د هنګري بهرني اړیکې

هنګري په مرکزي او ختیځه اروپا کې پراخ نفوذ لري او په نړیوالو چارو کې د منځنۍ کچې ځواک دی. د هنګري بهرني سیاست په څلورو بنسټیزو ژمنو ولاړه ده: چې د اتلانتیک همکارۍ، د اروپا ادغام، نړیواله پراختیا او نړیوال قانون دي. د هنګري اقتصاد په نسبتاً آزاد دی او په نړیواله سوداګرۍ زیاته تکیه کوي. [۱][۲]

د ۱۹۵۵ کال د ډسمبر راهیسې هنګري د ملګرو ملتونو غړی دی او د اروپایي ټولنې، ناټو، د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD)، د وایشېګراد ډلې، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا WTO، نړیوال بانک، په زیربنا کې د بانګونې آسیایي بانک یا AIIB او د پیسو د نړوال صندوق یا IMF غړیتوب لري. هنګري په ۲۰۱۱ کال کې د نیم کال لپاره د اروپایی ټولنې د شورا مشري په غاړه واخیسته او بل به په ۲۰۲۴ کال کې وي. د خپل ناخالص ملي عاید څخه. په دې برخه کې، هنګري د اسپانیا، اسراییل یا روسیې په وړاندې ولاړ دی. [۳][۴]

نړیوال سیاسي لوبغاړي په توګه، د هنګري پلازمېنه، بوډاپېسټ د ۱۰۰ نه زیاتو سفارتونو او او نمایندګیو کوربه دی. هنګري د زیاتو نړیوالو سازمانونو د مرکزي او سیمه ییزو فترونو، لکه اروپا د نوښت او ټیکنالوژۍ انسټېتیوټ، د اروپا د پولیسو کالج، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان، د دیموکراتیک لېږد نړیوال مرکز، نړیوالړ زده کړړ د انستیتوت، د کار د نړیوال سازمان، د کډوالی نړیوال سازمان، د نړیوال سره صلیب، د مرکزي او ختیځې اروپا د سیمه ایز چاپیریال مرکز، د ډانیوب کمیسیون او داسې نور، کوربه هم دی.

د ۱۹۸۹ کال راهیسې، د هنګري د بهرني سیاست لوړ هدف په لوېدیځو اقتصادي او امنیتي سازمانونو کې ادغام ته رسېدل و. په ۱۹۹۴ کال کې، هنګري هېواد د سولې لپاره د ملګرتیا پروګرام سره یوځای شو او په فعاله توګه یې په بوسنیا کې پلي کوونکی ځواک IFOR او په بورسنیا او هیرزیګووینا کې د ثبات ځواک یا SFOR د ماموریتونو ملاتړ وکړ. هنګري له ۱۹۸۹ کال راهیسې له اوکراین، سلواکیا او رومانیا سره د بنسټیزو تړونونو په لاسلیک د ګاونډیو هېوادونو اړیکې ښې کړې دي. دا ټول نا حل شوې ځمکنۍ ادعاوې پرېږدې او د رغنده اړیکو بنسټ جوړوي. خو په په رومانیا، سلواکیا او اوکراین کې د هنګري اقلیت د حقونو ستونزه وخت په وخت د دوه اړخیز تاو تریخوالي لامل کېږي. له ۱۹۸۹ کال راهیسې هنګري د OSCE (د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان) ټول سندونه لاسلیک کړي او په ۱۹۹۷ کال کې یې د OSCE د ریاست دنده هم ترسره کړې. د CSCE هیلسنکي د وروستي قانون د احکامو پلي کولو کې د هنګري ریکارډ، چې په کې د وېشل شویو کورنیو بیا یوځای کېدل هم ګډون لري، په مرکزي او ختیځه اروپا کې تر ټولو غوره ګڼل کېږي.

د شوروي ضد مشر، اېمر ناګي له خوا د ۱۹۵۶ کال د نومبر په میاشت کې د لنډمهاله بې طرفۍ له اعلان پرته، له ۱۹۴۷ کال څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د هنګري بهرنی سیاست عموماً د شوروي رهبري تعقیب کړې ده. د کمونیستي دورې په اوږدو کې، هنګري د شوروي اتحاد، پولنډ، چکوسلواکیا، د آلمان دیموکراتیک جمهوریت، رومانیا او بلغاریا سره د دوستۍ، همکارۍ او دوه اړخیزو مرستو تړونونه ساتل. دا هېواد د شوروي تر مشرۍ لاندې د وارسا د تړون او د ختیځ بلاک د سوداګریزې ډلې له بنسټ ایښودونکو غړو څخه و او لومړی هېواد و چې له دې سازمانونو څخه ووت. له ۱۹۸۹ کال وروسته، هنګري لوېدیځ لور ته زیات لېوال شو، چې په  ۱۹۹۹ کال کې د ناټو او په ۲۰۰۴ کال کې د اروپایي ټولنې سره یوځای شو.

بیاکتنه سمول

نورو هېوادو په څېر، د هنګري امنیتي لیدلوری زیاتره د تاریخ او جغرافیې پر بنسټ بڼه اخلي. د هنګري تاریخ، – د سترو ځواکونو له خوا، لکه د عثمانیانو، د هابسبورګ کورنۍ، د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې آلمانان، او د سړې جګړې په جریان کې شوروي، له ۴۰۰ کلونو څخه ډېر تلسط دی - او د سیمه ایز بې ثباتۍ جغرافیه او له هنګري څخه جلا شوي اقلیتونه چې په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، له ځانه سره لري. د هنګري د بهرني سیاست لومړیتوبونه، زیاتره د ۱۹۹۰ کال راهیسې باثباته دي، چې دې فکتورونو ته مستقیم ځواب وړاندې کوي. له ۱۹۹۰ راهیسې، د هنګري د بهرني سیاست لوړ هدف په لوېدیځو اقتصادي او امنیتي سازمانونو کې ادغام ته رسېدل دي.  په ۱۹۹۴ کال کې هنګري د سولې لپاره د ملګرتیا پروګرام سره یوځای شو او په فعاله توګه یې په بوسنیا کې پلي کوونکی ځواک IFOR او په بورسنیا او هیرزیګووینا کې د ثبات ځواک یا SFOR د ماموریتونو ملاتړ وکړ. په ۱۹۹۷ کال کې د هورن حکومت د ناټو او اروپايي ټولنې د غړیتوب د بلنې په ترلاسه کولو سره د هنګري په بهرني سیاست تر ټولو ارزښتمن بریالیتوبونه تر لاسه کړل. هنګري په ۱۹۹۹ کې د ناټو غړی شو او په ۲۰۰۴ کال کې د اروپايي ټولنې غړی شو.

هنګري هم له رومانیا، سلواکیا او اوکراین سره د بنسټیزو تړونونو په لاسلیک سره د ګاونډیو هېوادونو اړیکې پیاوړې کړې دي. دا ټول نا حل شوې ځمکنۍ ادعاوې پرېږدې او د رغنده اړیکو بنسټ جوړوي. خو په سلواکیا او رومانیا کې د هنګري لږکیو د حقونو مستونزه کله ناکله د دوه اړخیز تاو تریخوالي لامل کېږي. هنګري په ۱۹۷۵ کال کې د هیلسنکي د وروستي قانون لاسلیک کونکی و او له ۱۹۸۹ کال په دې خوا یې د CSCE/OSCE ورپسې ټول سندونه لاسلیک کړي او په ۱۹۹۷ کال کې د OSCE د ریاست دنده پر مخ یوړه. د CSCE هیلسنکي د وروستي قانون د احکامو پلي کولو کې د هنګري ریکارډ، چې په کې د وېشل شویو کورنیو بیا یوځای کېدل هم ګډون لري، په مرکزي او ختیځه اروپا کې تر ټولو غوره ګڼل کېږي. هنګري د ۱۹۵۵ کال له ډسمبر راهیسې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري.

ګبچیکوف – ناګیماروس د بندونو پروژه

پدې کې هنګري او چکوسلواکیا ګډون لری او د ۱۹۷۷کال د سپټمبر په ۱۶ نېټه ("د بوډاپېسټ تړون") کې هوکړه شوې وه.  د دې تړون پر بنسټ د هنګري د ګابچیکوفو، چکوسلواکیا او ناګیماروس ښارګوټو تر منځ د پولې په اوږدو کې د بندونو سیسټم وړاندې شوی دی. له زیاتو هلو ځلو وروسته، پروژه د پخواني کمونیستي رژیم د سمبول په توګه په پراخه کچه له کرکې سره مخ شوه. د هنګري حکومت په ۱۹۸۹ کال کې پرېکړه وکړه چې دا وځنډوي. د ۱۹۹۷ کال د سپټمبر په خپله وینا کې، د عدالت نړیوالې محکمې وویل چې دواړو خواوو خپل مکلفیتونه مات کړي او دا چې د ۱۹۹۷ کال د بوډاپیسټ تړون لاهم اعتبار لري. په ۱۹۹۸ کال کې د سلواک حکومت نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړه او د ناګیماروس برخې د جوړولو غوښتنه یې وکړه. له ۲۰۰۸ کال څخه تر اوسه دا  نړیواله شخړه لا تر اوسه حل شوې نه ده.

د ۲۰۰۸ کال د مارچ په ۱۹ نېټه هنګري کوزوو د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده. [۵]

شخړې – نړوالي: له سلواکیا سره د ګبچیکوف – ناګیماروس د بندونو روانه شخړه 

غیرمجاز مخدره توکي: د سوېل لوېدیځ آسیا د هیروینو او بنګو لپاره د لېږد لوی تم ځای او د سوېلي امریکا د کوکاینو لپاره د لېږد تم ځای چې مسیر یې د لوېدیځې اروپا په لوری دی؛ او د لومړیو پړاوونو د کیمیاوي موادو، په ځانګړې توګه د امفیتامینونو او میتامفیتامینونو لپاره، محدود تولیدونکی دی.

د کډوالو مخنیوی: د هنګري د پولې مانع په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوه، او هنګري د نورو اروپایي هېوادونو له خوا د سوریې د کورنۍ جګړې په کډوالو باندې، چې هڅه یې کوله له دې هېواد نه تیر شي، د اوښکې بهونکي ګاز او د اوبو د توپونو د کارولو له امله تر نیوکو لاندې راغله. [۶][۷]

له ۲۰۱۷ کال نه را په دې خوا، د هنګري او اوکراین اړیکې په اوکراین کې د هنګري لږکیو د ستونزې له امله په چټکۍ سره خرابې شوې دي.[۸][۹]

سرچينې سمول

  1. Solomon S (1997) South African Foreign Policy and Middle Power Leadership Archived at the Wayback Machine (archived 26 April 2015), ISS
  2. Higgott, Richard A.; Cooper, Andrew Fenton (1990). "Middle power leadership and coalition building: Canada, the Cairns Group, and the Uruguay Round of trade negotiations". International Organization. 44 (4): 589–632. doi:10.1017/S0020818300035414. JSTOR 2706854. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Embassies in Budapest". 123embassy.com. 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "International organizations in Hungary". Ministry of Foreign Affairs. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Croatia and Hungary recognize Kosovo". The Associated Press. International Herald Tribune. 2008-03-19. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hungary border crackdown, The Guardian 16 September 2015
  7. Hungarian police spray tear gas water cannons at migrants, CBS News 16 September 2015
  8. (په 27 September 2017 باندې). Ukraine defends education reform as Hungary promises 'pain'.
  9. "Hungary-Ukraine relations hit new low over troop deployment Archived 2019-03-31 at the Wayback Machine.". New Europe. 26 March 2018.