د هخامنشیانو اشور

(په زړه فارسي: : 𐎠𐎰𐎢𐎼𐎠 Aθurā) اتورا چې د اشور په نوم هم یاديږي، د بین النهرین په ټاپو (اوسنی عراق، ژباړن) کې د هخامنشیانو په خاوره کې یوه جغرافیه‌يي سیمه وه چې له میلاد څخه مخکې له ۳۳۰ تر ۵۰۹ کال پورې یو پوځي تحت‌الحمایه هېواد و. که څه هم ځينې وختونه د یوې ساتراپي/satrapy (یوه یوناني کلیمه چې د خاورې د ساتونکي په معنا ده، ژباړن) په توګه په پام کې نیول کېږي، د هخامنشیانو سلطنتي کتبې يې د داهيو (چې د ډاهیاوا/ dahyāva جمعه ده) په نوم یادوي، هغه مفهوم چې په عمومي توګه د خلکو د يوې ډلې یا هم د یو هېواد او د هغه د خلکو په معنا له هېڅ ډول تفسیري دلالت پرته تفسیریږي.   [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په دې هېواد کې تر ډېره د اشوریانو د نوې امپراتورۍ خاورې- د اوسني شمالي عراق اړوند د دجلې د برني سیند او د فرات سیند د منځنۍ او برنی برخې اشوریان، د اوسني ایران ځینې شمال لویديځې برخې، د ننۍ سوریې (اېبرناري) شمال ختيځه برخه او د اناتولي (اوسنۍ ترکیې) سویل ختيځه برخه په‌کې شامله وه. له دې سره مصر او د سینا ټاپوزمه د هخامنشیانو جلا قلمرونو وو. د نيو-اشوریانو امپراتوري له تاوتریخوالي سره مل د کورنیو جګړو تر یوې دورې وروسته او ورپسې د هغوی د پخوانیو اتباعو، ایراني وګړو (ماد، پارسیان او سکایان)، بابلیانو او کیمریانو یرغل له میلاد څخه مخکې د اوومې پېړۍ په وروستیو کې له‌منځه ولاړه. د نینوا په جګړه کې د نسکورېدو له اوج سره مخ شوه او د اشوریانو امپراتوري له میلاد څخه مخکې  تر ۶۰۹ کال پورې په بشپړډول نسکوره شوه. [۷][۸]

له میلاد څخه مخکې د ۵۵۹ او ۶۰۹ کلونو تر منځ د اشور پخواني قلمرونه په ختيځ کې د ماد امپراتورۍ او په لویديځ کې د بابلیانو د نوې امپراتورۍ تر منځ ووېشل شول. دا دواړه برخې له میلاد څخه مخکې په ۵۳۹ کال کې د هخامنشیانو په امپراتورۍ کې ځای پر ځای شوې وې او داسې استدلال شوی چې په ترتیب سره یې د ماد او اورا/ Aθurāساتراپي جوړوله. د هېرډوېټ په روایت کې له اېبر-ناري پرته په  نهمه تابع ولسوالۍ کې «بابل او نور اشور» شامل و. [۹][۱۰]

د څو بغاوتونو سره سره اورا/Aθurā د هخامنشیانو د امپراتورۍ مهمه برخه وه او اوسېدونکو ته يې د هخامنشي امپراتورۍ په ټول حکومت کې د حاکمیت حق ورکړل شوی و او پخوانۍ ارامي په ديپلوماتیک ډول د هخامنشیانو له خوا کارول کېده.  [۱۱]

اشوري سرتېري (له لېدیایانو سره) د خپلو جنګي مهارتونو لپاره پېژندل شوي وو، چې د هخامنشي نظام د پیاده پوځ اصلي پیاوړې برخه یې جوړوله. د اشوریانو د امپراتورۍ د نسکورېدو په بهیر کې د هغوی لویو ورانیو ته له پام سره ځینې لومړني څېړونکي دا سیمه د ناامنه کنډوالې په نوم یادوي. که څه هم نور اشور پېژندونکي لکه جان کرتیس او سیموپارپولا په شدید ډول دا ادعا رد کړې او دې ټکي ته اشاره کوي چې اشور څه ډول په هخامنشي امپراتورۍ د سیمو تر منځ په تر ټولو شتمنې سیمې بدل شو.  دا شتمني پر ځمکه د کرنې د غوړېدا له امله وه چې هخامنشیانو نږدې ۲۰۰ کاله په اغېزمن ډول ورڅخه ګټه پورته کړه. [۱۲][۱۳]

د اشوریانو د نوې امپراتورۍ د پالیسۍ خلاف هخامنشي پارسیانو تر هغه مهاله تر خپلې ولکي لاندې د ساتراپیو په کورنيو چارو کې لاس‌وهنه ونه‌کړه چې پارس/ایران ته يې د مالیاتو او باج ورکړې ته دوام ورکاوه. [۱۴]

د اشوري امپراتورۍ نسکورېدل سمول

له میلاد څخه مخکې د ۱۴مې پېړۍ د منځنۍ برخې او ۱۱مې پېړۍ د وروستۍ برخې ترمنځ او بیا له میلاد څخه مخکې د ۷مو او لسمو پېړيو د وروستیو تر منځ د اړونده اشور منځنۍ امپراتورۍ او د نیو- اشوري امپراتورۍ له پوځي، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي پلوه پر منځني ختيځ واک درلود. پارسیان او د هغوی ګاونډیان مادیان، اشکانیان، اېلامیان او مانایان د اشوریانو لاس‌پوڅي وو او باج يې ورکاوه.  [۱۵][۱۶][۱۷]

که څه هم اشوري امپراتور له ميلاد څخه مخکې په ۶۲۶ کال کې د کورنۍ جګړې یوې دورې ته دننه شو چې په شدید ډول د اشور امپراتورۍ  کمزورې کړه  او په پای کې د دې لامل شو چې د هغه تابع پخواني خلک یعنې بابلیان، مادیان، پارسیان، سکایان او کیمریان له یو بل سره متحد شي او له میلاد څخه مخکې د ۱۶۱۶ کال پر جګړه ځپلو اشوریانو برید وکړي. د نینوا جګړې په پای کې له میلاد څخه مخکې په ۶۱۲ کال کې اشوري امپراتوري د راتلونکو کلونو لپاره له منځه یوړه.  [۱۸][۱۹][۲۰]

اشوریانو د خپلو نورو پخوانیو لاس‌پوڅو په مرسته چې د دغو نویو قدرتونو له راڅرګندېدو څخه په ډار کې و، د مصر ۲۶مې لړۍ چې د سایېت کورنۍ/ لړۍ په نوم هم یاديږي له یو بل سره جګړې ته دوام ورکړ. په ۶۰۹ کال کې په مګيدو کې د یهودا پاچاهۍ خلاف ډېر لګښت لرونکې خو بریالۍ جګړې د مصر سایېت ته اجازه ورکړه چې د ژغورنې لپاره مخته تګ وکړي خو د بابلي-ماد-سکايي اتحاد په واسطه يې ماته وخوړه. په پای کې په هم‌هغه کال کې د اشور نوې پلازمېنه حران هم ولکه او په دې توګه امپراتوري پای ته ورسېده. [۲۱][۲۲]

له دې سره سره د اشور د پخواني پوځ ځینې پاتې‌شونو په کارکېمش کې له میلاد څخه مخکې په ۶۰۵ کال پورې د  وروستۍ ماتې تر پایه جګړې ته دوام ورکړ. [۲۳]

د بابلیانو واکمني بې شهرته وه خو ډېر دوام يې ونه‌کړ. په ۵۳۹ کال کې لوی کورېش بابلي پاچا نابونېدوس ته چې په خپل نظر له حارن څخه یو اشور و ماته ورکړه- بابل یې ونیوه او هغه يې له اشور سره د هخامنشیانو د امپراتورۍ په یو ولایت بدل کړ. [۲۴]

اتورا د هخامنشیانو د امپراتورۍ د یوې برخې په توګه سمول

د اشوریانو پخوانیو مهمو پلازمېنو، نینوا، دور-شروکین او کلهو (اوسنی نېمرود) د هخامنشیانو دواکمنۍ پر مهال لږ نفوس درلود. د اشوریانو ډېری مېشت‌ځایونه په کوچنیو ښارونو، ښارګوټو او کلیو کې د بېدیاوو په کچه او د تېا-اېډ-ډرم په څېر په غرونو کې د غونډیو پر سر وو. په هر حال د ژرژ روکس په څېر د نويو اشورپېژندونکو په وینا د راپخا، ګوزانا (د اوسني حلف د تېل کنډوالې) او اربلا (اوسنی اربيل) په څېر ښارونه زیان نالیدلې پاتې شول او اشور د بیارغېدنې په حال کې و. له دې سره سره چې د اشور ډېری ښارونه له ميلاد څخه مخکې په ۷مه پېړۍ کې د هغوی د نسکورېدو په لاملو جګړو کې ويجاړ شوي وو د يوناني څېړنکي ګزنفون په وینا کلیوال اشور رونق درلود. ګزنفون او یونانیان له کلهو او نینوا څخه تر تېرېدو وروسته (چې هغه یې د هغو کنډوالو په توګه یادې کړې چې محدود شمېر اشوریانو په‌کې ژوند کاوه) ګزنفون او یونانیان د دجلې سیند د ختيځ ساحل تر څار وروسته شمال لويديځ ته وګرځېدل. هغه د کلیوال اشور په اړه داسې تشرېح ورکړه:     [۲۵]

هلته په کلیو کې د غله‌جاتو نسبي پرېماني وه او یوه ماڼۍ يې ومونده چې ډېر کلي يې په شاوخوا کې وو... په دغو کلیو کې د درېیو ورځو لپاره پاتې شول، نه یوازې د ټپیانو لپاره بلکې له دې امله چې دوی  پرېمانه تدارکات – اوړه، شراب او د وربشو لویې زېرمې درلودې چې د زیانونو لپاره راټول شوي وو، دغه ټول تدارکات د سیمې د لنډمهالې ساتراپۍ له لارې راټول شوي وو.  [۲۶]

تصدیق/شواهد د اشوري سیمې او د ساتراپ ماڼۍ د بډایه کرنیزو سرچینو یو مثال دی. دا په کره ډول نه ده مشخصه چې ماڼۍ چېرته پرته وه، خو استین هنري لایارد وړاندیز کوي چې دا ماڼۍ زاخوا ته نږدې وه.    [۲۷]

هغه کتیبه چې په مصر کې د ارسامس په لاس ليکل شوې ده، هغه اشوري ښارونه چې د هخامنشیانو تر واکمنۍ لاندې یې اداري مرکزونه ترلاسه کړي و په لاندې ډول یادوي: [۲۸]

  • لېیر: لاهیرو اشوري (اېسکي کېفري) ديیالي درې ته څېرمه
  • ارزوهینا: تېل چېمچمال، د کرکوک په ۴۰ کیلومترۍ
  • اربېلا
  • حل‌سو: نامعلوم ځای دی
  • مټولیبش: په اشوري Ubaše (تېل هوېش)، د اشور د لرغوني ښار په شمال کې ۲۰ کیلومتره لرې پروت دی.

سرچينې سمول

  1. Iranian History at a Glance. Alhoda UK. 2005. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-964-439-005-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Maspéro, Gaston (1900). The Passing of the Empires: 850 B.C. to 330 B.C. Society for Promoting Christian Knowledge. د کتاب پاڼې 688. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Parpola, Simo (2004). "National and Ethnic Identity in the Neo-Assyrian Empire and Assyrian Identity in Post-Empire Times" (PDF). Journal of Assyrian Academic Studies. JAAS. 18 (2): 18. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۰۷. With the fall of Nineveh, the Empire was split in two, the western half falling in the hands of a Chaldean dynasty, the eastern one in the hands of Median kings. In 539 BC, both became incorporated in the Achaemenid Empire, the western one as the megasatrapy of Assyria (Aθūra), the eastern one as the satrapy of Media (Māda). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  4. Cameron, George (1973). "The Persian satrapies and related matters". Journal of Near Eastern Studies. 32: 47–56. doi:10.1086/372220. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cook, J.M.: "The rise of the Achaemenids and establishment of their empire", pp. 261–262, in Ilya Gershevitch, Fisher, William Bayne; Gershevitch, I.; Boyle, John Andrew (1968). The Cambridge History of Iran. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 246. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-20091-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Briant, Pierre (2002): From Cyrus to Alexander: A History of the Persian Empire, pp. 177, 390-391, 909.
  7. Curtis, John (November 2003). "The Achaemenid Period in Northern Iraq" (PDF). L'Archéologie de l'Empire Achéménide. Paris, France: 3–4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Iranica
  9. Parpola, Simo (2004). "National and Ethnic Identity in the Neo-Assyrian Empire and Assyrian Identity in Post-Empire Times" (PDF). Journal of Assyrian Academic Studies. JAAS. 18 (2): 18. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۰۷. With the fall of Nineveh, the Empire was split in two, the western half falling in the hands of a Chaldean dynasty, the eastern one in the hands of Median kings. In 539 BC, both became incorporated in the Achaemenid Empire, the western one as the megasatrapy of Assyria (Aθūra), the eastern one as the satrapy of Media (Māda). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  10. Briant, Pierre, op. cit. p. 391.
  11. کينډۍ:Iranica
  12. Farrokh, Kaveh; Frye, Richard N. (2009). Shadows in the Desert: Ancient Persia at War. Bloomsbury USA. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84603-473-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Curtis, John (November 2003). "The Achaemenid Period in Northern Iraq" (PDF). L'Archéologie de l'Empire Achéménide. Paris, France. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Culture And Social Institutions Of Ancient Iran" by Muhammad A. Dandamaev, Vladimir G. Lukonin. Page 104
  15. Healy, Mark (2000). The Ancient Assyrians. Bloomsbury USA. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84176-032-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Frahm, Eckart (2016). "Revolts in the Neo-Assyrian Empire: A Preliminary Discourse Analysis". Revolt and Resistance in the Ancient Classical World and the Near East. د کتاب پاڼي 76–89. doi:10.1163/9789004330184_006. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004330177. Radner provided a typological assessment of revolts throughout the Neo-Assyrian period (ca. 1000-609 BC) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. . [{{{url}}} Battle a Visual Journey Through 5000 Years of Combat]. London: Dorling Kindersley
  18. Encyclopaedia Britannica Archived 2018-04-06 at the Wayback Machine.
  19. Frahm, Eckart (2016). "Revolts in the Neo-Assyrian Empire: A Preliminary Discourse Analysis". Revolt and Resistance in the Ancient Classical World and the Near East. د کتاب پاڼي 76–89. doi:10.1163/9789004330184_006. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004330177. Radner provided a typological assessment of revolts throughout the Neo-Assyrian period (ca. 1000-609 BC) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. . [{{{url}}} Battle a Visual Journey Through 5000 Years of Combat]. London: Dorling Kindersley
  21. Frahm, Eckart (2016). "Revolts in the Neo-Assyrian Empire: A Preliminary Discourse Analysis". Revolt and Resistance in the Ancient Classical World and the Near East. د کتاب پاڼي 76–89. doi:10.1163/9789004330184_006. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004330177. Radner provided a typological assessment of revolts throughout the Neo-Assyrian period (ca. 1000-609 BCE) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . [{{{url}}} Battle a Visual Journey Through 5000 Years of Combat]. London: Dorling Kindersley
  23. . [{{{url}}} Battle a Visual Journey Through 5000 Years of Combat]. London: Dorling Kindersley
  24. . [{{{url}}} Battle a Visual Journey Through 5000 Years of Combat]. London: Dorling Kindersley
  25. Arrian, Anabasis, III.7.3.
  26. Anabasis, book III.IV. pages 18, 24-32.
  27. Layard, A.H., 1853. Discoveries in the Ruins of Nineveh and Babylon, p. 61 and 686
  28. Curtis, John (November 2003). "The Achaemenid Period in Northern Iraq" (PDF). L'Archéologie de l'Empire Achéménide. Paris, France: 3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)