د هنر تاریخ

د هنر تاریخ د هر ډول معنوي، داستاني، فلسفي، سېمبولیک، مفهومي، مستند، د ښکلا اړوند او د ان د عملي کارونې او نورو موخو لپاره د انسانانو له خوا جوړو شویو څیزونو باندې تمرکز لري، خو ډېر ټینګار یې د هغو پر ښکلا او ظاهري بڼه دی. د لیدو وړ یا لیدنی هنر له بېلابېلو لارو ډلبندي کېدای شي لکه ښکلي هنرونه له کارېدونکو هنرونو جلا کول چې په ټوله کې پر انساني نوښتګرۍ تمرکز لري، یا هم پر بېلابېلو خاصتا رسنیزو برخو لکه معمارۍ، مجسمې جوړونې، انځورګرۍ، فلم، عکاسۍ او ګرافيکي هنرونو باندې تمرکز کوي. په ورستيو کلونو کې، ټکنالوژيکي پرمختګونو وېډيويي هنر، کمپيوټري هنر، نمایشي هنر، انيمېشن یا خوځنده انځورونو جوړولو، ټلوېزيون او ویډیوګېم جوړولو هنرونو ته لاره هواره کړه.

د هنر تاريخ ډېری وخت د هر تمدن د شهکاریو او غوره اثارو د کرونولوژي په توګه ويل کېږي. له دې  امله دا د لوړ کلتور د یوې کيسې په توګه په پام کې نیول کېدای شي چې د نړۍ عجايب یې ښه بېلګه بلل کېږي. له بلې خوا، د لرغونې ژبې د هنر عبارات او څرګندونې هم د تاريخي هنر له روایاتو یا داستانونو سره ګډېدلی شي چې د فولکلوري هنرونو په نوم یادېږي. هرڅومره چې د هنر تاريخپوه د ټیټ کلتور له دغو وروستيو بڼو سره ښکېل کېږي، په هماغه اندازه د دې شونتیا شته چې خپل کار د بصري یا لیدني کلتور يا هم مادي کلتور او یا هم د هنري تاریخ اړوند برخو لکه انسان پېژندنې او لرغونپوهنې اړونده څېړنه وګڼي. په وروستي مورد کې بيا هنري توکي د لرغون پېژندنې اثار ګڼل کېږي.

له تاريخ وړاندې پړاو سمول

له تاريخ وړاندې هنر کې د ځینو لومړيو انساني لرغونو توکو په ګډون د نالوستو کلتورونو له خوا جوړو شویو هنرونو پراخه لړۍ شاملېږي‌. تر ټولو ډېر پېژندل شوي له تاریخ وړاندې هنري کارونه د پاليولېتيک (Paleolithic) سمڅو لويې نقاشۍ دي چې د اروپا د لویې وچې حیوانات په ځانګړې توګه د فرانسې د لاساکس (Lascaux) د دوردوګن (Dordogne) سيمې ژوي انځوروي. د پورتنۍ پاليولېتيک دورې (۳۸۰۰۰- ۱۲۰۰۰ مخزېږد) سلګونه ډیکور شوې سمڅې پېژندل شوې دي. په اوکراین، ایټالیا او بریټانیا کې يې هم بېلګې شته خو ډېری يې په فرانسه او هسپانيا کې دي. د هنر د موخې په اړه ګڼې نظريې او تیورۍ شته خو تر ټولو منل شوې یې دا ده چې هنر د ديني او مذهبي مراسمو يوه برخه وه چې ښايي موخه يې د ښکار په برخه کې د بریالیتوب وده وه‌.

د سمڅو د نقاشۍ ترڅنګ، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه په اروپا کې له تاريخ وړاندې کوچنۍ مجسمې د وېنس فېګيوراېن (Venus figurines) په نوم هم پېژندل شوې دي چې وتلې سينې او ګېډه لري. تر ټولو مشهوره يې وېنس اف وېلنډورف (Venus of Willendorf) ده چې په اتریش کې موندل شوې ده. ډېری يې کوچني سرونه، غټ کوناټي او لېنګي لري چې تر يوه ټکي پورې کوچني کېږي. د ډېرو يې مټې او پښې نه وي او سر يې معمولا کوچنی او له مخ پرته وي. [۱][۲]

نولسمه پېړۍ سمول

رومانټیکېزم د اتلسمې پېړۍ په پای کې راڅرګند شو او د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د موزيک، ادب، شعر، معمارۍ او بصري هنرونو له پام‌وړ او نړیوالو څرګندېدو سره وغوړېد او وده یې وکړه. د رومانټیکېږم له لومړيو څرګندېدنو نه يې يوه د انګليسي منظرې باغ و چې په ځيرکتيا سره ډيزاين شوی ترڅو طبېعي ښکاره شي او د وخت له باغونو سره په توپير په ډېره ډرامټيکه بڼه ولاړ وي. په راتلونکو لسيزو کې، د انګليسي باخ د "طبېعي والي" مفهوم په اروپا او امريکا کې خپور شو. په معمارۍ کې رومانتیکانو د هغو يوناني او رومي نمونو پر ځای، چې نيوکلاسيکانو (neo-classicist) به ستايلې، نورو سرچينو ته مخه کړه. رومانیتکه معماري ډېری وختونه ګاتيګ شکلونه او نور سټايلونه لکه نااشنا ختيځ ماډلونه بیا راژوندي کوي. د وېسټ مېنېسټر (Westminster) ماڼۍ (د پارلمان ودانۍ) په لندن کې د رومانتیک معمارۍ یوه بېلګه ده چې د ګاتيک معمارۍ د بيا راژوندي کېدل هم ګڼل کېږي. د رومانټیکېزم نقاشۍ نښې په هسپانیا کې فرانسسکو ګویا (Francisco Goya)، په فرانسه کې یوګین ډیلاکروکس (Eugène Delacroix) او تیوډور ګیریکاولټ (Théodore Géricault)، په انګلستان کې ویلیم بلیک (William Blake)، هنري فوسیلي (Henry Fuseli)، سمویل پالمر (Samuel Palmer)، او ویلیم ټرنر (William Turner)، په جرمني کې کاسپر ډیویډ فریدریش (Caspar David Friedrich) او فیلیپ اوټو رونګ (Philipp Otto Runge)، په ايټاليا کې فرانسیسکو هایکو (Francesco Hayez)، په ناروې کې جوهان کریسټین کلاوسن داهل (Johan Christian Claussen Dahl)، او په امريکا کې  توماس کول (Thomas Cole) په نقاشيو کې راڅرګندې شوې دي. انتونیو لویس باريAntoine-Louis Barye )، ژان بپتیسټ کارپیوکس (Jean-Baptiste Carpeaux)، اګسټ پریولټ (Auguste Préault)، فرانسوا روډ (François Rude) د رومانټیک دورې د مجسمه جوړوونکو بېلګه څېرې دي. څنګه چې رومانټیکېزم مخ پر وړاندې روان و، د دغه خوځښت ځينې اړخونه په سېمبولېزم واوښتل. [۳][۴][۵][۶]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې سمول

د شلمې پېړۍ د هنر تاریخ د نه ختمېدونکو امکاناتو داستان او د نويو سټنډرډونو لټه ده، چې هر يو يې د بل په راتګ سره مړاوی شوی دی. د فوویزم، ایکسپریشنیزم، کیوبیزم، مفهومي هنر، دادایزم او سوریالیزم هنري خوځښتونه د نوو نوښتګرو بڼو او د بیان لارو د لا زیاتې سپړنې لامل شول. هغه مهال له زیاتېدونکو نړيوالو اړیکو او تعامل سره پر لوېديځ هنر د نورو کلتورونو ژور نفوذ ولیدل شو؛ لکه پابلو پيکاسو چې د اېبري مجسمو، افريقايي مجسمو او پريمېټيوېزم تر اغېزې لاندې راغی. جاپانېزم او چاپاني لرګین انځورونه (چې خپله د لوېديځ رېنسانس د طراحیو تر اغېزې لاندې وو) پر امپرېشنېزم  او ورپسې هنري پرمختګونو ژوره اغېزه لرله. له سمندري هنر سره د پاول ګاګېن (Paul Gauguin) د لېوالتیا اغېزناکه بېلګه او د شلمې پېړۍ د لومړیو په پاريس کې د لرغون پېژندونکو تر منځ د افريقايي فيټيش مجسمو ناڅاپي شهرت او د نورو غيراروپایي کلتورونو اثار یې، چې د پيکاسو، هنري ماټېسي (Henri Matisse) او د دوی نورو ملګرو له خوا ټاکل شوي وو، ښې بېلګې دي. وروسته په شلمه پېړۍ کې پاپ هنر او ابسټرکټ ايکسپرېشنېزم (Abstract Expressionism) مطرح شول.

د شلمې پېړۍ پای او د  يوويشتمې پېړۍ پيل سمول

په ټېکنالوژي او ساينس کې چټک پرمختګ د وروستي ماډرن او پوست ماډرن پېر لامل شو. په دغو پېرونو کې د نړۍ هنر او کلتورونو ډېر بدلون وکړ او کله چې د اړیکو ټېکنالوژۍ د ملي او نړيوالې موسیقۍ، هنر او سټايل خپرېدل آسانه کړل، نو د کلتورونو ترمنځ ډېر ګډوالی منځ ته راغی. د سيمه ييزو کلتورونو جلاوالی او توپير چې د نولسمې پېړۍ نښه وه په نړيوال کلتور واوښت. پوسټ ماډرنېزم هغه لوی خوځښت بيانوي چې د شلمې پېړۍ له منځه تر پايه يې د فلسفې، هنرونو، معمارۍ، او تنقید کې وده وکړه او ماډرنېزم يې شاته پرېښود. د پوسټ ماډرن هنر یو معاصر نظر ښيي چې دا پر ټکنالوژۍ ولاړو رسنيو د پراختيا په توګه پېژندل کېدای شي، چې د هنر ګڼې نوې بڼې په هم‌مهاله توګه ممکنوي. د شلمې پېړۍ د عصري دورې له خطي هنري خوځښتونو څخه د شلمې پېړۍ د وروستیو پوسټ ماډرنیزم ګڼ شمېر هم مهاله خوځښتونو ته بدلون د شلمې پېړۍ د هنر او نوې مېډیا په یوه ټايملاين یا زماني جدول کې ښودل شوی. د شلمې پېړۍ د وروستیو او د يوويشتمې پېړۍ د لومړیو هنري خوځښتونه ځمکنی هنر، وېډيويي هنر، فوټوريالېزم، هايپرريالېزم، او ډيجيټلي هنر رانغاړي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Hodge, Susie (2017). The Short Story of Art. Laurence King Publishing. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78067-968-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Fortenberry 2017، ص. 1 & 2.
  3. Clay 1981، ص. ?.
  4. Bris 1981، ص. ?.
  5. Toman 2000، ص. ?.
  6. Janson 1977، ص. ?.
  7. کينډۍ:Cite dictionary
  8. کينډۍ:Cite dictionary
  9. . What is New Media Art?.
  10. . Timeline of 20th C. Art and New Media.
  11. Mura 2012، صص. 68–87.