د هایدرولیکي ماتونې چاپېریالي اغېزې
د هایدرولیکي ماتونې (fracking) چاپېریالي اغېز د اوبو له لګښت، د میتان ګاز په ګډون په هوا کې د نورو ګازاتو له خپرېدو، د مالګینو اوبو او مات شوي ځای څخه د کارول شوې کیمیاوي مایع بهېدو، د اوبو چټلېدو، غږیزې ککړتیا او روغتیا سره اړیکه لري. د هایدرولیکي ماتونې پر مټ د اوبو او هوا ککړتیا د انساني روغتیا پر وړاندې لوی ګواښ بلل کیږي. څېړنو ښوولې چې هایدرولیکي ماتونه د انسانانو پر روغتیا پام وړ منفي اغېز کوي او د اقلیمي بدلونونو لامل ګرځي. [۱][۲][۳][۴]
د هایدرولیکي ماتونې په مایعاتو کې پروپاناتونه (راډیواکټویټي لرونکي توکي) او نور هغه مواد شاملېږي چې په کې پېژندل شوي زهري کیمیاوي مواد او همدارنګه هغه نه پېژندل شوي کیمیاوي مواد شامل دي چې کېدای شي زهري وي. په متحده ایالاتو کې هغه شرکتونه چې له دغه ډول موادو ګټنه کوي، د یو څو نورو موادو په زیاتوالي هغه د خپلو سوداګریزو رازونو څخه ګڼي. د دغو ځانګړو کیمیاوي موادو په اړه د معلوماتو نشتوالي د هغو د ګواښونو د مدیریت او همدارنګه د هغو د روغتیايي اغېزو اړوند څېړنې له ستونزې سره مخ کړې دي. د بریتانیا په څېر یو شمېر نورو قضايي حوزو کې هڅه شوې څو دغه ډول مواد په عامه ډګر کې د پېژندو وړ وګرځوي او خپلې چارې بې خطره کړي. [۵]
په دغه عملیه کې له اوبو ګټنه په ځانګړې توګه په هغو ځایونو کې چې اوبه لږ وي، پریمانه ستونزې جوړوي. په هغه ځایونو کې چې دغه ډول چارو ته د ترسره کولو اجازه ورکول کېږي، هغه سطحي اوبه ککړېږي چې په ژورغالو یا هم په نامناسبه بڼه جوړو شوو ډنډونو کې ساتل کېږي. سربېره پر دې که چېرې څېرې کوونکي او ماتونکي مایعات د ماتونې پر مهال د عملیې له ځای څخه درز وکړي، کولای شي د ځمکې لاندې اوبه هم ککړې کړي. له دې سره پورته خوا ته د څېرې کوونکو مایعاتو تګ په اوږد مهال کې د ځمکې لاندې اوبو په ککړتیا کې ډېر لږ یا هېڅ اغېز نه کوي. تولید شوې اوبه یا هغه اوبه چې له ماتونې وروسته راوزي په تزریقي څاه ګانو کې اچول کېږي، د ښاروالیو له خوا او یا هم په سوداګریزه بڼه د فاضله اوبو په تصفیه کې کارول کېږي او یا هم په راتلونکي کې د نویو څاګانو په ویستو کې کارول کېږي. ورته مهال د ځمکې لاندې اوبو ته د میتان ګاز د رسېدو احتمال هم شتون لري، په داسې حال کې چې د میتان ګاز د ویستو بهیر په لرغونو څاګانو کې د هغو څاګانو په پرتله ستونزمن دی چې د نویو قوانینو له مخې جوړ شوي دي. [۶][۷][۸]
هایدرولیکي ماتونه د القايي کوچنیو لړزو لامل ګرځي چې د مایکرو ځمک ښوویېدنو په نوم بلل کېږي. د دغو لړزو شدت دومره لږ دی چې د ځمکې په بیرونۍ سطح نه احساس کېږي او د ریښتر په کچه له یوې درجې تر دریو درجو لړزه رامنځته کوي. ورته مهال په دغه عملیه کې د کارول کېدونکو مایعاتو دفع کوونکې څاه ګانې (چې تر ډېره په متحده ایالاتو کې د دغه صنعت څخه د رامنځته کېدونکو فاضله موادو د دفع کولو په موخه کارول کېږي) په اوکلاهما او نورو ایالتونو کې تر ۵.۶ ریښتر درجو پورې ځمک ښویېدنو لامل ګرځېدلې دي.
له همدې امله په ټوله نړۍ کې دولتونه د دغې چارې د چاپېریالي او روغتیايي اغېزو د ارزونې او مدیریت په موخه د څارنیزو پروګرامونو په جوړولو په داسې حال کې بوخت دي چه له یوه اړخه د دغه صنعت د صنعتګرو او له بل اړخه د دغې چارې د مخالفینو تر فشار لاندې دي. د فرانسې په څېر یو شمېر هېوادونو کې بیا د استخراج په برخه کې له احتیاطي اصل کار اخیستل کېږي او هایدرولیکي ماتونه په بشپړه توګه منع کوي. د بریتانیا څارنیز جوړښت بیا په دې باور دی که چیرې د هایدرولیکي ماتونې چارې د اغېزمنو مقرراتو پر مټ ترسره شي او په هغو کې له تر ټولو غوره عملیاتي کړنلارو کار واخیستل شي بیا یې نو ګواښونه هم کنټرول وړ دي. څېړونکي څرګندوي چې د هغو د منفي اغېزو د کمښت په موخه د مقرراتو او خوندي پروسیجرونو رعایت اړین دی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
په هوا کې انتشارات
سمولپه ۲۰۱۲ زکال کې اروپايي اتحادیې ته د هایدرولیکي ماتونې د بالقوه ګواښونو اړوند یو راپور وړاندې کړای شو چې په دغو بالقوه ګواښونو کې «له څاګانو څخه د میتان ګاز خپرېدل، د ډیزلو دود او نور ضرر لرونکي دودونه، د اوزون مخه نیونکي یا په هایدرولیکې ماتونې کې د کارېدونو وسایلو لکه د کمپرېسورونو، پمپمونو او نلونو څخه رامنځته کېدونکی بد بوی» شامل وښوول شول. له دې سره د اوبو په جریان کې د هایدرولیکي ماتونې د بهیر پر مهال د کارېدونکو ګازونو او مایعاتو ګډېدل، هوا ته د هغو ګازاتو د نشرېدو ګواښ لا زیاتوي. د نوو کنستل شوو څاګانو په خوا کې د هوا ککړونکو ګازونو د موندلو اړوند یوې څېړنې وښووله چې د هایدرولیکي ماتونې پر مټ د ګازو د یوه نوي کنستل شوي څاه په خوا کې د یوه کال لپاره نانو میتان هایدروکاربنونه، متلین کلوراید (حل کېدونکی زهر) او پولی سایکلیک اروماتیک هایدروکاربنونو شتون لرلی. دغه ککړونکي د ژوندیو موجوداتو په نطفې هم اغېز لري. [۱۴]
د هایدروليکي ماتونې او د هوا د کیفیت ترمنځ اړیکه د شدیدو او مزمنو تنفسي ناروغیو لامل ګرځي چې په دغو کې د استما یا سالنډۍ شدت او د سږو خرابوالی شاملېږي. د بېلګې په توګه هغه ټولنې چې له مارسېلوس شېل سره نږدې دي، په زیاته کچه د سالنډۍ له ستونزو سره مخ دي. ماشومان او هغه نوي ځوانان چې خپل ډېر وخت په ازاده فضا کې تېروي او همدارنګه ډېر زیات عمر لرونکي کسان له نورو زیات زیان منونکي دي. دحرفوي خوندیتوب او روغتیا ادارې هم د هایدرولیکي ماتونې په ځایونو کې په هوا کې له موجود سیلسا سره د کارکوونکو د مخ کېدو له امله په هغوی کې د اوږد مهاله تنفسي ستونزو د رامنځته کېدو اړوند اندېښنه ښوولې ده. سیلکوزېس کېدلای شي د بدن د سیستماتیک خوندیتوب بهیرونو ته لار پیدا کړي.
«په بریتانیا کې د نفتو او ګازو استخراج کوونکي شرکتونه باید د انرژۍ او اقلیمي بدلونونو له وزارت څخه د کاري جواز د اخیستو پر مهال دغه شرط ومني چې دوی باید د ګازونو د خپرېدو کچه حداقل ته ورسوي. خو کولای شي د خوندیتوب په موخه طبیعي ګازونه تخلیه کړي». [۱۵]
همدارنګه د هایدرولیکي ماتونې په موخه د اړتیا وړ اوبو لېږد که چېرې د موټرو پر مټ ترسره شي، کېدلای شي د ګازونو د لا زیات خپراوي لامل وګرځي. د نلونو پر مټ د کار سیمې ته د اوبو رسونه کېدای شي د اړتیا وړ موټرو په تګ راتګ کې کمښت رامنځته کړي. [۱۶]
د پنسلوانیا د چاپېریال ساتنې د ادارې د راپور له مخې د نفتو او ګازو له عملیاتو څخه د ډېرو کمو تشعشعاتو پوتانشیل شتون لري. [۱۷]
د هایدرولیکي ماتونې پر مټ جوړو شوو څاه ګانو کې د کار کوونکو کارګرانو پر وړاندې ځانګړې اندېښنه د هوا د ککړوالي ده، ځکه چې د هغو له ذخایرو او پرانیستونو څاه ګانو څخه کیمیاويي انتشارات د څاه ګانو په چاپېر کې د هوا له جغرافیايي ترکیب سره یوځای کېږي. د هایدرولیکې ماتونې د عملیاتو پر مهال د کارېدونکو کیمیاوي موادو ۳۷ سلنه برخه په هوا کې د خپرېدو توانايي لري او په هغو کې ګډېږي.
د ټنسي پوهنتون د ساختماني او چاپېریالي انجینرۍ د برخې څېړونکو چن او کارتر د اتومسفیري تیتوالي له موډلونو څخه په ګټنې د انتشار له منبع څخه له ۵ مترو تر ۱۸۰ مترو شاع کې د کیمیاوي موادو د غلظت موندلو اړوند څېړنه ترسره کړه. دغې ډلې د هایدرولیکې ماتونې پر مټ کنستل شوې ۶۰۶۴۴ څاه ګانې وڅېړلې او وه یې موندله چې «پایلې ښيي په دغو څاه ګانو کې د کارګرانو پر وړاندې د حادو غیرسرطاني، مزمنو غیرسرطاني، حادو سرطاني او مزمنو سرطاني بالقوه ګواښونو کچه په ترتیب سره ۱۲.۴۱٪، ۰.۱۱٪، ۷.۵۳٪ او ۵.۸۰٪ ده. د حاد او مزمن سرطان ګواښونو تر ډېره د موادو د زیرمه تون په ۲۰مترۍ شعاع کې شتون درلود. [۱۸]
اقلیمي بدلونونه
سمولهایدرولیکي ماتونې د اقلیمي بدلونونو یو له مهمو عواملو ګڼل کېږي. له دې سره دغه پوښتنه د بحث موضوع جوړوي چې د هایدرولیکي ماتې پر مټ ایستل شوو څاه ګانو او یا هم معمولي څاګانو له کوم یوه څخه ډیر استخراج کېدونکی طبیعي ګاز د څاه پر سر مشعل ته لار مومي. یو شمېر څېړنو ښوولې چې د څاه کنستلو پر مهال د میتان ګاز د آزاد کېدو له امله هایدرولیکي ماته هوا ته د پریمانه ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو لامل ګرځي، همدارنګه په یوه کچه ګاز او همدارنګه په دغه ماتونه کې کارېدونکي کیمیاوي مایعات په ترکیبي ډول د ځمکې سطحې ته راپورته کېږي. د هغو د چارو ډول ته په پام له دغه ډول څاه ګانو څخه د معمولي څاه ګانو په پرتله د څاه پر سر مشعل ته له ۳.۵٪ څخه تر ۱۲٪ پورې ګازونه رسېږي.[۱۹][۲۰]
د اوبو لګښت
سمولد شېل څاګانو په څېر لویې هایدرولیکي ماتونې په معمول ډول د هر څاه د کنستنې په موخه له ۱.۲ تر ۳.۵ میلیونو امریکایي ګیلنو (۴۵۰۰ – ۱۳۲۰۰ متر مکعبه) اوبو ته اړتیا لري چې په لویو پروژو کې دغه اړتیا نوره هم زیاتېږي او تر ۵ میلیون ګیلنو (۱۹۰۰۰ مترمکعبه) رسېږي. هغه مهال چې څاه وکنستل شي بیا له نورو جلا اضافي اوبو ګټنه کېږي. په منځنۍ کچه یو څاه د خپل ژوند تر پایه له ۳ څخه تر ۸ میلیون امریکايي ګیلنو (۱۱۰۰۰ – ۳۰۰۰۰ مترمکعبه) اوبو ته اړتیا لري. [۲۱]
سرچينې
سمول- ↑ Urbina, Ian (May 15, 2012). "Drilling Down". The New York Times. نه اخيستل شوی August 4, 2020.
{{cite news}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Bamber, AM; Hasanali, SH; Nair, AS; Watkins, SM; Vigil, DI; Van Dyke, M; McMullin, TS; Richardson, K (15 June 2019). "A Systematic Review of the Epidemiologic Literature Assessing Health Outcomes in Populations Living near Oil and Natural Gas Operations: Study Quality and Future Recommendations". International Journal of Environmental Research and Public Health. 16 (12): 2123. doi:10.3390/ijerph16122123. PMC 6616936. PMID 31208070.
- ↑ Wright, R; Muma, RD (May 2018). "High-Volume Hydraulic Fracturing and Human Health Outcomes: A Scoping Review". Journal of Occupational and Environmental Medicine. 60 (5): 424–429. doi:10.1097/JOM.0000000000001278. PMID 29370009. S2CID 13653132.
- ↑ Tabuchi, Hiroko (2021-06-02). "Here Are America's Top Methane Emitters. Some Will Surprise You". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی 2021-06-07.
- ↑ "Developing Onshore Shale Gas and Oil – Facts about 'Fracking'" (PDF). Department of Energy and Climate Change. Archived from the original (PDF) on 25 October 2016. نه اخيستل شوی 14 October 2014.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Walter, Laura (22 May 2013). "AIHce 2013: Investigating Surface Spills in the Fracking Industry". Penton. EHSToday.
- ↑ Taherdangkoo, Reza; Tatomir, Alexandru; Anighoro, Tega; Sauter, Martin (February 2019). "Modeling fate and transport of fracking fluid in the presence of abandoned wells". Journal of Contaminant Hydrology. 221: 58–68. Bibcode:2019JCHyd.221...58T. doi:10.1016/j.jconhyd.2018.12.003. PMID 30679092. S2CID 59249479.
- ↑ Taherdangkoo, Reza; Tatomir, Alexandru; Taylor, Robert; Sauter, Martin (September 2017). "Numerical investigations of upward migration of fracking fluid along a fault zone during and after stimulation". Energy Procedia. 125: 126–135. doi:10.1016/j.egypro.2017.08.093.
- ↑ "Shale gas extraction: Final report". The Royal Society. 29 June 2012. نه اخيستل شوی 10 October 2014.
- ↑ Office of Research and Development US Environmental Protection Agency. November 2011 Plan to Study the Potential Impacts of Hydraulic Fracturing on Drinking Water Resources Archived 2019-09-27 at the Wayback Machine.
- ↑ "Shale gas extraction: Final report". The Royal Society. 29 June 2012. نه اخيستل شوی 10 October 2014.
- ↑ Costa, D; Jesus, J; Branco, D; Danko, A; Fiúza, A (June 2017). "Extensive review of shale gas environmental impacts from scientific literature (2010-2015)". Environmental Science and Pollution Research International. 24 (17): 14579–14594. doi:10.1007/s11356-017-8970-0. PMID 28452035. S2CID 36554832.
- ↑ Tatomir, Alexandru; McDermott, Christopher; Bensabat, Jacob; Class, Holger; Edlmann, Katriona; Taherdangkoo, Reza; Sauter, Martin (22 August 2018). "Conceptual model development using a generic Features, Events, and Processes (FEP) database for assessing the potential impact of hydraulic fracturing on groundwater aquifers". Advances in Geosciences. 45: 185–192. Bibcode:2018AdG....45..185T. doi:10.5194/adgeo-45-185-2018.
- ↑ Currie, Janet; Greenstone, Michael; Meckel, Katherine (13 December 2017). "Hydraulic fracturing and infant health: New evidence from Pennsylvania". Science Advances. 3 (12): e1603021. Bibcode:2017SciA....3E3021C. doi:10.1126/sciadv.1603021. PMC 5729015. PMID 29242825.
- ↑ "UK Department of Energy and Climate Change. February 2014 "Fracking UK shale: local air quality"" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2014-03-23. نه اخيستل شوی 2023-09-20.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Fracking UK shale: water" (PDF). DECC. Archived from the original (PDF) on 14 July 2014. نه اخيستل شوی 13 November 2014.
- ↑ Pennsylvania, Dept of Environmental Protection. "DEP Study Shows There is Little Potential for Radiation Exposure from Oil and Gas Development" (PDF). Pennsylvania DEP. نه اخيستل شوی January 1, 2015.
- ↑ Chen, Huan; Carter, Kimberly E. (May 2017). "Modeling potential occupational inhalation exposures and associated risks of toxic organics from chemical storage tanks used in hydraulic fracturing using AERMOD". Environmental Pollution. 224: 300–309. doi:10.1016/j.envpol.2017.02.008. ISSN 1873-6424. PMID 28238366.
- ↑ Tabuchi, Hiroko (2021-06-02). "Here Are America's Top Methane Emitters. Some Will Surprise You". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی 2021-06-07.
- ↑ McKibben, Bill. "It's Time to Kick Gas". The New Yorker (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-06-07.
- ↑ Nicot, Jean-Philippe; Scanlon, Bridget R. (9 March 2012). "Water Use for Shale-Gas Production in Texas, U.S." Environmental Science & Technology. 46 (6): 3580–3586. Bibcode:2012EnST...46.3580N. doi:10.1021/es204602t. PMID 22385152.