د هایټي انقلاب

د هایټي انقلاب (په فرانسوي کې: Révolution haïtienne ) په سنټ ډومینګو کې د غلامانو له خوا د فرانسې د مستعمرې د حاکم په وړاندې بریالی اغتشاش و، چې اوس د هایټي دولت په نوم یادیږي. دغه اړدوړ د ۱۷۹۱ کال د اګسټ په ۲۲مه پیل شو او په ۱۸۰۴ کې د خپلواکۍ په ګټلو سره پای ته ورسید. په دې اړدوړ کې تورپوستو، دوه نژاد لرونکو، فرانسویانو، هسپانویانو، انګریزانو، پولنډانو له پخواني غلام، توزینت لورتور سره یو ځای ګډون کړی و چې د هایټي یو له کاریزماتیکو اتلانو څخه وو. دغه انقلاب د غلامانو د پاڅون یوازینی انقلاب و چې له امله یې داسې دولت رامنځته شو چې هم له غلامۍ خلاص شو (نه له جبري کارګري) او هم یوازینی دولت و چې دغیرسپین پوستو او پخوانیو اسیرانو له خوا اداره کېده. دا دولت اوسمهال د اټلانټیک د نړۍ په تاریخ کې د یوې برخلیک ټاکونکي شیبې په توګه په پام کې نیول کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

دې کار په ټوله امریکا وچه کې د غلامۍ پر ادارو باندې اغیزې وکړي. په پخوانۍ مستعمره کې د فرانسې د حاکمیت په پای ته رسیدو او د غلامۍ په لغو کېدو سره د هغوی د ازادیو او له اروپايي سپین پوستو خلکو څخه یې د خپلې خپلواکۍ نه په بریالۍ توګه سره دفاع وکړه. دغه انقلاب نږدې ۱۹۰۰ کاله وړاندې د روم د جمهوریت په وړاندې د سپارتاکوس د نا بریالي پاڅون را وروسته د غلامانو تر ټولو ستر پاڅون ګڼل کېږي. چې په دې سره د تورپوستو خلکو په وړاندې د اروپا هغه پخوانۍ عقیده چې دوی ته به یې په سپکه سترګه کتل او او هغوی به یې د خپلې ازادۍ په تر لاسه کولو کې ناوسه بلل، غلط راوختل. تر فشار لاندې د پاڅونوالو د سازمان دهي د وړتیا او سرټنبګي په اړه خلکو داستانونه جوړ کړل چې په دې نیمه وچه کې یې د غلامانو څښتنان ټول شوکه او وډار کړل.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

شالید سمول

په سنټ ډومینګو کې د غلامۍ اقتصاد سمول

په ۱۸مه پیړۍ کې د کارابین د سیمې زیاتره اقتصادي وده د اروپایانو له خوا د بورې په تقاضا پورې تړلې وه. د ځمکو څښتنانو به بوره د نیشکر د کرلو له لارې د یوه محصول په توګه تر لاسه کوله چې زیات کاري ځواک ته یې اړتیا درلوده. د سنټ ډومینګو مستعمرې همداشان قهوه، کاکاو او دودیز بوټي درلودل، خو دا ټول د بورې د تولید په پرتله ډېر کم او ګټه یې هم کمه وه. دغه محصولات به له اروپايي توکو سره معامله کېدل. [۱۱]

د ۱۷۳۰مې لسیزې را هیسې، فرانسوي انجینرانو د ګني د تولیداتو د زیاتوالې لپاره د اوبو لګولو پیچلي سیستمونه جوړ کړل. په ۱۷۴۰ یمه لسیزه کې، سنټ ډومینګو د بریتانیا له مستعمرې جمایکا سره یو ځای، د نړۍ د بورې تر ټولو لویې تولیدوونکې مستعمرې وي. د بورې تولید پراخ زحمت غوښت چې د افریقايي غلامانو پر مټ تر سره کېده. هر کال په منځنۍ کچه ۶۰۰ کښتیو له سنټ ډومینګو څخه بروډاکس ته محصولات لېږدول، چې د همدې مستعمرې د محصولاتو او توکو ارزښت له نږدې ټولو هغو دیارلس مستعمرو سره برابر و کوم چې بریتانیا ته به یې محصولات لیږل.  په ۱۷۸۹ کال کې د فرانسې د ۲۵ میلیونه وګړو نه د ۱ میلیون وګړو معیشت مستقیماٌ له سنټ ډومینګو څخه د را وارد شویو کرهڼیزو محصولاتو په سوداګرۍ پورې تړلی و او څو میلیون نورو وګړو په غیرمستقیم ډول له همدې مستعمرې سره د سوداګرۍ له کبله خپل ژوند پر مخ وړول. سنټ ډومینګو په نړۍ کې د فرانسې تر ټولو ډېره زیاته ګټمنه مستعمره وه چې په اصل کې په ۱۸مه پیړۍ کې د ټولې اروپا لپاره یوه له ډېرو زیاتو ګټمنو مستعمرو څخه ګڼل کېده. [۱۲][۱۳]

غلامانو په ډېرو سختو شرایطو کې د بورې تولیدول جاري وساتو، له هغې ډلې د کارابین په ناخوندي اقلیم کې چیرته چې د ملاریا (چې له افریقا راغلې وه) په څیر ناروغۍ او ژیړه تبه د زیات شمېر کسانو د مرګ مړینې لامل ګرځیده. یوازې په ۱۷۸۷ کال کې، فرانسې له افریقا څخه ۲۰۰۰۰ غلامات سنټ ډومینګو ته راوړل، په داسې حال کې چې بریتانیا په کارابین سیمه کې خپلو ټولو مستعمرو ته یوازې ۳۸۰۰۰ غلامان راوستي وو. د ژیړې تبې له کبله د مرګ مړینې کچه هومره لوړه وه چې له افریقا څخه په هغه کال کې له راغلو غلامانو څخه یې ۵۰ سلنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. له همدې کبله، سپین پوستو کروندګرو دې ته ترجیح ورکوله چې د امکان تر بریده پورې پر هغو باندې سخت کار وکړي او په ورته وخت کې هغوی ته به یې ډېر کم خواړه او او ناچیزه سرپناه ورکوله. د هغوی د محاسبې له مخې غوره دا وه چې په ډېر کم لګښت له هغوی څخه زیات کار واخیستل شي، ځکه دا احتمال ډېر و چې په هر حالت سره هغوی د ژیړې تبې له لاسه وژل کېږي. هغه وخت کې د مرګ مړینې کچه هومره لوړه وه چې په یوه وخت کې به یوې ښځې له ګڼو نارینه وو سره واده کاوه او د واده کولو دا ډول بیا وروسته په غلامانو کې پر یوه عام دود بدل شو. دا چې غلامانو هېڅ قانوني حقوق نه درلودل، نو کروندګرو، مجرد هلکانو یا د هغوی د څارونکو له خوا پر دوی باندې جنسي تیری په پټیو کې یوه معموله پیښه وه. [۱۴][۱۵]

ډیموګرافيکي معلومات سمول

په سنټ ډومینګو کې د غلامانو په پرتله کروندګر او د هغوی کورنۍ او د سوداګرو او دوکاندارانو شمېر یو په لسه زیات وو. د بورې د پټیو تر ټولو سترې فابریکې او د غلامانو مرکزونه د همدې ټاپوګانو په شمالي برخه کې وي او سپین پوستو به د غلامانو د پاڅون له ډاره سره هلته ژوند کاوه. هان د کارابین د معیارونو له مخې، د غلامانو فرانسوي مشرانو به له غلامانو سره په بې رحمۍ چلند کاوه. هغوی به د غلامانو د پاڅون د مخنیوي په خاطر له فزیکي زورزیاتي څخه کار اخیست. کله چې به غلامان د کار له ځای څخه تلل یا د خپلو اربابانو خبره به یې نه منله، نو هغوی به یې په لښتو وهل یا هم تر دې خطرناکې سزاګانې به یې ورکولې لکه د هغوی ختنه کول یا سوځول، چې په دې سره به یې هغوی ته شخصي درس ورکاوه او هم به یې د نورو غلامانو لپاره یو خبرداری ورکاوه. د فرانسې پاچا، لوی څوارلسم په ۱۶۸۵ کال کې په مستعمرو کې د دا ډول زورزیاتیو د تنظیم او له غلامانو سره د کړو وړو لپاره د Noir قانون تصویب کړ، خو اربابانو په ښکاره او په پرله پسې توګه سره دا قانون تر پښو لاندې کاوه. د ۱۸ مې پیړۍ په اوږدو کې ځینو سیمه ایزو قوانینو د هغه قانون ځینې برخې معکوس کړي.[۱۶]

په ۱۷۵۸ کال کې کروندګرو د هغه قانون پر تصویب باندې پیل وکړ چې د نورو وګړو د ګروپونو حقوق یې محدودول تر هغه چې یو سخت ټولنیز نظام (caste system) تعریف شو. زیاتره تاریخ پوهان د هغه عصر خلک په دریو ډلو وېشي:

لومړی ګروپ سپین پوستي مستعمرین یا les blancs وو. دغه ګروپ معمولاً د ځمکو پر څښتنانو او سپین پوستو ټیټې طبقې خلکو باندې وېشل شوي وو چې زیاتره یې څارونکي یا ورځني کارګران، صنعتګران یا دوکانداران وو.

دویم ګروپ یې هغه خلک وو چې د هغوی نژاد له تور پوستو او فرانسویانو څخه پیدا شوی وو (چې کله نا کله به یې هغوی ته مولاټوس هم وایه). دغه ډول خلک زیاتره د لوړو زده کړو او لیک لوست لرونکي خلک وو او زیاترو نارینه وو به یې په پوځ یا د پټیو د مدیرانو په توګه کار کاوه. زیاتره یې د کمپنیو د سپین پوستو او غلام مېندو زامن وو یا هم د ګډ نژاد لرونکي ښځې وي. نورو یې خپله ازادي د محصولاتو د پلور یا هم د خپلو هنري اثارو د پلور له لارې اخیستې وي. هغوی به معمولاً زده کړې یا د لاسي صنایعو روزنې تر لاسه کولې او کله نا کله به یې ازادي یا ملکیت له خپلو پلرونو څخه په ارث وړل. ځینو د ګډ نژاد لرونکو خلکو بیا خپلې کمپنۍ او غلامان درلودل.

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Adam Hochschild (2005). Bury the Chains. Houghton Mifflin. د کتاب پاڼې 257. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. https://www.brown.edu/Facilities/John_Carter_Brown_Library/exhibitions/haitian/pages/part7.html)
  3. Franklin W. Knight (February 2000). "The Haitian Revolution". The American Historical Review. 105 (1): 103–15. doi:10.2307/2652438. JSTOR 2652438. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Why Haiti should be at the centre of the Age of Revolution – Laurent Dubois". Aeon Essays (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Joseph, Celucien L. (2012). "'The Haitian Turn': An Appraisal of Recent Literary and Historiographical Works on the Haitian Revolution". Journal of Pan African Studies. 5 (6): 37–55. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Taber, Robert D. (2015). "Navigating Haiti's History: Saint-Domingue and the Haitian Revolution". History Compass. 13 (5): 235–50. doi:10.1111/hic3.12233. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bongie, Chris (2008). Friends and Enemies: The Scribal Politics of Post/colonial Literature. Liverpool, UK: Liverpool University Press. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1846311420. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Curtis Comstock, Sandra (2012). Incorporating Comparisons in the Rift: Making Use of Cross-Place Events and Histories in Moments of World Historical Change, a chapter in Anna Amelina, Beyond methodological nationalism: research methodologies for cross-border studies. Taylor and Francis. د کتاب پاڼي 183–85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-89962-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Vulliamy, Ed, المحرر (28 August 2010). "The 10 best revolutionaries". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Philip James Kaisary (2008). The Literary Impact of the Haitian Revolution, PhD dissertation. University of Warwick. د کتاب پاڼي 8–10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Thomas E. Weil, Jan Knippers Black, Howard I. Blustein, Kathryn T. Johnston, David S. McMorris, Frederick P. Munson, Haiti: A Country Study. (Washington, D.C.: The American University Foreign Area Handbook Series 1985).
  12. Dubois 2005، ص. 21.
  13. Perry 2005، ص. 61.
  14. Dubois 2005، ص. 43.
  15. Dubois 2005، ص. 40.
  16. Rogozinski, Jan (1999). A Brief History of the Caribbean (الطبعة Revised). New York: Facts on File. د کتاب پاڼي 85, 116–17, 164–65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-3811-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)