د هلوکاسټ څخه د انکار قانوني اډانه

له ۱۹۴۱ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې نازي جرمني په هلوکاسټ لاس پورې کړ: په لویه کچه د نسل وژنې هغه عملیات چې په هغو کې شاوخوا ۶ میلیونه اروپايي یهودان په سیستماتیکه بڼه د جرمني تر اشغال لاندې اروپا کې ووژل شول. د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته څو هېوادونو له هلوکاسټ څخه انکار جرم بللی – دا د یهودیت ضد کسانو هغه ادعا ده چې څرګندوي د یهودانو عام وژنه یوه چلوټي ده. اوس مهال اوولس اروپايي هېوادونه او سربېره پر دې اسرائیل او کاناډا داسې قوانین لري چې له هلوکاسټ څخه انکار د مجازاتو لرونکی جرم بولي. ورته مهال ګڼ شمېر هېوادونه داسې پراخه قوانین لري چې د هلوکاسټ په ګډون له عام وژنې انکار جرم بولي. د هغو هېوادونو په ډله کې چې له هلوکاسټ انکار منع کوي؛ روسیه، اتریش، جرمني، هنګري، پولنډ او رومانیا شامل دي او ورته مهال له نازي سمبولونو څخه ګټنه هم منع کوي. سربېره پر دې په څو هېوادونو کې د نسل وژنې توجیه کول په مثبته بڼه د نازېسم د بیانولو په څېر جنایي جرم بلل کېږي.

سربېره پر دې د متحده ایالاتو او بریتانیا په ګډون په ګڼ شمېر هېوادونو کې له هلوکاسټ څخه د انکار پر ضد د قوانینو د جوړېدو وړاندیز شوی دی. ورته مهال د دغه قوانینو وړاندیز او اجرا له نیوکو او مخالفتونو سره مخ ده؛ له دې ډلې د مدني او بشري حقونو فعالین ادعا کوي چې د دغو چارو ناقانونه ګڼل د بیان د آزادۍ په برخه کې د خلکو تثبیت شوي حقوق نقض کوي.

د متحده ایالاتو، جرمني او بریتانیا یو شمېر محاکمو داسې یو قضايي یاددښت وړاندې کړ چې څرګندوله یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هلوکاسټ ترسره شوی دی.

د هېوادونو له مخې سمول

اسټرالیا سمول

په داسې حال کې چې اسټرالیا د هلوکاسټ څخه د انکار اړوند کوم ځانګړی قانون نه لري، خو په اسټرالیا کې له هلوکاسټ څخه انکار «د کرکې پاروونکو خبرو» او «د نژادي توهین» د بېلابېلو قوانینو له مخې تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي. د اسټرالیا فدرال محکمې په ۲۰۰۹ زکال کې فردریک توبن د ۲۰۰۲ زکال د محکمې له حکم څخه د پیروي نه کولو له امله چې د اډلایډ انستیتیوت په وېب پاڼه کې یې یهود ضد موارد خپاره کړي و؛ مجرم وبلل شو. په دغو مطالبو کې د دې اړوند پوښتنې شوې وې چې ایا هلوکاسټ په رښتیا سره شوی او یا هم د اشویتس د وژنو په کمپونو کې ګازي خونو شتون لرلی او که نه. [۱][۲][۳]

اتریش سمول

په اتریش کې د ۱۹۴۷ زکال د ممنوعیتونو قانون (Verbotsgesetz) د غیرنازي سازۍ د بهیر او د نازېسم د بالقوه بېرته رامنځته کېدو د ځپلو لپاره قانوني اډانه جوړه کړه. دغه قانون په ۱۹۹۲ زکال کې له هلوکاسټ څخه د انکار او یا هم په لویه کچه د هلوکاسټ د کم ګڼلو د ممنوعیت په موخه تعدیل کړای شو.

بلجیم سمول

په بلجیم کې د ۱۹۹۵ زکال پر مهال له هلوکاسټ څخه انکار ناقانونه اعلان شو.

برازیل سمول

په داسې حال کې چې د برازیل د قوانینو له مخې له هلوکاسټ څخه انکار په ښکاره توګه منع نه دی، خو سوابقو ښوولې چې انکار کوونکي یې له محکومیت سره مخ شوي دي. د ۲۰۲۲ زکال د فبروري له ۱۱مې نېټې وروسته د دغې چارې د جرم ګڼلو ګڼ شمېر لایحې د دغه هېواد په ملي شورا کې تر ارزونې لاندې نیول شوې دي. [۴]

بلغاریا سمول

په ۲۰۱۱ زکال کې د بلغاریا پارلمان د دغه هېواد په جزایي قانون کې تعدیل تصویب کړ او د دغې چارې په موخه یې نوې کړنلارې وړاندې کړې. [۵][۶]

کاناډا سمول

د هلوکاسټ څخه د انکار د قانوني توب موضوع په څو قضايي دوسیو کې روښانه شوې ده. د زونډال پر وړاندې د آر (R v Zundel) په قضیه کې د کاناډا سترې محکمې حکم ورکړ چې جرمني الاصله کډوال ارنست زونډال چې د هلوکاسټ یو له مخکښو انکار کوونکو څخه دی، نه شي کېدلای د «ناسمو اطلاعاتو د خپراوي» له امله محکوم شي ځکه چې دغه چاره د کاناډا د بیان د آزادۍ د منشور پر خلاف ده. [۷][۸]

د کاناډین پرس په نامه خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد فدرال دولت په ۲۰۲۲ زکال کې داسې لایحه وړاندې کړې چې د دغه هېواد په جزایي قانون کې تغیر راولي څو له هلوکاسټ څخه انکار او همدارنګه یهودیت ضد کرکه پارونکې ویناوې ناقانونه کړي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۲۰۲۲ زکال د جون په ۲۳مه نېټه په کاناډا کې په عمدي ډول د یهود ستېزۍ ترویج کوونکې چارې ناقانونه شوې. هغه کسان چې «د هلوکاسټ په کم اهمیته ګڼلو، انکار او یا هم پر هغو باندې په سترګو پټولو» سره په قصدي ډول د یهود ستېزۍ ترویج ته کار کوي مجرم ګڼل کېږي او کېدای شي په دوه کاله بند یا هم ورته بلې جزا محکوم شي. [۱۳][۱۴]

د چک جمهوریت سمول

د چک په جمهوریت کې له هلوکاسټ او همدارنګه له کمونېستي جرایمو انکار ناقانونه دی.

جرمنی سمول

په جرمني کې د وګړو تحریک د جرمني په جزایي قانون کې یو مفهوم دی چې د وګړو پر وړاندې کرکه پارونه منع کوي. دغه مفهوم تر ډېره پورې له هلوکاسټ څخه د انکار د قضایاوو په محاکمو کې کارول کېږي، خو یوازې دې ته هم محدود نه دی. سربېره پر دې د دغه هېواد د جزایي قانون ۶۸ الف برخه د نازیانو او یا هم د داعش په څېر د ناقانونه سازمانونو د سمبولونو او بیرغونو څخه ګټنه ناقانونه بولي. [۱۵][۱۶]

هنګري سمول

د هنګري ملي شورا د ۲۰۱۰ زکال د فبروري په ۲۳مه نېټه د هلوکاسټ بې اهمیته ګڼل او یا له هغو څخه انکار داسې جرم وباله چې جزا یې ورته تر دریو کلونو بند وټاکه. دغه قانون د ۲۰۱۰ زکال په مارچ میاشت کې د ولسمشر لاسلو شویوم له خوا لاسلیک شو. د ۲۰۱۰ زکال د جون په اتمه نېټه د فیدس ګوند تر مشرۍ لاندې نوي ټاکل شوي پارلمان د دغه قانون جوړښت بدل کړ او څرګنده یې کړه چې «ټول هغه کسان به مجازات کوي چې د ملي سوسیالېستي یا کمونیستي نظامونو له خوا له ترسره شوو نسل وژنو او یا هم د بشریت پر وړاندې له نورو ترسره شوو جرمونو انکار کوي». [۱۷][۱۸][۱۹]

اسرائیل سمول

په اسرائیلو کې د هلوکاسټ څخه د انکار جرم ګڼونکی قانون د ۱۹۸۶ زکال د جولای په ۸مه نېټه د اسرائیلو د مقننې شورا له خوا تصویب شو.

روسیه سمول

د ۲۰۱۴ زکال په مۍ میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین داسې قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې د نازیانو له جنایاتو انکار، «د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد له فعالیتونو څخه په اګاهانه توګه د ناسمو اطلاعاتو خپراوی» او د نازیانو اتل بلل جنایي جرم بلل کېږي. [۲۰]

بریتانیا سمول

په بریتانیا کې هېڅ داسې قانون شتون نه لري چې له هلوکاسټ څخه انکار ناقانونه وبولي، ورته مهال په R v Chabloz قضیه کې قضایي حکم د دغې قضیې تورن کس له هلوکاسټ څخه انکار ته د اړوندو« شدیدو توهین کوونکو مطالبو» د خپرولو له امله مجرم وباله. یو شمېر کسان ادعا کوي چې دغه قضاوت د هلوکاسټ څخه د انکار په جرم ګڼلو کې یوه مخینه رامنځته کړې چې په کلکه سره «سپکاوي کوونکې» او د ۲۰۰۳ زکال د ارتباطاتو له قانون سره په ټکر کې ده. [۲۱]

متحده ایالات سمول

په متحده ایالاتو کې له هلوکاسټ څخه انکار د اساسي قانون د لومړي تعدیل له مخې چې د بیان له آزادۍ ملاتړ کوي تضمین شوی دی. [۲۲]

په ۱۹۸۱ زکال د متحده ایالاتو یوې محکمې د هغې قضیې اړوند چې د مل مرملشتاین له خوا مطرح شوه، د هلوکاسټ پر مهال یې په اشویتس کې د ګازو څخه د ګټنې اړوند قضایي یاددښت وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې دا اوس مهال یو نه انکار کېدونکی قانوني واقعیت دی. [۲۳][۲۴]

سرچينې سمول

  1. Ben Collins (26 March 2014). "George Brandis: Holocaust Denial Would Not Become Legal Under My New Laws". Business Insider Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Racial Discrimination Act changes would allow Holocaust denial, says Shane Rattenbury". The Age. 5 May 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 14 August 2009 باندې). Holocaust denier Fredrick Toben jailed in Australia. The Daily Telegraph.
  4. (په 11 February 2022 باندې). É proibido se dizer nazista ou negar Holocausto no Brasil? O que dizem leis e especialistas. BBC Brasil.
  5. Criminal Code (translation in English)] - published by the Ministry of Labor and Social Policies
  6. Criminal Code (in Bulgarian) from the Ministry of Justice website
  7. Cohen-Almagor, Raphael (1 January 2013). "Freedom of Expression v. Social Responsibility: Holocaust Denial in Canada". Journal of Mass Media Ethics. 28 (1): 42–56. doi:10.1080/08900523.2012.746119. ISSN 0890-0523. S2CID 144181623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bazyler, Michael (2008–2009). "Holocaust Denial Laws and Other Legislation Criminalizing Promotion of Nazism" (PDF). ihgjlm.com. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. KamloopsBCNow. "Holocaust denial to be made a crime in Canada". KamloopsBCNow (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Holocaust denial — and downplaying Nazis' murder of Jews — to be outlawed". torontosun (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "C-19 (44-1) - LEGISinfo - Parliament of Canada". www.parl.ca. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Branch, Legislative Services (27 May 2023). "Consolidated federal laws of Canada, Criminal Code". laws-lois.justice.gc.ca. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Wilful promotion of antisemitism" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "An Act to implement certain provisions of the budget tabled in Parliament on April 7, 2022 and other measures" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Timmermann, Wibke K (2014). Incitement in International Law. Abingdon, Oxon, England: Routledge. د کتاب پاڼې 139. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781138020801. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Shoshan, Nitzan (2008), Reclaiming Germany: Young Right Extremists, the Return of the Nation, and the State of Politics on the Streets of East Berlin, 1, Chicago, Illinois: The University of Chicago, د کتاب پاڼې 183, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780549931096 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  17. (په 23 February 2010 باندې). Hungary criminalises holocaust denial. The Independent.
  18. President Sólyom signs Holocaust denial bill Archived 10 August 2011 at the Wayback Machine., politics.hu
  19. "Fidesz-szigor a Btk-ban: börtön a kommunista bűnök tagadásáért". nol.hu. NOL. 21 May 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Holocaust Deniers in Russia Now Face Five Years in Prison Reuters". Website. Reuters. 5 May 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 13 February 2019 باندې). Alison Chabloz has anti-Semitic songs conviction upheld. BBC News.
  22. Kahn, Robert A. "Holocaust Denial". www.mtsu.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 10 October 1981 باندې). California Judge Rules Holocaust Did Happen.
  24. Mel Mermelstein v. Institute for Historical Review (1981), Superior Court of Los Angeles County .