د هم‌جنس پالونکو ودونه

د هم‌جنس پاله واده چې د نارينه‌وو د واده او يا له خپل جنس سره د واده کولو په نوم هم يادېږي، د دوو هغو کسانو واده دی چې په يو جنس او يو جنډر پورې تړلي وي. د هم‌جنسانو د واده ريکارډ له تاريخي پلوه لومړۍ پېړۍ ته رسېږي، په معاصره دوره کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ زکال  د اپریل مياشتې په لومړۍ نېټه، د هم‌جنس پالو جوړو د ودونو لپاره برابري په قانوني ډول په رسميت وپېژندل شوه.

     د هم‌جنس پالونکو ودونه

تر۲۰۲۱ ز کال پورې د هم‌جنس پالانو ودونه، په ۲۹ هېوادنو (په ټول هېواد يا ځينې قضايي سيمو) کې ترسره او په رسميت پېژندل شوي دي چې، تر ټولو نوی يې د کاستاريکا هېواد دی، چې په ۲۰۲۰ ز کې يې دا حق ترلاسه کړی دی. سويس هېواد، د ۲۰۲۱ ز کال په سپتمبر مياشت کې يوه ټول ‌پوښتنه وکړه چې ، په ۶۴ سلنه تايید رايو سره، د ۲۰۲۲ ز کال د جون مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې هم‌جنس پاله جوړو ته د واده اجازه ورکوي.

په مقابل کې تر۲۰۲۱ ز کال پورې ۳۳ هېوادونو، په خپل اساسي قانون کې د واده په اړه ځينې تعريفونه په پام کې نيولي دي چې د هم‌جنس پالانو له ودونو څخه مخنيوی کوي او ډېری يې په وروستيو لسيزو کې د مخنيوي په پار تصويب شوي دي. ځينې نورو هېوادونو بيا خپل اساسي قانون، د اسلام په چوکاټ کې جوړ کړی دی، چې په ټوله کې د هم‌جنس پالانو له ودونو سره مخالف دی. که ياد قوانين د يو درجن په توګه فرض کړل شي، نيمو پخوانيو او نيمو وروستيو کې هم‌جنس پالنه، په خپله د يوه جرم په توګه پېژندل شوې ده.

له هم‌جنس او مخالف جنس سره د واده د برابرۍ قانون غوښتنليک، چې د واده د برابرۍ په نوم هم يادېږي، په بېلابېلو قضايي حوزو کې له يو بل سره توپير لري او د اساسي قانون په رڼا کې د محکمو په قانون کې د قانوني بدلون پر بنسټ د واده د برابرۍ او د هم‌جنسانو د رسمي پېژندلو لپاره تصويب شوی دی. د هم‌جنس پالونکو ودونه، د ودونو د شته قانون له مخې، چې د خلکو د مستقيمو رايو، ټول ‌پوښتنو او نوښتونو له لارې تصويب شوی مجاز دي. د هم‌جنس پالونکو د ودونو تر ټولو ښکاره ملاتړي، د انساني او مدني حقونو سازمانونه، طبي او علمي ټولنې دي، په داسې حال کې چې ترټولو څرګند مخالفین يې مذهبي بنسټ‌پالان دي. ټول‌ پوښتنو په پرله پسې ډول ښودلې ده چې، د هم‌جنس پالانو د ودونو د رسميت پېژندلو ملاتړ، مخ‌ پرودې او ټولو نورو دموکراسيو کې پراختيا موندلې ده.  [۱][۲]

علمي څېړنو ښودلې ده چې، له واده سره د هم‌جنس پالونکو مالي، رواني او جسمي هوساینې کچه لوړېږي. د واده شوو په اتحاديه کې چې قانون په رسميت پېژندلې، هغه ماشومان چې هم‌جنس‌ پالان یې روزي، د هم‌جنس پاله والدينو له روزنې ګټه اخلي او ټولنيز بنسټونه يې ملاتړ کوي. د ټولنيزو علومو څېړنې ښيي چې، له واده څخه د هم‌جنس پالانو محروميت ننګ دی او د دوی پر وړاندې عمومي توپيريز چلند( تبعيض) ته لار هواروي. څېړنې دا هم ردوي چې، ګواکي د هم‌جنس پالونکو د ودونو محدوديت د نورو جنس پالونکو (مخالف جنس ته ميل لرونکي) له تمدن يا د ټولنيزو نظمونو له پايښت سره اړيکه لري. د هم‌جنس پالانو ودونه، د هغو کسانو لپاره چې هم‌جنسه اړيکو ته ژمن وي، ټول هغه څه چې د هم‌جنسه واده اړوند دي ،لکه:  د دولتي خدمتونو وړاندې کول او مالياتي غوښتنې، د مخالف جنس له واده سره په برابرۍ وړاندې کولی شي. هغوی ته بايد قانوني ملاتړ، لکه ميراث او په روغتونو کې د کتنې حق ورکړل شي.

د هم‌جنس پالونکو له ودونو سره مخالفت له هغو ادعاګانو سره تړلی دی چې وايې:  د هم‌جنس پالونکو واده غير طبیعي او غير نارمل دی، د هم‌جنس پالونکو ودونه په ټولنه کې د هم‌جنس پالنې د ودې لامل کېږي او هغه ماشومان چې مخالف جنسه جوړو روزلي، ښه حالت لري. علمي څېړنې هغه ادعاوې ردوي چې وايي، هم‌جنس پالنه د انسان په جنسي تمايلاتو کې يو طبیعي او عادي بدلون دی او جنسي تمايل يوه ټاکنه نه ده. ډېری مطالعات ښيي چې، د هم‌جنس پالو جوړو د ماشومانو پالنه د مخالف جنسه جوړو د ماشومانو له پالنې سره ورته ده. ځينو څېړنو بيا د هم‌جنس پاله جوړو د روزنې ګټې ښودلې دي.    [۳][۴][۵][۶][۷]

اصطلاحات (ترمينالوژي)

سمول

بديل شرايط

سمول

د هم‌جنس پالانو د ودنو قانون د رسميت پېژندلو ځينې پلويان د يادې موضوع اړوند اصطلاحات کاروي لکه (په ۱۹۹۸ کال) په امريکا کې د واده برابري او په (2003 کال کې د واده خپلواکي) رامنځته شوې. کاناډايان له ډېر وخت راهيسې د برابر واده لپاره د واده برابري او برابر واده اصطلاحات د هم‌جنسه ودونو لپاره د رسميت تر لاسه کولو په موخه د يو سېګنال په توګه کاروي. په مقابل کې د هم‌جنس پالونکو د ودونو مخالفانو به هم‌جنس پاله جوړې د ځانګړو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هڅولې. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د AP Stylebook(دامريکايي انګليسي ګرامر لارښود) د هم‌جنس پالانو او لېزبينانو لپاره د واده اصطلاح يوازې د سرليک په محدوده فضا کې يادوي. اسوشېتډپرېس (پورته ياد شوی ژونال) خبرداری ورکوي چې د هم‌جنس پالونکو د ودونو وده په دې معنا ده چې د هم‌جنسه جوړو واده په يو ډول د مخالفو جوړو له ودونو سره توپير لري. [۱۵][۱۶]

د واده اصطلاح کارول

سمول

انسان پېژندونکو د واده لپاره د ټولې نړۍ له ګډ کلتوري جوړښت سره برابر تعريف د ټاکلو هڅه کړې، ډېری وړاندې شوي تعريفونه،  په ځينو کلتورونو کې د هم‌جنس پالونکو د ودونو د تشخيص په برخه کې د ناکامۍ په سبب له نيوکو سره مخامخ شوي دي چې، له دې ډلې يې ۳۰ افريقايي کلتورونه، لکه: کېکويا (په کينيا کې يو ټبر) او ني‌يور (په سويلي سوډان کې يو ټبر) يادولی شو.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له دې سره چې په يووېشتمه پېړۍ کې ډېری هېوادونو د هم‌جنس پالونکو جوړو د رسمي پېژندلو لپاره د واده اړوند په خپلو قوانينو بياکتنه وکړه. ټولو اصلي انګليسي قاموسونو د واده د کلمې په اړه خپل تعريف اصلاح کړی، تر څو د جندر ځانګړنې پاکې کړي او يا يې د ثانويه تعريفونو په مرسته بشپړ کړي، چې ژبه د جندر او يا د هم‌جنس پالونکو اتحاديو له رسميت پېژندلو څخه بې پرې پاتې شي. د (اکسفورډ قاموس) د هم‌جنس پالونکو ودونه، له۲۰۰۰ زکال راهيسې په رسميت پېژندلي دي.   [۲۲][۲۳][۲۴]

د هم‌جنس پالونکو د ودونو مخالفان، لکه د عيسی (ع) د کليسا د وروستۍ زمانې سپېڅلي خلک (هغه ډله چې ځانونه د عيسی (ع) ريښتيني پيروان ګڼي)، د کاتوليک کليسا (په نړۍ کې د مسيحيت تر ټولو لويه کليسا) او د سویلي باپ ټېست کنوانسيون (په متحده ايالاتو کې مېشت مسيحي مذهب)  چې غواړي واده يوازې په ښځينه او نارينه جوړو پورې محدودشي. د دوديز واده اصطلاح کاروي، چې له مخالف جنس سره د واده په معنا ده. [۲۵][۲۶]

تاريخچه

سمول

لرغونی

سمول

د هم‌جنس پالونکو د ودونو اړوند يو مأخذ په سېفرا کې (د مذهبي کتاب نوم دی) چې په درېيمه ميلادي پېړۍ کې ليکل شوی دی راغلی دی او هغه یې لولي  (Book of Leviticus)، د هم‌جنس پالنې پر اړیکو بنديز ولګاوه او يهودانو ته يې خبرداری ورکړ چې، د مصر او کنعان خلکو له کړنو څخه پيروي ونه کړي (Lev. 18:22, 20:13). سېفرا ټینګار کوي چې:  دا کړنې پېچلې دي او د هم‌جنس پالونکو ودونه هم په کې شاملېږي. نر له نر سره، ښځه له ښځې سره، نر له ښځې او د هغې له لور سره او يوه ښځه له دوو نارينه وو سره واده کوي. [۲۷]

د تاريخ پوه جان بولسن له نظره: هغه څه چې د هم‌جنس پالونکو د واده د لومړنۍ تاريخي يادونې په اړه د بحث وړ دي، د روم سترواکۍ په لومړيو کې رامنځته شول. هغه مهال يادې کړنې د مسخرې( نندارې) او نيوکې په ډول خپرېدلې.   [۲۸][۲۹][۳۰]

کوچني سترواک اېلاګابالاس، د هېروکليس په نوم ژېړ وېښتان لرونکي د ارابې (دوه ارابه یي بګۍ چې په پخوا وختونو كې په جګړو او لوبو كې استعمالېدې) چلوونکی غلام، د خپل خاوند په نوم ياد کړ. هغه د روم په ښار کې د زوتيکوس په نوم له يوه ورزشکار سره، د خلکو تر منځ په عام ډېر لګښت لرونکي جشن کې واده وکړ. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. "Same-sex Oklahoma couple marries legally under tribal law". KOCO. 26 September 2013. بياځلي په 22 October 2013.
  2. Multiple sources:
  3. Multiple sources:
  4. Handbook of Gay, Lesbian, Bisexual, and Transgender Administration and Policy — Page 13, Wallace Swan – 2004
  5. Cline, Austin (16 July 2017). "Common Arguments Against Gay Marriage". بياځلي په 26 September 2017.
  6. Multiple sources:
  7. "Brief of Amici Curiae American Anthropological Association et al., supporting plaintiffs-appellees and urging affirmance – Appeal from United States District Court for the Northern District of California Civil Case No. 09-CV-2292 VRW (Honorable Vaughn R. Walker)" (PDF). بياځلي په 5 November 2010.
  8. "Marriage Equality". Garden State Equality. بياځلي په 24 July 2012.
  9. "Marriage 101". Freedom to Marry. خوندي شوی له the original on 16 February 2010. بياځلي په 28 September 2012.
  10. Pratt, Patricia (29 May 2012). "Albany area real estate and the Marriage Equality Act". Albany Examiner. بياځلي په 25 December 2012. On July 24, 2011 the Marriage Equality Act became a law in New York State forever changing the state's legal view of what a married couple is.
  11. "Vote on Illinois marriage equality bill coming in January: sponsors". Chicago Phoenix. 13 December 2012. بياځلي په 23 December 2012.
  12. "Commission endorses marriage and adoption equality". Human Right Commission New Zealand. خوندي شوی له the original on 2 December 2012. بياځلي په 23 December 2012.
  13. Mulholland, Helene (27 September 2012). "Ed Miliband calls for gay marriage equality". The Guardian. London, UK. بياځلي په 23 December 2012.
  14. Ring, Trudy (20 December 2012). "Newt Gingrich: Marriage Equality Inevitable, OK". The Advocate. Los Angeles. He [Newt Gingrich] noted to HuffPo that he not only has a lesbian half-sister, LGBT rights activist Candace Gingrich, but has gay friends who've gotten married in Iowa, where their unions are legal. Public opinion has shifted in favor of marriage equality, he said, and the Republican Party could end up on the wrong side of history if it continues to go against the tide.
  15. Harper, Robyn (6 June 2012). "When I Get Married, Will It Be a 'Gay Marriage'?". Huffington Post. بياځلي په 28 September 2012.
  16. Harper, Robyn (30 June 2012). "My Marriage Won't Be a 'Gay Marriage'". Yahoo!. خوندي شوی له the original on 28 September 2012. بياځلي په 28 September 2012.
  17. Fedorak, Shirley A. (2008). Anthropology matters!. [Toronto], Ont.: University of Toronto Press. pp. Ch. 11, p. 174. ISBN 978-1442601086.
  18. Gough, Kathleen E. (Jan–Jun 1959). "The Nayars and the Definition of Marriage". The Journal of the Royal Anthropological Institute of Great Britain and Ireland. 89 (1): 23–34. doi:10.2307/2844434. JSTOR 2844434.
  19. Gough, Kathleen E. (Jan–Jun 1959). "The Nayars and the Definition of Marriage". The Journal of the Royal Anthropological Institute of Great Britain and Ireland. 89 (1): 23–34. doi:10.2307/2844434. JSTOR 2844434.
  20. Murray, Stephen O.; Roscoe, Will (2001). Boy-wives and female husbands : studies of African homosexualities (1st pbk. ed.). New York: St. Martin's. ISBN 978-0312238292.
  21. Njambi, Wairimu; O'Brien, William (Spring 2001). "Revisiting "Woman-Woman Marriage": Notes on Gikuyu Women". NWSA Journal. 12 (1): 1–23. doi:10.1353/nwsa.2000.0015. S2CID 144520611. بياځلي په 28 September 2012.
  22. "Dictionaries take lead in redefining modern marriage". The Washington Times. 24 May 2004. بياځلي په 25 September 2012.
  23. "Webster Makes It Official: Definition of Marriage Has Changed". American Bar Association. بياځلي په 28 September 2012.
  24. Redman, Daniel (7 April 2009). "Noah Webster Gives His Blessing: Dictionaries recognize same-sex marriage—who knew?". Slate. بياځلي په 28 September 2012.
  25. "The Divine Institution of Marriage". The Church of Jesus Christ of Latter-day Saints. 13 August 2008. بياځلي په 28 September 2012.
  26. "Marriage Protection Sunday: Churches encouraged to address 'gay marriage'". Baptist Press. 19 May 2006. خوندي شوی له the original on 26 July 2014. بياځلي په 30 September 2011.
  27. Rabbi Joel Roth. Homosexuality rabbinicalassembly.org 1992.
  28. Shaw criticizes Boswell's methodology and conclusions as disingenuous Shaw, Brent (July 1994). "A Groom of One's Own?". The New Republic. pp. 43–48. خوندي شوی له the original on 7 May 2006. بياځلي په 25 June 2009.
  29. Boswell, John (1995). Same-sex unions in premodern Europe. New York: Vintage Books. pp. 80–85. ISBN 978-0-679-75164-9.
  30. Frier, Bruce. "Roman Same-Sex Weddings from the Legal Perspective". University of Michigan. خوندي شوی له the original on 30 December 2011. بياځلي په 25 September 2012.
  31. Bunson, M., Encyclopedia of the Roman Empire, Infobase Publishing, 2009, p. 259.
  32. "Cassius Dio — Epitome of Book 80". Penelope.uchicago.edu. بياځلي په 7 July 2017.
  33. Herodian. "Herodian of Antioch, History of the Roman Empire (1961) pp.135-152. Book 5". Tertullian.org. بياځلي په 7 July 2017.
  34. Scarre, Chris (1995). Chronicles of the Roman Emperors. London: Thames and Hudson Ltd. p. 151. ISBN 978-0-500-05077-4.