوې زخې له سړو له تاوان ځخه ژغوري. په تودو سیموکې له پیوندولو دوه اونۍ وروسته باید پلاستیک له پیوند شویو زخوځخه لرې شی.نوې پیوندشوې زخې په ژمې کې ویدې پاتې کیږی او بیا په پسرلي کې پخواتر دې چې نوې وده پیل شي پیوندي نیالګي له پیوند ځخه له لسونه تر شلو سانتي مترو لوړغوځیږي او کله چې بیا وده پیل ته نږدې شي نو د زخې له پیوند ځخه یو سانتي متر لوړ ټول پیوندي نیالګي غوځیږي او په دې توګه پیوندي زخه وده کوي. پیوندي نیالګی ته په دویم وده ئیز موسم کې ،لکه د لومړي وده ئیز موسم په ځیر ډیره کلکه پاملرنه کیږي، په نوموړي پاملرنه کې پخپل وخت خړوبول، نایتروجن سره ورکول، دناوړه بوټو کنترول او دحشراتو او ناروغیو مخنیوی شامل دي.

له بوغلي ځخه د پیوندي نیالګیو را ایستل او باغ ته وړل سمول

ښه او غوره پیوندي نیالګي هغه دي چې د دوو کالونو په موده کې په ښه توګه په بزغلي کې تولید شوي وی. په بزغلي کې د پیوندي نیالګیو د ایستلو په وخت کې باید ډیر احتیاط وشي چې د نیالګي ډیرې اصلي او فرعي ریښې په خاوره کې پاتې نه شي باید دایستلو په وخت کې کوښښ وشی چې ریښې ماتې نه شي او تغذیوي ریښې له نیالګي سره یو ځای راویستل شي. له ایستلو وروسته باید ډیره پاملرنه وشي چې د ایستل شوو نیالګیو نیلې وچې نه شي ، دلمر د مستقیمووړانګو سره مخامخ نه شي او تړلو او باغ ته دوړلو په وخت کې ئې ریښې ماتې او زخمي نشي. نیالګي باید په داسې ورځ راونه یستل شي چې ډیر باد لګیږي .ځکه چې باد بیا د ایستل شویو نیالګیو ریښې او نیلې وچوي.

تړلې لیکنې سمول

پیوند کول سمول

پیوند کول