د هسپانيې د ځايناستي جګړه


د هسپانيې د ځايناستې جګړه (۱۷۱۵ – ۱۷۰۱ز کلونه) يوه شخړه وه، چې د اروپا زياتو مخکښو ځواکونو په کې برخه درلوده او د ۱۷۰۰ ز کال په نومبر کې د هسپانيې د بې اولاده دويم چارلس (Charles II) د مړينې له امله رامنځته شوه. دې جګړې دا اصل رامنځته کړ، چې د کورنۍ حقونه د بېلابېلو هېوادونو تر منځ د واک د توازن ساتلو لپاره دويمي دي. په اړوند جګړو کې له ۱۷۰۰ څخه تر ۱۷۲۱ ز کال پورې د شمال ستره جګړه (Great Northern War)، په هنګري کې د خپلواکۍ د Rakoczi جګړه، شمالي فرانسه کې د Camisards پاڅون، شمالي امريکا کې د ملکې Anne جګړه او په مستعمراتي هند کې کوچنۍ هڅې شامل دي. [۱]

د هسپانيې سترواکي که څه هم له يوې پېړۍ څخه زياتې پرله پسې جګړې کمزورې کړې وه، مګر د هسپانوي نيدرلينډ، د ايټاليا د پراخه برخو، فليپين او د امريکا د زياتو برخو په ګډون د خپل پراخه حاکميت په لرلو سره يو نړيوال ځواک پاتې شو. د چارلس تر ټولو نږدې وارثان د اطريش د هبسبرګس (Austrian Habsburgs) يا فرانسوي بوربنس (French Bourbons) غړي وو، چې د دواړو له لورې د هسپانيې د يوې ناوېشل شوې سترواکۍ تر لاسه کولو د اروپا د ځواک توازن وګواښه.

په ۱۶۹۸ او ۱۷۰۰ ز کلونو کې د فرانسې د څوارلسم لوی (Louis XIV) او د انګلېنډ د درېيم ويليم (William III) له لورې د سترواکۍ د وېش هڅې د هسپانيې له لورې ځواب شوې. پر ځای يې چارلس (Charles) د انجو فيليپ (Philip of Anjou) په نوم د څوارلسم لویی لمسی خپل وارث ونوماوه، که چېرې نوموړي ونه منله، ځايناستی يې د روم د سپېڅلې سترواکې د لومړی ليپولډ (Leopold I) کشر ځوی Archduke Charles و. فليپ ومنله او د ۱۷۰۰ نومبر پر ۱۶ باندې د هسپانيې د ناوېشل شوې سترواکۍ پاچا اعلان شو. ياده څرګندونه د هسپانيې او فرانسې د واکمنانو د بېلتون ساتنې په موخه، په يو اړخ کې د فرانسې او هسپانيې او په بل اړخ کې د ستر يووالي (Grand Alliance) د جګړې لامل شوه.

فرانسې په لومړيو پړاوونو کې ګټه تر لاسه کړه، مګر له ۱۷۰۶ ز کال څخه وروسته ځان ساتنې ته اړ شو. که څه هم په ۱۷۱۰ ز کال کې متحدين د پام وړ پرمختګ په تر لاسه کولو کې بې پايلې شول، په داسې حال کې چې په هسپانيه کې د بوربون (Bourbon) برياوو د پاچا په توګه د فليپ دريځ خوندي کړ. کله چې په ۱۷۱۱ ز کال کې سترواک لومړی جوسيف (Joseph I) مړ شو، ارچودوک چارلس (Archuduke Charles) د خپل ورور پر ځای سترواک شو او د برتانيې نوي حکومت د سولې خبرې پيل کړې. دا چې يوازې برتانوي بسپنو په جګړه کې خپل متحدين وساتل، پايله يې په ۱۷۱۵-۱۷۱۳ ز کال کې د Utrecht د سولې تړونونو او ورپسې په ۱۷۱۴ ز کال کې د Rastatt او Baden تړونونو منځته راتګ و.

فيليپ (Philip) د فرانسې د واکمنۍ د ميراث کولو په موخه د خپل ځان يا خپلو بچیانو د حق پرېښودلو په بدل کې د هسپانيې د پاچا په توګه ومنل شو. هسپانوي سترواکي په پراخه ډول روغه رمټه پاتې شوه، مګر په ايټاليا کې سيمې او د ټيټ هېوادونه اطريش او ساووي (Savoy) ته وسپارل شول. انګليستان Gibraltar او Menorca تر لاسه کړل، چې د جګړې پر مهال يې ونيولې، په هسپانوي امريکا کې يې د پام وړ سوداګريز امتياز تر لاسه کړ او د اروپا د مخکښ سمندري او سوداګريز ځواک په توګه د هالنډ ځايناستی شو. هالنډ په هغه سيمه کې د ځان ساتنې ليکې پياوړې کړې، چې اوس د اطريش نيدرلينډز وه؛ که څه هم دوی يو ستر سوداګريز ځواک پاتې شول، مګر د جګړې لګښت د تل لپاره د دوی اقتصاد ويجاړ کړ.

فرانسې د شړل شويو Jacobites له ملاتړ څخه په شا شوه او Hanoverians يې د برتانوي تخت د وارثانو په توګه په رسميت وپېژندل. د يوې دوستانه هسپانيې ډاډمنول يوه ستره لاسته راوړنه وه، مګر دوی يې له مالي پلوه ستړي [کمزوري] کړل. د روم د سپېڅلې سترواکۍ نا متمرکز کولو دوام وکړ، چې له پروس (Prussia)، باوريا (Bavaria) او سکسوني (Saxony) سره د خپلواکو دولتونو په توګه په زياتېدونکي ډول کار کاوه. د سترواکۍ نامتمرکز کولو او پر عثمانيانو باندې برياوو دا معنا درلوده، چې د اطريش Habsburgs په زياتېدونکي ډول خپل تمرکز سويلې اروپا ته واړوي.

مخینه سمول

د هسپانيې دويم چارلس په ۱۶۶۵ ز کال کې د څلور کلنۍ په عمر د خپل پلار ځايناستی شو. که څه هم دويم چارلس په خپل ټول ژوند کې له ناروغۍ وکړېده، مګر مرګ يې نږدې له زوکړې څخه اټکل شوی و او د نوموړي د ځايناستي موضوع د لسيزو لپاره د سياسي بحثونو مسئله وه. په ۱۶۷۰ ز کال کې انګليستان د Dover تړون له مخې د هسپانيې د تخت يا واکمنۍ لپاره د څوارلسم لویي له حقونو څخه د ملاتړ هوکړه وکړه، په داسې حال کې چې د ۱۶۸۸ ز کال د ستر يووالي (Grand Alliance) اصولو انګليستان او د هالنډ جمهوريت ژمن کړل چې د ليوپولډ (Leopold) ملاتړ وکړي. [۲]

په ۱۷۰۰ ز کال کې هسپانوي سترواکۍ ايټاليا، هسپانوي نيدرلينډ، فليپين او امریکا کې ملکيتونه راونغاړل او که څه هم نور حاکم ستر ځواک نه و، مګر په پراخه ډول روغه رمټه پاتې شوه. دا چې د اطريش Habsburgs يا د فرانسې Bourbons له لورې [د واک يا تخت] تر لاسه کول به د ځواک توزان بدل کړي، ميراث يې د جګړې لامل شو، چې زياتره اروپا په کې شامله وه. له ۱۷۰۰ څخه تر ۱۷۲۱ ز کال پورې د شمال ستره جګړه (Great Northern War) ځکه يوه تړلې جګړه ګڼل کېږي، چې لکه د سويډن، ساکسوني، ډنمارک – ناورې او روسيې غوندې دولتونو ګډون يې اغېزمن کړ. [۳][۴]

له ۱۶۸۸ څخه تر ۱۶۹۷ز کال  پورې د نهه کلنې جګړې (Nine Year’s War) پر مهال پوځونه په منځني ډول په ۱۶۴۸ ز کال کې له ۲۵۰۰۰ څخه په ۱۶۹۷ ز کال کې ۱۰۰۰۰۰ ته لوړ شول، چې دا له صنعتي څخه د مخکې اقتصادونو لپاره د پايښت کچه نه وه. ۱۹۶۰ ز لسيزې هم د کوچني يخ دورې (Little Ice Age) تر ټولو ټيټ ټکی په نښه کړ. ياد وختونه د يو څه سړې او وچې هوا دوره وه، چې په ټوله اروپا کې يې د غله جاتو حاصلات په پياوړي او اغېزناک ډول کم کړل. اټکل کېږي چې د ۱۶۹۷-۱۶۹۵ ز کلونو سترې وچکالۍ (Great Famine of 1695-1697) په فرانسې او شمالي ايټاليا کې د دوه ميليونه نورو وګړو په ګډون، د اوسني سکاتلېنډ، استونيا، فنلينډ، لتويا، ناروې، سويډن له ۱۵ تر ۲۵ سلنه نفوس وواژه. د ۱۶۹۷ز کال د رېسوېک تړون (Treaty of Ryswick) د دوه اړخيزې ستړيا او د څوارلسم لويي د منښت پايله وه، چې فرانسې له متحدينو پرته خپلې موخې نه شوې تر لاسه کولی. دا چې د ځايناستي مسئله تر اوسه نا حل پاتې وه، ليوپولډ (Leopold) د ۱۹۶۷ز کال په  اکتوبر کې په خورا مخالفت سره ياد تړون لاسليک کړ. روښانه وه چې چارلس هيڅکله يو وارث نه شو زېږولی او د دښمنيو بيا پيلول هرو مرو څرګند شول [حتمي به دښمني پيلېږي]. [۵][۶][۷][۸]

د بېلتون تړونونه سمول

د فرانسې يا اطريش د تاجونو [پاچاهيو] خلاف د هسپانيې خول يا تاج د ښځينه کرښې [نسب] له لارې ميراث کېدلی شي. دې اصل د چارلس دوه خويندو ماريا تيريسا (Maria Theresa (1638–1683)) او مارګرېت تيريسا (Margaret Theresa (1651–1673)) ته لاره هواره کړه، چې خپل حقونه له څوارلسم لويي او سترواک ليوپولډ سره د دوی د ودونو له مخې کوچنيانو ته ولېږدوي. لويي (Louis) غوښتل له خپل اصلي سيال (د انګلېنډ درېيم ويليم: William III of England) سره د سيده خبرو له لارې د مسئلې په اړه د جګړې مخنيوی وکړي. [۹]

د ليوپولډ او مارګريټ لور ماريا انټونيا  په ۱۶۸۵ ز کال کې د Bovaria هېواد له Maximillian Emanuel سره واده وکړ او د د ۱۶۹۲ ز کال د اکتوبر پر ۲۸ يې د جوزف فرديناند (Joseph Ferdinand) نوم زوی وزېږېد. د فرانسې، بریتانيې او هالنډ جمهوريت تر منځ د ۱۶۹۸ ز کال اکتوبر د هاګ (Hague) تړون له مخې، پينځه کلن جوزف د دويم چارلس وارث وټاکل شو چې په بدل کې به يې فرانسه او اطريش د هسپانيې د اروپايي سيمو برخې تر لاسه کړي. چارلس د ياد تړون دا اصل ونه مانه. نوموړي د ۱۶۹۸ ز کال د نومبر پر ۱۴ مه نېټه باندې يو وصيت خپور کړ، چې جوزف فرديناند ته د ناوېشل شوې هسپانيې پاچهي پرېږدي. که څه هم د ۱۶۹۹ ز کال فبروري کې له چيچک ناروغۍ څخه مړينې يې ياد ترتيبات بې اغېزې کړل. [۱۰][۱۱]

سرچينې سمول

  1. Falkner 2015، ص. 7.
  2. Hochedlinger 2003، ص. 171.
  3. Storrs 2006، صص. 6–7.
  4. Frey او Frey 1995، صص. 191–192.
  5. Childs 1991، ص. 1.
  6. White 2011، صص. 542–543.
  7. de Vries 2009، صص. 151–194.
  8. Meerts 2014، ص. 168.
  9. Frey او Frey 1995، ص. 389.
  10. McKay او Scott 1983، صص. 54–55.
  11. Ward او Leathes 1912، ص. 385.