د نیالګیو څانګې پرې کونه

  1. دميوه_لرونکوونوروزنه_اودڅانګوغوڅوونه(شاخه بري)

شاخه بري د ونې ښاخونو پرېکولو ته ویل کیږي، چې د میوې د کیفیت ښه کولو او د زیانمن شوو څانګو د ترمیم لپاره تر سره کیږي. شاخه بري د میوې د ودې او تولید لپاره له اساسي برخو څخه شمیرل کیږی، چې په الندې مواردو کې مرسته کوي:  په متوازن ډول د ونې وده او ساتنه او د ونې د شکل د اندازې تنظیمول  د ونې ځوانول، د نوي میوه لرونکو خاښونو د ودې تحریکول  د لمر وړانکې او هوا ته اجازه ورکول، سالمې میوې تولید ته په منظمه توګه د نبات هڅول  د ناروغو، اغیزمنو او د هغو ښاخونو له منځه وړل، چې په نامناسب ځای کې را شنه شوي دي  د ودې او ګټې اخیستنې ترمنځ د تعادل رامنځ ته کول هغه وسایل او سامانونه، چې شاخه برۍ ته په کاریږي  د غټو خاښونو د اره کولو لپاره یوه غټه اره  د متوسطو خاښونو لپاره د شاخه برۍ اره ً غټو ساقو لپاره د شاخه برۍ قیچي  د نسبتا  د وړو خاښونو لپاره د شاخه برۍ قیچي

  1. ولی_باید_یوه_ميوه_لرونکي_ونه_شاخه_بري_کړو؟

 د میوه لرونکو ونو شاخه بري ځکه کوو، چې وچ شوي ښاخونه او د ونې هغه څانګې له منځه یوسو، چې د ونې لپاره ګټه نه لري او همدارنګه د حشراتو د کنټرول او له خوسا کیدو د مخنیوي په خاطر شاخه بري کوو.  شاخه بری د ونې د ګڼ تاج د له منځه وړلو، د لمر وړاندې او هوا د زیاتوالي لپاره تر سره کیږي. شاخه بري د هوا جریان زیاتوي او د لمر وړانګې ته اجازه ورکوي، چې داخلي او الندنیو پاڼو ته ورسیږي او په پایله کې یې د ناروغیو د کموالي المل ګرځي.  د نر خاښونو )Suckers )له منځه وړل: نر خاښونه هغه دي، چې د ساقې له بیخ یا د ریښي له سیستم څخه را شنه کیږي. دغه خاښونه میوه نه تولیدوي او یو زیات اندازه خوراکي مواد مصرفوي.  د نبات د روغتیا ښه کول: شاخه بري په ټوله کې د زړو خاښونو د له منځه وړلو په موخه تر سره کیږي. نوي خاښونو ته زمینه برابروي او په پایله کې ونه ځوانه ساتي.  شاخه بري د میوې د کمیت او کیفیت د زیاتوي په خاطر تر سره کیږي. 1 .د ميوه لرونکو ونو شاخه بري دوه عمده الملونه لري: 1 .د ونې کنټرولول )د ونې د روزنې په موخه شاخه بري( 2 .د ميوې د توليد د تنظيمولو په موخه شاخه بري 1 .د ونې کنټرولول )د ونې د روزنې په موخه شاخه بري(  د ونې قوي کول، چې میوه وساتي او ښاخونه یې مات نشي.  د ونې کوچنۍ کول یا لنډول، چې میوه په اسانۍ را ټوله شي.  د لمر له ټولو هغو وړانګو څخه ګټه اخیستنه، چې پر ونه را لویږي.  د ونې د څانګو خالصول، چې د لمر وړانګه د ونې منځ ته الړه شي.  د ونې شاخه بري ددې لپاره، چې میوه د ځمکې سطح ته نږدې تولید کړي.  شاخه بري، ددې لپاره چې ونه پر نورو ونو سیوری و نه کړي د ميوې د توليد د تنظيمولو په موخه شاخه بري  د ماتو شوو ښاخونو او یو پر بل باندې د نښتو شاخونو له منځه وړل )هغه ښاخونه، چې سره یو ځای شوي(.  د ناروغیو او حشراتو له منځه وړل.  شاخه بري ددې لپاره، چې د امکان تر حده د ونې له ټولو برخو څخه میوه ترالسه کړو.  شاخه بري ددې لپاره، چې د ونې له ټولو برخه څخه با کیفیته میوه ترالسه کړو. که د ونې د تاج په منځ کې په کافي اندازه د لمر وړانګې او رڼا نه وي څه پيښيږي؟  په هغه برخه کې، چې نور نه وي پاڼې توییږي او خاښونه له منځه ځي.  د نور د کمښت له امله د میوې حاصل کمیږي.  د میوې رنګ خراب وي.  د دې له امله، چې ونه په تیاره کې ده او رڼا ورته نه ور رسیږي وړې وړې میوې تولیدوي.  ډېره برخه میوه د ونې په پاسنۍ برخه کې او په شاوخوا خاښونو کې، په هغه ځایونو کې چې د لمر وانګې وي تولیدیږي. د شاخه برۍ یوه ګټه دا ده، چې د ونې له ټولو برخو څخه ډېره او باکیفیته میوه ترالسه شي؛ خو باید هیر نه کړو، چې د ډېرې میوې ترالسه کول کومه الزمي طریقه نه ده. ددې لپاره، چې د میوې د تولید او د ونې د ودې ترمنځ تعادل وساتو، ځینې وخت هغه خاښونه هم له منځه وړو، چې میوه تولیدوي. )د تصویرسرچینه: Morris. Ll Robert) د میوې تت او خراب رنګ په کافي اندازه د لمر وړانکې د نشتون له امله

  1. ښاخونودپرېکولوطریقې

د شاخه برۍ پرمهال د دې لپاره، چې اضافي ښاخونه له منځه یوسو امکان لري، چې په بیالبیلو شکلونو ښاخونه پرې شي؛ خو ددې دوه ډوله پرې کولو یادونه الزمي ده. رنګړي کول )Cut Thinning )او سرغوڅول )Cut Heading .)  سرغوڅول )Cut Heading :)لکه څرنګه، چې له نوم څخه یې مالومیږي د یوي څانګې پرې کول د یو روغ او صحي غوټۍ د پاسه او یا هم د جانبی څانګې د پورتنۍ برخې د پرې کولو لپاره کاورل کیږي. سرغوڅونه د یوه ښاخ د لنډولو او نوي ښاخونو د ودې لپاره ترسره کیږي.  رنګړي کول )Cut Thinning :)پدې سیسټم کې ښاخ له بیخه پرېکیږي. په بله وینا رنګړي کول د یوه بشپړ ښاخ د پرېکولو لپاره کارول کیږي. سر غوڅونه د څه لپاره ترسره کيږي:  د ځینو څانګو له منځه وړل د نورو څانګو د شمیر د زیاتیدو په موخه.  د کمزورو څانګو ځواکمن کول.  د ونې اړ کول چې تنې ته نږدې میوه ونیسي. رنګړی کول د څه لپاره ترسره کيږي؟ رنګړی کول د څانګو په تراکم کې کمښت راولي او په ټوله کې د ونې په لوړیدو هم اغیزه لری. رنګړي کول د الندې موخو لپاره ترسره کیږي:  د ونې د سایز کنټرول.  دونې د منځ پرانیستل چې وړانګې ورورسیږي.  د څانګو له منځه وړل د نویو څانګو د تولید په موخه په دودیزه توګه په کال کې لږ تر لږه یو وار باید شاخه بري وشي. دا ډول شاخه بري د استراحت دورې په اوږدو کې د ژمي له پای څخه د پسرلي تر پیل پورې تر سره کیدای شي. د شاخه برۍ پر دواړو ډولونو الندې بحث کوو.  ژمنۍ شاخه بري یا pruning Winter ژمنۍ شاخه بري د اوړي په پای کې هم کولی شو. ژمنۍ شاخه بري د نوي ښاخونو د له منځه وړلو په موخه او یا په څنګ )جانبي( خاښونو کې د سیده ښاخونو د کمولو په موخه کارول کیږي.  د اوړي شاخه بري یا Pruning Summer د اوړي شاخه برۍ ته شنه شاخه بري هم وایي. دا شاخه بري د وچو ښاخونو او د نر ښاخونو )Sucker )چې د ونې د تنې شاوخوا را شنه کیږي، د له منځه وړلو لپاره تر سره کیږي. ژمنۍ شاخه بري په استراحت دورې کې شاخه بري یو رایج عمل دی، چې پایله یې په پسرلی موسم کې د نوي ښاخونو رامنځ ته کیدل دي. غوره دا ده، چې یو څه انتظار وکړئ، څو د ژمي موسم سړې شپې تیرې شي او بیا شاخه بري وکړئ. د دې کار لپاره دلیل دا دی، چې ښایي نوي پرې شوي ښاخونه یخ ووهي.  په تاقه کاری کې شاخه بري د ونې په پورتني برخه کې تر سره کیږي  په تاقه کاری کې هغه ښاخونه، چې ډېر سره نږدې دي پرې کیږي.  هغه ښاخونه ، چې له ۴۵ درجې څخه زیاته زاویه لري )پورته خوا ته او یا ښکته خوا ته( په تاقه کاری کې پرې کیږي.  د ښاخونو افقي وده وساتئ، که چیرته خاښ ډېر اوږد وي له سر غوڅونې (cut heading (څخه ګټه واخلئ. د اوړي شاخه بري یا شنه شاخه بري د اوړي شاخه بري پر ځوانو نودو تر سره کیږي )هغه ښاخونه، چې پر همدې کال را شنه شوي دي(. دا کار د دوو موخو لپاره کولی شو: د غونډ ښاخ ماتول، ددې لپاره، چې د لمر وړانګه میوې ته ورسیږي )دا طریقه پر زړو ونو تر سره کوو، چې اوسمهال د ونې تاج جوړوي او یا د هغو لنډو خاښونو پرې کول، چې بیرون لور ته وده کوي او په تاج جوړولو کې مرسته کوي. دا کار ډېر په نوي ونو کې د تاج جوړولو په موخه تر سره کیږی.(  د هغو ځوانو نودوو پرې کول، چې پورته وده کوي. ددې ښاخونو د پرې کولو لپاره تل له تاقه کاری څخه کار واخلئ. دغه ښاخونو په مستقیم ډول پورته خوا ته وده کوي او روښانه رنګ لري. هغه غوټۍ، چې په دې ښاخونو کې را شنه کیږي د میوو د غوټیو په څیر روښانه نه دي.  که په کافي توګه دغه ښاخونه پرې کوئ، دا کار په الس هم کولی شئ

تړلې لیکنې سمول

ونه نیالګي