د ونو چونگښې
Hylidae د ونو چونگښې | |
---|---|
مملکه | ژوی |
عمومي بڼې | Chordata |
ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
طبقه | دوه ژوندوي |
طایفه | چونگښې |
کورنۍ | د ونو چونگښې |
د ونو چونگښې (علمی نوم: Hylidae) د دوه ژوندويو څخه یوه کورنۍ ده چې د چونگښو په طایفې اړه لري او په اروپا، امريکا، آسیا او اسټرېليا کې په گرمو سیمو کې ژوند کوي. نوموړی ژوی خوځندکې ښکاروي او په ځانگړی ډول پر ونو باندي ژوند کوي. ټوله کورنی تقریبا ۸۹۰ ډوله ژوي لري.
توصيف
سمولد ونو چونگښې کوچنې ژوي دي چې اوږدوالی یی د ۱،۶ سانتیمترو څخه تر ۹ سانتیمترو پورې وي. نوموړی ژوی د گوتو پر سر باندی ځانگړی ټيکلی لری چې د ونو او بوټو د ختلو لپاره کارېږی. رنگ یې شین یا نسواری وي.د ونو چونگښې په ځانگړی ډول په اوبو کی هگی اچوي.