د ودې تکاملي ارواه پوهنه
د ودې تکاملي ارواه پوهنه (Evolutionary developmental psychology) هغه څېړنیزه نمونه/ پاراډایم دی چې د انسان د چلن د ودې او ادراک د درک په موخه د تکامل له لومړیو اصولو او د هغو له طبیعي انتخاب څخه کار اخلي. په دغه چاره کې د جینیټیکي او محیطي مکانېزمونو مطالعه شاملېږي چې د ټولنیزو او ادارکي وړتیاوو لپاره زمینه برابروي؛ همدارنګه اپي ژینیټیکي (د ژن او چاپېریال د تعامل) بهیرونه مطالعه کوي چې یادې وړتیاوې له سیمه يیزو شرایطو سره تطبیق کوي. [۱]
د ودې تکاملي ارواه پوهنه د ژوندیو ارګارنېزمونو د ودې معمولي ځانګړنې (رشدي انطباق) او همدارنګه په چلن کې فردي توپیرونه د تکاملي لیدلوري له مخې په پام کې نیسي. په داسې حال کې چې تکاملي لیدلوري تر ډېره فردي توپیرونه د طبیعي انتخاب پر ځای د تصادفي ژنیټیکي اخلال/غږ (تکاملي فرعي محصولاتو) او یا د ځانګړو ځانګړونو (لکه د همزولو د ډلې، زده کړو، سیمو او تصادفي پېښو) پایله بولي او ادعا کوي چې طبیعي انتخاب کېدای شي «د تطبیقي رشدي انعطاف منلو» له مخې د فردي توپیرونو له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي. د دغه لیدلوري له مخې انساني وده د ژوندیو ارګانېزمونو د پراختیا له نمونې څخه د پیروي پر ځای د چاپېریالي بدلونونو په غبرګون کې د ژوندانه د تاریخ له ځای ناستو ستراتیژیو څخه پیروي کوي. [۲][۳][۴]
د ودې تکاملي ارواه پوهنه د تکاملي ارواه پوهنې له نظري اډانې سره نږدې ارتباط لري خو په څو برخو کې له تکاملي ارواه پوهنې توپیر لري چې په کې څېړنیز ټینګار (د ودې تکاملي ارواه پوهنه د تکاملي ارواه پوهنې پرخلاف د لویوالي د انطباق پر ځای په انتوژني انطباق تمرکز لري)؛ د تقریبي انتوژنیتک په پام کې نیول او د وروستیو عواملو سربېره (یعنې ولې وده رامنځته کېږي) چاپېریالي عوامل (یعنې څه ډول وده رامنځته کېږي) په کې شاملېږي. دا هغه موارد دي چې د تکاملي ارواه پوهنې اصلي جریان ورباندې تمرکز لري. [۵]
تاریخچه
سمولوده او تکامل
سمولد تکاملي ارواه پوهنې د اصلي جریان په څېر د ودې تکاملي ارواه پوهنه د چارلز داروین د انتخاب په طبیعي نظریه کې ریښه لري. داروین خپله پر ودې ټینګار لري او د نطفې پوهنې (امبریولوژي) له بهیر څخه د خپلې نظریې د ملاتړ کوونکو شواهدو په توګه ګټنه کوي. د داروین د انسان د اصل په نامه کتاب له مخې: [۶][۷][۸]
«انسان له یوې تخمې څخه وده کړې... چې هېڅکله د نورو حیواناتو له تخمو سره توپیر نه لري. خپله د نطفې/جنین توپیر په خپله لومړنۍ دوره کې په سختي سره د نورو فقاریه ژوندیو موجوداتو سره کېدلای شي.»[۷]
داروین همدارنګه د خپل یو زوی د ودې څخه خپل مشاهدات په ۱۸۷۷ زکال کې خپاره کړل او د ماشوم عاطفي، اخلاقي او ژبنۍ ودې ته یې په کې اشاره وکړه. [۹]
د ودې پر جریان د دغو لومړیو ټینګارونو سربېره له ډېر مهال راهیسې د تکامل او ودې نظریات د جلا آن د یو بل سره د مخالفو نظریو په توګه په پام کې نیول کېږي. د معاصر تکاملي سنتیز د رامنځته کېدو له مهال څخه د تکامل نظریه په بنسټیزه توګه «ژن محوره» وه او د ودې بهیرونه تر ډېره پورې اتفاقي ګڼل کېږي. په ۱۹۷۳ زکال کې له ودې څخه د تکاملي ژوند پوه (بیالوژیست) ریچارډ ډاوکینز ارزونې دا بدلون وښود چې :«د جنین د ودې د بهیرونو جزیات له دې سره چې جالب دي، خو له تکاملي ملاحظاتو سره کومه اړیکه نه لري». همدا ډول ټولنیز ژوند پوه اي.او. ویلسون انتوژنیک توپیرونه د «رشد د غږ» په توګه په پام کې نیولي. [۱۰][۱۱][۱۲]
د دغو لیدلورو د توپیر له امله په پایله کې ډېری ژوند پوهانو د جین پېژندنې او د ودې له سیسټمونو سره له لیوالتیا پیدا کولو وروسته د ودې تکاملي بیولوژي ته انشعاب وموند. [۱۳]
د ودې په ارواه پوهنه کې تکاملي لیدلوري
سمولپه تکاملي نظریه کې د ودې له لږ په پام کې نیولو سربېره، د ودې ابتدايي ارواه پوهنه د تکامل تر اغېز لاندې راغلی. د داروین د تکامل نظریې او همدارنګه د کارل ارنست فون بائر د ودې اصولو په ګډه سره د ودې د ارواه پوهنې لومړنۍ مفکوره رامنځته کړه. ویلهلم ټي. پریر چې د ماشومانو د ارواه پوهنې له مخکښانو څخه دی په کلکه سره د داروین له کار څخه الهام واخیست او د تکاملي لیدلوري له مخې یې د ماشومانو په ذهني وده کار وکړ. [۱۴][۱۵]
له دې سره، د تکامل نظریې د یوې ټولګې په توګه د ودې په ارواه پوهنې ډېر محدود اغېز لرلی او یو شمېر لیکوالان استدلال کوي چې آن لومړنی اغېز یې هم ډېر لږ و. د ودې ارواه پوهنه، د ټولنیزو علومو په څېر په ټولیز ډول له ډېر مهال راهیسې د ودې د تکاملي نظریاتو پر وړاندې مقاومه پاتې شوې (د یو شمېر پام وړ استثناآتو په لرلو لکه د دلبستګۍ په نظریه کې د جان بولبي کار). د انساني چلن اړوند تکاملي کړنلار د انسان د چلن په جوړولو کې د ژنیټیکي جبر ډول او د کلتور او تجربې د رول له پامه غورځول دي چې لا دوام لري. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د ودې د ارواه پوهانو یوه ډله چې تکاملي لیدلوري یې منلي، بومي ګرایان دي چې باور لري، نوي زېږېدلی ماشومان ذاتي ادراکي مکانیزمونه (یا ماډلونه) لري او هغوی ته اجازه ورکوي چې مهم اطلاعات لکه ژبه زده کړي. [۲۰][۲۱]
د ودې تکاملي ارواه پوهنه
سمولد ودې تکاملي ارواه پوهنه کېدای شي د یوه متمرکزې نظري اډانې په توګه چې د تکاملي ارواه پوهنې له لویې برخې څخه مشتق شوې په پام کې ونیول شي. د تکاملي ارواه پوهنې اصلي جریان له پخوانیو هغو جریانونو څخه چې د تکاملي بیولوژیکي اصولو څخه یې د ذهن او چلن د درک په موخه لکه د ټولنیز ژوند پوهنې، اخلاق پوهنې او چلندي ایکولوژۍ په برخه کې کار اخیست وده کړې او همدارنګه یې د انطباقي چلن پر ځای په اروایي انطباق پېژندنې باندې په تمرکز سره له پخوانیو هغو توپیر لرلی. په داسې حال کې چې د ودې د تکاملي ارواه پوهنې نظریه په ټولیزه توګه د تکاملي ارواه پوهنې د اصلي جریان له نظریې سره موازي ده، خو د ودې او تکامل د نظریو د اګاهانه تطبیق د هڅو له مخې یې له یو بل توپیر لرلی. د ودې د تکاملي ارواه پوهنې نظریه د تکاملي ارواه پوهنې له اصلي جریان سره هم د هغه کچې اهمیت له مخې چې پر چلن باندې د چاپېریال اغېز ته قایلېږي او هم له دې پلوه چې څه ډول تکامل د انساني ارواه پوهنې لپاره لار برابره کړې له یوبل سره توپیر لري. [۲۲]
د ودې د تکاملي ارواه پوهنې پلویان ادعا کوي چې تکاملي ارواه پوهان، په داسې حال کې چې د چلن په جوړولو کې د چاپېریال د رول او د هغو د اغېز اړوند ادعاوې یې صدق کوي خو په ډېر ندرت سره د خپلو ادعاو څخه د ملاتړ په موخه صریح موډلونه رامنځته کوي (لکه د چلن په جوړولو کې د چاپېریال د ونډې اړوند د هغوی د وړاندوینو په اړه). د ودې تکاملي ارواه پوهنه هڅه کوي د ودې د سیسټم د عملکرد په منلو او پر دې باندې په ټینګار چې د یو سازمان په یوه سطح کې عملکرد (د بېلګې په توګه، په ژنټیک سطح کې) د هماغه سازمان په بله مجاوره سطح اغېز لري؛ ځان د تکاملي ارواه پوهنې له اصلي جریان جلا کړي. د ودې د سیسټمونو نظریه ورکوونکي لکه رابرت لیکلیتر اشاره کوي چې د ودې محصولات هم ژنیټیکي او هم اپي ژنیټیکي دي او بشپړه ژن محوره لیدلوری یې له پوښتنې لاندې راوستی. له دې سره یو شمېر لیکوالان دغه ادعا چې تکاملي ارواه پوهانو د ودې د نظریې اصلي جریان په خپلو نظري پروګرامونو کې نه ادغام کوي؛ ردوي او د ودې د سیسټمونو د نظریې ارزښت یې له سوال سره مخ کړی. [۲۳][۲۴][۲۵]
له دې سربېره د ودې د تکاملي ارواه پوهنې ارواه پوهان د عمر په اوږدو کې د رواني ودې او چلن اړوند څېړنو باندې ټینګار کوي. د ودې د تکاملي ارواه پوهنې مخکښان خپل کار د تکاملي ارواه پوهنې د اصلي جریان د ارواه پوهانو له کار سره نه پرتله کوي، هغوی چې استدلال کوي په لومړۍ درجه کې پر لویانو، په ځانګړې توګه د معاشرت او جفت ګیرۍ اړوند چلندونو په برخه کې تمرکز لري. [۲۶]
د ودې تکاملي ارواه پوهانو د تکاملي او ودې د نظریاتو د ادغام لپاره کار کړی او هڅه یې کړې چې د دغو دواړو د نظري بنسټونو په یوې غاړې ته کولو سره هغه سره ترکیب کړي. دغه هڅه د پوښتنو په هغو ډولونو کې چې د ودې د تکاملي ارواه پوهنې د پارډایم څېړونکو وړاندې کړي؛ ښکاريږي؛ د نیکولاس تینربرګن د پوښتنو هغه څلورو ډلګیو ته په ارجاع تکاملي ارواه پوهنې تل په تکاملي پوښتنو («ولې») تمرکز لرلی په داسې حال کې چې د ودې تکاملي ارواه پوهنه بیا په صراحت سره ورسره د («څه ډول») پوښتنه هم ادغام کوي. [۲۷]
سرچينې
سمول- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).