د هلوکاسټ په بهیر کې د یهودیانو ژغورنه

د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې ځینې افرادو او ډلو له یهودیانو او ځینو نورو سره مرسته وکړه تر څو د نازي المان له هلوکاسټ (د یهودو ټولوژنه) څخه وژغورل شي. 

له هغو یهودیانو څخه ملاتړ یا لږ تر لږه د سیمه‌ییز فعال مخالفت نه موجودیت چې د پټېدلو هڅه يې کوله مهم و چې په ختيځه اروپا کې ترې بې‌برخې وو. پټو شويو کسانو د غیریهودیانو له مرستې سره تړاو درلود. د پیسو لرلو، له غیر یهودیانو سره ټولنیزو اړیکو، غیر یهودي ظارهري بڼې، په سیمه‌ییزو ژبو بشپړې بلدتیا، هوډ او بخت د بقا په تعینوولو کې مهم رول درلود. هغه یهودیان چې پټ شوي وو د سیمه‌ییزو همکارانو په مرسته ښکار کېدل او د هغوی د محکومولو لپاره جایزې وړاندې شوې. ځینې وختونه د هغه کسانو لپاره د اعدام سزا ورکول کېده چې یهودان یې پټول، په ځانګړي ډول د پولنډ په ګډون په ختيځه اروپا کې. د مرسته کوونکو انګېزې له ملګرتیا څخه تر جنسي اړیکو یا مادي ګټې پورې متفاوتې وې. دا څه غیر عادي چاره نه وه چې همکاران د یهودیانو د پیسو د خلاصېدو په حالت کې له هغوی سره خیانت وکړي يا يې هم ووژني.    [۱][۲][۳][۴][۵][۴][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

یهودیان د نازیانو له خوا په ټوله اشغال شوې اروپا کې د غیر یهودیانو په واسطه پټېدل یا هم ژغورل کېدل. کاتولیکه کلیسا او واتیکان کلیسا د یهودیانو له سیستماتیکې وژنې سره مخالفې وې او په ایټالیا کې د موسولیني دولت د یهودیانو له اخراج يا هم د هغوي په ټولوژنه کې له کډون کولو څخه ډډه وکړه. ډېری دیپلوماتانو د یهودیانو له تېښتې سره د مرستې په هڅه کې د خوندي تګ راتګ اسنادو د چمتو کولو له لارې برخه لرله.

له ۱۹۵۳ کال څخه د اسرائیلو د هلوکاسټ یادګار ید وشم ۲۶۹۷۳ خلک د ملتونو تر منځ د صالحانو په توګه په رسمیت پېژندلي. د ید وشم د شهیدانو او د هلوکاسټ د قربانیانو سازمان د یو قاضي په مشرۍ د اسرائیلو ستره محکمه د یهودو ژغورونکي خلک د ملتونو تر منځ د صالح خلکو په توګه په رسمیت پېژني تر څو هغو غیر یهودیانو ته درناوي وکړي چې د هلوکاسټ په ترڅ کې یې د نازي المان په‌واسطه له تباهۍ څخه د یهودیانو د ژغورنې لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچولي.  [۱۳]

د هېواد په اساس سمول

پولنډ سمول

پولڼد ډېر زیات یهودي نفوس درلود او د نورمن دیویس په وینا په پولنډ کې تر بل هر هېواد ډېر شمېر یهودیان ووژل شول او وژغورل شول: معمولاً د ژغورل شویو شمېر د ۱۰۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰۰ پورې اټکل شوی. د بلزک د مړینې کمپ تاریخي څلی د ۶۰۰۰۰۰ وژل شویو یهودیانو او د هغه ۱۵۰۰ پولنډیانو په یاد جوړ شوی چې د یهودیانو په ژغورنه کې يې مرسته کړې. په اسرائیلو کې (تر بل هر هېواد ډېر) له ۶۵۳۲ څخه ډېر ښځې او نرینه د ید وشم سازمان په‌واسطه د مرسته کوونکو په توګه پېژندل شوي. چې تر ټولو ستره ملي ډله جوړوي. مارتین ګیلبرت لیکلي چې «هغه پولنډیانو چې خپل ځانونه يې د یهودو د ژغورلو لپاره له خطر سره مخامخ کړي په حقیقت کې مستثنا وو. خوهغوی  په ټول پولنډ کې په هر کلي او ښار کې موندلی شو.» [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

پولنډ د دویمې نړیوالې جګړې د هلوکاسټ په بهیر کې د دوښمن په بشپړ کنترول کې و: په لومړیو کې د المان نیمايي برخه د المان په‌واسطه اشغال شوې وه، او نیمه نوره برخه یې د ننني اوکراین او بيلاروس له خاورو سره د رایشس کومیساریات اوستلانت په نوم د عمومي دولت په توګه د شوروي په کنترول کې و. هغه خلک او کورنۍ چې د یهودیانو په ژغورلو کې يې مرسته کوله په اعدام تهدید شول. د پولنډي ښاروندانو نوملړ په رسمي ډول د ښي اړخو په نوم یادیږي چې د هغو ۷۰۰ کسانو نومونه په کې شامل دي چې خپلو یهودو ګاونډیانو ته د مرستې په هڅه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی. همدا ډول د زیګوډا سازمان په څېر پولنډي ډلو د قربانیانو د ژغورنې لپاره سخت او خطرناک اقدامات ترسره کړي. د پولنډ د وطني پوځ (Armia Krajowa) غړي ویتولد پیلتسکي له ۱۹۴۰ کال څخه په اشویټز کې د مقاومت غورځنګ سازمان کړ او یان کارسکي هڅه وکړه چې د هلوکاسټ کلیمه خپره کړي.     [۴][۱۹]

کله چې د AK  د کورني پوځ استخباراتو له یهودي ګیټو څخه د تېرېدونکي ترانسپورت حقیقي برخلیک کشف کړ، د ۱۹۴۲ کال په وروستیو کې د کلیسا د ډلو په همکارۍ له یهودیانو سره د مرستې Rada Pomocy Żydom   په نوم (چې پټ نوم یې زیګوټا و) له یهودو سره د مرستې شورا تاسیس شوه. دغې سازمان زرګونه خلک وژغورل. دې سازمان د ماشومانو پر خوندیتوب ټینګار کاوه ځکه دا تقریباً ناممکنه وه چې د سخت خوندي ترانسپورت پر وړاندې مستقیمه مداخله وشي. جعلي اسناد جوړ شول او ماشومان د کلیسا د شبکو او خوندي کورونو تر منځ ووېشل شول؛ د غورځنګ بنسټ د کاتولیکې لیکوالې زوفیا کوساک-شزوکا او سوسیالیستې واندا فیلیپوویچ په نوم دوه ښځو کېښود. ځینې غړو یې د پولنډ په ملي‌پاله غورځنګونو کې چې په‌خپله د یهودیت ضد وو برخه لرله، خو د نازیانو د ټولوژنې له وحشت څخه ووېرېدل. کوساک د شورا تر رامنځته کېدو مخکې په احساساتي اعتراضي ډول ولیکل چې د هېټلر نژادپاله وژنې هغه جرمونه وو چې پر وړاندې يې چوپ نه شو پاتې کېدی. حال دا چې ښايي پولنډي کاتولیکان لا هم داسې احساس وکړي چې «یهودیان د پولنډ دوښمنان» دي، کوساک ولیکل چې دا لاریون اړین دی «خدای له موږ څخه دا لاریون غواړي... د دې لپاره کاتولیک وجدان ته اړتیا ده ... د بې‌ګناه خلکو وینه له اسمانونو/جنتونو څخه د غچ اخیستلو غږ کوي.»   [۲۰][۲۱]

د ۱۹۴۸-۴۹ کلونو تر منځ د زیګوتا په قضیه کې تر جګړې وروسته په پولنډ کې د استالین په واکمنۍ رژیم جوړ شو، په پټ ډول د هغه مقاومت د اتلانو د له‌منځه وړلو او سپکاوي کمپاین د یوې برخې په توګه چې ممکن و نوی رژیم وننګوي، د زیګوتا اصلي ژغورل شوي محکمه او بندیان کړل. [۲۲]

له پولڼد څخه خارج دیپلوماتانو هم له یهودیانو سره مرسته کوله. د لېډوز ګروپ د پولنډي دیپلوماتانو او یهودي فعالانو یوه ډله وه چې په سویس کې يې له هلوکاسټ څخه د اروپايي یهودیانو د ژغورنې لپاره په ناقانونه ډول د لاتینې امریکا د پاسپورټونو د تولید سیستم جوړ کړ. شاوخوا ۱۰۰۰۰ یهودیانو دغه ډول پاسپورتونه ترلاسه کړل چې له ۳۰۰۰ څخه ډېر يې وژغورل شول. د دغې ډلې هڅې په اییس آرشیف کې مستندې شوې دي. همدارنګه هنریک اسلاویک په هنګري کې له یهودیانو سره مرسته وکړه، چې په جاپان کې يې د تادیوز رومر په‌واسطه د کاتولیک په نوم د جعلي پولنډي پاسپورټونو په ورکولو د ۳۰۰۰۰ پولنډي پناه غوښتونکو په ژغورلو کې چې له ډلې يې ۵۰۰۰ پولنډي یهودیان وو مرسته وکړه.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

يونان سمول

د سفاردي مطالعاتو او فرهنګ د پرمختګ بنسټ لیکي: «د تبعید پر وړاندې د متروپولیتین مسیحي یوناني اورټوډوکس کلیسا د رئیس تسالونیکي، ګنادیوس هڅې او نوښتونه په ځانګړي ډول هغه رسمي اعتراضي لیک چې د ۱۹۴۳ کال دمارچ په ۲۳مه په آتن کې د یونان د اورټوډوکس کلیسا د ستر اسقف داماسکینوس او د علمي، فرهنګي او حرفه‌يي سازمانونو د ۲۷ مخکښو په‌واسطه لاسلیک شوی نه شو هېرولی.» دا سند په ډېر تند لحن لیکل شوی دی، چې د اورټوډوکس مسیحیانو او یهودیانو تر منځ نه بېلېدونکو اړیکو ته اشاره کوي او هغوی په مشترک ډول له هېڅ توپیر پرته یونانیان بولي. د یادونې وړ ده چې دغه ډول سند د طبیعت، محتوا او هدف له پلوه په ټوله اروپا کې بې‌جوړې دی.  [۲۷]

که څه هم د زاکینتوس ټاپو ۲۷۵ یهودیان له هلوکاسټ څخه وژغورل شول. کله چې د ټاپو ښاروال لوکاس کارر (Λουκάς Καρρέρ) د المانیانو په امر د یهودو د لېست وړاندې کړ، اسقف کریسوستوموس د دوو نومونو «د هغه خپل او د هغه د ښاروال» له وړاندې سره المانیان حیران کړل. پر دې سربېره اسقف په‌خپله هېټلر ته یو لیک ولیکه چې د ټاپو یهودیان د هغه تر څار لاندې دي. په دې ترڅ کې د ټاپو خلکو د یهودي ټولنې ټول غړي پټ کړل. کله چې ټاپو په ۱۹۵۳ کال کې د سترې زلزلې له امله نږدې له خاورو سره خاورې شوه لومړنۍ مرسته د اسرائیلو د دولت له‌خوا راغله، چې دا پیغام ورسره و «د زاکینتوس يهودیان هېڅ‌کله خپل ګران ښاروال یا اسقف او هغه څه نه هېروي چې زموږ لپاره يې ترسره کړي دي.». [۲۸][۲۹]

د ولوس یهودي ټولنه چې د یونان له تر ټولو لرغونو ټولنو څخه ده، د EAM-ELAS (د ازادۍ ملي جبهه (یونان) – د یونان د خلکو د ازادۍ پوځ) چپ کمونیستي ګوند ستر غورځنګ د خوځندې او پر وخت مداخلې او د تسالونیکي (د جبري کار کمپونو ته د ښار د يهودیانو په زور لېږل) تر پېښو وروسته د یهودي قوم د تخلیې لپاره د متروپولیتن مسیحي یوناني اورټوډوکس کلیسا د رئیس دمتریاس یواخیم او د ولوس د ستر ربي موسی پساک د بریالۍ همکارۍ له برکته د ټولو یهودي ټولنو په پرتله لږ تلفات لرل.

سرچينې سمول

  1. Longerich 2010، ص. 382.
  2. Beorn 2018، ص. 260.
  3. Gerlach 2016، ص. 360.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Bartov 2023، ص. 206.
  5. Beorn 2018، صص. 269–270.
  6. Burzlaff 2020، صص. 1065, 1075.
  7. Beorn 2018، ص. 269.
  8. Burzlaff 2020، ص. 1066.
  9. Gerlach 2016، ص. 423.
  10. Gerlach 2016، ص. 420.
  11. Gerlach 2016، ص. 419.
  12. Beorn 2018، صص. 236–237.
  13. The Righteous Among The Nations
  14. Norman Davies; Rising '44: the Battle for Warsaw; Viking; 2003; p. 200
  15. Martin Gilbert; The Righteous – The Unsung Heroes of the Holocaust; Doubleday; 2002; کينډۍ:ISBN; p. 88
  16. "Statistics". The Righteous Among The Nations. Yad Vashem. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Norman Davies; Rising '44: the Battle for Warsaw; Viking; 2003; p. 594
  18. Martin Gilbert (2002). The Righteous – The Unsung Heroes of the Holocaust. Doubleday. د کتاب پاڼي 88, 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 038560100X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "List of Poles Killed Helping Jews During the Holocaust". holocaustforgotten.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Norman Davies; Rising '44: the Battle for Warsaw; Viking; 2003; p. 200
  21. Martin Gilbert; The Righteous – The Unsung Heroes of the Holocaust; Doubleday; 2002; کينډۍ:ISBN; pp. 120–21
  22. Norman Davies; Rising '44: the Battle for Warsaw; Viking; 2003; pp. 566, 568
  23. "Lista Ładosia: nazwiska 3262 Żydów objętych tzw. "akcją paszportową" - Instytut Pileckiego". instytutpileckiego.pl (په پولش ژبه کي). 2019-12-11. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. swissinfo.ch, Zbigniew Parafianowicz and Michal Potocki. "How a Polish envoy to Bern saved hundreds of Jews". SWI swissinfo.ch. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 26 May 2018 باندې). The Unknown Story of the Polish Diplomats Who Saved Jews From the Nazis.
  26. Tomasz Kurpierz (IPN Katowice) with Michał Luty (2010). "Henryk Sławik (1894–1944) – Sprawiedliwy Socjalista". Sylwetki (په پولش ژبه کي). Institute of National Remembrance, Poland. د اصلي (pdf) آرشيف څخه پر ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. The Foundation for the Advancement of Sephardic Studies and Culture, p. 2
  28. "Η Απίστευτη Ιστορία των Εβραίων της Ζακύνθου – Μνήμη Ολοκαυτώματος – ΙΣΡΑΗΛ: ΘΥΜΑ ΤΡΟΜΟΚΡΑΤΩΝ ΚΑΙ ΜΜΕ". ΙΣΡΑΗΛ: ΘΥΜΑ ΤΡΟΜΟΚΡΑΤΩΝ ΚΑΙ ΜΜΕ. 27 January 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Zakynthos: The Holocaust in Greece Archived 20 May 2007 at the Wayback Machine., United States Holocaust Memorial Museum, URL accessed 15 April 2006.