د هنګري له خوا د کارپاتیان حوزې فتح

د هنګري له خوا د کارپاتیان حوزې فتح، د هنګري فتحې او یا د هنګري له خوا د ځمکې غضب ( هنګري: honfoglalás یعنې د هېواد فتح) د تاریخي پېښو هغه لړۍ ده، چې د نهم او لسمې پېړیو په وروستیو کې په مرکزي اروپا کې د هنګري له مېشتیدو سره پای ته ورسېده. دغه راز د هنګري له راتګ نه مخکې د منځنۍ پېړۍ درېیو قدرتونو لومړۍ د بلغاریا سترواکۍ، ختیځه فرانسه او موراویا د کارپاتیان حوزې د کنټرول لپاره یو له بل سره په جګړو بوخت وو، چې یادو قدرتونو کله ناکله د هنګري اس سپاره ځواکونه د سرتېرو په توګه ګومارل او په دې توګه هنګري چې د کارپاتیانو د ختیځې سیمې په پونټیک دښتو کې ژوند کاوه د خپل راتلونکي ټاټوبي په توګه د دغې سیمې په نیواک پیل وکړ.[۱][۲][۳][۴]

معاصرې سرچینې تاییدوي چې هنګریان په ۸۹۴ یا ۸۹۵ ز کلونو کې د پیچنیګانو او بلغاریایانو له خوا د ګډ برید وروسته له کارپاتیان غرونو نه تیر شول. دغه راز په ۹۰۰ ز کال کې دوی لومړی د ډینیوب سیند ختیځ نه ښکته سیمې ونیولې او په پانونیا (د سیند لوېدیځ ته سیمه) یې برید وکړ او ونیوله. همدارنګه دوی په موراویا کې له کورنۍ جګړې نه د ګټې په پورته کولو سره  د ۹۰۲ او ۹۰۶ز کلونو ترمنځ یاد دولت ویجاړ کړ.[۴]

هنګري د ۹۰۷ز کال د جولای په ۴مه د بریزالاسپورک (Brezalauspurc) په جګړه کې د باویریا پوځ ته په ماتې ورکولو سره پر کارپاتیان حوزې باندې خپل کنټرول پیاوړی کړ. دوی د ۸۹۹ او ۹۵۵ ز کلونو ترمنځ یو لړ غلچکي بریدونه ترسره کړل او د ۹۴۳ز او ۹۷۱ز کلونو ترمنځ یې د بیزایسي سترواکۍ هم په نښه کړې. دغه راز دوی په تدریجي ډول په یاده حوزه کې مېشت شو او د ۱۰۰۰ز کال په شاوخوا کې د هنګري سلطنت په نوم یو عیسوي مذهبه سلطنت رامنځته کړ.

هنګریان مخکې له فتحې سمول

د جورج راهب له خوا د لیکل شوي تاریخونو په تسلسل د هنګریانو په اړه ځینې پریکڼده یادونې کړي.  په دې کې راغلي چې د هنګري جنګیالیو په ۸۳۶ یا ۸۳۷ز کال کې د بیزانسي سترواکې او بلغاریایانو ترمنځ په جګړه کې د بر ډینیوب په سیمه کې د بیزانسي سترواکې په ملاتړ مداخله وکړه. دغه راز په مرکزي اروپا د هنګريانو لومړی پېژندل شوی برید د سینټ بیرتین په تاریخچه کې ثبت شوی. یاده تاریخچه چې د « هنګریانو په نوم دښمنان، چې تر دې دمه نامعلوم دي» په نوم ده دا په ډاګه کوي چې په ۸۶۲ ز کال کې یې د المان پاچا لوئس سلطنت ویجاړ کړۍ. ویکتور سپینی او نور تاریخپوهان بیا داسې استدلال کوي چې د موراویا رتیسلاو د المان پاچا لوئس سره په جګړه کې هنګریان وګومارل ترڅو پر ختیځه فرانسه یرغل وکړي. دغه راز د سالزبورګ ستر اسقف تیوتمار په خپل ۹۰۰ لیک کې دا په ډاګه کوي چې د رتیسیلا موراویان زیاتره د المانانو په وړاندې له هنګریانو سره ملګري وو.[۵][۶][۷][۸][۹]

Porphyrogenitus یادونه کوي تر هغه چې هنګریانو په کارپاتیانو باندې برید کاوه په هغه سیمه کې چې دوی یې «Atelkouzou» په نوم یادوي ژوند کاوه. دغه راز هغه زیاتوي چې «Atelkouzou» په هغه سیمه کې موقعیت درلود چیرې چې د باروش، کوبو، ترولس، برتوس او سرتوس سیندونه بهېدل. که څه هم د لومړیو دوو سیندونو پېژندنه د دنیپر او جنوبي بګ سره په متفقه توګه نه دې منل شوې، خو وروستني درې سیندونه بې له شکه د دنیسټر، پروت او سیرت سیندونو ته اشاره کوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

 پروم او نورو معاصرو لیکوالانو د نهمې پیړۍ هنګري د کوچي جنګیالیو په توګه انځوروي. دغه راز د پروم  په وینا امپراتور لیو په خپلو پوځي تاکتیکونو کې د اسونو نه کار اخیسته، ځکه د هنګري جنګیالیو په قبرونو کې موندل شوي د اسونو کوپړۍ د دې اسونو او د لوېدیځ اسونو نسلونو ترمنځ کوم مهم توپیر نه دی ښودلی. همدارنګه هغه زیاتوي د هنګریانو په غشی ویشتنه کې خاص مهارتونو درلودل او د یادو کمانونو پاتې شوني ښيي چې کمانونه د هنګريانو تر ټولو مهمه وسله وه.[۱۶][۱۷][۱۸]

د هنګري فتحه سمول

درې بېلابیل اندونه د هنګري له خوا د کارپات نیواک لاملونه په ګوته کوي، چې لومړی اند داسې استدلال کوي چې دا یو پوځي عملیات د یوې نوې سیمې د اشغال په موخه و دا نظر ( د باکی او پاډاني له خوا وړاندې شوی)، خو مخالف اند په دې باور دی چې د پیچنیګ او بلغاریا ګډ بریدونه هنګریان دې اشغال ته اړ کړه، چې کریسټو، توث او د دې تیورۍ نور پلویان د بلغاریا او پیچینګ ایتلاف سره د هنګریانو د ښکېلتیا او د پونټیک سټیپس نه د دوی د وتلو تر منځ د تړاو په اړه د فولډا، پروم او پورفیروجینیتس له خوا چمتو شوي ګډو شواهدو ته اشاره کوي. دغه راز بیا یوه منځمهاله تیوري داسې وړاندیز کوي چې هنګریان له لسیزو راهېسې لوېدیځ ته د تګ په فکر کې و، چې د بلغاریا او پیچنګ ګډ یرغل د هنګریان پریکره له پونټیک دښتو نه د ووتلو له امله لا پیاوړې کړه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په حقیقت کې، د یوولس کلن ځنډ وروسته هنګریان په ۸۹۲ز کال کې د کارپاتیان سیمې ته راستانه شول. دوی د لومړي موراویا په وړاندې له ختیځې فرانسه نه د ارنولف مرستې ته راغلل. د کوروی ویډوکینډ او د کریمونا لیوتپراند د امپراتورۍ د پولو په اوږدو کې د جوړ شوي دفاعي لیکو د ویجاړولو له امله فرانک پاچا ګړم وګاڼه، ځکه چې دې کارهنګریانو ته ځواک  ورکړ چې د یوې لسیزې په اوږدو کې  په ختیځې فرانسې یرغل وکړي.[۲۶][۲۷]

یوه سرچینه د Aventinus په نوم زیاتوي چې کرشن (کوسالا) د هنګریانو پاچا دا شرط وټاکه چې د هغه خلک به یوازې هغه مهال له موراویانو سره جګړه وکړي چې هغه ځمکې تر لاسه کړي چې دوی یې د اشغال هوډ درلوده. دغه راز Aventinus څرګندوي چې په ۸۹۳ ز کال کې هنګریان د ډینیوب او ګارام ختیځه ټیزا د خپل واک لاندې راوسته. همدارنګه تاریخپوه کریسټو استدلال کوي چې Aventinus د هنګري  قبیلوي کنفدراسیون د مرستندویه سرتېرو له خوا د کارپاتیان حوزې ختیځې سیمې د لومړني اشغال په توګه په ګوته کوي.[۲۶][۲۸][۲۸][۲۹]

Annals of Fulda په ۸۹۴ ز کال کې یادونه کوي چې هنګري د ډینیوب له لارې پانونیا ته لاړ، چیرې چې دوی « په بشپړ ډول نارینه او زاړې میرمنې ووژلې او ځوانې ښځې یې د غواګانو په څېر یوازې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره له ځان سره بیولې او ټول سیمه یې به په یوې کنډواله بدله کړه». دغه راز ګیورفي، کریسټو، رونا تاس او نور تاریخپوهان په دې باور دي چې هنګريانو د موروایا له پاچا سره په اتحاد کې په پانونیا برید وکړ. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۱][۳۵]

د بلغاریا او بیزانس امپراتورۍ ترمنځ اړیکې په ۸۹۴ ز کال کې هغه وخت خرابې شوې چې امپراتور لیو د بلغاریا سوداګر اړ کړل چې قسطنطنیه پریږدي او په تیسالونیکي کې مېشت شي. وروسته د بلغاریا تزار لومړۍ سایمون د بیزانس په سیمو یرغل وکړ او په دې ډول د سترواکۍ یو کوچني پوځ ته یې ماتې ورکړه. بیزانسیان هنګري ته ورغلل تر څو هغوی له بلغاریا سره د جګړې لپاره وګوماري. او په دې ډول د بیزانس سفیر نیکیتاس سکلیروس د هنګري له مشرانو ایرپاډس او کرشانانو (کوسان) سره یو تړون لاسلیک کړ او بیزانس کښتیو د هنګري جنګیالي له ټیټ ډینیوب نه لېږدول په دې توګه هنګري پر بلغاریا یرغل وکړ او تزار سایمون یې دې ته اړ کړ چې د دسټرا کلا (اوسنۍ سلیسترا، بلغاریا) ته وتښتي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

په داسې حال کې چې هنګري له شمال نه او بیزانسانو له سویل نه پر بلغاریا باندې برید وکړ. تزار سایمون د بیزانس امپراتورۍ ته د اوربند وړاندیز کولو لپاره استازي واستول. په دې وخت کې يې پېچنګيانو ته هم يو استازۍ واستاوه چې هغوی د هنګري پر ضد راوپاروي. هغه بریالی شو او پیچنیګ له ختیځ نه د هنګري خاورې ته ننوتل او د هنګري جنګیالي یې دې ته اړ کړل چې له بلغاریا نه شاتګ وکړي او په دې توګه بلغاریایانو پر هنګریانو برید وکړ او ماتې یې ورکړه. دغه راز پېچنیګ د هنګريانو د اوسېدو ځایونه ويجاړ کړ او هغه کسان چې د دوه ګوني برید نه ژوندي پاتې شوي وو د پونټیک دښتو پرېښودلو ته اړ شو او د نوو ځمکو په لټه کې کارپاتیانو ته لاړل. [۳۸][۴۱][۴۲]

سرچينې سمول

  1. Roman 2003، ص. 145.
  2. Tóth 1999، note 2 on p. 23.
  3. Kristó 1996a، ص. 191.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Kontler 1999، ص. 42.
  5. Bowlus 1994، ص. 237.
  6. Spinei 2003، ص. 50.
  7. Curta 2006، ص. 123.
  8. Engel 2001، صص. 10.
  9. Kontler 1999، ص. 39.
  10. Constantine Porphyrogenitus: De Administrando Imperio (ch. 38), p. 173.
  11. Curta 2006، ص. 124.
  12. Kristó 1996a، صص. 148., 156.
  13. Spinei 2003، صص. 42–43.
  14. Kristó 1996a، ص. 156.
  15. Spinei 2003، ص. 44.
  16. Anonymus, Notary of King Béla: The Deeds of the Hungarians (ch. 1.), p. 11.
  17. Kristó 1996a، صص. 116–117.
  18. Makkai 1994، ص. 10.
  19. Róna-Tas 1999، ص. 336.
  20. Tóth 1998، صص. 169–170.
  21. Kristó 1996a، صص. 181–182.
  22. Tóth 1998، صص. 170., 226., 234.
  23. Tóth 1998، ص. 170.
  24. Tóth 1998، صص. 169., 230–231.
  25. Tóth 1998، ص. 169.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Kristó 1996a، ص. 175.
  27. Bowlus 1994، ص. 241.
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Kristó 1996b، ص. 107.
  29. Madgearu 2005b، ص. 91.
  30. The Annals of Fulda (year 894), p. 129.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Kristó 1996a، ص. 177.
  32. Tóth 1998، ص. 150.
  33. Tóth 1998، صص. 149–150.
  34. Róna-Tas 1999، ص. 332.
  35. Bowlus 1994، ص. 240.
  36. Kristó 1996a، ص. 186.
  37. Kristó 1996a، ص. 183.
  38. ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ Fine 1991، ص. 138.
  39. Curta 2006، ص. 178.
  40. Fine 1991، ص. 137.
  41. Fine 1991، ص. 139.
  42. Engel 2001، ص. 12.