د هندوستان د انرژۍ تګلاره

د هندوستان د انرژۍ تګلاره په سيمه ييزه کچه هندوستان کې د توليد شوې انرژۍ زياتول او د انرژۍ د فقر کمول دي، په داسې حال کې چې د انرژۍ د بديلو سرچينو په چوړولو زیات تمرکز لري، په ځانګړي ډول هستوي، لمريزه او بادي انرژي. په 2021-22ز کال کې په واردې شوې خالصې انرژۍ تکيه 40.9% وه.[۱][۲][۳][۴]

په  2021ز کال کې په هندوستان کې د انرژۍ مصرف تر 10.4% پورې لوړ شو، او دا هېواد له چين او متحده ايالتونو وروسته د 6% نړيوالې برخې په لرلو سره د انرژۍ څلورم مصرف کونکی هېواد دی. په 2018ز کال کې له ډبرو سکرو څخه د انرژۍ ټولټال ابتدايي مصرف 809.2 Mtoe دی [Mtoe د انرژۍ د اندازه کولو مقياس دی]، چې په دې کې له ډبرو سکرو څخه (452.2 Mtoe; 45.88%)؛ له خامو تيلو څخه (239.1 Mtoe; 29.55%)؛ له طبيعي ګاز څخه (49.9 Mtoe; 6.17%)؛ له هستوي انرژۍ څخه (8.8 Mtoe; 1.09%)؛ له اوبو توليد شوې برېښنا څخه (31.6 Mtoe; 3.91%)؛ او د نوې کېدو وړ انرژۍ څخه (27.5 Mtoe; 3.40%) مصرف دی (په دې کې دوديز بايوماس استعمال شامل نه دی). په 2018ز کال کې، د هندوستان د خامو تېلو واردات نږدې 205>3 ميلیونه ټنه دی، او توليد يې 26.3 Mtoe LNG او 141.7Mtoe د ډبرو سکاره دي، چې په ټوليز ډول په ابتدايي توګه 373.3 Mtoe ته رسېږي، کوم چې د ټولټال ابتدايي انرژۍ مصرف له 46.13% برخې سره برابر دی. هندوستان تر ډېره بريده د خپلې انرژۍ د اړتياوو پوره کولو لپاره د فوسيلي سون توکو په وارداتو تکيه لري – تمه ده چې تر 2030ز کال پورې، به په واردې شوې انرژۍ د دې هېواد د ټولټال مصرف تکيه 53% ته لوړه شي. د هندوستان د برېښنا توليد نږدې تر 80% پورې د فوسيلي سون توکو څخه کېږي. هندوستان له اړتيا زياته برېښنا توليدوي، او په 2017ز کال کې د برېښنا حاشيوي واردوونکی هېواد و. د 2015ز کال له پای ته رسېدو وروسته، د برېښنا د تقاضا د کمښت له امله د برېښنا د توليد لوی تاسيسات بې کاره پاتې دي. په 2016ز کال کې د 208.7 Mtoe په توليد سره هندوستان له چين وروسته د نوې کېدو وړ انرژۍ په تولید کې دويم ځای لري. په 2016ز کال کې په هندوستان کې د CO2 یو کيلو واټ کې د کاربن شدت 0.29 و، کوم چې د متحده ايالاتو، چين او اروپايي ټولنې څخه زيات دی. په 2021ز کال کې له انرژۍ، د اخراج له پروسې، ميتان او بلېدو څخه د انسان له خوا جوړ شوی CO2  اخراج، 2797.2 ميليون ټنه دی، کوم چې د نړيوال اخراج 7.2% برخه جوړوي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په 2020-21ز کال کې، له  دوديز بايوماس څخه توليد شوې انرژۍ له استعمال پرته د سړي سر انرژۍ مصرف 0.6557 Mtoe دی او د هندوستان د يوې روپۍ پر بنسټ د هندوستان اقتصاد 0.2233 ميګا جولز (53.4 kcal/INR) دی. هندوستان په 2017ز کال کې ټولټال 63% انرژۍ برخه کې په ځان بسياوالي ته رسېدلی دی. د چټکې اقتصادي پراختيا له امله، هندوستان د نړۍ په کچه يو له چټکې مخ پر ودې انرژۍ بازارونو څخه دی او تمه ده چې تر 2035ز کال پورې به د انرژۍ د نړيوالې تقاضا په زياتوالي کې دويم ونډه لرونکی هېواد وي، چې په نړيواله کچه د انرژۍ د مصرف د زياتوالي لامل به وګرځي. د هندوستان له خوا د انرژۍ د مخ پر زياتېدونکې تقضا او د تيلو او ګاز محدودو زېرمو ته په کتنې سره، دا هېواد د نوې کېدو وړ او ډېر حل شوي هستوي انرژۍ پروګرام د پراخولو اميدوار پلانونه لري. هندوستان د نړۍ په کچه د بادي انرژۍ څلورم ستر بازار لري، او په پلان کې لري چې تر 2022ز کال پورې د لمريزې برېښنا وړتيا تر شا اوخوا 100,000 MW پورې زياته کړي. هندوستان په پنځه ويشتو کلونو کې د برېښنا د ټولټال وړتيا توليد هم له 4.2% څخه تر 9% پورې د ونډې ليد لري. په دې هېواد کې تر جوړېدو لاندې پنځه هستوي ريکترونه شته (چې په نړۍ کې درېيم ځای لري) او په پام کې لري چې تر 2025ز کال پورې 18 نور هستوي ريکټرونه جوړ کړي (چې په نړۍ کې دويم لوړ ځای لري). د 2018ز کال په اوږدو کې، د انرژۍ په برخه کې د نړيوالې پانګونې څخه چې 1.85 تريليونه امريکايي ډالره ده، د هندوستان له خوا د انرژۍ د سکتور په برخه کې ټولټال پانګونه 4.1% (75 ميليارده امريکايي ډالره) وه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د 2017ز کال د مۍ په مياشت کې د هندوستان د لمريزې انرژۍ PV تعرفه په يو کيلو وارټ ساعت کې 2.44 هندي روپۍ راښکته شوه، کوم چې په هندوستان کې د انرژۍ هر ډول توليد څخه ښکته ده. په 2020ز کال کې، د لمريزې PV برېښنا لپاره په امريکايي ډالرو کې برابره شوې تعرفه په يو کيلو واټ ساعت کې تر 1.35 سينټه پورې راښکته شوه. همدا راز د لمريزې تودوخې زېرمې انرژۍ بټۍ تعرفه په يو کيلو واټ ساعت کې تر 0.063 امریکايي ډالرو راښکته شوې، کوم چې د فوسيلي سون توکو له بټیو څخه ارزانه ده. ارزانه هايبريډ لمريزه انرژي (کومه چې د لمريزې PV او لمريزې تودوخې زېرمه کولو انرژۍ ګډوله وي) د ثابت شبکه يي فعاليت د ډاډمنولو لپاره قيمتي او د ککړتيا خپرونکو ډبرو سکرو/ګاز په مټ چلېدونکې برېښنا په توليد تکيې ته اړتيا نه لري. د لمريزې انرزۍ نرخ د نورو سون توکو د نرخونو (پيټروليم توليدات، طبيعي ګاز/بايوګاز، LNG، CNG، LPG، ډبرو سکاره، ليګنايت، ژوندي کتله او داسې نور) د وروستي استعمال او ګټو پر بنسټ ټاکلو لپاره قياسي نرځ ګرځېدونکی دی.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د هندوستان د انرژۍ تګلاره د څلورو سترو پر مخ وړونکو تر منځ د سوداګريزو اړيکو ځانګړتيا لري چې هغه دا دي: په چټکۍ سره مخ پر وده اقتصاد، په کوم کې چې د برېښنا، ګاز او پټروليم توليداتو باور وړ او اعتمادي عرضې ته اړتيا لري؛ په کورني عايد کې زياتوالی، کوم چې د برېښنا ارزانه او مناسبې عرضې او د پخلي پاکو سون توکو ته اړتيا لري؛ د فوسيلي سون توکو محدودې کورنۍ زېرمې، او د طبيعي ګاز او خامو تيلو پراخه برخې واردولو ته اړتيا، او په وروستيو کې د دې تر څنګ د ډبرو سکرو واردولو ته اړتيا؛ او د داخلي، ښاري او سيمه ييز چاپېريال اغېزې، کومې چې د پاکو سون توکو او پاکو ټيکنالوژيو خپلولو ضرورت ته اړتيا لري. په وروستيو کلونو کې، دې ننګونو په پرله پسې ډول اصلاحاتو، بيا جوړولو او انرژۍ پر خونديتابه پاملرنې ترمرکز کولو يوه ستره مجموعه جوړه کړې.[۳۶]

تيل او ګاز

سمول

هندوستان په 2020ز کال کې په يوه ورځ کې د 4.669 ميليونه بيرل تيلو په مصرف کولو سره له متحده ايالاتو او چين وروسته درېیم ستر مصرف کونکی دی. د 2019ز کال په اوږدو کې، هندوستان 221.7 ميليونه ټنه خام تيل او 44.4  ميليونه ټنه تصفيه شويو پيټروليمو محصولات  وارد کړي و، او 60.7 ميليونه ټڼه تصفيه شوي پيټروليمو محصولات يې صادر کړي و. هندوستان له چين وروسته د خامو تيلو او د هغې د محصولاتو دويم ستر خالص واردونکی دی. هندوستان د تصفيه شويو پيټروليمو محصولاتو د وارداتو لپار د صادرو شويو خامو تيلو په استعمال سره په نړيواله طبقه کې د زياتې تفصيې وړتيا لرونکی دی. د خامو تيلو خالص واردات د تصفيه شويو پيټروليمو محصولاتو د صادراتو او وارداتو له محاسبې وروسته يو په څلور برخې کم دی. د 2019ز کال په اوږدو کې د طبيعي ګاز توليد 26.9 ميليارده مکعب ميتره او مصرف يې 59.7 ميليارده مکعب متره و.[۳۷][۳۸]

د 2012-13 مالي کال په اوږدو کې، د خامو تيلو توليد 37.86 ميلیونه ټنه و، د طبيعي ګاز توليد 40,679 ميليونه معياري مکعب متره (نږدې 26.85 ميلیونه ټنه) و. د خامو تيلو او پټرولیمو د محصولاتو خالص واردات 146.70 ميلیونه ټنه دی چې ارزښت يې 5611.40 ميليارده روپیو ته رسېږي. په دې کې 9.534 ميلیونه ټنه LNG واردات شامل دي چې ارزښت يې 282.15 ميليارده روپيو ته رسېږي. په نړيواله کچه، د LNG نرخ (د LNG يو ميليون Btu = 0.1724 بيرل خام تيل (Boe) = 29.52 مکعب متره طبيعي ګاز = 21 کيلو ګرامه طبيعي ګاز = 29.2 ليتره ډيزل = 21.3 کيلو LPG = 0.293 ميګا واټ ساعت) د حراتي اندازې له اړخه د خامو تيلو ارزښت څخه ښکته ټاکل شوی دی. LNG په ګاز له بدلېدو پرته، د سرک او سمندر له لارې ترانسپورت کې نېغ په نېغه استعمال سون توکو په توګه خپل ځای تر لاسه کوي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د 2016ز کال تر پای پورې، د LNG نرخ د هغې د تيلو د لومړيتوب د نرخ څخه نږدې 50% کم شوی دی، چې په دې سره د ترانسپورت په سکتور کې له ډيزلو/ګاز تيلو څخه ډېر اقتصادي سون توکي ګرځېدلي دي. په 2012-13 کال کې، هندوستان 15.744 ميلیونه ټنه پيټرول او 69.179 ميليونه ټنه ډيزل مصرف کړي دي، کوم چې تر ډېره حده د ډېرې بهرنۍ مبادلې په مټ له واردو شويو خامو تيلو څخه توليد شوي دي. د تودوخې، پخلي او برېښنا د توليد لپاره د طبيعي ګازو کارول اقتصادي نه دي، ځکه چې په سيمه ييزه کچه توليد شوي طبيعي ګاز به په زیاته کچه په LNG بدل شي، ترڅو د ترانسپورت په سکتور کې وکارول شي او په دې ډول د خامو تيلو واردات کم کړای شي. د دوديز طبيعي ګاز پر توليد سربېره، په ګاز د ډبرو سکرو بدلول، د ډبرو سکرو د بستر ګاز، د ډبرو سکرو کان ميتان او د بايوګاز هاضم / د نوې کېدو وړ طبيعي ګاز به هم د LNG يوه سرچينه وګرځي، کوم به چې په پراخه کچه د وېشل شوې تقاضا د پوره کولو لپاره د LNG د توليد لپاره غېر متمرکز بنسټ شي.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

د دې ډېره شونتيا شته چې د درنو بارونو ډېر موټر (په ډيزل سره د اورګاډي چليدونکو ماشينونو په ګډون) د LNG په سون توکو  چلېدونکو موټرو بدل شي، تر څو د عملياتي لګښت او کمې ککړتيا د ګټو لرنکي ډيزل مصرف تر ډېره بريده کم کړای شي. همدا راز، د برېښنا په توليد کې د واردو شويو ډبرو سکرو څخه په LNG د بدلولو لپاره تر کارونکي پورې، د معادل نرخ اټکل د يو ميليون برتانوي ترمل واحدونو (په ميګاواټ ساعت کې 20 امريکايي ډالره) په سر شپږ امريکايي ډالرو ته نږدې دی. د ارزانه سمندري CNG ترانسپورت په راتګ سره به د لوړ نرخ او لوړ معيار ټرانسپورت په سکتور کې د LNG استعمال محدود شي، تر څو د قيمته مايعو سون توکو ځای ونيسي، او د واردو شويو CNG استعمال به نورو اړتياوو ته پاتې شي. له دې امله چې سمندري CNG ټرانسپورت د منځني واټن د ترانسپورت لپاره اقتصادي دی او په ډېرو بندرګاوو کې د قيمته ښکته کولو اسانتيا څخه پرته په چټکۍ سره د ښکته کولو وړتيا لري، دا د اوبتل د ګاز پايپ لیکو لپاره بديل ګرځېدلی دی. طبيعي ګاز/ميتان هم د سون توکو د حجرې لرونکي موټر ټيکنالوژۍ په مټ د ترانسپورت په سکتور کې د استعمال لپاره د شنو خونو د کوم ډول ګاز له اخراج پرته، په ارزانه نرخ سره په هايډروجن ګاز او کاربن بليک بدلېدای شي.[۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳]

سرچينې

سمول
  1. "India Energy Outlook 2021 – Analysis". IEA (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2022-01-15.
  2. "India 2nd biggest driver of global energy consumption in 2019: BP Statistical Review". بياځلي په 18 June 2020.
  3. "India energy dashboard". بياځلي په 17 February 2022.
  4. "Energy statistics 2023" (PDF). CSO, GoI (PDF). بياځلي په 23 March 2023.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  5. "Energy Statistics_India 2024" (PDF). Ministry of Statistics and Programme Implementation, India. بياځلي په 16 March 2024.
  6. "BP Statistical Review of World Energy, 2022" (PDF). بياځلي په 30 July 2022.
  7. "World energy consumption clock". US debt clock org. بياځلي په 6 August 2014.
  8. "BP Statistical Review 2019" (PDF). بياځلي په 15 June 2019.
  9. Yep, Eric (9 March 2011). "India's Widening Energy Deficit". خوندي شوی له the original on 28 December 2011.
  10. "India becomes Net Exporter of Electricity for the first Time". بياځلي په 15 June 2018.
  11. "India won't need extra power plants for next three years – Says government report". The Economic Times. بياځلي په 13 January 2016.
  12. "India – country energy profile, IEA". خوندي شوی له the original on 1 September 2020. بياځلي په 13 January 2017.
  13. Ritchie, Hannah; Roser, Max (11 May 2020). "India: CO2 Country Profile". Our World in Data. بياځلي په 27 April 2021.
  14. "Energy statistics, 2022 of India (Table 8.4)". CSO, GoI. بياځلي په 27 January 2022.[مړه لينکونه]
  15. "India Economic Indicators". بياځلي په 10 March 2018.
  16. "India – country energy profile, IEA". خوندي شوی له the original on 1 September 2020. بياځلي په 13 January 2017.
  17. "India- Energy balance, IEA". بياځلي په 6 April 2017.
  18. "Interactive GIS Energy Map of India, NITI Aayog". بياځلي په 19 October 2021.
  19. "::Welcome to INDIAN RENEWABLE ENERGY AND". خوندي شوی له the original on 18 December 2019. بياځلي په 9 November 2015.
  20. "India energy security scenarios up to 2047 (IESS 2047)". NITI Aayog, GoI. خوندي شوی له the original on 11 September 2015. بياځلي په 29 August 2014.
  21. "Global Wind Statistics 2017" (PDF). بياځلي په 25 July 2018.
  22. "Will try to achieve pledged renewable energy targets in less than four and half years: Piyush Goyal". The Economic Times. بياځلي په 9 November 2015.
  23. "Slowdown not to affect India's nuclear plans". Business Standard India. Business-standard.com. 21 January 2009. بياځلي په 22 August 2010.
  24. Going nuclear, The Economist
  25. "World Energy Investment 2019" (PDF). IEA. خوندي شوی له the original (PDF) on 3 October 2020. بياځلي په 15 May 2019.
  26. Chandrasekaran, Kaavya. "Solar power tariffs drops historic low at Rs 2.44 per unit". The Economic Times. بياځلي په 21 May 2017.
  27. "Abu Dhabi's 2 GW Al Dhafra Solar Project Records World's Lowest Tariff of $0.0135/kWh". 30 April 2020. بياځلي په 28 June 2020.
  28. "Race Heats Up For Title Of Cheapest Solar Energy In The World". Forbes. بياځلي په 28 October 2019.
  29. "SolarReserve Bids 24-Hour Solar At 6.3 Cents In Chile". 13 March 2017. بياځلي په 29 August 2017.
  30. "Solar Reserve awarded AU$78/MWh Concentrated Solar Power contract". بياځلي په 23 August 2017.
  31. "UAE's push on concentrated solar power should open eyes across world". بياځلي په 26 September 2017.
  32. "Dispatchable Concentrated Solar Power Broke Price Records in 2017". بياځلي په 22 September 2017.
  33. "Blue Book of China's Concentrating Solar Power Industry 2023" (PDF). بياځلي په 6 March 2024.
  34. "Food made from natural gas will soon feed farm animals – and us". بياځلي په 31 January 2018.
  35. "India wins deal for 24X7 supply of green power". بياځلي په 9 May 2020.
  36. Lathia, Rutvik Vasudev; Dadhaniya, Sujal (February 2017). "Policy formation for Renewable Energy sources". Journal of Cleaner Production (in انګليسي). 144: 334–336. doi:10.1016/j.jclepro.2017.01.023.
  37. "BP Statistical Review of World Energy 2021 (page 33)" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 12 December 2021. بياځلي په 13 July 2021.
  38. "BP Statistical Review of world energy 2016 (page 19)" (PDF). بياځلي په 21 April 2016.
  39. "Indian PNG statistics". بياځلي په 25 April 2022.
  40. "Statistical Review of world energy 2016" (PDF). بياځلي په 17 February 2017.
  41. "LNG Landed Prices in Asia". بياځلي په 30 October 2020.
  42. "LNG-buses to debut in Kerala, import capacity to be doubled: Dharmendra Pradhan". بياځلي په 13 October 2016.
  43. Petronet pitches for LNG as auto fuel
  44. "Assessment of the fuel cycle impact of liquefied natural gas as used in international shipping" (PDF). بياځلي په 6 June 2014.
  45. "The US Drives Forward To Become A Player On The World LNG Market". بياځلي په 1 July 2016.
  46. "Bunker fuel spot price". بياځلي په 6 June 2016.
  47. "The On-Road LNG Transportation Market in the US" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 29 April 2014. بياځلي په 6 June 2014.
  48. "Gas at the gates of oil's transport fuel citadel". Reuters. 24 January 2013. خوندي شوی له the original on 27 March 2019. بياځلي په 6 June 2014.
  49. "Rise in petrol prices agitating people: Nitin Gadkari". بياځلي په 12 July 2021.
  50. "India to end central control of gas prices, lift LNG transport use". The Times of India. 26 June 2020. بياځلي په 30 June 2020.
  51. "India trucking into gas age as govt clears norms for LNG stations". بياځلي په 27 August 2017.
  52. "Chapter 7 of World LNG Report – 2014 Edition" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 12 April 2019. بياځلي په 17 April 2015.
  53. "Sections 10.1.3 to 10.2.8, Auto Fuel Vision and policy, 2025, GoI" (PDF). بياځلي په 16 June 2014.
  54. "LNG vehicles". خوندي شوی له the original on 18 December 2016. بياځلي په 25 June 2014.
  55. "Why LNG for heavy vehicles?". بياځلي په 25 June 2014.
  56. "Page 71 of World LNG Report – 2015 Edition" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 21 June 2015. بياځلي په 17 June 2015.
  57. "The Future of Hydrogen (page 41)" (PDF) (PDF). بياځلي په 28 May 2019.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  58. "GEV secures site for CNG export terminal at the port of Chabahar, Iran for gas supply to India". بياځلي په 27 April 2018.
  59. "Gas carriers they have come a long way". خوندي شوی له the original on 8 September 2018. بياځلي په 17 August 2017.
  60. "Launch of Jayanti Baruna: World's First CNG Carrier". خوندي شوی له the original on 10 September 2017. بياځلي په 17 August 2017.
  61. "Marine CNG Transportation" (PDF). بياځلي په 17 March 2017.
  62. "Compressed Natural Gas (CNG) Shipping in Indonesia" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 15 June 2016. بياځلي په 17 March 2017.
  63. "Page 71 of World LNG Report – 2015 Edition" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 21 June 2015. بياځلي په 17 June 2015.