د واکسينو په اړه دوه زړي توب

د واکسين د  تطبيق په اړه دوه زړي توب د واکسينو د خدماتو د شتون پر مهال د واکسينو په منلو کې ځنډ او يا يې رد کولو ته ويل کېږي. معنا دا چې په بشپړ ډول د واکسينو نه منل، د واکسينو ځنډول، د واکسينو منل، خو د کارولو په اړه يې غير باوري کېدل يا د ځينو واکسينو کارول او د ځينو نه کارول دوه زړي توب دی. د «واکسين ضد» معنا دا چې، د واکسينو بشپړ مخالفت، په وروستيو کلونو کې، واکسين ضد کسان د "anti-vaxxers"  يا "anti-vax" په نوم پېژندل شوي دي. د واکسين په اړه دوه زړي توب پېچلی او په ځانګړي ځای پورې اړوند دي، د وخت، ځای او واکسينو په اړوند دا معنا بدلېږي. کېدای شي چې، د واکسينو په اړه دوه زړه توب د بېلا بېلو لاملونو تر اغېز لاندې راشي، لکه : د واکسينو د جوړښت د څرنګوالي په اړه د سمې علمي پوهې نشتوالی يا د واکسينو د عملي کولو طريقه، قناعت، هوساينه يا ان له ستنې څخه وېره. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

يوه پرېکنده علمي موافقه شته، چې واکسين خوندي او اغېزناک دي. د واکسينو په اړه دوه زړی والی ډېر وخت د ناروغيو د خپرېدو او له هغو ناروغيو څخه د مرګ لامل ګرځي، چې په واکسين يې مخه نيول کېدای شي. په همدې بنسټ، د روغتيا نړيوال سازمان د واکسينو په اړه تردد يا دوه زړی والی د روغتيا په وړاندې د لسو نړيوالو ګواښونو له منځه يو بللی دی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

دوه زړه والی، عموماً له طبي، اخلاقي او حقوقي مسائلو سره تړلو واکسينو په اړوند له عامه بحثونو څخه راولاړېږي. د واکسينو په اړه دوه زړی والی، له ګڼو مهمو لاملونو څخه راوځي، چې په هغو کې د يو شخص د باور کمښت (يو شخص واکسين ته اړتيا نه ويني يا د واکسين ارزښت نه پېژني) او رضايت (يعنې واکسينو ته لاسرسی). دا چاره د واکسين د اختراع له وخته او د «واکسين» او «واکسيناسيون» د اصطلاح له رامنځ ته کېدو نږدې اتيا کاله مخکې شته وه. د واکسين ضد پلويانو له خوا وړاندې شوې فرضيې وخت په وخت بدلون مومي.[۲۰]

هغه وړانديز شوي قوانين، چې واکسين لازمي ګرځوي، لکه د کلیفورنيا د ۲۷۷ سنا لايحه او د استراليا « No Jab No Pay» د واکسين ضد فعالينو او سازمانونو له خوا له مخالفت سره مخامخ شوې وه. د جبري واکسينو مخالفت شونې دی، چې د واکسين ضد احساساتو څخه راولاړ شوي وي، معنا دا چې د واکسيناسيون په برخه کې دا چاره، له ملکي آزادۍ او عام باور څخه سرغړونه ده يا هم د درمل جوړولو پر صنعت باندې د ناوړه ګټې اخستلو ګومان دی.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

اغېزناکتيا سمول

په پراخه کچه د واکسينو د اغېزناکتيا لپاره علمي شواهد په ښه ډول ثابت شوي دي. هر کال د واکسينو په وسیله، په ټوله نړۍ کې له دوه څخه تر درې ميليونه مرګونو مخه نيول شوې، همدا راز د يو نيم ميليون نورو مرګونو مخه هم نیول کېدای شي، که چېرته ټول وړانديز شوي واکسين تطبيق شي. د واکسينو کمپاين کولای شي، د ننکيو ناروغي له بېخه وباسي، کومې ناروغۍ چې يو مهال په اروپا کې په هرو اوو ماشومانو کې يو واژه، او ګوزڼ ناروغي يې هم نږدې له منځه وړې ده. د لا زياتې اسانه بېلګې په ډول، د هموفيلوس انفلوينزا له لارې په ناروغۍ اخته کېدل، کوم چې په ماشومانو کې د باکتريايي ناروغۍ او نورو ناروغيو ستر علت دی، له هغه وخته چې په ۱۹۸۸ ز کال کې يې واکسين وړاندې شوي، په متحده ايالاتو کې يې دا ناروغي له نهه نوي سلنه څخه زياته کمه کړې ده. اټکل کېږي چې له کوچنيوالي څخه تر ځوانۍ پورې د ټولو واکسينو تطبيق به په متحده ايالاتو کې په يو کال کې د دري دېرش زره کسانو ژوند وژغوري او د څوارلس ميليونه کسانو د ناروغۍ مخه به ونيسي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د واکسين ضد ادبيات هم شته، چې استدلال کوي چې د ناروغيو کمښت (د واکسين پر ځای) د ناروغيو د مخنيوي او روغتيا ساتنې له لارې شوی، يا دا چې دوی وايي:  دا ناروغۍ د ځانګړي واکسين له وړاندې کېدو مخکې لا د کمښت په حال کې وې. علمي معلوماتو له دې ادعاوو څخه ملاتړ نه دی کړی، د هغو ناروغيو پېښې، چې د واکسين په واسطه يې مخه نيول کېده، د وخت په تېرېدو سره د بدلون په حال کې وې، تر دې چې يو ځانګړي واکسين يې معرفي شول او له دې نقطې وروسته دا پېښې نژدې صفر ته راښکته شوې. د واکسين په اړه د ناسمو خپرو شوو فکرونو سره د مقابلې په موخه جوړ شوي د ناروغيو د مخنيوي يوې ويبپاڼې ويلي: «سم په هغه وخت کې، کله چې د يوې ناروغۍ لپاره واکسين وړاندې شي، ايا له موږ نه په همدې وخت کې هيله کېږي، چې باور ولرو، چې په غوره توګه د ناورغيو د مخنيوي چاره د هرې ناروغۍ د کمېدو لامل ګرځېدلی؟».[۳۵]

د واکسين ضد يو بل خوځښت شعار د کلينيکي ازموينو ناټاکلي کول دي، په کومه کې به چې د تجربې لپاره يوه ډله کوچنيانو ته واکسين کېږي او يوې کنترول ډلې ته واکسين نه کېږي. دا ډول مطالعه به کله هم تاييد نه شي، ځکه چې د کوچنيانو د معياري طبي پاملرنې څخه قصدي انکار دی او دا څېړنه او کتنه به، غیر اخلاقي وي. د واکسين شوو او ناواکسين شوو خلکو تر منځ پرتله تر سره شوې، خو دا څېړنه تصادفي نه وه. سربېره پر دې، داسې لیکنې شته، چې د واکسينو د خونديتابه ثبوت وړاندې او دا څېړنې په نورو تجربوي طريقو تر سره شوې دي.[۳۶]

ځينې نور نيوکه کوونکي دليل راوړي، چې د واکسين له لارې ورکړل شوی خونديتوب لنډ مهاله دی او زيات ځواکمنولو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې، هغه څوک چې له ناروغۍ خوندي يا ژغورل کېږي، هغه د تل لپاره خوندي وي. لکه چې وړاندې پرې بحث شوی، د ځينو روغتيا پالانو بديلې فلسفې، له دې نظريې سره نه دې سمې، چې ګوندې واکسين اغېزناک دي.[۳۷][۳۸]

ډله ييزه روغتيا سمول

د واکسينو نيمګړی پوښښ، د ټول نفوس لپاره پر ناروغيو اخته کېدو ګواښ زياتوي، ان د هغو په ګډون هم، چا چې واکسين کړي، ځکه چې په دې ډول، د دې ډلې خونديتوب هم کمېږي. د بېلګې په ډول: د شري(سري) واکسين، له نهو تر دولسو مياشتو پورې ماشومانو ته ورکول کېږي او د مورد انټي باډي له منځه تللو (احتمالاً له هغې مخکې واکسين په سيرون بدلېږي) او طبيعي ناروغۍ تر منځ لنډ واټن په دې معنا دی چې، واکسين شوي ماشومان اوس هم د ناروغۍ تر بريد لاندې راتلای شي. د ناروغيو تر بريد لاندې د راتلو دا وړتيا، په ډله یيز خونديتابه سره کمېدای شي، خو په هغه حالت کې، که چېرې ټول ماشومان واکسين شي. د عامې وبا يا د وبا د ګواښ پر مهال عامه خونديتوب زياتول کېدای شي، د ټولو د واکسين کولو لپاره پراخه منل شوې توجيه وي. کله چې نوي واکسين وړاندې شي، عام واکسين د دې واکسين د چټک پوښښ له زياتېدو سره مرسته کوي.[۳۹]

که په پوره شمېر نفوس ته واکسين ورکړل شي، ډله ييز خونديتوب اغېز کوي، د هغو خلکو ګواښ کموي، څوک چې د ډېر کم عمر يا ډېر زيات عمر درلودلو يا د کمزوري خونديتابه د نظام لرلو، يا په واکسين کې له شته موادو سره سخت حساسيت لرلو له امله، واکسين نه شي کولای. هغه کسان چې د خونديتابه کمزوری نظام لري او بيا په ناروغۍ اخته کېږي، پايله يې د عامو خلکو په نسبت د ده لپاره ډېره ناوړه وي.[۴۰][۴۱]

د کم لګښت اغېزمنتيا سمول

د سختو يا اوږدمهالو ناروغيو د درملنې په پرتله عام واکسين د کم لګښت او د روغتيا خونديتابه فعاله وسيله ده.  په ۲۰۰۱ ز کال کې په متحده ايالاتو کې، د اوو ناروغيو په وړاندې د ماشومتوب پر مهال عادي واکسينونه د اټکل له مخې د زېږد د يو کال په موده او د ټوليز لګښت په منځ کې څلوېښت ميليارده ډالر سپما کړې وه، کوم لګښت چې د روغتيا له لښګتونو سره نېغ په نېغه اړيکه لرله، د دې واکسينو لپاره د ټولنيز لګښت ګټه شپاړس اعشاريه پنځه وه. [۴۲]

اړتيا سمول

کله چې د واکسينو يو پروګرام په برياليتوب سره د ناروغيو ګواښ کموي، شونې ده چې په ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ هم کم کړي، ځکه چې په همدې ډول د يادې ناروغۍ کلتوري اغېزې هم کمېږي. په دې برخه کې، موراوپلار فکر کوي، که چېرې دوی خپل بچيان واکسين نه کړي، نو هېڅ شی به هم له لاسه ورنه کړي. که ډېر خلک فکر کوي، چې وړيا ګټه وړونکي واوسي، بې له واکسين کولو له مجموعي خونديتابه څخه به ګټه واخلي، نو د واکسين کچه به هم دومره راښکته شي ، چې بیا به ټولنيز خونديتوب اغېزناک نه وي. جنيفر رايچ وايي: هغه والدين چې فکر کوي، واکسين به تر يو بريده اغېزناک وي، خو بيا هم غوره ګڼي، چې خپلو بچيانو ته واکسين ونه کړي، دا هغه خلک دي چې تر هغه وخته پورې چې، له دوی سره په یو ډول چلند وشي، شونې ده چې باور يې بدلون ومومي.[۴۳][۴۴][۴۵]

سرچینې سمول

  1. "Vaccine hesitancy: a generation at risk". The Lancet. doi:10.1016/S2352-4642(19)30092-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Smith, MJ (November 2015). "Promoting Vaccine Confidence". Infectious Disease Clinics of North America (Review). 29 (4): 759–69. doi:10.1016/j.idc.2015.07.004. PMID 26337737. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Larson, HJ; Jarrett, C; Eckersberger, E; Smith, DM; Paterson, P (April 2014). "Understanding vaccine hesitancy around vaccines and vaccination from a global perspective: a systematic review of published literature, 2007–2012". Vaccine. 32 (19): 2150–59. doi:10.1016/j.vaccine.2014.01.081. PMID 24598724. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cataldi, Jessica; O’Leary, Sean (2021). "Parental vaccine hesitancy: scope, causes, and potential responses". Current Opinion in Infectious Diseases. doi:10.1097/QCO.0000000000000774. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hinsliff, Gaby (16 November 2020). "It's the 'vaccine hesitant', not anti-vaxxers, who are troubling public health experts". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. SAGE, Working Group (1 October 2014). "Report of the SAGE working group on vaccine hesitancy" (PDF). WHO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Smith, MJ (November 2015). "Promoting Vaccine Confidence". Infectious Disease Clinics of North America (Review). 29 (4): 759–69. doi:10.1016/j.idc.2015.07.004. PMID 26337737. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Communicating science-based messages on vaccines". Bulletin of the World Health Organization. 95 (10): 670–71. October 2017. doi:10.2471/BLT.17.021017. PMC 5689193. PMID 29147039. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. . Why do some people oppose vaccination?. Vox.
  10. . Defending science: How the art of rhetoric can help. The Conversation.
  11. U.S. Department of Health and Human Services. "Vaccines.gov". Vaccines.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Frequently Asked Questions (FAQ)". Boston Children's Hospital. د اصلي آرشيف څخه پر October 17, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Phadke VK, Bednarczyk RA, Salmon DA, Omer SB (March 2016). "Association Between Vaccine Refusal and Vaccine Preventable Diseases in the United States: A Review of Measles and Pertussis". JAMA. 315 (11): 1149–58. doi:10.1001/jama.2016.1353. PMC 5007135. PMID 26978210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Wolfe RM, Sharp LK (August 2002). "Anti-vaccinationists past and present". BMJ. 325 (7361): 430–32. doi:10.1136/bmj.325.7361.430. PMC 1123944. PMID 12193361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Poland GA, Jacobson RM (January 2011). "The age-old struggle against the antivaccinationists". The New England Journal of Medicine. 364 (2): 97–99. doi:10.1056/NEJMp1010594. PMID 21226573. S2CID 39229852. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 2009-10-19 باندې). An epidemic of fear: how panicked parents skipping shots endangers us all. Wired.
  17. Poland GA, Jacobson RM (March 2001). "Understanding those who do not understand: a brief review of the anti-vaccine movement". Vaccine. 19 (17–19): 2440–45. doi:10.1016/S0264-410X(00)00469-2. PMID 11257375. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Ten threats to global health in 2019". Who.int (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 2019-01-15 باندې). The anti-vax movement has been listed by WHO as one of its top 10 health threats for 2019.
  20. Gerber JS, Offit PA (February 2009). "Vaccines and autism: a tale of shifting hypotheses". Clinical Infectious Diseases. 48 (4): 456–61. doi:10.1086/596476. PMC 2908388. PMID 19128068. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . The Long History of America's Anti-Vaccination Movement.
  22. (په 2018-11-21 باندې). How anti-vax went viral.
  23. (په 2018-09-28 باندې). How the anti-vaxxers are winning in Italy.
  24. Wolfe RM, Sharp LK (August 2002). "Anti-vaccinationists past and present". BMJ. 325 (7361): 430–32. doi:10.1136/bmj.325.7361.430. PMC 1123944. PMID 12193361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Chang, Julie (12 July 2017). "'Civil liberties' at center of vaccination debate in Texas". Mystatesman. Austin American-Statesman. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Elliman, David; Bedford, Helen (23 March 2014). "In Britain, Vaccinate With Persuasion, not Coercion". The New York Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 2017-06-28 باندې). Anti-vaxxers have embraced social media. We're paying for fake news with real lives.
  28. Bourree Lam, Vaccines Are Profitable, So What?. The Atlantic Feb. 10, 2015
  29. Christenson, Brith; Lundbergh, Per; Hedlund, Jonas; Örtqvist, Åke (March 2001). "Effects of a large-scale intervention with influenza and 23-valent pneumococcal vaccines in adults aged 65 years or older: a prospective study". The Lancet. 357 (9261): 1008–11. doi:10.1016/S0140-6736(00)04237-9. PMID 11293594. S2CID 8125882. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Jacobson, RM; St Sauver, JL; Griffin, JM; MacLaughlin, KL; Finney Rutten, LJ (April 2020). "How health care providers should address vaccine hesitancy in the clinical setting: Evidence for presumptive language in making a strong recommendation". Human Vaccines & Immunotherapeutics. 16 (9): 2131–2135. doi:10.1080/21645515.2020.1735226. PMC 7553710 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 32242766. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Fenner F, Henderson DA, Arita I, Ježek Z, Ladnyi ID (1988). Smallpox and its Eradication (PDF). Geneva: World Health Organization. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-4-156110-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Sutter RW, Maher C (2006). "Mass vaccination campaigns for polio eradication: an essential strategy for success". Mass Vaccination: Global Aspects – Progress and Obstacles. Curr Top Microbiol Immunol. 304. د کتاب پاڼي 195–220. doi:10.1007/3-540-36583-4_11. PMID 16989271. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-29382-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Centers for Disease Control Prevention (CDC) (March 2002). "Progress toward elimination of Haemophilus influenzae type b invasive disease among infants and children – United States, 1998–2000". Morbidity and Mortality Weekly Report. 51 (11): 234–37. PMID 11925021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په June 2, 2008 باندې). How safe are vaccines?. Time Magazine.
  35. "Some common misconceptions about vaccination and how to respond to them". National Center for Immunization and Respiratory Diseases, Centers for Disease Control and Prevention. د اصلي آرشيف څخه پر January 20, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 28, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Novella, Steven; Novella, Bob; Santa Maria, Cara; Novella, Jay; Bernstein, Evan (2018). The Skeptics' Guide to the Universe: How to Know What's Really Real in a World Increasingly Full of Fake. Grand Central Publishing. د کتاب پاڼې 185. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781538760512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Ernst E (October 2001). "Rise in popularity of complementary and alternative medicine: reasons and consequences for vaccination". Vaccine. 20 (Suppl 1): S90–93, discussion S89. doi:10.1016/S0264-410X(01)00290-0. PMID 11587822. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Wolfe RM, Sharp LK (August 2002). "Anti-vaccinationists past and present". BMJ. 325 (7361): 430–32. doi:10.1136/bmj.325.7361.430. PMC 1123944. PMID 12193361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Heymann, D. L.; Aylward, R. B. (2006). "Mass Vaccination: When and Why". Mass Vaccination: Global Aspects – Progress and Obstacles. 304. د کتاب پاڼي 1–16. doi:10.1007/3-540-36583-4_1. PMID 16989261. S2CID 25259803. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-29382-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Bester JC (September 2017). "Measles Vaccination is Best for Children: The Argument for Relying on Herd Immunity Fails". Journal of Bioethical Inquiry. 14 (3): 375–84. doi:10.1007/s11673-017-9799-4. PMID 28815434. S2CID 3177668. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Immunization". CDC. 2018-08-30. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Zhou F, Santoli J, Messonnier ML, Yusuf HR, Shefer A, Chu SY, Rodewald L, Harpaz R (December 2005). "Economic evaluation of the 7-vaccine routine childhood immunization schedule in the United States, 2001". Archives of Pediatrics & Adolescent Medicine. 159 (12): 1136–44. doi:10.1001/archpedi.159.12.1136. PMID 16330737. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Fine PE, Clarkson JA (December 1986). "Individual versus public priorities in the determination of optimal vaccination policies". American Journal of Epidemiology. 124 (6): 1012–20. doi:10.1093/oxfordjournals.aje.a114471. PMID 3096132. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Buttenheim AM, Asch DA (December 2013). "Making vaccine refusal less of a free ride". Human Vaccines & Immunotherapeutics. 9 (12): 2674–75. doi:10.4161/hv.26676. PMC 4162060. PMID 24088616. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Reich, Jennifer (June 13, 2019). "I've talked to dozens of parents about why they don't vaccinate. Here's what they told me". Vox. د لاسرسي‌نېټه July 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)