د هډوکو ناروغۍ

دهډوکو ناروغي (استيؤپروز ):Osteoporosis دي ناروغي ته په انگليسي استيؤپروز او دخلگو په ژبه دهډوکو ويلي کېدل يا کمزوري ورته وايي .داستيوپروز ناروغي دانسان د وجود تول هډوکي تر تآثير لاندي راولي.داناروغي د پاخه عمر لرونکو انسانانو کې زياته ليدل کېږي چه خصوصا په ښځوکې %80 او نارينو کې %20 فيصده ليدل کيږي .ديو سروي له مخي پدي ناروغي اخته کسانو شميره په امريکا کې تقريبآ لس ميلونوته رسيږي .ددي ناروغي هم تداوي سته او هم يي مخنيوي کېږي خو څرنگه چه داناروغي په کراره کراره او دوخت تيريدوسره په انسا ن کې پیداکېږي نو تداوي يي هم لږڅه وخت نسي اوپه تددرجي ډول جوړيږي لږ حوصله پکارده.

دهډوکو جوړښت سمول

دهډوکو جوړښت دسفنج په شکل له عضوي ,غير غضوي موادو او حجروچخه جوړشوي دي غيرغضوي مواد يي لکه کلسيم ,فاسفور....او حجري يي لکه اوستيوبلاست,اوستيوکلاست,کوندروسيت,اوستيوسيت اوداسي نور دي خو ددي حجرو چخه بعضي حجری دزاړه هډوکي په له منځه وړلوکې او بعضي حجري بيا دنوي هډوکې په جوړولو کې مسؤليت لري خو کله چه ددوي ترمنځ دغه منظم ميکانيزم دمنځه ولاړشي دهډوکو ناروغي منځته راځي پدي معني چه هغه حجري چه دزا ړه هډوکودمنځه وړلو دنده لري خپل فعاليت ته دوام ورکوي خو هغه حجري چه دنوي هډوکو دجوړلودنده لري فعاليت يي ولاړ وي نو پدي وخت کې هډوکی کمزوري کېږي کوچني کېږي مگر غټږي نه اوتوجه بايد ډيره وکي چه ډيردرانه کارونه او مشکل حرکتونه ونه کي ځکه پدي ناروغي اخته کس هډوکي په ډيره اساني سره ماتيږي اوبيا يي جوړيدل په ډيرتکليف کېږي.

بله خبره داده چه کلسيم دهډوکي په جوړښت ډير مهم رول لري خو تر پنځه ديرش 35 کلني ورسته کلسيم په وجود کی په زياته اندازه مصرف اودوجوچخه وځي نو په هم هغه اندازه کلسيم لرونکي مواد باید زيات وخوړل شي ترڅو دوجودڅخه وتلي کلسيم او وجودته دخل شوي کلسيم په توازن کې سره راشي.دناروغي شدت والي درجه مريض تر مريضه فرق کوي په بعضوکې شديده وي خو په بعضوکې بيا سپکه وي. داناروغي دسن سال له نگاه په ښځو کې یی احتمال داسي شکل وي چه عمر 50 او 60 کاله ترمنځ وي احتمال %40-50 چه عمريي 60او 70 ترمنځ وي احتمال %70 چه عمر يي تر 70کاله لوړوي احتمال %85-95 دي .

داستيؤ پروز ناروغي عاملونه ياسببونه سمول

  1. سن او سال چه تر 65 کلني پورته سي.
  2. ارثي يا جنتيک.
  3. دکلسيم کموالي.
  4. د وټامين ډي کموالي.
  5. سگريت څکول.
  6. الکول استعمالول
  7. ډنگر والي چه دوجود وزن تر 56 کليوگرامه کم وي.
  8. غير منظم غذايي خوا ړه.
  9. روماتيزم ناروغي
  10. داوږده وخت لپاره گلوکوکورتيکويددواگاني استعمالول.,..
  11. دچاو زیات چښل هم کله کله دپښتورگودلاری کلسیم دوجود څخه باسی.

دناروغي نښي نښاني: سمول

  1. دوږو درد
  2. دستون فقرات او ملادرد.
  3. دهډو درد.
  4. دخوب خرابوالي.
  5. بي اشتهايي.
  6. خستگي او دستړيا حس.
  7. دخلگوسره په اجتماعي اړيکووکې کي کموالي .
  8. په روحی دول دمرگ بيره ورسره.

داپورته هغه نښي نښاني دي چه اکثره وخت ددغه ناروغي سره ملگري وي. دناروغي تشخيص ډاکتر له خوا د ځنيو معايناتو په واسطه ايښودل کيږي لکه په وينه کي دکلسيم مقدار .راډيولوژيک عکس دهډوکوچخه.دمريض شکايت اوريدل اوداسي ...

دناروغي تداوي; سمول

  1. منظمه غذا
  2. په کافي اندازه کلسيم اخيستل
  3. دلمر دوړانگو چخه استفاده کول
  4. د ډي ويتامين لرونکو موادو چخه استفاده کول.
  5. دزياتي مالگي داستعمال چخه ځان ساتل
  6. دسگريټو دڅکولوچخه ځان ساتل
  7. منظم او سپک فزيکي تمرين لکه قدم وهل سپک حرکتونه,بايسکل چلول...
  8. سپورت په هفته کي څلور واري يوساعت په اندازه.

دپورته ذکرشوو شيانو څخه تر ټولو مهم او تاثيرناکه شي دکلسيم لرونکو موادو څخه استفاده کول دي چه داستيوپروز په مريضی اخته کس بايد په ورځ کي 1500 ملي گرامه کلسيم واخلي چه يو مثال يي په لاندي ډول دي دهغه له مخي تقريبي حساب ورته کولاي شي

  1. يوغاب مستي تقریبا 450 ملي گرامه کلسيم لري.
  2. يوپياله شيدي تقریبآ300 ملي گرامه کلسيم لري.
  3. يوه پياله شلومبي تقریبآ 285 ملي گرامه کلسيم لري.
  4. يوه کوچني ټوټه پنير يا په اصطلاح چکيده 115 ملي گرامه کلسيم لري
  5. يو کوچني گلاس شريخ 120 ملي گرامه کلسيم لري
  6. دماهي غوښه کوچني ټوټه 324 ملي گرامه کلسيم لري,

دپورته مثالو په نظر کي نيولوسره خپله روزانه کلسيم مقدار تقريبي حسا ب کولاي شي فقط کلسيمي مواد يو منفي تاثيرلري هغه داچه که زيات استعمال شي کيداشي دقبض سبب شي نور نو کم داسي خاص تاوان نلري کوشش کوي چه دلبنياتو چخه زياته استفاده وکي ځکه په زياته اندازه کلسيم لري.

همدرا رنگه د ډي ويټامين هم په کلموکي کي دکلسيم په جدب کي ډير غټ رول لوبوي او هروخت بايد استفا ده تري وشي د ډي ويټا مين مهمه منابع دلمر وړانگي دي چه په ورځ د 15 دقيقولپاره مخ,لاسونه, بازوگان ,مخامخ لمرته نيول کيفايت کوي. همدارنگه ددي ناروغي لپاره مختلفي دواگاني شته چه د ډاکتر دمشهوري مطا بق ور کول کيږي یوڅومثالونه یی دادی Bisphosphonates: __ Alendronate =Fosfamax __ Risedronate = Actonel __ Ibandronate = Borniva __ Zoledronic acid = Reclas

خداي دي وکړي چه معلومات مو دخوښي وړ گرځيدلي وي. ترتيب کوونکي عبـــــــــدالصمــــــــــدنظــــــــــري.

سرچینې سمول