د واټرلو جګړه
د واټرلو جګړه د هالنډ په انګليستان کې واټرلو ته نږدې چې اوس په بلجيم کې ده، د ۱۸۱۵زکال د جون په شپږمه نېټه د يکشنبې په ورځ شوې وه. د ناپيليون تر مشرۍ لاندې يو فرانسوي پوځ د اوم ايتلاف “Seventh Coalition” د دوه پوځونو له لورې ماتې وخوړه. يو د برتانيې په مشرۍ ايتلاف و، چې د انګليستان، هالنډ، بروسوېک او ناساو له واحدونو څخه جوړ شوی و او د ويلېنګټن ديوک “Duke of Willington” يې مشري کوله (زياتره ليکوالان ورته د ويلېنګټن پوځ د انګليس متحد پوځ وايي). دويم پوځ د فيلډ مارشال اون بلوچر “Field Marshal von Blucher” تر مشرۍ لاندې يو پراخه پروسي پوځ و، چې د بلوچر پوځ هم ورته وايي. ياد جګړې د ناپيليوني جګړو پای په نښه کړ. د واټرلو جګړه اوسمهال د مونټ سېنټ جين (فرانسوي) يا پروسي ژبه کې د “La Belle Alliance” (ښکلي اتحاد) جګړې په توګه هم پېژندل کېږي. [۱]
د ۱۸۱۵ز کال په مارچ کې واک ته د ناپيليون په بېرته راستنېدلو سره، زياتره هغه دولتونه چې پخوا يې د نوموړي مخالفت کړی و، اوم ايتلاف جوړ کړ، په داسې حال کې چې خپل پوځونه يې په چټکۍ سره رهي کړل. د ويلېنګټن او بلوچر پوځونه د فرانسې شمال ختيځې پولې ته نږدې سيمه کې پراته وو. ناپيليون پر دوی باندې په بېلابېل ډول د بريد کولو پلان جوړ کړ او هيله يې دا وه، چې مخکې له دې چې دوی د ايتلاف له نورو غړو سره د فرانسې په همغږي بريد کې يو ځای شي، له منځه يې يوسي. د جون په ۱۶ ناپيليون په برياليتوب سره د خپل اصلي ځواک په مرسته د ليګني جګړه “Battle of Ligny” کې د پروسي پوځ پر ټولي بريد وکړ، چې د دې لامل شو چې پروسيان د جون په ۱۷ شمال لور ته د ويلېنګټن په برابرۍ او ښه ترتيب سره شاتګ وکړي.
ناپيليون د پروسيانو د څارلو په موخه خپله درېيمه برخه ځواکونه واستول، چې د جون په ۱۸ او ۱۹ نېټو د پروس له وروستۍ ساتونکي ډلې سره د وېوري په نوم د بېلې جګړې “Battle of Wavre” لامل شول او واټرلو کې له ګډون څخه يې د ياد فرانسوي ځواک مخنيوی وکړ. همدا راز د جون په ۱۶ د فرانسوي پوځ يوې کوچنۍ برخې له انګليس متحد پوځ سره د کواټري براس په نوم جګړه “Battle of Quatre Bras” وکړه. د انګليس-متحد پوځ د جون په ۱۶ خپل ډګر وساته، مګر د پروسيانو شاتګ د دې لامل شو، چې ويلېنګټن د جون په ۱۷ شمال لور کې واټرلو سيمې ته شاتګ وکړي.
ويلېنګټن په دې له پوهېدلو څخه وروسته چې د پروس پوځ د هغه د ملاتړ وړتيا لري، پرېکړه وکړه چې د واټرلو کلي ته نږدې د بروکسل سړک په اوږدو کې په مونټ سېنټ جين “Mont-Saint-Jean” خندق کې د جګړې وړانديز وکړي. نوموړی په دې سيمه کې د جون په ۱۸ ټول ماسپښين د فرانسې د پرله پسې بريدونو پر وړاندې ودرېد، چې په پرمخ تلونکي ډول رارسېدونکو پروسيانو ورسره مرسته وکړه، چې پر فرانسوي اړخ يې برید وکړ او درنه مرګ ژوبله يې ورته پېښه کړه. په ماښام کې ناپيليون د خپلو وروستيو پاتې پوځونو په مرسته د انګليس-متحد ليکه باندې بريد وکړ، چې دا د سترواکۍ ساتونکي “Imperial Guard” [پوځ] د پياده نظام لور رتبه پوځي قوې وې. د فرانسې په ښي اړخ کې د پروسيانو په ماتولو سره انګليس-متحد پوځ د سترواکۍ ساتونکی پوځ په شا تمبه کړ او فرانسوي پوځ تيت او پرک شوی و.
واټرلو د واټر لو د مبارزې او د ناپيليون وروستۍ پرېکنده ښکېلتيا وه. د ويلېنګټن له نظره جګړه هغه نږدې پورې وهل يا ګواښ ګالل وو، چې تاسې يې په خپل ژوند ژوند کې ګورئ. ناپيليون څلور ورخې وروسته له دندې څخه لاس واخيست او ايتلافي ځواکونه د جولای په ۷ پاريس ته ننوتل. واټرلو کې ماتې د فرانسې د سترواک په توګه د ناپيليون واکمني پای ته ورسوله او له تبعيد څخه د هغه د بېرته راستنېدنې د سل ورځو پای يې په نښه کړ. دې جګړې لومړۍ فرانسوي سترواکي پای ته ورسوله او د لړيز اروپايي جګړو او د لسيزو يو څه (نسبي) سولې تر منځ يې تاريخي واټن وټاکه، چې زياتره وخت ورته پاکس بريتانيکا “Pax Britanica” ويل کېږي. د جګړې ډګر د بلجيم د براين ايلوډ او لاسني په سيمو کې د بروکسل شمال ته نږدې ۱۵ کېلو متره (۹،۳ ميله) او د واټرلو له ښارګوټي خه نږدې ۲ کېلو متره (۱،۲ ميله) لرې پروت دی. د جګړې د ډګر سيمه باندې نن ورځ د لاين د مونډ “Lion’s Mound” يا د زمري د غونډۍ څلی ولاړ دی، چې په خپله د جګړې له ډګر څخه له اخيستل شوې خاورې څخه جوړ يوه مصنوعي غونډۍ ده؛ غونډۍ ته نږدې د جګړې د ډګر نقشه کښنه يا ټوپوګرافي تر اوسه په ښه ډول نه ده خوندي شوې. [۲][۳]
پېژندګلوي
سمولد ۱۸۱۵ز کال د مارچ په ۱۳ پاريس ته د ناپيليون له رسېدلو څخه شپږ ورځې مخکې په ويانا کانګرس کې قدرتونو نوموړی ناقانونه اعلان کړ. څلور ورځې وروسته انګليستان، روسيې، اتریش او پروس د ناپيليون د ماتولو په موخه پوځونه چمتو کړل. په ګواښونکي ډول بې شمېره پوځ لرونکی ناپيليون په دې پوهېده، چې يو ځل که پر فرانسې له بريد څخه د اوم ايتلاف د يو يا زياتو غړو د بې زړه کولو برخه کې د هغه هڅې بې پايلې شوې، نو واک کې د هغه د پاتې کېدو يوازينۍ موکه به بريد کول وي، مخکې له دې چې ايتلاف چمتو شي. [۴][۵][۶]
که چېرې ناپيليون د بروکسل په سويل کې د شته ايتلافي ځواکونو له پياوړي کېدلو څخه مخکې د هغوی په له مينځه وړلو کې بريالی شوی وی، نو نوموړي به ښايي دا وړتيا هم درلودلی وی، چې سمندرګي ته په شا وتمبوي او پروسيان له جګړې څخه وباسي. دې حالت به نوموړي ته په پرېکنده ډول وخت ورکړی وی، چې مخکې له دې چې خپل پوځونه د اتريشانو او پروسيانو پر وړاندې وګرځوي، زيات خلک وګوماري او روزنه ورکړي. [۷][۸]
ناپيليون لپاره يوه بله اندېښنه دا وه، چې فرانسوي بريا ښايي د دې لامل شي چې بلجيم کې فرانسوي ژبي خواخوږي دوستانه اوښتونه پيل کړي. همدا راز بلجيم کې ايتلافي سرتيري په پراخه کچه دويمه ليکه ځکه وو، چې زياتره واحدونه شکمن او ژمن وو او د ټاپو وزمې جګړې “Peninsular War” زياتره برتانوي ماهر تجربه لرونکي غړي د ۱۸۱۲ز کال جګړه “War of 1812” کې د جنګېدلو په موخه شمالي امريکا ته استول شوي وو. [۴]
د برتانوي قوماندان ويلېنګټن لومړني دريځونه په دې نيت وو، چې د ناپيليون د ګواښ مخنيوی وکړي، چې د مونس له لارې يې د بروکسل سوي لويديځ ته د حرکت په واسطه ايتلافي پوځونه رانغاړل. دې کار ښايي ويلېنګټن د پروس ځواکونو ته نږدې کړی و، چې ګيبهارډ ليبيريکټ اون بلوچر يې مشري کوله، مګر په ورته وخت کې يې ښايي اوسټينډ “Ostend” کې له خپل مرکز سره د نوموړي اړيکې پرې کړې وې. د ويلېنګټن د خپرېدنې د ځنډولو په موخه ناپيليون ناسم استخبارات خپاره کړل، چې وړانديز يې وکړ چې له له کانال بندرونو څخه بايد د ويلېنګټن د بشپړتيا (اکمال) لړۍ پرې شي. [۹][۱۰]
په جون کې ناپيليون خپل ټول پوځ نږدې ۳۰۰۰۰۰ تنو ته لوړ کړ. واټرلو کې د نوموړي په واک کې پوځ د يادې کچې له درېيمې برخې څخه هم کم و، مګر د نږدې ټول غړي ژمن او تجربه لرونکي سرتېري وو. ناپيليون خپل پوځ د مارشال ني “Marshal Ney” په مشرۍ په کيڼ اړخ، د مارشال ګروچي “Marshal Grouchy” په مشرۍ په ښي اړخ او تر خپلې مشرۍ لاندې زېرمه ځواکونو باندې ووېشه او سره له دې هم ټولې درې واړه برخې د يو بل د ملاتړ په موخه پوره نږدې پاتې شوې. د جون د ۱۵ نېټې له سبا راختلو څخه مخکې چارليروی ته نږدې له پولې څخه په تېرېدلو سره، فرانسې په چټکۍ سره د ايتلاف د مخې سنګرونو څخه تېر شو او د ويلېنګټن او بلوچر د پوځونو تر منځ يې د ناپيلون «مرکزي موقعيت» خوندي کړ. نوموړي هيله درلوده، چې دا چاره به د هغوی د يو ځای کېدلو مخنيوی وکړي او هغه به د دې وړتيا ولري، چې لومړی د پروس او وروسته د ويلېنګټن پوځ له مينځه يوسي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
يوازې د جون د ۱۵ نېټې د شپې ناوخته ويلېنګټن باوري شو، چې چارليروی بريد د فرانسي اصلي پورې وهل وو. د جون د ۱۶ په لومړيو ساعتونو کې بروکسل کې د رېکموند د سيمې په دوچيس “Duchess” کې نوموړي د پرېنس اف اورنج “Prince of Orange” له لورې يو پيغام تر لاسه کړ او د ناپيليون د پرمختګ له چټکۍ څخه يې ټکان وخوړ. نوموړي په چټکۍ سره خپل پوځ ته امر وکړ، چې پر کواټري براس باندې تمرکز وکړي، چې پرېنس اف اورنج په کې د ساکسي-ويمار د شهزاده برنهارد “Prince Bernhard of Saxe-Weimar” له غونډ سره يو ځای د ني “Ney” د کيڼ اړخ سرتېرو پر وړاندې نازک دريځ [حالت] درلود. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ Albert Smith, Charles Dickens, William Harrison Ainsworth (eds.) (1851) Bentley's Miscellany, Volume 30, Publisher, Richard Bentley, p. 57
- ↑ Wikiquote:Wellington citing Creevey Papers, ch. x, p. 236
- ↑ Marcelis 2015.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Chandler 1966، مم. 1016, 1017, 1093.
- ↑ Hamilton-Williams 1993، م. 59.
- ↑ Brown University Library.
- ↑ "The campaign of 1815: a study – A fundamental choice: a defensive or offensive war" (PDF). Waterloo Campaign NL (PDF). بياځلي په 8 April 2020.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Siborne 1895، مم. 320–323.
- ↑ Hofschröer 2005، مم. 136–160.
- ↑ Siborne 1895، م. 82.
- ↑ "Battle of Waterloo – Opening moves". National Army Museum. بياځلي په 17 April 2020.
- ↑ Mark Simner (15 May 2015). An Illustrated Introduction to the Battle of Waterloo – Quatre Bras and Ligny. Amberley Publishing Limited. ISBN 978-1-4456-4667-1.
- ↑ John Hussey (30 September 2017). Waterloo: The Campaign of 1815, Volume II: From Waterloo to the Restoration of Peace in Europe. Pen and Sword. pp. 178–. ISBN 978-1-78438-202-5.
- ↑ Alasdair White. The Road to Waterloo: a concise history of the 1815 campaign. Academia. بياځلي په 19 April 2020.
- ↑ Herold 1967، مم. 53, 58, 110.
- ↑ "The Battle of Quatre Bras (June 16th 1815)". Archive Org. خوندي شوی له the original on 25 November 2006. بياځلي په 17 April 2020.
- ↑ Mark Simner (15 May 2015). An Illustrated Introduction to the Battle of Waterloo – Quatre Bras and Ligny. Amberley Publishing Limited. ISBN 978-1-4456-4667-1.
- ↑ Bryan Perrett (20 November 2013). Why the Germans Lost: The Rise and Fall of the Black Eagle. Pen and Sword. pp. 51–. ISBN 978-1-78159-197-0.
- ↑ Longford 1971، م. 508.