د هستوي چاودنې (فیژن) کشف

هستوي چاودنه د ۱۹۳۸م کال په ډسمبر کې د اوټو هان او فریتز اسټراسمن په نوم کیمیاپوهانو او لیزه مایټنر او اوټو رابرټ فریش په نوم فزیک پوهانو له خوا کشف شوه. فیژن یو هستوي غبرګون یا راډیواکټیفي تخریبي پروسه ده چې په هغه کې د یوه اټوم هسته دوه یا څو وړو او سپکو هستو او ډېرو نورو ذرو باندې وېشل کېږي. د چاودنې پروسه ډېری وخت د ګاما شعاع ګانې تولیدوي او په ډېره زیاته اندازه انرژي خوشې کوي، ان د راډیواکټیف د انحلال د انرژۍ د معیارونو په اندازه. ساینس پوهان له پخوا راهیسې د الفا انحلال او بېتا انحلال په هکله پوهېدل، خو دې «چاودنې» ډېر ارزښت پیدا کړ ځکه دا کشف چې د هستوي زنځیري غبرګون امکان یې برابر کړ، د هستوي انرژۍ او هستوي وسلو ودې ته یې لاره هواره کړه.

هان او اسټراسمن په برلین کې د قیصر ویلهلم کیمیا انسټیټوټ کې یورانیم له ورو نیوټرونونو سره بمبارډ کړل او هلته یې پام شو چې باریم تولید شوي دي. هان د هستوي چاودنې سپارښتنه وکړه، خو هغه ډاډمن نه وو چې د دې پایلو فزیکي اساس څه دی. هغوی د خپلو موندنو په هکله د پوسټ له لارې په سویډن کې مایټنر ته، چې څو میاشتې مخکې له نازي المان څخه تښتېدلی وو، راپور ورکړ. مایټنر او د هغې وراره فریش نظریه ورکړه او وروسته یې ثابته کړه چې د یورانیم هسته چاودلې ده او په نېچر (طبیعت) کې یې خپلې موندنې خپرې کړې. مایټنر محاسبه وکړه چې د هرې چاودنې له خوا د خوشې شوې انرژۍ کچه کابو ۲۰۰ مېګا الکټرون ولټ ده او فریش دا مشاهده کړه. د بیولوژیکي حجرو وېش سره د ورته والي په اساس، هغه د دې پروسې نوم «چاودنه» کېښوده. هان د دې کشف له امله په ۱۹۴۴ز کال کې د کیمیا نوبل ډالۍ ترلاسه کړه.

دا کشف د راډیواکټیف توب او راډیواکټیف موادو د طبیعت او ځانګړتیاوو په هکله له څلوېښت کلنو څېړنو وروسته ترسره شو. په ۱۹۳۲ز کال کې د جېمز چاډویک لخوا د نیوټرون کشف د هستوي تبدیل نوې وسیله جوړه کړه. انریکو فرمي او همکارانو یې په روم کې د نیوټرون په واسطه د یورانیم بمبارډ کول مطالعه کړل او فرمي دې پایلې ته ورسېد چې د هغه آزمېښتونو له ۹۳ او ۹۴ پروټونونو سره نوي عنصرونه رامنځته کړي دي چې د هغه ډلې د آسنیوم او هسپریوم په نومونو ونومول. فرمي په ۱۹۳۸ز کال کې د «د نیوټرون تابش یا چمک په واسطه نویو تولید شویو راډیواکټیف عنصرونو د وجود څرګندونې او د ورو نیوټرونونو له امله د هستوي غبرګونونو په هکله د هغه اړین کشف» له امله د فزیک نوبل ډالۍ وګټله. په هرحال، ټول د خپلو پایلو په هکله د فرمي له تحلیل څخه قانع نشول. آیډا ناډاک سپارښتنه وکړه چې د ۹۳ نوي او دروند عنصر د جوړولو پرځای، کولی شو داسې وانګېرو چې هسته لویو ټوټو باندې وېشل شوې ده، او آریسټېډ وان ګروس سپارښتنه وکړه چې هغه څه چې د فرمي ډلې پیدا کړي دي د پروټاکټینیم یو ایزوټوپ دی.[۱]

دې کار هان او مایټنر، د پروټکټینیم ترټولو باثباته ایزوټوپ کشف کوونکي، وهڅول ترڅو له خپل همکار اسټراسمن سره، په دې مورد کې څلور کلنې څېړنې ترسره کړي. له ډېرې هڅې او ډېرو کشفونو وروسته، هغوی دې پایلې ته ورسېدل چې کوم څه چې هغوی ویني یوه چاودنه ده او هغه نوي عنصرونه چې فرمي موندلي دي د دې چاودنې محصولات دي. د هغوی کار په فزیک کې د اوږدې مودې باور له پامه وغورځاوه او د ریښتیني ۹۳م عنصر (نپټونیوم) او ۹۴م عنصر (پلوټونیوم) د کشف، په نورو عنصرونو کې د چاودنې کشف او په یورانیم کې د یورانیم ۲۳۵م ایزوټوپ رول د تعیین لپاره یې لاره هواره کړه. نیلز بور او جان ویلر د مایع څاڅکي ماډل باندې، د چاودنې میکانیزم د تشریح لپاره، بیا ځلې کار وکړ.

پس منظر

سمول

د راډیواکټیف فعالیت

سمول

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې، ساینس پوهانو په مکرر ډول له کاټوډي وړانګو ټیوب سره ازمېښتونه کول چې په هغه وخت کې د لابراټواري تجهیزاتو په یو سټانډارډ ټوټه بدل شوی وو. یو معمول عمل دا وو چې کاټوډي وړانګې به یې بېلابېلو موادو ته هدف ګرځولې او کتل به یې چې څه پېښېږي. ویلهلم رونټګن له باریم پلاټینوسیانیډ سره پوښل شوې یوه پرده درلودله چې کله به د کاټوډي وړانګو سره مخ کېده نو فلورسانس کېدله به. د ۱۸۹۵ز کال د نومبر په ۸مه نېټه، د هغه دې ته پام شو چې، که څه هم د کاټوډي وړانګو ټیوب د هغه پردې ته، چې له تور کارټ بورډ سره پوښل شوې وه، مخامخ نه وه، دا پرده بیا هم فلورسانس وه. هغه ډېر ژر باور پیدا کړ چې د وړانګو یوه نوې بڼه یې کشف کړې ده چې نن ورځ هغو ته د X وړانګې وایي. بل کال هانري بېکرل د فلورسانسي یورانیم مالګو د آزمېښت په حال کې وو او په دې فکر کې شو چې کېدای دا هم وکولی شي چې د X وړانګې تولید کړي. د ۱۸۹۶م کال د مارچ په ۱ نېټه، د هغه پام شو چې هغوی په رښتیا هم وړانګې تولیدوي، خو په بله بڼه، او ان کله چې د یورانیم مالګه په یوه تیاره ځای کې هم وساتل شي، بیا هم د X وړانګې په پرده یې شدید انځور جوړاوه چې دا کار د دې ښکارندويي کوي چې وړانګې د ننه څخه رامنځته شوي او د انرژي بهرنۍ سرچینې ته اړتیا نه لري.[۲][۳]

د رونټګن کشف په خلاف، چې د ساینس پوهانو او عامو خلکو په منځ کې د پراخ تجسس موضوع وه چې د اېکس وړانګه دا وړتیا لري چې د انسان وجود په منځ کې هډوکي راڅرګند کړي، د بېکرل کشف په هغه وخت کې دومره اغیزه نه درلودله، او بېکرل په خپله ډېر ژر د بلې څېړنې خوا ته لاړ. ماري کوري د هرڅومره عناصرو او معدني موادو نمونې چې کولی یې شوې، د بېکرل وړانګو نښو لپاره ازمېښت کړې او د ۱۸۹۸ز کال د اپرېل په لومړیو کې یې هغه په توریم کې پیدا کړې. هغې د دې پدیدې نوم «راډیواکټیف فعالیت» کېښود. هغې له پیر کوري او ګوسټاو بېمونټ سره د پیچبلنډ، یوه یورانیم لرونکې ډبره، په څېړنې پیل وکړ چې دوی وموندله دا ډبره په هغې کې له شته یورانیم څخه هم ډېره راډیواکټیف ده. دې د نورو راډیواکټیف عناصرو د شتون ښکارندویي کوله. له هغو څخه یو یې له کیمیایي اړخه بیسموټ ته ورته وو، خو ډېر زیات راډیواکټیف وو، او د ۱۸۹۸ز کال په جولای کې دوی یوه مقاله خپره کړه چې په هغه کې دې پایلې ته ورسېدل چې دا یو نوی عنصر دی، کوم ته چې دوی د «پولونیوم» نوم ورکړ. له هغو څخه بل یې له کیمیایي اړخه باریم ته ورته وو، او د ۱۸۹۸ز کال په ډسمبر کې په یوه مقاله کې هغوی د دوهم نا پېژندل شوي عنصر د کشف اعلان وکړ چې هغه ته یې د «راډیوم» نوم ورکړ. علمي ټولنې ته قناعت ورکول یوه بله موضوع وه. په معدني ډبره کې د شته راډیوم او باریم جلا کول ډېر ستونزمن وو. درې کاله وخت یې ونیوه ترڅو هغوی وکړی شول د یو ګرام لسمه برخه راډیم کلورایډ تولید کړي، او هیڅکله بریالي نشول چې پولونیوم جلا کړي.[۴][۵][۶]

سرچينې

سمول
  1. "The Nobel Prize in Physics 1938". Nobel Media AB. Archived from the original on 22 May 2020. نه اخيستل شوی 1 June 2020.
  2. Rhodes 1986، مم. 41–42.
  3. Yruma 2008، مم. 29–31.
  4. Badash, Lawrence (9 June 1978). "Radium, Radioactivity, and the Popularity of Scientific Discovery". Proceedings of the American Philosophical Society. 122 (3): 145–154. ISSN 0003-049X. JSTOR 986549.
  5. "Marie Curie – Research Breakthroughs (1897–1904): X-rays and Uranium Rays". American Institute of Physics. Archived from the original on 22 May 2020. نه اخيستل شوی 28 May 2020.
  6. "Marie Curie – Research Breakthroughs (1897–1904): The Discovery of Polonium and Radium". American Institute of Physics. Archived from the original on 22 May 2020. نه اخيستل شوی 28 May 2020.