د ونې مارفولوژی

د نبات مورفولوژي (plant morphology)عبارت د هغه علم څخه دی چی د نبات د ظاهري جوړښت يعنی خارجې جوړښت او يا قيافی څخه بحث کوي چې دغه جوړښتونه عبارت دي ريښه، ساقه، ښاخونه، جوانی، پاڼی، ګل ، مېوه او دانې د نبات دي.(۴)

د ونې مارفولوژی
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځانګړې وېشنيزه

ونــــــه(Tree) سمول

غټ لرګين نباتات دي چې ديوي ښې پيژندل شوې تنې( Trunkيا ‌(Bole اوڅرګندتاج درلودونکې وي.دونې لوړوالی عموماً له (۶)متروڅخه زيات وي اودنوعې سره سم تر(۱۲۷)متروپورې رسيږي.دبيلګې په ‌ډول د  Pseudosoga taxifolia ونې لوړوالی په برټش کولمبيا کې(۱۲۷.۱) متره اندازه شوی.اود Sequoia sempervirens  ونې لوړوالی چې په کليفورنياکې موندل شوې،(۱۱۲.۱) متره دی.په هندکې تراوسه پورې دونواعظمي لوړوالی له(۷۵) متروڅخه زيات ندی ثبت شوی.دونودارتفاع دارقاموکره کتنه داڅرګندوي چې مخروطيان دپلن پاڼوپه پرتله ډېرلوړوالی لري دبيلګې په توګه پداسې حال کې چې دلمنځې اعظمي ارتفاع تراوسه پورې (۷۳.۲) متره ثبت شوې،د(Teak ) او(Sal) اعظمي ارتفاع په ترتيب سره(۵۸.۵) او(۵۱.۲) متره موندل شوې ده.دکمربند(Girth) له پلوه هم دکليفورنيا(Sequoia) اوداستراليا (Eucalyptus) ترټولوغټ دي چې دکمربندسايزيې په ترتيب سره (۳۵۷۴) سانتي متره او(۲۴۳۸) سانتي متره دی.دعمرله پلوه هم ونه دواښواوبوټوپه پرتله ډېراوږدعمرلري.دبېلګې په ډول دکليفورنيا Sequoia sempervirens عمرله (۴۰۰۰) کلونو څخه زيات اټکل شوی،په هندکی دلمنځې ونې عمرچې مقطع يې دځنګل په څيړنيزانستيتيوت کې ساتل شوې،(۷۰۴) کلونه موندل شوی.ټولې ونې له تنواوپنډوښاخونوڅخه چارتراش ورکوي پداسې حال کې چې نري ښاخونه اودتنې منځ خالي برخه يې دسون دلرګوپه ډول استعماليږي.(۳)

دونې شکلونه(Shapes of Tree ) سمول

(۱) Columnar:ـ عمده تنه يې سلنډرشکله اوبې له ښاخونوڅخه وي اودساقې په څوکه کې زيات شمېرپاڼې لري.لکه:دخرما ونه کوم چې يوه استوانې ساقه لري اوښاخونه نلري اوپه څوکه کې دزيات شميرپاڼودرلودونکې وي.

(۲)  Deliquescent:ـ عمده تنه يې وروسته له يوڅه ودي څخه په يومناسبه فاصله کې دځمکې څخه اوچتېږي اوپه زيات شمېرښاخونوويشل شوي وي.لکه:ام

(۳) Excurrent:ـ عمده تنه يې په ښاخونوباندې تقسيم شوي وي.تنه يې دقاعدې خواته پلنه اوڅوکې خواته تدريجاً نرۍ شوې وي.زاړه ښاخونه يې غټ٫اوږده اودځمکې سطحې سره نږدې وي اوځوان ښاخونه لنډاودتنې څوکې خواته واقع وي.لکه:ناجواوجلغوزی.(۲)

دونې مارفولوژي:-مارفولوژي دبيالوژي يوه څانګه ده کوم چې دنباتاتودخارجي ساختمان سره سروکارلري چې دونې برخې په لاندې ډول دي.

دونې اجزاوې(Parts of Tree)

دځمکې دسطحې دپاسه((Above The Ground           دځمکې دسطحې دلاندې    ( Below the ground)

¡ـ تاج (The Crown)                                                                        ¡¡¡ـ ريښه ((The Root

¡¡ـ تنه (The Stem)

دونې تاج(Crown of the Tree) سمول

هغه پورتنۍ ښاخ لرونکې برخه کومه چې ديوې ونې دساقي دپاسه واقع وي تاج بلل کېږي.تاج دهغه ښاخونواوپاڼوپواسطه منځته راځي کوم چې دتنې څخه سرچينه اخلي.همدارنګه دونې ټول تاجونه چې سره يوځاي شي دونې چتر(Canopy) مينځته راوړي.

دتاج اندازه اوشکلونه(Shape and Size of the Crown)

دونودتاجونوشکلونه اوجسامت دنوعې اوشرايطو سره سم توپير کوي.خرما اوناريال دبې ښاخه استوانه يې تنوپه څوکه کې دپراخه پاڼوتاجونه لري چې همدا ځانګړتيا دوۍ دنوروځنګلي ونوڅخه جلاکوي کومې چې معمولاً زيات ښاخونه لري.په چيرپاين (Pinus roxburgii)،لمنځه اونورومخروطيانوکې لانديني ښاخونه اوږده وي پداسې حال کې چې پورتني ښاخونه يې په تدريجي توګه لنډوي کوم چې تاج ته مخروطي شکل ورکوي.بل لورې ته دام (Mangifera indica)،بيکاڼه (Azadirachta indica) اونوروتاجونه دشکل له مخې کروي وي.

په Albizzia stipulate  کې تاج پراخه اوپاسنۍ برخه يې پلنه وي پداسې حال کې چېAbies pindrow  کې تاج په کمه يازياته اندازه استوانه يې شکل لري .دخرماوڅخه پرته دنوروونوتاجونه دهغه شرايطوپواسطه چې دوی پکې وده کوي اغيزمن کېږي.په عادي ډول هغه ونې چې له يوبل څخه په ازاده فاصله کې وي لوي ښاخونه اوغټ تاجونه لري پداسې حال کې چې هغه ونې کومې چې په ګڼو ځنګلونوکې وده کوي کوچني ښاخونه اوکوچني تاجونه لري. څرنګه چې دتنې په ښکتنۍ برخه واقع ښاخونه په تدريجي توګه دسيوري له امله له مينځه ځي اوتاجونه دونې دتنې په پورتنۍ برخې پورې محدوديږې.دتاج سايزدتاج په ودې پورې اړه لري کوم چې دتاج داوږدوالي اوسوردزياتوالي څخه عبارت دی .(۳)

۱) خرما (Palm):په پورته برخه کې دپاڼويوه شاخچه لري اوتنه يې بې څانګووي .کله چې يواځې وي په يوځاي کې نودخرمادونې په تاج کې کوم بدلون نه رامنځته کېږي .

۲) باڼس(Bamboo):باڼس يوه تنه اومتناوب دپاڼوسيستم لري تنه يې ښاخونه نه لري اوکله چې وده زياتيږې سلنډري اوګردشکل اختياروي.

۳) غوزه لرونکي(Conifers):دوۍ ښاخونه لري اومختلفې نوعې يې مختلف شکلونه لري.

لکه: نښتر(Fir)ونه چې تاج يې سلنډري شکل اوغېرمعينه اندازه لري .ښاخونه يې دلاندې څخه دپورته خواپورې يوشان اوږدوالی لري همدارنګه ډېرې ونې هګۍ وزمه شکل لري اود(Chir) دونوتاج دپخوالي په وخت کې ګردشکل غوره کوي .

۴ ) دکيکرونه (Acacia nilotica):دکيکرونې تاج چترۍ ډوله شکل لري .دکيکربعضې نوعې هرم ډوله (Fastigate pyramidal) شکل لري.

۵ ) لمنځه(Cedrus deodara):ددې ونې تاج ګرداوهمواروي اوښاخونه يې يوشان اندازه لري.

۶ ) ګل بيد(Clistemon):ددې ونې ښاخونه ځوړندشکل لري.

تاج دلاندې اجزاوڅخه تشکيل دي(Crown consists of)

۱) پاڼې( Leaves):دفوتوسنتيزيس لپاره .

۲ ) Branches ,Limbs ,Twigs:ددې لپاره ترڅودونې پاڼې لمرته څرګندې کړي .

۳ ) Flowers and fruit :ګلان اوميوې دتکثيراوتخم دتوليدلپاره .

General characteristics of Crown

دتاج عمومي خصوصيات سمول

۱ ) په ځوانوونوکې تاجونه معمولاً مخروطي وي مګردوخت په تيريدوسره يې تاج ګردشکل غوره کوي .

۲ ) که چېرته ونه په يوځاي کې يواځې وي اوبله ونه ورسره په خواکې نه وي نوداونه پراخه اولوي تاج درلودونکې وي اوتاج يې پورته طرف ته کموالی کوي .

۳ ) دتاج سايزاوشکل ديوې نوعې څخه بلې نوعې ته مختلف وي اودونې دتاج اندازه يوښه تاثيرلري دونې دتاج په سايزاوشکل باندې .

۴ )داضروري نده چې يوه ونه يوشکل ولري بلکې کولی شي يوه ونه مختلف اشکال ولري لکه دکيکرونه دتاج مختلف شکلونه اواندازه لري.

۵ )همدارنګه ځوړندحالت هم په اکثره ونوکې ليدل کېږي لکه دPolyalthia longifoli په ونه کې .(۵)

دښاخونوطرز(Mode of Branching) سمول

دښاخونوطرزهم دنوعې سره سم توپېرکوي اوپه ځينې وختونوکې دادجينس يافاميل مشخصه وي . په زياتره انواعوکې دښاخونودرامنځته کېدوطرزبې نظمه وي هغه انواع چې متقابلې پاڼې لري ښاخونه هم دمتقابلوجوړوپه ډول منځته راوړي ،که څه هم کله ناکله دايواځې په پاسنيوښاخونوکې دليدنې وړوي ځينې انواع لکه باڼس (Bombax ceiba) اونښتر(Pinus wallichiana)چې متناوبې پاڼې لري ځينې وختونه دحلقوپه شکل ښاخونه منځته راوړي .

هغه زاويه چې ښاخونه يې دتنې سره جوړه وي هم يوځانګړی کرکتردی که څه هم په اکثره حالاتوکې ښاخونه له تنې سره د(۶۰ـــــ۷۰ )پورې زاويه جوړوي خوبياهم په ځينوانواعوکې لکه Populus nigra اوCupressus  semperviirensکې دازاويه د(۲۰ــــــ۳۰)پورې وي .په يوشمېرانواعوکې لکه زړه لمنځه اوDuabanga sormeralioidesکې ښاخونه تقريباً افقي وي پداسې حال کې چې په ځينونوروانواعولکهAnogeissus  pendula ،Terminali myriocarpaاودسرپ کوچني ښاخونه ښکته خواته ځوړندوي .دښاخونوسايزاوشمېرهم دنوعې سره سم توپيرکوي پداسې حال کې چې په ځينوانواعوکې ښاخونه نري اوکوچني وي اوپه نوروکې بياډبل وي ځينې انواع زيات شمېرښاخونه لري پداسې حال کې چې نوريې بيايواځې يوڅوښاخونه لري هرڅومره چې دښاخونوشمېرزيات اوښاخونه ډبل وي په هماغه اندازه لرګی ډېرخنډونه لري اوداپه هغه لرګيوکې چې دګڼواهدافولپاره په کاروړل کېږي لويه نيمګړتياده .(۳)

دښاخونوتقسيم بندی(Division of Branches ) سمول

دښاخونوشمېرپه تنه باندې دښاخونودتقسيم بندۍ څخه عبارت دی .

۱ ) په ځينوانواعوکې يواځې يوڅوښاخونه موجودوي اوداښاخونه په سخت ډول په فرعي برخوويشل شوي وي. لکه Eucalyptus.

۲ ) په ځينوانواعوکې دتاج په برخه کې ډېرزيات ښاخونه وي اوداښاخونه په نوروفرعي ښاخونوويشل شوي وي چې ددې له امله تاج ډېرګڼ شکل غوره کوي لکه شوه (Dalbergia sissoo).

دښاخونودکږېدوقابليت(Flexibility of Branches ) سمول

۱ )ځينې انواع داسې ښاخونه لري چې په هرقسم حالاتوکې په اسانۍ سره تاويږي لکه سپين توت (Morus alba).

۲ )ځينې انواع داسې کلک اوسخت ښاخونه لري چې هيڅ دقات کېدووړتيانه لري لکه پيپل .

۳) دBetula utilis ونه په (۱۱۰۰۰ )فټه ارتفاع کې پيداکېږي اودزړوونودپوستکوڅخه دليکلوپه منظوراستفاده کېږي .(۵)

پاڼه (Leaf) سمول

پاڼه د نبات د يوې مهمې عضوې په صفت په شمار کې راځي او په حيث د ښاخ د جانبي عضوې په صفت پيژندل شوي دي پاڼې په اکثره نباتاتو کې شنې وي او نظر د نبات پورې مربوط خصوصيات کې تېز شين رنګ او يا کم رنګه وي د پاڼې شين رنګ مربوطه په شين رنګه نباتي موادو (کلوروفيل) او د لمر د نور او همدارنګه د نبات ميتابوليک (metabolic) قدرت پورې دی پاڼې په نبات کې د غذا جوړولو د فابريکې په توګه او ټول پاخه مواد د شنو پاڼو په وسيله ترکيب کېږی د خامو طبيعي موادو ترکيب چی هغه په فابريکو کې چې په طبيعي ډول په پاڼه کې وي د ضيايي ترکيب د عمليې پواسطه (photosynthesis) جوړيږي.

پاڼې د خاصو کيمياوي موادو په لرلو (chlorophyll) د نوري انرژۍ د جذب قدرت لري او کولاې شي چی نوري انرژي په کيمياوي انرژي تبديل او حياتي مواد جوړ کړي له همدې امله د نبات د شنو پاڼو موجوديت د نړۍ د حيه موجوداتو د تهيه کوونکې غذا (producers) په توګه معرفي شوي دي د پورته مطالبو په نظر کې نيولو سره ويلاې شو چی مهمه وظيفه د پاڼې د غذا جوړول (Food manufacture) دي او دغه عمليه د پاڼې او هغه ځوانې برخې د نبات چې کلوروفيل لري د ضيايې ترکيب د عملې په واسطه صورت نيسي او همدارنګه د پاڼې نورې وظيفې چې عبارت د نبات د غذايې موادو ساتنه، تبخير (evaporation)، تعرق(transpiration)، تنفس(respiration)  او د کلوروفيلي عملې په اخير کې چې عبارت د کاربونيک غاز جذب او تبديل د هغې په نشايسته او قند او ددې د ترکيب د معدني موادو سره د نور په موجوديت کې او ددې رسول د نبات نورو برخو ته.(۴)


دپاڼې رنګ،سايزاوټکسچر(Texture ,Colour and size of Leaf  ) سمول

رسيدلې پاڼې په عادي توګه شنې وي دپاڼې ددواړوسطحورنګ اکثره وخت سره توپيرلري ښکتنۍ سطحه يې اکثره وخت دپورتنۍ سطحې په پرتله پيکه رنګ لري ځينې وختونه دپاڼې لاندينۍ سطحه دسپين(لکه په Quercus incana کې )يازنګ (Rust) ته ورته (Quercus semicarpifolia ) پشم پواسطه پوښل شوي وي .

ځينې انواع په خپلوځوانوپاڼوکې ځانګړی زړه راښکونکی رنګ لري. دبيلګې په توګه Quercus incana ځوانې پاڼې ګلابي رنګه ياارغواني وي ،Acer caesium ،Shleichara oleosa  پاڼې روښانه سرې ،دام پاڼې نسوارې ،Cassia fistulaپاڼې تيزسورته ورته نسواري رنګ لري په ځينوانواعوکې پاڼې درژيدوترمخه يوحيرانونکی بدلون ګالي چې داډول رنګونه دمني دکمرنګيو په نامه ياديږي اودځنګلدارانوسره مرسته کوي ترڅويوه نوعه له لېرې څخه وپيژني دبيلګې په توګه Lannea coromandelicaپاڼې دغورځيدودمخه زيړې،دAnogeissus latifolia پاڼې توررنګه سرې اودSapium sebiferum پاڼې ښايسته سور،بانجاني اونارنجي رنګونه غوره کوي .همدارنګه ځينې انوع لکه Bishoffia اوElaeocarpus تقريباً په ټولوموسمونوکې ديوڅوڅرګندوسروپاڼو دموجوديت له مخې پيژندل کېږي .

دپاڼې سايزهم په اورښت اونوعې پورې اړه لري ديوې قاعدې په توګه په کم اورښت لرونکوسيموکې دونوپاڼې عموماً کوچنۍ وي پداسې حال کې چې په زيات اورښت لرونکوسيموکې عموماً غټې وي.

په ځينوانواعوکې لکه TeakاوDillenia کې پاڼې عموماً اکثره پاڼوکې دعادې سايزپه پرتله لوي وي.

داکثره مخروطيانوپاڼې ستنوته ورته وي اوهمدالامل دی چې ستن پاڼې بلل کېږي .پداسې حال کې چې  دځينوانواعودپاڼوتکسچرنرم اوغشايې وي په نوروکې بياداسخت اوچرمي وي .دGrewia، Ougeinia ، Anogeissus اونوروپاڼې غشايې اونرمې پاڼې ترغورځيدووروسته نه يواځې په چټکۍ سره تجزيه اوله خاورې سره ګډيږي بلکه دSal اومخروطيانوپه څيرانواعوسختې اوچرمي پاڼوتجزيه هم ګړندۍ کوي کوم چې لدې پرته وي ډېرپه کراره تجزيه کېږي اوپه طبيعي توګه  دنيالګيو دراشنه کېدوپه وړاندې ستونزې منځته راوړي .

دپاڼوغورځيدنه يارژيدنه(Leaf Shedding) سمول

ټولې ونې خپلې زړې پاڼې په منظمه توګه غورځوي اونوې پاڼې منځته راوړي.نوې پاڼې ښايې هغه وخت منځته راشي کله چې پخوانۍ پاڼې لاهم په ونه کې موجودې وي اويا هم ښايې دزړوپاڼوترغورځيدووروسته توليدشي.دنووپاڼوتوليدپه وخت کې دپخوانيوشنوپاڼودشتوالي يا نشتوالي په اساس ونې په پاڼريژواوتل شنوډولونوويشل کېږي:

۱ـ پاڼريژې ونې(Deciduous Trees)

له هغه ونوڅخه عبارت دي کوم چې په عادي توګه دکال په جريان کې دڅه وخت لپاره پاڼې له لاسه ورکوي يا په بل عبارت داونې دټولوپخوانيوپاڼوتررژيدلووروسته نوې پاڼې منځته راوړي اوديوڅه مودې لپاره بې پاڼوپاتې کېږي.هغه موده چې داډول ونې په کې بې پاڼووي دنوعې اوشرايطوله مخې توپيرکوي دبيلګې په ډول په Sal (Shorea robusta) کې نوموړې موده له ۷ څخه تر۱۰ ورځوپورې خوپه Hymenodictyon excelsum کې تر۶ مياشتوپورې دوام کوي.ددې ترڅنګ په عين نوعه کې بيلابيلې ونې دهغوي دحالت له مخې دمختلفومودولپاره بې پاڼوپاتې کېږي.دبيلګې په توګه په هغه سيموکې چې زيات اوپه منظمووقفوسره اورښت ولري دTeak(Tectona grandis) ونه تقريباً شنه وي خوپه وچوسيموکې داتقريباً تر۶ مياشتو پورې بې پاڼووي.Sandalwood(Santalum album) دپورتنۍ قاعدې لپاره يوه استثناده   Sandalwood دکوربه نبات دعادت سره سم تل شين اوياهم پاڼريژي ګرځي. لکه:دپنبې ونه(Bombax ceiba )  ، بيکاڼه(Melia azadirachta ) اوداسې نور...

   


۲ـ تل شنې ونې(Evergreen Trees)

له هغه ونوڅخه عبارت دي کوم چې هيڅکله هم په بشپړه شنې پاڼې له لاسه نه ورکوي اوپخوانۍ پاڼې په کې ترهغه وخته موجودې وي ترڅونوې پاڼې منځته راشي.دنووپاڼودتوليدڅخه وروسته دپخوانيوپاڼوپه دوام په نوعه اوهمداراز په عين نوعه کې په چاپيريال پورې اړه لري دبيلګې په ډول په چيرپاين کې پخوانۍ پاڼې له يوکال اوپينځه مياشتوڅخه تردوه يا درې کلونوپورې دوام کوي خوپه لمنځه کې دپينځه يا شپږکلونولپاره موجودې وي.چيرپاين چې په عادي توګه دتل لپاره شين وي په کموارتفاعاتو کې دلوړې تودوخې له امله پاڼې ريژوي اوپاڼريژي ګرځي.لکه:نښتر(Pinus wallichiana )،صنوبر(Abies pindrow ) اوداسې نور...(۳)

Deciduous and Evergreen Trees Habit

دتل شنواوپاڼه ريژوونوعادات سمول

۱ـ دتل شنوونوپاڼې د(۲ـــ۳) کالوپورې عمرلري خوپه يقيني ډول ديوې نوعې څخه بلې نوعې ته توپير کوي همدارنګه دپاڼې خپرېدل هم دتودوخې،وچوبې اواقليم پورې اړه لري.

۲ـ دChir په ونه کې چې نوې پاڼې رامنځته کېږي زړې پاڼې هم موجودې وي يعنې دزړوپاڼودغورځيدوڅخه مخکې نوې پاڼې رامنځته کېږي داداسې ښکاري چې دChir دونې پاڼې نه غورځيږي همدارنګه دانوعه پاڼريژې ده اوخاصيت يې دتل شنوپه شان دی ځکه چې وړې پاڼې دټوکېدولپاره وخت نيسي ترڅوزړې پاڼې وغورځوي داعادت عموماً درطوبت اوتودوخې پورې اړه لري چې دهنداوبنګله دېش په جنوبي اوشرقي برخوکې وچ موسم يا وخت د Aprilاو March مياشتي دي.

۳ـ په زياتونوعوکې لکه جامن(Syzygium cumini ) هغه پاڼې چې په وړوڅانګوکې وي ددولس مياشتواوياهم ددې څخه دزيات وخت لپاره ددوې پورې ټينګې وي همدارنګه دمنفی تاثيراتوله امله دوۍ پاڼه ريژي پاتې دې کنه دوۍ بايد تل شنې ګرځيدلی وی.

۴ـ دTeak اوCedrela toona ونې په هغې ځايونوکې تل شنې پاتې دي چيرته چې باران وي په داسې ځاې کې چې وچ موسم وي اوباران وجود ونلري دوۍ دنيم کال لپاره بې پاڼو پاتې وي.

۵ـ دمعتدله سيموځنګلونوکې غوزه لرونکې (Conifer)ونې تل شنې پاتې دي مګردپلن پاڼونوعې پاڼريژي وي که څه هم ددواړونوعولپاره باران اوتودوخه يوشان وي.(۵)


تنه (The Stem) سمول

تنه دنبات له هغې اساسي محورڅخه عبارت ده چې زخې اونودې ورڅخه منځته راځي په ونوکې Stem، BoleاوTrunk سره مترادف دي مګرپه ځينې وختونوکې دBole اصطلاح يواځې دونې لاندينۍ برخې لپاره په کار وړل کېږي کوم چې دښاخونودمنځته راتلوترنقطې پورې رسيږي يعنې دصفا اوپاکې تنې سره ورته ده.پاکه تنه دتنې هغه برخه ده کومه چې ښاخونه نه لري.

دتنې شکل اواوږدوالی دنوعې اووده يزوشرايطوسره سم توپيرکوي.ځينې انواع اوږدې اوسيده تنې لري چې دنسبتاً کموښاخونودرلودونکې وي پداسې حال کې چې نورې نوعې بيا کږې اودزياتو ښاخونودرلودونکې تنې لري.تنه په عادي توګه په بېخ کې ډبله يا(پنډه)اودونې په پاسنۍ برخه کې نرۍ وي ديوې کوندې ياديوې ونې دتنې په قطرکې دبېخ څخه پورته خواته کموالی دTapperپه نامه پيژندل کېږي.داکموالی دهوادفشارله امله وي کوم چې دتاج په ښکتنۍ يا۱/۳برخه کې راټوليږي اودتنې لاندې برخوته انتقال مومي چې داوږدوالي په زياتيدوسره زياتيږي ددې فشارداغيزې دلمنځه وړلوپه منظورکوم چې ښايي ونه په بېخ کې ماته کړي،ونه خپل ځان دبېخ په برخه کې کلکوي.

هغه شرايط چې ونه پکې وده کوي دتنې په شکل اواوږدوالي اغيزه کوي.هغه ونې چې په ازاداوهمواروسيموکې اويادغرونوپه موړووده کوي،دهوادفشار له امله عموماً لنډې اوپه څرګنده توګه پورته خواته نرۍ شوې تنې لري.بل پلوته هغه ونې چې په ګڼوځنګلونوکې وده کوي په نسبي ‌ډول اوږده اوکمه يازياته استوانه يي شکله تنه لري.داوږدې استوانه يي شکله تنې مينځته راتګ په ونوکې يوپه زړه پورې خاصيت دی ځکه چې دادونې څخه دترلاسه کېدونکواقتصادي لرګېوحجم زياتوي.په لومړنيومرحلوکې نري ښاخونه عموماً ديونيالګي تقريباً ټوله تنه پوښي مګرکله چې نيالګی د Poleاوونې حالت ته رسيږي لانديني ښاخونه يې غورځيږي چې په پايله کې يې تنه صفاشکل غوره کوي.کله ناکله دژوندپه وروستيوکې دځينې ناوړه شرايطوله امله صفاتنه بېرته کوچني ښاخونه مينځته راوړي چې Epicormicښاخونه (دصفاتنې دپاسه راشنه شوي ښاخونه)بلل کېږي .داهغه ښاخونه دي کوم چې دنامساعده شرايطولکه له حده زياتې رڼا،اويادپاسنۍ برخې له مينځه تګ سره دمخکېدوله امله دونې په تنه يازړوښاخونوباندې موجودوغيرفعالويااتفاقي زخوڅخه دغونچوپه شکل مينځته راځي.داډول ښاخونه دوچکالۍ له امله مينځته راځي اوهمدالامل دی چې په Stagheaded(دونې هغه حالت چې پاسني وچ ښاخونه يې دتاج دشنې برخې څخه پورته خواته وتلي وي)ونوکې زيات موندل کېږي.

ونې په عادي توګه يوه تنه لري مګرځيني وختونه دوۍ دوه ښاخه يا(Forked)شوي وي اوله يوڅخه زيات مرکزي ښاخونه لري.دچارتراشودتوليدله پلوه داپه زړه پورې خاصيت ندی ځکه چې ددوه ښاخه کېدودنقطې څخه ښکته برخه ضايع کېږي اوياهم دکوچني سايزلرګي مينځته راوړي اودطوفاني بادونوپه وخت کې دمرکزي ښاخونوڅخه ديوه دماتيدوويره دتل لپاره موجوده وي.په ځينې انواعوکې لکه Acerocarpus fraxinifolius ، Bombax ceiba،Terminalia myriocarpaاونوروکې دتنې په ښکتنۍ برخه کې دپشتوياديوالونوپه څېرجوړښتونه (Buttress) منځته راځي اوداهغه پړسيدلي جوړښتونه دي کوم چې عموماًدجانبي ريښوله پاسه په عمودي شکل منځته راځي اودتنې بېخ له ريښوسره وصلوي.داعموماًاوږدې اصلي ريښي (Tap root)دنشتوالي له امله کوم چې دسطحي خاورو(دځمکې دسطحې څخه لږڅه لاندې دتيږوموجوديت )اوياهم په غيرحاصلخيزه خاورولاندينيوخاوروکې دخرابي تهويې سره تړاولري دButtress تشکيل ځينې وختونه ترپنځه متروپورې غزيږي اوله همدې امله که چېرته نوموړې Buttressډېرلوي وي دونې لاندينۍ برخه داستفادې څخه اوباسي.دداډول ونوقطعه کونه هم زياتې ستونزې مينځته راوړي ځکه چې قطع بايدد Buttressدتشکيل دنقطې څخه پورته ترسره شي.

په ځينونوروانواعولکه Teakکې دتنې لاندينۍ برخه دشپېلۍ ډوله جوړښتونو(Fluting)په اساس پيژندل کېږي داجوړښتونه له هغه غيرمنظموتاوېدنواوپړسوبونوڅخه عبارت دي کوم چې دبېخ دپړسيدلې برخې څخه لږپورته په تنه باندې منځته راځي.Flutingدقاعدوي برخې په حجم کې دپام وړکموالی منځته راوړي اويوجدي نقص ګڼل کېږي داسې ويل شوي چې FlutingدEpicormic ښاخونو،دحشراتويرغل،نامناسب محيطي شرايط اوياغيرفني رنګړې کوونې سره تړاولري خوبياهم اصلي لامل يې لاتراوسه پيژندل شوی ندی.(۳)

Development of Clean Bole سمول

دصافې تنې پرمختګ

ديوپاک تاج ياBoleلرونکوونودحاصلولولپاره بايدداسې تخم وکرل شي چې ونه يې پاکه اونېغه تنه ولري ترڅويوپاکه تنه لرونکې ونه ترلاسه شي.ونه په يوداسې ځاې کې وکرئ چېرته چې نورنباتات هم وي ترڅودونې لانديني ښاخونه دفوتوسنتيزيس دکمبودله امله وغورځيږي ، څنګه چې سيوری رڼانه پريږدي چې ښاخونوته ورسيږي اولاندې وده وکړي چې غذاوانه خلي اوپه لومړني شکل مري اوله منځه ځي.دتنې په جوړښت اورامنځته کېدوکې په بعضوونوکې دبغل ښاخونه چې په هره اندازه وي انکشاف نه کوي اوواړه ښاخونه زررامنځته کېږي بياغورځيږي اومړه کېږي په هرحال په زياتره نوعوکې دبغل ښاخونه تشکليږي اودزيات وخت لپاره په بله بڼه اوړي مګرم دتاج په برخه کې پورته لدې ښاخونوڅخه داسې وده نه کوي کوم چې داستراحت پواسطه لږشوي وي. هغه تنکي ښاخونه چې دتاج په برخه کې وي ياهم هغه حمايه کونکي ښاخونه قطعه کېږي لکه هغه تنکۍ زخې لرونکي چې په وړه درجه کې وي دغه خواص لري.

پوستکی (Bark)

پوستکی دوه برخې لري.

۱ – خارجې برخه(Outer part)

۲ – داخلي برخه (Inner part)

دپوستکي وظايف( Functions of Bark) سمول

۱ – پوستکی دتودوخې دخرابوحالاتوپه مقابل کې دتنې محافظت کوي که چېرته تودوخه ډېره کمه   وي ياهم ډېره يخني وي په هرحال کې پوستکی ونه اوتنه دخرابيدوڅخه ساتي نوپه همدې ډول ويلی شوچې پوستکی يوپوښ پشان عمل اجراکوي.

۲ – دلوړې تودوخې له امله په استوايې ځنګلونوکې دونې پوستکی نری پاتې کېږي نولدې امله ونې مناسبه اندازه باران ته ضرورت لري چې بايدموجودې وي.

۳ – په Betula utilis ونه کوم چې د(۱۰۰۰۰ـــــ ۱۱۰۰۰ )فټ ارتفاع کې کرل کېږي هواډېره يخه وي اوپوستکی نبات دمړينې څخه ساتي اوددې دپوستکي څخه په پخواوختونوکې دکاغذپه حيث کاراخستل کېده .

۴ – کله چې دتنې په قطرکې زياتوالی راځي دپوستکي قطرهم زياتوالی کوي.

۵ – همدارنګه دپوستکي ډبل والی دلاندې خواڅخه پورته خواته وي چې ډبل والی اوداوبواجزا دپوستکي لپاره يومهم عامل دی کوم چې دونې په اندازه کې رول لري اودهغې ساحې لپاره چې درڼا پواسطه خرابې شوي وي دپام وړدی په پوستکي کې چاودنه هغه وخت صورت نيسي چې لارښونکې قوه کمه وي.

۶ – همدارنګه دپوستکي پټوالی اوکلکوالی په مختلفوطرزونودپلرنۍ حجروله امله واقع کېږي. رنګ اوبوي دپوستکي دنوعې په معلومولوکې کومک کوي اوپلن پاڼې نوعې سخت لرګی(Hard wood) وي پداسې حال کې چې غوزه لرونکې) Conifers)نوعې نرم لرګی(Soft wood)وي.

Epicormic Branch سمول

پدې حالت کې دونې تاج صاف وي مګرهغه ټولې ناڅاپي راښکاره شوي واړه ښاخونه چې په تنه باندې راښکاره کېږي دEpicormic Branch په نامه ياديږي.

که چېرته په يوآبی ځمکه کې مونږشوه وکرواومونږپرې ابياري بنده کړوپه ناڅاپې شکل به دنتيجې سره سم به واړه ښاخونه په تنه Bole))راښکاره شي.که چېرته مونږه درنده رنګړی کونه په وديزحالت که ترسره کړونودغه حالت به پاتې شووونوته يوټکان ورکړي اوپه نتيجه کې به Epicormic Branches توليدکړي.همدارنګه کله چې د۲ـــ۳ کلونوپورې داوبخورسيستم اوياهم اوبه موجودي نه وي اوپه ناڅاپې شکل نباتاتوته اوبه ورکړل شې نوداهم ددې باعث ګرځې چې Epicormic ښاخونه توليدکړي.اوکه چېرته يوی ځمکې ته سره(Fertilizer) نه وي ورکړل شوي اوداول ځل لپاره ورکړشې نوددې سره هم Epicormic Branch توليديږي.

Tapper: هغه تنه چې يوشان ډبلوالې اوسلنډرې شکله تنه ونلري دTapper په نامه ياديږي.په بل عبارت وايوچې د قطرکموالې اودونې دارتفاع زياتوالې دTapperپه نوم ياديږي.اونقصان يې دونې دغورځيدوڅخه وروسته ډېرلرګې ضايع کيږې يعنې هرڅومره چې دتنې نرې کېدل يا هم Tapper زيات وي هغومره به زيات چارتراش ضايع کېږي اودمستقيمې سلنډرې تنې په عوض دTapper تنې درلودونکې ونې دباددفشارپه مقابل کې ډېر کم چانس دغورځيدولري.

دوړوښاخونوغورځيدنه(Twig Shedding )

يوڅوونې په باقاعده شکل خپل واړه ښاخونه دپاڼوسره غورځوې.لکه غوزه لرونکوونوکې Taxodium، Cryptomeria او په ټول Pine ونوکې همدارنګه دپلن پاڼوونو دډلې څخه Emblica يوښه مثال دي.

Buttressed Stem:

هغه تنې چې دمرکزې حصې څخه په مقابله حصه کې دتنې واقع وي اوقاعدې دايروې نه وي.

Reasons for Flutting (Buttressed) Stem: سمول

غيرمنظم شکل دتنې دEpicormic Branches درامينځته کېدوباعث کېږي،دادحشراتوحمله اوجينيټکې خصوصياتوله وجې هم وي.مګرددې هغه يقينې عامل ندې معلوم که څه هم دايوخطرناک عيب دي.کله چې مونږه يوه ونه په مربعې سټه يا تنه بدلوونومونږبه يوه وړه مربعې سټه ترلاسه کړواوزيات لرګې به ضايع کړو.

اغزې(Thorniness) سمول

داديوې نوعې عمومې خصوصيات دي کوم چې وچه ساحه کې کرل کېږي.داهغه وخت اوږده وي کله چې په ځوانوګڼوونوکې وي اوياهم تنکې ښاخونه کې وي مګردپخوالې څخه وروسته قوي اوسخت ګرځې لکه Acacia nilotica  .

معمولاً دايواځې په مرطوب استوائې ځنګلونوکې منشأ لري دانوعې وړې Tap Root لري.هغه ونې چې متاثره شوي وي هغوي اوږدې جانبې ريښې لري اوکوچنې Tap Root لري.اومتاثره شوي نقطې په لوې جانبې ريښوباندې معمولاًعمودې وي.همدارنګه کله چې خاوره جبه زاره وي اوياهم ځينې تيګې اونورغليظ مواد ولري نواصلې ريښه وړه پاتې کېږي اودمتاثره شوي يا Buttressed Stem د رامينځته کېدولامل ګرځې.

خارجي انواع(Exotic Species)

هغه انواع کوم چې دنوروهيوادونو څخه زمونږهيوادته دکرلولپاره راوړل شوي وي اوياهم هغه نوعې کوم چې ديوايکوسيستم څخه بل ايکوسيستم ته راوړل شوي وي دExotic Species پنوم ياديږي.لکه:ـ

۱ـ Pinus nigra-Japan

۲ـ Eucalyptus-Australia

۳ـ Polunia-China

Development Stage of Tree

دونې دانکشاف حالت سمول

دونې دانکشاف حالتونه په لاندې ډول دي:

۱)  -: Seedling Stage

دتخم دټوکېدنې له وخت څخه تريومتر يا ۳ فټ لوړوالي پورې مرحله دSeedling Stage څخه عبارت ده يعنې Sapling Stage ته درسيدوترمخه مرحله.



۲) Sapling Stage:-

دا هم عموماً دځوانۍ مرحله ده اوديومترلوړوالي څخه نيولې ترهغه وخته پورې رسيږي کله چې دنيالګي ښکتنۍ شاخچې وچې شي.دامرحله دمړپوستکي،ميوې اودګلانودنشتوالي اوزياتې عمودې ودې له مخې پيژندل کېږي.


۳) Pole Stage:-

دښکتنيوشاخچودغورځيدنې له وخت څخه نيولې تر هغه وخت پورې دوام کوي کله چې دونې په ارتفاع کې زياتوالی کم اودتاج پراخوالی وليدل شي.

۴) Tree Stage:-

د Pole مرحلې څخه وروسته دودې مرحله د Tree په نوم ياديږي په دې مرحله کې ارتفاعي وده کميږي اودتاج پراخوالی زياتيږي.

کله چې ونه وده کوي په مورفولوژي کې يې يولړبدلونونه منځته راځي.نباتات هرکال پانې ريژوي اونوې پاڼې منځته راوړي.همدارازدوي ترټاکلي عمروروسته ګلان اوتخمونه توليدوي اوله پخوالي وروسته يې غورځوي اويايې تيت کوي.داډول بدلونونه دنبات په ژوندکې مهمې پيښې دي اوددې لپاره چې ديوې مشخصې نوعې په روزنه وپوهيږواړينه ده چې دنوموړې نوعې په غړوکې داډول بدلونونودمطالعې سره سروکار لري   Phenology بلل کېږي. Phenology له هغې علم څخه عبارت دی کوم چې په طبيعي توګه دنبات دژوند په دوران کې دمشخصونوبتي پيښو دښکاره کېدو وخت لکه دپاڼوغورځول اونوروسره اړيکه لري.په ځانګړي توګه هغه پيښې کومې چې دمحيطي فکتورونوپواسطه تراغيزې لاندې راځي.(۵)

ريښه (Root )

ريښه دنبات له هغې برخې څخه عبارت ده کومه چې  له رڼا څخه ليرې په خاوره کې دننه وده کوي اوعموماً دتنې په څيرپاڼې،ګلان ياميوې نه توليدوي.ريښې ونوته په ځمکه کې کلکوالی ورکوي،له خاورې څخه رطوبت جذبوي(کوم چې دمنرالي مالګولرونکی وي)اوپاڼوته يې درسولوپه منظورتنې ته ليږدوي.

دريښوسيستم (The Root System)

A) Form of Roots:-ونې درې قسمه ريښې لري چې په لاندې ډول دي.

۱)  Tap root

هغه لومړنۍ ريښه چې په ځمکه کې ښکته ځي دجنين دراډيکل دمستقيم اوږودوالي څخه رامنځته کېږي اصلي ريښه (Tap Root)بلل کېږي.په ونوکې دادريښودپراخه سيستم اصلي محورتشکيلوي اودتنې دلاندې په عمودي توګه په ځمکه کې ښکته ځي.اصلي ريښه مخروطي شکل لري اوپه خاوره کې ددايمي رطوبت په لوري وده کوي چې ځينې وختونه ډېرزيات اوږودوالی ترلاسه کوي.

۲) Sinker s roots

داريښې هغه وخت منځته راځي کله چې اصلي ريښې له منځه ولاړې شي يا هم خرابې شې.داريښې هم په عمودې ډول په خاوره کې لاندې خواته حرکت کوي اودادهغه خرابوشواصلي ريښوځای نيسې اوداصلي ريښووظيفه سرته رسوي.


۳) Lateral or Horizontal roots

جانبي ريښې هغه ريښې دي کومې چې داصلي ريښوڅخه منځته راځي اوونې ته داستحکام ورکولوپه منظور څنګونوخواته خپريږي.کله چې اصلي ريښه وده کوي جانبي ريښې منځته راوړي کوم چې دښاخونودرلودونکې وي.نوموړې ريښې نورښاخونه توليدوي اوپه پاي کې کوچنۍ ريښې منځته راوړي.دکوچنيوريښوانجامونه دميده ويښتانوپواسطه پوښل شوي وي چې Root hairs بلل کېږي.دا Root hairs دخاوري په ذراتوکې خپريږي او له خاورې څخه رطوبت جذبوي ترڅوتنې اوپاڼوته يې وليږدوي چې هلته ورڅخه دغذاپه جوړيدوکې استفاده کېږي.اصلي ريښه اوجانبي ريښې تر Root hairsپورې دښاخونو په شمول دونې دريښوسيستم منځته راوړي.جانبي ريښې عموماً په هغه ساحه کې محدودشوې وي کوم چې دتاج پواسطه پوښل شوی وي مګرځينې وختونه له هغې هم وړاندې ځي دبيلګې په توګه هغه ونې چې دځنګل په څنډوکې وده کوي جانبي ريښې يې تر ليرې کروندوپورې غزيږي اوهلته په کرل شويونباتاتوناوړه اغيزه کوي. ځينې وختونه ريښې دونودتاجونوله ساحې څخه وړاندې ځي اوښايې په ګڼوځنګلونوکې دنوروونوله ريښوسره پيوندونه مينځته راوړي.

دنيالګيوريښې په چټګۍ سره وده کو ي اوځينې وختونه په مساعدوسيموکې په يوموسم کې تريومترژوروالي پورې وده کوي .څرنګه  چې ريښې په لومړنيومرحلوکې دڅانګوپه پرتله په ډېرې چټکۍ سره وده کوي داناشونې ده چې دريښواوږدوالی دڅانګوداوږدوالي له مخې اټکل کړو.داصلي ريښې ابتدايې انکشاف تريوداسې ژوروالي پورې چېرته چې په خاوره کې رطوبت په کمه يازياته اندازه دايمي وي،نباتات داوړي له وچوبي څخه ژغوري .

ريښې عموماًدخپل انکشاف لپاره ښه تهويه لرونکوخاوروته اړتيالري په همدې اساس دزياتره انواعولکه Sal ريښې دځمکې لاندې اوبودسطحې دلوړوالي له امله وژل کېږي که څه هم دځينې انواعوريښې ښايې ځانونه دتغيرخوړلوشرايطوسره عيارکړي همدارنګه کله چې دخاورې دپاسه دخړې Silt يوه طبقه ځاې پرځاې شي ځينې ونې له مينځه ځي خوځينې نورې يې دتنې دپوښل شوې ساحې څخه نورې ريښې مينځته راوړي اونه مري.

دريښوسستم دژوروالي په اساس ونې په لاندې دوه ډولونوويشل کېږي.(۵) سمول

۱ – سطحي ريښې لرونکې ونې (Shallow-rooted trees)

هغه ونې دي چې دريښوسيستم يې په خاوره کې دومره ژورغزېدلی نه وي اوپه اسانۍ سره دبادپواسطه چپه کېږي داډول ونې سطحي ريښې لري اونه شي کولاې ځان دبادپواسطه له چپه کېدوڅخه وژغوري .

۲ – ژورې ريښې لرونکې ونې (Deep –rooted trees)

هغه ونې دي چې ريښې يې په خاوره کې ترډېرژوروالي پورې غزيږي.داډول ونې اوږده اصلي ريښه اوزياتې جانبي ريښې مينځته راوړي اوپه اسانۍ سره دبادپواسطه چپه کېداي نه شي چې په همدې خاطرورته Wind firmويل کېږي .


اتفاقي ريښې (Adventitious roots)

له هغه ريښوڅخه عبارت دي کومې چې دراډيکل اويادهغې دفرعي برخوپرته دنبات له نوروبرخوڅخه مينځته راځي.په باڼسونوکې داډول ريښې دځمکې لاندې تنې څخه چې رايزوم بلل کېږي مينځته راځي اوله همدې امله ورته اتفاقي ريښې ويل کېږي .داريښې نرۍ وي اوعموماً نه ويشل کېږي همداراز دوهمي پنډوالی پکې نه ليدل کېږي چې دزړوريښوترمړينې وروسته دنوروريښوپواسطه تعويض کېږي.په ونوکې داتفاقي ريښولانديني ډولونه معمول دي .

¡ ـ Prop roots :

Ficus bengalensis له خپلوښاخونوڅخه داسې اتفاقي ريښې مينځته راوړي کومې چې ځمکې ته درسيدوتروخته پورې په هواکې زوړندې پاتې کېږي.داريښې ځمکې ته په رسيدوسره په هغې کې ننوځي اوځان په خاوره کې کلکوي .څرنګه چې داډول ريښې دونوډبلوښاخونوته تکيه ورکوي په همدې اساس ورته پايه ډوله (Prop  ) ريښې ويل کېږي .



¡¡ـ Stilt roots:

داتفاقي ريښوهغه ډول دی کوم چې دځمکې سطحې ته نږدې دونې دسټې څخه راوځي اوونوته داسې شکل ورکوي ګويادالوتونکوButtressپواسطه تقويه شوي وي بيلګې يې درايزوپوراجنس مانګرودی .

¡¡¡ـ Pneumatophores :

تنفسې سوري (Pneumatophores)ميخ ته ورته راوتلي جوړښتونه دي.داډول ريښې په هغه ونوکې موندل کېږي کومې چې په جبه زاروسيموکې وده کوي(لکه HeretieraاوBruguiera)اوداوبولاندې ريښو ته داوړتياورکوي ترڅودضرورت وړاکسيجن لاسته راوړي.(۳)

دريښې وده (Root growth) سمول

دريښې په وده پورې لاندې عوامل مربوط دي:

۱):- ديوې نوعې ريښې دجنيټکې خصوصياتوپه واسطه کنتروليږي.

۲):- دخاوري حالت دريښې په وده باندې تاثيرلري.

۳):-دريښواوږدوالې،دجانبې ريښوخپريدل اوهغه ژوروالي کوم چې دوي دځمکې طرف بايدولري دجنيټکې خواصوپورې اړه لري.

۴):-د شوي په ونه کې ريښې په هغې ځاې کې خپريږي کوم چې دتاج پواسطه پوښل شوي وي.مګرکله چې يوونه په عينې ځاي کې په زراعتي ساحه کې کرل شوي وي نوريښې دهغې ځاي څخه چې دتاج دپوښښ لاندې وي نوروساحوته هم خپريږي.

۵):-په وچوساحوکې ريښې دتاج دپوښښ دساحوڅخه نوروساحوته هم خپريږي ځکه چې دوي دنوروساحوڅخه اوبه جذبوي.کله چې کافي باران وي په يوه ساحه کې نودريښوخپريدل راکميږي.

۶):-کله چې شوه په داسې يوه ساحه کې وکرل شي چې هلته اوبه موجودې وي اوخاوره (۱ـ۲) فټه پورې رطوبت ولري نوپدې حالت کې دريښوسيستم ژورنه پاتې کېږي اودسطحي ريښوسيستم مينځته راوړي.نوونې په داقسم حالاتو کې دتيزوبادونوفشارنشي زغملی.

۷):- کله چې داوبخورسيستم سطحي وي نودريښوسيستم هم سطحي رامينځته کېږي.مګرکله چې په ژورشکل داوبخورسيستم موجودوي اواوبه دخاورې لاندينيوذراتوته ورسيږي نومعمولاً ژوردريښوسيستم په کې انکشاف کوي.

۸):- کله چې ونه په داسې يوځاې کې وکرل شي چې دعمراونوعې يوشان والی په کې په نظرکې نيول شوی وي نوپدې حالت کې دونوترمينځ دتاج اوريښودسيستم په پرمختګ کې رقابت اوسيالي کوي.خودارنګه ونې دقوي بادونوفشارنشي زغملی ځکه چې دپوره خاورې دنه موجوديت له امله ددوۍ ريښوسطحې سيستم رامينځته کړی وي.خوکه چېرته همدانوعه يواځې په يوځاې کې وکرل شي نودابه يوپراخه تاج اوژوردريښوسيستم ولري اودقوي بادونوپه مقابل کې به مقاومت ولري.

په ريښوکې موسمې بدلونونه(Seasonal Changes in Roots) سمول

دموسمي بادونوپه وخت کې دTeak ځوانه ونه دخپلووړوريښوپواسطه ډېرزيات اوښه جذب کوي .په پورتنيوطبقودخاورکې په وچ موسم کې په ډېرپراخه ډول مري.اوکله چې هم پدې حصه کې دوۍ عوض شي نودوۍ په لاندينيوطبقوکې ژورپرمختګ کوي کوم چې مناسبه هوا برابروي چې داپه ام ياMangoونه کې پيداکېږي .(۵)

مايکوريزا(Mycorrhiza ) سمول

دونوپه يوشمېرانواعوکې دکوچنيوريښوکوچني انجامونه کوم چې دRoot capشاته واقع وي ددې پرځاې چې دRoot hairsپواسطه وپوښل شي دخاورې دځانګړوغېرپتوجني فنګسونوتريرغل لاندې راځي اوديوډول مرکبوجوړښتودتشکيل سبب ګرځي.کوم چې نه ريښې اونه هم فنګسونه وي  .داډول مرکب جوړښتونه يادفنګسونوتريرغل لاندې راغلې کوچنۍ ريښې مايکوريزا(جمع يې Mycorrhizae) بلل کېږي نوويلی شوچې مايکوريزادتغيرخوړلو کوچنيوريښواوفنګسي انساجوديوځاې کېدوڅخه درامينځ ته شوي جوړښت په توګه پيژندل کېږي .

دمايکوريزاډولونه (Types of Mycorrhiza) سمول

مايکوريزاپه عمومي توګه په لاندې ډولونوويشل کېږي :

۱-Ectotrophic :

په دې حالت کې فنګس عموماً په Basidiomycetes پورې اړه لري کوم چې دريښودپاسه يوقشرمنځته  راوړي اوهايفاوې يې له قشرڅخه راوځي.فنګس کارټيکس ته ننوځي اوله دې لارې خپلوهايفاوته دحجروترمينځ خاليګاوکې دودې کولوزمينه برابروي.

۲- Endotrophic :

په دې ډول مايکوريزاکې فنګس عموماً په Phycomycetes پورې اړه لري.دوۍ دانفرادي هايفاوپه شکل دريښوپه سطحه موجودې وي اوکارټيکس حجروته نفوذکوي چې له امله يې ځينې وختونه حجرې دمريوشکل غوره کوي.

۳- Ectendotrophic:

په دې حالت کې پورته يادشوي دواړه ډولونه اخته کېدنه سره يوځاې کېږي.يعنې هغه حالت چېرته چې ځانګړی ايکټوټرافيک حالت په حجره کې دننه دهايفاودنفوذ(انډوټرافيک حالت ) سره يوځاې شي.

هغه ونې چې مايکوريزاپه کې موندل کېږي په لاندې ډول دي: سمول

Pinus،Abies،Picea،Cedrus،Cupressus،Taxus،Populus،Aurocaria،Salix،Eucalyptusاو Podocarpus.

دريښوناجيولونه (Root Nodules)

دزيات شمېرنباتاتواوونوريښې کوچني ناجيولونه(غوټې)لري کومې چې زيات شمېرسره درايزوبيم بکتريالري.په خاوره کې موجودې داډول بکترياوې دبکترياوي فلامنټ په شکل د Root Hairs له لارې ريښوته ننوځي.ترننوتلووروسته فلامنټ په چټکۍ سره ښاخونه منځته راوړي اوداخلي کارټيکس ته ننوځي چېرته چې دادفعال حجروي ويش له لارې دناجيولونودتشکيل سبب کېږي.نوموړي ناجيولونه دشکل اوسايزله مخې زيات توپېرکوي.هغه بکترياچې دريښې په ناجيول کې ژوندکوي(نه هغه چې په خاوره کې موجودوي)دنايتريتونوپه شکل دهوادازادنايتروجن په نصب کې مرسته کوي.نبات دهمدې نايتريتونوڅخه استفاده کوي اوپه بدل کې بکترياته کاربوهايدريتونه برابروي.په دې ډول يوه دوه اړخيزه ګټوره اړيکه منځته راځي چې ګډژوند(Symbiosis)بلل کېږي.

دريښوناجيولونه دتقريباً(۸) فاميلونه په تقريباً(۶۵)انواعوکې موندل کېږي.ډېره عامه يې دليګيوم کورنۍ په Dalbergia،Bauhinia،Acacia.Albizzia.Erythrina،Tephrosia،CarotolariaاوLeucaena کې موندل کېږي خوپه Cassia tora کې نه ليدل کېږي.درايزوبيم پرته نورې بکترياوې هم شته کوم چې کولای شي نايتروجن نصب اوناجيولونه منځته راوړي.

دګلانوتوليد(Production of Flowers) سمول

ټولې ونې ګلان توليدوي.په ونوکې دګل کولودپيل عمردنوعې يادهغې دحالت له مخې توپيرکوي.ونې عموماًهغه وخت ګلان توليدوي کله چې عمودې وده تکميليدوته نژدې شي خويولړاستثناوې هم شته دبيلګې په توګه Sissoo په عادي ډول د(۳ـــ۴) کلونوپه عمرکې دګلانوپه توليدپيل کوي اوپه ځينې وختونوکې  Teak د(۱ــ۲)کلونوپه عمرکې ګلان توليدوي.دونوحالت هم دګلانوپه توليداغيزه کوي په ازادوساحوکې زياتره ونې دګڼوځنګلونودونوپه پرتله دعمرپه لومړيوکې ګلان توليدوي.

دونوګل توليدونه دداخلي اوخارجي فکتورونوتراغيزې لاندې راځي.داخلي فکتورونه په خپله په ونه کې ديولړشرايطوسره اړيکي لري لکه دځانګړوهورمونونو يا  Florigin منځته راتګ اوپه زيات غلظت سره کاربوهايدريتونوشتوالی.

خارجي فکتورونه په محيطې شرايطوپورې اړه لري چې ترټولومهم يې رڼااوتودوخه ده.دتودوخې اورڼاپه زړه پورې شرايط ضيايې ترکيب چټکوي اودکاربوهايدريتونو توليدزياتوي کوم چې دګلانودزياتوالي لامل ګرځي.دTeak په اړه ترسره شوې مشاهدې دا څرګندوي چې دتاج په هغه برخه کې کومه چې دسېوري لاندې وي،ګلان نه توليديږي.په هغه صورت کې چې ونې جسمي طريقوپواسطه توليدشوي وي داسې راپورورکړل شوی چې دګلانوتوليددريښودشاخه برۍ،دتنې شاوخوادتاريافلزي پټۍ تړل اوپه افقي حالت کې دښاخونودروزنې پواسطه هڅول کېږي.ديوې عمومې قاعدې په توګه ويلی شوچې داسې يوکړنلاره کومه چې دودې اوښکته خواته دغذايي موادودانتقال مخه نيسي اويا يې بندوي،دګلانووختي توليدته لاره هواروي مګرداقاعده دتخم څخه ترلاسه شووونولپاره صدق نه کوي.ناروغه ونې ژرله منځه ځي اوځينې وختونه دخپلې نوعې دزياتوالي په منظورديوې وروستۍ هڅې په توګه په زياته اندازه ګلان اوتخمونه توليدوي.(۳)

Periodicity

دباڼس(Bamboo ) اوStrobilanthus ونې دزياتوکلونولپاره ګلان نه توليدوي.په ناڅاپي شکل ونې په ګل کولوشروع کوي اودګلانودتوليدڅخه وروسته دوۍ مري.ددې څخه چې کوم نوی نبات کرل کېږي دېته Periodicity وايي.

مثلاً:- فرض کړۍ چې باڼس ونې دهندڅخه تربنګله دېش پورې کرل شوي دې دوۍ دزياتوکلونوپورې ګلان توليدنه کړه او(۲۰ــ۳۰ـ۶۰ )کلونوڅخه وروسته دوۍ دګلانوپه توليدشروع وکړه.دهندڅخه دبنګله ديش په لورې دعمرتفاوت څخه پرته دوۍ ټول په يوصف اوقطارکې ګلان موجودوو.په هر حال چې عمراواندازه يې هرڅه وي خوټولوونوګلان توليدکړل اودګلانودتوليدڅخه وروسته ټول نباتات له مينځه ولاړل اويا هم مړه شول.اودوباره نوې نباتات لاسته راغلل اوحاصل شول.اودغه دګل کونه په هيڅ يوميتوداوطريقې سره نه ودريږي اومختلفې نوعې مختلف دګل کولودوران لري.

۱:Bambusa polymorpha- د۶۰ کلونو څخه وروسته ګلان توليدوي.

۲:ـ Bambusa arundinata ونه د(۳۰ـــ۴۰ ) کلونو څخه وروسته ګلان توليدوي.

۳:- Strobilanthus ونه د(۱۲)کلونو څخه وروسته ګلان توليدوي.

څنګه کولاي شوګل اوتخم کول وهڅوو(How to Induce Flowers and Stimulation of Flowering and Seedling) سمول

ونه دفوتوسنتيزيس دعمليې دسرته رسولوپه نتيجه کې غذاتوليدوي.اوددوۍ غذا(C،H،O ) جوړوي اوونه د(C،H،O ) ځينې برخې دفزيالوژيکي وظايفولپاره،يوڅه برخه دوۍ دګلانودتوليدلپاره اودتخمونودتوليدلپاره په مصرف رسوي.په مناسبه اندازه د(C،H،O ) اوغذاتيارول دتاج پورتنۍ برخې اندازه متکې کوي اودزيات( C،H،O )په نتيجه کې دتاج اندازه غټوي.اوتاج د (C،H،O) په لږه اندازه اوبرخه کې وړوکې پاتې کېږي اويا هم د (C،H،O) په کم توليداوزيات مصرف سره دودې لپاره مشکل جوړوي.اوپه دې سره ګلان اوتخمونه هم نه راشنه کېږي.اوکله چې تاج غټ شکل ولري نوزياته اندازه (C،H،O ) توليدوي کوم چې دګلانواوتخمونودتوليدلپاره کافې وي اوهمدارنګه دودې اوبقالپاره هم پريمانه وي.که چېري غواړې چې ګل کول په ونوکې تحريک کړي نودونې وده بايدکنترول شي.څرنګه چې مونږپوهيږوچې وده په ريښواوتنه کې صورت نيسې نوټول غذايې مواددتاج پواسطه تياريږي اودريښواوتنې پواسطه په مصرف رسيږي.نوددې وجې ګلان اوتخمونه نه رامينځته کېږي.ددې مشکل په رامينځته کېدوسره که مونږدپوستکي کومه کړۍ قطع کړونودغذايې موادوانتقال دتاج څخه ريښوته به ودريږي اويا به هم توقف شي.پدې حالت کې به ==ګلان اوتخمونه لاسته رانه وړي مګرم ونه به هم له مينځه ولاړه شي.

۱:ـGirdling Method

دحلقي ياکړۍ په شکل دونې دتنې څخه دپوستکي لري کول د Girdling په نوم ياديږي.

۲:ـ ًRoot Pruning

که چېرته مونږديوې ونې دريښودسيستم شاخه بري وکړودريښووده به يې ودريږي اونور به دوام ونه مومې.هغه کوم موادچې دتاج پواسطه جوړشوي وي هغه په پاڼوکې پاتې کېږي کوم چې دګلانواوتخمونودرامينځته کېدوباعث ګرځي خوپدې حالت کې نبات له مينځه ځي اومري ځکه چې دريښودبرخونسبت يوشان نه پاتې کېږي.

۳:ـ Tighting a Wire

که چېرته مونږيوپړۍ اوياهم يوسيم دونې دتنې څخه ګردچاپيره وتړودابه هم دغذاتوليد دتاج څخه ريښوته راکم کړي لکه څنګه چې تخمونه وروسته په ګلانو بدليږي.


۴:ـ Tying a Knot

که چېرته مونږ يو ځوان وده کوونکې نبات په يوبنداش سره کلک وتړونوپدې سره به هم ونه زيات ګلان زرتوليدکړي چې پدې سره ونه له مينځه ځي اوياهم مري.

۵:- Changing The Position of Branches

معمولاًښاخونه د(۴۵ــ۵۰) درجوپه اندازه په تنه باندې واقع وي که چېرته مونږداښاخونه قات کړونودوې دځمکې دسطحې څخه موازي شکل غوره کوي کوم چې دزياتوګلانواوتخمونودتوليدسبب ګرځي.

۶:ـ Grafting

پيوند هم ددې باعث ګرځي چې لږمواددنيله بوټي څخه پيوندبوټې ته دزايلم اوفلويم انساجودجدايې ياهم دصحيح وصل دنه موجوديت په اساس حرکت وکړي.

۷:- By Thinning

که چېرته مونږيوه ساحه رنګړي کړونوپدغه ساحه کې داوبو،رڼا،غذايې موادواوخاورې ترمينځ رقابت ياهم جذب ديوبل سره کم وي چې په نتيجه کې زيات( C،H،O)توليديږي چې پدې سره ګلان اوتخمونه رامينځ ته کېږي اوياهم توليديږي.

۸:ـ‌By Addition of Fertilizers

دوه لاملونودي چې نايتروجن خاوري ته اضافه کېږي. سمول

A: - که چېرته داسې يوې خاوري ته نايتروجن اضافه شي چې د نايتروجن دموجوديت له امله ډېره ضعيفه اوغريبه وي.نوهغه نبات چې په خاوره کې کرل شوي وي په تخم کولوشروع کوي.

B:-که چېرته ډېرمقدار نايتروجن يوي خاوري ته ورکړل شي کوم چې د نايتروجن دموجوديت دکموالي سره مخ وي.نوپدې حالت کې به يوه قوي وده يزه وده رامينځته شي.نوځکه دازمونږپه ځنګلې سيموکې ډېره مفيده ده چې استعمال شي ځکه دوې د نايتروجن دقلت سره مخامخ دي.


۹:ـ By Abnormal Tree

کله چې يوه ونه ناروغه شي نوکمزورې کېږي چې په نتيجه کې ګلان اوتخمونه توليديږي. اوهمدارنګه کله چې يوونه زخمي شي اوياهم دحشراتوپواسطه دحملي لاندې راشي نوبياهم دوې ګلان اوتخمونه توليدوي.مګرم هغه تخمونه چې دونې دغيرنورمال حالت پواسطه لاسته راغلي دي دمتاثره(Stress Seed) تخمونوپه نوم ياديږي.دغه ميتودددې وړتيا نه لري چې په ګل کولو شروع وکړي.(۵)

استراحت(Dormancy) سمول

دايوفزيالوژيکې حالت دي په کوم کې چې يوژوندی تخم په درسته توګه ټوکېدنه نشي کولای که څه هم ټول شرايط ورته برابرهم شي.استراحت(Dormancy)دخپل ځان ساتنې يوميکانيزم دی کوم چې دتخم ژوندي پاتې کېدل په خرابواقليمي شرايطوکې ساتي.لکه کلني وچ فصلونه،تباه کونکې اور،حشراتواوامراضوته ښکاره کول.

داميکانيزم دتخم دټوکېدنې څخه تريولنډوخت پورې درطوبت دجذب په مخنيوي اوياپه نوروفزيالوژيکي پروسوسره مخنيوي کوي.(۱)

دادتخمونونه ټوکېدنه ددرې عواملوپورې اړه لري.

۱) دتخم پوښ(Seed Coat):-اکثره وخت دتخم دټوکېدنې ځنډيدل دتخم دپوښ له وجي وي.پدې حالت کې دتخم پوښ ډېر سخت وي اوتخم ته داکسيجن اواوبودداخليدومخنيوي کوي چې په نتيجه کې تخم داستراحت په حالت کې پاتي کېږي.

۲) نامکمل جنين(Immature Embryo):-ځينې وخت جنين پخوالي اومکمليدوته نه وي رسيدلې چې له امله يې تخم ټوکېدنه نه کوي.

۳) غيرمنحله غذا(Insoluble Food):-بعضي وخت په تخم کې ذخيره شوي غذاغيرمنحل پاتې کېږي اوپه منحله موادو نه بدليږي .څرنګه چې جنين دمنحله موادوداخيستوپه نتيجه کې ټوکېدنه کوي نودبعضې کيمياوي موادودشتون له وجې دغيرمنحله موادونه تبديليدل په منحله موادوله امله تخم ټوکېدنه نه کوي چې داکيمياوي موادپخپله په جنين اوغذاکې موجودوي.

استراحت دحالت ګټي(Advantages of Dormancy)

زياتره انواع دکرلوپه موسم کې تخمونه توليدوي(March to August to September)نواستراحت تخم ته دژمې دسختيودتيرولوپه مقابل کې مقاومت ورکوي.

استراحت دحالت زيانونه(Disadvantages of Dormancy)

بعضې وخت په يوه ډېرې کې دعينونوعو تخمونه ځينې دزيات وخت لپاره داستراحت په حالت کې پاتې کېږي اوځينې دکم وخت لپاره چې په نتيجه کې دمتفاوت عمر لرونکې نباتات منځته راوړي.که چېرته د تخمونودکرلوڅخه وروسته زرټوکېدنه ونه کړي نودوې به دحشراتودحملې لاندې راشي.اوامکان لري چې دموږکانواومرغانوپواسطه وخوړل شي.

داستراحت دحالت دماتولوميتودونه(Methods Breaking of Dormancy)

۱) Weathering Method:-دامعمولاً په هنداوبنګله ديش کې استعماليږي ځکه چې دايواځينې لاره ده په نوموړو هېوادونوکې چې دتخمونواستراحت له مينځه يوسي.پدې حالت کې تخمونه د هواحالت ته ايښودل کېږي(Rainfall، Sunlight، Dryness)ترڅودتخم دپوښ دکمزورتياباعث شي اوتخم ټوکېدوته اماده شي.

۲) ميخانيکې طريقه(Mechanical Method):-داطريقه هغه وخت استعماليږي کله چې دتخم مقدارکم وي.پدې حالت کې دتخم پوښونه دتخم څخه دچاقوپه وسيله سره لري کېږي خوپدې کې بايددتخم دداخلي برخي سره احتياط وشي ترڅوله مينځه ولاړه نشي.

۳) داورپه واسطه معالجه(Fire Treatment):-عموماًدTeakدونې تخمونه ددې پواسطه معامله کېږي پدې طريقه کې معمولاً تخمونه دلرګيودپاسه په ځمکه اچول کېږي اولرګوته اوراچول کېږي ترڅواوردتخمونوله پاسه تيرشي چې پدې سره اکثره دتخم پوښونه سوځي.خودايوه خطرناکه طريقه ده ځکه داوردموجوديت له امله زياتره تخمونه مړه کېږي.

۴) داوبوسره معامله کول(Water Treatment):-بعضې وخت داستراحت دله مينځه وړلولپاره داوبوڅخه استفاده کېږي.که چېرته ديخواوبوڅخه استفاده کوونود(۲۴ـــ۲۸)ساعتونولپاره بايدتخمونه په اوبوکې خيشته شي اوبياوکرل شي.اوکه دګرمواوبوڅخه استفاده کوونولاندې مراحل طې کوو:

¡:-دومره اوبه بايداستعمال شي چې تخم په کې خيشت شي.

¡¡:-تخم داوبودجوشيدلوپه حالت کې واچوي.

¡¡¡:-وروسته له دې چې تخمونه په جوش اوبوکې واچول شي سمدستې لوښی دبخارورکونکې څخه لرې کړي اوتخمونه د۴۸ ساعتونولپاره په همدې اوبوکې پاتې کېږي اووروسته له هغې کرل کېږي چې داعموماً دليګومې نباتاتوپه تخمونوکې صورت نيسي.(۵)

۵) Stratification:-داميتودځانته په غوزه لرونکوانواعو کې استعماليږي(Kail، Fir Spruce، Deodar) په دې حالت کې په ځمکه کې يوکنده ويستل کېږي چې د(۲ـــ۳) سانتي ګراددحرارت درجه ولري پدې حالت کې اول په کنده کې دتخمونويوه طبقه جوړيږي بياورباندې دسکرواوشګويوه طبقه جوړيږي اودې ته ترهغه دوام ورکول کېږي ترڅوچې کنده ډکه شي شګه اوسکاره بايددلمده بل په حالت کې وساتل شي.(۱)

۶) دکيمياوي موادوسره معامله(Chemical Treatment):-داميتوددليګومې نباتاتودتخمونولپاره استعماليږي په دې کې تخمونه دتيزابو،القلي اوچونې سره معامله کېږي.کله چې مونږتخمونه دتيزابواوالقلي سره معامله کوونود(۱ــ۲)دقيقووروسته تخمونه دمحلول څخه لرې کوواوسمدستې يې پريمينځو.

۷) Fermentation:-کله چې تخمونه دخوشايې سره معامله شي په خوشايانوکې دبکتريادموجوديت له امله دتخم پوښ نرميږې.

۸) Passing through Animals:-بعضې وخت دونوغوزې دحيواناتوپه واسطه دپښولاندې کېږي اووروسته مروړل شوي تخمونه دځمکې څخه راټوليږي چې پدې حالت کې دتخم پوښ نرميږي اودکرلووړګرځي.لکه Acacia nilotica

9) Period after Ripening:-دتخم دپخوالي څخه وروسته جنين خام پاتي کېږي اورسيدلې حالت ته نه وي رسيدلی.بعضې وخت غيرمنحله غذايې موادپه منحله شکل نه وي تبديل شوي نوددې لپاره کومه طريقه نشته چې خام جنين په رسيدلې جنين تبديل کړونوددې لپاره تخمونه ديوڅه وخت لپاره پريږدوترڅوداستراحت دحالت په ختمولوکې مرسته وکړي.

Lopping:-په غيرې منظمه ياغيرې سيستيماتيکه طريقه دښاخونوله مينځه وړلوته وايې.

Pruning:-په منظمه اوسيستيماتيکه طريقه دښاخونوشاخه بري ته Pruning وايې.

Stand :-دځنګلونوفرعې تقسيم بندې دعمر،ترکيب اوګڼوالي اونوروحالاتوپه اساس.(۵)