د هېوادونو په اساس د بیان ازادي

د بیان ازادي یو ذاتي بشري حق دی چې د هغه په واسطه د سانسور یا مجازاتو له ویرې پرته یو وګړی خپل غږ په عامه توګه پورته کوي. "بیان" یوازې عادي خبرو ته نه ويل کېږي بلکه عموماً د بیان نور ډولونه هم په کې شامل دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې دا حق خوندي شوی او د ډېرو هېوادونو د قوانینو له خوا په رسميت پېژندل شوی دی. خو تر هغه کچې چې په عمل کې دا حق خوندي کېږي، د هېوادونو تر منځ توپیر لري. په ډېری هېوادونو کې، په ځانګړې ډول د استبدادي حکومتونو په موجودیت کې، په ښکاره ډول حکومتي سانسور پلي کېږي. سانسور هم په بېلابېلو ډولونو کې پلی کېږي (د پروپاګند ماډل ته مراجعه وکړئ) او ستونزو ته لکه د کرکې وینا، فحشا، او د بدنامۍ قوانین بېلابېلې تګلارې شتون لري. 

لاندې نوملړ په نسبي توګه د اړوندو هېوادونو د حکومتونو ادعاګانو څخه ترتیب شوی او په بشپړ ډول حقیقي وضعیت نه بیانوي. مګر د معلوماتو ډېری برخې د حکومتونو د ادعا شوو حقیقتونو ترڅنګ د هغوی د اعتبار په اړه هم معلومات لري.

نړیوال قانون

سمول

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه، چې په ۱۹۴۸ کال کې تصویب شوه، په ۱۹ ماده کې داسې وایي:

هر څوک د نظر او د بیان د ازادۍ حق لري؛ دا حق له لاسوهنې پرته د نظرونو د وړاندې کولو ازادي او بې له کومې پولې د هرې رسنۍ له لارې د معلوماتو او نظریاتو د لټولو، ترلاسه کولو او خپرولو ازادي په ځان کې را نغاړي.   [۱]

له تخنیکي اړخه، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه لیک په توګه، نه د یو تړون په توګه، دا سند د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو باندې په بشپړه توګه الزامي نه دی. له دې سره، په داسې حال کې چې د دې سند ځینې احکام د دودیز نړیوال قانون برخې تشکیلوي، په دې اړه اختلاف شته. د بیان ازادۍ ته په نړیوال قانون کې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال تړون له خوا چې په شاوخوا ۱۴۰ هېوادونو باندې الزامي دی، مبهم خوندیتوب ورکړل شوی دی. 

آیرلند، ایټالیا، لوګزامبورګ، موناکو، استرالیا او هالنډ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب په ترځ کې د ۱۹ مادې په خوندیتوب ټینګار وکړ ځکه چې دې مادې ممکن د دوی د نشراتو تنظیم او د جواز سیستم تر اغېز لاندې راوستلو. [۲]

افریقا

سمول

د افریقایي هېوادونو ډېری اساسي قوانین د بیان د ازادۍ لپاره قانوني خوندیتوب په نظر کې نیسي، چې کچه او پلي کول یې نظر هېواد ته توپیر لري. 

سینيګال

سمول

د ټولو افریقایي هېوادونو تر منځ سینیګال د بیان د ازادۍ په برخه کې قاطع هېواد دی. دغه هېواد د بشري حقونو او د بیان ازادۍ په برخه کې ډېرې فعاله ټولنې لري. سینیګال همدارنګه په دین باندې د عمل کولو او یا نه کولو ازادي لري.  

اریتریا 

سمول

مالاوي

سمول

موریتانیا

سمول

نایجیریا

سمول

سیرالیون

سمول

سومالیا

سمول

سویلي افریقا

سمول

د اپارتاید نژاد پالونکي حکومت په دوران کې، د اپارتاید قانون له مخې، لکه د ۱۹۲۷ کال بومي ادارې قانون او د ۱۹۵۰ کال د کمونیزم د ځپلو قانون، د بیان ازادي محدوده کوله. د سویلي افریقا د نژادپالنې او تبعیض د تاریخ په ترځ کې، په ځانګړې توګه د اپارتاید په دوره کې، د سویلي افریقا د جمهوریت د ۱۹۹۶ ز کال اساسي قانون د ځینو مشخصو لاملونو پر بنسټ له نفرت او کیني څخه دفاع منع کوي. د بیان او نظر ازادي دواړه د سویلي افریقا د حقوقو د اعلامیې د یوې برخې او د اساسي قانون د دویم فصل پر بنسټ خوندي او محدود دي. ۱۶ برخه لاندې احکام وړاندې کوي:    [۳][۴]

۱۶. د بیان ازادي

۱. هر وګړی د بیان د ازادی حق لري، چې لاندې موارد په کې شامل دي:

a.    د مطبوعاتو او رسنیو ازادي

b.    د معلوماتو یا نظریاتو د ترلاسه کولو او رسولو آزادي

c.     د هنري نوښت آزاداي؛ او

d.    علمي آزادي او د علمي څېړنو آزادي.

۲. په لمړۍ فرعی برخه کې حقوق، لاندې موارد تر پوښښ لاندې نه نیسي

a.    د جګرې لپاره پروپاګند

b.    د قریب الوقوع تاوتریخوالي هڅول؛ یا

c.     د نفرت دفاع چې د نژاد، قوم، جنسیت یا مذهب پر بنسټ وي او دا سې هڅونه چې د زیان لامل شي.

د سویلي افریقا د اساسي قانون محکمې په ۲۰۰۵ کال کې د لف اېت آف (ورپورې و خاندی)  پروموشن کمپنۍ او د سویلي افریقا د بیر جوړونې نړوالې کمپنۍ په قضیه کې یو نړوال مثال وړاندې کړ. دا کار هغه مهال وشو چې د رایج فرهنګ د مخالفت یوې کوچنۍ (ورپورې و خاندی) یا لف اېت آف د بیان د ازادۍ حق د بیر د تولید د نړۍ د دویمې لویې کمپنۍ د سوداګریز نښان تر خوندیتوب ډېر دروند و ارزول شو. اوس مهال، د سویلي افریقا ملي شورا د کرکې د بیان او د کرکې د جرمونو د کمولو په موخه د یوه قانون په تصویب غور کوي. [۵][۶]

سویلي سودان

سمول

سودان

سمول

دین ته سپکاوی په سودان کې د دین د توهین د قانون په بنسټ منع دی.

تونس

سمول

په تونس کې د بیان ازادي یوه جنجالي  او ګونګه موضوع ده. هنرمندان، خبریالان او وګړي په ازاده توګه د خپل نظر د څرګندلو پر مهال له ځورونې سره مخامخ کېږي. د ټونس له انقلاب وروسته د تونس د عدلي نظام او قاضیانو د بیان د ازادۍ په برخه کې همدا رنګه له لږ تجربې دود څخه برخمن دي.

ټونیسي رپ سندرغاړي علاء یعقوبي د ۲۰۱۳ زکال د جون په ۱۳، (aka "Weld El 15")  په بند محکوم شو او د دوه کالو بند سزا ورکړل شوه ځکه د هغه سندره "البولیسیا کلب" ("پولیس سپي دي") د تاوتریخوالي او نفرت هڅونې په توګه و ګڼل شوه. د محکمې پرېکړه د استیناف ته راجع شوه او د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۲ اعلان شوه، پداسې حال کې چې علاء یعقوبي په زندان کې بند و.  [۷]

زیمبابوې

سمول

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. General Assembly of the United Nations (1948-12-10). "Universal Declaration of Human Rights" (pdf) (in انګليسي and فرانسوي). pp. 4–5. بياځلي په 2007-05-06.
  2. Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights. "List of Declarations and Reservations to the International Covenant on Civil and Political Rights". خوندي شوی له the original on 2007-01-22. بياځلي په 2007-05-06.
  3. Clark, Nancy L. (2016). South Africa : the rise and fall of apartheid. William H. Worger (Third ed.). Abingdon, Oxon. ISBN 978-1-138-12444-8. OCLC 883649263.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  4. "Freedom of Expression". خوندي شوی له the original (doc) on 2007-06-14. بياځلي په 2007-05-06.
  5. "Laugh It Off Promotions CC v South African Breweries International (Finance) BV t/a Sabmark International and Another (CCT42/04) [2005] ZACC 7; 2006 (1) SA 144 (CC); 2005 (8) BCLR 743 (CC) (27 May 2005)". www.saflii.org. بياځلي په 2019-07-23.
  6. "Prevention and Combating of Hate Crimes and Hate Speech Bill, 2018 » Publication of explanatory summary of the prevention and combating of the Bill". www.greengazette.co.za. بياځلي په 2018-11-02.
  7. "Tunisie: le verdict du procès en appel du rappeur Weld El 15 reporté au 2 juillet" ("Tunisia: the verdict on the appeal of rapper Weld El 15 postponed to July 2"), Fethi Belaid, L'Express (AFP), 25 June 2013