د هان واکمنې کورنۍ تاريخ
«هان» واکمنه کورنۍ (206 مخزېږديز – 220ز) د چين دويمه شاهي واکمنه کورنۍ وه. «هان» له «چين واکمنې کورنۍ» څخه وروسته واک ته رسېدلې وه، کومې چې د چين جنګېدونکي ايالتونه له نيولو وروسته سره يوځای کړل. د دې واکمنې کورنۍ بنسټ «ليو بينګ» (ګاوزو سترواک) اېښي و. دا واکمني په دوه پړاونو وېشل شوې ده: لوېديځ هان (206 مخزېږديز – 9ز) او ختيځ هان (25 – 220 ز)، د دې واکمنۍ په منځ کې د لنډې مودې لپاره د «وانګ منګ» په مشرۍ، د «شين» واکمنې کورنۍ (9 – 23ز) حکومت کړی و. دا نومونه په ترتيب سره، د پلازمېنې له ښارونو هر يو «چانګان» او «لويانګ» څخه اخيستل شوي دي. د دې واکمنې کورنۍ درېيمه او وروستۍ پلازمېنه «شوچانګ» و، چېرته چې د سياسي ګډوډۍ او کورنۍ جګړې پر مهال، دربار په 196ز کال کې ولېږدېد.
د هان واکمنې کورنۍ د چين د کلتوري يووالي، سياسي تجربې، پرتليزې اقتصادي نېکمرغۍ او بلوغ، او سترو ټيکنالوژيکي پرمختګونو په عصر کې واکمني کړې. پر دې مهال د غير چينايي خلکو، په ځانګړي ډول د يورواسيايي اوارو سيمو د «زونګنو» کوچيانو، سره د هڅو له لارې بې مخينې ځمکنۍ پراختيا او څېړنې پيل شوې وې. په لومړيو کې هان سترواکان اړ شوي وو، چې خپل سيالان «شونو چانيس» له ځانه سره د برابرو په توګه ومني، بيا هم په حقيقت کې «هان» په خراج او د شاهي واده په اتحاد کې کمزوری شريک و، چې «هيکن» بلل کېدو.
دا تړون هغه مهال مات شو، کله چې د «هان» سترواک «وو» (شا او خوا 141 – 87 مخزيږديز) د پوځي تحرکاتو يوه لړۍ پيل کړه، کوم تحرکات چې بالاخره د «شونو» د فدراسيون د ماتېدو لامل وګرځېدل او د چين پولې يې يو ځل بيا وټاکلې. د هان قلمرو تر اوسني «ګانسو» ايالت د «هيکسي» دهليز، د اوسني سنکيانګ د «تارم» حوزه، اوسني «يونان» او «هينان»، اوسني شمالي ويتنام، اوسنۍ شمالي کوريا او سويلي بهرنۍ منګوليا پورې خپور و. د «هان» دربار له واکمنو سره سوداګري او د خراج ورکولو اړيکې جوړې کړې، دا اړيکې په لوېديځ کې تر «ارساسيډس» پورې غزېدلې وې، د چا دربار ته چې د بين النهرين په «تيسفون» کې د «هان» د سترواکانو له خوا استازي واستول شول. بودايي دين په لومړي ځل چين ته د «هان» واکمنۍ پر مهال داخل شو، د «پارتيا» (پارت) او شمالي هندوستان او مرکزي اسيا کوشان سترواکۍ د مبلغينو په مټ خپور شو.
له خپل پيل راهيسې، د «هان» سترواکۍ دربار د خپلو لاس لاندې پاچاييو د خيانت او بغاوت د دسيسو له ګواښ سره مخ و، چې په يادو پاچايو بالاخره يوازې د شاهي «ليو» کورنۍ د غړيو له خوا حکومت کېدو. په پيل کې، د سترواکۍ ختيځه نيمه برخه بالواسطه د سترو نيمه خپلواکو پاچاييو په مټ اداره کېده، کومو چې «هان» سترواکانو ته وفاداري ښودله او د خپلو مالياتو د عايد يوه برخه يې دوی ته ورکوله، او هان بيا نېغ په نېغه د سترواکۍ په نيمه لوېديځه برخه د «چانګان» څخه واکمني کوله. د شاهي دربار له خوا د يادو پاچاييو د اندازې او ځواک د کمولو په موخه سوکه سوکه اقدامات وړاندې کړل، تر دې چې د دويمې مخزېږديزې پېړۍ په نيمايي کې اصلاحاتو د هغوی نيمه خپلواکه واکمني پای ته ورسوله، او د پاچايانو دربارونو کې يې د مرکزي حکومت چارواکي وګومارل. له دې سره سره، د دې واکمنې کورنۍ لپاره تر ټولو ډېر لړزانده او د بدو پايلو لرونکې حالت دا و چې د مېرمنې د قبيلې (د سترواک د مېرمنې ملکې) او د ماڼۍ د خواجه ګانو (خصي خادمان) دواړو واکونه خورا زيات شوي و. په 92ز کال کې، د ماڼۍ خواجه ګانو په لومړي ځل د سترواک د ځای ناستي په موضوع کې خپل ځان داخل کړ، کوم څه چې د يو لړ سياسي بحرانونو لامل وګرځېدل، کومه لړۍ چې په 189ز کال کې د «لويانګ» په ماڼيو کې د دوی په زوال او ټولوژنه سره پای ته ورسېده. دا پېښه د يوې کورنۍ جګړې لامل وګرځېده، ځکه چې هېواد د سيمه ييزو جنګسالارانو له خوا د واک تر لاسه کولو له امله ووېشل شو. بالاخره، په 220 ز کال کې، د يو شاهي واکمن زوی او پاچا د وروستي هان سترواک عزل کېدل ومنل، د چا په اړه چې فکر کېدو چې د «ډونګ جونګشي» د (179 – 104 مخزېږديز) د کايناتي سيستم تر مخې يې اسماني فرمان له لاسه ورکړی و، کوم سيستم چې د شاهي حکومت برخليک د اسمان او طبيعي نړۍ سره تړلی و. له «هان» وروسته، چين په درې ايالتونو ووېشل شو: «کاو وی، شو هان» او «ختيځ وو»؛ دا د «جين» واکمنې کورنۍ (266 – 420ز) په مټ په يوه سترواکۍ کې سره بيا رايوځای کړای شول.
د «چين» سقوط او د «چو-هان» شخړه
سمولد «چين» سقوط
سمولد «چاو» واکمنې کورنۍ (شا اوخوا 1050- 256مخزېږديز) په لوېديځ چين کې د «چين» ايالت د اسونو د روزنې د يو مرکز په توګه جوړ کړی و، تر څو په ورته وخت کې د «رونګ، کيانګ» او «ډي» خلکو د کوچي پوځونو په وړاندې د يو دفاعي حايل په توګه هم کار وکړي. تر 221 مخزېږديز پورې، يو له بل سره په جګړه کې د ښکېلو شپږو ايالتونو (يعنې هان، ژاو، وي، چو، يان او چی) له نيولو وروسته د چين پاچا «ينګ ژينګ» چين د يوې سترواکۍ لاندې سره يو ځای کړ، کوم چې د شپږدېرشو مرکزي ادارو لرونکو قوماندانيو کې ووېشل شو. د مرکزي چين په ډېره برخه د واک په تر لاسه کولو سره، نوموړي بې مخينې لقب «هوانګدي» يا سترواک خپل کړ، چې له هغه وروسته د «چين شي هوانګ» (يعنې د چين لومړی سترواک) په نوم پېژندل کېږي، او په دې ډول يې خپل مخ پر زياتېدونکی حيثيت پیاوړی کړ. د «هان» د پړاو تاريخ پوهانو وروسته د هغه دولت د خپلې واکمنۍ پر ځای ساتلو لپاره له بې رحمۍ څخه په کار اخيستلو تورن کړ. [۱][۲][۳]
«چين شي هوانګ» په 210مخزېږديز کې په طبيعي ډول مړ شو. په 209مخزېږديز کې، د جبري پوځي خدمت لوړ پوړي مسئولين هر يو «چن شينګ» او «وو ګوانګ»، چا چې په باران کې د نهه سوه نويو استخدام کېدونکو مشري کوله، خپل ټاکلي وخت ته په رسېدو کې ناکام شول؛ معياري تاريخ پوهان ادعا لري چې د «چين» له خوا د دې ځنډ سزا به اعدام و. له دې سزا څخه د خوندي کېدو په موخه، «چين» او «وو» د «چين» په خلاف بغاوت پيل کړ، کوم چې د «ډيزاشيانګ» د بغاوت په نوم پېژندل کېږي، خو په 208 مخزېږديز کې د «چين» د جنرال «جاونګ هان» له خوا د دوی بغاوت له ناکامې سره مخ شو؛ وروسته «چين» او «وو» دواړه د خپلو سرتېرو له خوا ووژل شول. خو بيا هم تر دې وخته پورې نورو هم بغاوت کړی و، په هغوی کې «شيانګ يو» (په 202مخزېږديز کې مړ شو)، او د هغه کاکا «ژیانګ ليانګ»، هم شامل وو، چې د «چو» اشرافيه مخکښې کورنۍ غړي وو. له دوی سره «ليو بينګ» هم يوځای شو، چې د کروندګر زوزات يو شخص او په «پي» ولسوالۍ کې د تورنو څارن و. د «چو» د پاچا «لومړي هوای» لمسی «ما شينګ»، د «شيانس» په ملاتړ، د «پينګ چينګ» (اوسنی شوجو) د ځواک په مرکز کې د «چو» د پاچا «دویم هوای» په توګه وټاکل شو، په داسې حال کې چې د «چين» په مخالفت کې ډېر ژر نورې پاچايۍ هم جوړې شوې. له دې سره سره، په 208مخزېږديز کې، «شانګ ليهنګ» د «جانګ هان» سره په يوه نښته کې ووژل شو، چا چې له دې وروسته د «جاو» د پاچا «جاو شي» پر پلازمېنه «هنډان» کې پر هغه بريد وکړ، او هغه یې اړ کړ چې «جولو» ته وتښتي، چې هغه ځای هم «جانګ» د محاصرې لاندې ونيو. په هر حال، د «چو، يان» او «کيو» نوې پاچايۍ د «چاو» د مرستې لپاره راغلې؛ «شانګ يو» په «جولو» کې «چانګ» ته ماتې ورکړه، او په 207مخزېږديز کې «چانګ» اړ شو چې تسليم شي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
سرچينې
سمول- ↑ Ebrey (1999), 60.
- ↑ Ebrey (1999), 61.
- ↑ Cullen (2006), 1–2.
- ↑ Ebrey (1999), 63.
- ↑ Loewe (1986), 112–113.
- ↑ Loewe (1986), 112–113; Zizhi Tongjian, vol. 8.
- ↑ Loewe (1986), 113.
- ↑ Loewe (1986), 114.
- ↑ Zizhi Tongjian, vol. 8.
- ↑ Loewe (1986), 114–115; Loewe (2000), 254.
- ↑ Loewe (1986), 115.
- ↑ Loewe (2000), 255.