د هالنډ مقاومت

د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جرمني له خوا د هالنډ په اشغال سره د هالنډ مقاومت زیاتره د عدم تشدد له مخې و. د دې مقاومت لومړني سمبالګر کمونیست ګوند، کلیساګانې او خپلواکې ډلې وي. د ۱۹۴۴ کال په مني کې څه باندې ۳۰۰۰۰۰ خلک د ۶۰۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰۰۰ ناقانونه مالکانو او پالونکو له خوا له جرمني چارواکو څخه پټ ساتل شوي وو، چې په دې منځ کې د جرمني له اشغالګرو او پوځي چارواکو څخه هم څو تنه هم شامل و.[۱][۲]

د هالنډ مقاومت نسبتاً سوکه رامنځته شو، خو د ۱۹۴۱ کال د فبروري اعتصاب (چې په کې د پولیسو له خوا ځورونه او د څه باندې ۴۰۰ یهودانو شړل شامل و) د مقاومت له انګیزې سره یې په پراخه کچه مرسته وکړه. لومړني مقاومت کوونکي هالنډي کمونیستان و، چا چې سمدلاسه د حجرو سیستم جوړ کړ. ځینې نورې اماتورې ډلې هم رامنځته شوې په تېره بیا De Geuzen، چې د Bernardus IJzerdraat له خوا پر لاره واچول شو او همداشان ځینې نورې پوځي ډلې لکه Order Service، چې زیاترو یې د جګړې په لومړیو دوو کلونو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له خیانت څخه ډېرې ستونزې درلودي.

د هالنډ د جاسوسي ضد فعالیت، داخلي ورانۍ او ارتباطي اړیکو بالاخره د متفقینو له ځواکونو څخه اصلي ملاتړ وکړ چې له ۱۹۴۴ کال پیل او د هالنډ تر بشپړې ازادۍ پورې یې دوام وموند. د یهودو له ۱۴۰۰۰۰ وګړو څخه یې ۱۰۵۰۰۰ یې په هالوکاسټ کې ووژل شول چې زیاتره یې د نازیانو د مرګ په کمپونو کې وژل شوي و. د مقاومت ځینو ډلو بیا د یهودي ماشومانو په ژغورنه کې تخصص درلود. د هالوکاسټ لپاره د کولمبیا لارښود اټکل کوي چې له ۲۱۵ تر ۵۰۰ پورې رومي هالنډیان د نازیانو له خوا ووژل شول، چې له جګړې وړاندې د هالنډي رومیانو له ټولټال وګړو څخه زیات شمېر ښیي.[۳][۴][۵]

تعریف

سمول

په خپله هالنډیان په تېره بیا د هغوی د جګړې رسمي مورخ لیو، د جګړې د مستندانو د دولتي انستیتوت (RIOD/NIOD) مشر، ډي جونګ د مقاومت په بېلابېلو ډولونو کې متمایز و. په عمومي توګه د منفعلانه ماهیت د دلیل له مخې یوازې پټیدلو ته د هالنډیانو له خوا د مقاومت په سترګه نه کتل کېده. له دغو په اصطلاح  onderduikers (لامبوزنو) سره مرسته، هغه خلک چې تر تعقیب لاندې و او له جرمني اشغالګرو به پټیدل، یو ډول د مقاومت د کړنې په توګه پېژندل کېده، خو هومره هم په زړه پورې کار نه و. د جرمني له قوانینو، هیلو او فرمانونو یا د جرمني له خوا د منل شوو هالنډي قوانینو څخه سرپیچې هم مقاومت نه ګڼل کېده.

د خلکو، سیاسي ګوندونو، ورځپاڼو او کلیساګانو له خوا لاریونونه هم مقاومت نه ګڼل کېده. د ناقانونه مقالو خپرول – هغه کار چې هالنډیان په کې ډېر بریالي و او ځینې یې د ۸.۵ میلیونه وګړو لپاره یوازې تر ۱۰۰۰۰۰ ګڼو پورې چاپیدل، دا هم مقاومت نه ګڼل کېده. د هالنډیانو له خوا یوازې جاسوسي، ورانکاري یا د وسلې په مټ هر عمل د فعال مقاومت په چوکاټ کې ګڼل کېده. خو بیا هم د بې مقاومته ډلو په زرګونو غړي د جرمنیانو له خوا ونیول شول او بیا په میاشتو میاشتو زنداني، شکنجه او د کار جبري کمپونو ته ولېږدول شول یا هم ووژل شول.[۶]

تر ۲۱مې پېړۍ پورې، د هالنډ په تاریخي څېړنو او خپرونو کې دا تمایل موجود و چې منفعلانه مقاومت به یې د «ریښتیني» مقاومت په توګه نه باله. ورو ورو دې کار په بدلیدو پیل وکړ، تر هغه بریده چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې RIOD پر انفرادي اتلتوب باندې ډېر ټینګار وکړ. په ۱۹۴۱ کال کې د هالنډ د فبروري اعتصاب چې له هالنډ څخه د یهودانو د شړلو په اعتراض کې وشو، یوازینی اعتصاب و چې د نازیانو پر وړاندې تر سره شو. په معمولي توګه اشغال شوې اروپا د هالنډیانو له خوا د مقاومت په توګه نه تعریف کېږي.  هغه اعتصاب کوونکي چې شمېر یې په لسګونو زرو ته رسېده، د مقاومت د ګډونوالو په توګه نه ګڼل کېدل. په عمومي توګه هالنډیان ترجیح ورکوي چې د «ناقانونه» اصطلاح د ټولو هغو فعالیتونو لپاره وکاروي کوم چې ناقانونه، برعکس، تر ځمکې لاندې یا بې وسلې و.

له جګړې وروسته، هالنډیانو د مقاومت یو صلیب «Verzetskruis» چې نه باید له تر ټولو ډېرې ټیټې رتبې Verzetsherdenkingskruis سره غلط شي) یوازې ۹۵ کسانو ته ورکړ چې د همدې صلیب د ورکړې پر مهال یوازې یو کس یې ژوندی و، هغه شمېره چې له سلګونو زرو نارینه او ښځینه هالنډیانو سره چې هره شیبه یې د جګړې پر مهال ناقانونه کارونه تر سره کول، په تضاد کې و.

له دې شرایطو وړاندې حالات

سمول

د جرمنیانو له تېرې وړاندې، هالنډ د کلکۍ بېطرفۍ تګلاره نیولې وه. دې هېواد له جرمني سره کلکې اړیکې درلودي، چې هومره یې له بریتانیا سره نه درلودي. له ۱۸۳۰ کال راهیسې هالنډیانو له هېڅ یوه اروپايي هېواد سره جګړه نه ده کړې. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې، پر هالنډ باندې د جرمني له خوا تېری ونشو او له جګړې وروسته د جرمني ضد احساسات هومره په هالنډ کې زیات نه و لکه په نورو اروپايي هېوادونو کې چې و. د جرمني پخواني کیسر په ۱۹۱۸ کال کې هالنډ ته وتښتید او هلته یې په تبعید کې ژوند وکړ. د جرمني تېری په خپله د زیاترو هالنډیانو لپاره یو شوک و. خو بیا هم، دې هېواد د ۱۹۳۹ کال په سپټمبر کې د عمومي بسیج فرمان صادر کړ. د ۱۹۳۸ کال په نومبر کې، د کریسټال ناخټ په درشل کې، زیاترو هالنډیانو له راتلونکو کارونو څخه خوند واخیست؛ له هغې ډلې دا چې جرمني کنیسې یې په اور کې سوځیدلې لیدلې هان له هالنډ څخه (لکه په اخن کې). یو فاشیستي ضد خوځښت په محبوبیدو پیل وکړ – لکه فاشیستي خوځښت چې دا کار وکړ په تېره بیا Nationaal-Socialistische Beweging (NSB).[۷][۸]

د کلکې بېطرفۍ باوجود، چې د هالنډ له پولو څخه د تېریدونکو بریتانوي او جرمني الوتکو د نسکورولو په معنی و، د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې یعنې د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په ۱ نېټه د دې هېواد سترې سوداګریزې بېړۍ د جرمنیانو تر برید لاندې راغلي. د ۱۹۳۹ کال د نومبر په میاشت کې د سپرلۍ وړونکې SS Simon Bolivar نومې بېړۍ په ډوبیدو او د ۸۴ کسانو په مړینې سره د دې هېواد ملت سخت شوک وخوړ.[۹]

د جرمني تېری

سمول

د ۱۹۴۰ کال د مۍ په ۱۰مه، جرمني ځواکونو پر هالنډ باندې د جګړې له اعلان پرته ناڅاپي برید پیل کړ. یوه ورځ وړاندې د جرمني ځواکونو وړې ډلې چې د هالنډ یونیفورم یې په ځان و دې هېواد ته ننوتل. زیاترو یې هالنډي هیلمیټونه تړلي و، ځینو یې له کارتنونو جوړ کړي و ځکه چې له دوی سره په زیاته پیمانه اصلي هالنډي هیلمیټونه نه و. جرمني شاوخوا ۷۵۰۰۰۰ نارینه جګړې ته راوستي و چې د هالنډ له لښکر څخه دری ځله پیاوړي و؛ ۱۱۰۰ الوتکې (د هالنډ وايي ځواک ۱۲۵ الوتکې درلودي) او شپږ زرهي ټرینونه. هغوی یوازې په یوه سهار د هالنډ ۸۰ سلنه پوځي الوتکې ویجاړې کړي. د هالنډ پوځ چې کدري ملیشي او مسلکي افسران یې درلودل له ګڼو اړخونو څخه د جرمني د لښکر پر وړاندې ډېر کوچنی و: کمزوري تجهیزات، کمزوره مخابراتي سیستم او کمزوره مشري یې درلوده. خو بیا هم، جرمني شاوخوا ۴۰۰ الوتکې د برید په دریو ورځو کې له لاسه ورکړې، ۲۳۰ دانې الوتکې یې Junkers 52/3 وي دا د ترانسپورت په برخه کې هغه ستراتیژیکي الوتکې وي چې پر انګلستان، جبل الطارق او مالټا یې د جرمني د برید نقشه خنثی کړه او بیا یې هېڅ دا زیان جبران نه کړ.[۱۰]

سرچينې

سمول
  1. Hassing, Arne (2014). Church Resistance to Nazism in Norway, 1940-1945. University of Washington Press. p. 274.
  2. L. de Jong: Het Koninkrijk der Nederlanden in de Tweede Wereldoorlog.
  3. Stone, Dan (2010). Histories of the Holocaust. Oxford University Press. p. 42. ISBN 978-0-19-956680-8. نه اخيستل شوی 2016-04-21.
  4. Klempner, Mark (2006). The Heart Has Reasons. U.S.: The Pilgrim Press. p. 235. ISBN 0-8298-1699-2.
  5. Niewyk, Donald L. The Columbia Guide to the Holocaust, Columbia University Press, 2000, ISBN 0-231-11200-9 page 422.
  6. L. de Jong: Het Koninkrijk der Nederlanden in de Tweede Wereldoorlog.
  7. See Ten Days' Campaign
  8. "A Forgotten Chapter" Archived 29 March 2005 at the Wayback Machine., Holland Under the Third Reich, lecture by Anthony Anderson at the University of Southern California on 17 October 1995. Retrieved 10 April 2008.
  9. Duncan, George. "Maritime Disasters of World War II". نه اخيستل شوی 15 May 2011.
  10. L. de Jong: Het Koninkrijk der Nederlanden in de Tweede Wereldoorlog.