د وزو روزنه
بزه (اوزه) چې علمی نوم يې(Capra aegagrus) دی. د لومړي ځل لپاره په سوېل ـ لوېديځې آسیا او ختيځې ـ اروپا کې اهلی شوی دی. د بزو تقریبا ۳۰۰ نوع پیژندل شوی دی. د نړۍ یو د زړو اهلي شویو څارويو له ډلې څخه ده او د شیدو، غوښی، غوژنو او پوست لپاره د ډیر پخوا تر نننه استفاده تری کیږی. په انگریزی که ښځینه بزی ته Does ، نارینه ته یی bucks او چوچی ته یی kid وایی.
{{{name}}} | ||||||||||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
Domesticated
| ||||||||||||||||||
ساينسي ډلبندۍ | ||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||
Capra aegagrus hircus (Linnaeus, 1758) | ||||||||||||||||||
|
د نوم آر
د معاصری انگریزی کلمه یعنی goat چی د بزی لپاره استعمالیږی د زړی انگریزی د gāt د کلمی څخه اخستل شوی چه هغه په خپل وار څخه د Proto-Germanic د *gaitaz کلمی څخه اخستل شوی ده چی په دواړو حالتونو کی د ځوانی بزی معنی ورکوی.
پېښلیک
بزی یو د هغه حیواناتو څخه دی چی د په ډیر ابتدا کی د انسانانو لخوا اهلی شوی دی. داسی ویل کیږی چی هغه بزی چی په ابتدا کی اهلی شوی وی کابو ۱۰۰۰۰ کاله پخوا په ایران که دا کار شوی وو.