د ولز شهزاده، ویلیام


د ولز شاهزاده، ویلیام (ویلیام آرتور فیلېپ لوئیس – زوکړه: د ۱۹۸۲ زکال د جون ۲۱مه) د بریتانیا د تاج او تخت څرګند وارث دی. نوموړی د پاچا دریم چارلز او د ولز د شاهزادګۍ ډیانا مشر زوی دی.

ویلیام د خپلې پلرنۍ انۍ، ملکې دویمې الیزابت د واکمنۍ پر مهال وزیږېد. نوموړي په ویدربای ښوونځي (Wetherby School)، لوډګرو ښوونځي (Ludgrove School) او ایتون کالج کې زده کړې کړې دي. هغه د سنټ اندریوز له پوهنتون څخه د جغرافیا په برخه کې د ماسټرۍ سند لري، هغه پوهنتون چېرې چې ده له خپلې راتلونکې مېرمن کاترین میډلټون سره په کې ولیدل. په بلوز اېنډ رویالز (Blues and Royals) پوځي ډلګۍ کې له خدمت وړاندې یې د سنهارسټ په سلطنتي پوځي اکاډمۍ کې زده کړې کړې دي. د ۲۰۰۸ زکال په اپرېل میاشت کې د سلطنتي هوايي ځواک له کارنوېل کالج څخه فارغ او د ۲۰۰۹ زکال په لومړیو کې د همدغه ځواک د لټون او ژغورنې په برخه کې شامل شو. نوموړي د ۲۰۱۵ زکال له جولای وروسته په ایسټ انګلیان هوايي امبولانس کې د دوو کلونو لپاره د بشپړ مهالي پیلوټ په توګه دنده ترسره کړه.

ویلیام ته د پاچا له اړخه ګڼ شمېر رسمي دندې سپارل شوې دي. نوموړی د څه باندې ۳۰ مرستندویه او پوځي سازمانونو مشري کوي چې په دغو کې ټاسک ټرسټ، سنټرپوینټ، پاساژ، د ولز هوايي امبولانس او د لندن مرستندویه هوايي امبولانس هم شامل دی. همدارنګه سلطنتي بنسټ ته اړوندې یو لړ پروژې مخته وړي چې مرستندویه چارې یې د اروايي روغتیا، چاپېریال ساتنې، بې کوره توب او د بېرڼیو حالاتو د کارکوونکو د ستونزو موضوعات په ځان کې رانغاړي. د ۲۰۱۴ زکال په ډسمبر میاشت هغه «د وحشي حیواناتو د ژوند اړوند متحده طرحه» جوړه کړه چې موخه یې په ټوله نړۍ کې د وحشي حیواناتو د ناقانونه سوداګرۍ کمښت دی. د ۲۰۱۶ زکال په اپرېل میاشت کې ویلیام له خپلې مېرمنې کاترین او د هغې له ورور هري سر د «هېډز ټوګېدر؛ په انګریزي: Heads Together» تر عنوان لاندې د اروايي روغتیا اړوند د آګاهۍ یو پروګرام پیل کړ څو خلک دې ته وهڅوي چې د خپلو اروايي ستونزو اړوند خبرې وکړي. د ۲۰۲۰ زکال په اکتوبر میاشت کې ویلیام د اېرت شاټ (Earthshot) په نامه ۵۰ میلیون پونډي جایزه په راتلونکې لسیزه کې د انګېزوي چاپېریالي حل لارو لپاره اعلان کړه.

ویلیام د ۲۰۱۱ زکال په اپرېل میاشت کې له کاترین مېډلټون سره له واده وړاندې د کمبرېج دوک وټاکل شو. دوی دواړه درې ماشومان لري: شاهزاده جورج، شهزادګۍ شارلوټ او شاهزاده لوئیس. نوموړی د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په اتمه نېټه د خپل پلار له پاچا کېدو وروسته د کورنوال او روتسي دوک شو. راتلونکې ورځ نوموړی د ولز شاهزاده وټاکل شو، دا هغه دودیز لقب دی چې د بریتانیا د پاچاهۍ څرګند وارث ته ورکول کېږي. [۱]

لومړنی ژوند سمول

شاهزاده ویلیام د ۱۹۸۲ زکال د جون په ۲۱مه د لندن په سنټ ماري روغتون کې د ولز د شاهزاده چارلز (پاچا دریم چارلز) او د هغې د لومړۍ مېرمنې ډیانا د مشر زوی په توګه د خپلې پلرنۍ انۍ، ملکې دویمې الیزابت د واکمنۍ پر مهال وزیږېد. د باکېنګهام ماڼۍ د جون په ۲۸مه د ده نوم، ویلیام آرتور فیلیپ لوئیس اعلان کړ. ده ته د اګست په ۴مه نېټه د خپلې انۍ ملکې الیزابت د زوکړې د ۸۲مې کلیزې په ورځ د باکېنګهام ماڼۍ د موسیقۍ په خونه کې د کانټربري د لوی سقف، رابرټ رانسي له خوا د تعمید غسل ورکړل شو. [۲][۳][۴][۵][۶]

ویلیام د لومړي ځل لپاره هغه مهال په عامه چاپېریال کې ورګډ شو چې په ۱۹۹۱ زکال کې یې د سنټ ډېوېډ په ورځ لالنډاف ته د خپلو والدینو ملتیا وکړه. هغه او ورور یې هري په ۱۹۹۱ زکال کې له خپلو والدینو سره په رسمي سفر کاناډا ته ولاړل او بیاځلي یې په ۱۹۹۸ زکال له خپل پلار شاهزاده چارلز سره کاناډا ته سفر وکړ. د ویلیام والدین په ۱۹۹۶ زکال کې له یو بل جلا شول. ډیانا د ۱۹۹۷ زکال د اګست په ۳۱مه سهار وختي د موټر د ټکر په یوه حادثه کې مړه شوه. دغه مهال ویلیام ۱۵ کلن و او له خپل ۱۲ کلن کوچني ورور او پلار سره په بالمورال قلا کې اوسېدل. سبا سهار شاهزاده چارلز، ویلیام او هري ته د خپلې مور د مړینې خبر ورکړ. د راپورونو له مخې ویلیام ډاډمن نه و چې آیا د جنازې په مراسمو کې د خپلې مور د تابوت تر شا ولاړ شي او که نه. نیکه یې شهزاده فیلیپ چې د اډینبورګ دوک و، ورته یې وویل: «که چېرې ته د هغې له تابوت سره ولاړ نه شې، زه فکر کوم وروسته به پښېمانه وې. که زه ولاړ شم، ایا ته له ماسره ځې؟». د جنازې په مراسمو کې ویلیام او هري د خپل پلار، نیکه او ماما چارلز سپنسر، نهم ارل سپنسر په خوا کې د هغې د تابوت تر شا روان وو چې د کنزینګټون ماڼۍ څخه یې تر وسټ مېنسټر کلیسا پورې یې یووړ.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د مور له مړینې وروسته ویلیام څرګنده کړه چې دی د «څو کلونو لپاره د شاک په حالت کې و». ویلیام او ورور ته یې ۱۲.۹ میلیون پونډه شتمني  له خپلې مور په میراث پاتې شوه چې په ۲۰۱۴ زکال کې د هر یوه برخه ۱۰ میلیون پونډه ته زیاته شوه. په ۲۰۱۴ زکال کې دغو وروڼو د خپلې مور د واده کالي، د الماسو تاج، جواهرات، لیکونه او نقاشۍ په میراث کې واخیستې. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

زده کړې سمول

ویلیام په خصوصي ښوونځیو کې زده کړې وکړې چې د جین ماینورس له وړکتون او د ویدربای ابتدایي ښوونځي څخه یې را پیل کړې؛ دغو دواړو په لندن کې موقعیت درلود. له دې وروسته نوموړی د برکشر، ووکینګهام ته څېرمه لوډګرو ښوونځي ته ولاړ او د اوړي پر مهال به یې له روري سټیوارټ سره په خصوصي بڼه زده کړې کولې. په لوډګرو کې د زدکړو پر مهال هغه د فوټبال، لامبو، باسکټبال، نښې ویشتنې او د صحرانوردۍ په لوبو کې ګډون کاوه. له دې وروسته ایتون کالج ته ولاړ او هلته یې د جغرافیې، ژوندپوهنې او د هنر د تاریخ په برخو کې په عالي کچه زده کړې پیل کړې. ده په جغرافیه کې د «اې»، په ژوند پوهنه کې د «سي» او د هنرونو په تاریخ کې د «بي» نمرې ترلاسه کړې. ویلیام په ایتون کې د لامبو او فوټبال لوبډلو کېپتان و او همدارنګه یې واټرپلو لوبه هم کوله. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

ایتون کالج ته د ویلیام د تلو پرېکړه د هغوی د کورني دود پر خلاف وه ځکه چې د سلطنتي کورنۍ ماشومان به ګورډنسټون ته لېږل کېدل او د هغه نیکه او پلار هم دلته زده کړې وې. خو د ډیانا پلار او ورور بیا په ایتون کې زده کړې کړې وې. سلطنتي کورنۍ او تابلوید مطبوعاتو هوکړه وکړه چې ویلیام د خپل ژوندانه اړوند په منظم ډول د معلوماتو په ورکړې سره اجازه لري له کومې مداخلې پرته هر چېرې چې زده کړې کوي، کولای یې شي. د رسنیزو شکایاتو د کمیسیون مشر جان ویکهام څرګنده کړه چې «شهزاده ویلیام نه کوم بنسټ دی، نه کوم فلمي ستوری او نه هم د فوټبال اتل. هغه یو هلک دی: په راتلونکو څو کلونو کې چې کیدای شي یا د هغه د ژوند مهم یا او هم دردونکی کلونه وي را لوی شي او یو سړی ترې جوړ شي». هغه مهال چې په ایتون کې یې زده کړې کولې، تر ډېره به د اونۍ په وروستیو کې وینزر قلا ته راتله او له خپلې انۍ سره به یې چای څښه؛ دغه مهال به هغې د دولتي محرمو صندوقونو او د اساسي قانون پر بنسټ مسئولیتونو اړوند له هغه سره خبرې کولې څو «په راتلونکي کې یې پاچاهۍ ته چمتو کړي».[۳۱][۳۲][۳۳]

په ایتون کالج کې د زده کړو له بشپړولو وروسته هغه په زده کړو کې یو کال وقفه راوړه او د دغې وقفې پر مهال یې په بلېز کې د بریتانیا د پوځ په تمریناتي پروګرامونو کې ګډون وکړ، د انګلیسي لبنیاتو په فارمونو کې یې کار وکړ او افریقا ته یې سفر وکړ. د سویلي چلي په تورتل ښار کې د رالي انټرنشنل (Raleigh International) پروګرام د برخې په توګه نوموړي ۱۰ اونۍ په سیمه ییزو ساختماني پروژو کې کار وکړ او د انګلیسي تدریس یې وکړ. دلته دی له نورو ځوانو داوطلبه کارکوونکو سره اوسېده او د کور په چارو کې یې ورسره ونډه لرله. له افریقايي کلتور سره د هغه لېوالتیا لامل وګرځېده څو سواحلي ژبه زده کړي. [۳۴]

ویلیام په ۲۰۰۱ زکال کې د سکاټلنډ په سنټ اندریوز پوهنتون کې نوم ثبت کړ. هغه دلته خپلې زده کړې د هنر د تاریخ په څانګه کې پیل کړې، خو وروسته یې خپل اصلي مضمون جغرافیې ته بدل کړ. ده د خپلې ماسټرۍ پای لیک په هند سمندر کې د روډریګز مرجاني ډبرو اړوند ولیکه او په ۲۰۰۵ زکال کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. [۳۵]

سرچينې سمول

  1. (په 9 September 2022 باندې). William and Kate named Prince and Princess of Wales by the King.
  2. (په 28 July 1982 باندې). Prince William's his name. The Evening News.
  3. "The Duke of Cambridge – Biography". Office of the Prince of Wales. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:London Gazette
  5. (په 28 July 1982 باندې). Prince William's his name. The Evening News.
  6. (په 5 August 1982 باندې). The Royal Christening. The Washington Post.
  7. (په 21 June 1982 باندې). Princess Diana enters hospital in early labor. Youngstown Vindicator.
  8. (په 15 November 2020 باندې). Prince Charles and Princess Diana's Australia tour – Everything you need to know about what really happened. RadioTimes.
  9. (په 6 April 2014 باندې). Baby's first tour: Prince George travels Down Under with William and Kate. CBS News.
  10. (په 25 April 1988 باندې). Growing Up Royal.
  11. Toneli, Lucia (2 October 2021). "You Could Be Prince Charles and Camilla's Neighbor for $10.1 Million". Town & Country. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. . The young royals: Prince William. BBC News.
  13. Taylor, Elsie (30 October 2019). "Cath, wombat, and cabbage: the nicknames of the British royal family". Vogue. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 5 January 2023 باندې). Prince Harry's new book reveals brothers' childhood nicknames.
  15. (په 12 June 2007 باندې). In honor of Diana. NBC News.
  16. "Prince William Biography". People. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Perry, Simon. "Inside the Moment Prince William and Prince Harry's Personalities Flipped as Kids". People. مؤرشف من الأصل في ۳۱ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Brown, Tina (5 April 2022). "How Princess Diana's Dance With the Media Impacted William and Harry". Vanity Fair. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 20 January 2020 باندې). Prince Harry and Meghan: Where do they get their money?. BBC News.
  20. (په 1 September 2014 باندې). What will Prince Harry and Prince William inherit from Princess Diana?. The Telegraph.
  21. "Prince William on Diana, Princess of Wales". GQ. 29 May 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 1 September 2014 باندې). What will Prince Harry and Prince William inherit from Princess Diana?. The Telegraph.
  23. Richard Ford (په 2 April 2002 باندې). Princes inherit as royal big spender leaves £60m. The Times.
  24. "Wetherby Pre-Preparatory School". London Pre-Prep. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 26 October 2009 باندې). Former royal tutor Rory Stewart selected for safe Tory seat. The Guardian.
  26. "Prince William gives an interview at the start of his university career". 22 September 2001. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جنوري ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 4 July 2005 باندې). What is it like at Eton College?. BBC News.
  28. (په 18 August 2000 باندې). William makes the grade.
  29. Barber, Richard (2004). The Story of Ludgrove. Oxford: Guidon Publishing. د کتاب پاڼي 244–245. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-95-436172-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "The Prince of Wales – Interests". The Prince of Wales. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Prince William Biography". People. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Lacey, Robert. "How Queen Elizabeth's Sunday Lunches with Prince William Molded Him as a Future King". People. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Burchfield, Rachel (14 May 2022). "Prince George Only Recently Learned His Destiny as Future King". Marie Claire. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Prince William marks the end of the first term of his third university year with an interview". The Prince of Wales. 14 دسمبر 2003. د اصلي آرشيف څخه پر 25 اکتوبر 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه 31 مې 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 21 June 2003 باندې). Prince William Celebrates 21st Birthday With African-Themed Party. Fox News.